انجمن اصلاح الافاغنه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

د پښتونخوا يو تاريخي پس منظر:

پښتونخوا چې پخوا پۀ قطبي قلبئيزه سرحدي صوبه بللې شوه، پۀ کال ١٩٠١ز کښې لۀ پنجاب څخه جدا کړې شو. او د چيف کمشنر د لاندې ئې کړه[1].

پۀ کال ١٨٤٩ز کښې پېرنګيانو، سکهانو لۀ ماتې ورکړه او بيا ئې د پښتونخوا پۀ لور ګامونه اوږدۀ کړل. د پېرنګيانو نه اګاهو پۀ پنجاب او پښتونخوا د سکهانو راج ؤ. خو پۀ کال ١٨٤٩ز کښې سکهانو شکست وخوړو نو د هغوي ځاے پېرنګيانو ونيولو. د پښتنو صوبې له ئې شمال مغربي سرحدي صوبه نوم کېښودو، خو ټول پښتانۀ ئې تس نس کړل. پۀ کال ١٨٩٣ کښې ئې د ډيورنډ لائن پۀ نوم د افغانستان او نورو پښتنو ترمېنځه يوه کرښه راښکله چې اخوا به افغانستان وي او دا باقي پښتانۀ به د پېرنګيانو د اقتدار لاندې وي. او بيا د پېرنګي د اقتدار لاندې علاقه هم څۀ متحده علاقه نۀ وه، دلته مختلف قسمه انتظامي يونټونه وو. پېرنګيانو پۀ کال ١٨٧٨ز کښې د دوېم افغان جنګ پۀ ورځو کښې پۀ وړومبي ځل د خېبر اېجنسۍ د پاره پوليټيکل اېجنټ مقرر کړو. پۀ ١٨٩٢ز کښې کرمې ته د اېجنسۍ درجه ورکړې شوه. ٩٦- ١٨٩٥ز کښې ملاکنډ اېجنسي او شمالي او جنوبي وزيرستان اېجنسۍ جوړې کړې شوې. د پاکستان د قيام نه پس پۀ کال ١٩٧٢ز کښې باجوړ او او پۀ کال ١٩٧٣ز کښې اورکزۍ اېجنسي جوړه کړې شوه.[2] د پښتونخوا ځينې علاقې لکه دير، باجوړ، سوات، چترال وغېره د مختلفو نوابانو د لاندې چلېدونکي رياستونه وو.

پۀ دغه شان حالاتو کښې او د پښتنو د تقسيم شوي وطن باره کښې پۀ مختصره توګه ځينې حالات وړاندې کولے شي. د نورلسمې عيسوي پېړۍ پۀ شروع کښې پۀ پښتونخوا پېرنګي قبضه وکړه خو پۀ ټول هندوستان د قبضې کولو د پاره پېرنګيان دومره نۀ وو پۀ عذاب شوي څومره چې پۀ پښتونخوا د قبضې کولو پۀ وخت پۀ عذاب شول او د قبضه کولو نه وروستو پۀ خپل يونيم سل کاله کښې د يوې ورځې د پاره هم پېرنګيانو ته د ارام ساه اخستو موقع نصيب نۀ شوه. او بيا د قبائيلي علاقو د لاندې کولو خوب خو ئې بې تعبېره پاتې شو. او دغه ازاد قبائيل د دوي د پاره بؤ بلا وه. اود دوي د دفاعي قوت زياته برخه د هغوي د پاڅون پۀ خلاف خرڅ کېده.

د پښتونخوا پۀ ځمکه انګرېزان قابض شول نو هغوي د دنيا هر ظلم دلته روا وګڼلواو د دوي د ازادۍ د جذبې د چقولو او چخڼي کولو د پاره ئې دوي د وحشي او د جاهل پۀ نامه مشهور کړل.

د هندوستان د نورو برخو پۀ نسبت ئې د دې ځاے د خلقو سره امتيازي سلوک کولو. دا ځمکه ئې يوه بې ائينه ځمکه وګرځوله او ددې ځاے د پاره ئې ظالمانه قوانين او ځينې داسې رېګولېشنزوضع کړل چې پۀ چا به ئې هم لږ شان شک راغلو نو بغېر لۀ ثبوته او بغېر لۀ دليله او بغېر لۀ وکيله به ئې تر نامعلومې مودې پورې پۀ جېل کښې وردننه کړو. د قتل پۀ مقدمو کښې چې به څۀ ثبوت ترلاسه نۀ شو نو دغه کېس به ئې د جرګې پۀ حواله کړو، ځکه چې د هغوي پۀ خيال سزا ورکول خو ضروري وو، او پۀ جرګوکښې نالوستي، بې تعليمه او د قانون نه نا خبره خلق ناست وو او هغوي دا اختيار لرلو چې د ملزم د پاره د څوارلسو کالو د قېد سفارش وکړي او بيا د غازي اېکټ د لاندې خو بغېر د څۀ اورېدو يا سماعت نه پۀ پانسۍ خېژول وو. کورونه ئې سوزول وو او فصلونه ئې تباه کول وو او دا ورته يوه معمولي خبره ښکارېده. د دې علاقې يعنې پښتونخوا دا نظام د کال ١٩٣٢ز پورې جاري ؤ. پۀ کال ١٩١٩ز کښې د مانټېګو چېمسفورډ (Montagu – Chelmsford Reformi) اصلاحات وو خو پښتانۀ د دې نه محرومه پاتې کړے شول. مرحوم عبدالولي خان پۀ دغه لړکښې ليکي:

“پۀ دې کښې نور هندوستان خو پۀ دې چغې وهلې او احتجاج ئې کولو، چې دا اصلاحات د هغوي د توقعاتو نه ډېر کم دي. او د هغوي قامي او ملکي خودداري هغوي لۀ د دې قبلولو اجازه نۀ ورکوي. ولې د اټک نه پورې علاقې ته دغه اصلاحات هم نۀ وو ورکړے شوي، وجه ئې دا ښودلې وه چې د پښتنو دا علاقې لا د دغه قسمه ترقي پسند اصلاحاتو جوګه نۀ دي. دا د هغه وخت د چيف کمشنر سرجاج روس کېپل پۀ وېنا شوي وو”[3].

دا اصلاحات بيا چرته پۀ کال ١٩٣٢ز کښې پښتونخوا ته ورکړے شول[4] ۔

د پښتونخوا د هغه وخت د حالاتو بيانولو د پاره د ټولونه غوره او مختصره تبصره پۀ دغو حالاتو د فارغ بخاري ده چې د هغې د تفصيل د پاره د دفترونو او کتابونو ضرورت دے. خو هر څوک چې د انګرېزي دور د ابتدائي وخت مطالعه کول غواړي، نو ټول تاريخي اثار پۀ زيات او کم مقدار کښې موندے شي. سره د دې چې د پښتونخوا باره کښې تاريخي معلومات ډېر کم دي. خو بيا هم دومره څۀ شته چې دغه خاکه رنګينه کولې شي. د فارغ بخاري پۀ الفاظو کښې :

د کال ١٨٥٧ز د غدر (د ازادۍ د جنګ) نه وروستو پېرنګي سامراج هندوستانيان پۀ دومره سختۍ او بې دردۍ سره دباؤ کړل چې پوره نيمه پېړۍ چا د اواز پورته کولو يا سر وچتولو جرات و نۀ کړے شو. د شلمې پېړۍ پۀ وړومبۍ برخه کښې ځينې مشرانو د انګرېزانو سره اواز يو کړو او خپل قوم ئې پۀ اشارو کنايو او سرګوشو کښې د رابېدارولو هڅه وکړه. نو د دغې کۀ نور څۀ ښېګړه وشوه ، او کۀ نا، لېکن دومره وشول چې د يوې مودې جمود پۀ ماتېدو ښکاره شو. بل اړخ ته د طرابلس جنګ او نورو کښې د انګرېزانو دلاسه د ترکو تباهۍ او بربادۍ هندوستاني مسلمانان پۀ عامه توګه او پښتانۀ اتلان او قبائيلي مجاهدين پۀ خاصه توګه راويښ کړل. او پۀ زړونو کښې ئې د لوېديزو ډاکه مارو خلاف د سختې کرکې او انتقام اخستو جذبه پېدا شوه.

پۀ کال ١٩١٤ز کښې وړومبے جهاني جنګ شروع شو. نو برطانيې د عربي ملکونو سره ټولې حفاظتي لوظنامې هېرې کړې، او ورباندې ئې لښکرکشي وکړه. او د مسلمانانو مقدس ځايونه فلسطين، عراق، لبنان او سعودي عرب ئې تاخت او تاراج کول شروع کړل، فلسطين ئې د يهوديانو پۀ حواله کړو، او د منځني ختيز پۀ سينه کښې ئې هغه ناسور پېدا کړو چې د عربي ملکونو ارام او قلاري ئې د تل د پاره ولوټله.

د برطانيې دغه مسلم چقونکې رويې پۀ ټول هند کښې د اوسېدونکو کروړونو مسلمانانو زړونه د غم او غصې نه ډک کړل. پۀ هر لور يوه بې ارامي خوره شوه. او د پښتونخوا د مجاهدينو زړونه د خپلو وروڼو پۀ درد او تکليف بې ارامه شول. د برطانيې د حکومت دغه جارحانه او ظالمانه پاليسۍ پۀ هندوستان کښې د خلافت تحريک را پېدا کړو چې پۀ انګرېزي دور کښې دغه د دې براعظم د ازادۍ وړومبے تحريک ؤ، بيا هم د پښتونخوا حالات د نورو صوبو نه بېل وو. پۀ ١٩٠١ز کښې چې کله دا صوبه د پنجاب نه بېله کړې شوه نو انګرېزي حکومت دلته ډېر زيات فوځ را جمع کړو او د يو فوځي راج غوندې حالات ئې پېدا کړو او پۀ هر لور ظلم او ستم شروع شو، د هندوستان نورو صوبو ته چې کوم ائيني اصلاحات ورکړے شول نو دا صوبه نۀ يوازې د دغو اصلاحاتو نه بې برخې کړې شوه بلکې دلته فرنټئير رېګولېشنز، غازي اېکټ او نور څو قسمه ظالمانه قوانين نافذ کړے شول. او د دې ځاے استوګن ئې دومره بې لاسو او بې پښو کړل چې سياسي تحريک خو يو اړخ ته کړه چې د معاشرتي او اصلاحي کارکوونکو به هم د دې ډېر دروند قيمت ورکولو او د دوي دغه سرګرمۍ به باغيانه ګرځولې شوې او بې دردۍ سره به چقولې شوې چې ليدونکو به ترې تر مودو مودو عبرت حاصلولو.

پۀ دغو ورځو کښې د جهاني جنګ د شروع کېدو سره سم د حفاظتي اقداماتو د لاندې پۀ دغه جبر او تشدد کښې نور هم زياتے راغلو نو د هندوستان ټول سياسي تحريکونه معذول کړے شول او د ډېرو لويو لويو سياسي ليډرانو د پاره بله لاره نۀ وه سېوا لۀ دې چې د حکومت سره اواز يو کړي خو بيا هم چې ځينو لېونو د جرات مظاهره وکړه او د مستۍ چغه ئې ووهله نو هغوي ونيول شو، پۀ جېلونو کښې واچول شول او هر خوا د مرګ خپسه خوره شوه.

پۀ دغه خوفناکه زمانه کښې کله چې د اټک نه پورې غاړه سيمه د ائيني او اصلاحاتو نه بې برخې وه نو د کمپنۍ حکومت د هنګامي حالاتو پۀ پېل لګولو دا سيمه د جبر او تشدد نخښه کړه، پۀ هر لوري د وحشت او بربريت دور دوره وه، د دې ځاے پۀ خلقو به داسې شرمناک ظلمونه کولے شول چې د جاهليت د زمانې يادونه ئې تازه کړل.

د يوسفزيو د قبيلې يو ازادي خوښې او بهادر سړے ارسلاخان د انګرېز دښمنۍ پۀ تورنه نۀ دا چې قتل کړے شو بلکې د هغۀ مال جائيداد تباه کړے شو او د هغۀ اهل وعيال در پۀ در وګرځولے شو. د پښتو دغه مشهوره ټپه ددغه حادثې يادګار دے.

د ارسلا خان قجيرې لوڼه

اوس د رابټ پۀ مخکښې ځي سرتورسرونه

دغه رنګ يو پښتون حافظ چې يو انګرېز افسر ايچي سن ئې قتل کړے ؤ، پۀ هاتي سور کړے شو چې ټول ښارکښې وګرځولے شو چې خلق ترې عبرت واخلي او وروستو بيا پۀ چونه کښې وسوزولے شو.

پۀ دغه شان يو استبدادي دور کښې د حق خبرې کول ځان پۀ مشکلاتو کښې اچول وو. خو د پښتونخوا تاريخ پۀ دغه دور کښې هم او د دغه دور نه اګاهو بالکل ګونګ نۀ دے پاتې شوے بلکې پۀ دغه وېروونکې تيارو کښې هم دې ځمکې د رڼا داسې منارې پېدا کړي چې د هغې رڼا نۀ يوازې د مستقبل د ژوند نقشونه څرګند کړل بلکې د راتلونکي نسلونو لار ښودنه ئې هم وکړه[5].

