کتاب کتاب وي د کتاب سره ياري پکار ده—رحمت شاه سائل

دا ليکنه شريکه کړئ

ښۀ تحرير او د اجتماعي سوچ او فکر نه ډک تحرير په انسان کښې د ژوند ژبې او قلم عظمت پېدا کوي ښۀ کتاب انسان د سرۀ په دويم ځل زېږوي، ښۀ کتاب او بياپه تېره تېره د ولوولو نه ډک کتاب د “امن مبارز” د غازي ميا افتخار حسېن کتاب چې اکبر هوتي ليکلے او راټول کړے دے۔ دا کتاب په اصل کښې د سياست په اجتماعي جولۍ کښې د ميا افتخار د ژوند د ساه ساه او قدم قدم، د ټول ژوند د برخې وراچولو هغه تخفه ده چې د وطن لويو لويو خلکو ورته وخت په وخت د ستائينې او پېرزوينې ګل دستې پېش کړي دي۔  دا کتاب ددې دنيا د ډېر عظيم او لوئې رهبر باچاخان د افکارو د معنوي تصويرونو نه يو هغه تصوير دے چې مونږ ورته د عدم تشدد او د امن ژوندے تصوير وئيلے شو۔”عدم تشدد” او “امن” د باچاخان سياسي نظريه او فلسفه هم ده او د حکمت عملۍ مينې، دوستۍ حال او مستقبل يوه لويه او روښانه لار هم ده، دا لار صرف د پښتنو دپاره نۀ وه او نۀ ده بلکې د لار د دين او دنيا او عالم انسانيت د وجود د بقا لار هم ده، او اوس د باچاخان پېژندګلو د ټولې دنيا سره هم ددې فلسفې او امن د رښتينې پېغام په شرط د نوي سرۀ کېږي په قول د اجمل خټک:

نن ټول جهان د هغه محبوبا سندرې وائې
خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله
نن چې په ټوله دنيا کښې د جنګ اوازونه اورېدے شي نن چې په ټوله دنيا کښې د بارودو او د طاقت د نمايشونو نعرې سوري دي۔ نو د ټولې دنيا قومونه او اولسونه د امن په لټون “د باچاخان ژوند او جدوجهد” د يو رښتونې پېروکار په حېث په لټون پسې شوې دي۔ نن چې ذهني طور دټولې دنيا انسانان د جنګ جنګ اوازونو ته نيم نيم لېوني شوې دي انسانان خپلې بې وسه سترګې هر طرف ته اوړوي۔نو د باچاخان د افکارو معنوي تصويرونه ئې مخې تپ ولاړ دي د امن د ګلونو وېش کوي او د ټولې دنيا بې قراره روحونه ددغو افکارو د معنو په سېوري کښې پناه اخلې، او قرار مومي او په چغو چغو وائې چې:

دنيا چې هرڅه په خيال زما او ستا ښکلې ده
چې درنه  ورانه نۀ شي يه خلکه دنيا ښکلې ده
دنيا ترقي کوله او زمونږ غوندي بے وسه خلکو ئې تماشه کوله، زمونږ ذمه وارو دانشورانو د څوطاقت ورو ملکونو نومونه اخستل خو زمونږ دانش چري دا نۀ وو وئيلي چې دغه خلکو دغه ملکونو په خپلو وسائلو ترقي کوله، که زمونږ بے وسه ټولنو، د اولسونو وطنونونه ئې لوټ کول او خپلو ملکونو ته ئې چلول۔نظريات ئې څۀ وو؟ د غلامانو خاندانونه ئې پېدا کول، د دلالانو او چاپلوسانو دريابونه ئې جوړل۔ زمونږ دنيا او د دنيا قامونو، اولسونو د غلامانو د خرڅ ميلي ليدلي دي چې د دنيا ښکلي پکښې خرڅ شوې دي ان چې دغه ميلې د يوسف د نيلام هم ګواهاني دي او شعري روايتونه هم:

یوسف کا میں بھی خریدار تھا مگر بہت غریب
جب خریدار کے ساتھ مصر کے خزانے تھے
د غلامۍ زمانې يواځې د انفرادي اخستو خرڅولو زمانې او ميلې نۀ وي، د امريتونو او شهنشاهتونو اثرات دومره توانا شو چې ملکونه او قامونه او اولسونه ئې په اجتماعي ډول د غلامۍ سره بلد کړل او اوس هر څوک وائې چې د انګرېز سرکار په بادشاهۍ کښې به نمر نۀ ډوبېدو پۀ دې کشمکش کښې اولنے عالمي جنګ شوے دے دويم شوے دے او درېم ته د نوو مفاداتي خواهشاتو سره د نوې مظاهرې خبرونه هره ورځ خورېږي۔د ټولې دنيا په قامونو او اولسونو چې کله د خپلو خپلو دجودونو انکشاف اوشو نو د آزادۍ جنګونه اولسونو اوکړل، د جمهوريتونو لارې ئې خپلې کړي پوره صدۍ ئې په جدوجهد کښي تېره کړۀ، د جديديت، سائنس او فلسفې نه پس او د پس جديديت زمانه شروع شوې ده، او د دنيا پوزيشن او د پس دنيا يعني د نوے دنيا زمانه بدلونکي وائې چې د ۱۹۴۰ نه پس شروع شوې ده او دنيا په نوې ډول نوې ترقۍ ته روانه ده۔خو نوې ترقي څۀ ده؟ سائنسي ايجادات په ټينکونو سواره د خلکو په ژبو، کلچرونو، رسمونو، رواجونو او سرونو ورخېژي:

څومره په درد څومره په ظلم و اذيت بدلېږي
دنيا بدلېږي خو د وينو په قيمت بدلېږي
د لوټ او تالان دپاره بدلېږي او د ټولې دنيا ټولې بې وسه ټولنې اولسونه چغې وهي چې:

دا چاته مۀ وايئ چې دا زمکه د سرو ډکه ده
څوک به مو مړه کړې پرې دنيا ټوله د غلو ډکه ده
خوش قسمته دے ميا افتخار چې هغه د باچاخان د نظرئې پېروکار دے، ددغه نظرئې پېروکاري اوس ټولې دنيا او زمانې ته ورته غاړې ده دا ئې هم خوش قسمتي ده چې د په ژوند ئې دغه سختۍ او د هغې سختيو تصويرونه خلکو د رسولو دپاره اکبر هوتي قلم پېدا کړو تحقيق ئې اوکړو او يو درون خوږ کتاب تخفه ئې د پښتون قام د ژبې جولۍ ته ورواچولو اکبر هوتي خوش نصيبه دے چې د هغه د قلم نه وتے تحقيق به صبا له د ټولې دنيا خلک په سترګو ښکولوي۔خو دا د کتاب مسله صرف د ميا افتخار او اکبر هوتي ترمينځه نۀ شوه پاتې، دابه هم دغسې اوس څوک پېدا کېږې او دا به په مخکښې اوړې، د ميا صېب کردار او دې نظرئې سره وابستګي به نور خلک زېږوي، او د اکبر هوتي دغه کاوش به نور د قلم خاوندان زېږوي، او ددې رڼا نه به نورې نورې دغسې رڼاګانې پېدا کېږي، او دا به يواځي د پښتنو خوش نصيبې نۀ وي بلکې د ټولې دنيا د انسانانو خوش نصيبي به هم وي۔ صاحب شاه صابر وائې:

د مئينو زړونه مۀ ماتوئ خلکه
په دې ښار کښې دغه لږه شان رڼا ده
نن که چرته هم د فکر او نظرئې خاوندان شته نو هغه د باچاخان د فکر و نظر خلک، د هغې ژوندے او ړون تصوير د ميا صېب په شکل کښې مونږ سره موجود دے، خو دا يواځي د ميا افتخار نۀ دے بلکې په سوونو، زرګونه، لکونو او کروړونو پښتانه نن د باچاخان د پوهنې په دېره کښې لکه د ژوندي فکر او ژوندي ضمير خاوندان فېض حاصلوي، د قام خاورې، تاريخ ژبې او ثقافت معنو سره په نوې ډول اشنا کېږي۔

رهبري فن وي او رهبر لکه فنکار د ژوندون
داسې منصب په جوارګرو د سپارلو نۀ وي
تجربه بويه تجربه، تجربه بده نۀ ده
ځينې تخمونه په پټو کښې د کرلو نۀ وي

نورې ليکنې۔۔۔