خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار عبدالحق کره ئې سترګې غړولې وې. د دۀ د نيکۀ نوم حسن الدين ؤ کوم چې د چارسدې ترنګزو اوسېدونکے ؤ او کله چې فخر افغان باچاخان پۀ ١٩٢١ز پۀ اتمانزو کښې د تنظيم بنياد کېښودلو نو د هشنغر د ټولو اوسېدونکو پۀ شان دوي هم د فخر افغان پۀ دغه قافله کښې شامل شو او د جرګې هرې غونډې او جلسې ته به ئې ځان رسولو او وروستو چې پۀ کال ١٩٢٩ز باچاخان د عدم تشدد د فلسفې لاندې باقاعده د “خدائي خدمتګارتحريک” بنسټ کېښودلو نو د دوي د کورنۍ ټولو ځوانانو پۀ دغه تنظيم کښې پۀ باقاعده توګه شموليت وکړو.

د رحمت الله چمني د پلار پۀ ترنګزو کښې خپل جائيداد ؤ او پۀ هغې ئې چا سره زړۀ بداوے راغلو نو د هغې پۀ وجه د بابړې د سيد محمد نبى باچا او سيد شېرين باچا پۀ وېنا بابړې کلي ته پۀ کډه باندې راغلل او دلته اباد شول. پۀ بابړه کښې عبدالحق صاحب د مخکښې نه د دارو درملو او حکمت کارکولو . کله چې دوي بابړې ته راغلل نو دلته کښې ئې بل وادۀ وکړو. عبدالحق له الله تعالي پينځۀ ځامن او درې لوڼه ورکړې وې. چې پۀ دې کښې رحمت الله چمنے پۀ څلورم نمبر ؤ.

رحمت الله چمني بنيادي تعليم پۀ ترنګزو کښې حاصل کړو او بيا ئې پۀ ګورنمنټ سکول چارسده کښې داخله واخسته چې ورسره پۀ جماعت کښې مشهور شاعر او اديب ډاکټر محمداعظم اعظم يوځاے سبق وئيلو. ډاکټر محمد اعظم اعظم هم د دغه وخت نه د دوي يو خاص ملګرے جوړ شواو بيا دواړو يوځاے پۀ اسلاميه کالج او پېښور پوهنتون کښې سبق وئيلے دے او ملګرتيا ئې تر دمرګ پورې قائم وه. خو چونکې د دوي کورنۍ د شروع نه پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې روانه وه او رحمت الله ته پېدائشي د پښتنو دا تحريک د نورو څيزونو پۀ رنګ پۀ وراثت کښې ملاو شوے ؤ نو د دوي سياسي تربيت هم پۀ دغه ډول کېدو او کله چې دوي اسلاميه کالج ته ورسېدل نو هلته د دوي دغه جوهر پۀ صحيح توګه رابرڅېره شول. پۀ دغه ورځو کښې باچاخان د “ون يونټ” او ايوب خان د مارشل لاء خلاف د تحريک چلولو نو رحمت الله چمني او ډاکټر محمد اعظم اعظم پۀ اسلاميه کالج کښې پۀ ځوان کهول کښې د خپل قام او د وطن پۀ مفاد کښې د بېدارۍ پېدا کولو تحريک شروع کړلو.

چونکې رحمت الله چمنے يو ډېر ښه مقرر ؤ او ډېر ښکلے او پۀ جوش سره به ئې تقرير کولو. دوي د پاکستان، افغانستان، ايران او ترکي ملکونو د هلکانو پۀ منځ کښې شوي تقريري مقابله کښې هم برخه اخستې وه او وړومبنے انعام ئې ترلاسه کړے ؤ. او دهغې وجه دا وه چې دوي به ډېر مدلل او جوش سره تقرير کولو او پۀ اورېدونکو باندې به د دوي تقرير دومره اثر پرېښودلو چې چا به هم د دوي تقرير واورېدلو نو بيا بيا به ئې پۀ اورېدو پسې سرګردانه وو.

