Tag: افغانستان

  • افغانستان کښې د سولې پروسه او منطقې مستقبل – خادم حسېن

    افغانستان کښې د سولې پروسه او منطقې مستقبل – خادم حسېن

    پروسکال فرورۍ کښې د امريکې د ځانګړي استازي زلمے خليلزاد او د طالبانو د دوحې قطر دفتر ترمنځه د څلورو نکتو لوظنامه د هند، پاکستان، ترکيې، انډونېشيا، تاجکستان او ازبکستان پۀ موجودګۍ کښې لاس ليک شوه. دغه څلورو نکتو کښې وړومبۍ نکته دا وه چې د امريکې ځواکونه به راروانو څوارلسو مياشتو کښې افغانستان نه ووځي. دوېمه دا وه چې طالبان به دا ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امريکې خلاف د بريدونو د پاره نۀ کارولے کېږي. درېمه نکته دا وه چې طالبان به مارچ ٢٠٢٠ز پورې د افغانانو خپل منځني خبرو اترو د پاره غاړه ږدي. څلورمه نکته دا وه چې طالبان او نور فريقېن به يو جامع او مستقل اوربند ته غاړه ږدي.

    د دې لوظنامې ترټولو غټه تشه دا وه چې دې کښې د افغانستان اصل او ځايي فريق او نمائنده موجود نۀ ؤ. د افغانستان د اولس اصل نمائنده او دافغان ريپبلک اصل ذمه وار فريق د افغانستان منتخب او ټاکلے شوے دولت او حکومت دے. دې لوظنامه کښې دوېمه غټه تشه دا وه چې طالبانو باندې سمدستي او مستقل اوربند ونۀ منلے شو. عقلي خبره به دا وه چې د سيمې د هېواونو پۀ ضمانت او يا د اقوام متحده پۀ ضمانت طالبان پۀ يو سمدستي او مستقل اوربند قانع کړے شوي وے. د سيمې هغه هېوادونه لکه پاکستان چې پۀ ډېرو لسيزو نه د طالبانو سهولت کاري کوي او هم طالبان دغه هېوادونو کښې تربيتي مرکزونه او پټ ځايونه لري بايد پۀ دې قانع کړے شوے وې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو او سمدستي اوربند د پاره پۀ طالبانو فشار راوړي. د دې تشو نتيجه دا شوه چې طالبان نور زړۀ ور شو او دا ادعايې کول شروع کړل چې دوي ګوندي د امريکې پۀ شان يو سپر طاقت ته شکست ورکړو. ترهه ګرو بريدونو کښې تندي راوسته خو چې د سولې د خپلمنځي خبرو اترو نه مخکښې برياوې ترلاسه کړي او افغان دولت تر فشار لاندې وساتي. پاکستان کښې دننه د طالبانو د پاره چندې شروع شوې او د طالبانو رېکټروټمنټ د پاره ځاے پۀ ځاے ترغيبات شروع شول. دغسې د پروسکال فرورۍ نه افغانستان کښې جګړه تنده شوه. افغانستان کښې ځاے پۀ ځاے بمي چاودنې او ځان وژونکي بريدونه د امروزه پۀ حساب شروع شول. د ملګرو ملتونو (اقوام متحده) د يو راپور ترمخه تېر شوي يوکال کښې تقريباً لس زره افغانان دې ترهه ګربريدونو کښې مړۀ شوي دي. د دې مقابل تېر شوي يوکال کښې يو امريکني فوځي هم نۀ دے مړ شوے.

    د سولې د پاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پاره د افغانستان دولت دامن لوړ کونسل ساز کړے دے چې د افغانستان د ټولنې د هرې طبقې نمائندګي لري. څۀ موده مخکښې روسيې ماسکو کښې د خپلمنځي خبرو اترو د سهولت کارۍ د پاره يو کانفرنس رابللے ؤ. دغه کانفرنس کښې د طالبانو استازو سره د امن د لوړ کونسل غړو هم ګډون وکړو. پروسکال اګست کښې د افغانستان حکومت کابل کښې لويه جرګه رابللې وه. دغه جرګه کښې د ټول هېواد نه استازو ګډون کړے ؤ. دغه لوې جرګې د افغانستان دولت ته سپارښتنه کړې وه چې د سولې د پاره دې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پاره زمينه برابره کړي. دې د پاره ئې دا سپارښتنه وکړه چې بندي طالبان دې له زندانه خوشي کړي. د لوې جرګې د بحثونو پۀ رڼا کښې د افغانستان دولت دسولې پروسې د پاره يو کوټلے چارچوکاټ منځ ته راوړو. دغه چارچوکاټ د افغانستان جمهور رئيس پۀ يوڅو پړاونو کښې افغان اولس او طالبانو ته کېښودو. د سولې د پاره د افغانانو خپل منځني خبرو اترو د پاره د افغانستان جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني د دغه چارچوکاټ د برياليتوب د پاره ديو منلے شوي ثالث وړانديز وکړو او څرګنده ئې کړه چې ترجيحاً دغه ثالث ملګري ملتونه يا اقوام متحده کېدے شي. چارچوکاټ ئې پۀ دې ډول بيان کړو چې د افغانستان اساسي قانون او ائين به پۀ خپل ځاے وي کۀ د طالبانو فريق دستور او اساسي قانون کښې د خپلې خوښې څۀ ترميمونه کول غواړي نو د هغې د پاره به لويه جرګه رابللے کېږي. دوېم پړاؤ کښې دې طالبان د خپلې خوښې پۀ مناسبت افغان دولت کښې د شرکت د پاره خپل استازي وټاکي.

    دغه قامي حکومت دې لويه جرګه را وغواړي او ټولټاکنې دې اعلان کړي. د درغلۍ نه پاک ټولټاکنو د پاره کۀ لويه جرګه غواړي نو يو موقتي امن حکومت يا دولت ساز کړي. درېم پړاؤ کښې دې پۀ مستقل اوربند او ډزبندۍ لوظنامه وشي. پۀ څلورم پړاؤ کښې دې د اولسمشرۍ يا صدارت او پارلېمان ټولټاکنې او انتخاب وشي او پۀ پينځم پړاؤ کښې د ټولټاکنو پۀ پايله کښې د افغانانو يونمائنده حکومت منځ ته راشي. دغه حکومت تراوسه شوې ټولنيزه اقتصادي او سياسي پرمختګ هم پۀ مخکښې بوځي او دافغانستان د بياودانۍ کار د پاره نړېواله او سيمه ايزه مرسته هم ترلاسه کړي.

    اولسمشر اشرف غني ډېر پۀ صراحت دا خبره څرګنده کړې ده چې د سولې د پروسې دې چارچوکاټ کښې پۀ موجوده نظام او انتظام کښې چې افغانانو کوم پرمختګ کړے دے هغه پۀ هېڅ حال کښې له لاسه نۀ اوړلے کېږي. پۀ بشريٰ حقونو به هېڅ قسمه مصلحت نۀ کېږي. بلې غاړې ته طالبان د ټاکنو نظام يا دانتخاباتو جمهوري نظام ته غاړه نۀ ږدي. د اولس د نمائندګۍ پۀ بنياد د اولس ټاکلے شوے حکومت د طالبانو پۀ مفکوره کښې ځاے نۀ لري. دې سره طالبان د ښځوټولنيز، اقتصادي، کلتوري او سياسي رول نۀ مني. دغسې طالبان د بشريٰ حقونو مهم اړخونو نه انکاري دي. هم دغه وجه وه چې طالبانو وفد د ترکيې رابللے شوي کانفرنس کښې ګډون ونۀ کړو او دغسې دسولې د پاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو عمل د ځنډ ښکار شو.

    کۀ پۀ زير وکتے شي نو د اولسمشر ډاکټر اشرف غني د سولې د پروسې دغه چارچوکاټ اسان هم دے او قابل عمل هم. دغه چارچوکاټ کښې د افغان اولس د نمائندګي حق، د بشري حق، د استقلال حق، د خپلواکۍ حق، د اقتصاد حق، کلتوري حقونه او سياسي حقونه ټول خوندي پاتې کېدے شي او پرمختګ کولے شي. کۀ امريکه، چين، پاکستان، هند او روس د دې چارچوکاټ مرسته وکړي نو افغانستان کښې زر ترزره اوربند او ډزبندي هم وشي او دوامداره سولې د پاره به لار هم خلاصه شي. افغانستان کښې د سولې د پروسې کاميابي به د منطقې ملکونه او هېوادونه سره خپلوکښې پۀ اقتصادي،تجارتي، کلتوري او سياسي توګه وتړي. د سويلي اېشياء، مرکزي اېشيا، غربي اېشيا او منځني ختيز کښې ګڼ شمېر هېوادونه پۀ دې قانع شي چې د خپلو اولسونو د سوکالۍ او سياسي مفاداتو د پاره به د شخصي ملېشو دکارولو ضرورت پاتې نۀ شي. د شخصي ملېشو د ودرولو او پراکسي جنګونو د پاره به د مذهب سخت دريزه توجيهه او تعبير کارولو د پاره د پاې ټکے کېښودے شي. د دې اغېز به دا وي چې د ترهه ګرۍ او جنګ کاروبار به ورځ تر ورځه پۀ ختمېدو شي، د نشه اي توکو، ګاډو او انسانانو سمګلنګ د پاره به ترغيبات او ضرورت ختم شي. د دې پۀ ځاے به د مرکزي اېشيا نه پټرول، ګېس او بجلي او د سويلي اېشيا نه دتعميراتو مصنوعات، دوايانې، اوسپنه، مصالحه جات، ورېژې، خوراکي اجناس او پلاسټکي مصنوعات د افغانستان پۀ لاره اوړي راوړي. د افغانستان نه به مېوې پۀ ارزانه بيعه ټولې سيمې ته رسي. دغسې به د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته اباد پښتون افغان اولس د تجارت او روزګار يو نوې دوره کښې داخل شي. د ارزانې بجلۍ او برېښنا او ارزان ګېس لۀ وجې به پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان کښې کارخانې او فيکټريانې جوړې شي او د دغه مصنوعات د ترسيل او تجارت د پاره به پېښور، ننګرهار او کابل مرکزونه وګرځي. پېښور ،جلال اباد او کابل به د جنوبي اېشيا او مرکزي اېشيا د تجارت او کاروبار دروازې وګرځي. د جنګ او ترهه ګرۍ ضرورت به ختم شي. پښتانۀ به بسياره روزګار او کاروبار ولري. افغانستان به اباد، سوکاله، جمهوري او خپلواکه شي، پاکستان او هند به هرکال پۀ اربونو ډالره ګټه کوي. چين، روس او امريکه به مجبور شي چې دا خاوره د پراکسي جنګونو پۀ ځاے د تجارت دپار پۀ کار راولي.

    کۀ خداے مۀ کړه داسې ونۀ شوه او د سولې د پروسې دغه چارچوکاټ د منطقې هېوادونو ټول پۀ ټوله رد کړو نو ددې مطلب به دا وي چې افغانستان کښې به يو بل خونړے جنګ شروع شي. د افغانانو کډوالي به يوځل بيا تنده شي، د وينې رودونه به يوځل بيا بهېږي. پاکستان به حسب معمول د پښتنو د قامي شناخت د ويلي کولو افغانستان کښې د هند د رسوخ دکمولو او کابل کښې د خپلې خوښې د حکومت قائمولو د پاره د طالبانو د انتهاګرې شخصي ملېشې مرسته زياته کړي. د طالبانو د مرستې د پاره به د ترهه ګراو انتهاګرو د تنظيمونو منظم کولو سهولت کاري زياته شي، دطالبانو تربيتي مرکزونه به نور زيات شي، پښتونخوا او بلوچستان کښې به طالبانو د پاره د چنده مهمونه ګړندي شي، پنجاب، بلوچستان او پښتونخوا کښې به د مذهب د انتهاګرتوجيهاتوغږونه زيات شي، پښتونخوا او بلوچستان کښې به ترهه ګر بريدونه زيات شي. د پاکستان اوپۀ خصوصي توګه د پنجاب ميډيا کښې به د طالبانو دکارنامو او فضيلتونو قيصۍ شروع شي. د نشه اي توکو او وسلو کاروبارونه به زيات شي. او دغسې به يو بل پښتون افغان نسل د جنګ او ترهه ګرۍ دکاروبار خشاک شي. کۀ پاکستان، ايران، هند، روس، چين او امريکې پۀ افغانستان او جنوبي او مرکزي اېشيا پۀ لارودغه پراکسي جنګ ته هوا ورکړه نو دپاکستان د توانايۍ، د مصنوعاتو د برامد او دهراړخيزتجارت لارې بندې شي، د ترهه ګرۍ اور به پنجاب او کراچۍ ته ورسي او د پاکستان اقتصاد به پۀ ټپو کښېني. د پراکسي جنګونو دغه لړۍ به ارومرو د چين او امريکې پراکسي جنګ ته رسي. دچين د بشپړه سرمايه کارۍ د پاره به دغه سيمه ايزې لارې غېر محفوظ شي. مرکزي او جنوبي اېشيا سره به د چين دسرمايه کارۍ تړون ته به لوے زيان ورسي. سيمه کښې به د بېن المللي ترهه ګرۍ د نيټ ورک او سنډيکېټ امکان راولاړ شي. د څۀ له وجې به چې د يورپ او امريکې امنيت ته لوے خطر پېدا شي. د اور دغه تراسمانه رسېدونکې غرغنډې به بيا دسمندرونو پولې پۀ خآطر کښې نۀ راولي. يا د امريکې او پاکستان ترمنځه د لوظنامې ترمخه د امريکې د پاکستاني جنګي اډې کارولو اجازه به ارومرو د پاکستان او ايران او دپاکستان او چين ترمنځه ستراتيژيکي شخړې رامنځته کوي. دغسې د پاکستان او هند ترمنځه به يو ځل بيا دغه ستراتيژيکي جګړه تندېږي. د امريکې او روس ترمنځه به هم بيا پۀ نوي نوي شکلونو جګړې نښلي، کۀ وکتے شي نو دا يوه ډېره بوږنونکې سيمه ايزه ننداره ده. دې کښې يو خبر دا منځ ته راغلے دے چې د برطانيې پۀ هڅه د پاکستان او افغانستان ترمنځه اوس اوس يوه امنيتي لوظنامه لاس ليک شوې. هر څو کۀ دغه لوظنامې ته د افغانستان ميډيا او انټلېجنس د شک پۀ نظر ګوري خو بيا هم دغه لوظنامه د دوه اړخيزې مرستې يو امکان زېږولے دے.

    افغانستان کښې د سولې د پروسې اود منطقې د هېوادونو روڼ مستقبل د پاره او د سيمه ايز اولسونو د سوکالۍ د پاره بايد ټول ملکونه او ټول اولسونه د افغانستان د منتخب حکومت او متخب اولسمشر د چار چوکټ د زړۀ لۀ خلاصه مرسته وکړي. لره او بره پښتونخوا کښې بايد ملت پال ګوندونه او مدني ټولنې يو غاړې ته خپل اولسونه د سيمه ايز تړون او بېلتون او مرستې او قبضه ګرۍ د فرېم ورکونو اغېزونو او اثراتو نه اګاه کړي او بلې غاړې ته د سيمې رياستونو پۀ خصوصي توګه پاکستان او بېن الاقوام باندې فشار راوړي چې افغانستان کښې د سولې چارچوکاټ حمايه کړي، دسمدستي او دايم اوربند مطالبه وکړي، د افغانستان د خپلمنځي خبرو اترو سهولت کاري وکړي، افغانستان او سيمه کښې د شخصي او انتهاګر ملېشو دکارونو د رژيم پۀ سختۍ غندنه وکړي. او د دې خلاف پۀ مستقله توګه غږ پورته کوي او د يو جمهوري، اسلامي، خپلواکه اومعتدل افغانستان تعمير کښې فکري او سياسي مرسته وکړي، د پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان روښان فکره او ملت پاله ګوندونه ، اېنټلجنسيااو مدني ټولنې بايد دهغه پروپېګنډو لاره ونيسي کومې چې انټرنېشنل او پاکستاني ميډيا کښې د افغانستان د منتخب حکومت پۀ ضد روانې دي. د پاکستان او پنجاب ميډيا نه مسلسل دا پروپېګنډه کېږي چې طالبانو افغانستان کښې پۀ ډېرو علاقو قبضه کړې ده. دا خبره د حقيقت نه هغومره لرې ده څومره چې دا خبره د حقيقت نه لرې وه چې تحريک طالبان پاکستان پۀ اسلام اباد او پنډۍ قبضه کړې ده. د افغانستان د ټولو ولايتونو اوصوبو ټول دارالحکومتونه د افغان دولت اختيار کښې دي. د افغانستان ټولې پولې د افغان حکومت اختيار او انتظام کښې دي. د افغانستان ټول وزارتونه او ادارې د افغانستان د حکومت واک کښې دي. دافغانستان فوځ يا ملي اردو د حکومت له غاړې ټاکلے شوي کمانډ اېنډ کنټرول سسټم لري. د افغانستان پوليس قوي ادارتي فعاليت لري. د افغانستان يوضلع يا اولسوالي هم پۀ مستقله توګه دطالبانو واک کښې نۀ ده پاتې شوې.

    دپاکستان او پنجاب ميډيا کښې يوه بله دروغژنه پروپېګنډه دا کېږي چې پاکستان کښې ترهه ګربريدونه د افغانستان له غاړې کېږي اودا چې د افغانستان حکومت د دغه ترهه ګر تنظيمونو پۀ ضد کارروايۍ نۀ کوي. حقيقت دا دے چې د افغانستان پۀ لرې لرې علاقو کښې چې د تحريک طالبان پاکستان کوم غړي استوګن دي د هغوي خلاف د افغانستان حکومت موثر کارروايانې کړې دي.

    مولانا فضل الله هم دغه کارروايو کښې له منځه تلے دے. د پاکستان خلاف بريدونه کوونکي غټ غټ کمانډرانو کښې زياتره غټ کمانډران يا خو د ډرون حملوکښې مړۀ شوي دي او يا دافغان حکومت کارروايانو کښې. د دې برعکس د پاکستان حکومت لا تراوسه پۀ افغانستان کښې ترهه ګر بريدونه کوونکي د طالبانو کۀ د پېښور شورا ده اوکۀ د کوئټې شورا، د هغوي خلاف ئې يو کارروائي هم نۀ ده کړې. پاکستان پۀ ٧٥ ارب روپو دغه خاردار تار د څۀ دپاره ودرولے دے؟

    افغانستان کښې د سولې د پروسې پۀ مخکښې تللو سره دټولې سيمې هېوادونو کښې دامن او سوکالۍ زېرے دے. د پاکستان او افغانستان ترمنځه د لس اربه ډالره د دوه اړخيزه تجارت امکان پۀ مستقله توګه موجود دے. او افغانستان کښې د سولې پروسه هله کاميابېدے شي چې دا پروسه دافغانانو له اړخه وي، د افغانانو واک کښې وي او دافغانانو د پاره وي. دافغانانو منتخب حکومت جائز حق لري چې د افغانانو د پاره خبره وکړي. د افغانستان د منتخب حکوم او منتخب اولسمشر پۀ شا ودرېدل وي.

