د ډاکټر امين تنها شعر دے چې :
چا به چې هسې د مذهب په نوم څیزونه راوړل
مونږ سادګانو پښتنو به خپل سرونه راوړل
تشدد عموماً د انسان د فطرت، مذهب یا کلتور سره تړل کېږي، خو معاصر سیاسي او فلسفي فکر دا تصور رد کوي ۔ تشدد نه یو طبیعي تمایل دے او نۀ یو ذاتي ځانګړنه بلکې یو داسې عمل دے چې د ځانګړو سیاسي، تاریخي او ایډیالوجیکي شرایطو لاندې زده کېږي، تمرین کېږي او بیا عادي کېږي ۔ کله چې یو دولت یا واکمن نظم خپل مشروعیت له لاسه ورکړي نو د خلکو د رضایت پر ځاے تشدد ته مخه کوي ۔ همدلته تشدد د واک د ناکامۍ نخښه ګرځي، نۀ د ټولنې د اخلاقي کمزورۍ د پښتنو په اړه د “متشدد قوم” روایت په حقیقت کښې د هم دې جوړښتي تشدد د پټولو یوه هڅه ده، ځکه چې دا روایت تشدد له سیاسي سرچینو جلا کوي او پر فرد او قوم یې ور اچوي۔
د شلمې پېړۍ په وروستیو کښې، په ځانګړي ډول د سړې جګړې پر مهال، مذهب په نړیوال سیاست کښې د یوهستراتیژیک وسیلې حیثیت خپل کړ .لوېدیځ قدرتونه، په ځانګړي ډول امریکا، اسلام د یوه دیني حقیقت پر ځاے د یوۀ ایډیالوجیکي خنډ په توګه تعریف کړو، څو د شوروي اتحاد پر وړاندې ئې وکاروي. د دې موخې لپاره داسې دیني تعبیرونه وده کړل شول چې تشدد ته تقدس ورکوي او جهاد یوازې د وسله والې جګړې په معنا محدودووي ۔ دا تعبیرونه تصادفي نه وو، بلکې د پوهې او واک ترمنځ د منظمې اړیکې محصول وو ۔ هغه څۀ چې د دیني علم په نوم وړاندې شول، په اصل کښې د نړیوالو سیاسي اړتیاوو مطابق جوړ شوي مفاهیم وو، چې وروسته د نصاب، مدرسو او دیني شبکو له لارې جنوبي اسیا ته انتقال شول ۔ پاکستان د دې نړیوالې پروژې لپاره تر ټولو مناسب مېدان و، ځکه چې دا ریاست له پېل نه د یو ایډیالوجیکي جوړښت پر بنسټ ولاړ و، نه د مدني تړون پر اساس ۔ دلته مذهب د دولت د هویت مرکزي برخه وګرځول شو او د سیاست او واک د مشروعیت سرچینه ترې جوړه شوه ۔ په همدې لړ کښې، ملا، ممبر او مدرسه د اخلاقي خپلواکۍ پر ځاے د دولتي پالیسۍ د تکرار وسیلې وګرځېدې. دین د اخلاقو له ساحې وایستل شو او د ستراتیژیکو موخو لپاره استعمال شو. مذهب بازار شو، جهاد یو سیاسي برانډ شو، او تشدد ته داسې تقدس ورکړل شو چې پوښتنه پرې ګناه وګڼل شوه. دا هغه مرحله وه چې پکې دین د انسان د اصلاح پر ځاے د انسان د استعمال وسیله وګرځېد ۔