پۀ دغه ظالمانه، تاريک او استعماري دوره کښې هم ځينې بهادرانو، پوهانو،عالمانو او مجاهدينو د انګرېزي جبر او استبداد ښۀ پۀ نره مقابله وکړه. هغوي دې ته هم ونۀ کتل چې وسائيل ئې کم دي ، وسله ورسره نشته او پۀ هر لحاظ کمزوري دي خو مقابله کول ئې ضروري وګڼل. پۀ دغه لړکښې چې کوم شخصيات د تاريخ پۀ پاڼو کښې محفوظ پاتې شوي دي د هغوي مختصره يادونه بۀ د موقعې پۀ مناسبت سره مناسب وي:

هډې ملا صاحب:

د دوي پوره نوم نجم الدين اخونزاده ؤ ۔ د جلال اباد سره نزدې پۀ هډې کلي کښې پېدا شوے ؤ، د اميرعبدالرحمان خان پۀ زمانه کښې ئې اصلاحي سرګرمۍ شروع کړې خو د اصلاحي سرګرميو سره سره هغه د پېرنګي خلاف هلې ځلې هم کولې ۔ پۀ دغه وجه اميرعبدالرحمان خان غوښتل چې دے ګرفتار کړي. خو ملا صاحب پۀ تېښته چمرکنډ ته لاړو . لۀ هغه ځايه ئې پۀ شب قدر حمله وکړه.

انګرېزانو څو ورځې پس حمله وکړه او د هډې ملا صاحب د ټولو مرستيالانو قبائيلو کورونه ئې وسوزول او چې کله ئې د هغه جومات محاصره وکړه چې هډې صاحب پۀ کښې ؤ نو وئيلے شي چې د هغوي پۀ دعا دومره سخته ږلۍ وشوه چې د پېرنګي لښکر ډېر پۀ ګرانه تېښته وکړه او ټول مال اسباب او وسله ترې پاتې شوله. هډې ملا صاحب پۀ کال ١٨٩٢ز کښې دعمرا خان پۀ مرسته کښې هم پېرنګيانو سره جنګېدلے ؤ . د هډې ملا صاحب پۀ قبائيلي علاقو پېښور، افغانستان او نورو ځايونو کښې بې حسابه مريدان وو. د ترنګزو حاجي صېب ئې هم مريد ؤ . دۀ د سوات صاحب نه لاس نيوه کړې وه خو د مانکي د پير سره ئې نالګې وه ۔[6]

د جندول عمرا خان:

عمرا خان د يوسفزو د سالارزو د قبيلې د مست خېل کورنۍ سره تعلق لرلو. پۀ کال ١٨٣٠ز کښې پۀ جندول کښې پېدا شو او پۀ کال ١٨٧٧ز کښې ئې د خپل رياست واکمن شو. تر ١٨٩٠ز پورې ئې دومره قوت پېدا کړو چې د دير نواب شريف خان ترې تېښته وکړه او پۀ سوات کښې ئې پناه واخسته. عمرا خان يو انګرېز دښمنه سړے ؤ، ډېر زړور او بهادر ؤ، د خپل لښکر نه علاوه ورته د زرګونو قبائيلو مرسته هم حاصله وه. انګرېزانو د هغۀ د قابو کولو د پاره دامونه خوارۀ کړي وو.

پۀ ١٨٩٣ز کښې عمرا خان پۀ چترال حمله وکړه او انګرېزانو پۀ ډېر فوځي کومک د چترال طاقت زيات کړو. خو د عمرا خان فوځي طاقت هم څۀ کم نۀ ؤ. سخته مقابله وه او د پېرنګي لښکر ماتې خوړلو ته نزدې ؤ چې انګرېزانو د هغۀ سرلښکر تورے د ځان سره ملګرے کړو او عمرا خان د ماتې خوړلو سره مخ شو. ياد لرل پکاردي چې د ٣٠ مارچ نه تر ١٩ اپرېل پورې پۀ چترال کښې د نورو نه علاوه شپېتۀ انګرېزان ووژلي شول. پۀ ١٧ اپرېل عمرا خان د منډه پۀ قلعه کښې د خپلو ملګرو سره صلاح مشوره وکړه او هغوي ته ئې وې چې زۀ د افغانستان نه لښکر راولم، چې جنګ وکړو خو د دې نه اګاهو هغوي خپل ټبر او زنانه افغانستان ته رسولي وو خو عمرا خان چې لاړو نو داسې لاړو چې بيا رانغلو، هم هلته وفات شو او خاوروته وسپارلے شو. انګرېزان پۀ خالي قلعه ورننوتل[7].

مولوي عبدالعزيز:

مولوي عبدالعزيز انتهائي زيات انګرېز دښمنه انسان ؤ. تر دې پورې چې د چا انګرېز پۀ ليدو به ئې خپلې سترګې پټې کړې . پۀ ترنګزو حاجي صاحب د دوه کسانو ډېر زيات اثر ؤ يو خو د هغۀ پير نجم الدين هډې ملا صاحب ؤ او دوېم مولوي عبدالعزيز ؤ . مولوي عبدالعزيز د ترنګزو د حاجي صاحب زړۀ ته ډېر نزدې ؤ او حاجي صاحب به ئې ډېر درناوے او احترام کولو، هم د هغۀ مشوره حاجي صاحب ته دا وه چې دا پيري مريدي دې پرېږدي او بله لاره دې اختيار کړي. دغه رنګ د اميرامان الله خان پۀ لاره بدلولو پۀ اصلاحاتو اماده کولو او پۀ روشن خيالۍ پله راړولو کښې هم د مولوي عبدالعزيز ډېر لوے لاس ؤ. باچاخان د مولوي عبدالعزيز پېژندګلو داسې کوي:

مولوي عبدالعزيز زما د اشنا او د سبق ملګري عبدالحليم ورور ؤ. پۀ بوپال (هند) کښې ئې تعليم کړے ؤ، د اتمانزو د لوے ملا صاحب لۀ خاندانه ؤ. پۀ کال ١٩١٠ کښې ما او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه پۀ اتمانزو کښې جوړه کړه. او د نورو مدرسو جوړولو د پاره مو پۀ نورو علاقو کښې دوره شروع کړه”[8].

پۀ اخري عمر کښې سوات ته لاړو، هلته ئې کارکولو او هم هلته د انګرېزانو پۀ سازش شهيد کړے شو.[9]

د ترنګزو حاجي صاحب:

د حاجي صاحب د ترنګزو پۀ باره کښې ډېر څۀ ليکلي او وئيلي شوي دي ۔ پۀ پښتونظمونو کښې ورته شاعرانو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کړې دي. او ډېرو ليکوالو د دوي پۀ حالاتو او جدوجهد کتابونه ليکلي دي. د پېرنګيانو خلاف د حاجي صاحب تحريک يو اړخېزه تحريک نۀ ؤ بلکې د حاجي صاحب تحريک لکه د نورو تحريکونو يو اصلاحي، تعميري او د اسلامي تعليماتو د خورولو د پاره يو پر اخلاصه کوشش ؤ.

د ترنګزو حاجي صاحب خپل نوم فضل واحد او د پلار نوم ئې فضل احد ؤ. حاجي صاحب پۀ ١٨٥٨ز کښې زېږېدلے دے. د دوي کورنۍ د سېدانو کورنۍ وه او د اولس ورسره د عزت او درناوي سلوک ؤ…. وړومبۍ زده کړه ئې پۀ خپل کلي ترنګزو کښې ترسره کړه. دلته ئې لۀ مولانا ابوبکر نه ابتدائي کتابونه ولوستل او د لوړو زده کړو د پاره ئې د تهکال پۀ دارالعلوم کښې داخله واخسته. هم دلته د دې دارالعلوم مهتمم د ولي الهي فکر سره وابسته ؤ. هغۀ به د خپلو طالب علمانو د زده کړې سره سره د خپلو شاګردانو ذهني او فکري تربيت هم کولو او بيا حاجي صاحب د هډې ملا صاحب (نجم الدين) نه بيعت کړے ؤ ( چې هغه هم يو جهادي شخصيت ؤ) نو د فضل واحد د خپل شېخ الجامعه د خيالاتو نه متاثره شو“۔[10]

فارغ بخاري ليکي ۔ ۔ ۔ [11]

پۀ کال ١٩٠٨ز کښې دترنګزو حاجي صاحب دوباره د بېت الله شريف د حج سعادت حاصل کړو. او پۀ واپسۍ ئې امر بالمعروف خپل کړۀ. هغه به د مريدانو سره کلي پۀ کلي ګرځېدو اود اسلام د تعليماتو مطابق به ئې ورته د ژوند تېرولو تلقين کولو. پۀ دغو ورځو کښې د پښتنو معاشره کښې ډېر فضول رسمونه وو. خلقو به د وادۀ کوېژدنې او سنت رسمونه پۀ ډنګ ډونګ ترسره کول. د ډمو ډمانو راوستل به ئې ضروري ګڼل او دولت ئې الوځولو. نتيجه ئې دا وه چې زيات کلي وال د هندوانو بڼياګانو قرض داري وو. هندوانو سېټانو به پۀ سود پسې سود اخستو او ټول عمر لۀ به مسلمانان د دوي د منګلونه نۀ وتل. حاجي صاحب لۀ خلقو نه لوظ اخستو چې ددغو فضولو کارونو نه به ځان ساتئ او اسلامي سادګي به اختياروئ. ډېر ځله خو به داسې وشول چې د حاجي صاحب پۀ وړاندې به ودونه کېدل ، هغه به پۀ جومات کښې کښېناستو او ډېر پۀ سادګۍ سره به ئې ناوې پۀ ډولۍ کښې کېښنوله اوسخرګنۍ کره به ئې ولېږله[12] ۔

پۀ اولس کښې د بېدارۍ پېدا کولو نه بغېر انقلاب نه شي راتلے. حاجي صاحب پوهېدو چې صرف تعليم د ټول معاشرتي پرمختګ پوڼۍ ده خو پۀ دې حقيقت هم پوهه ؤ چې د پېرنګي نظام تعليم صرف غلامانه ذهن پېدا کولے شي ځکه نو هغۀ پۀ خپله حلقه کښې ازادې قومي مدرسې جوړول شروع کړل. د دوي دا تعليمي تحريک ډېر کامياب شو. او پۀ ډېره لږه موده کښې د پېښور، هشنغر او مردان پۀ علاقو کښې پۀ بېلابېلو ځايونو کښې پنځوس ازادې قومي مدرسې جوړې شوې او د مردان ضلعې د ګدر دارالعلوم مرکز ؤ.

پۀ ظاهره خو د حاجي صاحب دغه سرګرمۍ بېخې غېر سياسي وې خو بيا هم پۀ قوم کښې ذهني بېداري پېدا کول او د قام وګړي پۀ خپلو پښو ودرول او ورله تعليم ورکول د انګرېزانو پۀ خيال څۀ ورکوټے جرم نۀ ؤ.

ددغو خدماتوترمخه هغه ګرفتار کړے شو. ورباندې مقدمه وچلولې شوه خو چې څۀ کوټلے ثبوت پۀ لاس ور نۀ غلو نو رها ئې کړو خو د دۀ ملګري ئې درې درې کاله قېد کړل. د قومي خدمت پۀ لړکښې هغه سختو ازمېښتونو سره مخ شو ولې هره ګرانه ئې پۀ روڼ تندي وزغمله.[13]

د دې هرڅۀ باوجود د هغۀ پۀ سرګرميو کښې څۀ فرق رانغلو نو دوباره ئې د هغۀ د ګرفتارولو تابيا کوله.[14]

بيا د کال ١٩١٣ز زمانه وه او دوېم جهاني جنګ شروع شوے نۀ ؤ چې پۀ دغو ورځو کښې صاحبزاده عبدالقيوم خان داسلاميه کالج بنياد کېښودو، دې د پاره هغۀ ته بلنه ورکړې شوه او پۀ دغه وخت د حاجي صاحب د ګرفتارۍ احکامات جاري شوي وو خو پۀ دغه تقريب کښې ئې د شموليت وعده کړې وه ځکه نو عېن پۀ موقع پۀ پراسراره توګه هلته لاړو او پۀ څادر ئې خپل مخ پټ کړے ؤ. پۀ ډېر ډرامائي انداز کښې ئې د دارالعلوم بنياد کېښودو. او پۀ بله لحظه کښې پۀ اس سور شو او لۀ هغه ځايه ووتلو، هم پۀ وغه حال کښې کلي ته راغلو. او هلته نه د خپلو څو خاصوملګرو سره، چې پۀ کښې مولوي عبدالعزيز هم شامل ؤ، هجرت ئې وکړو او بونېر ته لاړو. او لۀ هغه ځايه د مومندو ازادې علاقې ته راغے او پۀ صافيانو کښې استوګن شو. د حاجي صاحب دا هجرت د قېد او بند لۀ وېرې نۀ ؤ بلکې د يو باضابطه پروګرام لاندې ؤ ۔[15]