  • د اسلام اصلاح المعاشره او انجمن اصلاح الافاغنه – مولانا خانزېب

    د اسلام اصلاح المعاشره او انجمن اصلاح الافاغنه – مولانا خانزېب

    انساني ټولنه پۀ تاريخ کښې د مختلفو ارتقائي پړاوونو نه راتېره شوې او د پرمختګ ډګر ته رسېدلې، د يوې ټولنې دننه پرمختګ او بدلون بالکل يو فطري عمل وي چې دغه د يو حال نه پۀ بل حال اوړېدل کوم اتفاقيات نۀ وي بلکې د دې شاته يو څۀ اسباب او علتونه وي . تقدير او تدبير د خداے خوښه ده خو پۀ تقدير ايمان او پۀ تدبير کولو انسان مکلف دے، تدبير د تقدير پۀ عقيده پرېښودل د تقدير نه انکار دے، تقدیر د خداے پرېکړه ده او تدبير د انسان . انسان چرې هم خداے اوچ کاڼے نا بلکې مختار او صاحب اراده ګرځولے، هم دغه تدبير د قران پۀ اصطلاح کښې پۀ عزم او اراده او د خداے د پېغمبر پۀ عمل کښې د خداے پۀ خدايۍ د باور پۀ نامه ياد شوے چې پۀ انساني تدبر، اراده او عمل ولاړ وي . د انساني ټولنې دغه پرمختګ او بدلون پۀ نظر کښې ساتل او دغه عېن فطري عمل د خپلې ټولنې پۀ حق کښې ګټور ګرځول د يو ټولنې دننه د پوهانو او د خاورې د رشتيني خلکو کۀ يو اړخ ته ذمه واري وي نو بل اړخ ته د هغوي او د هغه ټولنې د اجتماعي شعور نفسياتو او د نوي کهول د جذبې ازمېښت هم وي . کۀ پۀ دغه مهم ارتقائي ډګر کښې د يوې ټولنې باشعوره خلک ناراستي وکړي، تش د تقدير د ،کړس ،پۀ ډاډ ډډه ووهي نو بدلون خو بۀ خامخا راشي خو ډېر پۀ بدرنګ او ناهيلي شکل کښې.

    کۀ مونږ د ټولنې د اصلاح پۀ اړه د اسلام د نظره خبره وکړو نو څومره هم چې پېغمبران رالېږل شوي دا پۀ حقيقت کښې د خپلې ټولنې مصلحين هم وو او سياست مدار هم؛ هم دغه د اصلاح عمل ته پۀ يو حديث کښې هم اشاره شوې ،”كَانَت بَنُو إسرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبياءُ”، د بني اسرائيلو سیاست مدار دا بۀ پېغمبران وو کۀ دا حديث يو اړخ ته مونږ ته د اسلام د ټولنې د اصلاح پۀ اړه اهميت راڅرګندوي نو بلخوا داد پېغمرانو پۀ شان د سپېځلو خلکو د سياست پۀ شان د يو ټولنيز عمل ارزښت او درناوښت هم جوتوي . دا حديث او د اسلام د سياست د اهميت پۀ اړه دريځ هغه چا ته ډېر جوت جواب دے چې څوک د خپلو سیاسي موخو لپاره يوه ټولنه غېر سیاسي کوي او پۀ سياست ډول ډول تورونه لګوي . هم دغه راز سياست چې د واک او اقتدار نه زيات د اصلاح عمل دے، هغه خلکو ته دا ښکاره کوي چې څوک د ټولنيز اصلاح پېغمبرانه عمل شاته غورځوي او د اسلام تعبير تش د څوکۍ او واک پۀ لاس کښې د اخستلو نه تعبير کوي ځکه مونږ دا ګڼو چې د اسلام دغه د واک او زور اړخ بې حکمته تعبير کولو پښتنه ټولنه او د نړۍ دننه پۀ ډېرو ټولنو کښې ستونزې پېدا کړي چې مقصد پکښې د خلکو خپلې ګټې وي او بدنامي د اسلام د سپېځلي دين پۀ برخه کړي. هم دغه راز دا حقيقت هم څرګندېږي چې د پېغمبرانو کار د څوکۍ او واک اخستل نۀ وو بلکې د ټولنې اصلاح کول وو، دغه د اصلاح پۀ تعبير ټول پېغمران بيا کامياب بلل شي خو کۀ مونږ د خپلو سياسي موخو لپاره سياست تش واک وګڼو نوپۀ نتيجه کښې د زیاتره پېغمبرانو ناکامي بۀ ثابت شي ځکه د شمار د يو څو پېغمبرانو نه پرته کوم پېغمبر واک ترلاسه کړے خو حقيقت دا دے چې سياست يو ټولنيز اصلاحي عمل دے چې واک پکښې پۀ خپل وخت ارزښت لري؛ کۀ واک پۀ يو قامي طبقاتي مبارزه کښې راشي هم ډېره ښۀ خو کۀ رانۀ شي نو واک چرې هم نصب العېن نۀ وي . هم دغه راز کۀ مونږ راشو د قران د اصلاح تعبير ته نو د خداے د پېغمبر د مکې ژوند د دې شاهد دے چې پۀ مکه کښې ټول پۀ ټوله د پېغمبري خوارۍ مقصد د ټولنې او افرادو اصلاح وه او هم د دغه ټولنيز اصلاح برکت ؤ چې د خداے د پېغمبر خبره تر مدينې ورسېده، حال دادے چې د خداے پېغمبر مدينې ته لا تلے هم نۀ ؤ . د قران شروع د زده کړو پۀ حکم ده؛ پېغمبر ص ته معلم وئيل شوي دي، د اصحاب صفه پۀ شان خلک زده کړو ته کښېنول شوي وو چې د اصحاب صفه او انجمن اصلاح الافاغنه د ازادو مدرسو عمل او زيار بالکل ورته دي. د ټولنې اصلاح څنګه راځي پۀ دې اړه د قران خپل اصول او لار ښودنې دي چې پۀ هغې کښې اول مخاطب د انساني ټولنې وګړي ګرځوي . اسلام د ټولنې بنسټ فرد ګرځوي، د فرد نه افراد او بيا ټولنه جوړېږي، هم دغه لامل ؤ چې د خداے پېغمبر کلي پۀ کلي او کوڅه پۀ کوڅه پۀ خلکو پسې ګرځېدلے . د رياست يا قوت نافذه شکل پۀ ټولنه کښې ډېر وروستو وي ، چې ترڅو د افرادو اصلاح و نه کړے شي نو کله هم يو قام يوه ټولنه پۀ شعوري ډول پۀ خپلو پښو ټينګه ولاړه نۀ شي پاتې کېدې. پۀ سوره بقره کښې خداے پاک د بني اسرائيلو د مذهبي مشرانو غندنه پۀ دې ټکو کوي چې خپله اصلاح نۀ کوي او نورو ته وېنا کوي ، “اتامرون الناس بالبر وتنسون انفسکم” . ترجمه . نورو ته خو د ښۀ بلنه ورکوئ خو پۀ خپله مو ځان هېر کړے؛ هم دغه راز شاه ولي الله د سوره بقره پۀ اړه وائي چې پۀ دې لوے سورت کښې خداے پاک درې غټې خبرې د انساني ټولنې د اصلاح پۀ تړاؤ کړي ؛يو تهذيب نفس ، دوېم تدبير منزل، او درېم سیاست مدني ! مولانا عبېد الله سندهي د ټولنيز اصلاح پۀ اړه وائي چې درې کاره لازم وي نو هله بۀ يوه ټولنه اصلاح کېږي؛ يو ، ګوند جوړول ، دوېم ،نصب العېن ټاکل، او درېم، تګ لاره او پروګرام جوړول چې منزل ته مزل اسان او لنډ شي. کۀ مونږ خبره وکړو د پښتون قامي تحريک پۀ اړه نو لکه د نړۍ د ډېرو قامونو پۀ شان پښتانۀ هم د تاريخ پۀ اوږدو کښې خپل د قامي تاريخ جورې ريښې لري چې د پير روښان نه واخله تر باچا خان پورې غځېدلې او خورې شوي خو د قامي تاريخ پۀ دغه تسلسل کښې د ټولو نه منظم سائنسي سياسي او د ټولنيز اصلاح کوم اړخ چې پروت دے نو د هغې شروع د شلمې پېړۍ پۀ درېمه لسيزه پۀ وړومبي د اپرېل پۀ کال ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ شکل د باچا خان پۀ مشرۍ کښې سره د ډېرو ملګرو شوې. باچا خان د پښتنې ټولنې يو ستر نبض شناس ؤ، هغۀ د خپلې ټولنې کره کتنه د خپل تاريخ جغرافيې او نفسياتو پۀ رڼا کښې کړې وه، د خپلې ټولنې ټولنيز رنځونه هم ورته معلوم وو او د هغې د درملنې لار او ګودر هم ورته معلوم وو . کله چې پۀ ۱۹۱۰ کښې تر د ۱۹۱۵ پورې حاجي صېب د ترنګزو د پېرنګي د مشنري سکولونو پۀ ضد د ازادو مدرسو کار پېل کړو نو باچا خان ورسره پۀ دې کار کښې کلک مرستيال ؤ . ډاکټر سهېل پۀ دې اړه وائي چې د ترنګزو باباجي د ازادو مدرسو کار پۀ حقيقت کښې د مولانا فضل محمود مخفي د سوچ او سیاسي تدبر نتيجه وه او “انجمن اصلاح الافاغنه” د مخفي صېب د ارمانونو جنج ؤ چې دغه د ټولنې د اصلاح کار ته ډېر پۀ تنظيمي ډول کار ووئيل شو. مولانا او باچا خان دا ګڼله چې د پښتنو د ټولنې د ټولو نه ستر رنځ جهالت دے چې د هغې لپاره تشې خبرې نا بلکې پۀ اولس کښې نېغ پۀ نېغه کار کول دي چې د ازادو مدرسو شکل ئې ډېر عملي شکل ؤ . باچا خان پۀ دې اړه ليکي چې کله مونږ پۀ ۱۹۲۰ کښې افغانستان ته پۀ هجرت لاړو نو پۀ دغه کار کښې ستونزې راغلې نو ما غوښتل چې زۀ خپل تعليمي کار ته پام وکړم نو د افغانستان نه د باجوړ پۀ لور د ملګرو سره راغلم . ولي خان پۀ خپل کتاب،”باچا خان او خدائي خدمتګاري” ،کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ اړه ليکي چې باچا خان د افغانستان نه پۀ راتلو خپل تعليمي کار ته پام راواړولو او دا ځل ئې پۀ منظم ډول کار پېل کړو؛ پۀ اتمانزو کښې ئې د سيمې د مشرانو يوه لويه غونډه وکړه او د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنسټ ئې کېښود؛ موخه ئې دا وه چې دوي بۀ د پښتنو بچو لۀ تعليم ورکوي، د پښتنو ترمېنځ دشمني ختمول، د پښتنو د معاشرې اصلاح کول او پۀ پښتنو کښې اتفاق او ورورولي پېدا کول ئې ستر مقصدونه وو. هم دغه راز ولي خان د خدائي خدمتګار تحريک پۀ اړه هم وائي چې دا کوم ګوند نۀ ؤ بلکې د پښتنو ورورولي وه چې بنسټ او منشور ئې اسلام او پښتونولي وه . پۀ اتمانزو کښې د وړومبي ازاد اسلاميه سکول بنسټ کېښودل شو، د اتمانزو د پريچ خېلو حاجي محمد اکرم سکول لۀ ځاے ورکړو، زۀ لا د پينځو کالو هم نۀ وم خو زۀ پۀ دغه سکول کښې د زده کوونکي پۀ حېث کښېنول شوم بل راسره مظفر نومې هلک ؤ چې د قادري ټانګي وال ځوے ؤ، پۀ ټوله سيمه کښې د انجمن ښاخونه جوړېدل او د سکولونو کار خور کړے شو. باچا خان او ملګري بۀ پۀ دورو تلل او پۀ پښتنو کښې د تعليم شوق پېدا کړے شو، سکولونو کښې هلکان ډېر شو، استاذان د تنخاه نا بلکې د خدمت پۀ جذبه بۀ راتلل، پښتنو تعليم ته مخه وکړه، يو خاموش انقلاب پۀ پښتنو کښې راغے، باچاخان زر ونيول شو، درې کاله زنداني شو خو د انجمن کار روان ؤ . ډاکټر سهېل د ترنګزو باباجي د مدرسو شمېر تر پينځۀ دېرش پورې ښائي او ځنې څېړنکار تر اويا، هم دغه راز د انجمن اصلاح الافاغنه د ازادو سکولونو شمېر هم د سلو نه د پاسه ؤ . د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ اړه باچا خان پۀ خپل کتاب کښې ليکي!

    د افغانستان او ازادو قبائيلو حالت چې مې وليد او پينځلس کاله مې پۀ هندوستان، پۀ قبائيلو او افغانستان کښې ،غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې ،انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے . انقلاب د سړې سينې کار دے،انقلاب عمل او پوهه غواړي . انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربیت اوکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي . د انقلاب لپاره د اشخاصو ضرورت وي . تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري څومره پۀ جوش راوتلي وو او لاړ خوارۀ وارۀ شو.

    نو کښېناستم او د ځان سره مې فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زموږ دقام نۀ د تجارت خواته توجه شته، نۀ د صنعت خواته، نۀ د زراعت خواته او نۀ دتعليم خواته .

    پۀ رسمونو رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي او پۀ خانه جنګيو اخته دي.

    داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے، خو دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول هم غواړي چې سیاسي شعور پکښې راشي او دا کار يوه پرامنه فضا غواړي نو تر دغه وخت پورې زۀ هم پۀ دغه عقیده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي او تشدد راته انقلاب ته نزدې او دکاميابۍ لار ښکارېده .خو د تجربې نه پس راته معلومه شوه چې دجنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس شم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بنا بۀ کار کوم، اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت دپاره قامي مدرسې جوړوم نو ځکه اتمانزو ته راغلم چې د هغه مدرسو د بېرته جاري کولو کوشس مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې.

    ما بۀ پۀ خپله هم ماشومانو ته سبق وئيلو ځکه چې تنخاګانې مونږ ته يوه ستونزه وه، د سکولونو استاذان به رانه پېرنګي وېرول او د ډېرې تنخا پۀ لالچ به ئې بل ځاے ته بوتلل، ددې هرڅۀ سره مونږ همت نه بائيللو او پۀ خلکو کښې مو ژوند پېدا کولو. “انجمن اصلاح الافاغنه” پښتانۀ د زده کړو سره بلد کړل او پښتنه ټولنه ئې پۀ شعوري ډګر ډېره مخکښې بوتله، هم دغه لامل دے چې نن پۀ پښتونخوا کښې څومره هم سياسي قامي شعور دے نو داد قامي تحريک برکت دے، پۀ افغانستان کښې دغه شان قامي تحريک او ستر خلک نۀ دي پاتې شوي نو نن هم د افغانستان ټولنه پۀ قبائيلي ساخت ولاړه ده او د سیاسي شعور نه ډېره لرې ده ځکه علم د ټولنې بنسټ ګر دے، پۀ پخوانو ټولنو کښې علم تش د يو خاص طبقې حق ؤ، عام اولس بۀ ددې حق نه محروم ؤ، د باچا د بچو لپاره بۀ خاص اتاليق ټاکل شوے ؤ. کوم وګړي بۀ چې پوهه خوروله هغه به مجرم ګڼل شو، لاسونه او ژبه بۀ ترې پرېکول شوه او يا بۀ پۀ تېزندي کول شو. پۀ انګلستان کښې تر د 1663پورې د کتاب ليکونکو ته د مرګ سزاګانې ورکول شوې . پۀ دغه کال کښې يو سړي يو کتاب ليکلے ؤ خو د ليکوال نامه پرې نۀ وه . پۀ دغه کتاب کښې يوه کرښه دا وه چې ( باچا اولس ته جوابده دے، کۀ چرې باچا د اولس استحصال او ځبېښاک کوي نو اولس ته د بغاوت حق دے ) چارواکو د پبلشر ،جون ټائن نه د ليکوال پوښتنه وکړه، هغۀ ليکوال نۀ ښودلو، دا تکړه والے هم د کتاب پۀ سبب پۀ دغه سړي کښې راغلې ؤ، د کتاب چاپ کولو پۀ جرم کښې جون ټائن تېزندي کړے شو. د سقراط د وژلو پۀ جرمونو کښې لوے تور دا لګول شوے ؤ چې دې د نوي کهول ذهنونه ګمراه کوي .

    زما د “انجمن اصلاح الافاغنه” د کار او زيار پۀ اړه يو خپل نظر دے او هغه دا چې يو خوا کۀ دا پۀ ظاهره سماجي تحريک ؤ خو پۀ حقيقت کښې دا سياسي غورځنګ هم ؤ ځکه چې سياست او سماج سره مونږ چرې هم نۀ شو بېلولے او کۀ څوک سياست او سماج سره بېلوي نو بيا هغه يوه اېن جي او خو کېدې شي خو سياسي قامي تحريک چرې هم نه ! دوېم دا چې “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ حقيقت کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ نه وړاندې د اولس د سياسي روزنې او چمتووالي يو زبردست د تېارۍ پړاؤ ؤ، درېم دا چې د “انجمن اصلاح الافاغنه” طرز او طريقه هم د خداے د پېغمبر د مکي ژوند پۀ طرز وه چې د خداے د پېغمبر د مکي ژوند د عربو د سماجي کلتوري رنځونو او د شلمې پېړۍ د پښتنو د ټولنې پۀ تاريخي ،تقابل ،کښې ډېر کم توپير دے . عدم تشدد هم د دغه وخت نه د باچا خان او د پښتنو د مقابلې لويه وسله وه تر دغه دمه باچا خان نۀ ګاندهي ليدلے ؤ او نۀ د کانګرس سره ئې کومه اړيکه وه ځکه دا خبره پۀ تاريخي توګه ناسمه ده چې باچا خان د ګاندهي نه دغه فلسفه اخستې وه.د باچا خان او د هغۀ د غورځنګ د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر خدائي خدمتګار نظريه پۀ عدم تشدد ولاړه وه، د عدم تشدد دغه فکر هم د قران د دې اېت نه اخستل شوے چې ، یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوةِؕ- ، اے د ايمان والو ! مرسته واخلئ پۀ مونځ او صبر سره؛ دغه هم د عدم تشدد مقصددے ځکه چې جمله مفسرين پۀ دې اړه اتفاق لري چې صبر پۀ درې ډوله وي ،صبر علي المصیبت ، صبر عن المعاصي ، صبر علی الطاعات ، د دغه درې واړه ټينګښت خلاصه پۀ هر ډول سخته کښې ثابت قدم او باوري پاتې کېدل دي چې د ظالم خلاف هېڅ ډول پۀ شا کېدل نه او د هغۀ د تېري پۀ زغم او حوصله سره مقابله کول دي . عدم تشدد د ظالم پۀ ضد چپ کېدل او جواب نۀ ورکول دي لکه څنګه چې باچا خان پۀ خپل کتاب کښې پۀ خپله ددې خبرې سپيناوے کړے چې عدم تشدد لکه د حضرت عيسی مونږ دا نه ګڼو چې ظالم يو پړق درکړي او ته ورته بل مخ ونيسه بلکې عدم تشدد مزاحمت دے خو پۀ دليل او ژبه سره مقابله ده هم دغه راز زما پۀ فکر عدم تشدد د حضرت عيسی د وېنا مطابق تسليم کېدل نۀ دي بلکې عدم تشدد لکه د قابيل پۀ مقابله کښې د هابيل مزاحمت دے چې کله هابيل، قابيل ته وائي چې زۀ پۀ تا لاس وړومبے نۀ وچتوم، زۀ ستا د مرګ اراده نۀ لرم خو کۀ تۀ پۀ ما ګذار کوې نو زۀ بۀ خپل مدافعت کوم چې دا يو ډېر مناسب او موزون تشريح او جواب دے.پۀ قران کښې کۀ مونږ وګورو نو بېشمار ايتونه د صبر، معافۍ او د زغم تلقين کوي، ډېر کم ايتونه پۀ خپل محل او موقعه او لوازماتو سره د جهاد تلقين کوي خو کۀ د مفسرينو او احاديثو وېناوې وګورو نو جهاد هم پۀ حقيقت کښې د ژبې او وېنا کوشش ته وئيل شوے،وسلواله مبارزه پۀ قتال سره ياده شوې چې دا حقيقت جوتوي چې د قران حقيقي تعبير هم د عدم تشدد د تعبيراتو سره سمون خوري او وسلواله جګړه تش د رياست او يا ډېر پۀ محدود شکل د ټولنې پۀ يو ځانګړي حال کښې حق بولي. هم د عدم تشدد فکر او غورځنګ دے چې د دشمن پۀ ضد پۀ عقل دليل، پۀ قامي بېدارۍ د دشمن بيانيه پۀ دلیل سره د رسوا کولو، د دشمن پۀ سترګو کښې سترګې ورکول، پۀ اولس کښې سياسي بېدارۍ د زورور مخې ته د ودرولو توان او حوصله او د هر ډول زور او جبر پۀ ضد ډاډه زړۀ د قام پۀ مټ او ملاتړ خبره کول، د رياست د جبر مخې ته ډال کېدل د رياست د تشدد تګ لارې چېنلج کولو ته عدم تشدد وائي. د قام دننه قامي شعور بېدارول او د قام خور وور لښکر تنظيم کول چې هروخت ځان د اصلاح کولو سره سره د قامي ګټو لپاره د قامي نظريې پۀ زور چمتو ودرول وي. هم د دغه قامي غورځنګ لپاره باچا خان او د هغۀ ملګرو د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر د خدائي خدمتګار او بيا تراوسه پۀ مختلفو ډولونو پۀ ټولنه کښې نېغ پۀ نېغه کار کړے ؤ او پۀ عملي توګه د پښتنو هرې سیمې، کلي، حجرې جومات او ډبې ته پۀ خپله رسېدلي وو او د قام د شعور سويه ئې جګه کړې وه .

