“باچا خاني پکار ده”؛ څۀ مطلب او څنګه؟ – انور نګار

پۀ ټولنیزو رسنيو، ميډيا او پۀ سياسي، ادبي غونډو کښې دا اصطلاح تکرارېږي چې “باچا خاني پکار ده”، خو څنګه پکار ده؟ څۀ کول پکار دي او د څۀ نه ډډه کول دي؟

د نړۍ پوهان پۀ عامه توګه او د دې سیمې څېړنکار پۀ خاصه توګه خان عبدالغفار خان المعروف باچاخان يو زيرک سیاستوال، لوے ټولنیز مصلح، عمل کوونکے عالم او ريښتونے لارښود ګڼي او پکار هم ده، خو زما پۀ ذاتي نظر باچاخان د ذکر شويو او يو شمېر نورو صفتونو سره سره يو مظلوم شخصيت هم دے. کوم چې د نړيوال کچ د مبارزينو او مصلحينو پۀ وړومبي قطار کښې ولاړ دے، خو مونږ د نوموړي کردار پۀ لنډ تنګ چوکاټ کښې د ځايولو کوشش کوو او داسې پۀ ځان پسې پۀ خپله د رڼا دروازې تړو. او لۀ بده مرغه د هغۀ فکر او زيار ته د وقتي ګټې تاوان پۀ ائينه کښې ګورو.

اوس راځو‌ دې پله چې باچا خاني پکار ده نو څۀ کول پکار دي؟ پۀ دې حواله د باچا خانۍ څو جوت رنګونه ذکر کوو. وړومبے عدم تشدد؛ زما پۀ خيال د پخوا پۀ نسبت اوس دې خبرې ته زياته اړتيا ده چې عدم تشدد دې د خپل حقيقي روح سره سم یقیني کړے شي. ځکه چې نن د پرون پۀ مقابله کښې پښتنو ته د عدم تشدد د فلسفې د خپلولو ضرورت د هر چا نه زيات او مهم دے. بله دا چې دا د پښتونولۍ د مهمو قدرونو سره زيات نزديکت هم لري. ځکه چې کۀ ننواتے دے، جلب دے، امان دے، کۀ بدرګه ده او کۀ جرګه مرکه ده، پښتون پۀ هره حواله د عدم تشدد د بېرغ وچتوونکے پکار دے. باچاخان پۀ داسې حال کښې د عدم تشدد نظريه خپلوي او عملي کوي چې يو خوا د پښتنو خپل ټولنيز ژوند د تشدد او انتقام‌ پۀ پنجو کښې ګېر وي نو بل خوا د پېرنګي جبر ته ټينګېدل څۀ اسان نۀ وي خو دا ملنګ انسان پۀ تش لاس خو پۀ پولادي حوصله د دوي د واکمنۍ بنيادونه ولړزوي او اخر ئې د دې پاکې خاورې نه پۀ تېښته مجبور کړي.

د باچا خانۍ دوېم ښکاره قدر د علم ارزښت دے. دا خبره باچاخان د ازاد اسلاميه سکولونو پۀ جوړولو، د پښتون مجلې پۀ خپرولو او د ادبي غونډو پۀ تابيا کولو سره پۀ عملي توګه ثابته کړې ده چې تعليم او شعور د يو قام د بقا او پرمختګ لپاره څومره اړين دي. کله چې هغه د ازاد اسلاميه سکول بنسټ ږدي نو د خپل زوي سره د يو کوچوان ماشوم هم پۀ دغه مکتب کښې کښېنوي. هغه پۀ ستره خانۍ کښې د يو استاد پۀ حېث ماشومانو ته پۀ سکول کښې تعليم ورکوي او ورسره خپل ملګري هم دې ته ګماروي.