انګرېزان چې خبر شول چې ترنګزو حاجي صاحب قبائيلي علاقې ته هجرت وکړو نو هغه وخت يو انګرېز افسر ووې د حاجي صاحب ترنګزے زمونږ د لاسونونه وتل پۀ هندوستان کښې زمونږ د ټولونه لويه ناکامي ده [16]

د کال ١٩١٥ز نه تر کال ١٩٣٥ز پورې د حاجي صاحب پۀ مشرۍ واړۀ او لوے څو جنګونه وشول او پېرنګيانو ته ئې ډېر زيان ورسولو. مېجر جنرل ګان هملټن دکال ١٩٣٥ز د مومندو د يو جنګ پۀ باره کښې وئيلي دي: ( دے هغه وخت د فرنټئير فورس رجمنټ سېکنډ لېفټيننټ ؤ) چې د مومندو مجاهدين يو ځاے کښې ناست وو چې هغوي صحيح صحيح نخښه ويشتله چې پۀ يوه شپه کښې ٣٥ ګوره سپاهيان هلاک شول او د ٦٠ نه زيات زخميان شول. هملټن ته پۀ دغه جنګ کښې د برطانيې حکومت د بهادرۍ درېم لوے انعام ډى اېس او (D-S-O)ورکړے ؤ.[17]

انګرېز مورخ ارتهر سونسن (Siwinson) تسليم کړې ده چې پېرنګيانو لۀ د دې مهم نه څۀ هم پۀ لاس رانغلل بلکې پۀ دې مهم کښې فوځي افسران (حصه اخستونکي) هم حېران وو چې دا منصوبه د څۀ مقصد د پاره او ولې جوړه کړې شوې ده؟ پۀ سوونو انګرېزي افسران او فوځيان د برطانوي حکومت د انا پۀ سبب قتل شو او خبره چې چرته وه هم هلته پاتې شوه. پۀ هر حال هغوي خو پۀ دې وېنا زړۀ لۀ تسلي ورکوي چې د سپاهي کار خو پۀ هرحال کښې حکم منل دي،.د هغۀ د ليلونو سره څۀ کار وي[18] .

پۀ ١٤ دسمبر کال ١٩٣٧ کښې د ترنګزو حاجي صاحب وفات شو.

سرتور فقير يا ملا مستان:

سرتور فقير يا ملا مستان (چې پېرنګيانو ورله ديوانه ملا يا MAD MULLA نوم ورکړے ؤ. د دۀ خپل نوم سعدالله خان مکاه ؤ او د بونېر د رېګا کلي د خان حميدالله زوے ؤ. هغۀ ديني زده کړې کړې وې او پۀ خپله خاوره د پېرنګي د اقتدار خلاف ؤ. پۀ ١٨ جولائي کال ١٨٩٧ز کښې ئې د جهاد اعلان وکړو. پۀ ٢٧مۍ کال ١٨٩٧ز کښې ئې پۀ ملاکنډ حمله وکړه. د فوځ يو کرنېل، يو مېجر يو لېفټنينټ او پينځۀ سوه يوويشت سپاهيان ئې ووژل. د زرو نه ئې زيات زخميان کړل. پۀ ٣ جولائي ١٨٩٧ز کښې ئې د چکدرې پۀ قلعه قبضه وکړه. دغه شان د ١٧ او ۱۸ ستمبر پۀ منځنۍ شپه مجاهدينو انګرېزي لښکر ګېر کړو او زيان ئې ورته ورسولو. د انګرېزي فوځ نه ئې ټولې ټوپکې او ګوله بارود يوړل. وروستو د صلح پۀ موقع انګرېزانو ووې چې سرتور فقير چې څومره ټوپکې اوړي دي هغه دې واپس کړي. مسټر چرچل ( چې وروستو وزيراعظم شو) هغه وخت د يو جنګي نامه نګار پۀ توګه موجود ؤ. هغۀ پۀ دغه غوښتنه طنزيه اظهار داسې وکړو.

” د دغو ټوپکو اخر څۀ اهميت ؤ؟ او کۀ چرې څۀ اهميت نۀ ؤ نو د هغه افسرانو او د ځوانانو ؤ، چې مونږه پۀ دغه معرکه کښې بائيلل. دا څۀ کفايت شعاري ده چې ټوپکې واپس اخستل ضروري وګڼل شول. دا صرف د خپل وقار قائم ساتلو يوه بهانه وه. “

محمد اسلام اجملي د دغو سرفروشانو يو مختصر شان فهرست مرتب کړے دے او د تاريخ افاغنه مشهور محقق خان روشن خان د سعدالله خان عرف سرتور فقير د وفات کال ١٣٣٦ز ښودلے دے . قبر ئې په فتح پور (سوات کښې دے) ۔[19]

النګر فقير صاحب:

د النګر فقير صاحب زيات حالات معلوم نۀ دي. خود پېرنګيانو سره ئې د جهاد او غزاګانو پۀ وجه شهرت موندلے دے. پۀ دغه لړکښې د پېښور نه شائع کېدونکي د انګرېزۍ د اخبار “خېبر مېل” د شپږمې فرورۍ کال ١٩٣٧ز پۀ اشاعت کښې د دۀ ځينې حالات او کارنامې بيان کړے شوې دي، چې هغه پۀ دې ډول دي.

“پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې چې چرته هم څۀ هنګامه را پورته شي ______ لکه چې دې ورځو کښې هم ده _____ نو پۀ کښې د النګر فقيرصاحب د پراسراره شخصيت ضرور څۀ لاس وي ______ د کوه سلېمان دا شپږ فټه لوړ قلندر پۀ حقيقت کښې د صوبه سرحد (پښتونخوا) “رابن هُډ” دے ۔ د دېرشو کالو راهسې دا بې سرو سامانه فقير د خپل خوږ وطن د دښمنانو سره پۀ جنګ دے. هغه د اسمان د پړق پۀ شان پۀ تېزۍ سره پۀ دښمن حمله کوي او د سترګو پۀ رپ کښې پۀ غرونو کښې پټ شي. د پېرنګي افسرانو پۀ زړونو کښې تل د پاره د دۀ وېره وي. او د دۀ پۀ ليدو ئې زاره چوي.

د النګرفقير صاحب پۀ فطرت کښې قهاري هم شته او رحيمى شان هم ________..هغه کۀ يو خوا ته يو ښۀ قائد دے نو بلخوا ته يو زبردست جنګيالے دے، هغه د غريبانانو او خوارانو مددګار دے او د ظالمانو دوينو تږے دے.

هغه د يو څاروان زوے دے، هغه نۀ خو پۀ خپل حسب نسب مغروره دے او نۀ د اقتدار خواهش مند . يو وخت ؤ چې د پېښور ښار پۀ کوڅو او بازارونوکښې به ئې محنت مزدوري کوله او يا به ئې د سرکاري افسرانو د ذاتي نوکر پۀ توګه روزي ګټله. يوځل د پېښور نه هغه خپل ابائي وطن ته لاړو نو بيا ئې د ښار راتللو ته زړۀ ونۀ شو. ناڅاپي هغۀ پۀ ځان کښې دننه د فکر او نظريو انقلاب محسوس کړو او هرڅۀ ئې پرېښودل او درويشي ئې اختيار کړه او د کوه سلېمان پۀ غرونو کښې پۀ عبادت کښې مصروفه شو.

وړومبے خو ئې خپل روحاني استعداد زيات کړو او بيا ئې پۀ خپل ما فوق الفطرت قوت د نورو تقديرونه ښائسته کول. کۀ پۀ ناروغو به ئې دم واچولو نو روغ به شو، کۀ مصيبت ځپلو ته به ئې دعا وکړه نو ګرانه به ئې اسانه شوه. روحاني شهرت ئې پۀ هر لور خور شو. او دڅاروو د څروونکو يوه ګڼه ترې چاپېره شوه. د عقيدت مندو شمېره ئې ورځ پۀ ورځ زياتېدله نو يوه خانقاه ئې جوړه کړه. مريدانو ته به ئې د سادګۍ او سختۍ زغملو تعليم ورکولو. هغه پۀ خپله او د هغۀ مريدان به هم پۀ ځمکه سملاستل. پۀ خانقاه کښې نه بړستنې وې او نۀ کمبلې. کۀ يخني به شوه نو ځانونه به ئې پۀ وچو وښو کښې پټ کړل. هغه به د مريدانو د روحاني تربيت سره سره عسکري تربيت هم کولو. هر مريد ته به به ئې د نخښې ويشتو او غرئيزجنګونو چلونه ښودل. او پۀ وخت تېرېدو ئې خپل مريدان پۀ ټوپکو مسلح هم کړل . دا وسله د چرته نه راغله؟ او دا ټوپکې د دوي لاسونوته څنګه ورسېدې؟ څوک ئې هم نۀ شي وئيلے____ ورو ورو د النګر فقيرصاحب پۀ شهرت او عظمت کښې اضافه وشوه. هغه پۀ قلار قلار د چارچاپېره خانان او د سرخلق د ځان ملګري کړل. ټولو ته به ئې د پېرنګيانو خلاف د جهاد کولو ترغيب ورکولو او چې چا ورسره ملګرتيا نۀ کوله فقير به د هغوي سره جنګ کولو. دغه شان ډېر زر ټوله علاقه د هغۀ د لاندې شوه او هغه د قبائيلي علاقې “بې تاجه بادشاه” وګنلے شو.نوځکه ئې انګرېزانو سره جنګونه وکړل. او پۀ هره معرکه کښې کامياب او مخ روڼے شو. پېرنګيانو هغه د ځان دښمن ګڼلو خو د هغۀ خلاف ئې څۀ کولے نۀ شو.[20]

د تذکره سرفروشان صوبه سرحد مولف محمد شفيق صابر پۀ دې لړکښې ليکي چې:

“تر يوې مودې پورې يو بې نوا فقير د دنيا د ټولو نه د لوے سلطانت برطانيې وار پار خطا کړے ؤ”. [21]

ملا پاونده:

د پاونده معنٰي ده خانه بدوش. ملا پاونده به هم د ټوچي علاقې هر کلي ته تللو او خلق به ئې جهاد ته اماده کول ځکه نو پۀ “سېلاني ملا” يا “پاونده ملا” باندې مشهور شو. ملا پاونده د استونۍ شاخ شابي خېل غلېزۍ محسود ؤ. تقريباً پۀ کال ٦٤- ١٨٦٣ز کښې پۀ خپل کلي مروبي کښې زېږېدلے ؤ، اصلي نوم ئې معلوم نۀ دے” [22]

مرحوم قاضي عبدالحليم اثر افغاني ئې پۀ خپل کتاب “زمونږ مجاهدين” صفحه ١٤٣ باندې اصلي نوم محي الدين ليکلے او دا ئې هم ليکلي دي چې دے پۀ قام شابي خېل وزير ؤ. خو لائق شاه درپه خېل پۀ خپل کتاب “ملا پاونده” کښې دغه دعوې رد کړې دي. لائق شاه درپه خېل ليکي: ” چې ما د هغۀ د زوي نه د پلار د اصلي نامې پۀ حقله وپوښتل نو وئيلي ئې چې لۀ بلې نامې نه ئې مونږ نۀ يو خبر.(درپه خېل . لائق شاه. ملا پاوند صفحه ١٤٧ (فټ نوټ)

لائق شاه درپه خېل ليکلي دي چې “اصلي نوم ئې معلوم نۀ دے ولې خلقو کښې پۀ ملا پاونده مشهور ؤ” او خط و کتابت به ئې هم پۀ دغه نوم کولو. چونکې هغه د پاونده و پۀ شان غوليچ او ريخته ؤ نو کېدے شي چې پۀ دا نسبت ورباندې دپاونده نوم پوخ شوے وي. دا هم امکان لري چې د دۀ اصل نوم هم دغه وي” (صفحه ١٤٨)

دے ډېر خراب ؤ، يو خوا بل خوا ئې د علم تحصيل وکړو، د ملا توب پګړۍ خو ئې نصيب نۀ شوه ولې د يو عظيم شخصيت پۀ حېث ئې د وزيرستان پۀ تاريخ کښې يو ځلانده باب پرانستو.

ملا پاونده ډېر قوم پرست ؤ او همېشه به ئې دا کوشش کولو چې د وزيرستان ټول قامونه متحد کړي او د پېرنګي پۀ خلاف ئې يو موټے او يو اواز کړي. [23]

ملا پاونده د کورنۍ نه واخله ان تر مرګه انګرېزانو سره وجنګېدو او چرې هم ناکامه نۀ شو. د وزيرستان او ورسره خوا کښې تر بنو پورې ئې انګرېزان ساه اخستو ته پرې نۀ ښودل. دے پۀ کال ١٩١٣ز کښې وفات شو.

دلته د ځينې هغه کسانو تذکره کول هم ضروري دي چې د انګرېز دښمنۍ پۀ وجه ئې خوږ وطن پرېښودو او چې د ازادۍ پۀ مينه او اسلام پۀ محبت کښې ئې خپل کورکلے پرېښودو نو ټول ژوند ئې پۀ جلاوطنۍ کښې تېر کړو.