  • جنګ ځپلے افغانستان د يو بل ازمېښت سره مخ – شميم شاهد

    جنګ ځپلے افغانستان د يو بل ازمېښت سره مخ – شميم شاهد

    د جنګ ځپلي هېواد افغانستان د ارتلونکي پۀ اړه يو ځل بيا د افغان اولس پۀ ځاے يو شمېر بهرني ملکونه او قوتونه پۀ خبرو اترو او پټ پټ سازشونو کښې بوخت دي . د دې ملکونو او طاقتونو کوشش دا دے چې د خپلو خپلو بدرنګه موخو ترلاسه کولو لپاره د خپلو او پرديو لۀ سازشونو پۀ ذريعه د روان جنګونو لۀ وجې تباه شوي خلکو پۀ ا ړه فېصله وکړي . اوس اوس کۀ يو خوا امريکې دا وئيلي چې د مۍ د وړومبنۍ نېټې پورې د افغانستان څخه د امريکني پوځونو وتل مشکل دي نو بلخوا د امريکې دا هم خواهش دے چې پۀ افغانستان کښې اقتدار داسې يو نام نهاد حکومت ته وسپاري چې پکښې طالبان او ګلبدين حکمتيار هم شامل وي . کۀ څوک مني او کۀ نا خو دا يو حقيقت دے چې د روس خلاف د امريکې جنګ نه تر اوسه د اسلام پۀ پاکه نامه جنګ کوونکي د جهاديانو او طالبانو پۀ شان پراسراره تنظيمونه د امريکې د مفاداتو لپاره کار کوي او امريکې د دې قوتونو سرپرستي د بل چا نا بلکې د سعودي عرب او پاکستان د خفيه ادارو پۀ ذريعه کړې ده. د ماضي پۀ نسبت حالات اوس بېخي بدل شوي دي . د تېرو شلو کلونو راهسې امريکه اوس د نړۍ يواځينے سپر پاور دے. کۀ څۀ هم چين او روس ځان ډېر مضبوط او د امريکې حريفان مني خو پۀ عالمي سياسي، سېکيورټي او تجارتي ډګر دا دواړه ملکونه د امريکې مخکښې بې وسه پۀ نظر راځي. پۀ افغانستان کښې د خپلې خوښې د کارونو کولو نه پس اوس هم د امريکې دا کوشش دے چې پۀ افغانستان کښې داسې يو حکومت جوړ کړے شي کوم چې د امريکې د ګټو ساتنه کوي. د دې مقصدونو د ترلاسه کولو لپاره کۀ يو خوا د افغانستان جمهوري مترقي قوم پرست، روشن خيال او د امن پلويان قوتونه مفلوج کړے شوي دي نو دوېم پلو د جنګ ځپلي هېواد اولس د ډيورنډ کرښې لۀ وجې هم پۀ اذيت او مصيبت کښې دي. د برطانوي حکمرانانو د خوښې مطابق پښتانۀ اوس پۀ څرګنده توګه تقسيم کړے شوي دي او د برطانوي حکمرانانو د وفادارانو مرکز يعنې پنجاب اوس د جنګ مېدان پۀ ځاے د امن مرکز پۀ توګه مخې ته راوستے شي د کوم لپاره چې اوس د کشمير عارضي تقسيم پۀ باقاعده توګه مستقل تقسيم کښې بدلولے شي . دا هم يو حقيقت دے چې د نائن الېون نه مخکښې پۀ ټوله نړۍ کښې جنوبي اېشياء کښې يواځينۍ داسې يوه سيمه وه چې پکښې د امريکائي پوځونو اډې نۀ وې خو د دغه پېښې نه وروستو امريکه دلته راغلې ده . پۀ افغانستان کښې د مستقل اډو نه پس اوس امريکه د پاکستان، ايران او چين ګاونډي هېواد جوړ شوے دے. اوس دا کتل دي چې پۀ افغانستان کښې د ګلبدين حکمتيار، طالبانو او نورو سياسي، سماجي، مذهبي او قبائيلي ډلو پۀ نمائندګانو باندې مشتمل حکومت نه پس به د پاکستان، ايران او چين حالات پۀ کوم مخ ځي، في الحال د دې پۀ اړه څۀ وئيل مشکل دي . ماضي کښې چې کله د روسي پوځونو وتنه ترسره شوه نو هغه وخت د اقوام متحده او امريکه پۀ مشوره پخواني صدر شهيد ډاکټر نجيب الله څلوېښت کسيزه کمېشن ته د اقتدار منتقل کولو فېصله کړې وه خو هغه وخت جهادي او خودساخته افغان پوځي جرنېلان کوم چې د ايران پۀ مشهد ښار کښې ناست وو، دا فېصله او پرېکړه ناکامه کړې وه او د دغه سازش نه وروستو تر اوسه چې د افغانستان کوم حالات دي، هغه ټولو ته مخې ته دي. اوس د زياتره سياسي او مذهبي ډلو کوشش دا دے چې پۀ افغانستان کښې هغه کال ۱۹۹۲ حالات پېدا نۀ شي بلکې داسې يوه لار راوويستې شي چې پۀ نتيجه کښې ئې امن سره سره د مستقبل سياسي ډهانچه هم جوړه شي او چا ته هم د بغاوت او سازش موقع پۀ لاس ور نۀ شي. دسمبر کال ۲۰۰۱ کښې پۀ اقتدار کښې د راتلو نه پس پخواني صدر حامد کرزے پۀ هېواد کښې د مستقل امن لپاره داسې يوه فارموله جوړه کړې وه چې لۀ لارې ئې پۀ ملک کښې پۀ وړومبي ځل يو مرکزي نظام قائم شوے ؤ او د رياستي نظام چلولو لپاره پۀ ملک کښې د روايتي تاريخي لويې جرګې لۀ لارې يو متفقه ائين هم نافذ کړے شوے ؤ. خو بهرني قوتونو يعنې امريکې او اتحاديانو د مداخلت لۀ لارې څۀ لارې پرانستې پرېښې وې او اوس امريکه غواړي چې پۀ څۀ چل دجنګ او فساد دا ماهرين د حکومت نمائندګان کړي او اولس د دې اجرتي قاتلانو پۀ رحم و کرم پرېږدي. پۀ داسې حالاتو کښې د محب وطن افغان مشرتابه دا فرض جوړېږي چې هغوي نۀ صرف خپل مېنځ کښې يو شي بلکې پۀ يووالي سره د افغانستان مستقبل پرامنه، مستحکم او خوشال جوړولو لپاره کړنلاه هم خپله کړي ځکه چې د بهرنې نړۍ لخوا تود شوي جنګ نه دې هېواد ته د تباهۍ او بربادۍ نه پرته څۀ هم پۀ لاس نۀ دي راغلي.

  • ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل – ليک اوڅېړنه: پروفېسر نور احمد فطرت

    ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل – ليک اوڅېړنه: پروفېسر نور احمد فطرت

    پښتو ژبه يوه زړه تاريخي ژبه ده. دغه ژبه د ټولنې ټول ضرورتونه پوره کولے شي. پښتنوتل هڅه کړې ده چې خپله ژبه او پښتونولي وساتي.دغه لږه ساه چې نن پۀ پښتو ژبه کښې پاتې ده دا ټول د پښتنو شاعرانو او ځينو نوموړو ليکوالانو د زحمت پايله ده. دغه اديبانو د حکومت د سرپرستۍ او همکارۍ پرته د پښتو ژبې کتابونه، مجلې او ورځپاڼې چمتو کړي دي او د خپلو راتلونکو نسلونو پۀ چوپړ کښې ئې وړاندې کړي دي. انسانان د يو بل سره د خبرو پۀ وسيله پېژندل کېږي او معرفت پېدا کوي، د ټولنې د تکامل بهير پۀ ژبه سره مخي ته ځي وده کوي او راتلونکو نسلونو ته استول کېږي. د ژبو يادونه د فرهنګي سرمايې پۀ نامه شوې ده او ورته د ملي پنګې پۀ سترګه کتل کېږي. کله چې پۀ يوه ټولنه کښې د فرهنګ د ساتلو او د هغې د ودې خبرې کېږي نودا پۀ واقعيت کښې ژبه ده چې د ټولنې پرون او نن سره تړي او هغې ته وده ورکوي. هسې خو د تاريخ پۀ اوږدو کښې ډېرو خلقو مور پښتو ته چوپړ وهلے دے مګر ارواښاد بايزيد انصاري چې کوم کار پښتو ژبې ته کړے دے دا به تل ترتله د تاريخ برخه وي او پښتون ملت به د دۀ دغه د اخلاصه ډک زيار همېشه ياد ساتي او تل به د دۀ پۀ ښودله شوې لاريون کوي او هدف ته به ځان رسوي.

    بايزيد انصاري د پښتو او پښتنو لپاره بېخي زياتې کارنامې ترسره کړي دي . د دۀ پۀ برياو کښې يو ستر برياليتوب دا دے چې دۀ پښتو ته يوه پوره دوره ورکړله. د پښتو دادبي تاريخ د وړومبۍ دورې څخه کۀ تېر شو نو د پښتو ادبياتو د تاريخ دوېمه دوره پۀ بايزيد انصاري، د دۀ پۀ اولادۀ او د دۀ د مريدانو پۀ عملي کارنامو بشپړه کېږي. پۀ قول د زلمي هېوادمل “د پښتو ادبياتو دوېمه دوره چې منځني (متوسطه) دوره هم ورته وئيلے شو، د لسمې هجرۍ پېړۍ له اواسطو پېل کېږي او د څوارلسمې هجرۍ پېړۍ تر لومړيو دوه درې لسيزو پوې رارسي. د پښتو د ادبي تاريخ دوېمه دوره له لومړي دورې څخه پۀ هر لحاظ کامل توپيرونه لري. د دې دورې يوه عمده ځانګړنه دا ده چې مونږ د دې دورې بشپړ او مکمل ادبي او فرهنګي اثار پۀ واک کښې لرو. پۀ دې دورې پورې مربوط پۀ سوونو دېوانونه، پۀ سوونو اثار او پۀ زرونو اولسي سندرې له مونږ سره شته چې د پښتو د ادبي تاريخ د يوې سترې پانګې پۀ توګه هراړخيز بحثونه ورباندې کولے شو. دې دورې ته مونږ د منظمو اثارو دوره هم وئيلے شو او دا ځکه چې پۀ وړومبۍ دورې پورې مربوط اثار زياتره متفرق دي. د بايزيد د هلوځلو درې اړخونه ذهن ته راځي؛ يو د هغۀ د ښودنو ديني اغېزه ده، پۀ دغه اړه ئې مسلک اوس بس د تاريخ يوه برخه ده. منونکي ئې نشته، بل ئې جنګي اړخ دے. بايزيد د ژوند پۀ وروستي پړاو کښې لۀ مغلو سره جنګېدلے هم ؤ. د دۀ توره پۀ مېراث کښې د دۀ خپل اولاد ته پاتې شوې وه او هغوي ښۀ پۀ نره د مغلو خلاف کارولې وه. پۀ قول د خوږ ژبي شاعر دروېش دراني بايزيد پۀ پښتنو کښې يا د پښتون ملت پۀ تاريخ کښې د لوړ مقام حقداره پۀ دې دے چې پۀ لومړي ځل ئې اولس ته يوه داسې وسله وښودله چې تر دې وړاندې هغۀ نه وه کارولې، هغۀ تل توره کارولې وه او (دوي) پوهه وو چې پۀ توره د زخمونو تخم کرل کېدے شي. زخمونه کۀ هر څو وکرې مېوه ئې ډېره نۀ وي، د دغه کار لپاره هم زمکه بدلول پکار ده او هم تخم. هغۀ د انسان لپاره د تخم برابرولو اړتيا وليده او دغه کار ته ئې ملا وتړله او خپل کتاب ئې د کتاب پۀ بڼه پۀ دې نيت وړاندې کړو چې د پښتنو پۀ ذهنونو کښې “حرفونه” د تخم پۀ شان وکري. اوس نو دغه د ټولو پښتنو د ذهن زمکه هغه زمکه ده چې بايزيد د کولمبس پۀ شان تر ټولو وړومبے ورته را ورسېدۀ. کولمبس اروپايانو لره امريکا وموندله او بايزيد د پښتنو لپاره دغه زمکه پېدا کړه او د دغه زمکې د ودانولو لپاره ئې له کتابه کار واخست.

    بايزيد د خپلو خلقو د پوهولو د خپلې عرفاني لارې د تبليغ او عامو خلقو ته د ديني او شرعي احکاماتو دښودلو پۀ منظور پۀ پښتو، فارسي، عربي او هندي ژبو اثار وليکل. پۀ فارسي او پښتو ژبو يومنظوم او منثور اثار لري چې لۀ دغو څخه ئې ځينې اوس هم مونږ ته پاتې دي چې له هغو څخه “صراط التوحيد”، “مقصودالمومنين”، “فخرالطبالين”، “حالنامه”، “د رسم الخط رساله”، تذکره او فرحت المجتبي او “خېرالبيان” ډېر مشهور دي. د بايزيد روښان ډېر فهيم اثر خېرالبيان دے چې پۀ څلورو ژبو تاليف شوے دے. دا کتاب څلوېښت بيانونه لري. پۀ خېرالبيان کښې عقائد، شرعي احکام، عرفاني او اخلاقي مباحث راغلي دي. د حلالو او حرامو بيانونه، فقهي حکمونه او د عباداتو برخه پۀ دې کتاب کښې پۀ تفصيل سره بيان شوې ده. جناب محقق عبدالحي چې پۀ خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ (بشپړ) کښې پۀ مخ (٧٠٦) کښې د خېرالبيان پۀ حقله ليکي “د پيرروښان کتاب چې د پښتو ادب يوه غوره ذخيره ده، خېرالبيان نومېږي چې راورټي ئې نوم خوريان هم ليکلے دے اوس د دې کتاب نسخې خورا لږې دي او فقط يوه نسخه ئې د جرمني د ټونبګن پۀ کتاب خانه کښې شته چې ما ئې ذکر د مخه کړے ؤ. د دې کتاب متن پښتو دے او پۀ منځ منځ کښې ئې د قران شريف ايتونه يا ځينې احاديث او عربي معقولې او داسلافو خبرې پۀ عربي رانقل شوې دي او د دغو عربي برخو ترجمه پۀ فارسۍ ژبه پۀ حاشيه پۀ يوه بل خط چې د اصلي متن خط نۀ دے ليکلے شوے او د کتاب پۀ ابتدائي څو مخو کښې ځينې جملې د پنجابي ژبې هم شته چې دا به ضرور د پنجابي هغه لهجه وي چې جالندهر کښې وئيل کېدې”. (٣)

    د خېرالبيان د نامکملې نسخې سره سره يوه بشپړه نسخه د حېدر اباد دکن دسالارجنګ پۀ لرغونتون ( موزيم) کښې هم خوندي ده. د هند پۀ نسخه کښې ټول مضامين پۀ څلورو ژبو راغلي دي. د المان د نسخې له مخې پۀ ١٩٦٧ز کال پۀ پېښور کښې او پۀ ١٣٥٣هـ ش کال پۀ کابل کښې خېرالبيان چاپ شوے دے.

