خوشحال خان خټک د ښځو پۀ عدالت کښې—نايله شمال ساپي

دا ليکنه شريکه کړئ

خوشحال  چې د ښځې پۀ خوئي خصلت کوم نظر لري  د هغې پۀ رڼا کښې خوئي خصلت نه مراد د يوې ښځې رويه ده کومه چې د انساني کړۀ وړۀ برخه ده او د اخلاقياتو پۀ ضمره کښې راځي ۔ د اخلاقياتو پۀ حواله باندې د ډير پخوا نه دا بحثونه راروان دي چې څۀ ښۀ دي، څۀ خراب دي ، څۀ سم دي او څۀ ناسم دي ۔ دا هغه سوالونه دي چې وخت په وخت ئې نوي نوي توجيحات او تشريحات شوي دي ۔ لکه د ښکلا غوندې اخلاقيات هم يو کوټلے او جامع مفهوم نۀ لري ۔ بلکې اخلاقيات پۀ خپله د ښکلا برخه ده ۔ د انساني ټولنو کړۀ وړۀ کښې ځنې روايات هم د اخلاقياتو برخه ګرځېدلې ده چې يو وخت يو عمل يا يو کار د معيار پۀ لحاظ باندې اخلاقي وي ولې بل وخت غېر اخلاقي تصور شي ۔يا پۀ يوه ټولنه کښې يوه عمل يا يو کار اخلاقي وي او په بله ټولنه کښې غېر اخلاقي وي ۔ ولې چې د اخلاقي معيارونو هم د زمان او مکان سره بدلون کېږي ۔ پۀ فلسفه کښې د اخلاقياتو د پاره د ايتهکس پۀ نوم باندې يوه لويه څانګه پرته ده د کومې پۀ حواله چې طلال بېدار اصلزے وائي چې :

( ۔اېتهکس ته عموماً پۀ مشرقي ژبو کښې د عربۍ د اثر تر مخه اخلاقيات وائي او اصطلاح اخلاقيات د عربۍ ژبې ‘اخلق’ نه منځ ته راغلې چې معنٰي ئې ‘مناسب’ يا ‘بهترين’ ده. اوس کۀ پۀ دې حواله وګورو نو د دواړو اصطلاحاتو پۀ منابعو کښې فاصله شته. چرته کړۀ وړۀ او چرته مناسب يا بهترين! خو د اېتهکس پۀ مطالعې کښې دا دواړه توري خپله فاصله راکموي خو ولې دلته دا يادونه هم ضروري ده چې پۀ پښتو کښې د اصطلاحاتو د کمبوت د وجې کله کله يوه اصطلاح د ځینو بېلا بېلو اصطلاحاتو متبادل کارول کېږي چې پۀ دې کښې د ابهام ستونزه راولاړېږي۔)

