د ازادۍ پۀ جنګ کښې ډېرو عظيمو او پياوړو پښتنو ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي او د بېلا بېلو سختيو او تکليفونو ښکار شوي دي. د پېرنګيانو لۀ خوا ورته داسې سختې سختې سزاګانې ورکړې شوې دي چې پۀ يادولو ئې د انسان عقل حېران شي. دې عظيمو، غېرتمندو او سر لوړو پښتنو نۀ يوازې دا سختۍ برداشت کړي بلکې د دې سره سره ئې د ازادۍ جنګ هم تل تر تله روان او تاند وساتلو. او د خان عبدالغفار خان باچا خان لاره ئې خپله لاره او د باچا خان کاروان ئې خپل کاروان او خپل ګوند وګڼلو. او تل عمري ئې خپل ژوند د بې وسه، غريب او بې سواده اولس د پاره وقف کړو. چې تل به دا مبارکې او سر لوړې هستۍ د تاريخ پۀ پاڼو کښې يادېږي او وروستي پاتې خلک به پرې وياړ هم کوي او پۀ تګ لاره به ئې هم خپل جدوجهد جاري ساتي او اولس به ترې خبروي.
پۀ دې قام پاله او ملت پاله مجاهدينو کښې يو ښکاره نوم د دوست محمد خان دے چې پۀ صدر صېب مشهور ؤ.
صدر صيب پۀ کال 1881عیسوي کښې پۀ ضلع صوابۍ کښې د بهزاد خېلو پۀ کورنۍ کلابټ محله ګلاخېل، ټل ادم خېل کښې د نور خان بابا د ځوي کبوت خان پۀ کور کښې سترګې پرانستې . صدر دوست محمد خان د بابا خېلۍ د طرفه د ګلاخېلو د ټل پائنده خېل (عرف عام کښې پانډوخېل ) د اسرائیل بابا نمسے ؤ.
پۀ کال ۱۹۱۱ء کښې يې وادۀ وکړو .پۀ اولاد کښې ئې درې زامن او څلور لوڼه دي.
صدر صېب د ځوانۍ پۀ وختونو کښې لکه د نورو پښتنو پۀ شان د کبډي کولو، موخه ويشتلو، غوايان زغلولو، سپي جنګولو او بټېر بازۍ سره ډېره مينه لرله. پۀ دغو وختونو کښې زياتره پښتانۀ هم پۀ دې لوبو کښې مشغول وو او پۀ چاپېره کلو کښې به د دې لويې لويې مقابلې کېدې. کۀ يو اړخ ته پښتانۀ پۀ دې لوبو کښې مشغول وو نو بل اړخ ته پۀ کښې د تعليم نشتوالے او د انګرېز د غلامۍ هم ښکار ؤ. دې نه علاوه پۀ پښتنو کښې داسې غلط رسم رواجونه هم موجود وو چې پښتانۀ پۀ کښې تر پوندو پوندو ډوب وو. او هم د دې غلطو رسمونو رواجونو د ختمولو د پاره پۀ هشنغر کښې پۀ کال ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم يو تنظيم جوړ شو چې د افغانانو اصلاح به ئې کوله او پۀ چاپېره پښتنو سيمو پۀ حجرو او جوماتونو کښې به ئې پښتانۀ د دې غلطو رسمونو رواجونو نه ژغورل او د تعليم درس به ئې ورته کولو. پۀ دې انجمن کښې ترنګزے حاجي صېب، عبدالغفار خان باچا خان، عبدالاکبر خان اکبر، محمد عباس خان او داسې نور لوړ لوړ شخصیات شامل وو .
يوه ورځ د کلابټ خانخېلو جماعت کښې حاجي محمد امين ترنګزے د وعظ تقرير کولو چې پۀ پورته بيان کړے شويو مشغلو ئې درد بيان کولو چې دا مشغلې مۀ ساتئ، د صدر صېب د وينا تر مخه:
“پۀ دغه وخت کښې ما پۀ وچت اواز الله اکبر
ووې او د سجدې پۀ حالت کښې ما د الله تعالی
نه دا سوال وکړو چې يا الله زما د زړۀ نه د دې
مشغلو مينه وباسې او ما درې ځله د الله تعالی
نه سوال وکړو چې يا الله زما توبه قبوله کړې او
زما پۀ شا ټولې جمعې پۀ يو اواز امين ووې . د
مذکوره جماعت امام ابوبکر باباجي چې پۀ حاجي
بابا مشهور ؤ (حج له پېدل تلے او راغلے ؤ)
هغوي زۀ راوچت کړم او ځان سره ئې جخت کړم
او ښکل ئې کړم. بيا ئې حاجي صېب ته وړاندې
کړم، حاجي صېب هم ځان سره سم لاس ته پۀ
محراب کښېنولم او خلکو ته ئې ووې چې داسې توبه
وباسئ او زما د توبې د قبوليت د پاره ئې دعا وکړه”.