    د خېرالبيان يو متن قلندر مومندهم پۀ پېښور کښې چاپ کړے دے. د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د خېرالبيان تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې دا کتاب د پښتو ژبې پۀ موجوده نثر کښې د ټولو څخه زوړ نثر ګڼل کېږي. سره د دې چې د حبيبي صاحب د دعوې مطابق پۀ ٦١٢هـ کښې سلېمان ماکو د تذکره اولياء د نوم يو کتاب پۀ نثر مرسل کښې ليکلے ؤ او پۀ پښتو کښې د نثر نويسۍ دغه انداز تر ډېرې مودې مقبول او مروج ؤ. بيا محمد علي البسي پۀ ٧٥٠هـ مطابق ١٤٨٢ز کښې تاريخ سوري ليکلے ؤ، د دې دواړو کتابونو ذکر د محمد هوتک پۀ “پټه خزانه” کښې موجود دے. د خېرالبيان د پښتو ژبې لپاره دوېمه ګټوره ځانګړنه دا ده چې د دغه تر اغېز لاندې ميرزاخان انصاري، طلا ارزاني خېشکي، دولت لواڼي، واصل، علي محمد مخلص او داسې نورو روښاني شاعرانو او پوهانو پۀ پښتو کښې د علم او ادب هغه بنياد کېښودو چې وروسته خوشحال خان خټک او د هغۀ د کورنۍ، رحمان بابا او د هغۀ پېرويانو او حميدبابا او د هغۀ د مکتب نورو شاعرانو د خپل خپل هنر سترې ماڼۍ ورباندې ودرولې. نور خو لا څۀ کوې پۀ خپله اخوند دروېزه صاحب او د هغۀ د ډلې نور ټول پوهان او عالمان هم د خېرالبيان پېداوار دي او دغه خبره تقويم صاحب هم مني، هغه ليکي “د خېرالبيان نه مخکښې که پۀ پښتو کښې د دين کتاب نۀ ؤ نو دبې دينۍکتاب هم نۀ ؤ او دا خطره نۀ پېښېده چې پښتانۀ د ليک او لوست پۀ لاره ګمراه کړے شي. د بايزيد پښتو کتاب خېرالبيان پۀ پښتنو ډېر اثر وکړو. رښتيا دا دي چې د دې تحريک اصلي روح دغه کتاب ؤ. اخوند دروېزه بابا محسوسه کړه چې ترڅو پښتنو ته بل کتاب ورنۀ کړے شي د خېرالبيان اثر ورکول ګران کار دے”. دروېش دراني پۀ خپل مضمون يا مقاله چې سر ليک ئې دے، “بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي” کښې ليکي “پۀ هر حال د خېرالبيان تر ټولو لوے خېر چې پښتنو ته رسېدلےدے هغه دا دے چې د دوي پام دې ته را وګرځوي چې جنګ يوازې پۀ توره نۀ کېږي پۀ کتاب هم کېدے شي بلکې زيات ګټور هم دغه د کتاب جنګ دے، مونږ چې څومره تورې وهلي دي د هغې ګټه زياتره بل وړې ده خو د کتاب پۀ جنګ کښې چې کومه ګټه راغلې ده پۀ هغې نن هم مونږ غنيان يو، اوس هم کتاب هغه يوازينۍ وسله ده چې د ژوند پۀ لوبه کښې پۀ رښتيا مونږ ګټه پرې کولے شو. پښتون اولس کۀ دغه لوبه ګټل غواړي نو پکار ده چې له کتابه کار اخستل زده کړي، داسې پۀ ګډه دعا وکړو چې خدايه پۀ دغه څيز ته د دوي ور پام کړې. امين” (٥)

    د ارواښاد پيرروښان پۀ شپږ اووۀ کتابونو کښې چې دۀ د پښتو ژبې د ودې لپاره ليکلي وو يو پۀ کښې د رسم الخط رساله وه، دا رساله د خېرالبيان پۀ پېل کښې راغلې ده. پۀ دې رساله کښې بايزيدروښان د پښتو خاصو اوازونو لکه (ښ، ږ،څ،ځ، ډ) او نورو لپاره ځينې ځانګړي اشکال وضع کړي دي چې د دۀ دا وضع کړے ليکدود پۀ پښتو څېړنو کښې د روښاني ليکدود پۀ نامه يادېږي. دلته بايد دا خبره واضحه کړو چې د پښتنو ليکدود (رسم الخط) د محمود غزنوي پۀ زمانه کښې جوړ شوے دے. بايزيد روښان پۀ پښتو ليکدود کښې اصلاحات راوستلي دي. کۀ د پښتون ملت پراخه تاريخ ته وګورو يا د دوي ادب او پلټنو ته ځېر شو نو وبه منو چې دا خو صرف ميا روښان نۀ ؤ چې دۀ پۀ خپله يوه ځانګړې رساله کښې پښتو ليکدود ته ځانګړے کار کړے بلکې پښتنو ليکوالو وخت پۀ وخت دغه “سترې علمي مسئلې يا کشالې” ته پاملرنه کړې وه او د بېلګې پۀ ډول خوشحال خان پۀ خپل وخت کښې د “ځنځيري” پۀ نامه پښتو ليکدود ته کارکړے ؤ. د پښتو ليکدود دا طريقه خوشحال خان ايجاد کړې وه. پۀ وروستيو کلونو کښې د خوشحال زنځيري ليکدود، ښاغلي حبيب الله رفيع له ډېرو تشريحاتو سره رابرڅېره کړو او پۀ کابل او پېښورکښې د خاص اثر پۀ توګه چاپ شو. زنځيري يو داسې ځانګړے ليکدود ؤ چې تر خوشحال بابا پورې پاتې شو. مروجه نۀ شو يعنې دغه ليکدود بيا وروسته هېچا تعقيب نۀ کړو او پۀ ځاے پاتې شو. هسې هم د زنځيري رسم الخط نه علاوه مشر بابا خپل نظم او نثر پۀ يو داسې ليکدود ليکلے دے چې دغه هم د دۀ يو ځانګړے علميت بلل کېدلے شي. ښاغلے زلمے هېوادمل پۀ خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ دوېم چاپ مخ ١٤٠ باندې د خوشحال بابا پۀ حقله ليکي: “خوشحال لا د شلو کالو نوے زلمے ؤ چې پۀ شعر وئيلو ئې پېل وکړو. دۀ چې کوم وخت شاعري پېل کړه نو د پښتنو غوريانو او سوريانو د ادبي جريان خاطرې د پښتونخوا پۀ دې پېڅه کښې د چا پۀ حافظ کښې نۀ وي پاتې او د پښتنو پۀ فرهنګي او ديني، عرفاني حلقوکښې د روښانيانو، د اخوند دروېزه د پلويانو او نورو عارفانو او مذهبي شاعرانو نظمونو رواج درلود. خوشحال بابا دغه جريان ته پۀ انتقادي نظر وکتل. دۀ پۀ ليک کښې د دغه جريان پېروي ونۀ کړه بلکې د خپل استعداد او سالمې شعري قريحې او لوے علميت پۀ مرسته ئې د پښتو ادبياتو کښې داسې لاره پرانستله چې هغه د دۀ خپله ابتکاري ادبي لاره وه او تر دۀ وروسته که چا پۀ دې لاره يون کړے دے نو هغه ګرده د دۀ پېروان دي. دۀ پۀ خپله قيصده کښې د خپلې زمانې ادبي اثار پۀ دې ډول نقد کړل :

    پۀ پښتو شعر کښې ماعلم بلند کړو

    د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړو

    د مرزا ديوان مې ومانډۀ پۀ ګوډي

    مسخره مې ارزاني خېشکي زمند کړ

    کۀ دولت ؤ کۀ واصل ؤ کۀ دا نور وو

    پۀ خبرو مې د هر يوه رشخند کړو

    کۀ ووايم پښتو رسم الخط يا پښتو ليکدود ته ترخوشحال بابا د دۀ د کورنۍ او د دۀ د ډېرو پېروانو وروستو هم ډېر کار وشو، مستشرقينو هم دغه مسئله را پورته کړه. ډېرو غرب پوهانو پۀ پښتو ليکدود باندې کار وکړو. د ثبوت لپاره تاسو پۀ دغه باندې د ارواښاد حبيب الله صاحب دوه کتابونه لکه پښتون او “د مشرق پۀ اسمان کښې د مغرب ستوري” کتلے شئ. دغه رنګه تر مستشرقينو وروسته هم پۀ لويه پښتونخوا او ازاد افغانستان کښې ډېر ګټور کار منځ ته راغلے، پۀ ځانګړي ډول ” پښتو ادبي ټولنې کابل” پښتو ليکدود ته ډېر له ارزښته ډک کار کړے حتي د کابل پينځو ستورو خو دغه ژبه پۀ هره حواله غني کړه. د پښتو ليکدود د مسئلې د هواري لپاره د افغانستان او تاريخي پښتونخوا ليکوالان څوڅو واره سره غونډ شول او غونډې ئې وکړې.

    پۀ ١٣٢١هـ ش کال کښې د جوزا پۀ ٢١مه د ١٩٤٢پۀ جون کښې د پښتو ټولنې پۀ غوښتنه دافغانستان ٢٥ تنه ليکوال او پوهان پۀ پښتو ټولنه کښې راغونډ شول او پۀ ٢١ اختلافي موادو باندې ئې وروسته له بحثه پرېکړه وکړه. پۀ درېمه فېصله کښې ئې د لر او بر پښتنو يعنې د پېښور او بلوچستان د پښتنو ليکوالو او د افغانستان د ليکوالو غونډه د پښتو ټولنې پۀ بلنه پۀ کابل کښې د ١٣٣٧ز ش کال د سنبلې پۀ ٢٥مه د ١٩٥٨ د اګست پۀ ٢٧مه وشوه چې پکښې هم ډېرې پريکړې وشوې (د دې لپاره تاسو د اروښاد ګل باچا الفت علمي کتاب “ليکوالي املا وانشاء ” مطالعه کولے شئ.)

    دغسې پۀ انفرادي ډول هم ځينو ليکوالو پښتو ليکدود ته ډېر کار وکړو چې پۀ هغې کښې د ارواښاد محمدګل خان مومند، عبدالکريم بريالے او د سوېلي پښتونخوا ادبي او سياسي ستورے خان شهيدعبدالصمد خان نومونه د هېرولو نۀ دي حتي د خان بابا پښتو ليکدود کتاب خو دا مسئله دومره توده کړه چې بيا وروسته پۀ دغه کتاب باندې پۀ کابل او پېښور کښې ډېرې ناوياته غونډې يا دستورې وشوې چې ځينو دغه کتاب د پښتو پۀ ګټه بالي مګر ځينې بيا دغه کتاب پۀ علمي دلائيلو ردوي يا ئې رد کړے او خان بابا ته ئې مشورې ورکړې چې ستا مخصوص ليکدود پښتو ته هېڅ ګټه نۀ شي رسولے. بايد د دغه علمي مسئلې څخه لاس واخلي ځينې خو لا دا هم وائي چې پښتنو ليکوالو د کابل د محمد ګل خان مومند سره د دۀ مخصوص ليکدود هم و نۀ منلو. او د هغۀ ليکدود هم لکه د خان شهيد ليکدود نيمه خوا پاتې شو او هېچا پۀ ليک کښې تعقيب نۀ کړۀ. او داسې نور د پښتو ليکدود پۀ مسئله کښې پۀ پښتنو ليکوالو کښې هسې خو بېخي زيات اختلافات شته مګر ځينې ئې چې ډېر سخت دي بايد هوار کړل شي د بېلګې پۀ ډول ځينې پښتو پوهان ليکي چې مونږ بايد پردي لغات پۀ خپله ژبه کښې قبول نۀ کړو مګرځينې بيا وائي چې… نه. مونږ بايد پردي الفاظ قبول کړو ولې کۀ چرې مونږ پردي توري ونۀ منو نو زمونږ ژبه به پس پاتې شي او بيا به هېڅوک دغه ژبه نۀ وائي ځينې بيا وائي چې بايد مونږ پردي لغات هم هغسې پۀ ژبه کښې وليکو لکه څنګه چې دي. لکه ظالم، جابر، بدمعاش، زمين وغېره مګر ځينې بيا وائي چې بايد مونږ پردي لغات خو اخلو مګر دغه توري يا الفاظ بايد مونږ زمونږ پۀ ژبه کښې بدل کړو لکه کمېشن، کمېسون، سټېشن، ټېسن او داسې نور. پۀ “پښتو څنګه وليکو” کښې ښاغلےګل باچا الفت ليکي “ځينې وائي پښتو بايد سوچه کړو پردي لغات ترې نه وباسو يو ټکے فارسي يا عربي پکښې پرې نۀ ږدو دا نظريه پۀ ډېر افراط بناء ده او دا کار کېدونکے نۀ دے ځکه چې هره ژبه له بلې نه څۀ اخلي او څۀ ورکوي، دا فکر بايد له مغزو وباسو او هېڅ کله دا ونۀ غواړو چې پۀ پښتو کښې دې نورکلمات نۀ وي مګر د دې معنٰي دا نۀ ده چې مونږ د پښتو وجود اومستعمل لغات غورځوو او پۀ عوض کښې ئې پردي لغات بې ضرورته قبلوو ځکه چې دا کار هم ژبې ته زيان رسوي. مونږ بايد ژبه د جمود پۀ حال پرې نۀ ږدو او وخت پۀ وخت د زمانې لۀ ضرورت او احتياج سره سم نوي تعبيرات او نوي نومونه پېدا کړو او کوشش وکړو چې د ژبې لغوي استعداد او افادي قوت زيات شي او دا کار هله کېږي چې مونږ د پرديو لغاتو او اصلاحاتو پۀ قبلولو کښې له غور او سنجش نه کار واخلو او هر څۀ پۀ پټو سترګو بې ضرورته قبول نۀ کړو.”

    پښتو ژبه پۀ پېړيو پېړيو له ليک او لوست نه لرې پاتې شوې ده او نورې ژبې د پښتنو پۀ هېواد کښې د دفتر او ديوان ژبې وې. پۀ هم دغه وجه نن د قلم ژبه د پښتو له ډېرو لغاتوسره نااشنا ده. ډېر ژوندي لغات چې د عوامو پۀ محاوره کښې ډېرزيات استعمالېږي د ليکوالو پۀ خوله نۀ راځي او پۀ ځاے ئې پردي لغات ليکل کېږي. مونږ اوس د تش پۀ ځاے خالي ليکو، زړور ته دلېر او زمري ته شېر وايو، د دروند پۀ ځاے سنګين او د مينې پۀ ځاے محبت ليکو او ترکاڼ ته نجار وايو، پردي رانه بېګانه شو او د پښتو لمر او سپوږمۍ رانه پۀ فارسۍ کښې پنهان شول ځکه ئې ځاے افتاب و مهتاب يا شمس قمر ونيوۀ او توري پۀ حرف بدل شو او داسې نور.(٧)

    د ملګرو ملتونو د يوې څېړنې له مخې دا وخت پۀ ټوله نړۍ کښې پۀ زرونو ژبې وئيل کېږي چې پۀ هغې کښې نيمې ژبې د ورکېدو پۀ حالت کښې دي. ددغو ژبو د ژوندي ساتلو لپاره يا د خسمانې لپاره څۀ پروژې جوړې شوې دي، ملګروملتونو پۀ دغه لړکښې پښتو ته هم کار شروع کړے دے چې د پښتو د ليک دود (رسم الخط) مسئلې هم هوارې کړي. پۀ نن وخت کښې د ليک دود اووۀ نمونې پۀ کار راوستل شوي دي چې د هغې اړه يا بنسټ د بېلا بېلو سيمو وېناګانې دي . امېد کېدے شي چې د پښتو ژبې د ليک دود مسئلې هوارې کړل شي او دغسې پښتو ليک دود ته يو شکل ورکړل شي خو د دې څخه علاوه نورې تکنيکي مسئلې هم راپېښې دي. پښتانۀ د يو شان غږونو د پاره ډېر اوازونه او حرفونه وائي، دغه توري چې يو شان غږونه ترې پېدا کېږي يو اواز ته راوړل پکار دي. غروال چې يو ليکوال دے “د پښتو ژبې مسئلې” ترسر ليک لاندې ليکي. “د ژبې ارتوالے او اوږدوالے د دې پروا نۀ لري چې د هغې الفبا څومره اوږده ده او يا هغې کښې د يو غږ د پاره څومره حرفونه ليکل کېږي پۀ کومو ژبو کښې چې د يو غږ د پاره يو حرف ليکل کېږي نو د هغې ژبې ليک لوست اسان وي . . . ف، پ، ث، څ، س، ص، ځ، ذ ،ز، ظ، ض، ت، ط،ګ، ق، ج، ژ، ګ، ږ.. يوازې دا نه چې دا الفبا يو شان غږونه ورکوي بلکې پۀ دغه کښې ځينې د پښتو خپل لرغوني توري هم نۀ دي لکه ط ظ ص ض…. او دغسې نور بېخي ډېرې لږې کليمې دي چې د دغه الفبا سره جوړېږي او ځکه چې د طاقت… ظلم، صاحب، ضعيف او داسې نورو تورو لپاره مونږ د پښتو د اوازونو توري يا توري پۀ کار نۀ راولو نو ځکه د ملګرو ملتونود راپور له مخې پښتو ژبه د ورکېدو پۀ حالت کښې ده کۀ تاسو فکر وکړئ نو پوهه به شئ چې د پښتوځينې الفبا حرفونه بېخي د عربۍ د وېنا سره تړلي دي لکه ف، ق، ط، ظ او داسې نور. کۀ مونږ ليکو(فکر) خو وايو پکر او دغسې (طاقت) تاکت. مونږ نۀ يوازې دا چې وېنا اړوو بلکې خپل ليک دود هم ورپسې بيايو. عربي چې د (پ) (چ) ډ او ټ توري نۀ لري نو عربيان داسې کليمې د خپلې ژبې سره برابروي نه چې خپله ژبه پۀ کليمو پسې ګرځوي.

    د ځينو نورو ژبو پۀ شان د پښتو ژبه هم جوړول پکار دي، روسيانو دوه وارې پۀ خپله ژبه کښې اصلاح کړې ده نو ځکه ئې بهرني شاګردان پۀ اسانه زده کولے شي. دا حال پۀ هند کښې د ځينو ژبو هم دے. دحجاج بن يوسف د زمانې څخه وروستو عجم د عربۍ پۀ ليک لوست باندې پوهه شول هله ئې اصلاح يا سمون وشو. د پښتو رغول اسان ځکه دي چې دا نۀ خامپوڅي (خړ پوسې) وهي او نۀ ماشومه ده. د يوې ژبې لپاره د نورو ژبو نه اثر اخستل بده خبره نۀ ده، بايد چې خپله لمن پرې پراخه کړي خو داسې هم نۀ ده چې د خپلې ژبې ټول پۀ ټوله توري پۀ کښې وبائيلي او د نورو نه پور يا قرض شروع کړي او داسې نور. د بايزيد روښان د ليکدود رساله د پښتو ډېر مخصوص توري را اخلي لکه د “ټ” دا شکل اوس هم شته او پۀ خېر البيان کښې هم دغسې دے. مثلاً اټکل، پټول چې کټ مټ ئې مونږ هم دغسې ليکو، دغه رنګه څ ئې پۀ څ سره ليکلې ده لکه څلور، خرڅ او څوک او داسې نور مګر ځ بيا داسې نۀ ليکي لکه ځ بلکې دا تورے ئې بېخي زيات بدل کړے دے. د مثال پۀ ډول يعنې بايزيد روښان د (ځ) کښې د ر لاندې يوه نکته کوي. او داسې نور ډ او ړ داسې ليکي لکه چې اوس ئې مونږ ليکو مګر (ږ) او (ژ) کښې د (ژ) ږغ بلکل نۀ ليکي مثلاً روژه ( روږه) ژبه (ږبه) وژني (وږني) او داسې نور ليکي دغه رنګ (ښ) کټ مټ پۀ اوسني شکل کښې ليکي لکه ښېګړه، پښه، فرښته، کښې او داسې نور نور… دغه ډول مونږ پۀ اوسنۍ زمانه کښې هم پۀ دغه تورو کښې د جنجال سره مخامخ يو. راځئ چې د پښتو دالفبا پۀ باره کښې سره غونډ شو او دغه د تورو اختلاف لۀ منځه وباسو.