ځکه دلته د دغه ټولو اصطلاحاتو د پاره صرف اخلاقيات لفظ استعمالول زما هم مجبوري ده ۔ اوس چې پۀ دې پس منظر کښې د اخلاقياتو خبره مخ وړاندې بوځو نو د نړۍ پۀ جدا جدا وختونو کښې انسانانو د ځان د پاره د ښۀ او بد لارې د وخت او حالاتو د غوښتنو سره سم رايج کړي دي چې پکښې د هر تهذيب جدا جدا رواجونه او کلتورونه هم ليدې شي او دغسې يو وخت راشي چې دا قسمه حالات د بدلون سره مخ شي چې پکښې ښۀ او بد هم سره جدا معيارونه ومومي ۔ پۀ دغه معيارونو کښې د ښځو د پاره هم وخت پۀ وخت د ښکلا او اخلاقياتو معيارونه غوره کړې شوي دي ۔ چې پکښې تر ټولو لروغونے مثال د شاسترو دے خصوصاً د ارتهـ شاستر او د کوک شاستر چې راروان بابونو کښې به پرې بحث وشي ۔ اوس کۀ پښتنې معاشرې ته وګورو نو د ښځو د پاره چې کوم اخلاقي معيار غوره شوي دي اول خو دا خبره ده چې دغه معيار سړو غوره کړي دي ولې چې پښتنه معاشره کښې  سېوا د خدائي خدمتګار تحريک او نن سبا د ځنو انجيوګانو (سوشل اکټيوسټو) د ښځو نه علاوه پۀ تاريخ کښې داسې کوم څۀ نشته چې ښځو پکښې د خپل حق غوښتنه کړې وي او پۀ هغې تپلې شوي فرسوده روايات چې اخلاقيات ورته وئيلي شوي دي نه ئې بغاوت کړے وي ۔ پۀ دې لړ کښې کۀ د پښتون شپږ زره کلن تاريخ وکتې شي نو الف جانه خټکه وړومبۍ جراتمنده ده۔ البته د تر کومه چې زمونږ موضوع ده نو هغه د خوشحال خان خټک معيار دے ۔ د خوشحال د معيار نه وړاندې دا خبره هم مهم ده چې خوشحال کوم معيارونه د ښې ښځې د پاره غوره کوي هغې کښې اسلامي او پښتانۀ اقدار شامل دي يا داسې به ووايم چې د اسلامي او پښتانۀ اقدارو شريک امتزاج دے چې دلته ئې وړاندې کومه ۔خوشحال د ښځې د پاره چې کوم معيار پۀ اخلاقي توګه ټاکي دلته د هغوي د يو غزل د څو شعرونو تجزيه وړاندې کومه چې خوشحال وائي چې ښځه دې هوسناکه وي، خنده رويه دې وي او مهرژنه دې وي، پاکيزه دې وي او خوشبوداره دې وي ۔ د صحبت (جنسي اړيکې) پۀ حواله دې پوهه وي او هيڅ قسم مکر نه دې لرې وي ۔ کم خوراکه دې وي، ښکلې لباس دې اچوي او همېشه دې دننه ناسته وي ۔

”ښځه بويه هوسناکه، خنده رويه، مهر زنه
پاکيزه پۀ زيست روزګار کښې، پۀ ښۀ بوي باندې مئينه
د صحبت پۀ رموز پوهه، زړۀ يې خلاص له مکره، دروهه
کم خوراکه، خوش پوشاکه، هميشه ناسته د ننه“
پۀ مذکوره شعرونو کښې چې د ښځې د خاوند سره د وخت تېري د پاره کوم شرايط يا معيار دے دغه هسې هم په عام ژوند کښې بايد پکار راوستې شي ۔ هم دغسې پۀ ورپسې شعرونو کښې خوشحال وائي چې داسې ښځه چې بايد خپل خاوند يا محبوب پۀ وصل خوشحاله وي د خپل خاوند خبرې خوند ورکوي  او چې د خپل خاوند نه جدا شي نو غمژنه هم وي او خيرنه هم وي ۔ دلته خوشحال امر کوي چې دا دې خيرنه وي ځکه چې د سړو عموماً دا ګمان دے چې کۀ ښځه خيرنه وي نو مطلب دې سره د (کوم سړي) جنسي اړيکې ته زړۀ نۀ کېږي ۔ زۀ پۀ شخصي توګه يو دې ښځې پۀ حېث باندې د خوشحال يا د ټولنې دې خبرې سره متفق کېږم نه ۔ بايد چې ښځه دومره وفاداره وي چې د خپل محبوب يا خاوند پۀ جدائۍ کښې خپل وجود د نورو سړو څخه وساتي او خپل يار پسې خفګان وکړي ۔ خو دا خبره چې هغه دې ځان خيرن ساتي د کومې نه چې د خوشحال هم دغه مقصد دے دا پۀ اصل کښې يوازې ښځه نۀ بلکې ټولنه د اعتماد نه ويستل دي ۔ پۀ دې لړ کښې زۀ دا خبره پۀ يقين سره کومه چې جنسي لوږه کله هم د يو سړي له خوا بېداره شي او څومره هم هغۀ ته موقع پۀ لاس ورځي هغه پۀ دې لړ کښې د رشتو تقدس هم پايمال کوي ۔ پۀ پاکستاني ټولنه کښې يو شمېر رپورټونه داسې رامينځ ته کېږي چې د سړو له خوا د خپلو مقدسو رشتو خور، مور، لُور، خورزه يا ورېره وغېره سره جنسي تېري وشي ۔ دغسې خوشحال چې کومې خيرنتيا ته اشاره کوي نو پۀ هغې کښې دلته د افغانستان د موجوده طالبانو د حکومت يوه اخباري ټوټه وړاندې کومه چې وائي :

