رښتيا رښتيا دي – سلطان خان ټکر

پۀ تاريخ کښې چې د پښتون قوم کوم نوم دے نو د تورې پۀ زور دنيا ته ښکاري. خو باچاخان چې د پښتون قوم کوم نوم دنيا ته وړاندې کړے دے هغه دسوچ د بدلون نوم دے. هغۀ پښتون د تيارې نه رڼا ته پورته کړے دے. هغۀ يوازې پښتون نه بلکې هر انسان ته د خپل حق پېژندل او د هغې حفاظت کولو احساس ورکړے دے. باچاخان قوم له دا احساس ورکړے ؤ چې پېرنګے د مغرب نه راغلے دے، او زمونږ د ناپوهۍ پۀ وجه زمونږ حقونه لوټي. ترڅو چې مونږ يو موټے نۀ شو نو تر هغې مونږ خپل حق ترلاسه کولے نۀ شو. د دې مقصد د حصول د پاره باچاخان داصلاح الافاعنه تحريک بنياد کېښودو او د ازادو مدرسو جال ئې خور کړو. د باچاخان پۀ دې تحريک کښې برخه اخستونکي څوک د چانه کم نۀ وو او نۀ د پښتنو يو علاقه پۀ شا وه. هر يو د بل نه مخکښې پۀ نظر راځي او د هرې علاقې سره بې مثاله او روښانه ستوري شته. کله چې د قيصه خوانۍ بدقسمته پېښه وشوه نو د ټکر علاقه د باچاخان بابا د پېروکارو ملګرونه ډکه پرته وه. د قيصه خوانۍ پېښه ډېره غمژنه وه. انګرېزانو د رد عمل ډېره سخته خطره لرله.

٢٧مئى ١٩٣٠ز کښې انګرېزانو د دې کلي د دوه مشرانو سالار شمروزخان او حاجي ملک معصم خان د ګرفتارۍ حکم ورکړو. خو دې مشرانو د انګرېزافسر سره د جلوس پۀ شکل کښې د تلو ضد وکړو. انګرېز هم پۀ موقعه د اولس د ردعمل له کبله پۀ دې راضي شو. پۀ لاره جلوس زياتېدو چې ګوجرګړهۍ ته جلوس ورسېدو نو انګرېز اېس پي بې قابو شواو د جلوس پۀ خلقو ئې ګزارونه وکړل. جلوس د خداے پۀ فضل سره د مشرانو خپل کلي ته پۀ خېريت ورسېدو. پۀ سبا د رد عمل پۀ توګه د انګرېز فوځ پۀ کلي حمله وکړه او د مختلفو علاقواو کليو يو شمېر خلک ئې شهيدان کړل. حاجي سربلند خان، ملک عبدالحميد، حاجي ګل شرف عرف جرنېل صېب او پير شهزاده ئې درې درې کاله بامشقته قېد کړل خو دا اولاذکر دواړه مشران پۀ موقع ګرفتار نۀ شول خو وروستو بيا اوۀ اوۀ کاله بامشقت قېد کړے شول. د باچاخان تحريک خو د مسلم ليګ پۀ انکار د دوي سره ملګرے نۀ شو نو مجبوراً د کانګرس ملګرتيا ته ئې غاړه کېښوده. وروستو دا واضحه هم شوله چې مسلم ليګ پۀ حقيقت کښې د مسلمانانو پاللې ډله نۀ وه بلکې د پېرنګيانو د اېجنټان يوه ډله وه. کۀ مونږد پاکستان پۀ جوړېدو کښې د مسلم ليګ قربانۍ ته وګورو نو د باچاخان د تحريک د قربانو پۀ مقابله کښې اوړو کښې د مالګې برابر هم نۀ ده. د مسلم ليګ لږې ډېرې قربانۍ د انګرېرانو خلاف هم نۀ دي بلکې دا قربانۍ د کانګرس خلاف دي.

