خدائي خدمتګار تحريک او د هغې کار—پلوشه خان ايسپزۍ

دا ليکنه شريکه کړئ

شلمې پېړۍ پۀ پېل کښې، کله چې پښتنه ټولنه د غربت، تعصب، قبايلې شخړواو د ژور ټولنيز ګډوډې تر اثر لاندې وه نو د باچاخان بابا پۀ مشرۍ کښې خدائي خدمتګار تحريک د يو داسې فکري او اخلاقي انقلاب پۀ توګه راڅرګند شو،چې مرام ئې يواځې د انګرېز پۀ ضد سياسي مبارزه نۀ وه بلکه د پښتنې ټولنې دننه د تعصب پۀ ضد يو اصلاحي ګام و دا تحريک د عدم تشدد، خېر ښيګړي،د خداے د مخلوق خدمت،تعليم او د هنرونو د پرمختيا پۀ بنياد جوړ شو ۔

د هغه وخت ټولنيز ژوند :

پۀ دغه وخت کښې واک د انګرېز پۀ لاس کښې و هغوې کولی شول چې د خلکو پۀ ذهنونو هم کار وکړي۔دا داسې وخت و چې تعليم ته ډېر پۀ خواره سترګه کتل کېده،ملا ورته هم وئيل چې سبق د مدرسې وئ دپاره يې د پېسي وئ جنت کښې بې ځای نۀ وي دوزخ کښې به کښې وئ،د ښځې ژوند تر کور محدوده و او د ټولنې حصه چا نۀ ګڼله،پۀ ټولنه کښې تعصب ژورې ريښې کړې وي،او انګرېزي استعمار هم ددې اړې ګړې نه ښۀ پوره فائده اخسته، چې د موقعه به ورتلله پۀ لاس د ملا او او د منصب وږو خلکو پۀ ذريعه به ئې دغې اور لۀ پوهې ورکول، ولي د دغې خبرې باچا خان بابا ته ډېر ښۀ ادراک و او بابا دا ګڼل چې ترڅو ټولنه د خپل منځنې مسلو نه نۀ وي راوتلی او دغه لنډ تنګ سوچ ئې پراخه شوی نۀ وي نو سياسي ازادي به بيا ونه مومو کۀ د ټولنې سوچ ونه روزل شي نو سیاسي ازادي به يواځې د واک بدلونونه وي، نۀ چې د انسان ازادي

خدمت: د بدلون بنسټ

د خدائي خدمتګار تحريک وړومبی او اصل مقصد د «خدمت»فلسفه وه۔ د تحريک غړو د باچاخان سره دا ژمنه کړې وه چې د عدم تششد لمنه به نۀ پريږدي۔ او د هر هنرمند د هر وګړي سره به بغیر لۀ هر قسمه تعصب د ورورولۍ رشته ساتو۔دا خدمت يواځې د وجود خدمت پورې نۀ و محدود بلکه دغې سره سره ئې فکري او اخلاقي اصلاحات هم کول۔باچا خان بابا چونکې د عدم

تشد پلوي و نو پۀ ټولنه :

کښې ئې دا تبليغ کوو چې شخړې به د خبرو د لارې حل کوو۔ تحريک د بې کسو سره مرسته کوله، او خلکو ته ئې د برابرۍ، يو شان والې، او عزت احساس ورکوو،هم دغه د عزت او خدمت احساس کوم چې تحريک ورکوو د ټولنې د طبقو تر منځ ئې هغه د تعصب او کم نسبت دېوالونه ړنڼګ کړل چې د پېړيو را هسې لۀ بده مرغه ولاړ پاتې و

باچا خان بابا تعليم يو لوې طاقت بللو۔ باچاخان بابا د جهالت دغې تيارو ورکولو دپاره د تعليم څراغونه بلول، ځای په ځای يې مدرسې او ښوونځي جوړ کړل،د ټولنې خلک ئې ليک لوست علم و‌هنر ته وهڅول،او دا ئې ښکاره کړه چې تعليم رڼا ده او جهالت د هر ظلم مور ده،باچا خان دا واضحه کړه چې انسانان د خپل کار کسب او هنر علم او پوهې لۀ مخې ارزښت لری،د زور او د وسلې لۀ مخه نۀ