“Destitute Afghan women arrested for begging under draconian new Taliban laws have spoken of “brutal” rapes and beatings in detention. Over the past few months, many women said they had been targeted by Taliban officials and detained under anti-begging laws passed this year. While in prison, they claim they were subjected to sexual abuse, torture and forced labour, and witnessed children being beaten and abused”

هغه به وسه افغانانې ښځې چې سوال کولو پۀ جرم کښې د طالبانو حکومت نيولې دي ۔ وئيل شي چې پۀ زندانونو کښې پرې وحشيانه جنسي تېري او وهل شوي دي ۔ په تېرو څو مياشتو کښې ګڼو ښځو وئيلي دي چې د طالبانو واکمنو زورلي دي ۔ هر څو کۀ پرې د سوال (خېر) غوښتو قانوني پابندي لګوي خو دوي وائي چې پۀ جېلونو کښې راسره وهل، ټکول او جنسي تېري شويدي د کومې ګواهيانې چې ئې ماشومانو هم ورکړي دي ۔

د دا قسمه جرمونو نه د دنيا د هر ملک تاريخ ډک دے ۔ خو زما موضوع پښتنه معاشره ده نو ځکه مې د افغانستان رپورټ د خپلې خبرې د پاره راواخستو۔ دلته د خوشحال دغه شعر وړاندې کومه ۔

”پۀ وصال د يار خوشحاله، يار يې خوښ له قيل و قاله
چې له ياره نه جدا شي، هم غمژنه، هم خيرنه“
هم دغه رنګه چې پۀ دې غزل کښې خوشحال د ښځې د پاره د ژوند د کړۀ وړۀ کوم معيارونه ټاکي هغه د پښتونولۍ او د اسلام امتزاج دے ۔ لکه د نېکانو همنشينه دې وي او له بدانو دې ځان ساتي اسلامي غوښتنه ده، کۀ مور ئې دروغژنه وي دا دې ترې ځان وژغوري د پښتونيت قدر دے ۔ ولې چې د پښتنو پۀ کورني ژوند کښې د جينۍ (وادۀ شوې) سره د مور اکثر صلاح مشوره وي د کومې پۀ وجه چې اکثره کورونه سره وران وي ۔ د مېلمه پۀ کار کښې دې تکړه ښځه وي نو هم مېلمه پالنه د پښتونولۍ قدر دے، د اخلي پخلي دې ماهره وي نو ټولنيز قدر دے چې پښتنه معاشره کښې عموما ښځې کېږي هم د دې د پاره چې دا دې اخلے پخلے کوي ۔ د پښتنې معاشرې پۀ رسمونو کښې يو رسم دغه هم دے چې جينۍ کله غوښتلې کېږي نو اول ګوري چې د اخلي پخلي چل ورځي او کۀ نه ۔ بلخوا د مور زمه داري وي چې لُور ته پۀ وخت هر هغه اخلے پخلے ور وښائي د کومې چې د هغې نه د کولو غوښتنه کېږي ۔ پۀ پښتنه ټولنه کښې اکثر چم ګاونډ د ناوې پۀ تمه وي چې پراټه (ډوډۍ) پخولو چل به ورځي او که نه ۔ ځکه پۀ اول سحر ناوې پراټې پخوي ۔ پۀ ډېرو ځايونو کښې دغه پراټې پۀ خپلوانو يا چم ګاونډ کښې هم وېشلے کېږي ۔خو کۀ چرې ناوې ته دغه نۀ ورځي نو بيا ئې عموما سخر کور پۀ مور باندې لانت وروي ۔ خو دلته د دغه پښتون کلتور نه پرته دا خبره کول دي چې ايا دغه اخلے پخلے کوم فرض دے او کۀ نا۔ يا  خامخا د ښځې د پاره ولې راغلے دے ۔؟ لکه دا شعرونه وړاندې کؤمه :