د ١٩٤٦ز پورې خو د برصغيرپاک وهند پۀ پارلېماني سياست کښې هم د مسلم ليګ هډو پته نۀ لګېده. د جناح صېب دا يقين ؤ چې د هغۀ پۀ خيال پاکستان پنځوس کاله د وخت نه مخکښې جوړ دے. ځکه چې د پاکستان د جوړېدو پورې د جناح صېب پۀ شا مناسبه ډله نۀ وه. بس د پاکستان د جوړېدو پۀ وخت هغه ډله کومه چې د انګرېزانو اېجنټان وو، د پاکستان د اعلان نه لږ شان مخکښې د جناح صېب ملګري شول. ځکه خو جناح صېب به وې چې ما سره کوټه سکې دي. بلکې جناح صېب خو تر دې پورې وئيلي دي چې پاکستان ما او سټينوګرافر جوړکړے دے. او نۀ پاکستان پۀ دې غرض جوړ کړے شوے دے چې دلته به يو اسلامي نظام وي. مونږ چې دولي خان شهره افاق کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” د حقيقت پۀ عملي نظر وګورو نو دا به صفا واضحه شي چې د پاکستان د جوړېدو نه پس مونږ ته داسې ډله د مسلم ليګ پۀ نظر نۀ راځي چې هغه ناسته ده او د ملک د پاره څۀ اسلامي ائين ئې جوړ کړے دے بلکې داسې ډله هم پۀ نظر نۀ راځي چې دې ملک له ئې يو ائين خو جوړکړے وے، هغه دې سيکولر ولې نۀ وي. وائي چې د پاکستان اېجنسو يو ملا ونيولو چې تۀ پۀ دې ملک کښې اسلام نۀ منې او هغۀ ورته ووې چې اسلام منم خودا “منډل” پۀ کښې نۀ منم. يعنې د پاکستان جوړېدو نه پس د پاکستان مذهبي وزير منډل صېب ؤ چې هغه يو هندو ؤ. پاکستان د اسلام پۀ نوم جوړ شوے ؤ نو دا منډل غريب ئې پۀ کوم بنياد د مذهبي امورو وزيراخستے ؤ. يعنې کابينه نه وه د عمران خان ټيم ؤ.

د وزارتونو تقسيم هم “رائټ مېن فار رائټ جاب” والا لوبه نۀ وه، لاس د بري کار ؤ. بهارت چونکې د قربانۍ پۀ بنياد جوړشوے ؤ نو هلته د ائين د جوړېدو مسئله اټاله نۀ شوه او دغه شان د وړومبۍ ورځ نه بهارت د ائين د پاټلۍ نه نۀ دے خوئيدلے. پاکستان د ائين نه قصداً محرومه پاتې کړے شوے دے ځکه خو دلته وړومبۍ ورځ نه د ميوزيکل چئير لوبه شروع شوې وه، د پاکستان دجوړېدو سره سم باچاخان بابا د دې ملک سره د وفادارۍ حلف وچت کړے ؤ. د دې باوجود ګورنر جنرل چې جناح صېب پۀ خپله ؤ د دوي پۀ حکم د خدائي خدمتګارو صوبائي حکومت لرې کړے شو چې پۀ دو تهائي اکثريت مشتمل ؤ او هغه دوتهائي ډله کښې څۀ کسان د ډنډو پۀ زور جدا کړے شوي دي بلکې اقليتي ممبران خو ئې دومره وېرولي وو چې هغوي هندوستان ته مخه وکړه. دې عمل خودا ثابته کړه چې د جناح صېب اصول، تنظيم او يقين کښې خو د سره وړومبۍ دوه ټکي بېخي غائب ښکاري او دا دعويٰ هم غلطه ده کۀ جومات ته ځئ او کۀ مندر ته ځئ، هېڅ پابندي نشته. بلکې مونږ دا هم وليدل چې منډل صېب څوک چې د مذهبي امورو وزير ؤ اخرپۀ څۀ مجبور شو چې دا ملک ئې پرېښود. د بابړې المناکه پېښه هم وشوه خو نۀ د جناح صېب اصول پرستي پۀ نظر راغله او نۀ ګورنر جنرل صېب پۀ دې واقعه څۀ افسوس ښکاره کړو. بلکې قيوم خان نور هم يو بدمسته هاتهي شو. اګر چې جناح صېب اقليت ته د مذهب مکمل ازادۍ ورکولو اعلان کړے ؤ چې مذهبي پابندي نشته. پۀ کار هم داسې وه خو باچاخان اود هغوي ملګرو ته ئې پۀ خدمت کولو باندې بې کچه تکليفونه ولې ورکول، دا کوم اصول وو چې د ١٩٦٥ز پورې باچاخان بابا پۀ اتلس کالوکښې پينځلس کاله ګرفتار يا نظر بند پاتې شوے دے.