غازي کرنل عبدالرحمان:

دے د پېښور د يو معززخاندان څخه ؤ. خپله زده کړه ئې نيمګړې پرېښوده او پۀ ١٧ دسمبر کال ١٩١٧ز کښې د يو طبي جرګې سره ترکو ته لاړو او هلته ئې پۀ جنګونو کښې داسې بهادري وښودله چې پۀ عثمانيه دربار کښې ئې درناوے بيا موندۀ. د جنګ پۀ خاتمه ورته وفد د واپس تللو اطلاع ورکړه لېکن دۀ غلام ملک ته راتلل مناسب ونۀ ګڼل. پۀ ترکو کښې مستقل پاتې شو. چې هلته ئې ترقي وکړه او د کرنل تر لوړه منصبه پورې ورسېدو. دے هم د يو سازش ښکار شو او شهيد کړے شو. [24]

سيدعلي عباس بخاري:

پۀ يوه مالداره کورنۍ کښې زېږېدلے او اعلٰي تعليم ئې حاصل کړے ؤ. انګرېزانو به چې د حکومت پۀ نشه کښې هندوستانيانو ته پۀ سپکاوي نظر کولو نو دوي ورسره کرکه لرله. چې چرته به ئې د انګرېز د بې عزتۍ رويه ليدله نو ورسره به انګتې اچولو ته تيار ؤ.بې شمېره انګرېزانو سره ئې جګړې کړې وې او ځينې ئې وهلي هم وو تر دې پورې چې د دۀ نوم “انګرېزان ډوبونکے بخاري” مشهور شو.

د عثماني خلافت پۀ خلاف چې کله انګرېزانو د جنګ اعلان وکړو نو دۀ پۀ مهابت خان جومات کښې يو زبردست تقرير وکړو چې د انګرېزسامراج پاليسۍ ئې وغندلې او هغه ئې پۀ ډاګه کړې. د تقرير نه پس چې کورته راغے نو ګرفتار کړے شو. جېل ته پۀ رسېدو ئې د يو عام قېدي پۀ شان د اوسېدو نه انکار وکړو. او د غوره کلاس غوښتنه ئې وکړه. پۀ دغه دور کښې يو سياسي قېدي د غوره کلاس تصور هم نۀ شو کولے. نو روژه (بهوک هړتال) ئې کړه. او تر هغه وخته پورې پۀ خپل ضد ټينګ ؤ چې ترڅو پورې ئې غوره کلاس او د سياسي قېدي خصوصي مراعات نۀ وو حاصل کړي. غالباً چې پۀ سرحد (پښتونخوا) کښې دا وړومبنے سياسي قېدي ؤ چې پۀ جېل کښې تر ټولو وړاندې پۀ غوره کلاس اخستو کښې کامياب شو. څۀ موده پس چې د جېل نه رابهر شو نو پۀ يو وران کلي کښې نظر بند کړے شو. لۀ هغه ځايه وتښتېدو. افغانستان ته لاړو او باقي ژوند ئې هلته د جلاوطنۍ پۀ حال کښې تېر کړو او هم هلته وفات شو.[25]

قاضي عبدالولي خان:

قاضي عبدالولي خان د پېښور پۀ يوه تعليم يافته کورنۍ کښې پۀ کال ١٨٨٠ کښې وزېږېدو. د دوي پلار قاضي محمودخان به انګرېزانو افسرانو ته پښتو او اردو ښودله. قاضي عبدالولي خان هم د افسرمنشي پۀ توګه کارکولو. پۀ انګرېزۍ او نورو ژبو ئې عبور لرلو. پۀ کال ١٩٠٥ کښې پۀ سټاف کالج کوئټه کښې د اردو، فارسۍ او پښتو پروفېسر مقرر شو [26]

دوي پۀ ملکي سياسياتو کښې برخه اخستله او د سياسي بېدارۍ پېدا کولو مهم ئې اغاز کړو او خلق ئې را بېدار کړل. دوي هم د ترکو خلاف د برطانيې د حملې خلاف د خپل ملګري د سيد علي عباس بخاري پۀ شان پۀ احتجاج کښې برخه واخسته. د انګرېزانو خلاف ئې اتشين تقريرونه وکړل. او پۀ بدله کښې ئې د قېد او بند صعوبتونه تېر کړل. اخر تنګ شو او پۀ افغانستان کښې ئې پناه واخسته. لېکن د بدقسمتۍ نه هلته هم پۀ شک کښې جېل ته واچولے شو. وروستو چې غازي امان الله خان ته د قاضي صاحب د شخصيت علم وشو نو رها ئې هم کړواو د سرحداتو افسر ئې هم مقرر کړو او خپل خاص مصاحب ئې جوړ کړو. دوي تردرې نيم کالو پورې پۀ افغانستان کښې وو، بيا لۀ هغه ځايه جرمني او د جرمني نه ترکوته لاړو. او د خپلو جلاوطنه وروڼو د يو وفد سره سوئټرزلېنډ ته لاړو. او د ترکي پۀ مرسته ئې د هندوستانيانو مرسته کوله. لۀ هغه ځايه جرمني ته بېرته راغلو. او “کريسنټ” اخبار ئې جاري کړو. بيا ئې بل اخبار “مسلم سټېنډرډ” وويستو چې پۀ يو بل پسې بند کړے شول. د فرانس نه علاوه ئې د يورپ د نورو علاقو هم دوره وکړه. او د ازادۍ د پاره نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې ئې وکړې .[27]

محمودسنجري، محمد اسلم سنجري:

دا دواړه وروڼه د قاضي ګل احمد خان سنجري زامن وو. قاضي ګل احمد بۀ انګرېزانو افسرانو ته اردو، پښتو او فارسي ښودله او پۀ دغه مناسبت سره “افسرمنشي” بللے شو.انګرېزانو چې پۀ ترکي طرابلس او نورو ځايونو کښې پۀ مسلمانانو ظلمونه کول نو سنجري وروڼه پۀ عملي توګه د جهاد مېدان ته را ووتل او د حزب الله تحريک غړي شول. دوي بۀ پېسې او وسله رسوله. پۀ کال ١٩١٤ز کښې د انډين ډېفنس اېکټ پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې وړومبني ښکار دغه دوه وروڼه او د دوي پلار شول. تر کال ١٩١٨پورې قېد وو. پۀ ١٩١٩ز کښې دواړه وروڼه د اېنټي رولټ اېکټ ايجي ټېشن کښې د انقلابي پارټۍ نۀ ستړي کېدونکي غړي ثابت شول. پۀ دغو ورځو کښې حکومت دوي د بغاوت پۀ الزام کښې ګرفتارول غوښتل لېکن دوي افغانستان ته وتښتېدل. هلته د برطانيې د حکومت پۀ سفارش ګرفتار کړے شول او ترڅوارلسو کالو پورې بندېوان وو. د پاکستان لۀ جوړېدو نه پس پېښور ته راغلل. پۀ کال ١٩٥٢ز کښې ئې مشر ورور وفات شو او کشر ورور محمد اسلم سنجري د اېنټي ون يونټ فرنټ او نېشنل عوامي پارټۍ سرګرم غړے پاتې شو.[28]

لۀ دغو څو شخصياتو نه علاوه هم نور پۀ زرګونو او سوونو شخصيات وو چا چې د سکهانو او پېرنګيانو ښۀ پۀ نره مقابله وکړه. د پاکستان او هند د ازادۍ پۀ جنګ او جدوجهد کښې د پښتونخوا برخه له هر چانه زياته ده. او د پښتون خوا د خلقو قربانۍ د ټول هندوستان له قربانيو نه زياتې دي. پښتونخوا دومره قابل قدر زامن پېدا کړل چې پۀ هغوي به تل فخر کوي او د دې قام نوم به روښانه ساتي.

خان عبدالغفار خان باچاخان:

دغه شان نۀ فنا کېدونکيو کښې يو لوے نوم د خان عبدالغفارخان، باچاخان، فخر افغان هم دے. باچاخان پښتنو کښې بې شانه ډېر مقبوليت لري. او کۀ د وخت شدادانو او فرعونانو هرڅو کوشش وکړو چې د دوي کارنامې هېرې کړي او شاته ئې وغورځوي. ولې د راتلونکي دور مورخ پۀ دغو کارنامو، سرفروشۍ، ايثار، خدماتو او بې پناه قربانيو سترګې نۀ شي پټولې. باچاخان يوازې د پښتونخوا د وياړ جوګه شخصيت نۀ دے. بلکې د ټول هند پۀ کچ د سر پۀ لار ښودونکو کښې ئې د ځلانده نامې څښتن دے او بېن الاقوامي شهرت هم لري. باچاخان د هغه خدائي خدمتګارتحريک باني دے چې پۀ خپلو قبيلو او تپوکښې خوارۀ پښتانۀ ئې پۀ يو پلېټ فارم را غونډ کړل. او د پښتونخوا د کلو او بانډو طوفاني دورې ئې وکړې او پۀ خلقو کښې ئې د بېدارۍ چپې را پېدا کړې او د ازادۍ پتنګانو لکه د لېونو پۀ شان د ازادۍ پۀ شمع ځانونه ستي کړل. جېلونه ئې ډک کړل، پۀ ګولو او سنګينونو ئې سينې سورۍ کړې، کورونه ئې لوټ شول، د خپلو ښځو، لوڼو، مياندو او خوېندو بې عزتۍ ئې پۀ خپلو سترګو ولېدې خو اف قدر ئې هم ونۀ کړو.

د پاکستان لۀ جوړېدو نه پس هم حکومت تر يوې لوې مودې پورې پۀ جېل دننه وساتلو او دې ته ئې مجبورکړو چې وطن پرېږدي . پرله پسې جېلونو او د شپې ورځې دورو او منډو ترړو د هغۀ صحت تر ډېره حده خراب کړو. پۀ سورسپين مخ ئې زيړوالے ښکاره شو او پۀ مخ ئې ګونجي پېدا شول. اندامونه ئې کمزوري او د سر او ږېرې وېښتۀ ئې د واورې پۀ شان سپين شول. خو د هغۀ پۀ عزم او حوصله کښې هېڅ کمے رانغلو. هر کار به ئې پۀ خپل لاس کولو او پۀ ميلونو به پياده تللو او اولس ته به ئې خپل پېغام رسولو . د هغوي خدمت به ئې کولو او د هغوي حوصله افزائي به ئې کوله او ورسره پۀ غم ښادۍ کښې شاملېدو.

پښتانۀ نن هم د باچاخان د پاره د احترام او درناوي نظر لري او هغه خپل لارښود او محسن ګڼي. حقيقت خو دا دے چې د باچاخان ژوند د پښتونخوا د تاريخ نه بېل پۀ يو شکل کښې هم نۀ شي ليدلے کېدے. هغه دلته د شروع نه تر اخره پورې د سياسي جدوجهد روح روان پاتې شوے دے. او کۀ دا ووئيلے شي چې د دې سيمې ټول سياسي تاريخ د باچاخان د ژوند نه چاپېره ګرځي نو هم به بې ځايه نۀ وي .

باچاخان يواځې د پښتونخوا نه بلکې د ټول ملک پۀ سياسي لارښودونکو کښې د يو ستر حېثيت څښتن دے. د باچاخان کردار دومره لوړ ، وچت او اعلٰي ؤ او دومره پۀ اصولو کلک ولاړ انسان ؤ چې هغه د خپل ژوند تقريباً شپږ دېرش کاله دجېل دننه تېر کړل او چرته ئې هم څۀ ګيله نۀ ده کړې.

باچاخان پۀ ذاتي توګه اقتدار پرسته نۀ دے بلکې تل ئې د دې مخالفت کړے دے او د هغوي ژوند د ثبوت پۀ توګه کافي دليل دے. هغه د نوم او نمائش نه هم وېزاره ؤ،. د غېر ضروري جلسو او جلوسونو او د بې ځايه تقريرونو نه ئې هم ډډه کوله.

باچاخان پۀ اساسي توګه يو عزت خوښونکے انسان ؤ. هغه پۀ بنيادي طور يو روحاني سړے دے او سياست ته پۀ مجبورۍ راغلے ؤ. لکه څۀ رنګه چې خوشحال خان خټک مجبور شو، او تورې ته ئې لاس کړو نو هم دغه رنګ چې باچاخان وليدل چې عزلت نشيني ممکنه نۀ ده. پۀ قوم مصيبت راغلے دے، نو پۀ داسې حال کښې د هغۀ د پاره خاموشه پاتې کېدل ممکن نۀ وو. هغه يو حساس بنيادم ؤ. غېرت مند ؤ. قوم ئې د ذلت او خوردۍ ژوروته لړه کېدونکے ؤ. او دغه قام ته د يو ريښتوني او مخلص لارښود ضرورت ؤ. نو هغۀ سترګې پټې نۀ کړې شوې او سر پۀ تلي ئې مېدان ته را ودنګل. پۀ انګرېزي دور کښې د ډېر زيات تشدد باوجود چرې هم هغۀ کمزوري څرګنده نۀ کړه.