”له نيکانو هم نشينه، له بدانو پۀ زړۀ خوړينه
له موروالي يې توبه کا، کۀ يې مور وي دروغژنه
د مېلمه پۀ کار حاضره، پۀ پخوالي بهادره
حق د چارې پۀ ځاے راوړي، پۀ رنځور باندې پوښتنه
کۀ دا هسې څوک پيدا شي، د خوشحال پۀ لاسو راشي
هېڅ تقصير به يې اونۀ کا د ياريه پۀ پالنه “
عموماً چې انساني شخصيت خبره کېږي نو د صورت نه زيات زور پۀ سيرت راوړلے کېږي ۔ ډېر ښۀ صورت لرونکي انسانان چې بدسيرته وي نو هم پۀ جمالياتي توګه بدرنګه وي او ډېر بدصورته چې خوش سيرته وي نو پۀ جمالياتي توګه باندې ښکلي ښکاري ۔ ولې چې (نېکي هم حسن ګڼلے شي) او دغه حسن تر ټولو بالاتر وي ۔ خوشحال هم د صورت نه زيات سيرت ته متوجه دے لکه وائي چې :

ښځه خوشخويه غواړه خوش رويه
کۀ نۀ بد رويه ښۀ ده خوشخويه
مينه يې ډېره تر رنګ پۀ بوئ شي
څوک چې خبر دي د ګل له بويه

”ښځه کۀ هر څو پۀ مخ زيبا ده
پۀ هر هنر کښې پسندلې دا ده
ظاهر يې مه ګوره باطن يې ګوره
هاله يې ستايه کۀ دا پارسا ده “
ښځې کم عقلې دي، د ښځو عقل کم دے چې د نړۍ څومره هم تهذيبونه وګورې دغه خبره د ښځې سره تړلې شوې ده ۔ خو جديد نړۍ پۀ سائنسي توګه باندې دغه خبرې ردوي ۔ ولې چې کۀ يو سړے هم پۀ يوه ټولنه کښې وساتلے شي داسې لکه ښځه چې ساتلې شي نو لازم ده چې هغه به هم کم عقل وي ۔ عقل او پوهه د انسان د ازاد فطرت او ټولنيز ژوند سره تړون لري ۔ ايا پۀ کومه ټولنه کښې چې يو انسان (ښځه او سړے) بندي وساتلے شي ۔ د کور او ګور وګرځولے شي ۔ هغه به د نارمل انسان پۀ معيار پوره وي او کۀ نۀ ۔ خداے پاک چې د انسان د  تکميل د پاره زوج راوستے نو مطلب هم دغه دے چې ښځه د سړي نه بغېر نيمګړې ده او سړے د ښځې نه بغېر نيمګړے  دے ۔ اوس د خوشحال پۀ معيار کښې دا خبره چې د ښځې سره صلاح و ومشوره مۀ کوه ۔ د خپل بدخوا ومنه، د دښمن ومنه خو د ښځې کومه مشوره يا خبره مۀ منع بېخي هغه قبايلي فکر دے چې د اخلاقياتو پۀ معيار کښې ئې اچولے دے ۔ لکه وائي چې :

”د ښو خبره ده پۀ هر چا فرضه
درته به وکړم پوره دوه عرضه
د بدخواه ومنه د ښځو مه منه
له مرګه مه تښته تښته له قرضه“
سائنس ثابته کړې ده چې کۀ د ښځې اولاد(نر يا ښځه) راوړلو کښې د سړي کردار وي د ښځې پۀ دغه حواله باندې هيڅ کردار نشته ۔ دلته د ميډيکل دغه اقتباس شريکومه چې :

The Y chromosome is one of the two sex chromosomes in humans (the other is the X chromosome). The sex chromosomes form one of the 23 pairs of human chromosomes in each cell. The Y chromosome spans more than 59 million building blocks of DNA (base pairs) and represents almost 2 percent of the total DNA in cells.Each person normally has one pair of sex chromosomes in each cell. The Y chromosome is present in males, who have one X and one Y chromosome, while females have two X chromosomes.”[i]