په دې بهیر کښې تر ټولو ژوره ضربه د ژبې او معنا پر کچه ولګېده ۔ هغه مفاهیم چې باید د انسان د دروني اصلاح، ټولنیز عدالت او اخلاقي مقاومت استازیتوب ئې کړے وے، د تشدد د توجیه لپاره وکارول شول ۔ د “جهاد” مفهوم تر ټولو ښکاره بېلګه ده ۔ دا اصطلاح له خپل تاریخي، فقهي او اخلاقي تنوع نه وشلول شوه او یوازې د وسله وال عمل لپاره وکارول شوه ۔ دا یو ډول سمبولیک تشدد و چې خلک ئې تشدد هم نۀ ګڼي، ځکه چې د دین په ژبه وړاندې کېږي په دې توګه، نه یوازې انسان ته زیان ورسېد۔ بلکې دیني شعور هم ټپي شو، ځکه چې مانا د واک په ګټه وتښتول شوه ۔
د دې ټولو عملي مېدان د پښتنو سیمې وګرځېدې ۔ دا سیمې د څو لسیزو راهیسې د دوامدارې جګړې په حالت کښې وساتل شوې نه ځکه چې هلته خلک جګړه خوښوونکي وو، بلکې ځکه چې جګړه خپله یو اقتصاد شو ۔ وسلې، فنډونه، استخبارات، نړیوالې مرستې او سیمه ییز مفادات ټول د جګړې له دوام سره تړلي وو په دې جنګي اقتصاد کښې پښتون نه د پرېکړې واک درلود، نه د ګټې برخه، بلکې یوازې د انساني مصرف حېثیت یې درلود. ژوند ارزښت له لاسه ورکړو، مرګ عادي شو او تشدد د ورځني ژوند برخه وګرځېد۔ دا هغه سیاست و چې پرېکړه ئې کوله څوک به ژوندے پاتې کېږي او څوک به د لویو ستراتیژیو په لاره کښې قرباني کېږي ۔ تشدد چې کله د یوې ټولنې په اوږو واچول شي، نو تر ټولو لومړی ئې تاریخ تحریفېږي دا تحریف داسې وړاندې کېږي لکه تشدد چې د خلکو له طبیعته راټوکېدلی وي، حال دا چې په حقیقت کښې دا د منظمې زده کړې، تمرین او دولتي پالیسۍ محصول وي. کله چې د تشدد ریښې له سیاست، اقتصاد او ستراتیژۍ جلا شي، نو قرباني پخپله مجرمه ښکاري. د پښتنو په قضیه کښې همدا وشول؛ تشدد د یو جوړښتي سیستم نتیجه وه، خو روایت داسې جوړ شو لکه دا چې دا د پښتنو ذاتي ځانګړنه وي.
د سړې جګړې په دوران کښې د دې سیستم یو ډېر واضح او مستند مثال د امریکا د نبراسکا پوهنتون هغه تعلیمي پروګرام دے چې د افغان جهاد لپاره جوړ شو. په ۱۹۸۰مو کلونو کې، د نبراسکا پوهنتون د USAID په مالي ملاتړ داسې درسي کتابونه تیار کړل چې د ریاضي، ژبې او دیني تعلیم تر نامه لاندې پکې جګړه، وسله، نفرت او د “دښمن” تصور ور نغښتی و. دا کتابونه وروسته د پاکستان له لارې په افغان کډوالو، مدرسو او جهادي مرکزونو کې تدریس کېدل. ماشومان به شمېر د ټوپک، ټانک او ماین په مثالونو زده کول، او دیني مفاهیم به د جګړې د جواز په توګه ور وړاندې کېدل. دا نصاب تصادفي نه و؛ دا یو منظم ذهني انجینرنګ و، چې تشدد یې د علم، دین او اخلاقو په ژبه عادي کاوه. کله چې نن تشدد ته د “افراطي فکر” نوم ورکول کېږي، نو دا پوښتنه قصداً نه کېږي چې دا فکر لومړی چا، څنګه او ولې تولید کړ.
