لکه د غر پۀ شان د حالاتو سيلۍ او طوفانونو ته ولاړ ميا افتخار چې دا خبره کوي نو زما پۀ خيال پۀ تاريخ کښې به د دې نه بله کومه دردېدلې خبره نۀ وي ۔((زما پۀ ټول خاندان کښې د چا بچي نشته ۔ راشد حسېن د ټول خاندان يو وارث و۔ هغه لکه د ړندې سترګې يوه اوښکه وه او چې پۀ وينو کښې ليت پيت ئې درله راوړو نو تاسو څۀ احساس کوئ چې پۀ مونږ به څۀ تېرېدل خو زۀ وايم دا خو زما يو زوے دے کۀ مې سل زامن هم وي نو د ځان سره سم ئې پۀ قام قربانومه ۔)هغه د مردان سعيد شاعر وائي چې :
کاش چې خالق ته احساس د دې څيزونو کېدې
کاش چې هغه هم يوه خېټه او يو زړۀ لرلې
کاش چې هغه هم پۀ ډرک ډرک باندې ژړا کولې
کاش چې هغه ته هم پۀ عرش کښې چا بابا وئيلې ۔
د اولاد قرباني تر ټولو افضله قرباني ده ولې چې خداے پاک هم چې انسان سره مينه کوي خپل مثال د اويا مېندو پۀ څېر وړاندې کوي ۔ کۀ پۀ تاريخ کښې زامنو قرباني د ابراهيم عليه السلام او د کربلا واقعې سره منسوب ده ۔ نو پۀ پښتنو کښې دغه قرباني په تاريخي توګه باندې ميا افتخارحسېن ورکړې ده ۔ لکه څنګه چې هغه اردو کښې د شعر مصرعه ده چې:((اسلام زنده هوتا هے هر کربلا کے بعد)) هم دغسې هر کال چې د ميا راشد حسېن د مړينې ورځ راځي نو مياافتخارحسېن کښې د قام د بچو د پاره جذبه لا پۀ غورځنګو کېږې ۔ دهشت ګرد او د هغوي مرستيالو غوښتل چې ميا افتخارحسېن مات کړي خو د هغوي پۀ غاړه (( پۀ لاره ځم ټول ځنګېږم ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ستا د تهمت زنځير پۀ غاړه ګرځومه)) ۔ دغه زنځير د قامي احساس دے، دغه زنځير د افغانيت او پښتونيت دے، دغه زنځير د قامي محرومو د سر کولو دے، دغه زنځير د پښتون وطن پۀ مخ د راښکلې شوې نوکارو د لر کولو دے، دغه زنځير د پښتون اولس پۀ خپله خاوره د خپل اختيار دے او دغه زنځير د يو داسې وطن دے چې پوره او سپوره به پکښې پۀ شريکه وي ۔