يعنې د ماشوم (نر يا ماده) زېږولو کښې د ښځې خپل هيڅ کوم کردار نشته ۔ ولې چې د کروموسومز (X او Y) د سړي پۀ وجود کښې وي ۔ هم دغه رنګه ماشوم د مور پۀ خېټه وي خو د دۀ ډي اين اے د پلار پۀ لور خېژي ۔  کله چې ډي اېن اے د پلار او مور وي نو پۀ دۀ کښې چې فطري يعنې بنيادي کوم خويونه (جينياتي) توګه راځي هغه به د پلار له خوا وي ۔ البته د يو ماشوم روزنه چې پۀ کومه ټولنه کښې ورستو څنګه وشي هم هغه ترې ساز شي ۔ خو خوشحال چې د ښځې د پاره کوم معيار ټاکي نو پۀ دې کښې وائي چې هغه ښځه چې بدخويه اولاد راوړي د دې نه ښۀ وينځه ښۀ ده چې ښۀ خويه اولاد راوړي ۔ خو خوشحال دغه شعور نۀ لري چې دا خويونه د پلار پۀ ډين اے کښې رامنقل کېږي ۔ دلته د خوشحال دغه شعرونه نقل کومه چې وائي :

”ښځه چې ځوانه ده هومره صحت ده
څو چې زاړه ده هومره زحمت ده
اولاد چې بد راوړي مېرمن ومۀ وينې
اولاد چې ښۀ راوړي وينځه نعمت ده “
”اوس له ديو ښځو کله مردم زېږي
ورځنې واړه مار و لړم زېږي
دخول کۀ نۀ کړې ورسره ځاے لري
چې ځنې واړه پۀ عقل کم زېږي
د خوشحال د وېنا تر مخه کومه ښځه چې هم چل و پنج يعنې دهوکه بازي کوي بايد د دې نه ځان لرې وساتلې شي ۔ يعنې خوشحال د محبوبې يا د ښځې د معيار د پاره ښځه د چل وپنج دروغو، دهوکو وغېره نه پاکه ګڼي ۔ ځکه وائي چې دا هغه مار شي چې هيڅ کومه خزانه نه لري ۔ دلته ئې دا رباعي پۀ ډېر ښکلي انداز کښې راوړې ده وائي چې :

ښځه چې ورشي تر چل و پنجه
خوبي يې ولاړه مار ده بې ګنجه
که ځان ترې مومې ترې پستنه اوسه
خلاص يې د رنځ شه خلاص يې له کنجه “
د ښځې ماشوم مار او لړم زېږول د سړي جينياتي مسئله ده خو دغه روايت بايد کۀ خوشحال د عرب او فارسي يا نورو ځايونو نه هم خپل کړے وي بايد چې مات شي او دا تسليم شي چې ښځه بس صرف ماشوم زېږوي باقي ماشوم څنګه خوئي لري مار دے او کۀ لړم دے هغه د پلار جينز دي يا ورستو د ټولنې تربيت دے ۔د ښځو د خوئي خصلت پۀ حواله خوشحال هغه انتهاپسندي خپله کړې ده کومه چې مونږه د تاريخ پۀ زاړۀ مذهبونو کښې وينو۔ دلته چې خوشحال د ښځې مثال راوړي نو د مار سره ئې تشبيهـ کوي ۔ حالانکې د مار تشبيهـ د سړي سره پۀ هر حال سمه راځي خو خوشحال دغه روايت هم د ښځې د پاره قايم کړے دے ۔ لکه وائي چې :