دا ذهني انجینرنګ یوازې په نصاب نه محدود و، بلکې د جغرافیې له انتخاب سره هم ژور تړاو درلود. پښتنه خاوره د دې پروژې لپاره ځکه مهمه وه چې دا د سیمې د ستراتیژیکو لارو، غرونو، سرحدونو او قدرتي منابعو مرکز دی. دا خاوره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ دهلیز دی، د پوځونو د تګ راتګ، د وسلو د انتقال او د نفوذ د پراخولو لپاره حیاتي ارزښت لري. همدا جغرافیه د “ستر خطر” په نوم وړاندې شوه، حال دا چې په حقیقت کې دا د ستراتیژیک اهمیت اعتراف و. چېرته چې جغرافیه مهمه وي، هلته انسان ارزانه کېږي. پښتانه ځکه د جګړې میدان وګرځول شول، نه دا چې دوی جګړه غوښتله، بلکې ځکه چې د دوی خاوره د نورو د جګړو لپاره مناسبه وه.
ورسره ورسره د وسایلو مسئله هم ده. پښتني سیمې یوازې د تګ راتګ لارې نه دي، بلکې د معدني وسایلو، اوبو، انرژۍ او ځمکنۍ سرچینو له پلوه هم مهمې دي. خو دا وسایل کله هم د ځایي خلکو د پرمختګ لپاره ونه کارول شول. برعکس، ناامنۍ، جګړې او تشدد دا یقیني کړل چې دا سیمې به تل کمزورې، محتاجې او د کنټرول لاندې پاتې شي. جګړه دلته یوازې امنیتي مسئله نه وه؛ دا د وسایلو د کنټرول یوه وسیله وه تشدد د پرمختګ مخه نیوله، څو د تصمیم واک د مرکز سره پاتې شي .
په دې ټول جوړښت کښې د ملا او پوځ اتحاد مرکزي رول لري. دا اتحاد اتفاقي نۀ دے، بلکې تاریخي او ستراتیژیک دے. پوځ زور لري، خو مشروعیت نه لري؛ ملا مشروعیت لري، خو زور نۀ لري. دواړه یو د بل اړتیا پوره کوي. ملا د دین له لارې تشدد ته تقدس ورکوي، او پوځ د زور له لارې دا تقدس عملي کوي. هر ظلم چې شوے، که هغه د عملیاتو په نوم وي، که د جهاد، که د امنیت، نو تر شا ئې یا د ممبر ژبه ولاړه ده یا د ټوپک نل ۔ دا دوه قوتونه یو بل ته مشروعیت ورکوي او ولس د دواړو ترمنځ ځپل کېږي ۔
دلته تر ټولو لوے تضاد دا دے چې همدا جوړښت اوس د خپلې پخوانۍ پېدا کړې بلا نه ځان خلاصوي. هغه ډلې چې د همدې ملا او پوځ په ګډه روزلې، وسلې ئې ورکړې، نصاب ئې ورته جوړ کړے او کلونه کلونه ئې د دین له لارې توجیه کړې، نن د سیاسي اړتیا د بدلون سره “خوارج” ګرځول کېږي. دا بدلون د فکر بدلون نۀ دے، دا د مفاد بدلون دے۔ که مسئله واقعاً دین وې، نو پوښتنه به دا وه چې څلوېښت کاله غلط دین ولې ترویج شو؟ خو دا پوښتنه نۀ کېږي، ځکه چې دا به ټول سیستم لوڅ کړي ۔ رسنۍ بیا د دې ټول بهیر وروستۍ کړۍ ده. دلته تاریخ ټوټه ټوټه کېږي، تسلسل ختمېږي او هره نوې پېښه له صفره پېل ښودل کېږي ۔ څوک دا نۀ وائي چې دا تشدد له کوم ځایه راغے، څوک ئې وروزه، چا ئې تمویل کړ، او ولې همدا ځانګړې سیمې تل د اور په منځ کښې وساتل شوې په دې چوپتیا کښې، بیا هم پښتون متهم ښکاري او سیستم ځان بېطرفه معرفي کوي ۔
په هم دې ځاے کښې د تشدد نازده کول یو فکري عمل ګرځي، نۀ یوازې سیاسي شعار ۔ دا هغه وخت ممکن دي چې نصاب وپوښتل شي، جغرافیه له سره ولوستل شي، دین د واک له انحصاره خلاص شي او د ملا او پوځ دا مقدس اتحاد نقد شي تر هغې چې دا اتحاد مقدس ګڼل کېږي، تشدد به یوازې نوم بدلوي، ماهیت به نۀ بدلوي.