د باچاخان د شخصيت، قربانيو، کلک والي او نورو خصوصياتو پۀ لړکښې د باچاخان سوانح نګار فارغ بخاري ډېر پۀ تفصيل سره دغه هرڅۀ ليکلي دي. د هغوي د ليک نه ځينې حصې وړاندې کوو چې ورسره به د باچاخان د ژوند او جدوجهد ځينې اړخونه واضحه شي.

” هغه پۀ هغو جرنېلانو کښې نۀ ؤ چې خپل لښکر خو د اور او وينې پۀ سمندر کښې ور واچوي او تماشه ئې کوي، بلکې د هر يو ازمېښت پۀ موقع هغه د ټولو نه وړاندې ځان مخکښې کړو او پۀ هره سخته او ګرانه کښې به تر ټولو وړاندې روان ؤ___

“د هندوستان د نورو برخو نه علاوه د اټک د پورې غاړې (پښتونخوا) حالات بالکل جدا وو. دا سيمه ډېره وروستو پاتې وه . پۀ اولس کښې تعليم نۀ ؤ، سياسي بېداري نۀ وه. غريبي وه او معاشي بدحالي وه او دغوڅيزونو ورله کړۀ وړۀ خراب کړي وو. د خانانو او حکومت يو کېدو خلق دومره دباؤ کړي وو چې هغوي خوځېدے هم نۀ شول . څۀ فکر ئې هم نۀ شو کولے او لۀ دې علاوه د حکومت خصوصي ظالمانه قوانينو دوي تسلي کړي وو.[29]

فارغ بخاري وړاندې ليکي:

“باچاخان پۀ داسې وروستو پاتې ماحول او بې روحه فضا کښې او د شلې طبقې دننه کار وکړو، تر ټولو وړاندې هغوي د جاګيردرانو، خانانواو سرمايه دارانو خلاف اواز پورته کړو. لاندې طبقې ته ئې د هغوي د غربت او بدحالۍ احساس ورکړو او ورته ئې وښودل چې ستاسو دا تباهي او بربادي څۀ تقدير اونصيب نۀ دے بلکې پورتنۍ طبقه د دې ذمه واره ده چې هغوي ستاسو پۀ محنت او د وينې او خولې پۀ ګټه عېش و عشرت کوي او تاسو مجبوروي چې د لومې پۀ اور کښې سوزېږئ. هغۀ خلق پوهه کړل چې خداے ظالم نۀ دے، عادل دے. هغه بې انصافه نۀ دے بلکې تر ټولو زيات مصنف دے. هغۀ څوک هم لوے او وړوکے نۀ دے پېدا کړے، هغۀ خو ټول يو شان پېدا کړي دي او پۀ ټولو ئې خپل نعمتونه يو شان پېرزو کړي دي خو ځينې انسانانو دغه نعمتونه د ځان د پاره خاص کړي دي او نور ئې د تل لۀ پاره د دې نه بې برخې کړې دي. هغۀ اولس ته واضحه کړه چې ستاسو د ولوږې، تنګسيا او بدې ورځې ذمه وار هغه انګرېز دے چې هغه د سمندر پورې نه راغلے دے او کلونه وشول چې تاسو لوټي، ستاسو د وطن پۀ دولت ډاکې اچوي.

هغه به دغريبانو حجرو ته تللو ورسره پۀ ځمکه کښېناستو. د هغوي پۀ درد وغم کښې به شريکېدلو او د هغوي د همدردۍ نه پس به ئې هغوي ته وئيل چې خان هم ستاسو پۀ شان د غوښې او هډوکي لرونکے بنيادم دے. نو لۀ هغۀ نه وېره نۀ ده پکار بلکې هغۀ سره يو شان پۀ کټ کښېناستل پکار دي. او دا ستاسو حق دے، هغۀ د احساس کمترۍ ښکار غريبانو لۀ زړونو نه د خانانو، پوليس او حکومت وېره لرې کړه او هغوي ته ئې د زړۀ ورتيا، لوړې ارادې او جرات سبق وښودو. د کوم انګرېز پۀ ليدو چې به ئې هغۀ ته سلامونه کول، د هغۀ مخې ته ودرېدل ئې ورته وښودل او هغۀ سره د ډغرې وهلو د پاره ئې خلق تيار کړل.

بيا پۀ ملک کښې د ازادۍ جنګ شروع شو. او پوره څلوېښت کاله هغه برطانوي شهنشاهيت سره وجنګېدو چې پۀ سلطنت کښې ئې چرې نمر نۀ پرېوتو. هغه حکومت سره درانۀ ټېنکونه، هوائي جهازونه، بمونه، ټوپکې او نۀ ختمېدونکے فوځ ؤ. او دې اړخ ته بې وسلې، مجبور د وطن سپاهيان ________________… هغه خوا تورې وې او دې خوا مرۍ وې، هغه خوا ګولۍ وې او دېخوا سينې وې، هغه خوا د پانسۍ رسۍ وې، د وحشت او ځناورتوب مظاهرې وې، جېلونه وو، چکۍ وې او دېخوا پۀ وطن ځان قربانونکي پتنګان ________…. او د انګرېزسلطنت نمرد تل د پاره ډوب شو.[30]

“دا څۀ اسان کار نۀ ؤ. ځنې خلق پۀ دغه غلط فهمۍ کښې دي چې د دوي پۀ تشو چغو، بيانونو او تقريرونو کولو صرف پۀ څو ورځوکښې ازادي حاصله شوه. خو دوي پۀ قصد ځان لۀ دهوکه ورکوي او دوي حقائق دروغژن کوي او د دوي دغه دعوې ډېر لوے فراډ دے________ د تاريخ تر ټولو لوے دروغ دي________ او_______ د زړۀ ورتيا انتها ده.

انګرېزان دومره کمزوري،دومره کم عقل او دومره نا زړۀ نۀ وو چې د قاليني زمرو پۀ دباوونو تښتېدل. د هغوي د ويستلو د پاره دلته پۀ کلونو هلې ځلې وکړې شوې، پۀ کلونو پۀ زړۀ ورتيا جنګ وکړے شو._______ او پۀ مودو مودو خوفناکې مقابلې وکړې شوې ______ زمونږ د ازادۍ د جنګ تاريخ پۀ وينو لړلے تاريخ دے چې د دردناکواو وېروونکو واقعاتو نه ډک دے. چې اغاز خو ئې ؤ الميه_____ خو انجام ئې هم خود غرضو او بې دردو خلقوالميه کړو__________ د دغه جنګ پۀ زړۀ لړزوونکو واقعاتو چې بنده نظر واچوي نو غوني پرې زيګ شي. پۀ دغه کښې د وطن مجاهدينو د تورو پۀ تېرۀ دار ګډا وکړه. د اور او وينو چپو سره ولوبېدل. د هېبت ناکو غرونو سره ئې ډغره ووهله. پۀ دغه جنګ کښې د حافظ، هري کشن، حبيب نور او غازي عبدالرشيد پۀ شان ډېر د وطن پۀ ازادۍ قربان شول. پۀ سوونو انسانانو پۀ خپله پاکه وينه د ازادۍ ونه خړوب کړه_____ او چې ازادي راغله نو سهره ئې د بل خوش نصيبه پۀ سر شوه. دا يوه بېله قيصه ده چې د تفصيل موقع ئې دا نۀ ده.[31]

(ب) انجمن اصلاح الافاغنه

“انجمن اصلاح الافاغنه” د هجرت د تحريک د ناکامۍ او د افغانستان نه د ځنې پښتنو پۀ واپس راتللو قائم کړے شو. پښتانۀ پۀ دې پوهه وو چې پېرنګے يو لوے قوت دے او د دغه قوت مقابله کول څۀ اسان کار نۀ دے. پۀ دغه لړکښې غزاګانې هم جاري وې. جنګونه هم کېدل خو د باچاخان او د هغۀ د ملګرو دا خيال ؤ چې :

“بغېر د تعليم حاصلولو نه يو قوم خپل منزل مقصود ته رسېدلے نۀ شي او د تعليم د عام کولو د پاره هر قسمه امداد ته ئې غاړه کېښوده. د دې د پاره اول دوي يوه جرګه د پښتنو ځوانانو جوړه کړه. او د هغې نوم “انجمن اصلاح الافاغنه” کېښودې شوه”[32]

احمد مخکښې ليکي چې:

“د دې (انجمن) ممبران (غړي) دا دي: خان عبدالغفارخان (باچاخان د اتمانزو) حاجي عبدالغفارخان (اتمانزو) خان اباد خان (اتمانزو) حاجي شهنوازخان (اتمانزو) عبدالاکبرخان (عمرزو) ميا جعفرشاه (کاکاخېل) غلام محي الدين خان (تنګي) خادم محمد اکبر ( چارسده) ميا عبدالله شاه (قاضي خېل) ميا احمد شاه (قاضي خېل) فضل اکرم (نرۍ) قاضي عطاء الله ، تاج محمد خان (چارسده) او پۀ اتمانزو کښې ئې د ازاد اسلاميه د اتمانزو مدرسه پۀ نوم پۀ اپرېل ١٩٢١ز کښې يوه مدرسه قائمه کړه. پۀ دې مدرسه کښې قران شريف،احاديث، فقه او تاريخ اسلام ، عربي ژبه، اردو، انګرېزي ، حساب او ورسره درزي توب ، ترکاڼي، قلم سازي او جولاګري کسبونه ښودل کېدل.[33]

او د سکول د چلېدو د پاره چې کوم انتظام ؤ د هغې پۀ لړکښې ليکي:

“اول هېډ ماسټر مقصود جان د بنو او مولانا محمد اسرائيل ئې د قران استاد ؤ. د استاذانو تنخواه ګانې ډېرې کمې وې. دا سکول د انجمن پۀ چندو چلېدو او غريبانانو هلکانو سره پۀ کښې امداد هم کېدو. “[34]

مرحوم عبدالاکبر اکبر د انجمن اصلاح الافاغنه اغراض او مقاصد او د قيام باره کښې پۀ تفصيل سره ليکل کړي دي. مرحوم عبدالاکبرخان اکبر د عمرزو (چارسدې) پۀ ازادۍ مئين هغه خلقوکښې شامل ؤ چې د ازادۍ د پاره ئې افغانستان ته هجرت کړے ؤ. او بيا لۀ هغه ځايه روس ترکستان ته لاړو خو د حالاتو مجبورۍ بېرته وطن ته پۀ راتللو مجبوره کړو. او چې وطن ته راغلو نو دلته ئې ارام کول غوره نۀ کړل بلکې د ازادۍ د تحريک ملګرے شو. د انجمن اصلاح الافاغنه د جوړېدو او د دې انجمن د اغراض و مقاصد بيانولو پۀ لړکښې عبدالاکبرخان اکبر ليکلي دي چې :

“مياعبدالله شاه صاحب د قاضي خېلو، خادم محمداکبر صاحب د چارسدې، محمد عباس خان صاحب د اتمانزو، اکبر خان د اتمانزو، مولانا اسرائيل صاحب د اتمانزو، احمدخان د چارسدې، چې ټول تعليم يافته وو. پۀ هغه وخت کښې با اثره خلق وو، مونږ سره کابل ته پۀ هجرت تللي وو. زما ليدو لۀ راغلي وو، باچاخان هم راغلے ؤ. ميا عبدالروف شاه کاکاخېل رځړ، ميا احمد شاه صاحب بي اے، قاضي خېل چې د عدم تعاون پۀ سلسله کښې د علي ګړهـ نه راغلے ؤ او د اتمانزو پۀ مدرسه کښې ئې بې غېر تنخواه ماشومانو ته سبق ښودلو، هغوي هم راغلۀ. تاج محمد خان د چارسدې، دا هغه خلق دي چې د پاک وهند د ازادۍ پۀ سلسله کښې دوي هغه بنيادي تعميري کار کړے دے چې د پښتون قام راتلونکي نسلونه بۀ پۀ دوي فخر کوي. “

وړاندې ليکي:

“يو څو ورځې پس خادم صېب راغے چې پۀ اتمانزو کښې مونږ يوه جرګه راغوښتې ده. محمد عباس خان ډوډۍ هم کړې ده، هغوي زۀ را لېږلے يم. چې دے (عبدالاکبرخان) راوله. زۀ لاړم. هلته د ذکر شوو کسانو نه علاوه فضل اکرم ميا صاحب او حاجي عبدالغفارخان د اتمانزوهم راغلے ؤ. پۀ موجوده سياسي حالاتو او د ملک پۀ تعليمي معاشرتي حالت ډېر ازاد بحث وشو. هر سړي کښې پښتنو سره د مينې محبت جذبه وه. اخلاص ؤ…… متفقه فېصله دا وشوه چې دا موجوده مدرسه (د اتمانزو) بۀ يو مرکزي حېثيت لري او د دې شاخونه يعنې پرائمري مدرسې دې پۀ ټوله صوبه کښې جوړې شي.

