څۀ ورځې وړاندې په يوه مرکه کښې يوې صحافۍ د مشر محمود خان اڅکزي په پېژندګلو کښې د دۀ لپاره د ‘قوم پرست’ مشر صفت وکاروي نو محمود خان اڅکزے ئې وټوکي چې زۀ د ‘قوم پرست’ ا請ﻄﻼح په حق کښې نۀ يم – بيا ځنې خلک دا په منفي معنيو کښې کاروي ۔ ‘قوم پرور’ يا ‘قوم دوست’ ا請ﻄﻼح زياته غوره ده ۔ دغه خبره په رسنيو ډنډوره شوه او يو بحث تود شو۔ د اڅکزي صاحب پلويانو د هغۀ وکالت او دليل تائيدولو او ورسره ئې دا وئيل چې محمود خان اڅکزي دا خبره مخکښې هم کړې ده او هغه وائي چې د ‘قوم پرست’ ا請ﻄﻼح مونږ ته ﻣُﻼ راکړې ده او دا مناسبه نۀ ده چې مونږ ئې وکاروو. اﺧﺘﻼف لرونکو کښې زياتره خلکو ورته د “شهيد موﻻنا” خان زېب د کتاب نه حواله راوړې چې د پرست، پرستي او پرستش تر منځه نۀ صرف لغوي فرق شته بلکې د دې اولسي استعمال او قبوليت ته هم کتل پکار دي ۔ د ‘قام پرست’ ا請ﻄﻼح تر مخه يو قام د خپلې خاورې د تاريخ، جغرافيائي حدود، قدرتي شتمنيو د انتظام او پېداوار نه تر د مارکيټ د حق دعوې او سياسي فېصلو باندې وﻻړ وي ۔ ‘مرده پرست’، ‘ماده پرست’، ‘عقل پرست’ او ‘حق پرست’ نومې ا請ﻄﻼحاتو کښې د دې هغه معنې نۀ راوځي، کومې ته چې ښاغلي اڅکزي صاحب اشاره کړې ده ۔ وړاندې د دې نه، چې زۀ د ا請ﻄﻼحاتو په روايت، کارؤنې او د لفظونو د تقدس په ادبي او لساني حواله خبره وکړم، زۀ دلته اول د ‘ا請ﻄﻼح’ په سياسي کارؤنې خبره کول غواړم. د ا請ﻄﻼح د زېږون بدلون او ترويج خپل سائنس دے ۔ په سياسي انجنيئرنګ کښې تر ټولو ستر کار د دغه ا請ﻄﻼحاتو وي. بيانيه جوړولو او ماتولو کښې د مرکزې کردار هم دغه ا請ﻄﻼحات لوبوي. داسې دور کښې چې مشر محمود خان اڅکزي پاکستان کښې د نيمې پېړۍ نه زيات عمر په ‘قوم پروره'(!) سياست کښې تېر کړو دا ئې وليدل چې څنګه او چا ‘پښتون’ او ‘افغان’ ﺟﻼ کړل؟ څنګه او چا د ‘مهاجر’ نه ‘مجاهد’ کړل، ‘مجاهد’ نه ئې ‘طالب’ کړل، د ‘طالب’ نه ئې ‘خوارج’ کړل او بيا ئې ‘فتنة الخوارج’ کړل؟ وړاندې ترې نور څۀ څۀ نۀ شي جوړولے!!! د نيمې پېړۍ نه زيات ‘قوم پرور سياست’ پاللو باوجود دغه اڅکزي صاحب ته دا ولې نۀ مطرح کېږي چې پاکستان کښې کله هم د قوم پرست غورځنګونو بحث کېږي نو سندهو، بلوچ او پښتون په ‘قومي سياست’ يادېږي ۔ پنجابي ‘قوم پرست’ نۀ يادېږي. )کۀ يادېږي، هغه ړوند ته هم ښکاري چې دا نور حرکيات لري( ۔ ډېر ګران مشر محمود خان اڅکزي صاحب په خپل نوم کښې چې د ‘اڅکزے’ پېژندګلو ‘برخه’ کړې ده نو بد ئې نۀ دي کړي، دا ئې د پېژندګلو د بحران ﻻره نيولې ده. خپل پښتون شناخت ورته ګران دے ۔ هغه د دې ضرورت د ‘سياسي غوښتنې’ نه هم خبردار دے ۔ د قبيلوي يا قبائلي پښتونوالي پېغورونو ته ئې هم غاړه ايښودې ده خو د پېژندګلو د بحران مخنيوے نۀ پرېږدي. دلته دا يو سوال را وﻻړېږي چې کۀ څوک د ‘اڅکزي’ نسبت نه د منفي قبايلي کارؤنې استنباط کوي نو مشر محمود خان ئې پرواه هم نۀ کوي ۔ خو کۀ څوک د قوم پرست نه ‘پرستش’ پله ځي نو بيا ښاغلے مشر محمود خان اڅکري ته دا ‘روا’ نۀ ښکاري، دا ورته ‘نامناسبه’ ښکاري او دومره نامناسبه چې ‘متبادل’ ئې وړاندې کوي!!! د ‘پرست’ او ‘پرستۍ’ نه به ‘پرستش’ ته څوک ځي؟ څوک تلي دي؟ د پاکستاني قوميت پلويان او سخت دريځه مذهبيان – نو د دوي وړاندې ماتې منل پکار دي او مروجه ا請ﻄﻼح پرېښودل پکار دي؟ قوم پرست ا請ﻄﻼح محض د ﻣُﻼ ورکړه نۀ ده )څنګه چې د مشر اڅکزي صاحب ځينې پلويان ګڼي(. د ا請ﻄﻼح په مروج کېدو کښي يو کردار د اولس، ژبې او کلتور هم وي ۔ بل کردار د مقتدره، اسټېبلشمنټ او د هغو د پلويانو هم وي نو يو سياستمدار له اول الذکر سره ودرېدل پکار دي کۀ موخر الذکر سره؟ او ښاغلے مشر محمود خان اڅکزى په دې قضيه کښې کوم خوا وﻻړ دے؟ ۔ تر دې دمه چا قوم پرست “د قوم عبادت کوونکي” په معنٰي اخستے دے؟ کۀ داسې نۀ ده نو بيا ولې مشر محمود خان اڅکزي سره د خپل ايمان غم دے؟ يو سياستمدار به دا ګوري چې اولس، ژبه او کلتور او تاريخي سياسي روايت څۀ څۀ تقاضا لري؟ يو منلے روايت څۀ څۀ غوښتنې لري؟ کۀ هغه د دې ﺧﻼف اقدام کوي نو د ‘قوم پرورۍ’ تله به درنېږي کۀ سپکېږي؟ د ښاغلي مشر لۀ خوا په داسې حاﻻتو کښې، چې هغوي يو ځل بيا د يو ‘وفاق پروره’ )خو د وړاندې نه مختلف( ګوند سره د سياسي هلوځلو د پاره جواز کتلے دے، داسې څرګندېږي چې د قوم پرستۍ د امکاني منفي معنوي کارؤنې په اوږه ئې ټوپک ايښودے دے او په ټولو قوم پرستو مبارزو ئې ډزې کړې دي – د دې فائده چا ته ده؟ بې شکه مقتدره، اسټېبلشمنټ او “پاکستاني قام پرورۍ” ته ده. نو بيا کۀ خولۀ د هر چا ده او اوږه د هر چا ده، ګزار خو معلوم دے. زۀ د سياسياتو د يو زدکړيال په توګه نۀ پوهېږم چې داسې وخت کښې، چې پښتون وحدت پاره پاره دے، افغان ملت مات مات دے، قوم پرستي باجود د خپلې سپېځلتيا ګناه ډيکلئير کړې شوې ده ۔ نو يو پښتون سياستمدار به ولې د قوم پرست په ا請ﻄﻼح ‘نيوکه’ کوي، دا به ‘متنازعه’ کوي او يو داسې ‘متبادل’ به ئې وړاندې کوي چې د رياستي بيانيې ﻣﻼتړ کوي؟ دا پوښتنه هغه وخت نوره هم سخته شي چې د ښاغلي مشر محمود خان اڅکزي پلويان د باچا خان او عوامي نېشنل پارټۍ په تاريخواله دا رنګ تورونه لګوي چې د دوي د ګوند په نوم کښې “پښتو، پښتون، پښتونخوا” نشته نو ګويا دوي د پښتون ‘قوم پرورۍ’ دعويٰ کښې رښتوني نۀ دي ۔ رښتيا خبره دا ده چې د پښتون افغان ‘قوم پرسته تاريخواله’ کښې د باچا خان قامي مفکوره د اوسمهاله علمي غوښتنو د سر کولو جوګه ده ۔ دې کښې د ابن خلدون په ا請ﻄﻼح ‘عصبيت’ شته خو ‘تعصب’ نشته. دلته خپل قوم پالل دا معنا نۀ لري چې د بل قوم په تذليل دې تمام شي. د باچا خان قامي مفکوره کښې دلته د ژبې او کلتور نه لږ زيات مرکزيت مکان/ جغرافيه ته حاصل دے ۔ دا مرکزيت د خپل ملکيت د تحفظ ادراک په ډاګه کوي. بل دې مکان کښې اوسېدونکي ته د ‘غېر’ نسبت نۀ ورکوي. ‘سېدان پښتانۀ’ ئې تاريخي کېس سټډي ده. د هند د وېش په وخت د فسادونو تاريخ کښې د پېښور کردار ئې بل تاريخي شهادت دے. د مذهبي هم آهنګۍ ايجاد کوونکے دا مکان او دا جغرافيه بله ګواهي ده. نن دور کښې سټېټ لس/ state less ټولنه نشته. هائبرډ قوم، هائبرډ کلتور، هائبرډ ژبې شتون لري؛ خو ‘هائبرډ جغرافيه’ امکان نۀ لري. باچا خان ته د دې نکاتو ژور ادراک حاصل ؤ. کېدے شي ځينې درباريان ورته ‘د شاﻣﻼتو زمينه’ استدﻻل کښې راوړي خو دا په هر حال سمون نۀ خوري. نو د باچا خان د قامي مفکورې دغه ژور اساس او مغرور الوت باندې د ځينې ‘قام پرورو’ سر نۀ ﺧﻼصېږي نو هغوي دا نيوکه راوړي چې “د باچا خان ګوند کښې خو پښتو، پښتون، پښتونخوا نومې ترکيب نشته” نو دوي څنګه “قام پروره او قام دوسته” کېدے شي؟ ۔د ‘قوم پرست’ په ځاے “قوم پرور/ قوم دوست” متبادﻻت راوړل په نفسياتي توګه کۀ يو خوا د قام پالنې مقدمه کښې د ماتې اعتراف دے، نو بل خوا دا يو بدترين “مذهبي ټچ” دے. د ښاغلي مشر محمود خان اڅکزي د دې نه وړاندې پناه به ‘آئيني ټچ’ کښې وه، خو لږه موده کېږي چې د ‘طالب’ او ‘يوتهيا’ ورژن دوي ته د آئيني ټچ نه زياته منافع رسوي نو دوي په شعوري او غېر شعوري توګه هغه متبادﻻت خپلوي کوم چې د دغه ياد ورژن ‘پرورده’ وي. دلته يو وضاحت بل هم کؤم، چې زۀ دا ‘يوتهيا’ ا請ﻄﻼح د سماجي سائنس د ټولنيزو حرکياتو د غوښتنې په اساس کارؤم – اګرچې دا هم رښتيا دي چې د دغه ا請ﻄﻼح نور منفي معنوي صورتونه هم شته، خو زۀ يقيني يم چې لوستونکي به د دې درک لپاره دغه اشاره کافي وګڼي.اوس به راشو د ترکيب او ا請ﻄﻼح د کارؤنې يو بل اړخ له. “نفس عيسٰي، فرشته صفت، الله واﻻ” او داسې نور ترکيبونه او ا請ﻄﻼحات نۀ صرف شتون لري، بلکې دې ته اولس او د ژبې روزمرې محاورې هم غېږه پرانستې ده. کۀ د انجنئيرډ معنيو په وجه د دې ترکيبونو او ا請ﻄﻼحاتو نه ﻻس نيولي کېږو نو دا به کومه هوښيارتيا وي؟ ژبه کښې چې څنګه مقتدره، واکمن او اسټېبلشمنټ ته د انجنئيرنګ نخښه معلومه وي، دا رنګ دا اولس، کلتور او سياستمدار ته هم معلومه وي. اوس کۀ څوک وائي چې يره! ‘نفس عيسٰي’ نامناسبه دے، د دې په ځاے ‘عيسٰي کي طرح’ يا ‘مثل عيسٰي’ وئيل پکار دي، ‘فرشته صفت’ نامناسبه دے، ‘فرشتو جيسي صفات’ به مناسب وي، ‘الله واﻻ’ خو بېخي نامناسبه دے، دا خو مخلوقاتو کښې طبقاتي شخړې را منځ ته کوي؛ او اے! دا ﻻ څۀ کوئ، يوه سندره ده، وائي “تجهـ مین رب دکهتا هے” دا اوس روا دي؟ دا رنګ “مالک، څښتن، آقا، خاوند، واکمن، دا ټول ترکيبونه او ا請ﻄﻼحات دغه منفي معنيو کښې انجنئير کېدے شي؛ نو ښاغلے مشر محمود خان اڅکزى صاحب به دا ټېکه چا له ورکوي؟
د ‘پرست’ او ‘پرستش’ بسمه يوه ده – دا د ‘پرستيدن’ نه راوتې دي. ‘پرست’ د حال ماده ده. فارسي کښې چې کله د مصدر د حال د مادې تړون د اسم يا ﻻحقې سره وشي نو دا د فاعل صورت خپلوي. دا رنګ ‘پرستش’ کښې د حال د مادې سره د ‘ش’ ﻻحقه هم ده. دا د ‘اسم حاصل بالمصدر’ صورت دے. دلته يوه باريکه نکته د ‘ى’ د قسمونو او صورتونو هم ده. په فارسي کښې د ‘پرستي’ دا ‘ي’ د ﻻحقې يو صورت دے، کوم چې د ‘اسم حاصل بالمصدر’ مدد کوي ۔ ګويا د فارسي ګرامر مطابق پرست ‘ﻻحقه’ نۀ ده، دا ماده يا بسمه ده. فارسي کښې د داسې قسمه ‘ي’ کارؤنې ته ‘يائى مصدري’ وائي. دا د فعل حالت او کېفيت ظاهروي. لکه د مست نه ‘مستي’، لکه د پیر نه ‘پیري’ او يا د روان نه ‘رواني’ – خو د ‘ى’ يو بل قسم هم شته چې هغې ته ‘يائى نسبتي’ وائي. لکه د ﻻهور نه ‘ﻻهوري’، پاکستان نه ‘پاکستاني’ يا د عرب نه ‘عربي’ – نو اوس سوال دا دے چې په ‘اڅکزي’ کښې ﻻحقه کومه يوه ده؟ بيا ‘ي’ کومه يوه ده؟ او د ‘ي’ تعين کۀ د ‘يائى مصدري’ په ځاے د ‘يائى نسبتي’ يا د ‘يائى نسبتي’ په ځاے د ‘يائى مصدري’ يا بلې کومې ‘ي’ وشي نو څومره بدلې بدلې نتيحې به راوړي!!! د لغوي څېړنې خپل لوازمات دي او د ا請ﻄﻼحي څېړنې خپل لوازمات – البته ا請ﻄﻼحي څېړنه کښې د اولس د عرف دخل زيات برڅېره دے. دومره زيات برڅېره چې کۀ دا د لغوي اصولو نه انحراف هم کوي خو اولس قبوليت ورکړے وي، نو دا کوټلے منلے کېږي ۔ لساني تعامل هم دلته خپل کردار لري ۔ د لغوي او ا請ﻄﻼحي کارؤنې او د دې د مختصر فرقونو نه پس به اوس د ‘پرست’ او ‘پرستش’ ادبي کارؤنې له راشو ۔ ادبي کارؤنه کښې هم دا فرق لري )اګر کۀ تخليقکار د دې د يو بل سره بدلون مستعار کولے هم شي.( لکه د فارسي یو شعر دے:
من اگر بت پرست و بت ستا باشم
غم ندارم که روی تو در دل داشتم
دلته اوس ‘پرست’ د ‘پرستش’ په معنٰي مستعار شوے دے ۔ بيا هم هغه سوال نۀ را وﻻړېږي، کوم چې ښاغلي مشر محمود خان اڅکزي بر ناحقه را وﻻړ کړے دے! ‘بت پرست’ په عمومي توګه فارسي روايت کښې د ‘عاشق’ لپاره مروج ګرځي ۔ شاعر وائي “کۀ زۀ بت پرست هم شم نو پرواه نشته، ځکه چې ستا څهره زما په زړۀ کښې ثبت ده.” د حکيم سنائي سره منسوب شعر ته ځير کېږو:
اگرچه بت پرست شدم به راهِ دین
پرستش کنم جز ا و همه به کین
شاعر وائي چې “په ظاهره بت پرست يم خو پرستش صرف د هغۀ کؤم.” نور هر څۀ نه نفرت سره، دا يو باريک فرق هم ظاهروي او د ا請ﻄﻼحي او لغوي اشتراک نه يو ادبي نکته هم زېږوي. ګويا په ادبي حواله د لفظونو د معنيو واک د تخليقکار په ﻻس کښې لوبېږي. تخليقکار “رند/ بت پرست/ صنم/ ساقي” د منفي نه مثبت ګرځوي او تخليقکار “محراب/ چوغه/ تسبيح/ پټکے/ بوټان” د مثبت نه منفي ګرځوي ۔ خو دوي سره خپل ادبي او تخليقي جواز وي ۔ د ا請ﻄﻼحاتو انجنئيرنګ کښې مقتدره او اسټېبلشمنټ چې کوم جواز وړاندې کوي، هغه دوه مخيز وي. ښکاره کوي يو څۀ او خرڅوي بل څۀ په ادب کښې د دې دوه مخيزتوب حقيقت د تنقيد ډسپلن را څرګندوي ۔ په رياست کښې د دې مخنيوے سياست کوي ۔ هر هغه سياستمدار چې د نن نړۍ کښې د اوسمهاله غوښتنو او د ‘روح عصر’ په نبض پوهېږي، هغه هېڅ کله د دوه مخيز جواز په تته امکاني رڼا نۀ غولېږي. لکه د ‘ګوډ او بېډ’/ Good and Bad په بېلتون چا نيوکه وکړه او چا ومنل؟ او د خوند خبره دا ده چې چا دغه درجه بندي کوله اوس هغوي هم د دغه درجه بندۍ په وکالت ستومانه ښکاري. “د سياست په سينه کښې زړۀ نۀ وي”، دا خبره دا رنګ ولې کېږي؟ يو خوا کۀ دا د سياست د سفاکيت لپاره پکارېږي نو بل خوا دا په سياست کښې د مکر نه د انکار بيانيه ده۔ د اصولو او نظم په ساحه کښې د هېڅ قسمه استثنٰي نه هم د انکار نامه ده۔ دې سره اﺧﺘﻼف کېدے شي خو کۀ دې مکر او استثنٰي ته عمومي قبوليت ورکړے شي نو د دې منفي کارؤنه بېخي عام شي ۔ د خبرې مطلب مې دا دے چې يو سياسي مشر چې خولۀ پرانيزي، قلم پورته کوي او کۀ قدم پورته کوي، هغه به د دې هر اړخيز اغېز ته خامخا ګوري ۔ ځکه چې هغه په يو وخت، اګر کۀ د انساني خطا ګنجائش هم لري، خو د يوې ډلې نمائندګي هم ادا کوي، رسا وخت باندې رسا اواز به پورته کوي، بې وخته به اواز نۀ کوي، د خاموشۍ موقع به پېژني، چرته به د رښتياو په سياسي سود او زيان نۀ دهوکه کېږي د انساني شخړو په تدارک کښې چې د ﺣﻠﻼرې پېش نهاد راوړي نو خامخا به سياسي اند سره راځي، د اسماني اند په سياسي کارؤنه به توند او ويخ نظر ساتي۔ د دې توندۍ مطلب کوم مطلق مخالفت بالکل هم نۀ دے، بلکې دا د دوه مخيزتوب دهوکه لرې کول او سياسي صراحت را څرګندول دي ۔ د سياسي اﺧﻼقياتو غوښتنې به پېژني. کۀ داسې نۀ وي نو عېن ممکن ده چې يو سياستوال به خپله سياسي مبارزه رسا ګڼي خو هغه به په رښتونې معنې نۀ صرف دا چې رسا نۀ وي، بلکې د سوده تاوان حامله به هم وي.