په همدې تسلسل کښې، هغه ځواکونه چې څلوېښت کاله روزل شوي، تمویل شوي او د دین له لارې مشروع ګڼل شوي وو، ناڅاپه د سیاسي اړتیا د بدلون سره “خوارج” وبلل شول ۔ دا بدلون نه د دیني فکر د ارتقا نتیجه وه او نه د اخلاقي محاسبې، بلکې د واک د اړتیا مستقیم عکس العمل و ۔ هماغه کړنې چې پرون د قرآن او حدیث له لارې توجیه کېدې، نن د همدې دین په نوم رد کېږي دا ثابته کوي چې مسئله چرته ده او څۀ ده، بلکې دا چې څوک دین تشریح کوي، ولې ئې تشریح کوي او د چا د ګټو لپاره ئې کاروي رسنۍ دلته د دولتي بیانیې د تکرار رول لوبوي، څو تاریخ لنډ کړي، مسوولیت پټ کړي او نوې کیسه جوړه کړي چې پکې قرباني بیا هم تورزنه ښکاري ۔
عوامي نېشنل ګوند د تشدد پر ضد یو مسلسل سیاسي روایت دے، ځکه چې د دې ګوند سیاست د تشدد د رد پر احساساتي غبرګون ولاړ نۀ دے، بلکې د تشدد د سرچینو، جوړښتونو او سیاسي کارونې پر شعوري درک ولاړ دے ۔ د دې ګوند په سیاسي فکر کښې تشدد یو ناڅاپي عمل نۀ ګڼل کېږي، بلکې د واک د ناکامۍ، د دولت د مشروعیت د بحران، او د ټولنې د سیاسي بېبرخې کېدو پایله بلل کېږي ۔ همدا تحلیل دے چې ANP ئې د نورو ګوندونو له موسمي او مصلحتي دریځونو بېله کړې ده ۔ د دې روایت بنسټ د باچا خان د عدم تشدد له فلسفې اخستل شوے، خو دا فلسفه یوازې اخلاقي وعظ نه، بلکې یو بشپړ سیاسي میتود و ۔ باچا خان عدم تشدد د استعمار پر وړاندې د کمزوري ولس د ځان ساتنې او تنظیم تر ټولو اغېزمنه وسیله بلله. هغه پوهېدۀ چې تشدد د استعمار ځواک ته مشروعیت ورکوي، حال دا چې عدم تشدد دا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي همدا فکر وروسته د عوامي نېشنل ګوند د سیاسي هویت برخه وګرځېد او د هر ډول تشدد پر وړاندې ئې یو ثابت اصولي چوکاټ برابر کړ۔
د ولي خان په سیاسي فکر کښې دا فلسفه نوره هم ژوره شوه ولي خان تشدد یوازې د وسلوالې ډلې عمل نه ګاڼه، بلکې دا یې د دولت له جوړښت، نصاب، مذهب او ستراتیژۍ سره تړلی سیاست باله ۔ هغه په ډېر وضاحت سره دا دریځ درلود چې کله یو ریاست خپل سیاسي اختلافات د تشدد له لارې حل کول غواړي، نو دا تشدد بالاخره د ټولنې پر ضد ګرځي. د افغان جګړې پر مهال د ولي خان مخالفت له جهاد سره د مذهب مخالفت نه و، بلکې د دین د سیاسي استعمال پر ضد یو اخلاقي او سیاسي دریځ و۔ دا دریځ ځکه مهم و چې دا هغه مهال وړاندې کېدۀ چې ټول سیستم د جګړې په خدمت کښې ولاړ و ۔