دا تجويز هم پاس شو چې پۀ ملک کښې د تعليم د ترويج، د غېر شرعي رسومات (بدعاتو) (پۀ ملک کښې) خاص کر پۀ پښتنو کښې د بې ځايه مقدماتو جنګ جګړو او پۀ کور کښې د صلح صلاحيت فېصلو د پاره دې يو انجمن جوړ شي.( سوشل اپ لفټ)

د دې انجمن نوم “انجمن اصلاح الافاغنه” (سوشل اپ لفټ) وټاکلے شو. زۀ او ميا احمد شاه صاحب او خادم صاحب ئې د انجمن قواعد وضوابطو او اغراضو و مقاصد ليکلو د پاره وټاکلو. مونږ لس دولس ورځې کښې دا اغراض و مقاصد ، قواعد و ضوابط جوړ کړۀ .( دا يو قسم ائين ؤ)

او د انجمن اصلاح الافاغنه قواعد و ضوابط پۀ لړکښې ئې ليکلي دي چې:

1. د دې انجمن نوم بۀ انجمن اصلاح الافاغنه وي يعنې د پښتنو داصلاح جرګه، وي.

2. د دې فېصله به پۀ اکثريت وي.

3. د دې انجمن بۀ باقاعده عهدېداران وي.

4. باقاعده حساب کتاب بۀ ساتي اوسالانه رپورټ بۀ پېش کوي.

5. د دې انجمن د دفتر مقام بۀ د ممبرانو پۀ مرضۍ وي ۔

6. د دې جرګې بۀ يو مجلس شورا وي. چې د هغې د ممبرانو تعداد بۀ تر پنځوسو وي.

7. د مجلس شورا اجلاس به پۀ پنځلس ورځو کښې ضروري وي.

8. د مجلس شورا ممبران بۀ د جرګې او مدرسې د اخراجاتو ذمه وار وي.

9. عام چنده بۀ لکه د نورو جماعتونو د چا نه نۀ جمع کېږي.

10. هر د شورا ممبر بۀ کم از کم پنځوس روپۍ سالانه چنده ورکوي.

11. پۀ کلو کښې مقامي اصلاحي جرګو کښې بۀ هغه کسان اخستے شي چې زمونږ منشور سره اتفاق لري. بې پرې جنبې وي. د کچهرو مقدمو(نه) پۀ خپله ځان ساتي . د پېرنګيانو د پاره کار نۀ کوي. پښتو ژبې او پښتنو سره ئې مينه وي.

12. دا جرګه بۀ د پښتو ادب پۀ خاطر پۀ کال کښې يو ځل پۀ اتمانزو کښې د ټولې صوبې شاعرانو لۀ د مشاعرې او پۀ سالانه جلسه کښې د شموليت دعوت ورکوي.

13. دا جرګه بۀ د اولسي شاعرانو حوصله افزائي کوي او ناچارو سره بۀ حسب توفيق مدد کوي.

14. دا جرګه بۀ يو اخبار رساله هم جاري کوي، کۀ اجازت ورکړے شي.

15. د دې جرګې بۀ يو صدر وي. دوه نائب صدران، يو جنرل سېکرټري او يو نائب سېکرټري يا نائب خزانچي.

16. د مدرسو دا متحاناتو د پاره بۀ يو انسپکټر يا ممتحن وي.

محترم عبدالخالق خليق د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ حقله ليکي:

“باچاخان او د هغۀ ملګرو د هجرت نه د واپسۍ نه پس پۀ دې خبره غور وکړو چې هغه کوم تدبيرکېدے شي، چې پۀ پښتنو کښې يو ذهني انقلاب پېدا کړے شي؟ چې ترڅو دوي متحد شوي نۀ وي، دوي خپل اواز يو کړے نۀ وي، دوي د خپلو کورنو خانه جنګو نه لاس پورته کړے نۀ وي، نو ترهغې بۀ دوي د نورو غلامان وي. او پۀ دوي بۀ د ترقۍ لارې بندې وي. د دې غرض پۀ بناء دوي پۀ اتمانزو کښې کښېناستل او د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم ئې د يوې جرګې بنياد کېښود او هم د دې انجمن د سرپرستۍ لاندې ئې د يو ازاد سکول بنياد کېښود. د دې د پاره ئې د راتلونکي نسل بچو ته د ازادۍ تعليم ورکړے شي. پۀ دې سکول کښې د مذهبي تعليم انتظام هم وشو. د عام تعليم د استاذانو مشر مقصود جان خان د بنو د هېډ ماسټرۍ پۀ عهده ولګېدو. او د مذهبي تعليم مشر مولانا شاه رسول صاحب د برې ګړۍ مقررشو. ورو ورو پۀ تمامه صوبه کښې د ازاد سکولونو يو جال خور شو. پۀ هره علاقه او او لوي کلي کښې به يو ازاد سکول کارکولو او باچاخان بۀ سره د ملګرو د پښتنو کلي پۀ کلي، کوڅه پۀ کوڅه او حجره پۀ حجره ګرځېدو او د پښتنو د بېدارولو کار ئې پۀ ډېر زور شور سره شروع کړو.

تر ټولو اهم شخصيت چې د پښتون هراړخيزه اصلاح پروګرام ئې لرلو او هغه ئې عملي کولو، هغه شخصيت د باچاخان ، عبدالغفارخان ؤ. د انجمن اصلاح الافاغنه د قيام ضرورت ولې محسوس کړے شو او کومو حالاتو د دغه انجمن د قيام د پاره حالات سازګار کړل. پۀ دې لړکښې تر ټولو اهمه ګواهي د خان عبدالغفارخان باچاخان ده. پۀ دغه سلسله کښې هغۀ ډېر پۀ تفصيل سره هغه حالات بيان کړي دي. چې پۀ کومو حالاتو کښې انجمن اصلاح الافاغنه قائم کړے شو.

باچاخان ليکي:

“د افغانستان او ازادو قبائيلو حالت چې مې وليدل، او پينځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائيلو او افغانستان کښې غرزې پرزې وکړې، نو پۀ دې نتيجه ورسېدم، چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب علم او پوهه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي، چې د پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته ئې اماده کړي.

د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت وي. تۀ ګوره! چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو. ټول لاړل خوارۀ شول؛ نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو. زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم، چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجو شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خواته او نۀ د تعليم خوا ته، د بلې خوا نه پۀ رسمونو رواجونو کښ تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي کولے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي. چې سياسي شعور پۀ کښې پېدا شي. او دا کار يوه پرامنه فضا غواړي………. او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء بۀ کار کوم. اول بۀ د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم.

او وړاندې د انجمن اصلاح الافاغنه د تاسيس او قيام ذکر پۀ دې الفاظو سره کوي:

“موږ پۀ کال ١٩٢١ز کښې د دوستانو پۀ امداد پۀ اتمانزو کښې د ازاد سکول بنياد کېښودو. چې پۀ دې سکول کښې قاضي عطاء الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفارخان، محمد عباس خان، عبدالاکبرخان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملګري وو. د مدرسې ترڅنګه مونږ د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو د تشدد نه د منع کولو او پۀ کښې د قامولۍ د مينې او محبت د پېدا کولو پۀ غرض د اصلاح الافاغنه پۀ نامه يو انجمن جوړ کړو. د دې انجمن ممبران دا کسان وو.

(١) محمد عباس خان (٢) صدر عبدالغفارخان (دواړه د اتمانزو) (٣) حاجي محمد اکرم خان (خان مائي) (٤) جمعدار نور محمد خان د ترنګزو (٥) محمد زرين خان د ترنګزو (٦)عبدالاکبرخان د عمرزو (٧)غلام محي الدين خان د تنګي (٨) فخر قوم ميا صاحب (٩) ميا جعفرشاه د زيارت (١٠) فضل اکرم د نرۍ قلا (١١) فضل ربي د بدرګې (١٢) ميا احمد شاه د قاضي خېلو(١٣) ميا عبدالله شاه (١٤) خادم محمد اکبر د چارسدې (١٥) تاج محمد خان د چارسدې (١٦) مولانا شاه رسول د امازو ګړهۍ (١٧) شاد محمد خان د ميرزو (١٨)شېر بهادر خان د کوتر پاڼ (١٩) جليل خان د جليل (٢٠) خوشحال خان د باريکاب (٢١) شاه پسند خان د چارغولۍ (٢٢)اميرممتاز خان (٢٣) بېرسټر محمد جان د بنو (٢٤) محمد رمضان د ډېرو (٢٥) حکيم عبدالسلام د هري پور (٢٦) ميا صاحب د پکلۍ(٢٧)قاضي عطاء الله د مردان (٢٨) ثمين جان خان د محب بانډې (٢٩)علي اصغرخان وکيل د هزارې (٣٠) افندي صاحب د ملاکنډ (٣١) يو ملګرے د ګدر حمزه خان .

فارغ بخاري ليکي چې :

ترجمه: “باچاخان د پښتون قوم د اصلاح پۀ جذبه را پورته شوے ؤ. هغۀ سياست ته د راتلو اراده نۀ لرله. بلکې د دغه مېدان نه جدا صرف د سماجي خدمتونو ارماني ؤ. خو حالاتو هغه پۀ سياست کښې ښکېل کړو. خو ليکن دا يوه وختي او عارضي هنګامه وه. پۀ کال ١٩٢٤ز کښې چې ئې لۀ جېل نه رهائي بيا مونده نو هغه بيا پۀ خپل اصلاحي پروګرام عملي کولو کښې بوخت شو. اګر چې د خدمت کمېټۍ سره ئې رابطه ضرور وه، ليکن هغه پۀ سياسي کارونو کښې پۀ سرګرمۍ سره برخه اخستل پرېښودل. او پۀ کال ١٩٢١ز کښې ئې چې پۀ اتمانزو کښې کومه ازاده مدرسه جوړه کړې وه او چې د کوم تعليمي او اصلاحي مهم شروع ئې کړې وه، نو د هغۀ د مخکښې بوتللو او خورولو د پاره ئې د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنياد ئې کېښودو. ميا احمد شاه بېرسټر او د پښتو مشهور اتش بيانه شاعر محمد اکبر خان خادم مرحوم د دواړو لاس ؤ چې د هغوي پۀ ملګرتيا کښې ئې پۀ ډېره سرګرمۍ سره کار وکړو چې د هغې بل مثال نشته. د شپې ورځو دورو، تقريرونو او نۀ ستړي کېدونکي محنت سره دوي تر ډېره حده د پښتون قام پۀ مروجه رسمونو ورکولو او پۀ هغوي کښې د يو والي او اتفاق پېدا کولو، او د هغوي پۀ زړونو کښې د علم حاصلولو د ډيوې بلولو پۀ کار کښې کامياب شول. د اتمانزو نه علاوه پۀ نورو ډېرو کلو کښې هم قومي مدرسې جوړې کړې شوې. چې پۀ کښې پۀ زرګونو ماشومانو تعليم حاصل کړو. او وروستو ئې پۀ قومي کارونو کښې نوم وګټلو. چنانچه د باچاخان قابل زوے غني خان او مشهور قومي کارکن ماسټر عبدالکريم پۀ دغه ازاده قومي مدرسه کښې زده کړه کړې وه. “

د انجمن اصلاح الافاغنه کردار ته کتنه او د انجمن مقاصد:

(١) تعليم يو بنيادي څيز دے، او چې ترڅو پورې پۀ يو قام کښې تعليم نۀ وي نو تر هغې پورې يو نېک او صحيح مقام حاصلېدے نۀ شي. د تعليم افاديت يو داسې توکے دے چې ډېر ښکاره دے. او د بيانولو او نورو واضحه کولو د پاره ئې څۀ ضرورت نشته. او د انجمن اصلاح الافاغنه بنيادي کار دا ؤ. چې د قام پۀ وګړو کښې د تعليم حاصلولو د پاره شعور پېدا کړي. او چې هغوي دې ته اماده کړے شي چې پۀ خپلو ماشومانو تعليم حاصل کړي خو بيا دا هم يوه مسئله وه چې تعليم دې چرته حاصل کړي؟ د تعليم ورکولو د پاره يوه اداره، مدرسه يا سکول هم پکار ؤ. چې پۀ دغه زمانه کښې د لويو ښارونو نه علاوه پۀ کلو کښې د مدرسو او سکولونو نوم او نخښه هم نۀ وه. نو د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ اغراضو کښې وړومبنے څيز تعليم ؤ. او د تعليم حاصلولو د پاره د مدرسو يا سکولونو جوړول وو. د اتمانزو مدرسه د دغه غرض د پاره وړومبے ګام ؤ. او د دې نه پس د صوبې پۀ ډېرو کلو کښې ازادې مدرسې پرانستې شوې او د قام پاملرنه د تعليم لور ته شوه.