    کۀ چرې پۀ پښتو ژبه کښې ټول منلي اصول ومنل شي نو د دې سره به نۀ يوازې پښتو ژبه سپېځلې شي بلکې ليک لوست به ئې هم اسان شي او د راتلونکي وختونو د پښتو لپاره به هم دا ژبه چمتو شي. کۀ مونږ فکر وکړو نو پوهه به شو چې د دنيا ټولې ژبې هغه لوئې دي کۀ وړې، د انسانانو د يو شان کړمو، ضرورتونو او پېښو له کبله جوړې شوې دي، پۀ دې توګه د ټولو ژبو اړه يا بنياد يو دے. د پښتنو د ژوند پۀ مقابله کښې د عربو ژوند ډېر ساده دے خو ژبه ئې ډېره پراخه ده ولې چې ليک لوست پکښې ډېر دے. کۀ مونږ غواړو نو کولے شو چې پښتو ژبه د نورو ژبو سياله کړو نو دا خو هله کېدے شي چې مونږ پښتو ژبې ته د پښتو پۀ سترګه وګورو او داسې نور. راځئ پښتو ته د يو شاعر پۀ سترګه وګورو، شاعران ژبې ته پۀ ډېر لوړ نظر ګوري. زمونږ يوې خور چې “نورين شمع” نومېږي، پۀ پښتون مجله فروري ٢٠١٧ز کښې خپل يو شعر چاپ کړے دے، راځئ دغه دعقيدت ګلونه راواخلو او وې لولو چې مونږ ته د پښتو ژبې پۀ حقله څه وائي، لکه چې وائي:

    زما ځواني زما سينګار پښتو

    زما ژوندون زما معيار پښتو

    د هشنغر پېغله يم ګپ خونۀ يم

    څنګه دې هېره کړم در زار پښتو

    چې پۀ تا ځان خوري خوار به چرې نۀ شي

    چې څوک دې خوري تل به وي خوار پښتو

    درسره لوظ کوم در به ئې کړم

    کۀ زما سر دې شو پۀ کار پښتو

    قسم دے تا به د دنيا ژبو کښې

    ډېر د عظمت سره کړم شمار پښتو

    شمع به خپل لفظونه خپل حرفونه

    يوځل کړي ستا دغاړي هار پښتو

    د خپلې مقالې پۀ پاې کښې يو وار بيا وايم چې پير روښان د خپلو دغو دوؤ ذکر شوو کتابونو پۀ څېر نور کتابونه هم ليکلي وو. د دۀ پۀ ښو کتابونو کښې يو کتاب حالنامه ده. د روښان يو شاګرد دغه حالنامه بشپړه کړې ده او له سره ئې ليکلې ده. پۀ حالنامه کښې د بايزيد دکورنۍ او اولادې حال او احوال نوشته دي، د دغه کتاب ژبه فارسي ده. د ميا روښان بل کتاب صراط التوحيد دے. دا کتاب بايزيد پۀ فارسۍ او عربي ژبو ليکلے دے. بايزيد روښان داکتاب پۀ ٩٧٨هـ ق کال کښې تاليف کړے ؤ. دا کتاب پۀ ١٩٥٢ز کال پۀ پېښورکښې هم چاپ شوے ؤ. د صراط التوحيد سره سره پير روښان يو بل کتاب د مقصودالمومنين پۀ نامه هم ليکلے ؤ. دا کتاب بايزيد د خپل مشر زوي شېخ عمر پۀ غوښتنه پۀ عربي ژبه ليکلے ؤ ټول ٢١ فصله دي. دا کتاب هم پۀ ١٩٧٥ز کښې پۀ اسلام اباد کښې ليکوال دوکتور ميرولي خان چاپ کړے ؤ. بل کتاب ئې د فخرالطالبين پۀ نامه دے. د دغه نوم پۀ حالنامه کښې راغلے دے خو تر اوسه نۀ دے پېدا شوے. حالنامه وائي چې بايزيد دغه کتاب د بدخشان مرزا سلېمان ته استولے ؤ، دغه ډول تذکره هم يوه رساله وه. دغه رساله پۀ ١٣٥٥هـ ش د روښاني رسالې پۀ نامه او پۀ ١٣٦٤هـ ش کال د علم رساله پۀ نامه چاپ شوې ده. د رسالې نوم تذکره ده . دغسې پيرروښان يوه بله رساله هم د فرحت المجتبي په نامه ليکلې ده. دا د بايزيد روښان يوه بله منظومه پښتو رساله ده چې د پښتو د اولسي شعر پۀ اهنګونو کښې ئې نظم کړې ده. دا رساله اوس نۀ ده چاپ شوې . مضامين ئې د عرفاني مسائيلو بيان ته وقف شوي دي. د بايزيد روښان د اثارو له کتنې څرګندېږي چې دۀ پۀ عربي، هندي، فارسي او پښتو ژبو د څۀ ليکلو توان درلود او خپل عرفاني افکار او پۀ ديني او شرعي تبليغ پورې مربوط مسائل پۀ دغو څلورو ژبو بيان کړي دي او بس پۀ قول د جناب زلمي هېوادمل “دۀ پۀ فارسي نثر او نظم او پۀ پښتو د سجع نثر ټوټې او منظوم اثار ليکلي دي. د بايزيد روښان پښتو اثار هنري ارزښتونه نۀ لري خو دا چې بايزيد د يو داسې نهضت باني او سرلارے دي چې افکارو ئې پۀ پښتو ادبياتو خپل اغېز ښندلے دے او د دۀ پېروانو پښتو ادب ته ډېر څۀ ورکړي دي، نو د دغسې ادبي اثارو د تحليل او څېړنې لپاره لازمه برېښې چې پير روښان او د دۀ پۀ اثارو او افکارو هم څۀ لنډ بحث وشي.

    د بايزيد اثار کۀ ادبي ارزښت ونۀ لري خو دغه اثار د ژبې د لغاتو او ترکيبونو يوه عمده ذخېره لري او د پښتو ژبې د تحولاتو پۀ عمومي مطالعاتو کښې خپل ځاے لري. د بايزيد اثار پۀ پښتو ژبه کښې هغه لومړني اثار دي چې يوه مشخصه عرفاني نظريه پۀ بشپړه توګه پکښې بيان شوې ده . کۀ څه هم تر بايزيد دمخه هم مونږ پۀ پښتو کښې د عرفاني اثارو څرک مومو خوهغه اثار لږ دي او داسې نور اوس پۀ پاې کښې خپله دغه مقاله پۀ دغه شعر سره پاې ته رسوم لکه چې وائي:

    دغه درې اصله مې درې جهانه ارزي

    چې انسان يم مسلمان يمه افغان يم

    حوالې:

    1 . هېواد مل زلمے، د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځني دورې) وړومبے ټوک دوېم چاپ

    2 . د دراني دروېش ليکنه (بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي) مياشتنۍ “پښتون” مۍ ٢٠٠٧

    3 . حبيبي عبدالحۍ (د پښتو ادبياتو تاريخ) وړومبے اودوېم ټوک

    4 . کاکا خېل تقويم الحق (د مخزن مقدمه)

    5 . د دراني دروېش ليکنه (بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي) مياشتنۍ پښتون مۍ ٢٠٠٧ز

    6 . هېواد مل زلمے، د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځني دورې) وړومبے ټوک دوېم چاپ

    7 . ليکوالي املا وانشاء دالفت ګل پاچا کتاب پښتو ټولنه کابل (دوېم چاپ)

    8 . غروال (برېډ فوډ انګلستان) مضمون د پښتو ژبې مسئلې (مياشتنۍ پښتون جولائي ٢٠٠٦ز)

    9 . مياشتنے پښتون فروري ٢٠٠٧ز

    10 . هېواد مل زلمي د پښتو ادبياتوتاريخ (لرغونې او منځني دورې وړومبے ټوک دوېم چاپ)

     

  • حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    د هند د نيمې وچې مشهور فېلسوف ډاکټر محمد اقبال د افغانستان پۀ حقله وائي:

    اسيا يک پيکر اب و ګل است

    ملتِ افغان در آن پيکر دل است

    از فسادِ او فسادِ اسيا

    از کشادِ او کشادِ اسيا

    د شلمې پېړۍ افغانستان کښې بدلون، قانون اساسي او انقلاب د پاره چغې د ارګ (محل) او عام اولس دواړو خواوو نه راپورته شوې دي. د امير حبيب الله د اقتدار دوره (۱۹۱۹… ۱۹۰۱) کښې مشروطه خواهانو د بدلون (Change) او انقلاب(Concept) د پاره، پټ او پۀ ښکاره، انفرادي او پۀ اجتماعي توګه خپل خپل نضهت او مبارزه جاري وساتله. د دې ټولو ډلو يا ګروپونو د حکومت يا دولت د جوړولو ماډل ځان ځان له ؤ او د نظام د خوښونې پۀ Ideal کښې ئې هم فرق ؤ، ولې بيا هم افغان انقلابيانو کښې څۀ ټکي سره شريک وو او هغه دا وو:

    1. د انګرېز حکومت ضد وو.
    2. د ملا ضد وو.
    3. د جهالت خلاف وو.
    4. ازادي غوښتونکي وو.
    5. د دراني مملکت (Durrani Empire) غوښتنه ئې کوله.
    6. د افغانستان اقتصادي، سماجي او سياسي بدلون پۀ چوکاټ کښې د هېواد پرمختګ
    7. خارجي ماډلونه (Models) پۀ نظر کښې ساتل

    (1)

    خو د دلته سوال دا پېدا کېږي چې ايا دې بدلون څۀ امکانات لرل چې د هېواد نه غربت او جهالت له منځه يوسي . پۀ داسې وخت کښې چې د قوت دوه چوکيو یعنې(Seats) يو مرکزي حکومت کابل او دوېم جنګي کليوال قبائل (زوړ سياسي نظام کښې) د اقتدار اخستلو پۀ کشمکش کښې بوخت وو .

    دا دواړه قوتونه د نوې باسواده طبقې د پاره د اقتدار پۀ اېوانونو کښې د خپل ځاے پرېښودو يا شرکت يا پېژندګلو د پاره تيار نۀ وو. ارګ خپل زوړ روايتي سياست نۀ پرېښودو او قبيلوي مشران د خپل کلي وال روايتي سياست نه بهر نۀ راوتل . پۀ داسې مهال کښې دوي سره ايکي يوه لاره وه چې بايد د امير حبيب الله حاکميت (Authority) د ګواښ (challenge) سره مخ کړي او داسې کوونکې ډله يا Organization تش مشروطه خواهان وو.

    دغه وخت اولنے نړيوال جنګ (۱۹۱۹ – ۱۹۱۴) شروع ؤ چې د هند نيمه وچه ئې خپله ولقه کښې اخستې وه خو پۀ افغانستان ئې لا تر هغې اثر نۀ ؤ ، تر څو چې پکښې ترکي شامل نۀ وه . يو انګرېز انجنيئر د کابل نه پۀ بمبۍ کښې مېشت خپل ملګري ته پۀ يو خط کښې د افغانستان حالات څۀ داسې ليکلي دي:

    ٫٫چې کابل کښې هر کس د انګرېز ضد دے ، بغېر د امير (حبيب الله) نه ، هغه هم پۀ اولس کښې پۀ ښکاره نۀ وائي خو کله کله وائي چې انګرېزان ډېر زور او قوت لري .،،

    (2)

    امير حبيب الله د لارډ هارډنګ سره پۀ دغه جنګ کښې د فوځ پۀ منځګړتوب يا د بې طرفۍ پۀ وعده ولاړ ؤ ، کۀ څۀ هم سردار نصرالله خان او عنايت الله خان پۀ ښکاره د جنګ خبرې کولې . خو د وړومبي نړيوال جنګ پۀ ترڅ کښې د راپېښو حالاتو پۀ لړ کښې پۀ کال ۱۹۱۵ کښې د امير حالت هله کمزورے شو ، کله چې ترکيې پۀ جنګ کښې د ګډون اعلان وکړو .

    پۀ دغه وخت کښې (۱۹۱۵) د اتيا کسانو ترک … جرمن مشن چې مشري ئې Nider Mayar او کاظم بے کوله ، د هرات لۀ لارې کابل ته راغلل . پۀ مشهورو کسانو کښې جرمن جاسوس Wasmuss ، دوه هندي انقلابيان راجه مهندراپرتاپ او مولوي برکت الله بهوپالي، د امريکه نه دوه افغانان عبدالرحمن او سبحان خان او درې اپريديان (چې د جرمني جنګي کېمپونو نه راغلي وو) ، د ترک جرمن مشن سره سم دوه ويشت اسټرين (Austrians) د مزار شريف لۀ لارې کابل ته راغلل څوک چې د مرکزي اسيا پۀ جنګي کېمپونو کښې اباد بنديوان وو.

    ۱۵ اکتوبر ۱۹۱۵ د انګرېزانو بل مشن د مولانا عبېدالله سندهي پۀ مشرۍ کښې د کوئټې لۀ لارې کندهار ته راغلو . مولانا حسېن احمد مدني (شېخ الهند) خپل کتاب نقش حيات جلد دوېم کښې ليکي:

    “د ياغستان (قبايلي سيمه) مجاهدينو حضرت محمود الحسن صېب ته خبر ورکړو چې د خوراکي موادو او وسيلې د کموت لۀ کبله مجاهدين نور د انګرېزانو ضد جهاد نۀ شي کولے . دوي خواست کوي چې مسلمان حکومت دې د مجاهدينو سره کومک وکړي . پۀ دغه غرض شېخ الهند مولانا عبېدالله سندهي کابل ته واستولو او پۀ خپله ئې د حجاز پۀ لار د استنبول پروګرام جوړ کړو . (۴)

    د عبېدالله سندهي کابل ته د راتګ نه مخکښې لاهور او کوهاټ نه فروري ۱۹۱۵ کښې پنځلس طالب علمان (محصلين) د قبائلو پۀ لار کابل ته رارسېدلي وو . (۵) دوي د انګرېز پۀ خلاف د ترکيې لۀ طرفه پۀ جنګ کښې د شاملېدو خواهش لرلو خو افغان پوليس ونيول . د عبېدالله سندهي پۀ درخواست سردار نصرالله خان د پوليس نه را خلاص کړل او د عبيدالله سندهي سره پۀ کور کښې دېره شول.

    سندهي صېب ډېر هوښيار سړے ؤ. هغۀ ډېر اختياط سره سياسي کار کولو . هغه د افغان او هندي د حبيبيه ليسه استاذانو او نورو مشروطه خواهانو انجام نه خبر ؤ چې دا وخت پۀ زندان کښې وو.

    جرمن… ترک مشن او هندي مشن ته سردار نصرالله ، عنايت الله ، امان الله خان او د هغۀ مور محمود طرزي مذهبي او قبائلي مشرانو او ځوانانو افغانانو (Young Afghan) ملاتړ حاصل ؤ. بل خوا عبېدالله سندهي د حاجي صاحب د ترنګزو سره هم مسلسل پۀ تماس کښې ؤ. (۶) دوي به کابل کښې خپل ټول ملګري د هند او قبائلي سيمو پۀ حالاتو خبرول او د ټولو پۀ مرکه ئې يو تنظيم هم جوړ کړے ؤ چې نوم ئې ورله جندالله (خدائي فوځ) ايښے ؤ.

    عبېدالله سندهي او راجه مهندرا پرتاپ چې د امير پۀ سړې (Cold) رويې پوهه شول نو ځان ته ئې دسمبر ۱۹۱۵ کښې خپل انقلابي افغانانو او ترکيانو پۀ مشوره حکومت موقطعه هند (Provisional Government of India) چې د هند اضطراري يا د هند عبوري حکومت ورته هم وئيلے شي ، اعلان کړو . د دغه عبوري حکومت تفصيل څۀ دا رنګ دے:

    (1) صدر : راجه مهندرا پرتاپ

    (2) وزير داخله: مولانا عبيدالله سندهي

    (3) وزير جنګ: مولوي بشير

    (4) وزير خارجه: چمپا کرمان پلالي

    (5) وزير: شمشېر سنګه. المعروف متهورا سنګه.

    (6) وزير: خدا بخش

    (7) محمدعلي قصوري

    (8) رحمت علي زکريا

    (9) الله نواز خان

    (10) هرنام سنګهـ

    (11) ګجر سنګهـ المعروف کالا سنګهـ

    (12) عبدالعزيز

    (13) عبدالباري

    (14) ظفر حسن اېبک

    د دغه عبوري حکومت غټ مقاصد څۀ پۀ دې ډول وو:

    ۱ د نړۍ د ټولو هېوادونو سره ښۀ دوستانه تعلقات جوړول .

    ۲ د انګرېز حکومت پۀ ضد د هند د ازادۍ د پاره د ملګرو هېوادونو ملاتړ او کومک تر لاسه کول . (۷)

    حکومت موقطعه هند (PGI) پۀ اول ګام کښې د خوشي محمد (المعروف محمدعلي مرزا ، احمد حسن سپاسي) متهورا سنګهـ (المعروف شمشېر سنګهـ) يو افغان او يو سکه. نو کران روس ترکستان پۀ لار زارنکولسن ته د خط سره روان شول . خو روس حکومت دغه مشن واپس کړو . دارنګې د جاپان او استنبول مشن هم ناکامۍ سره مخ شول . دا ټول کسان روس او د ايران حکومتونو ونيول او انګرېز حکومت ته ئې حواله کړل . لاهور کښې ورباندې مقدمه وچلېده . ډاکټر متهورا سنګهـ پۀ پهانسۍ کړے شو ( پۀ ډاکټر زوړ د بمونو يو کېس ؤ) او نور کسان شېخ عبدالقادر ، ډاکټر شجاع الله ، عبدالهادي B.A. ئې جېل ته واستول.

    پۀ جولائي ۱۹۱۶ء کښې عبېدالله سندهي پۀ ريښمين رومالونو خپل يو سندهي ملګري ته خطونه وليکل چې هغه ئې شېخ الهند مولانا حسېن احمد مدني ، مولوي وحيد احمد او مولانا عزېرګل ته ورسوي ، څوک چې دا مهال پۀ مکه کښې ؤ . دغه خط کښې د انور پاشا ، جمال پاشا ، غالب پاشا او نورو سره د کومک د پاره خواست ؤ . لۀ بده مرغه انګرېز سي ائي ډي (CID) د سندهي صېب ريښمين رومالونه ونيول او ډېر زيات کسان ئې بندي کړل او ورباندې ئې د ريښمين رومال تحريک پۀ ترڅ کښې د غدارۍ کېس جوړ کړو . شېخ الهند سره د خپلو ټولو ملګرو حجاز کښې ونيول شو او مالټا کښې قېد کړل شول (۸).

    اګست 1916 کښې راجه مهندرا پرتاپ تيراه (قبايلي سيمه) ته لاړو او سردار نصرالله خان نه راوړې پېسې ئې ملايانو کښې تقسيم کړې . واپسۍ کښې اويا (70) تنه اپريدي ملکان او ملايان کابل ته ورسره لاړل خو د امير له خوا تش لاس راغلل . د انګرېزانو د يو (Report) مطابق جون 1917 کښې ترکيان هم قبائلي سيمو نه واپس کابل ته لاړل . هم دغه وخت مولانا برکت الله بهوپالي هم سراج الاخبار کښې د انګرېزانو پۀ ضد د هند ازادۍ د پاره پروپېګنډه تېزه کړه خو انګرېزانو سراج الاخبار باندې قبائلي سيمو او کوزه پښتونخوا کښې بندېز نور هم سخت کړو . (۹)

    انګرېز حکومت امير حبيب الله ته هم شکايت وکړو او 1917 او 1918 کښې امير حبيب الله محمود طرزي ته درې ځله دړکه وکړه چې پکښې د افغانستان نه د وتلو دړکه هم شامله وه . نتيجه دا شوه چې امير هندي انقلابيانو نه ټولې اسانتياوې (سهولتونه) هم واخستلې او هندي معلمين چې حبيبيه لېسه کښې وو ، ئې ټول د نوکريو نه وويستل. (۱۰)

    خوشبختانه اکتوبر 1917 کښې روس کښې انقلاب راتلو سره د افغانستان او هندي انقلابيانو حوصلې بيا ډېرې وچتې شوې . ولادي مير لېنن او د هغۀ ملګري د جنګ پۀ ضد وو ، نو دوي زر پۀ مارچ 1918 کښې جرمني سره د امن معاهده لاس ليک کړه . جرمني او روس دواړو دا ومنل چې افغانستان او د فارس (ايران) د ازادۍ او خپلواکۍ او د علاقائي سالميت به عزت کوي (۱۱). محمود طرزي سراج الااخبار کښې دا خبره ٫٫د افغانستان د زړې ازادۍ پۀ غټو قوتونو تسليمېدۀ تعبير کړه. (۱۲)

    د ترکي او جرمني شکست سره د افغانستان جنګ پارټي ډېره خفه شوه او دوي ټول تهمت پۀ امير ولګولو . د جنګ پارټۍ لسو غړو (چې پکښې امان الله خان او سردار نصرالله خان) امير ختمولو ، ازادي اخستلو او اصلاحات راوستلو ارادې د پاره پۀ قران شريف کښې دا منصوبه وليکله خو باچا ته پته ولګېده او هغۀ عبدالرحمان لودين او عبدالهادي داوي دواړه بنديوان کړل.