چې بيا وروستو دوست محمد خان پۀ خدايي خدمتګار تنظيم کښې شامل شو او د پښتنو خدمت ته ئې ملا وتړله او د نورو خدايي خدمتګارو سره به کلي پۀ کلي ګرځېدو او د پېرنګيانو نه د ازادۍ درس ورکولو. پۀ کال ۱۹۳۰ پۀ وختونو کښې چی کله خدايي خدمتګارانو د پېرنګيانو پۀ شراب خانو او عدالتونو حملې کولې نو هم پۀ کښې صدر صېب دوست محمد خان لوړ کردار ادا کړو او پۀ دغه دوران کښې د کال 1930نه تر کال 1934 پورې د پېرنګيانو پۀ قېد وبند کښې ډېرې سختۍ برداشت کړې. د هندوستان د تقسيم پۀ دوران کښې چې هندوستان کښې مېشتۀ مسلمانان، هندوان او نور قومونه چې د کوم تشدد او جبر سره مخ وو هم د خدايي خدمتګار تحريک غړي وو چې د انسانانو ژوند ئې بچ کولو چې پۀ دې خدمتګارانو کښې دوست محمد خان هم د هر چا مخکښې مخکښې ؤ.
د پاکستان د ازادۍ نه پس چې پۀ خدايي خدمتګار تنظيم پابندي ولګېده او څو کاله پس نېشنل عوامي پارټي جوړه شوه نو دوست محمد خان د کلابټ کلي صدر مقرر شو او پوره څوارلس کاله ئې د صدارت دا ذمه داري پۀ ډېر اخلاص او پښتونولۍ سر ته ورسوله چې تل عمري پۀ صدر صېب ياد شو.
پۀ صدر صېب کښې ډېرې داسې ښائسته خوبۍ هم موجودې وې چې د هغوي پښتونولي مونږ ته پۀ ګوته کوي.
تر ټولو غټه خوبي ئې يوه دا هم وه چې د هر لوري نه به مسافر راغلو نو صدر صېب به ورته لاس پۀ نامه ولاړ ؤ. پۀ خپله حجره کښې به ئې ورته کټ بستره هم سم کړل او د چاے روټۍ غم به ئې هم ورله کولو.
کله ئې چې د توت کلي واله نه د زمکې مقدمه وګټله نو څۀ موده پس د توت کلي والا خلقو د صدر صېب پۀ مرګ پسې څو تنه اجرتي قاتلان راولېږل چې د صدر صېب پۀ حجره کښې شپې ته دېره شول. خو صدر صېب ته د دوي پۀ اړه هېڅ معلومات نۀ وو چې دا څوک دي. صدر صېب ئې ډېره مېلمستيا وکړه چې هغوي ئې د مېلمه پالنې د پت نه دومره بې حده متاثره شول چې خپله اراده ئې بدله کړه. او پۀ شپه شپه کښې واپس خپلو کلو ته رخصت شول. صدر صېب چې سحر حجرې ته تشريف راوړو چې مېلمنو ته پۀ مټکي کښې اوبۀ وګوري او د هغوي خبر واخلي. چې پۀ کټونو ئې نظر پرېوتو نو حجره خالي وه. بيا وروستو خبر شو چې هم دا د دوي پۀ مرګ پسې راغلي وو .
صدر صېب سختو نه سختو حالاتو کښې پۀ قامي تحريک کښې تر هر چا مخکښې پاتې شوے دے. د غريب اولس خدمت ئې هم کړے دے، او د ظالم خلاف مزاحمت ئې هم کړے دے. جلسې او جلوسونه ئې هم کړي دي او ډېر خلق ئې د تحريک ملګري هم جوړ کړي دي. د باچا خان او ولي خان سره تل پۀ يو صف کښې ولاړ پاتې شوے دے. چې د پښتونولۍ يو ژوندے مثال دے . دا عظيم خدايي خدمتګار پۀ 22اګست 1979 کښې د فالج پۀ رنځ اخته شو او پۀ 25 اګست 1979کښې د 98 کالو پۀ عمر کښې د وړوکي اختر پۀ ورځ وفات شو. او پۀ خپل کلي کښې خاورو ته وسپارلے شو.
نن کۀ صدر صېب زمونږ تر مېنځه نشته خو د هغوي مبارزه زمونږ پۀ مېنځ کښې ژوندۍ ده چې د هغوي تګلاره مونږ ته پۀ ګوته کوي او وروستو پاتې نسلونه پرې قدمونه ږدي .
(پۀ مننه د سليم خان کاکاجي)