(٢) جهالت او بې علمي د هرې خرابۍ، غلطۍ او ګناه جرړه ده. جهالت او ناخبري يو داسې مرض دے چې د دې علاج پۀ علم او پوهه کېږي او هر څوک چې د يو قام اصلاح کول غواړي نو اول بۀ د هغه قام پۀ افرادو کښې علم او پوهه خورول پکار وي. د يو قام د رسمونو او رواجونو بندول څۀ اسان کار نۀ وي. د رسمونو او رواجونو پۀ شا يوه مفروضه وي او هغه دا چې دا خو زمونږ د پلار نيکۀ لار ده او زمونږ پلار نيکۀ زمونږ نه ښۀ پوهېدل. او هغه دا چې د پلار نيکۀ لاره پرېښودل ډېره ګرانه وي. ځکه چې خپل پلار نيکۀ سره د هرچا يو جذباتي تړون وي او چې کله مونږه د پلار نيکۀ لاره پرېښودل غواړو، نو دا بۀ هم منو، چې زمونږ پلار نيکۀ پۀ غلطه وو. خو خپل پلار نيکۀ ته غلط وئيل او هغوي ته د خطا کېدو نسبت کول يو مشکل او ګران عمل دے.

انجمن اصلاح الافاغنه د پښتون قام دننه د غلطو رسمونو رواجونو ختمول هم غوښتل. دغه رسمونه رواجونه څۀ خو د معاشرې پېداوار ؤ او څۀ ته مذهبي تقدس حاصل ؤ. او سره د دې چې د مذهب سره ئې هېڅ تعلق هم نۀ ؤ ځکه چې اسلام يو ساده دين دے او اسلام پۀ چا دومره بوج نۀ دے ايښے چې هغه د بنيادم د وس او طاقت نه بهر دي، خو خودغرضه خلقو او د مطلب ويستونکو پښتانۀ دهوکه کړي وو او د مذهب پۀ نوم ئې دوي دومره مجبورکړي وو چې پۀ دغو حالاتو کښې د يو غريب سړي ګزاره ګرانه وه. د سقاطونو، ماښامونو ، جمعو، څلوېښتو او کالونو نمانځلو يو خود ساخته نظام روان ؤ. چې د پښتون خراب اقتصادي او معاشي حالت ئې نور هم خراب کړے ؤ. نو انجمن اصلاح الافاغنه د دغو خود ساخته رواجونو او رسمونو د مونډه ويستلو د پاره هم ګامونه پورته کړل او پۀ دې لړکښې د ډېرو مخالفتونو سره مخ شول، خو د کلکې حوصلې او پوخ عزم خاوندان وروستو نۀ شول. پښتون قام بۀ تجارت نۀ کولو او تجارت کول ئې د هندوانو کار ګڼلوا و چې چا بۀ تجارت کولو نو هغۀ ته بۀ ئې بڼيا وئيلو. دا ورته ډېر سپک کار ښکارېدو. پۀ دغه لړکښې باچاخان ليکي:

ما پۀ اتمانزو کښې د ګړې منډۍ پرانسته، نورو خانانو او تربورانو بۀ را پورې ملنډې وهلې، چې تۀ ګوره! د بڼياګانو کار ئې شروع کړو. زمونږ تجارت دغه وخت ټول د هندوانو او پراچګانو پۀ لاس کښې ؤ. مسلمانان بۀ پۀ تجارت شرمېدل. زمونږ ګټه وټه بۀ ټوله هندوانو او پراچګانو وړله. ما د چا د پېغورونو پروا نۀ کوله. هره مياشت بۀ مې يوځل خانانو ته چاے ورکړې، را جمع بۀ مې کړل او ورته بۀ مې وئيل چې ستا د ځمکې چې څومره قيمت دے د هغې پۀ لسمه برخه سرمايه ما پۀ منډۍ کښې بنده کړې ده. تا ته چې هغه هومره سرمايه پۀ کال کښې ګټه کوي، ماته ئې پۀ مياشت کښې کوي.

بيا بۀ مې د منډهۍ حساب کتاب وروښودو. او دا بۀ مې ورته ووې چې مونږ سره پۀ منډهۍ کښې منشيان، دړوايان او پانډيان هم کار کوي، او ځان ته نفقه ګټي. او دا بۀ مې هم ورته وئيل چې وګوره دا تجارت څومره د ارام کار دے او څومره پۀ کښې فائده هم ده. زميندارۍ کښې څومره نارامي ده………. دوي بۀ مې دغه شان د تجارت پۀ ګټه پوهول. پۀ لږه موده کښې د پښتنو تجارت ته مېدان پېدا شو. او زمونږ تجارت زمونږ پۀ لاس راغے.

(٤) د مدرسې اخراجات بۀ صرف د جرګې غړي پۀ خپلو کښې پۀ چنده کولو پوره کوي. او عامه چنده به نۀ شي کولې. د عامې چندې کولو ګڼ نقصانات دي. پېسه د هر چا کمزوري وه، چا لۀ چې پۀ لاس ورشي بس هم د هغۀ شي. ځکه نو د چندو کولو مخالفت وکړے شو، دوېم دا چې دا پۀ خلقو کښې شکونه پېدا کوي او هم يو قسم لۀ خلق تنګول او پۀ هغوي کښې بددلي پېدا کول دي. نو پۀ نورو خلقو د بوج اچولو پۀ ځاے د جرګې د ممبرانو دا ډېره لويه قرباني وه چې هغه ټول بوج ئې پۀ خپلو سرونو واخستو. د دې نه زيات د اخلاص، ايثار او قربانۍ بله زياته جذبه نۀ شي کېدې ځکه چې د هغه زمانې د حالاتو يو ځلق (ځلک) مرحوم عبدالاکبرخان اکبر پۀ دې الفاظو کښې بيان کړے دے”

“هر سړي کښې پښتنو سره د مينې محبت جذبه وه. اخلاص ؤ، اګر چې دا وخت د ملک د زميندارۍ حالت ډېر خراب ؤ. چا سره ماليه قدر نۀ وه”

(٥) پۀ تنظيم کښې داسې کسان شاملول چې هغوي مقدمه باز نۀ وي او پۀ پرو جنبو يقين نۀ لري. کومو کسانو چې مقدمې کولې او د کچهرو وغېره د تګ راتګ کار ئې کولو نو هغوي به خامخا ځان پېرنګيانو ته نزدې کولو او پۀ خپلو مخالفينو به ئې خپل رعب غورځولو. نو انجمن د دغه کار حوصله شکني وکړه او د داسې خلقو عمل ئې د غندنې وړ وګڼلو.

(٦) تر ټولو اهمه خبره د انجمن اصلاح الافاغنه دا وه چې پښتو ژبه دې ترقي وکړي او پښتو دې د پښتنو قومي ژبه شي. پۀ هغه زمانه کښې ټول خط و کتاب پۀ اردو او فارسۍ کښې ؤ. او د تعليم مقصد به دا ګڼلے شو چې چاله څومره اردو، انګرېزي، فارسي يا نورې ژبې ورځي، پښتو هډو چا ته ياده نۀ وه او نۀ ئې څۀ حېثيت ؤ.

(٧) پښتون قوم سره مينه لرل پۀ نورو الفاظو کښې دا د پښتون د قوميت ابتداء ګڼل پکار دي.

(٨) د پښتو مشاعرو لۀ رواج ورکول او شاعرانو لۀ دا موقع ورکول چې هغوي راغونډ شي او پۀ قوم کښې جذبه پېدا کړي او د هغوي رهنمائي وکړي، دا هم بالکل يو نوے کار ؤ. د دې نه وړاندې خو شاعران تل د يو بل دښمنان وو، يو شاعر بۀ د بل شاعر دښمن ؤ او د شاعرانو او اخونانو بۀ خپلو کښې معرکې روانې وې، يو بل به ئې پړ کول او د يو بل بې عزتي کول ورته خپله لويه کاميابي او کارنامه ښکارېدله. انجمن اصلاح الافاغنه شاعران راغونډ کړل او د هغوي پۀ وړاندې ئې يو مقصد کېښودو.

(٩) پۀ شاعرانو کښې بيا اولسي شاعران خو ډېر غريبان او کمزوري وو. څۀ وسائيل ئې نۀ لرل. اکثر به ئې بې تعليمه وو. د څۀ کار روزګار جوګه نۀ وو. خو د قام پۀ بېدارۍ کښې ئې لوے رول ؤ. ځکه نو انجمن دا فېصله وکړه چې د نادارو شاعرانو سره مناسب مالي امداد وکړي چې څۀ ناڅۀ ګزاره ئې روانه شي او قومي خدمت ته را وړاندې شي.

(١٠) د جرګې د اخبار يا رسالې جاري کولو خواهش دا خبره څرګندوي چې د جرګې غړو دا محسوسه کړې وه چې د پښتو ژبې او پښتون قام څۀ صحافت نۀ ؤ. کوم اخبارونه رسالې چې د پېښور نه شائع کېدې هغه پۀ هېڅ توګه د پښتون د قامي مفادو دپاره نۀ وې. او نۀ ئې د پښتو ژبې څۀ خدمت کولو. يعني د پښتنو څۀ صحافت نۀ ؤ او پۀ پښتو ژبه کښې هېڅ اخبار او رساله نۀ وه. غرض دا چې د جرګې کوم اغراض و مقاصد چې بيان کړے شوي دي او بيا پۀ دغو ليکو چې کوم کار شوے دے نو د پښتون قامي تحريک، پښتون قوميت او پښتو ژبې ته ئې ډېره فائده رسولې ده او يو داسې سياسي ماحول ئې ساز کړو چې لۀ هغې نه پس هر چا سياست وپېژندو او ډېر زيات تعليم يافته زلمي پېدا شول چې د قام او ملت او خپل وطن خدمت وکړي.

د انجمن اصلاح الافاغنه نه تر د صوبه سرحد “د زلموجرګه کال” ١٩٢٩ز

د انجمن اصلاح الافاغنه کارنامې او کارونه ته دومره حده دي چې د هغې احاطه کول ګران دي. يو مړ قام ژوندے کول، د تعليم د پاره د مدرسو جوړول، تنظيمونه جوړول، د خلقو ذهني حالت کښې انقلاب راوستل، د رسمونو رواجونو هوارې کول او د وخت د حکومت سره ډغره وهل، پۀ ملک دننه د حکومت داېجنټانو، خانانو، نوابانو، مليانو او پيرانو مقابله کول؛ دا ټول هغه کارونه وو چې د انجمن اصلاح الافاغنه لۀ لوري ترسره شول او يوه قومي جذبه او نظم وضبط قائم شو. انجمن اصلاح الافاغنه پۀ اصل معنو کښې يو تنظيم ؤ او پۀ پښتونخوا کښې د خپل نوعيت وړومبے تنظيم ؤ. چې پۀ ډېر اخلاص او د قربانۍ په حق به ئې کار کولو او د لارې د هر خنډ مقابله ئې پۀ نره وکړه. د پښتون قام پۀ بېدارۍ کښې دغه تنظيم چې کوم کردار ادا کړے دے هغه يو مثالي کردار دے.

د انجمن اصلاح الافاغنه د قيام نه پس باچاخان د خلافت کمېټۍ صدرهم شو. ځکه چې د خلافت کمېټۍ د صدر جوړولو د پاره پۀ چا صلاح نۀ راتلله. او چې کوم سړے ئې صدر ؤ هغه معذرت وکړو ځکه چې د دې کمېټۍ صدارت کول او جېل ته تلل سم وو. نو اخر باچاخان ئې دخلافت کمېټۍ صدر کړو.

جمعيت العلماء هند د عالمانو يوه جرګه وه چې د کال ١٩٢٠ز پۀ اخره کښې ئې وجود موندلے ؤ. او د ملک ازادي ئې غوښتله. لوے لوے عالمان لکه مولانا ابوالکلام ازاد، مفتي کفايت الله، مولانا احمدسعيد، مولانا عبدالباري، مولانا محمودالحسن پۀ کښې جوت عالمان وو.

د”عدم تعاون” ( مرستې نۀ کولو) يو تحريک هم شروع شو. پۀ هېڅ کار کښې دې د حکومت ملګرتيا نۀ شي کولے، خطابونه دې واپس کړے شي او تعليمي ډګرۍ دې هم واپس کړے شي. پۀ عدم تعاون تحريک کښې هم اولس ښۀ برخه واخسته.

باچاخان چې د خلافت کمېټۍ صدر شو نو څو ورځې پس درې کاله قېد کړے شو. خو بيا هم هغوي چې کوم کار روان کړے ؤ، هغه ونۀ درېدو او تحريک جاري ؤ. پۀ کال ١٩٢٢ز او کال ١٩٢٣ز کښې څۀ نوي واقعات ونۀ شول. پۀ کال ١٩٢٤ز کښې باچاخان د جېل نه راغے او قومي خدمت ته ئې ملا وتړله نو د ازادو سکولونو سلسله ئې نور هم پراخه او تېزه کړه.

د ارتداد فتنه: د اګرې پۀ ضلع يوه قبيله “مدکا نه راجپوت” اوسي. چې دا خو دې مسلمانان خو پۀ کړو وړو او رسم و رواج کښې هندوان دي. سوامي شردهاننديو هندو د دغه علاقې دوره شروع کړه او دوي ئې داسلام نه اړول. ورپسې د هندوستان عالمانو هم مبلغين خوارۀ کړل. او داسې د مسلمانانو او هندوانو ترمېنځه ناراضګي پېدا شوه او د پېرنګيانو مقصد هم دغه ؤ چې اړے ګړے اوانارکى شروع شي يا هندو مسلم فساداتوته لاره هواره شي.