خدایي خدمتګار تحریک پۀ ټولنيز تربيت او د خلکو پۀ خدمت اډاڼه و، چې مشري یې خان عبدالغفار خان (باچا خان بابا) کوله۔ د دې تحریک یو مهم اړخ دا و چې باچا خان بابا د مسلک کار روزګار او خېلونو پۀ بنياد د انسانانو تر منځ توپیر بېخي رد کړو۔ بابا به د موچي، ډم، خاکروب او نورو کسب کوونکو ته تل پۀ درنه سترګه کتل، او هغوې یې د ټولنې عزتمند،ګټور او مهم وګړي بلل۔ د بابا په نظر، د انسان عزت د هغه له کار سره نۀ، بلکې د هغه له کردار، ایماندارۍ او د خلکو د خدمت د جذبې سره تړلی و۔ پۀ دې بنياد، په خدایي خدمتګار تحریک کښې بزوګر، مزدور، دوکاندار،ډم، هنګر، ګيلکار استاز او زده‌کوونکی ټول د برابر او د یو مقام څښتنان وو۔ دا فکر د ټولنیز توپير، طبقاتي ګډوډي او انساني سپکاوي پر ضد یو زورور پېغام و۔ خدایي خدمتګار تحریک خلکو ته دا شعور ورکوو چې تر هغې پورې رښتتونې بدلون نه شي راتلی، ترڅو چې هر انسان ته د هغه د انسانیت مطابق عزت ور نه کړل شي۔ همدا وجه وه چې دا تحریک یوازې یو سیاسي مبارزه نه وه، بلکې د ټولنیزې اصلاح او د اخلاقي بیدارۍ یو لوښ ګام و۔

د‌ظلم پر ضد د عدم تششد لار خپلول

يوه ټولنه چې پۀ تششد او وسلې پېژندل کېده پۀ هغه ټولنه کښې د عدم تششد فلسفه راوړل او بيا پرې ودرېدل خپله يو انقلاب و۔د تششد پۀ ضد د عدم تششد فلسفې د انګرېزي استعمار نا انصافۍ او ظلمونه نور هم خلکو ته ورښکاره کړل، خدائي خدمتګار تحريک د پر امنه احتجاجونو او پر امن مظاهمتد لارې دا ثابته کړه چې اخلاقي،عدمن تشدد او انساني جدوجهد د بدني او پر تشدده ځواک د نه ډېر زورور وي

د ښځې رول

لکه څۀ رنګ چې وړاندې ويل شو چې دا يو همه ګير تحريک و، نو پۀ يوه منجمده ټولنه کښې دې تحريک ښځې د پام نه نۀ وغورځولې، بلکه د هغوې د برخې کار ته ئې هرکلی ووې ښځې دې ته وهڅول شوې چې د ټولنې باقاعده حصه وګرځي او د ټولنيز شعور په کالو ئې سمبال کړي او د ټولنې د اصلاح او پرمختګ پۀ کار کښې پۀ ښکاره برخه واخلي، دا کار د جنسي ناهموارۍ او جمود شوې سوچونو پۀ ضد يو لوې ګام و

دا زمونږ خداي خدمتګار تحريک د ډېرو ظلمونو او خبرونو سره مخ شو د استعمار د طرفه پری قسم قسم سختې راغلې ولې د بابا او د‌هغوې د ملګرو حوصلې د غرونو نه لوړې وې،کۀ څۀ هم د تقسيم نه پس دا تحريک کمزوری شو ولې مبارزې ئې دومره ريښتونې او سوچه وه چې نن هم ارزښت لري۔د خدای د مخلوق خدمت، د ټولنې وکړو ته پۀ يو نظر او يو سترګه کتل، ښځې د ټولنې حصه ګڼل او ګرځول د برابري، تعليم منرونو، او د عدم تششد اصول او لاره خپول د نننۍ نړۍ او وخت مهم ضرورتونه دي او د ستونځو د حل دپاره مهم درسونه دي

پاي

خدايې خدمتګار تحريک يو همه ګير تحريک و چې اخلاقي،ټولنيز او اصلاحي بدلون ئې راوستو،د منجمده رواياتو او سوچونو ئې د وينې نه صفائي وکړه،د عدم تششد او ټولنيز اصلاحاتو د يو ځای کولو د لارې ئې دا واضحه کړه چې ريښتينې ازادي پۀ انصاف، انسانیت، مساواتو،برابرۍ او انساني خدمت او شعور څخه راولاړېږي .

 

نورې ليکنې۔۔۔