“باچاخان او خدائي خدمتګاري” چې کله وګورئ نو صفا ښکاري چې پاکستان د امريکې پۀ صلاح برطانيې د کمېونزم نظام مقابلې د پاره جوړ کړے دے چې د خدائي خدمتګارتحريک خو د چا سره د څۀ دښمني هم نۀ وه بلکې د خدائي خدمتګار تحريک مقصد دا دے چې د خطې قوم بېدارول وو، چې خلق بېدار شي نو بيا خوهغه پۀ خپله اوږه د چا ټوپک د سره مني نه. چونکې دکمېونزم د مقابلې د پاره د پښتون خطې د يو فرنټ حېثيت لرلو نو پۀ داسې حالاتو کښې خو د پښتون قوم بېداري دپاکستان د تشکيل خلاف خبره وه. نو پۀ خدائي خدمتګارو خو ئې ګازرې نۀ شوې خوړلې بلکې د بابړې پۀ شان لوبې ورسره پکار وې. پۀ دې وجه پښتون صوبې له خپله پېژندګلو نۀ ورکول وو او نۀ حقوق او نۀ د تس نس پښتون پۀ يو وحدت کښې جوړول وو. دا هرڅۀ خو صاحب اقتدار ډلې د اسلام خلاف ګڼل. خو د افسوس خبره دا ده چې پنجاب د خپل حقوق د خوندي کولو دپاره د ون يونټ ډرامې پورې تلے ؤ او د پېرټي منصوبې روانې وې. يعني 46=54، برابري د رياضۍ پۀ يوې فارمولا کښې هم نشته خو د پاکستان پۀ سياسي رياضۍ کښې دا هم شته. د ملک ائين د نۀ جوړېدو غټه وجه دا هم وه کۀ چر ې ائين جوړشوے ؤ نو بيا خو د يوکس يو ووټ پۀ بنياد د بنګاليانو حکومت جوړېدل هم وو چې هغې ته نۀ پنجابے تيار ؤ او نۀ د هندوستان نه راغلي مهاجرتيار وو. پۀ داسې حال کښې خو د وړو صوبو هم اختر جوړېدو.بيا دپنجاب سره نۀ اوبۀ پاتې کېدې او نۀ بجلي، نۀ غر او نۀ سمندر او چې کله پۀ تاريخ کښې داسې وشو نو بيا خو د وينو توئيولو باوجود پۀ خپل مقصد کښې ناکام شو. نو بنګال ترې دلاسه لاړ خو وړې صوبې هم هغه شان د پنجاب پۀ پنجه کښې دي. د بنګال د جدا کېدو نه پس اګر چې وړې صوبې وقتي طور پۀ ائين خوندي کړې شوې، خو ائين لا تر دې دمه وړو صوبو پۀ خپل حق ورکولو کښې نۀ دي مطمئن کړې.

اوس سوال دا پېدا کېږي چې پاکستان خو د کمېونزم د مخنيوي لپاره جوړ شوے ؤ نو بيا دومره پۀ اسانه جدا ولې شو چې امريکې او برطانيې ئې د لرې نه صرف تماشې وکړې. کومې پورې چې د چين او د امريکې روغه نۀ وه نو مغرب ته چين هم د روس پۀ مانند ښکاري. خو چې امريکې ته پته ولګېده چې چين پۀ دنيا څۀ کار نۀ ساتي. مغرب خو بنګال ته د چين خلاف د يو خپلې مورچې پۀ نظر کتل نو ځکه د پنجاب پۀ دې لوبه خاموشه وو خو دبنګال پۀ ګټه باندې خو بيا د امريکې سره غم شو چې اوس به رانه مغربي پاکستان د ګوتونه ځي ځکه چې د بنګال سياستدان تعليم يافته او د مډل کلاس سره تعلق لرلو نو دوي هم پۀ خپله اوږه د چا ټوپک نۀ پرېښودو نو امريکې له به د روس خلاف مرسته څنګه ورکوى، د ټکر د پېښې پۀ شان وينې توئې شوې، بدنام هم شول خو نۀ ئې اسلام راغے او نۀ پاکستان جوړ شو.

دا هم ولولئ

د منګي غاړه مې شنه . . . – سلطان خان ټکر

ټپې ئې د احمد خان او فضل ربي استاد نه پۀ لوړه وې، ځوانانو به …