    پۀ فروري ۱۹۱۹ء کښې امير حبيب الله خان لارډ چمس فورډ (دهند وائسراے) نه يو ځل بيا پۀ پېرس امن کانفرنس (Paris Peace Conference) کښې د ازادۍ او خپلواکۍ غوښتنه وکړه ، خو انګرېز حکومت څۀ جواب ور نۀ کړو . د دې سره د امير پوزيشن نور هم کمزورے شو . د ځوان افغانانو ټولنې يو بل پټ خط امير ته وليکلو چې پکښې دا دړکه هم ورکړې شوې وه چې مونږ د ډاکټر غني د مشروطه ګوند پۀ شان کمزوري نۀ يو ، بلکې مونږ حرم او دربار کښې ملګري لرو او دا ځل به دې بچ کېدل مشکل وي (۱۳) . امير لکه د وړاندې خطونو يا دړکو پۀ شان دا هم ټوکه وګڼله . خو لۀ بده مرغه ۱۹ فروري ۱۹۱۹ء کښې جلال اباد سره نزدې لغمان کښې ووژلے شو .

    د ډېرو سياسي وجوهاتو پۀ بنا امان الله خان پۀ ۲۲/۲۱ فروري د افغانستان پاچا جوړ شو . د پاچا توب سره سم هغۀ فوځ ته تنخا (معاش) زيات کړو او ټول سياسي قېديان ئې خوشي کړل . ۱۳ اپرېل ۱۹۱۹ء ته عوامي دربار کښې ئې د افغانستان استقلال اعلان وکړو . پۀ برطانوي هند د حملې نه وړاندې امان الله خان، عبېدالله سندهي او د هغۀ ټول ملګري پۀ اعتماد کښې واخستل او بيا ئې دا چغه پورته کړه:

    يا مرګ يا استقلال

    روس د نړۍ اولنے هېواد ؤ چې ۲۷ مارچ ۱۹۱۹ء کښې ئې د افغانستان استقلال پۀ رسمي توګه تسليم کړو . د درېم انګليسي …. افغان جنګ خاتمه پۀ ۳ جون ۱۹۱۹ء کښې وشوه او پۀ ۱۸ اګست ۱۹۱۹ء کښې راولپنډۍ کښې د امن (دوستۍ نه) معاهده وشوه . البته يو خط د معاهدې سره وتړلے شو چې متن کښې ئې دا هم ليکلي شوي دي:

    “دغه معاهده او خط افغانستان سرکاري توګه پۀ خارجه او داخله چارو کښې ازاد ګڼي او دې نه علاوه د برطانوي او افغانستان تر منځه ټولې شوې معاهدې هم ختمې (Canceled) ګڼي .” (۱۴)

    د PGI لاس ته راوړنې:

    1. ترک جرمن مشن پۀ ترڅ کښې PGI امير حبيب الله دربار پۀ معاملاتو کښې خپل اثر زيات کړو .

    2. PGI قبايلي ټولنه کښې ئې د وړاندې نه موجود اثر نور هم زيات کړو .

    3. د مترقي پاچا امان الله خان د تخت پۀ کښېنولو کښې کامياب شول .

    4. افغانستان پۀ هند (برطانوي هند) بريد کولو ته چمتو شو .

    5. د هند (برطانوي هند) نه د افغانستان ازادي او استقلال اخستلو کښې کامياب شول .

    6. پۀ افغانستان کښې ۱۹۱۹ء اصلاحات (Reforms) شروع شول .

    7. د افغانستان نوي حکومت د بخارا ، سويت يونين ، ترکي او ايران سره تعلقات جوړ کړل .

    8. پۀ ۱۹۲۰ء کښې هند نه د يوې اندازې ترمخه اويا زره خلقو افغانستان ته هجرت وکړو . دغو کښې دوه سوه کسان مرکزي اسيا او روس ته لاړل . د دغه تګ او راتګ پۀ ترڅ کښې پۀ افغانستان او هند کښې مترقي او کميونسټي خيالات مخې ته راغلل او د دغه خيالاتو پۀ ترڅ کښې د سياسي ګوندونو بنياد کېښودے شو .

    9. او تر ټولو غټه لاس ته راوړنه ئې د راولپنډۍ امن معاهدې پۀ ترڅ کښې د انګليسي او افغان ترمنځه پۀ تاريخ کښې شوې ټولې معاهدې ختمې ګڼل دي .

    اخر کښې هندي مهاجرينو کښې نااتفاقي راغله او يو شمېر ډلې پۀ کښې مخې ته راغلې چې مشران ئې دا وو:

    1. عبيدالله سندهي

    2. عبدالرب برق پشاوري

    3. عبدالطيف کوهاټي

    4. محمد اسلم پشاوري

    5. ډاکټر عبدالغني

    6. اغاعلي شمسي

    7. سردار محمد اسلم خان بلوچ

    دلته د يادونې وړ خبره ده چې د دوي د نااتفاقۍ ختمولو د پاره مولانا بشير، مولانا احمدعلي، خان عبدالغفارخان (باچاخان) او ارباب رضاخان ډېرې هلې ځلې وکړې، ولې کامياب نۀ شول. د ډاکټر نورمحمد شېخ ۱۹۲۱ء کښې د مولانا عبيدالله سندهي پۀ مشوره کابل کښې انډين نېشنل کانګرس کمېټي جوړه کړه . دوي دلته جامعه هنديه (د هندوستان پوهنتون) پۀ نوم يو پوهنتون تجويز کړو خو دغه کار هم سر ته ونۀ رسېدو او اخر کار عبېدالله سندهي او ظفر حسېن اېبک پۀ اکتوبر ۱۹۲۲ء د روس پۀ لاره ترکي ته لاړل .

    حوالې

    1. Dr. Fazal-Rahim Marwat, The Evolution and Growth of Communism in Afghanistan 1917-1979;An Appraisal, Royal book company Karachi 1997, P-316

    2. L.W Academic, Afghanistan , Foreign Affairs to the mid 20th Century, Arizona, 1974, P 27

    (۳) ايضا ، مخ: ۳۲

    هندي انقلابيان د غدر پارټۍ چې سان فرانسکو Pan Aryan Associationنيويارک نه راغلي وو او څۀ کسان د هند ازادي کمېټۍ د برلن (جرمني) نه راغلي وو.

    (۴) مولانا حسېن احمد مدني (نقشِ حيات) ، جلد دوم ، دهلي ، ۱۹۵۴ ، مخ:۲۱۲ ……. د دې د پاره بل کتاب هم وګورئ: مولانا عبېدالله سندهي ، کابل مين سات سال ، لاهور ، ۱۹۵۵

    (۵) پۀ فروري ۱۹۱۵ء کښې د لاهور مختلفو کالجونو دا طالب علمان (زده کوونکي) د انګرېز حکومت پۀ ضد افغانستان ته لاړل، ميا عبدالباري، شېخ عبدالقادر، عبدالماجدخان، الله نوازخان ، شېخ عبدالله، عبدالرشيد، غلام حسېن، ظفرحسن ، عبدالخالق، محمد حسن، خوشي محمد، عبدالمجيد، رحمت علي، شېخ شجاع الله

    (ظفر حسېن اېبک ، اپ بيتي ، اول جلد (N.D.) لاهور)

    (۶) ظفر حسن اېبک ، آپ بيتي (جلد اول) ، لاهور ، س ن ، مخونه:۸۸۳، ۸۹۶ ، ۸۹۸،

    ۸۸۹ …….. ظفر حسن اېبک ليکي چې حاجي صېب ذوے د بالشويک ( Balshavik) سره پۀ طماس

    کښې وو . حاجي صاحب ترنګزے خپل نوم حاجي فضل واحد (۱۹۳۷… ۱۸۵۸) او د چارسدې لوسېدونکے وو او لوے مبارز وو .

    (۷) مولانا عبېدالله سندهي ، کابل مين سات سال ، لاهور ، ۱۹۵۵ ، مخونه:۵۶،۶۸

    بل دا وګورئ :Muhammad Hajjan Sheik, Maulana Ubaid Ullah Sindhi: A Revolutionary Scholar, Islamabad ,1986, PP 47,48

    8: Who is who in silk letter case: Punjab 1916-1917(for Personal use

    Only), Lahore, 1917.

    بل وګورئ: مرادعلي شاه (M.A.thesis) ، مولانا عزېر ګل ، پاکستان سټډي سنټر ،

    پشاور يونيورسټي مولانا عزېرګل د پلار نوم شاهد ګل کاکاخېل د زيارت کاکا ؤ خو پۀ درګۍ ملاکنډ کښې اوسېدو. د مولانا محمدالحسن مريد ؤ. ۲۰ دسمبر ۱۹۱۶ کښې محمودالحسن وغېره سره پۀ مکه کښې ګرفتار شو او مالټا کښې قيد شو . د وفات کال ئې ۱۹۸۹ دے .

    9. Us William “The Afghanistan news paper sirajul Akhbar, ND; P9

    ۱۰کابل ډائري ، نومبر ۱۹۱۷

    ۱۱ Admic وګورئ ، مخ:۵۸

    ۱۲ سراج الاخبار ، کابل ، ۱۱ جولائي ۱۹۱۸

    13: Dr. Abdul Ghani “A rewiew of political situation of Central Asia, Lahore, 1980, PP64, 65

    14. RR. Muconachy “A precis on Afghan Affairs, part 1 (1919-23) Government of Indian 1923, P 25

    (نوټ:+) هندي انقلابيان د غدر پارټۍ چې سان فرانسکو او نيويارک د pan Aryan Association د نه راغلي وو. د هند ازادۍ او برلن

    (نوټ:۱) دغه منصوبه کښې امان الله خان او سردار نصرالله خان هم شامل وو.

  • د خان عبدالولي خان قوم ته خطاب

    د خان عبدالولي خان قوم ته خطاب

    د کال ١٩٧٠ز د انتخاباتو پۀ لړ کښې رېډيو پاکستان او پاکستان ټيلي ويژن باندې وېنا

    السلام علېکم!

    دې ملک کښې پۀ وړومبي ځل صحت مند رواياتو ته د رواج ورکولو کوششونو سره د جمهوريت دوست خلقو ډاډګيرنه لګيا ده کېږي او د دولت (رياست) او حکومت ترمېنځه د فرق کولو يو صورت جوړېږي، دې سره ټولو ګوندونو ته د حکومتي ادارو نه د کار اخستو حق پۀ لاس راځي، عجيبه خبره دا ده چې د دې قدم اخستو فېصله د صدر يحيٰي پۀ مشرۍ کښې د مارشل لاء حکومت وکړه چې مختلفو ګوندونو ته ئې پۀ رېډيو او ټيلي ويژن د خطاب کولو موقع ورکولو سره دې وطن کښې د يو صحت منده او روښانفکره اولسي رايه پېدا کولو خواهش لري. د دې نه مخکښې دۀ د مارشل لاء ضابطې د نافذ کولو پۀ ذريعه مونږ سياستدانانو ته د اخلاقياتو د سبق راکولو کوشش کړے دے او دغه شان ئې هغه سياستدانانو ته پۀ مخ يوه څپېړه ورکړې ده چې درويشت (۲۳) کاله ئې پۀ دې ملک حکومت کړے دے.

    د دې نه مخکښې چې زۀ د نېشنل عوامي پارټۍ د مقصدونو تفصيل پېش کړم، غواړم چې اول د دې تنظيم د جوړولو د پس منظر او تاريخ پۀ حقله څۀ ووايم. پۀ کال ۱۹۴۸ء کښې چې د يو ګوند د جوړولو ضرورت محسوس شو نو کراچۍ کښې جمهوري طاقتونه سره کښېناستل او د ابتدائي کار نه پس ئې د پاکستان د پيپلز پارټۍ (People Party of Pakistan) بنياد کېښودو، ددې نه پس پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې پۀ لويه پېمانه ګرفتارۍ وشوې، دې لړ کښې پۀ کال ۱۹۵۶ء کښې د مغربي پاکستان ګڼو سياسي ګوندونو پۀ شريکه د پاکستان نېشنل پارټۍ (National Party Of Pakistan) جوړولو فېصله وکړه، دې تنظيم کښې چې کوم سياسي ګوندونه شامل وو، هغه دا دي:

    د سرحد (پښتونخوا) نه د خان عبدالغفار خان پۀ مشرۍ کښې “خدائي خدمتګار”، د بلوچستان نه د عبدالصمد خان اڅکزي “ورور پښتون” او د شهزاده عبدالکريم پۀ قيادت کښې استمان ګل، د سندهـ نه د ارواښاد حېدر بخش جتوي پۀ سر مشرۍ کښې سندهـ هاري کمېټي او د جي اېم سيد او شېخ عبدالمجيد سندهي پۀ قيادت کښې سندهـ عوامي محاذ، دغسې د پنجاب نه د خدائے بخښلي ميا افتخار الدين مشرۍ کښې ازاد پاکستان پارټي.

    يو کال پس پۀ کال ۱۹۵۷ء کښې چې د مشرقي پاکستان د مولانا عبدالحميد بهاشاني پۀ مشرۍ کښې عوامي ليګ او يو بلې ډلې ګوناونتري دل چې دې کښې ګډون وکړو نو دې ګوند دپاکستان نېشنل عوامي پارټۍ پۀ نامه ملي حېثيت بياموندو، د دې ګوند وړومبے صدر مولانا عبدالحميد خان بهاشاني ؤ او د دې خصوصيات دا وو:

    ا: د دې غړيتوب د ذات، عقيدې، علاقې يا مذهب د لحاظ ساتلو نه بغېر د پاکستان د ټولو استوګنو دپاره پرانستے ؤ.

    ب: دا ګوند د ازادې او نا پئيلې (غېر وابسته) خارجه پالېسۍ علمبردار ؤ او د سېنټو او سيټو د لوظنامو نه ئې زر تر زره د وتلو مطالبه وکړه.

    ج: دې جماعت (ګوند) ته دا پوخ يقين ؤ چې د مغربي پاکستان پۀ وړو صوبو د دوي د مرضۍ نه بغېر يو يونټ تپلے شوے دے نو ځکه ئې د زړو صوبو بيا پۀ ځاے کولو غوښتنه وکړه.

    د: دې ګوند دا محسوس کړه چې د حکومت اقتصادي پالېسي (کړن لاره) د اجاره داره سرمايه دارۍ د ډاډګيرنې پۀ اساس جوړېږي چې پۀ نتيجه کښې به ئې د ملک دولت څو لاسونو کښې جمع شي او دغه شان به مالدار نور مالدار او غريبانان نور غريبانان شي، نو ځکه دې ګوند دا مطالبه وکړه چې د دې رجحان د مخ نيوي دپاره دې زر تر زره تدبيرونه جوړ کړے شي او د قومي دولت دې پۀ انصاف سره د تقسيم انتظام وشي.

    نېشنل عوامي پارټۍ د زمکې د ملکيت د انتهائي حد مقررولو مطالبه وکړه او د انسان دلاسه د انسان د حق وهلو خلاف ئې خپله اراده څرګنده کړه نو دغه شان د مسلم ليګ پۀ مقابله کښې دا يو حقيقي مخالفه ډله پۀ وجود کښې راغله چې د چا نقطه نظر قومي او کردار عوامي ؤ، دا يو داسې ګوند ؤ چا چې د عالمي طاقتونو پۀ مرضۍ د چلېدو پۀ ځاے د پاکستان قومي مفادات تر نظره وساتل.

    جغرافيائي حقيقتونه او د دې ملک د سياسي تاريخ جاج اخستو دپاره پۀ بعضې حقيقتونو غور کول ضروري دي.

    اولنے حقيقت د دې ملک جغرافيائي پوزيشن دے، د براعظمګي تصوير څۀ داسې دے چې پاکستان پۀ دوه حصو کښې وېشلے شوے دے، د پاکستان دواړو برخو هندوستان مينځ کښې ګېر کړے دے، دې باندې د غرب او شرق دواړو نه حمله کېدے شي. د پاکستان خپله مشرقي حصه پۀ جنوب مشرقي اېشياء کښې پرته ده او مغربي برخه ئې پۀ منځني ختيز کښې واقع ده، دغسې دا ملک د فوجي محلِ وقوع پۀ لحاظ د دوه نړېوالو طاقتونو روس او چين ګاونډي دے.

    براعظمګي لا د وېش د اثراتو نه ساه نۀ وه اخستې چې پۀ چين کميونسټو قبضه وکړه، د دې کبله د عالمي طاقتونو پۀ عالمي پالېسۍ کښې بدلون ضروري وو، پاکستان د خپل جغرافيائي او فوجي اهميت پۀ رڼا کښې ناګهانه د عالمي شطرنج پۀ بساط راښکاره شو ګني پۀ بېن المللي کچ دې لوے ملک لا چا سره عام تعلقات هم نۀ وو جوړ کړي، د دې ملک د بېن المللي حېثيت يواځينے لارښود قائد اعظم پۀ کال ۱۹۴۸ء کښې حق رسېدلے ؤ.

    په کورني کچ د ملک ابتدا بېخي د صفر نه شوې وه، د پولې بلې غاړې نه د لکونو پناه ګزينو راتګ دا ملک مفلوج کړو او د دې اقتصاد ته ئې ډېر زيات نقصان ورسولو، بل اړخ ته د دې ملک قريباً ټول سياسي قيادت د پولې د پورې نه راغلے ؤ او دې ملک کښې کوم چې دوي ځان دپاره خوښ کړے ؤ د دوي جرړې محفوظې نۀ وې نو ځکه د ټولو نه مخکښې دوي ته ځان پۀ ځاے کول وو، دغسې د انتظامي او د صنعت او تجارت د شعبو مشران هم يو نوي ملک ته راغلي وو، ولې دوي ته پۀ يو نوي معاشرتي او کلتوري ماحول کښې کار کول وو او دوي د مختلفو علاقو د معاشرو او مختلفو علاقو د ژبو او کلتوري اړخونو سره بلد نۀ وو.

    زمونږ د ملک سياستدانانو خپل ځانونه پۀ هغه اعتماد پوره و نۀ خېژولے شول د کوم اعتماد اظهار چې خلقو پۀ دوي کړے ؤ، دا اعتماد څنګه ؤ؟ د ملک خلقو خپلو مشرانو ته خالي چېک (Blank Cheque) ورکړے ؤ، خلقو د اقتصادي مشکلاتو مقابله وکړه، تر دې چې د خپلو بنيادي حقونو او شهري ازاديو قرباني ئې هم ورکړه او پۀ خپلو جمهوري او ٰائيني حقونو ئې حملې هم برداشت کړې، ولې د دې باوجود سياستدانو هغه رويه خپله کړه چې غېر ملکي تاريخ ليکونکو ورته د پوليټيکل ميوزکل چيئر نامه ورکړه. د محلاتي سازشونو شروع وشوه او د دې نه د نوکر شاهۍ مخکښې پۀ ورو ورو سر کېښودل هم شروع شو، دې ملک چې ځان ته ئې يو نظرياتي مملکت وئيلو پۀ کال ۱۹۵۸ء کښې هم د ٰائين نه محرومه ؤ، دې لړ کښې خلقو د هغې دستور ساز اسمبلۍ د ماتولو حادثه هم وليده، د کومې صدارت چې جناح صېب کړے ؤ، دغسې پۀ سياسي فشار کښې مسلسل اضافه شروع شوه، دا لوظ وشو چې کال ۱۹۵۹ء کښې به د دستور مطابق ملک کښې عمومي انتخابات کولے شي، دې لوظ سياسي قيادت ته د اميد يو پړق وښودلو خو د ۱۹۵۸ء مارشل لاء د جمهوريت وده او واک خلقو ته د سپارلو پۀ لاره کښې خنډ جوړ کړو.