پۀ اسلاميه کالج پېښورکښې د دوي د دغې تقرير او ستړې پۀ نتيجه کښې د طالب علمانو پۀ وړومبي ځل يوتنظيم جوړ شولو او د دغې تنظيم وړمبنے صدر هم رحمت الله چمنے غوره کړے شو. دا پۀ شروع کښې يو غېر سياسي تنظيم ؤ او بيا وخت تېرېدو سره سره دغه تنظيم ملي مشر اسفنديارولي خان او د هغوي نورو ملګرو پۀ پښتون سټوډنټس فېډريشن کښې بدل کړلو کوم چې ترننه پورې قائم دے.

د کالج نه وروستو دوي پۀ پېښور پوهنتون کښې داخله واخسته او د دغه ځاے نه د بي اے کولونه پس ئې پۀ اېل اېل بي کښې داخله واخستله او د وکالت ډګري ئې ترلاسه کړه. د سبق پۀ دوران کښې دوي سياسي هلې ځلې هم جاري وساتلې او د نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډيموکرېټک پارټۍ هرې جلسې او غونډې ته ئې ځان رسولے دے.

د ډګرۍ اخستونه وروستو حيات محمد خان شېرپاؤ کوم چې د دې صوبې ګورنر ؤ دوي ته د مجسټرېټ يا اسسټنټ کمشنر جوړولو لالچ هم ورکړے ؤ خو دوي ورته انکار وکړو او ورته ئې پۀ ډاګه ووئيل چې مړ به شم خو د پښتنو د جرګې نه به ځان بهر نۀ کړم. پۀ دغه ورځوکښې حيات محمد خان شېرپاؤ د پيپلزپارټۍ بنياد پۀ دې صوبه کښې مضبوطول غوښتل خو د چمني صاحب د خپل قام او وطن سره بې لوثه مينه ئې پۀ دغه رشوت باندې هم پۀ بيعه وانۀ خستې شوه.

د چمني صاحب چې کوم ذاتي دفتر ؤ هغه د چارسدې د عوامي نېشنل ګوند دفتر هم دوي ټاکلے ؤ او د پارټۍ چې کومې هلې ځلې وې هغه به د دغې دفتر نه کېدې او د دوي پۀ دغه دفتر کښې هر وخت د پارټۍ د مشرانو او کارکنانو رش به ؤ.

کله چې به هم چرته جلسه وه نو چمني صاحب به هغې کښې ګډون کولو او چې د تقرير موقع به ورته ورکړې شوه نو رهبر تحريک خان عبدالولي خان به د دوي تقرير ډېر پۀ غور سره اورېدلو. د تقرير نه وروستو چې به کله موقع ملاو شوله نو د دوي خوبۍ او خامۍ به ورته خان عبدالولي خان د دوي پۀ وېنا پۀ ګوته کولې او ډېرې ګټورې مشورې بۀ ئې دوي ته هم ورکولې چې د هغې له وجې به دوي بيا د خپل ځان اصلاح کوله.

د چمني صاحب د ډاکټر محمد اعظم اعظم يو نظم ډېر خوښ ؤ او تقريباً پۀ هريو تقرير کښې به ئې د هغه نظم شعرونه ضرور وئيل چې څۀ دا رنګ ؤ.

اوښکو ته مې ووئيل چې لږې ودرېږئ

هسې نه رسوا مې پټه مينه شي

اوښکو راته ووئيل چې مونږ سپينې يو

پرېږده چې نن دا خبره سپينه شي

دوي ډېر ځله جېل هم تېر کړے دے او د جېل سختۍ او تکليفونه ئې پۀ روڼ تندي تېرکړې وې. پۀ وړومبي ځل د کالج پۀ وخت کښې جېل ته بوتلے شوے ؤ چې د ايوب خان د مارشل لاء وخت ؤ او بيا وروستو د يحيٰي خان او ذوالفقارعلي بهټو پۀ وختونوکښې هم ئې جېل تېر کړے ؤ .