”ښايست د ښځې د مار يکسان دے
ظاهر يې مه ګوره باطن يې وران دے
ښځه پۀ زړۀ کښې څو څو بلا لري
کۀ مار پۀ خولۀ کښې د زهرو کان دے“
اسلام کۀ هر څو د ونيځې يا د غلام تصور ته د پائې ټکے نۀ دے ايښودے ۔ ولې د ونينځې يا د غلام سره نکاح کول، دوي ته ازادي ورکول ئې ثواب ګڼلے دے ۔ پۀ جديد وخت کښې د وينځې تصور بېخي ناممکنه دے ولې چې نړيوال انساني حقونو هم منع ګرځولے دے ۔ خو خوشحال چې د وينځې کوم تصور راوړي داسې ښکاري چې وينځې ئې لرلې دي ۔ خو بيا هم زمونږ موضوع دغه نه ده ۔ زمونږ موضوع دغه ده چې وينځه کۀ فرض کړه غلامه ده نو هم د يو قام يا يوې کورنۍ سره به تعلق لري ۔ هغه د خوشحال پۀ نظر کښې د نورو ښځو نه کمتره ده ۔ دلته پۀ دې رباعۍ کښې خپله ښځه يادوي چې کۀ پۀ عقل پوره نۀ وي نو د ونينځې نه بدتر ده ۔ دا رويه هم خوشحال د انساني حقونو پۀ عدالت کښې ودرولے شي ۔

”ځينې که وينځې وي لکه مېرمنې وي
ځينې مېرمنې د وينځو کنې وي
عقل هنر بويه پۀ ادمزاد کښې
مېوه چې ښه لري قدر د ونې وي“

د دنيا پۀ ډېرو تهذيبونو کښې د ښځې پۀ حواله باندې هغې ته دا شرط (چېلنج) مخې ته پروت وي چې خپل جسم دې د خپل مېړۀ د پاره سلامت وساتي ۔ سلامت پۀ دې معنه چې دا دې د وادۀ تر شپې پورې (ورجن يعنې بکره) وي۔ کۀ د ښځې متعلق دا خبره شي نو اخلاقاً هغې له نۀ دې پکار چې دغه ټولنيز او مذهبي قدغن مات کړي ولې چې ځنې ټولنو کښې د داسې فعل سره د سر ويره وي۔ خو د سړو د خوا دغه شرط ښځو ته چې دا دې خامخا ورجن وي نو د ښځو د پاره سړو ته داسې شرط ولې نشته چې دے به هم ورجن وي ۔ زۀ دلته د کومې ښځې دغه فعل کله هم نۀ ډيفنډ کومه چې هغۀ دې خپله ځواني تالاترغه کړي ۔ اګر چې د هغې انساني حق هغې ته بيا هم حاصل دے خو د ټولنيز غوښتنو سره رواداري بايد وساتلې شي او داسې افعال ترسره نۀ شي ۔ خو کۀ سړي دا کوي چې د وادۀ پۀ شپه به ګوري خامخا چې جينۍ استعمال ده او کۀ نۀ ده ؟ وينه ځي او کۀ نۀ ځي ؟ نو د خاوند حق جايز صحيح خو بايد ښځه هم دغه حق ولري ۔ څنګه چې ما خبره وکړه چې بايد د جينۍ غلط افعال ډيفنډ نۀ شي خو د سړي جهالت هم پۀ پام کښې ونيسلے شي کوم چې د ټولنې عکاسي کوي ۔ ځکه چې سائنس ميډيکلي دا خبره څرګنده کړې ده چې د يوې پېغلې ورجنټي د هغې د (ماهوارۍ سره هم تلې شي، د کمزورتيا يا کومو نورو ناروغو سره هم تلې شي، وزن وړلو سره يا منډه ترړو يا کومې حادثاتي پېښې سره هم تلې شي ۔ نو دا هر ګز ضروري نۀ ده چې دغه ورجنټي به هغې د جنسي اړيکې پۀ ذريعه ماته کړې وي ۔ پۀ پښتنه معاشره کښې نن هم کۀ جينۍ دغسې ونۀ لري يا خو ئې ټول ژوند د خاوند له خوا سپک سپور او د پېغورونو شي او يا واپس د پلار کره ولېږي او يا دغسې ووژلې شي ۔ پۀ اسلامي نړۍ کښې خصوصا دا يو اخلاقي قدر دے چې جينۍ دي (باکره ) وي ۔ لکه پۀ افريقائي ملکونو، اېشيائي اسلامي هېوادونو خصوصًا عرب، فارس او د پښتنو سيمه کښې هم دغه غوښتنه ترسره کېږي ۔ جينکۍ بايد دغه مذهبي او ټولنيزه فريضه ترسره کړي خو د سړو له خوا دومره سخته رويه چې هغه پرې ووژلې شي يا د هغې ټول ژوند دې پرې پۀ عذاب کښې شي هم د غندلو وړ ده ۔ ولې چې د دې پۀ شا ځوانانو کښې دغه احساس ولاړېږي چې ګوندې (باکره يا تنګه) سره جنسي اړيکه کښې زيات خوند وي ۔ دغسې هم د دې روايت له وجې ځنې ذهني ناروغان بيا د دري کالو نه واخلې تر نهۀ کلونو پورې ماشومانو سره جنسي تېري کوي چې جرمونه ترې ولاړېږي ۔ د Pedophilia غوندې پيماران د دې غوښتنو د وجې راپېدا کېږي ۔  خوشحال چې د جينۍ د پاره شرط ږدي نو هم دغه شرط پۀ اخلاقي توګه باندې خپلوي چې ښځه دې دغه خصوصيت ولري او بيا د خوشحال دغه شعر  چې ځوانان يا نارينه به ئې پۀ ډېر خوند او جوش سره بيانوي خوبايد د ښځو له خوا کۀ پرې لانت ووئيلے شي هم کم دے:

