د سور بېرغ ورځ – اېمل ولي خان

خپلې موضوع ته د راتلو نه مخکښې خو اول ددې خبرې سپيناوے کول غواړم چې يو خو زما لپاره د وياړ خبره ده چې زۀ د باچا خان بابا په “پښتون” کښې ليک کووم او بيا دا هم وئېل غواړم چې زۀ ليکوال نۀ يم نو خبرې مې کېدے شي د ليکوال په شان نۀ وي او د سياست د يو طالبعلم په حېث په دغه موضوع درسره د سياستوال په شان وغږېږم ۔ د ملګرو حکم دے چې د عوامي نېشنل ګوند د جوړېدو د څلوردېرشم کال په ورځ پښتون کښې د ګوند د تاريخ او د ګوند پۀ هلو ځلو څۀ وليکم نو بس د دې حکم پۀ تعميل کښې زما ليک ستاسو د وړاندې دے۔

د عوامي نېشنل ګوند د سياسي جدوجهد سرچشمه او الهام د فخر افغان باچا خان ژوند او جدوجهد دے۔ باچا خان پۀ خپل ژوند کښې همېشه د امن پسندۍ،عدم تشدد او پلورالېزم په اصولو کاربند پاتې شوے دے او خپل ژوند ئې د آزادۍ د حصول،ناانصافۍ،استحصال،جبر،غېر مساوي سلوک او ظلم خلاف په جدوجهد کښې تېر کړے دے۔ باچا خان او د هغۀ خدائي خدمتګارو د سويلي اېشيا د آزادۍ لپاره د انګرېزانو خلاف د هر اول دستې کردار لوبولے دے او نۀ هېرېدونکې مبارزې سره سره ئې بې شمېره قربانۍ هم ورکړې دي۔ دغه قربانۍ د خپل حق د غوښتونکو او د انصاف د لټوونکو لپاره يوه نېغه او ساده لار هم ده۔ باچا خان او د هغۀ ملګرو نۀ صرف د سويلي اېشيا او پښتنو د آزادۍ لپاره جدوجهد کولو بلکې د غربت، جهالت، فرسوده رواياتو او د غېر سياسي ذهنيت او رويو پۀ حواله ئې هم خپلې ستړې کولې۔ د خدائي خدمتګار تحريک هر غړے د معاشرتي او سياسي عدل پۀ طمعه ؤ او د هغوي خواهش ؤ چې ټول افراد او قومونه دې آزاد وي، پۀ امن وي او د نړۍ پۀ پرمختګ کښې خپل کردار ولوبوي۔ د باچا خان په نظريه کښې سياست او اولسي خدمت د يوې سکې دوۀ مخونه وو۔ د باچا خان د نظريې هم ددغه روح د ژوندي ساتلو لپاره عوامي نېشنل ګوند د خپلو مشرانو ( نېشنل عوامي پارټۍ) او ( نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ) په شان سياست او د اولس خدمت د يوې سکې دوۀ مخونه ګنړي۔ لنډه دا چې د اولس د خدمت نه بغېر د عوامي نېشنل پارټۍ د سياست هډو تصور نشته۔ هم دغه وجه ده چې عوامي نېشنل ګوند د خپل منشور د روح مطابق د اولې ورځې نه د جمهوريت د ترويج، دغربت او جهالت د وېخ نه د وښکلو، د صوبائي خودمختارۍ،د بنيادي انساني حقونو د تحفظ، د هر مکتب فکر د جائز خواهشاتو د تکميل او د معاشرې د لاندې طبقې د بيا پورته کولو لپاره خپلې هلې ځلې او ستړې کوي او په دې سلسله کښې به د هېڅ يوې قربانۍ نه ډډه نۀ کوي۔ عوامي نېشنل ګوند څۀ کړي دي؟ عوامي نېشنل ګوند څۀ پروګرام لري او عوامي نېشنل ګوند د قام او وطن د پرمختګ لپاره څۀ پروګرام لري په دې به خبره کوو خو اول د عوامي نېشنل ګوند او دې سره د تړلي تحريکونو پۀ حواله خبره کول ضروري ګڼم۔