    د دې مارشل لاء هرکلے پۀ دې هيله وشو چې د دې پۀ نتيجه کښې به د انتخاباتو لوظ پوره کړے شي او خلق به د هغه بدعنوانو او خودغرضه سياستدانانو نه خلاص شي چې تراوسه لګيا دي پۀ دوي حکومت کوي.

    خو پۀ مارشل لاء کښې چې کوم وړومبنے سړے ګرفتار کړے شو نو هغه خان عبدالغفار خان ؤ، د دۀ نه پس خان عبدالصمد خان اڅکزے، شهزاده عبدالکريم او مولانا بهاشاني ګرفتار شول، حالانکې د دې خلقو کله هم حکومت سره تعلق نۀ دے پاتې شوے، بلکې دوي همېشه پۀ حکومت نيوکې کړې دي، نو ځکه مارشل لاء د تېرو سياسي واکمنو خلاف نۀ بلکې د دې د مخالفينو خلاف ثابته شوه او د دې ګزار پۀ هغه سياسي عناصرو وشو څوک چې د جمهوريت پۀ ځاے کولو پۀ لړ کښې اثرناک قوت جوړېدے شول. سوشلسټ کېمپ کښې د اختلافاتو پۀ وجه د لوئې طاقتونو پۀ عالمي کړن لاره کښې يو بنيادي بدلون راښکاره شو نو ځکه دا څۀ د حېرانتيا خبره نۀ وه چې فيلډ مارشل ايوب حکومت هندوستان سره د شريکې دفاع تجويز پېش کړو او پنډت نهرو دا د خپلې دې مشهورې فقرې سره رد کړو چې، “شريکه دفاع خو د چا خلاف”؟ پېښور سره نزدې بډهـ بېره کښې فوځي اډه د دې مثال دے چې حکومت د خپلې خاورې يوه برخه يو غېر ملکي طاقت ته ورکړه، کومه چې د پاکستان د عدالتونو د اختيار نه بهر وه او چرته چې د پاکستان کرنسي هم نۀ چلېده. يو ځل زمونږ خارجه وزير ته هم دې اډې ته د ننوتو اجازت نۀ ؤ ورکړے شوے، د ويليم پاورز U-2 جاسوسي الوتکې قيصه هم د دې لړ يوه کړۍ ده، د کومې پۀ نتيجه کښې چې دوست ملک پۀ دې مجبور شو چې د پېښور نه يوه سره دائره تاؤ کړي. څۀ ددې نه دا نتيجه راويستل غلطه ده چې د حکومت د غېض و غضب نزله د دې علاقې پۀ سياسي خلقو پرېوته چې دا د ځنې عالمي طاقتونو د جنګي کړن لارې نتيجه وه؟

    سياسي صورت حال:

    مشرقي پاکستان د پېرټي اصول ومنل او د خپل حاکميت د يوې برخې نه لاس پۀ سر شو، دغه شان مغربي پاکستان کښې هم د صوبائي قانون سازې اسمبلو او حکومتونو ختمولو او يو يونټ جوړول سره د واکمنۍ د يوې برخې نه لاس واخستے شو، د مرکز پۀ حق کښې د واکمنۍ نه د لاس اخستو د پنځلس کلنې تجربې د جاګيردارو او اجاره دارو سرمايه دارو يوه داسې طبقه پېدا کړه چا چې نۀ صرف د ملک پۀ مادي دولت قبضه وکړه بلکې دوي د انتخاباتو يو داسې نظام جوړ کړو، د کومې پۀ نتيجه کښې چې سياسي قوت هم د سرمايه دارې طبقې پۀ لاسونو مفلوجه پاتې شو، د دې نه داسې صورت پېدا شو چې زمونږ د مشرقي پاکستان وروڼو د اکثريت لرلو باوجود د خپلو حقوقو د تحفظ دپاره مطالبه شروع کړه، عجيبه خبره دا وه چې اقليت نۀ بلکې اکثريت د خپلو حقوقو د تحفظ غوښتنه کوله. دغه شان مغربي پاکستان کښې هم د دې پالېسۍ زور محسوس شو او د دې ځاے د اوسېدونکو اقتصادي او سياسي حقونه هم ووهلے شول، دې مملکت کښې زمونږ د يو والي جرړې پرې کړے شوې او د دې پۀ نتيجه کښې پۀ مختلفو علاقو کښې د شکونو، بې باورۍ بلکې د کرکې او نفرت اور ولګېدو او مونږ د يو قوم پۀ حېث سوچ کول هم پرېښودل.

    نېشنل عوامي پارټۍ ته دا احساس ؤ چې د دې ٰامرانه نظام نه د ځان خلاصولو يواځينۍ ذريعه دا ده چې اولسي رائے (Public Opinion) دې متحرک کړے شي او د ټولو سياسي قوتونو يو متحده محاذ دې جوړ کړے شي. پۀ دې وجه جمهوري مجلسِ عمل جوړ او د ګول مېز کانفرنس انعقاد ممکن شو، دا زمونږ د سياسي ژوند يو بې حده صحت مند اړخ ؤ چې مختلفو سياسي ګوندونو پۀ يو اواز د ٰامرانه نظام د رانسکورولو دپاره د مبارزې کولو فېصله وکړه، د دې فېصلې زړۀ پورې نتيجه دا راوخته چې مخکښني صدر ايوب نۀ صرف د اقتدار پرېښودو وعده وکړه بلکې د بنيادي جمهوريت د هغه نظام نه ئې هم لاس واخستو د چا پۀ حقله چې به د دۀ خوشامدګرو او درباريانو وئيل چې پۀ انګلستان کښې هم د دې نظام د راوستولو منصوبې جوړېږي خو زمونږ پۀ خيال د ګول مېز کانفرنس د مذاکراتو د ټولو نه ښکاره اړخ دا دے چې د دې پۀ نتيجه کښې د ګېرولو او سوزولو او ځوانان بازارونو ته د کاڼو ويشتلو او اور اچولو دپاره د لېږلو پۀ ځاے د سياسي سرګرميو دپاره يو تعميري او مثبتې طريقې رواج وموندو.

    د ايوب د حکومت خلاف ټول ملک کښې احتجاجي مظاهرو د ايوب خان پۀ ناکامه پالېسيو د تصديق مهر ولګولو او پۀ دغه حالاتو کښې د ملک سلامتيا پۀ ځاے کولو دپاره فوځ مداخلت وکړو، اوس د انتخاباتو نه مخکښې مونږ ته پۀ قلاره د موجوده سياسي حالاتو جاج اخستل پکار دي او مونږ ته هغه حالات څېړل پکار دي کوم کښې چې مسلم ليګ مارشل لاء دپاره ځاے خالي کړے دے. پۀ بېن المللي کچ دا خلق پۀ زوره زوره د ازادې خارجه پالېسۍ چغې وهي خو حالت دا دے چې مونږه اوس هم د يوې نه بلکې د دوه فوځي لوظنامو سيټو او سېنټو ممبر يو، يوه بله عجيبه پوښتنه دا ده چې څۀ مونږ نورو مسلمان هېوادونو سره د ورورولۍ تعلقات جوړ کړي دي؟ يا څنګه چې زمونږ يواځينے مقصد دے څۀ مونږه مسلمان ملکونه خپلو کښې نزدې کړې دي؟

    اقتصادي اړخ:

    ملک د دوه کهربه روپو قرض دار دے او د دې نه فائده يوې داسې خاص طبقې وچته کړې ده، د چا مقصد چې صرف دولت جمع کول دي او د دې نتيجه دا ده چې د ملک دواړو برخو او مختلف علاقو کښې برابرے يعنې مساوات نشته، دې علاقو کښې سړي سر امدن پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې ۳۰۰ روپۍ، بلوچستان کښې ۴۰۰ سوه، پنجاب کښې د ۶۰۰ نه زيات او کراچۍ او سندهـ کښې ۸۰۰ روپۍ دے.

    سياسي اړخ:

    د تېرو حکومتونو دپالېسيو پۀ نتيجه کښې دلته جمهوريت قتل شوے دے او د بنيادي جمهوريت د نظام پۀ ذريعه سياست د ملک نه ويستلے شوے دے، د اجتماعي قومي فکر پۀ ځاے مونږه خانداني او قبائلي پرو جمبو ته ديکه کړے شوي يو، دې سره زمونږ د قوم د يووالي جرړې پرېکړې شوي او د ووټرانو د محدود تعداد پۀ نتيجه کښې د پېسو سياست د سياسي ګوندونو پۀ مقابله کښې زيات اثرناک کردار شروع کړو، ځکه نو دا دومره د حېرانتيا خبره نۀ ده چې نن ملک کښې داسې ګوند نشته چې پۀ ملي کچ د خلقو پۀ زخمونو پهې کېږدي خو د دې حالاتو د ټولو نه زياته خطرناکه نتيجه دا راوتې ده چې ملک کښې داسې ځوان او د جوش او ولولې نه ډک قيادت ته د راوتلو موقع ورنۀ کړے شوه چې د دور اندېشۍ او ويښو دماغو نه کار واخلي، وچت شي د صوبائي مفاداتو نه بالا مقامي حدونو نه تېر شي او پۀ ملي سطح کار وکړي. سږکال پۀ وړومبۍ جنورۍ چې صدر يحيٰي د معمول مطابق د سياسي سرګرمو اجازت ورکړو نو دې کښې دا حقيقت نور هم روښانه شو، دا ډېر د افسوس خبره ده چې زمونږ زړو بلکې ورستو شوو سياستدانانو د سياست پۀ مېدان کښې د راټوپ کولو سره سم هغه جذباتي چغې وهل بيا شروع کړې چې کال ۱۹۴۶ء کښې شايد پۀ کار راتلې خو پۀ ۱۹۷۰ء کښې ئې بېخي ضرورت نشته، دې وطن کښې تېرو ۲۳ کالو کښې ډېر بدلونونه راغلل او خلقو د خپلو ترخو تجربو نه ډېر څۀ زده کړل خو کومو خلقو چې دې دوران کښې نۀ څۀ سبق زده کړو او نۀ دې اوږده موده کښې د وړوکوالي د حدونو نه راووتل هغه زمونږ سياستدانان دي، ملک پۀ قومي او بېن الاقوامي سطح ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دے، د ملک پۀ دواړو برخو او د مختلفو علاقو ترمېنځه تعصباتو، شکونو او نفرتونو کښې د بې خونده اقتصادي منصوبه سازۍ او د سياسي فعاليتونو د نشتوالي پۀ وجه اضافه روانه ده، اوس د ملک مخې ته اهم سوال دا پروت دے چې د دې مشکلاتو مقابله دې څنګه وکړې شي؟

    هر کله چې پۀ کال ۱۹۵۷ء کښې نېشنل عوامي پارټۍ د ناپئيلي يعنې غېر وابسته خارجه پالېسۍ خپلولو نعره پورته کړه نو پۀ مونږ دا تور ولګولے شو چې مونږ ملک يواځې کوو او د سپينو زرو پۀ تال کښې ئې هندوستان ته پېش کوو خو چې هندوستان سره زمونږ جنګ وشو نو د سيټو او سېنټو معاهدې زمونږ هيڅ پکار رانۀ غلې او بيا صدر ايوب خان خپل کتاب “جس رزق سے آتى هو پرواز مين کوتاهى” وليکلو، دې کتاب کښې دۀ د خارجه پالېسۍ پۀ حقله د نېشنل عوامي پارټۍ د موقف (دريځ) تائيد وکړو.

    او چې بيا کله نېشنل عوامي پارټۍ د وړو صوبو د بيا پۀ حال کولو غوښتنه وکړه نو دا الزام پرې ولګولے شو چې دا پارټي پاکستان ټوټې ټوټې کول غواړي خو پۀ کال ۱۹۶۹ء کښې هغه ټول سياسي ګوندونه د وړو صوبو پۀ بحال کولو متفق شو چا چې يو يونټ د خپل ايمان جُز ګڼلو او دغه شان دوي د حقيقت پۀ بنياد قدم پورته کړو او د دې نه علاوه چې نېشنل عوامي پارټۍ د حکومت اقتصادي پالېسو باندې احتجاج وکړو او د ملک دولت پۀ منصفانه بنيادونو د تقسيمولو مطالبه ئې وکړه نو پۀ مونږه دا تور پورې کړے شو چې مونږ د روس او چين اېجنټان يو او پۀ دې اسلامي رياست ګزار کول غواړو، ليکن اوس کۀ تاسو د سياسي ګوندونو منشورونه راواخلئ او وې ګورئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ټول سياسي ګوندونه اوس د نېشنل عوامي پارټۍ د اصلاحي تجويزونو نه هم د زياتو انقلابي اصلاحاتو وعدې خلقو سره کوي، هغه د فارسۍ د يو شعر مفهوم دے چې کم عقل هغه څۀ کوي چې هوښيار ئې کوي خو د خرابيو او مصيبتونو نه پس، اوس دا کتل دي چې مونږ ملک ته د پېښو مسئلو د حل دپاره څۀ کولے شو؟ خاص کر پۀ دې حال کښې چې ملک د ٰائين نه محرومه دے، څۀ مونږ پۀ نعره بازۍ،، جذباتي عقيدو او د خلقو د جذباتو سره پۀ لوبو کولو څۀ حل وړاندې کولے شو؟

    او يا چې زمونږ د ځنې سياستدانانو محبوبه مشغله ده چې پۀ يو بل خټې ورتپي او يو بل د يو يا بل نه کوم ملک اېجنټ جوړوي او فلانکے دوست دے او فلانکے دښمن دے، چغې سورې وهي، پۀ دې خبرو مونږ دا مسئلې حل کولے شو؟ او لا د ځنې هغه اسلام دوسته خلقو پۀ چغو سورو مونږ خپلې ستونزې هوارولے شو چې د هغې نه دا تاثر خورېږي چې د دې اسلام دوسته ګوندونو نه بهر ټول خلق د اسلام دښمنان دي. د نظريه پاکستان نه پس خودساخته محافظان اوس د مضبوط مرکز خبره کوي، حالانکې دوي تراوسه د مضبوط مرکز صحيح تعريف هم ونۀ کړے شو او حال دا دے چې دوي نه دا هېر دي چې زمونږ د موجوده خرابيو اصل وجه هم دا ده چې ټول انتظامي او سياسي اختيارات پۀ يو لاس کښې راغونډ کړے شوي وو، بايد چې مونږ د مضبوط پاکستان خبره وکړو او د مضبوط پاکستان مطلب د مخکښني صدر ايوب مضبوط مرکز کله هم نۀ دے. نېشنل عوامي پارټي پۀ دې پوهېږي چې د ملک د سلامتيا تعلق اېغ پۀ نېغه د قومي يووالي سره تړلے دے او دا يو والے هله راتلے شي چې د ملک ټولو اوسېدونکيو ته د رياست پۀ سياسي او اقتصادي پالېسيو کښې د برخې اخستو شعوري او اثرناک احساس وي.

    زمونږ پۀ خيال د ملک ټول اوسېدونکي د ذات، عقيدې، علاقې، ژبې، کلتور او د مذهب د لحاظ نه بغېر د برابر حېثيت حقدار دي، مونږ د مقدمې چلولو نه بغېر د چا د نظر بند کولو بېخي مخالف يو.

    زۀ دا د خپلې ذاتي تجربې پۀ بنياد وايم چې کله زۀ نظربند کړے شوم نو دغسې پۀ زرګونو نور خلق هم وو چې پۀ اخبارونو کښې پرې د وران کارو او د نورو ملکونو د اېجنټ نه علاوه نور ګڼ الزامات لګولے شوي وو ولې پۀ چا هم مقدمه نۀ ده چلولې شوې، دې خلقو کښې زمونږ د صوبې وزيراعلٰي ډاکټر خان صاحب هم شامل ؤ چې د ۱۹۴۸ء نه تر ۱۹۵۴ء پورې ورسره دغه شان سلوک شوے ؤ. زمونږ د مالياتو وزير قاضي عطاء الله خان مرحوم هم پۀ دغه کسانو کښې ؤ چې د نظر بندۍ پۀ دوران کښې حق رسېدلے ؤ، د دې نه علاوه د صوبائي اسمبلۍ غړي هم پۀ دې غرض نظر بند کړے شوي وو چې د اقليت پۀ بنياد صوبائي حکومت وچلولے شي.

    راځئ چې مونږ پۀ خپل سياست پۀ علمي نظر بحث وکړو، مذهب او رياست کله هم د بحث لاندې نۀ شي راوستے او پۀ راتلونکي انتخاباتو کښې خو بېخي دا متنازعه مسئله نۀ ده، زمونږ بنيادي مسئلې د حکومت نظام او د اقتصادي رغوڼې (Structure) تعين دے، دنيا کښې د انډونېشيا نه تر مراکش او الجزائر پۀ شلګونو مسلمان هېوادونه دي، د دې ټولو نظامونه د يو بل نه جدا جدا دي، دې کښې به د يو ملک نظام ته اسلامي او نورو ته به غېر اسلامي وئيل پکار وي او دغه خبره د دې اسلامي ملکونو د اقتصادي نظامونو پۀ حقله هم کېدے شي.

    امور خارجه:

    مونږ د ګاونډي ملکونو پۀ شمول ټولو هېوادونو سره دوستانه تعلقات غواړو، مونږ د کشمير د خلقو د ازادۍ د حق پلويان يو او دا خيال لرو کۀ چرې مونږ د شېخ عبدالله پۀ شمول نور مشران ځان سره يو ځاے کول غواړو نو دې دپاره ضروري ده چې پاکستان دې يو جمهوري مملکت وي، د کشمير نه علاوه زمونږ هندوستان سره نورې هم ډېرې تنازعې دي، دې کښې د فراکه (Farakka) بند مسئله ده او د دې نه علاوه د هغه ټولو سيندونو د اوبو کشاله ده چې پاکستان کښې بهېږي خو سرچينې ئې هندوستان کښې دي.

    د ټولو نه غټه مسئله د هغه هندوستاني مسلمانانو ده چا چې زمونږ د بېل وطن د قيام دپاره قربانۍ ورکړې دي، پۀ مونږه د هغوي د طرف نه ډېره غټه ذمه واري پرته ده، دا ضروري ده چې مونږ هندوستان سره خپلې مسئلې پۀ تسلۍ هوارې کړو چې هغه مسلمانانو ته خپل ملک کښې پۀ امن او سلامتيا اوسېدل نصيب شي.

    تېرو ۲۳ کالو کښې دواړو ملکونو ډېر نقصان وچت کړے دے او د دې نقصان اوچتونکي عام خلق دي چې ډېر مخلص دي، مونږ يقين لرو کۀ دواړه فريقه د زړۀ نه پخه اراده وکړي نو مونږ خپلې ټولې مسئلې هوارولے شو، د دې مقصد پۀ لاره کښې اسلام کله هم خنډ نۀ شي جوړېدے، ځکه چې مونږ داسې غېر مسلمان ملکونو سره هم دوستانه اړيکې لرو د چا نظريات چې زمونږ د نظرياتو سره متصادم دي، دې لړ کښې د امريکې او چين مثال کافي دے.

