د شېخ چلي چراغونه! – سلطان خان ټکر

د ترۀ پۀ ځاے ماماګان ښۀ وي، لاس امداد پۀ اخلاص کوي، خو کله مې سوچ واخلي چې ماما دا امداد پۀ دې غرض کوي چې هسې خوريے څوک ونۀ لمسوي او چرته خورکۍ حصه ترې وانخلي. د ماما زړۀ همه وخت داسې دړکې خوري۔ دا وجه وي چې ماما پۀ اختر شوقدر کښې څۀ هشتنغرۍ وريژې ځان سره راخستے وي او د خورکۍ کور پله روان وي. زياتره ورسره د زوي زوے هم وي۔ چې ماما راشي نو بيا ئې بوډۍ خور پۀ لستوڼو ګډېږي چې ورور مې راغلے دے۔ چې ورور ئې د کور نه رخصتېږي نو د هشتنغرو وريژو پۀ مقابله کښې ئې د خور نه د روپۍ پۀ مقابله کښې پۀ ډالر خپل نمسے کره کړے وي، د دې باوجود بوډۍ خور ئې نۀ صرف د بل اختر شوقدره پورې ځامنو ته د خپل ورور د سخاوت سندرې وائي بلکې د ګاونډيانو غوږونه ئې پرې هم سوري کړے وي. د ورور ئې خو پۀ خپل کور کښې دا حال وي، کۀ چرې دا بوډۍ خور ئې راغلې وي، نو بيا ورور ئې ټوله ورځ د کور نه بهر تېروي، د ورور ښځۀ ئې د ډالر پۀ مقابله کښې د روپۍ هم نۀ وي، خو ورور ئې ترې داسې وېرېږې لکه خلک چې پۀ کور کښې د غټې بې بې نه وېرېږي، ماما غريب ټوله ورځ بهر پۀ وسوسو کښې تېره کړي چې پته نۀ لګي چې د خورکۍ سره به ئې ښځې څۀ عمل کړے وي، هسې نه چې داسې لوبه ئې ورسره کړې وي، کومه لوبه چې ائي اېم اېف د پاکستان سره کوي. خور ئې چې د ورېندار نيت ته ګوري، نو هغه هم بيا د ورور پۀ کور کښې ايسارېدو والا نۀ وي، خپله ګټه پۀ رخصت کښې ويني۔ ماښام چې ورور ئې کور ته پۀ وېره وېره راشي نو غټه بې بې وي او خورکۍ نۀ وي، ورور ئې اسمان ته وګوري او پۀ زړۀ کښې پټ پټ شکر وباسي چې ځه خېر شو او بيا پۀ وېره وېره شکور ته ورنزدې شي يعنې ټوله ورځ ئې پۀ “ګهبرانے والي کېفيت” کښې تېره شوې وي او د خان دا خبره پرې هېڅ اثر نۀ کوي چې “ګهبراو نهين”۔ د سياستدانو خبره چې هر چا سره انګړا دنګړا کوه خو د نېب د چئيرمېن د نظره چې څومره پناه يې نو هغومره دې ګټه ده، خو چې ورته ګېر شوې، نو بيا ورته ډېر ډېر خانده، دغه شان ماما هم پۀ اسانه ځان خوريي ته نۀ ورکوي. کۀ چرته ماما ګېر شي نو بيا پرې ځان پرچه کوي ځکه چې خور خو پرې پرده اچولې شي، خو خوريے ئې څۀ پرواه ساتي۔ دغه شان زۀ هم پۀ کور کښې تنګ شوے وم، ما وې راشه پېنډۍ ته لاړشه، ماما مامي به وينم او د پېنډۍ سېل به هم وکړم۔ پۀ پېنډۍ کښې د ژمي لپاره مې څۀ کباړ کوباړ هم واخستو او پۀ واپسۍ کښې را له ماما پۀ شکرۍ کښې څۀ غوټه موټه هم را کړه۔ مامي ګرچې د ماما د پاره غټه بې بې ده، خو د مشرانو خبره چې کوم ځاے ډب وي نو هلته ادب وي. ماما ته مې د نيکۀ نه پۀ ميراث کښې څۀ لږه دنيا نۀ ده پاتې. ماما چې را له شکرۍ را کوله، نو دا ئې راته ووې چې پۀ دې شکرۍ کښې اګۍ دي او پۀ اګو يوه چرګه ناسته ده۔ ماما مې راته دا هم وې چې دا اګۍ به پۀ ۹۰ ورځو کښې بچي شي او هر بچے به د شېخ چلي چراغ وي. ما ورته وئيل، ماما جي د اله دين چراغ مې اورېدلے ؤ خو د شېخ چلي چراغ مې تا نه واورېدو، ماما را له پۀ ګپ کښې ښۀ درنه لته را کړه، د ټول عمر هغه غصه ئې را باندې سړه کړه، ما ته ئې وئيل، سرکوزيه! پېنډۍ ته چرته نۀ ئې راغلے، دلته ما تا له راپېدا کړې ده. شکرۍ مې پۀ سر کړه او د پېنډۍ نه پۀ تلوار تلوار روان شوم، زړۀ کښې مې وئيل هسې نه شکرۍ را نه پۀ زور څوک واخلي. پۀ زړۀ کښې مې دومره منصوبې جوړولې چې دومره به چرته شېخ چلي علېه رحمت پۀ ټول عمر کښې نۀ وي کړې۔ چار چاپېره مې نظر شو نو دا شکرۍ پۀ پېنډۍ کښې د ټول پاکستان خوريونو پۀ سر کړې وې۔ زړۀ کښې مې تېر شول چې د ټول پاکستان ماماګان پۀ پېنډۍ کښې مېشتۀ دي۔ د زړۀ نه مې وېره ختمه شوه چې د شکرۍ د پټېدو يا پۀ شکرۍ څۀ د ډاکې وېره نشته، ځکه چې د هر چا پۀ سر خپله خپله شکرۍ ده. کور ته راغلم، مور مې چې شکرۍ پۀ سر وليده، نو ډېره زياته خوشحاله شوه، پۀ منډه منډه د کوره ووته چې پۀ ګاونډ کښې زېرے خور کړي چې ورور مې ښائسته خان له څۀ داسې اګۍ ورکړې دي چې د هغې نه په ۹۰ ورځو کښې د شېخ چلي چراغونه ووځي، بلکې يو کور والا ته ئې دا هم ووئيل چې چنغله به د ښائسته خان وي، مور مې لا د هغوي کره سحرنۍ چايو ته پۀ دولس بجې ناسته وه چې د چنغلې ورور هم داسې شکرۍ پۀ سر د پېنډۍ نه راورسېدو، پۀ دې لحظو کښې د ګاونډ ټول شاه زلمي د پېنډۍ نه د خپلو خپلو شکرو سره پۀ خپلو خپلو کورونو کښې د اجمل بابا د محبوبې سندرې شروع کړې، مور مې دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او بيا د کور پۀ درشل وه۔ هره شپه منصوبې وې او هره ورځ خوشحالۍ وې چې ۹۰ ورځې به کله راځي، پۀ هر کور د خپل خپل ماما جي او چا کره خپلې خپلې د چنغلې خوږې قېصې وې۔ ۹۰ ورځې تېرې شوې، خو د شېخ چلي پۀ چراغونو پوهه نۀ شوم۔ پۀ انتظار مې سترګې سرې شوې چې د شېخ چلې چراغونه به کله راځي، پۀ کور کښې د چنغلې باره کښې قېصۍ هم پۀ کمېدو شوې او د ماما جې باره کښې قېصې هم غلې شوې دي۔ اووۀ اتۀ اخترونه هم تېر شو، خو د ماما جي زمونږ کور پله څۀ درک ونۀ شو. څلوېښت مياشتې وشوې، خو چرګه اوس هم پۀ اګو ناسته ده، خو تر اوسه پورې د شېخ چلي يو چراغ هم پېدا نۀ شو بلکې اوس خو ورته پۀ کور کښې څوک پوره نوم هم نۀ اخلي، بلکې د شېخو چراغونه ورته وائي. زړۀ مې وار ونۀ کړو، ځان سره مې وئيل چې دا انتظار به تر کومې پورې وي، يو څو د غېرت جملې مې مخې ته شوې، د غېرت دا جملې ما له راتلې کوم ځاے بلکې دا خو را باندې د مخکې نه ګوټه کړې شوې وې چې ” هم نهين تو کون؟ اب نهين تو کب؟ “۔ نېغ د کلي د چرګانو ډاکټر له لاړم او ټوله قيصه مې ورته تېره کړه، د ډاکټر صېب پته نۀ لګي چې ماما ئې پۀ اسمان کښې وسي چې دا قسمه شکرۍ ورته نۀ وه مېلاو شوې۔ ډاکټر صېب راته وئيل چې اګۍ خو شل يوويشت ورځو کښې بچي کېږي، دا اګۍ خو به پخوا سخا شوې وي۔ ډاکټر صېب را ته وئيل چې کور دې د نوښار د سين پۀ غاړه دے، اګۍ سره د شکرۍ د نوښار په سين لاهو کړه او چرګه هفته لس ورځې د کټ پښې پورې نهره نهوره وتړه چې پۀ خود شي۔ ما چې شکرۍ د نوښار پۀ سين لاهو کړه، څۀ ګورم چې نۀ ګورم بيا د نوښار سين ټول شکرۍ شکرۍ ؤ، لکه چې ټول ترې پوزې له راغلي وو، خو چاله ئې چل نۀ ورتلو چې څۀ وکړو؟ چرګه مې د کټ پښې پورې لس ورځې وتړله، د چرګې راته څۀ لږ ډېر ذهني توازن پۀ ځاے ښکاره شو۔ چرګه مې چې پرېښوده، نو نېغه د شکرۍ ځاے له لاړه، شکرۍ خو د نوښار سين به يقينا چې د کراچۍ سمندر ته في سبيل الله بخښلې وي، چرګه پۀ يخ فرش پۀ يخه يخنۍ کښې کېښناسته او څۀ پۀ خوږ اواز ئې څۀ سندرې شروع کړې، زما ټول د شېخ چلي خوبونه زېر زبر شوي وو، زړګے مې غلبېل غلبېل ؤ، د چرګې پۀ بګتو څۀ پوهېدم؟ نېغ بيا د چرګو ډاکټر له لاړم، قيصه مې ورته وکړه، راته ئې وئيل چې پۀ سندرو ئې نۀ پوهېږې، نو زۀ به څۀ ووايم، ما ورته وئيل چې د مرغو پۀ اواز او خبرو خو يو سلېمان علېه سلام پوهېدو، زه خو نۀ پۀ ۳ کښې يم، نۀ پۀ ۱۳ کښې يم۔ راته ئې وئيل چې کور ته لاړ شه او سندرې ترې پۀ موبائل ټېپ کړه، نېغ بيا ډاکټر له لاړم، سندرې ئې چې واورېدلې، نو بيا ئې رانه يو څو علامات وتپوسل، ماته ئې وئيل چې دا چرګه نۀ وه راغلې، نو هغه وخت کښې د جېب څۀ حال ؤ او اوس څۀ حال دے؟ ما ورته وئيل چې مخکې به پۀ کښې څۀ لږې ډېرې پېسې وې او اوس پۀ کښې نۀ وي او کۀ وي هم نو هغه څۀ ټولې پېسې پۀ کښې د قرض وي، مخکې به چې پۀ کښې سل روپۍ وې، نو جېب به مې دروند دروند ؤ او اوس چې پۀ کښې دوه سوه وي، نو جېب مې سپک سپک وي۔ ډاکټر چې دا علامات وارېدل نو يو اسماني خندا ئې وکړه او وې وئيل چې دا خو سياسي چرګه ده، د چرګې دا سندرې دا وائي چې “پانچ سال اور دو”۔ کور ته راغلم، د چرګې نه مې وزرې پرېکړې او د نوښار پۀ سين مې لاهو کړه، ما وئيل چې د کراچۍ د سمندر سېل وکړي. چې کتل مې نو بيا د نوښار سين ټول چرګه چرګه ؤ. هغه ورځ شوه او دا ورځ ده مور مې د کوڅې دروازې ته پۀ پټه پټه ګوري، خو نۀ مې د ماما جي سندرې وائي او نۀ مې د چنغلې نامه اخلي.

دا هم ولولئ

د اېمل ولي خان سپين سپېځلے دريځ – ساجد ټکر

نۀ پوهېږو چې ولې مونږ نۀ پوهېږو. چې کوم يو څيز زمونږ د ګتې، زمونږ …