په هم دې تسلسل کښې، عوامي نېشنل ګوند د جهاد د نړیوالې پروژې پر وړاندې دا استدلال وړاندې کاوه چې دا جګړه به سیمه په اوږد مهاله تشدد اخته کړي. ANP دا جګړه د ازادۍ یا دین جګړه نه، بلکې د نړیوالو او سیمه ییزو قوتونو د ګټو جګړه بلله۔ دا تحلیل وروسته د طالبانو، ځانمرګو بریدونو او د دوامدارې نا امنۍ په بڼه عملي حقیقت وګرځېد، چې دا خپله د دې ګوند د سیاسي درک ثبوت دے ۔
کله چې طالبان د دین په نوم د سیاست مرکزي لوبغاړي وګرځېدل، ANP د ډېر واضح اخلاقي او سیاسي دریځ له مخې دا اعلان وکړو چې تشدد نۀ د دین استازیتوب کوي او نه د پښتنو د ټولنې ۔ دا دریځ د ګوند لپاره یوازې سیاسي زیان نه، بلکې د ژوند او مرګ مسئله شوه ۔ د دې ګوند سلګونه کارکوونکي ووژل شول، خو ګوند خپله بیانیه بدله نۀ کړه. دا ثبات د دې خبرې عملي ثبوت دے چې د ANP تشدد ضد سیاست یو موقتي یا دفاعي دریځ نه، بلکې یو اصولي موقف دے۔
د اسفندیار ولي خان په دوره کښې د تشدد پر ضد سیاست نور هم سیسټماټیک شو ۔ هغه په پرله پسې ډول دا خبره کوله چې تشدد که د ریاست له خوا وي یا د غیر ریاستي ډلو له خوا، دواړه د ولس پر ضد دي. د ده په فکر کښې امنیت د ټوپک له لارې نه، بلکې د سیاسي مشارکت، اقتصادي انصاف او تعلیمي پرمختګ له لارې ترلاسه کېدے شي ۔ دا دریځ ځکه ارزښت لري چې دا د واک، وزارتونو او سیاسي اتحادونو د قربانولو په بعیه وساتل شو ۔
د مولانا خان زېب سیاسي کردار د دې روایت اخلاقي ژورتیا لا نوره هم روښانه کړه. هغه د دین دننه تشدد رد وکړ او دا ئې ثابته کړه چې د تشدد مخالفت د مذهب مخالفت نۀ دے، بلکې د مذهب د اخلاقي روح دفاع ده. د هغۀ وژنه دا حقیقت نور هم څرګندوي چې تشدد تر ټولو مخکښې هغه غږونه خاموشوي چې د تشدد فکري او سیاسي مشروعیت ننګوي ۔
دا روایت ځکه مسلسل دے چې دا د وخت، واک او فشار له بدلون سره نۀ دے بدل شوے ۔ د دې ګوند دریځ د استعمار، ریاستي جبر، نړیوال جهاد، طالبانو او معاصر ترهګرۍ پر وړاندې یو ډول پاتې شوے دے۔ که بڼه بدله شوې، نو یوازې د حالاتو له مخې خو اصول، پوښتنې او سیاسي اخلاق نۀ دي بدل شوي.
په پائې کې وئيلے شو چې عوامي نېشنل ګوند تشدد د قوم، دین یا کلتور مسئله نه ګڼي، بلکې دا ئې د سیاست، واک او ګټو مسئله ګڼلې ده. همدا فکر دے چې دا ګوند ئې د تشدد پر وړاندې یوازې یو مخالف قوت نه، بلکې یو فکري بدیل ګرځولے دے. تر څو چې دا فکري روایت ژوندے وي، د تشدد تقدس به تل تر پوښتنې لاندې وي، او دا پوښتنه به د هر واکمن نظم لپاره نا ارامه کوونکې پاتې شي.
مونږه به وخت په وخت قتلېږو په بدلو معنو
دا چا پر وړاندي چې لا زر او زور د چین پاتې دے
امین تنها