    د دې مقابله کښې افغانستان سره زمونږ تعلقات کله هم دوستانه نۀ دي پاتې شوي، حالانکې افغانستان زمونږ مسلمان همسايه دے.

    قوم ته د ملک دپاره د يو جمهوري ٰائين تيارولو پۀ غرض د يو دستور سازې اسمبلۍ انتخاب کول دي، د دې ايوان د خپلواکه حېثيت پۀ لړ کښې ځنې شکونه لګيا دي خلق کوي، دې لړ کښې زمونږ دريځ (موقف) دا دے چې د بالغ رائے ورکولو پۀ اساس منتخب شوي اسمبلي د خپل حق او حېثيت پۀ اعتبار سره خپلواکه وي او د دې فېصله قطعي او حتمي وي، پۀ دې ځکه اعتبار کول پکار دي چې د پاکستان خلق دا د اعتبار وړي او يو امانت ګڼي.

    پاکستان پائنده باد

    د خداے پۀ امان

  • بايد مذاکراتو ته درناوے ورکړے شي – شميم شاهد

    بايد مذاکراتو ته درناوے ورکړے شي – شميم شاهد

    څو ورځې وړاندې وزير اعظم عمران خان د کابل خپله وړومبنۍ يوه ورځنۍ دوره ترسره کړه. پۀ دې دوره کښې پۀ افغانستان کښې د امن قيام او د دوه اړخيزه اړيکو او تجارتي هلو ځلو د پرمختګ لپاره د کوټلي ګامونو اخستلو اراده څرګنده شوه. د خپلې دورې نه يوه ورځ پس عمران خان پۀ خپل يو ټويټ پېغام کښې ووئيل چې پۀ افغانستان کښې د امن لويه ګټه به پاکستان ته رسي او د امن لۀ وجې به د دواړه هېوادونو ترمېنځه تجارتي اړيکې نورې هم قوي شي. پۀ خپل دغه پېغام کښې عمران خان دا هم وئيلي وو چې د دۀ د دورې يو لوے مقصد دا هم ؤ چې د افغانستان قيادت د امن لپاره د پاکستان د کوششونو نه خبر کړے شي او دا هم باور ورکړے شي چې پاکستان پۀ افغانستان کښې د امن لپاره هلې ځلې کوي.

    وزير اعظم عمران خان دا هم وئيلي چې هغۀ کله هم د افغان کشالې د حل لپاره د پوځي عملياتو ملاتړ نۀ دے کړے او نۀ کله ملاتړ پاتې شوے دے بلکې هغه لۀ سره د پوځي حل خلاف ؤ. عمران خان دا هم وئيلي چې د افغان مسئلې يواځينے حل خبرې اترې او مذاکرات دي. هغۀ دا هم وئيلي وو چې پۀ افغانستان کښې د امن نه به د افغانانو نه پس لويه ګټه زمونږ وي ځکه چې دې سره به د دوه اړخيزه اړيکو، سوداګرۍ او تجارت لارې پرانستې شي او پۀ نتيجه کښې به ئې خوشالي او سوکالي د دواړه ملکونو پۀ لور وزرې وخوزوي. وزير اعظم عمران خان چې پۀ خپل بيان کښې کومې خبرې کړې دي نو دا نۀ يوازې د جنګ زپلي افغانستان د هر وګړي د زړۀ اواز او ارمان دے بلکې پۀ پاکستان کښې د هر امن خوښوونکي او پۀ جمهوريت يقين لرونکي خواهش هم دے. ځکه نو د وزير اعظم عمران خان د دې بيان او خبرو چې څومره هم ستائنه وشي نو کمه به وي . خو ايا دا خوب به رښتيا شي؟ ايا صرف د خبرو نه څۀ جوړېدے شي او ايا پۀ دې خبرو د عمل کولو لار برابره ده کۀ نه؟

    کۀ واقعتا د وزير اعظم عمران خان پۀ دې پېغام عمل درامد وکړے شي نو نۀ يوازې دا چې پۀ افغانستان کښې به امن قائم شي بلکې د پاکستان پۀ ځمکه باندې د تېرو څلورو لسيزو راهسې لګېدلي اور پۀ ختمولو کښې به هم مرسته ترلاسه شي. نۀ صرف دا چې د ترهګرۍ اور به مړ شي بلکې ورسره به پۀ سوېلي اېشياء کښې د تجارت نوې لارې هم پرانستې شي چې ورسره به د پرمختګ د يو نوي دور اغاز وشي . عمران خان ښکاري داسې چې د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني او پخواني صدر اصف علي زرداري نه پس وړومبے داسې يو اهم عهدېدار دے چې د زړۀ نۀ ئې پۀ افغانستان کښې د امن د قيام پۀ لړ کښې د عزم او ارادې څرګندونه کړې ده . زمونږ دعا ده چې د وزير اعظم عمران د زړۀ دا مراد پوره شي او پۀ افغانستان کښې د تېرو څلورو لسيزو نه خورې د اور، ترهګرۍ، بدامنۍ، بدرنګۍ او جنګ تيارې ختمې شي . د عمران خان نه وړاندې د پاکستان نورو مشرانو هم د امن لپاره هلې ځلې او کوششونه کړي دي او پۀ خبرو اترو او مذاکراتو ئې زور راوړے دے، او هم دغه شان د افغانستان مشرانو هم کۀ د امن لپاره کوششونه کړي دي نو ورسره ئې هر ځل د خبرو اترو او مذاکراتو لار هم مهمه بللې ده.

    کله چې کال ۱۹۷۹ ز د دسمبر مياشت کښې پخوانے سويت يونين او د دوي پوځونه د يوې پرېکړې پۀ نتيجه کښې پۀ افغانستان کښې داخل شو نو امريکې او د دې ملګرو او اتحاديانو پاکستان، سعودي عرب او ايران چې د اسلامي جهاد پۀ نامه د افغانستان پۀ خاوره د جنګ اعلان وکړو نو تر ټولو وړومبے مرحوم ببرک کارمل د خبرو اترو او مذاکراتو وړاندېز کړے ؤ چې پۀ نتيجه کښې ئې د جنيوا مذاکرات اغاز شوے ؤ او هم د دې مذاکرات پۀ نتيجه کښې بيا کال ۱۹۸۸ ز د اپرېل مياشت کښې د روسي پوځونو د افغانستان څخه د وتلو لپاره جنيوا معاهده لاسليک شوه. هغه وخت د پاکستان وزيراعظم مرحوم محمد خان جونېجو د دغه لاسليک ملاتړ کړے ؤ . خو پۀ دې لاسليک او معاهده پوځي امر ضياءالحق خفه ؤ او هم دغه وجه وه چې ضياء الحق د مۍ مياشت کښې د مرحوم جونېجو حکومت ختم کړے ؤ . او دا هر څۀ پۀ داسې وخت کښې شوي وو کله چې جونېجو پۀ يو غېر ملکي دوره ؤ او لۀ ملکه بهر ؤ . د افغانستان پخواني صدر مرحوم ډاکټر نجيب الله کال ۱۹۸۷ کښې د لوئې جرګې لۀ لارې پۀ باقاعده توګه د صدر جوړېدو وروستو نۀ يوازې د افغان مسئلې د هواري لپاره د خبرو اترو او مذاکرات وړاندېز کړے ؤ بلکې د قومي مصالحتي پاليسۍ لاندې ئې پۀ پېښور کښې استوګن د اووۀ جهادي ډلو اتحاد مشرانو ته پۀ خپل سمي پۀ يو عبوري حکومت د اتفاق رائے جوړولو او د اقتدار نه د بېلېدو دعوت هم ورکړے ؤ. تر دې چې پۀ جنيوا لاسليک او هم دغه شان د افغانستان د خاورې څخه د روسي پوځونو پۀ وښکلو کښې هم څوک د مرحوم ډاکټر نجيب د کردار او هلو ځلو نه انکار نۀ شي کولے.

    د ډاکټر نجيب لۀ اقتدار څخه بېلېدو وروستو صبغت الله مجددي او پروفېسر برهان الدين رباني هم پۀ هره موقع د مذاکرات وړاندېز کړے ؤ . د نائن الېون پېښې نه پس د حامد کرزے د صدر جوړېدو نه وروستو د نوموړي هر بيان او تقرير به د مصالحت، روغې جوړې، امن او سوکالۍ،د پاکستان سر ه د ورورولۍ د اړيکو او طالبان لپاره پۀ ښۀ ټکو اډاڼه ؤ . حامد کرزے پۀ هره موقع پۀ افغانستان کښې د امن پۀ لړ کښې د پاکستان کردار مهم بللے دے. او کله چې کال ۲۰۱۴ کښې موجوده صدر ډاکټر اشرف غني صدر جوړ شو نو تر ټولو اولنۍ دوره ئې د پاکستان کړې وه او د دغه دورې پۀ مهال هغه پۀ پنډۍ کښې د پاکستان پوځ هېډکوارټر ته هم ورغلے ؤ.

    ډاکټر اشرف غني د خپلې دغه دورې پۀ مهال پۀ افغانستان کښې د امن لپاره مهمې خبرې اترې بلکې منتونه د هغه وخت وزيراعظم نواز شريف ته نه بلکې د هغه وخت د پوځ مشر جنرل راحيل شريف ته کړي وو.

    د کال ۱۹۷۹ ز نه تر اوسه نۀ صرف د افغانستان بلکې د پاکستان هر سياسي او حکومتي مشر د افغان مسئلې د هواري لپاره نۀ صرف مذاکرات او خبرې اترې مهمې بللي بلکې زور ئې پرې هم راوړے دے . خو لۀ بده مرغه د تېرو څلوېښتو کلونو راهسې د دومره خبرو اترو، کوششونو او هلو ځلو نه پس هم لۀ يو اړخ نه هم د امن لپاره کوم پاخۀ، کوټلي، پۀ زړۀ پورې ګامونه خو پرېږده چې د مذاکراتو لار نۀ خو خپله کړې شوه او نۀ پرې عمل وکړے شو.

    اوس کله چې وزيراعظم عمران خان برملا د سياسي حل او مذاکراتو لۀ لارې پۀ افغانستان کښې د امن قيام لپاره د کردار باور ورکړے دے نو اوس دۀ لۀ پۀ هر حال کښې دا باور پۀ حقيقت کښې بدلول پکار دي . زما خپله هم پۀ دې خبره باور دے چې د افغانستان د اوسني حالاتو نه تر ټولو زيات نقصان پاکستان ته دے او هم دغسې د امن نه پس به ئې تر ټولو زياته ګټه هم د افغانستان وي.

    دا هم ياد ساتل پکار دي چې افغانستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې د اور لمبو سره مخ دے او د جنګ، ترهګرۍ او بدامنۍ لۀ وجې ئې خاوره، اولس، اقتصاد، سياسي نظام او ټولنيزې چارې د لوے نقصان سره مخ دي او خداے مۀ کړۀ کۀ هم داسې دا حالات پاتې شي نو لرې نۀ ده چې ټوله سيمه يو ځل بيا د اور د لمبو ښکار شي. دا هم مهمه ده چې نن سبا د تجارت او سرمايه کارۍ دور دے او افغانستان د پاکستان يو داسې ګاونډې هېواد دے چې دواړه د يو بل ضرورتونه پوره کولے شي او پۀ سيمه کښې د امن سره سره د خوشالۍ او سوکالۍ هواګانې خورېدې شي. دا هر څۀ هله ممکن کېدے شي کۀ لۀ دواړۀ خواؤ د امن پۀ لړ کښې پاخۀ ګامونه واخستے شي او پۀ مذاکراتو د مذاکراتو پۀ شان عمل وکړے شي.

     

  • د افغانستان او ترکمنستان اړيکې او ګډ اقتصادي ليد – طائر ځلاند

    ترکمنستان د منځنۍ اسیا لۀ هېوادونو یو هغه دے چې د شوروي اتحاد لۀ وېشل کېدو وروسته ئې د خپلواکۍ پۀ اعلانولو سره پۀ سیمه کښې د بې پرې سیاست اعلان وکړ او ورسره ئې د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د امنیتي او نورو مسائلو پر ځاے اقتصادي لید مطرح کړ.

    افغانستان یو لۀ هغه هېوادونوڅخه ؤ چې د ملګرو ملتونو پۀ سازمان کښې ئې لۀ ترکمنستان ملاتړ اعلان کړ او هم دا ډول ترکمنستان هم د هغه وخت د مجاهدینو لۀ رژيم او بیا د طالبانو سره هم خپلو اړیکو ته دوام ورکړ.

    د ترکمنستان لپاره پۀ سیمه کښې تر ټولو مهمه اقتصادي پروژه هغه د ټاپي ده چې لۀ هم دې کبله دغه هېواد افغانستان سره نږدې پاتې شوے دے. ترکمنستان پۀ خپل اقتصادي سیاست کښې جنوبي اسیا دخپلو اقتصادي برنامو لپاره مهمه برخه ګرځولې ده.

    د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ټاپي پروژې پر سر خبرې او د افغانستان لۀ لارې پاکستان ته د ګازو نل لیکې او انرژۍ لېږد موضوع ددې لامل شوه چې د ایډيالوژيکو اختلافاتو باوجود طالبانو سره تر ډېره د منځنۍ اسیا دنورو هېوادونو پۀ پرتله بدې اړیکې نۀ درلودې.

    پۀ 2002 زیږدیز کال کښې پۀ افغانستان کښې د نسبتاً یو داسې حکومت رامنځ ته کېدو سره چې د نړیوال ملاتړ برخمن ؤ، د ترکمنستان لپاره خپلو اهدافو ته د رسېدو پۀ برخه کښې یوه مهمه مرحله وه. هم هغه ؤ چې د حامد کرزي د موقتې ادارې سره ئې د اړیکو ټینګولو هڅې پېل او پۀ مهمو برخو کښې دهمکاريو ټټر وواهۀ.

    پۀ اقتصادي، فرهنګي، تعلیمي او اجتماعي برخو کښې لۀ دوه اړخیزو اړیکو پۀ درلودلو سره پۀ 2015 زیږديز کال کښې نور هم دې ته شرائط برابر شول چې د څلورو هېوادونو ترمنځ د ټاپي پروژې پۀ پېل کېدو هوکړه او کار ئې عملي پېل شو.

    پۀ څلورو هېوادونو کښې د ترکمنستان سره افغانستان، پاکستان او هندوستان ددې پروژې مهم شریکباڼي دي.

    ترکمنستان د خپل دغه مهم لوے هدف تر لاسه کولو لپاره چې غواړي د جنوبي اسیا هېوادونو د انرژۍ بازار تر لاسه کړي، افغانستان پۀ خپل اقتصادي سیاست کښې یو مهم نږدې هېواد بولي.

    بل لورې پۀ افغانستان کښې د اشرف غني د اولسمشرۍ پۀ راتګ سره د سیمې هېوادونو سره د اړیکو لید اقتصاد محوره شو او پۀ لویه کښې د منځنۍ اسیا د هېوادونو سره د ښو اقتصادي اوسوداګریزو اړیکو تر اروپا ځان ته لار پېدا کول لۀ مهمو هڅوګڼل کېږي.

    افغانستان او ترکمنستان پۀ حقیقت کښې پۀ نوې سیاسي منظرنامه کښې د سیمې پۀ کچه لۀ مشترک اقتصادي لیده برخمن دي. توپیر یواځې دومره دے چې ترکمنستان د یوې لارې پۀ توګه غواړي لۀ افغانستان تېر تر پاکستان، هند او نورو جنوبي اسیايي هېوادونو پورې خپل د انرژۍ اوږد مهاله بازار جوړ کړي ـــ او افغانستان د ترکمنستان او د منځنۍ اسیا د اقتصادي منبعو څخه پۀ ګټې اخستو پۀ سیاسي برخه کښې ځان لۀ وابستګۍ را بهر او پۀ حقیقت کښې افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزې اړتیا پۀ توګه مطرح کړي.

    افغانستان هم د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د ښو اړیکو پۀ لرلو سره ځان نړیوالو بازارونو او سمندري لارو ته رسول غواړي چې پۀ دې سره پۀ اوچه کښې د راګېر وضعیت د خلاصون یو خواهش ئې ګڼلے شو.

    ترکمنستان ته د افغان ولسمشر پۀ تازه سفر کښې دغه ګډ اقتصادي لید د دې لامل شو چې نږدې پۀ لسو نورو مواردو هم دواړه هېوادونه سره هوکړي او موافقت نامې وکړي.

    1. د قالینو د صنعت پۀ برخه کښې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ موافقت نامه.
    2. د افغانستان او ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ پۀ 2018 او 2019 کلونو کښې د همکارۍ موافقت نامه.
    3. د دواړو هېوادونو ترمنځ پۀ دې هم هوکړه وشوه چې لۀ ترکمنستان څخه بادغیس او د جوزجان ولایت ځینو اولسواليو ته برېښنا ولېږدوله شي.
    4. د جوزجان او مخدو مقلي پوهنتونونو ترمنځ علمي همکاريو هوکړه هم لاسلیک شوه.
    5. د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د اوسپنې د نړیوالې لارې پۀ تړاو چې د افغانستان لۀ سرحده به تېرېږي، هم هوکړه وشوه.
    6. د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوسپنې د لارې د جوړښت پۀ طرزالعمل هوکړه چې لۀ امام نظر او اقینه ترمنځ جوړېږي.
    7. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پۀ نړیوالو ترانسپورتي اړیکو هوکړه د اولسمشر غني ددې سفر لاسته راوړنه ده.
    8. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګمرکي همکاريو پۀ برخه کښې موافقت نامه هم شوې ده.
    9. او د سرحد اباد او تورغندۍ ترمنځ د رېل پټلۍ پۀ موضوع چې مخکښې هم د تګ راتګ پرمهال د ایجنډا برخه وه، یوځل بیا پۀ دې سفر کښې ئې پۀ اړه تازه هوکړې وشوې.
    10. د دواړو هېوادونو ګډه اعلامیه .

    د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لۀ دغه تازه هوکړو درکولوے شو چې دواړه هېوادونه پۀ سیمئیزه کچه پۀ یو داسې وضعیت کښې چې تقریباً د سیمې هېوادونو پۀ خپلو اړیکو کښې امنیتي رنګ فوق العاده زیات مهم کړے، د دواړو هېوادونو ګډ اقتصادي لید د یو بې مثله نوښت ترڅنګیو اهم ضرورت دے.

    دا سمه ده چې ترکمنستان د منځنۍ اسیا د هېوادونو پۀ منځ کښې د انرژۍ او نفتي موادو پلازمېنه ده، خو د ترکمنستان لپاره تر ټولو مهم بازار جنوبي اسیا ته پۀ تګ کښې افغانستان ته ډېره اړتیا لري.

    هم دا ډول پۀ ډېرو نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو پروژو کښې افغانستان ترکمنستان ته شدید ضرورت لري.

    د ترکمنستان سره د افغانستان د اقتصادي لید ګډ لیدلورے ما لپاره د دواړو هېوادونو پۀ منځ کښې د اړیکویوه نۀ بېلېدونکې لاره برېښي او دغه ګډ هدف او مشترکه لاره د دواړو هیوادونو پۀ وده کښې پۀ یو وخت اغژزمنه ثابتېدې شي

    او دغه ګډ اقتصادي لید نۀ یواځې د افغانستان او ترکمنستان امنیتي اندېښنو ته ځواب وئیلے شي بلکې د سیمې پۀ کچه د یو ښۀ بدلون پېلمه هم کېدلې شي.