په عامه توګه خو ذکر کېږي چې عوامي نېشنل ګوند د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک تسلسل دے، دا خبره هم داسې نۀ ده چې زۀ ئې غلطه بولم خو دلته مونږ پوره يو دور د باچا خان د تحريک اصلاح الافاغنه پرېږدو۔ باچا خان پۀ کال ۱۹۱۰ز کښې د تحريک اصلاح الافاغنه بنياد اېښودے وو او ددغه تحريک پۀ بنيادي مقاصدو کښې د پښتنو د معاشرې نه د غلطو رسمونو رواجونو خاتمه کول وو او بيا پښتانۀ چې پۀ هغه دور کښې نۀ صرف د تعليم نه لرې او غېر سياسي وو بلکې د نفاق او بې اتفاقۍ پۀ چړو هم ژوبل وو نو د تحريک اصلاح الافاغنه د لاندې به باچا خان پښتنو ته نۀ صرف تعليم ورکولو بلکې پښتنو له به ئې د خپلو حقونو په حواله سياسي پوهه هم ورکوله ۔ پۀ دغه تحريک کښې باچا خان سره د حاجي صېب ترنګزے په شان د آزادۍ لپاره جدوجهد کونکي هم ملګري وو۔ بيا کال ۱۹۲۸ز راځي او باچا خان تحريک اصلاح الافاغنه پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې بدلوي او خدائي خدمتګار تحريک د تحريک اصلاح الافاغنه د بنيادي مقصدونو سره سره نور مقصدونه هم ځان سره اخلي او دغه جدوجهد مخ پۀ وړاندې راځي او په اول ځل هم پۀ دغه کال کښې باچا خان د خواؤشا يو لک خدائي خدمتګارانو غونډه کوي۔ هسې خو د باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک پۀ تاريخ پۀ سلګونو کتابونه ليکلې شوي دي او پۀ باچا خان تر اوسه شپږ پي اېچ ډيز هم شوي دي۔ هم دغه شان د باچا خان په ژوند قريبا ۴۴۰ کتابونه ليکلي شوي دي خو پۀ دغه مضمون کښې به مونږ ذکر د عوامي نېشنل ګوند د تاريخ کوو۔ خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو پۀ سياسي پوهه کښې يو نۀ هېرېدونکے کردار لوبولے دے خو د انګريزانو برخلاف چې خدائي خدمتګارو کوم کردار ادا کړے دے هغه هم د تاريخ يوه ځلنده برخه ده۔ د پاکستان جوړېدو ورستو په کال ۱۹۵۵ کښې خدائي خدمتګار تحريک په پيپلز پارټۍ کښې بدل شو او بيا په ۱۹۵۷ کښې هم دغه خدائي خدمتګار تحريک پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې بدل شو۔ نېشنل عوامي پارټۍ نۀ صرف د پاکستان ټول مظلوم قومونه پۀ يو پلېټ فارم جمع کړي وو بلکه د پاکستان د ماتېدو په وخت ئې هم د پاکستان د بچ کولو پوره پوره کوشش کړے دے۔ بيا هم د باچا خان د زوي او رهبر تحريک خان عبد الولي خان چې د پاکستان د ائين په جوړولو کښې کوم کردار دے هغه هم د نۀ هېرېدو دے او د ولي خان تخليق “باچا خان او خدائي خدمتګاري” دوېم ټوک د دغه دور پوره پوره عکاسي کوي۔ بيا د رياست لۀ خوا په نېشنل عوامي پارټۍ په ۱۹۷۵ کښې پابندي لګي او د نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ په شکل کښې د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک مخ پۀ وړاندې ځي او بيا په ۲۶ جولائۍ کال نولس سوه شپږ اتيا کښې د ولي خان په مشرۍ کښې عوامي نېشنل ګوند په وجود کښې راځي۔

د عوامي نېشنل ګوند موجوده قيادت ته او بلخصوص ملي مشر اسفنديار ولي خان ته د باچا خان،ولي خان او خدائي خدمتګارانو نه څو څيزونه د خوبونو په شکل کښې پاتې شوي وو چې د هغې تعبير کول د ملي مشر اسفنديار ولي خان او د عوامي نېشنل ګوند د باقي پاتې قيادت ذمه واري وه۔ په دغه خوبونو کښې پۀ پاکستان کښې د پښتنو برخې يعنې صوبې لۀ خپل نوم ګټل، د پښتنو او د نورو محکومو او وړو قومونو په وسائلو د هغوي اختيار منل او لاس ته راوړل او امن وو۔ ملي مشر اسفنديار ولي خان او د هغه ملګرو يعنې د نن وخت عوامي نېشنل پارټۍ د خپلو مشرانو دغه خوبونو له په کال ۲۰۰۸ کښې داسې تعبير ورکړو چې نن هم د پاکستان مقتدر قوتونه نۀ پوهېږي چې اسفنديار ولي خان او د هغۀ ملګرو دغه خوبونه رښتيا کړي څنګه دي ۔َ هغه بېله خبره ده چې د دغه خوبونو د تعبير لپاره مونږ هغه قرضونه هم خلاص کړل کوم چې راپورې هم نه وو۔ نن کۀ صوبه سرحد ته پښتونخوا وئيلې کېږي نو هم دا د ملي مشر او د عوامي نېشنل ګوند د قيادت کارنامه ده۔ نن کۀ د پښتنو او د پاکستان د نورو محکومو او وړو قومونو په خپلو وسائلو قانوني اختيار شته دے نو هم دا د خدائي خدمتګارانو خوبونه وو او تعبير ورله ملي مشر اسفنديار ولي خان ورکړے دے۔ او بيا چې د امن لپاره مونږ څه کړي دي هغه زمونږ مخالفين هم مني،مونږ هم ډېر پۀ اسانه خپل پنځه کاله دور حکومت تېرولے شو او د ترهګرو په منظم کېدلو او د هغوي په کاروائيانو مو ځان شپېلے کولے شو خو مونږ داسې نۀ کولے شو او نۀ مو کول ځکه چې مونږ مونږ سره د خپل سبا غم ؤ، مونږ سره د خپل قام او بچو غم ؤ، مونږ سره د دې خاورې او پۀ دې خاوره د امن غم ؤ۔ هم دغه وجه ده چې مونږ پۀ ميدان ولاړ وو او د يوې قربانۍ نه مو هم مخ نۀ دے اړولے۔ مونږ ترهګر ستړې کړې دي خو زمونږ سينې نۀ دي ستړې شوې۔