د باچا خانۍ بل سپېځلے رنګ د کار او زيار دے، ځکه چې سياسي خپلواکي د اقتصادي خوشحالۍ نه پرته نۀ راځي. کوم قامونه چې پۀ اقتصادي لحاظ پاتې او د نړيوالو مالي ادارو پۀ اثر کښې دي، د هغوي سياسي پرېکړې هم د دغه طاقتونو پۀ خوښه ترسره کېږي. ښاغلي باچاخان ته د دې خبرې پۀ ځاے ادراک ؤ، ځکه د کسب ګر د عزت نفس ساتلو پۀ خاطر پۀ خپلو لاسو جامې جوړوي. هغه د مزدور د جذبې لوړې ساتلو او احساس ګډولو د پاره پۀ بازار کښې ګوړه خرڅوي. ګر چې پۀ باطن کښی د دنيا دارۍ نه دومره بېزاره دے چې ټول عمر پۀ جامو کښې جېب نۀ جوړوي.

د باچا خانۍ سياسي پلو لا روڼ او د ستائلو دے. هغه داسې چې پۀ دې کښې د قامي شعور سره پۀ تش لاس خو د خپلو اقدارو پۀ چوکاټ کښې د حقونو د لاس ته راوړنې لپاره مبارزه کول دي. او پۀ هر رنګه نرمو ګرمو حالاتو کښې پۀ استقامت سره ودرېدل دي. باچاخان دا پۀ قول او فعل سره ثابته کړه، چې غاصب کۀ هر څومره زورور وي خو قامي زور ته نۀ شي ټېنګېدے. خو شرط ورله استقامت او پۀ خپلو صلاحیتونو باور لرل دي.

د باچاخان يو ځانګړتياوې دا ده چې کۀ يو پلو د هند د ازادي خوښو مبارزينو د سر تاج دے، لکه ګاندهي جي چې د يو طالب علم پۀ جواب کښې وئيلي وو “چې زۀ ستاسو لار ښود يم او دا يعنې باچاخان زما رهبر او لارښود دے”، نو بل خوا ورته د دېوبند زرګونه عالمان د “رئيس الاحرار” خطاب ورکوي. دا يو ډېر ځانګړے مثال دے چې د دومره بېلابېلو او جدا جدا مکتبه فکر خلک پۀ يو سړي راټول شي. د دې مطلب دا چې خپل مرام‌ دی پۀ نطر کښې ونيول شي او د بې ځایه ښکرو اړامولو نه دې څنډه وشي. يعنې پۀ زور دې د دښمنانو د پېدا کولو کوشش ونۀ شي بلکې دوستان دې لا زيات کړے شي.

بله دا چې دا نوموړے د چا پۀ شان “راځئ چې پرې ورځئ” نعرې نۀ وهي بلکې کله چې افغانستان ته د هلال احمر کارمندان لېږلے کېږي، نو خپل زوے غني خان د بهر نه پۀ داسې حال کښې راغواړي چې زده کړې ئې نيمګړې پاتې کېږي خو باچاخان ئې د نورو زلمو سره د هلال احمر د ډلې برخه جوړوي. يعنې د ممبر نه زيات پۀ مېدان باور لري. او دا د کوم تحريک پۀ ګټه د تمامولو د ټولو نه اړين ضرورت دے چې مشر دې پۀ سر کښې روان وي.

اوس راځو دې له چې کۀ څوک باچاخان د ټولنې د رغولو پۀ ځاے يواځې د ووټ پورې محدود ساتي نو دا هم د نوموړي د روح سره زياتے دے او کۀ بل پلو څوک د سياسي مخالفت پۀ ټس کښې د باچاخان پۀ حواله د تاريخي حقيقتونو نه سترګې پټوي، نو د دې مطلب د رڼا دروازې پۀ خپله پۀ ځان پسې تړل دي.

ضرورت د دې خبرې دے چې پۀ عدم تشدد خپلولو، شعور رڼولو، زيار ايستلو او سياسي فکر عام کولو سره دې باچاخاني د خپل حقيقي روح مطابق خپله کړې شي، چې داسې پۀ وسیلو شتمن خو خوار اولس د نړۍ د نورو قامونو سره سيال شي.