کله چې جنرل ضياء د بلدياتو انتخابات وکړل نو رحمت الله هم د تحصيل کونسل ممبر جوړشو. د تحصيل چارسده د بلديې چېئرمېن محمد عزيزجوړ شو کوم چې د خدائي خدمتګار سالارانځرګل زوے ؤ او ډېر تکړه خدائي خدمتګار ؤ، هغوي پۀ خپله د سکول سبق نه ؤ وئيلے نو د دفتر ليک او لوست ټولې معاملې به ورله چمني صاحب سمبالولې او هغوي ته به ئې ډېرې ګټورې مشورې هم ورکولې. او هم دغه برکت ؤ چې کله بيا د پارټۍ پۀ حکم دې ټولو ممبرانو د خپلو عهدونه استعفاګانې ورکړې او د چارسدې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي او اخري ځل دوي د٨٠ زرو روپو فنډ د لګښت او ټولو خرچو نه علاوه پۀ اکاونټ کښې نغد پرېښودلے ؤ کوم چې د چئيرمېن عزيز او د دوي د چمني پۀ رنګ د ايماندارو ملګرو د ايماندارۍ او امانتدارۍ او د فخر افغان باچاخان د تحريک خدائي خدمتګار د تعليماتو غټه نخښه ده.

د دوي کشر ورور مولانا سيد محمد ګوهرشاه صاحب کوم چې د جمعيت العلماء پۀ ټکټ باندې دوه ځله د قامي اسمبلۍ ممبر جوړ شوے دے او دوي سره ئې د وينې د رشتې باوجود سياسي اختلاف لرلو. مولانا صېب پۀ خپل کور او حجره کومه چې د ټولو وروڼو مشترکه حجره ده، د جمعيت العلماء جهڼدا لګولې وه کله چې د چمني صاحب د مشر زوي عبېدالله وادۀ ؤ نو چمني صاحب د دغه حجرې نه بهر کټ اچولے ؤ او ناست ؤ او کوم مېلمانۀ چې به وادۀ له راتلل نو دوي به ورته هم دغلته ستړي مۀ شي او پۀ مخه ښۀ کول او چې چا به ترې پوښتنه وکړه نو وبه ئې وئيل چې ترڅو چې دا جهنډا پۀ دغه حجره باندې ولاړه وي نو زۀ هېڅ کله هم دغلته قدم اېښودو ته تيار نۀ يم.

دا د دوي خپلې پارټۍ سره د مينې او عقيدت لوے ثبوت دے چې تر د مرګه پورې چمني صاحب دغه حجرې ته دننه قدم نۀ ؤ اېښودلے او پۀ خپل اصولو او نظريه باندې کلک ولاړ ؤ.

د هغوي پۀ نزدې ملګرو کښې سيد مختيارعلي باچا، ډاکټر محمد اعظم اعظم او فضل قيوم شامل دي. چمني صاحب به خپله ذاتي ډائري هم ليکله خو د ٢٠١٠ز د خونړي سېلاب کښې د وي دکور د عام استعمال څيزونو سره سره دغه قيمتي او د دوي ژوند اهم واقعات دغه سېلاب کښې د دوي نه ضائع شوي دي.

د چمني صاحب پۀ خپل کور کښې او د کورنه بهر خپلو بچو خپلوانو او دوستانو سره رويه همېشه نرمه او دوستانه ساتلې وه. او هم دغه وجه ده چې د دوي بچو ته به هرقسم مسئله راغلې ده نو دوي د يو ډېر نزدې دوست پۀ رنګ باندې خپل پلار سره شريکه کړې ده.

د دوي دوه ځامن او درې لوڼه دي کوم چې ماشاء الله پۀ خپل خپل کور کښې اباد او خوشحاله دي او خپل خپل بچي لري.

پۀ ١٤ فروري ٢٠١٠ز باندې چمنے صاحب پۀ خپل کور کښې دننه ناست ؤ او خپل کوروالو سره ئې ګپ شپ لګولو چې ناګهانه ورباندې د زړۀ دوره راغله او ترڅو چې بچو هسپتال ته رسولو نودوي خپل روح خپل حقيقي مالک ته پۀ حواله کړے ؤ او دغه رنګ د فخرافغان بابا دا غېرتي او بې لوثه پېروکار زمونږ نه جدا شولو او بيا وروستو خپله پلرنۍ هديره کښې خاوروته وسپارلے شو. الله پاک دې ورله د هغه جهان خوشحالۍ نصيب کړي. امين

راوي : سيد سلېمان شاه او سيد عبېدشاه بابړه.

دا هم ولولئ

د ځنې متلونو تنقيدي جاج – انور نګار

متل د عربۍ ژبې تورے دے چې مثل، مثال يادېږي. امثال ئې جمع ده. پۀ …