پۀ کال ١٩٢٦ز کښې قومي تحريک بيا را ژوندے شو. کانګرس خپل کار تېز کړو. د پېښور کانګرس کمېټۍ کښې هم ساه راغله. د خلافت کمېټۍ سره ئې پۀ شريکه قومي کار شروع کړو. دا کال د ال انډيا کانګرس کليزه جلسه پۀ کلکته کښې وه چې هغې ته پۀ وړومبي ځل د پېښور نمائنده ګان سره د رضاکارو لاړل.

باچاخان اګر چې د کانګرس ممبر نۀ ؤ خو هسې د يو تماشبين پۀ حېثيت دے هم لاړو. چونکې د خلافت کليزه هم پۀ کلکته کښې کېده نو د خلافت کمېټۍ ممبران هم د کانګرس ممبرانو سره يوځاے لاړل.

(دا ټول حالات د خليق صېب د کتاب د ازادۍ جنګ نه پۀ اختصار وليکلے شو)

هم دغه ما خذ (٣٦مخ)

پۀ دغو ورځو کښې هم برطانوي پارلېمنټ د هندوستان د خلقو نه تپوس کړے ؤ چې تاسو د هندوستان د پاره نوي کوم قسم اصلاحات غواړئ؟ پۀ دې غرض کانګرس د پنډت موتي لال نهرو د صدارت لاندې د ٢٧ کسانو يوه کمېټي جوړه کړې وه. چې دوه پۀ کښې مسلمانان وو. دې کمېټۍ يو رپورټ تيار کړو چې هغې ته نهرو رپورټ وئيلے شي. دا رپورټ د کلکتې پۀ کليزه جلسه کښې پېش کړے شو چې وروستو د مسلمانانو اکثريت د دې سخت مخالفت وکړو او ډېر پۀ زور شور سره پۀ دې تنقيد وشو. چنانچې کال ١٩٢٩ز کښې واپس واخستے شو. باچاخان پۀ دې کال کښې د حج مبارک فرض ادا کړل. ورسره د ځينې اسلامي ملکونو دوره ئې هم وکړه او هم پۀ دې کال کښې د باچاخان والد صاحب خان بهرام خان چې يو ډېر ديندار او شريف پښتون خان ؤ، تقريباً د اتياؤ کلو پۀ عمر کښې رحلت وکړو.

“ترجمان سرحد” هفته وار اخبار غالباً هم پۀ دې کال کښې د راولپنډۍ نه د هزارې مخلص قومي کارکن ملک امير عالم اعوان جاري کړو چې تر ډېره وخته د خپلو ښو اصولو د لاندې د پېښور نه جاري ؤ.[35]

د کال ١٩٢٧ څو اهمې واقعې د ذکر قابلې دي.

راجپال ايجي بيشن: وړومبۍ واقعه دا ده چې د پنجاب يو متعصب هندو يو کتاب وليکلو چې راج پال نومې پبلشر د انارکلۍ لاهورنه چاپ کړو. مسلمانان د کتاب پۀ خپرېدو پۀ جوش کښې راغلل. او پۀ هر ځاے د هندوانو سره جګړې شروع شوې. علم دين نومې يو زلمي مسلمان پۀ راج پال حمله وکړه او قتل ئې کړو. هغه پۀ موقع ونيول شو. او د مقدمې د چلېدونه پس پانسي شو. د دې واقعې پۀ وجه د هندو مسلمان فسادات يوځل بيا پۀ بې شمېره ځايونو کښې وشو. پۀ کومو ځايونو کښې چې هندوان کم وو هغه پۀ تښتېدو مجبور شو. پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې هم د دې اثر وشو. او پۀ لويو لويو ښارونو کښې د هندوانو بائيکاټ وشو اګر چې د دې پۀ خورولو کښې هم د انګرېز لاس ؤ. مګر بيا هم څۀ نا څۀ فائده ئې د مسلمانانو د پاره دا وشوه چې مسلمانانو خپل دوکانونه پرانستل او تجارت ته ئې لاس واچولو.

باچاخان د بائيکاټ او فساد پۀ حق کښې نۀ ؤ ، انګرېز اتمانزو کښې ئې يوه لويه تجارتي منډۍ پرانسته چې د حاجي عبدالفغارخان او حاجي شهنوازخان پۀ نوم ئې کاروبار شروع کړو. ما خپله هم پۀ خپل کلي کښې د تېل مالګې يو دوکان پرانستو، چې يو ديانتدار اېجنټ ته مې حواله کړو او هغه ډېر مفيد ثابت شو_[36]

د مولانا محمدعلي جوهرراتلل:د خلافت کمېټۍ ممبرانو مولانا محمد علي جوهر ته بلنه ورکړه. هغه پېښور ته راغے او کوم تاريخي جلوس چې د هغۀ ووتو هغه به ترعمره د چا نه هېر نۀ شي.

مولانا محمد علي جوهرتقرير ته ودرېدو، خو د عامو خلقو دا توقع وه چې دے به مسلمانان د هندوانو خلاف پۀ جوش کښې راولي او هندوانو ته به بد رد ووائي. مګر هغه يو ذمه وار ليډر ؤ .هغۀ پۀ دې مسئله خاموشي اختيار کړه. د ښار خلقو پس پس شروع کړل او څۀ حېراني غوندې ئې ظاهره کړه چې سبا کېدو نو ډېرو خلقو ورته بد رد وئيل شروع کړل او مولانا چې واپس تلو نو ډېرو لږو خلقو ورته پۀ مخه ښه ووې.

د انجمن اصلاح الافاغنه کليزه جلسه: پۀ اپرېل ١٩٢٧ز کښې د انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزو يوه ډېره لويه جلسه وشوه، هسې خو هر کال به جلسه کېده خو د دې ځل جلسې څۀ خصوصيتونه وو يو خو پۀ کښې د شپې يوه درنه د پښتو مشاعره وشوه. او بل د ازاد سکول طلباء يوه ډرامه پۀ سټېج وښودله…… [37]

پۀ ٢٨ دسمبر کال ١٩٢٧ کښې يو لوے مخلص مسلمان ليډر حکيم اجمل خان وفات شو. هم پۀ دغه کال ١٩٢٧ز کښې د مومندو انجمن زمينداران جوړشو. د دې تحريک ليډر صنوبر خان ؤ . پۀ هغه وخت يو ډېر مخلص قومي کارکن ؤ او حکومت ته به ئې د وفدونو پۀ شکل کښې مطالبې وړاندې کولې. پۀ اخباراتو کښې به ئې مضمونونه شائع کول او جلسې به ئې کولې. د دوي مطالبه د باړې د اوبو د خليلو مومندو ځمکوته ورکولو وه. دا تحريک صرف د پېښور پۀ تحصيل پورې محدود ؤ. د صوبې د نورو علاقو سره ئې څۀ تعلق نۀ ؤ.

دجمعيت العلماء هند کليزه جلسه: د جمعيت العلماء هند د غړو خواهش ؤ چې پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې کليزه جلسه وکړي.. خبردارو خلقو صلاح ورکړه…. کۀ څوک د حکومت وفادار خلق پۀ کښې شامل وي نو شايد چې (حکومت) اجازت ورکړي. پۀ دې غرض د نواب سرصاحبزاده عبدالقيوم خان سره مولانا احمد سعيد خبرې اترې وکړې او ورته ئې ووې چې تا به مونږ د استقباليه کمېټۍ صدر کړو. د ډېر کوشش نه پس هغه رضا شو او هم د صاحبزاده صاحب پۀ ذريعه چيف کمشنر د جلسې اجازت ورکړو. دا يوه ډېره عظيم الشانه جلسه وه.

او عام خلق د زرګونو پۀ تعداد کښې پۀ دې جلسه کښې شريک شوي وو. د باچاخان مشر زوي عبدالغني خان پۀ اردو کښې يو ډېر جامع تقرير وکړو. د دې نه پس سرصاحبزاده عبدالقيوم خان خپله د صدارت خطبه ولوسته…… د دې جلسې پۀ دوران کښې د ازاد سکول اتمانزو درې طالب علمانو پۀ کورس سره د خادم صېب مشهور نظم ولوستو. دا تاريخي اجتماع اکتوبر کال ١٩٢٧ کښې شوې وه.[38]

  1. محسود، ډاکټر محمد نواز خان، پېرنګي راج او دغېرت مند مسلمان . نومبر ٢٠٠٠ ګوريک، مرکز شمالي وزيرستان

  2. فارغ بخاري . باچاخان (خان عبدالغفارخان کی سوانح حيات) وړومبے ايډيشن ١٩٥٧ز مخ ٩

  3. خان- عبدالولي خان – باچاخان او خدائي خدمتګاري (وړومبے ټوک) ولي باغ هشنغر چارسده مارچ ١٩٩٣ز ، مخ ٥١

  4. فارغ بخاري. باچاخان (خان عبدالغفار خان کے سوانح ) مخ ١١

  5. فارغ بخاري- باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) وړومبے اېډيشن ١٩٥٧ز نيا مکتبه پشاور. گوشه ادب لاهور، ( د ١٣ نه ٥مخونه)

  6. فارغ باخاري باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) ١٥- ١٦ مخونه.

    قادريه فقير تر عباس. صوفيان درويش . غازيان وړومبے اېډيشن ٢١ مارچ ١٩٧٧ز (٦٨ – ٦٩ مخونه) يونيورسټي بک اېجنسي پېښور

  7. صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد، ٢٤٣ تا ٢٥١ مخونه ( وړومبے اېډيشن ، سن اشاعت نۀ لري)

    فارغ بخاري : باچاخان ١٦- ١٧ مخونه يونيورسټي بک اېجنسي پېښور

  8. باچاخان- خان عبدالغفارخان . زما ژوند او جدوجهد دقومونو او قبائيلو وزارت دولتي مطبع کابل چاپ افغانستان ، ٦٤ نه ٦٦مخونه،

  9. فارغ بخاري- باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح) ١٧ نه ١٩ مخونه

  10. صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ٢٢١- ٢٢٢ مخونه

  11. فارغ بخاري – باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) مخ ١٨

  12. صابر، محمد شفيع-تذکره سرفروشان سرحد ٢٢٦، ٢٢٥ مخونه

  13. هم دغه اثر ٢٢٥- ٢٢٦ مخونه

  14. فارغ بخاري – باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح)

  15. فارغ بخاري – باچاخان مخ ١٩ (ا) هم دغه ماخذ ٢٠ مخ (ب)صابر، محمدشفيع – تذکره سرفروشان سرحد، ٢٢٩مخ

  16. هم دغه ماخذ ٢٣٥-

  17. هم دغه ماخذ هم دغه مخ

  18. هم دغه ماخذ

  19. صابر، محمد شفيع – تذکره سرفروشان مخ ١٣٧تا ١٤١

  20. ورځپاڼه خېبر مېل پېښور، ٦ فروري کال ١٩٣٧ پۀ حواله تذکره سرفروشان صوبه سرحد صفحه ١٥٨تا ١٦٠مخونه

  21. صابر محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ١٥٦مخ

  22. هم دغه ماخذ ١٦١ مخ

  23. درپه خېل لائق شاه ، ملا پاونده صفحه ١٥٣. فروري ١٩٩٤ز . المبطة العربيه. لاهور ، فروري ١٩٧٤ز ، ٤٧ مخ

  24. تاريخ بخاري. باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات ) ٢٠، ٢١ مخونه (٢) صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد صفحه ١٨١تا ١٨٥)

  25. (١) فارغ بخاري، باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات ٢١مخ (٢) صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد صفحه ١٧٣، ١٧٩مخونه

  26. صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ٣١٧ مخ

  27. فارغ بخاري (خان عبدالغفارخان سوانح حيات) صفحه ٢٢مخونه

  28. باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) صفحه ٢٢،٢٣مخونه (٢) صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ٤٠٣تا ٤٠٦ مخونه

  29. فارغ بخاري. باچاخان (خان عبدالفغارخان کے سوانح صفحه ٢٧مخ

  30. فارغ بخاري. باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات)

  31. ٣٣ هم دغه ماحذ(٢٩- ٣٠ مخونه)

  32. احمد، خدائي خدمتګارتحريک (اول ټوک) يونيورسټي بک اېجينسي پېښور جنوري ١٩٩١ز ، مخ ٦

  33. هم دغه ماخذ (٦- ٧ مخونه)

  34. هم دغه ماخذ (٧مخ)

  35. خليق، عبدالخالق، د ازادۍ جنګ (٣٩ او ٤٠ مخونه)

  36. خلق، عبدالخالق، د ازادۍ جنګ (٤٠ نه ٤١مخونه)

  37. هم دغه ماخذ (٤٢- ٤٣)مخون

  38. خليق، عبدالخالق، دازادۍ جنګ (د ٤٣نه ٤٥ مخونه)

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګارتحريک او پښتون قومي افسانه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

دې مقاله کښې زمونږ غرض د خدائي خدمتګار تحريک د اثر لاندې پښتون قومي افسانې …