پۀ پښتنه ټولنه د خدائي خدمتګارۍ اغېز – نورالامين يوسفزے

کله چې ستر پښتون مصلح حضرت باچاخان بابا پۀ پښتنه ټولنه کښې د “خدائي خدمتګار” تحريک رده کېښوده نو پۀ دغه زمانه کښې دنيا د وړومبي نړيوال جنګ د وحشت پۀ غېږه کښې وه، د نړۍ پۀ هر ګوټ کښې د سرمايې بچو د وحشت او بربريت بازار ګرم کړے ؤ او پۀ ناوېشلي هند […]

د باچا خان بابا اقوال

1. زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار کښې وزارت شته، پۀ دې […]

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د تشدد او دوېم د عدم تشدد. کوم چې د تشدد تحريکونه وو هغه انګرېزانو پۀ خپل زور طاقت ښۀ پۀ اسانه وچقول خو د عدم تشدد تحريک ختمولو د پاره انګرېزانو د نوکو پوندو زور لګولے ؤ خو ولې ختم […]

د قام خوشحالي (دمصلحانو او دانشورانو مرام) او باچاخاني انداز – اسرار د طورو

لارښودان: د بني ادم پۀ تاريخ کښې مصلحان او خپلو خپلوانو، قبيلو او قامونو ته د ژوند تېرولو د پاره نېغه لار ښودونکي وګړي يادېږي. پۀ قلمي اثارو کښې د زميني اشخاصو دفکر نخښې دي او کۀ د اسماني الهامي هداياتو نقوش دي، مونږ سره د مصلحينو، لارښودونکو او د هغوي د تعليماتو او هداياتو […]

باچا خان او عدم تشدد – نورالامين يوسفزے

شلمه پېړۍ چې د سيي انقلابونو، سماجي بدلونونواو سائنسي ايجاداتو پېړۍ وه او پۀ ګرده نړۍ کښې د اتلسمې او نولسمې پېړۍ د عمراني، ادبي او فکري انکشافاتو او سائنسي ايجاداتو نتيجې پۀ يو ځل پۀ دغه پېړۍ (شلمه پېړۍ) کښې ډېرې پۀ تېزۍ سره مخې ته راتلل پېل شول. د غلام هندوستان پۀ تعليمي […]

پۀ دې خاوره د ژوند کولو ضابطه عدم تشدد ده – ساجد ټکر

دا خبره اوس لۀ چا هم پټه پناه نۀ ده چې کۀ د پښتنو پۀ دې خاوره څوک خفه کېږي نو هغه د دې خاورې حلالي بچي دي. هاغه حلالي بچي چې کله هم پۀ دې خاوره سخت وخت راغلے نو دوي خپلې سينې مخکښې کړې دي او خپله خاوره ئې ژغورلې ده؛ دا هاغه […]