”چې بکره پۀ لاس درشي پرې ئې مۀ ږده
کۀ دې ځاے شي پۀ هغې جهان سقر“

د ښځې نېکنامي دغه قسمه فعل سره تړل هم بايد پام کښې وساتلې شي ۔ لکه خوشحال وائي چې ښځه دې پۀ خپل ورجنټي قايمه وي تر هغې چې څو تر (خپل پالنګه) نۀ وي رسېدلې او دغسې به نېکنامه څرګندېږي ۔

”ښځه چې ټينګه وي پۀ خپله تنګه
پۀ خپل پالنګ کا نهالي رنګه
حق يې پۀ ځاے کړ د نېکنامۍ
نور يې خداے مه کړه نېکنامي ړنګه

د خوئي خصلت پۀ دغه لړ کښې د خوشحال دغه معيارونه بايد د ستايلو شي ۔ چې وائي چې ښځه دې ښائسته وي او پاکيزه دې وي او کۀ د ښۀ کورنۍ نه وي ۔ د کورنۍ نه مقصد هغه کورنۍ چې د اولاد ښۀ تربيت کوي پۀ کوم کښې چې د لُور خور تربيت شامل وي ۔ شرمناکه او پرده پوهه دې وي ۔ شرم  د هر انسان د پاره لازم او ملزوم دي ۔ خوشحال وائي چې وسواسي دې هم نۀ وي يعنې نفسياتي کومې ستونزې دې نۀ لري او کۀ ممکنه وه نو چې پۀ دنيا او سرۀ زر باندې مئينه نۀ وي ۔ يعنې مينه دې ئې صرف خپل خاوند سره وي ۔ دلته دغه شعرونه راخلمه  چې وائي :

”ښځه ښکلې ښائسته پاکيزه بويه
چې پلار نيکۀ د ځايه معتبر
شرمناکه پرده پوهه دلاوره
اراسته پۀ عقل وهوش پۀ ښۀ هنر
نۀ وهمي نۀ وسواسي نۀ بدمعاشه
نۀ ئې مينه پۀ دنيا نۀ زر زېور
کۀ دا هسې محبوبه پۀ لاس کښېوځي
له وجوده ئې پېدا شي ښۀ پسر“

البته پۀ مذکوره شعرونو کښې پۀ اخري مصرعه کښې خوشحال وائي چې کۀ دغسې معيار ئې وي ښۀ پسر ترې پېدا کېدې شي ۔ هره هغه مور چې نفسياتي توګه روغه وي، د حمل پۀ دوران کښې د خفګان سره مخ نۀ شي او پلار ئې پۀ جينس کښې شوده نۀ و نو ماشوم به صحت مند زېږوي ۔

 

ماخذونه

https://medlineplus.gov/genetics/chromosome/y/

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