په کال نورلس سوه شپږ اتيايم کښې چې د کومې عوامي نېشنل پارټۍ بنياد اېښودے شوے ؤ مونږ د هغې په اغراضو او مقاصدو هم ډېر کلئير يو۔ عوامي نېشنل پارټي د هر قسمه تشدد،انتها پسندۍ او ترهګرۍ خلاف د يو واضح موقف سره ولاړه ده۔ د پارټۍ اجتماعي عقيده ده چې مکالمه او مذاکره د هرې مسئلې حل دے۔ عوامي نېشنل ګوند د جمهوريت د استحکام، د سياسي فکر د فروغ،د قانون د بالادستۍ او د انصاف د رسائۍ د ممکن کولو عهد او وعده کوي۔ پارټي به د امن،ترقۍ او آزادې معاشرې لپاره جدوجهد کوي۔ عوامي نېشنل ګوند د متعصابه قوميت،ګروپ بندۍ او عقيدې نه بالاتر د هر يو وګړي په حقونو يقين لري او د هر مکتب فکر د حقونو د تحفظ ضمانت ورکونکے ګوند دے۔ عوامي نيشنل پارټي د مذهب،رواياتو او رواج د غلطې تشريح هم مخالفت کوي او د پردو نه د نفرت،انتها پسندۍ او د ترهګرۍ په حواله د رويو هم کلکه غندنه او مخ نيوے کوي، دا خپل فرض ئې لوبولے او تل تر تله به ئې لوبوي ۔ عوامي نېشنل ګوند د باچا خان د انسانيت د وقار په نظريې عمل پېرا دے او دا سفر ئې جاري ساتلے دے او تر هغه وخته به ئې جاري ساتي چې تر کومه د بابا يو پېروکار سره هم دغه سرۀ جنډه په لاسو کښې ده۔

عوامي نېشنل ګوند دا عقيده هم لري چې د دفاع،خارجه امورو،کرنسۍ،مواصلاتو او د مشترکه مفاداتو د کونسل نه علاوه دې ټولې محکمې د صوبو په کنټرول کښې وي او هم دا په اصل شکل کښې صوبائي خودمختاري ده۔ د دغه صوبائي خودمختارۍ لپاره به عوامي نېشنل ګوند خپلې ستړې جاري ساتي۔ هم دا رنګ په اتلسم ائيني ترميم کښې چې کومې محکمې صوبو ته راغلې دي دهغه محکمو د نورې مضبوطيا لپاره به هم ګوند خپلې ستړې، هلې ځلې او کوششونه جاري ساتي۔

هم دغه رنګ عوامي نېشنل ګوند خپل يو لوے او جامع پروګرام لري۔ د نن ورځې د موضوع په مناسبت پۀ دغه لړ کښې سپيناوے ډېر ضروري ؤ ترڅو چې د ګوند په کارکنانو واضحه شي چې د عوامي نېشنل ګوند موجوده قيادت نۀ صرف د باچا خان او د هغۀ د خدائي خدمتګارو هغه پروګرام لا ژوندے ساتلے دے بلکې دهغه سپېځلو خلقو ډېرو خوبونو له ئې تعبير هم ورکړے دے۔ د سور بېرغ ددغه تاريخې ورځ په مناسبت عوامي نېشنل ګوند دا عهد هم کوي چې دغه تحريک به نور هم مضبوطولے شي۔ عوامي نېشنل ګوند د کارکنانو ګوند دے او د کارکن په خوښه به دغه پروګرام مخ پۀ وړاندې بوتللے شي۔

د بېرغ ورځ مو مبارک شه او بايد چې پۀ دغه ورځ هر ملګرے پۀ خپل کور،دکان او دفتر د بابا د خدائي خدمتګارو دغه سور بېرغ ولګوي او د لوظ وکړي چې دغه تحريک به نور هم مضبوطوو۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *