تاريخ خپل ځان هېڅ کله نۀ تکراروي د دوه مئينو په دويم ځل د جدائي تجربه د اول په څېر نۀ وي.هره واقعه په خپل زمان او مکان کښې خپلې ځانګړتياوې لري.د زمانې تغير شعوري او غير شعوري په دواړه ډوله وي.کوم بدلون چې په شعوري توګه رامنځ ته کېږي د هغې لپاره د مخکښې نه تيارے نېول شوے وي هغه بدلون انسان په حېث د فرد يا په حېث د ټولنې د حادثې په توګه نۀ متاثره کوي.که يو څوک د تېرې زمانې نه په کوم سائنسي يا ديومالايي توګه يو انسان ژوندے کړي او هغه د ننۍ نړۍ ننداره وکړي يقينا دا هر څه به د هغه لپاره نوي او حېران کن وي خو د نن په نړۍ کښې ژوند کونکي خلق د خپل معروض هر څيز حېران کن او نوے نۀ ګڼي خو يو داسې بدلون چې ژوند په کلهمه توګه په خپل اغيز کښې اخلي ضرور حېران کن او نوے وي. حېرت او نوښت کوم داسې ردعمل نۀ زېږوي چې هغه تاواني وي.حېرت په لږ وخت کښې په معمول بدل شي او نوښت هم په څه وخت کښې زوړ ځاے ونيسي. د نړۍ د ارتقا رفتار په نړۍ کښې يو شان نۀ دے نو د نړۍ څه بدلونونه د ځنې قومونو لپاره د پرېشانۍ سبب ګرځي ځکه چې د هغه قومونو لپاره دغه بدلون د يوې حادثې نه کم نۀ وي او حادثه د انسان په ذات کښې پریشاني پېدا کوي خو پرېشاني چې کوم رد عمل زېږوي هغه زيات تاواني وي. په داسې حال چې مونږ د پښتنو ژوند ته وګورو نو دوي د دريمې نړۍ په هغه محکوم قام کښې راځي کوم چې تر اوسه د نړۍ هر بدلون د حادثې په توګه متاثره کوي. مونږ کۀ د نن نه لږ وړاندې لاړ شو او سائنس د ابتدائي ایجاداتو نه پس د نولسمې پړۍ په ایجاداتو نظر واچوو نو معلومه به شي چې هغه وخت دغه ايجاداتو ته زمونږ رد عمل بېخي جذباتي وو. کۀ ننے پښتون په هغه هر څه خبر کړے شي نو دغه هر څه به ورته ټوقه ښکاره شي خو ريښتيا دا دي چې زمونږ رد عمل بېخي د نفي ؤ خو دغه رد عمل بلاوجه نۀ ؤ. د ساينس ځنې ايجاداتو د ځنې قومونو په کاسمالوجي ډېر بد بد ګوزارونه کول د دوي هغه مقدس اشخاص او شيان ئې دروغژن ګرځول کومو چې د دوي په ژوند کښې غير معمولي حثیت لرلو. د انساني ټولنې دوه اړخونه داسې دي چې د دې په اقدارو کله هم ګوزار کېږي نو دوي ورته جذباتي غبرګون ښائي يو جنسي او بل مذهبي زمونږ د ټولنې په يو اړخ کۀ څه هم رسا ګوزار د هغه وخت ساينس نۀ ؤ کړے خو په مذهب چې کوم ګوزارونه د نوي نظرياتو او ايجاداتو په شکل کښې وشو هغې مونږ په دې مجبور کړو چې دې هر څه ته دې يو جذباتي غبرګون وښايو.ملا چې د ټولنې د دغه اړخ ساتونکي او د پښتنو په ټولنه کښې د يو اتهارټيټيو حثیت لرلو په دغه جذباتي غبرګون وړاندې وړاندې ؤ د دۀ سره زيات غم د خپل حثیت ؤ کوم چې سائنس ډېر په بې رحمۍ سره چلنج کړے ؤ.
دغه جذباتي غبرګون زمونږ د سوچ کولو توان وانغست خو متاثره ئې ضرور کړو خو چې کله مونږ په دې هرڅه د سوچ کولو لارې چارې لټول شروع کړې نو نړۍ څو ګامه وړاندې تللې وه او مونږ په دغه وخت کښې د ډیورنډ معاهدې او تقسيم هندوستان نه پس يو بلې داسې حادثې سره مخ شو چې هغې زمونږ ژوند په کلهمه توګه متاثره کړو. دغه حادثې زمونږ د ژوند ټول اقدار زمونږ نه وتروړلو زمونږ د سوچ او فکر خلق ئې د ځان سره لکه د خونړي سيلاب يوړل.مونږ خپل برخليک هغه لاسونه ته حواله کړو چې نۀ زمونږ لاسونه او نۀ زمونږ لپاره هغې حرکت کوو.دغې کښې زمونږ هغه زاړه نفسيات او رد عمل ته ډېر منظم شکل ورکړے شو کوم چې د وړاندې نه د نولسمې صدۍ د سائنس او نوي نظرياتو رامنځته کېدو سره جوړ شوے ؤ.د افغان وطن دغه غميزه په يو داسې اوږدې غميزې بدله شوه چې مونږ د خپل ژوند معمول وګڼله په دې کښې بيا نورو حادثو زمونږ پام کله کله ځان ته ګرځاو خو ډېر زر به مو هغه هم هېرې کړو او د يو نوې حادثې پورې به مو په دغه غميزه کښې خپل ژوند تېروو.په دې غميزه کښې مونږ د ژوند په حواله هېڅ کوم سوچ تۀ وزګار نۀ شو. په داسې صورت حال کښې چې ژوند کول د وسپنو نېنې چېچل دي د ژوند په هره مرحله داسې حاثادت مخې ته راځي چې زمونږ ژوند د تېر په څېر لا ګرانوي. د قيصر اپريدي دا شعر زمونږ په ژوند کښې د سوچ لپاره د وخت نۀ لرلو په حواله يو نمائنده شعر دے قيصر اپريدے وائي چې
سوچ راسره ؤ خو د سوچ کولو وخت چرته ؤ
څه حادثه هم پېښه شوې ناڅاپي ډېره وه
سوچ د انساني دانش وړمبۍ مرحله ده د سوچ نه مخکښې خيال د انسان په ذهن کښې راځي خو سوچ هر خيال ته په منظم شکل ورکولو کښې غير معمولي کردار ادا کوي. په کوم خيال چې سوچ ونۀ کړے شي هغه محض د جذبې په صورت کښې ځان ښکاره کوي ځکه مونږ په وړمبيو کرښو کښې ليکلي وو چې حوادثو ته د انسان غبرګون جذباتي وي.اوس چې مونږ د قيصر اپريدي دې شعر ته ځېر شو او بيا د افغانستان د غميزې حادثه په خپل نظر کښې وساتو نو هم به معلومه شي چې زمونږ په ژوند کښې د شوچ لپاره وخت ايستل څومره ګران دي.د قيصر اپريدي شعر مونږ يوازې دې حادثې ته نۀ رالنډوو خو دومره ضرور وايو چې دغه حادثه چې د استعماري قوتونه د ډېر سوچ او فکر نه پس زمونږ په خاوره کېدله نو زمونږ لپاره بېخي ناڅاپي وه. ځکه چې مونږ د وړاندې نه دغې جنګ لپاره کوم سوچ نۀ ؤ کړے کۀ چرې مونږ د وړاندې دغې هر څه ته تيارے نيولے وے نو دغه جنګ به زمونږ په ژوند کښې د حادثې ځاے نۀ ؤ نيولے.جنګونه ګټه نۀ کوي خو کوم جنګونه چې په پوره تيارۍ سره وشي څه نه څه ګټه ضرور کوي.د دغه جنګ په دوران کښې نړۍ د ادب،سیاسي نظرياتو ،معاشي نظام او ساينسي تګ و دو کښې ډېره مخکښې روانه وه. د مغرب دانشورانو د نړيوال کلي په نوم يو داسې مغالطه د دريمې نړۍ په خلقو کښې خوره کړه چې ګنې دنيا به د يو کلي صورت اختیار کړي خو دا په اصل کښې دوي د ګلوباليزم لپاره اذهان تيارول او د هغې سره سره ئې د ساينس د لارې دنيا د يو بل سره ډېره کنکټ هم کړه. کۀ چرې دنيا ريښتيا د کلي صورت اختيار کړے وي نو پکار دا ده چې د دې کلي څه اقدار نظريات او عقائد شريک وے يا د سرمائې په مد کښې د ټول کلي برخه وے خو چې داسې نۀ ده نو د نړيوال کلے د استعار يو دروغژنه بيانيه ده او په دې د دريمې نړۍ د خلقو استحصال دوام لري.دنيا چې کله د يو بل سره نېزدې کېدله نو مونږ د هغې غميزې په اغيز کښې وو کومه چې په د نولسمې صدۍ په دويمه نيمايي کښې پېښه شوې وه يعنې مونږ نړيوال کلي ته هم په حادثاتي توګه ورداخل شو او هلته زمونږ اجنبيت د دنيا لپاره مضکه خيز ؤ. مونږ وخت نۀ لرلو چې په دې اړه څه سوچ وکړو او دنيا مخ په وړاندې روانه وه چې نن ئې د مصنوعي ذهانت په شکل کښې يو داسې څيز تيار کړو چې دا هم زمونږ په ژوند کښې د يوې حادثې نۀ کم دے. اګر چه د نورې دنیا لپاره دا محض تعجب او حېراني ده. مصنوعي ذهانت د دريمې نړۍ د خلقو لپاره يقينا چې يوه حادثه ده. ځکه چې د دريمې نړۍ خلق د ژوند د هر اسائش نه محروم دي خو د نورې نړۍ په نسبت د پښتنو لپاره دا حادثه په بدل صورت کښې ښکاري ځکه چې پښتانۀ د دريمې نړۍ دريم مخلوق دے. د دوي ژوند لا د هغه ناڅاپي حادثې د اغيز نه نۀ دے وتلے د کومې له کبله چې دوي په نړۍ کښې د مرګ او ژوند په بريد ولاړ دي. د مرګ او ژوند په بريد ولاړ خلق محض د خپلې بقا سوچ لرلے شي خو بدبختانه پښتانۀ د خپلې بقا شعور هم په هغه توګه نۀ لري د کوم چې اشد ضرورت دے.اوس چې په دنيا کښې کوم بدلون هم مخې ته راځي هغه زمونږ په ژوند کښې د يوې حادثې نه په هېڅ صورت کم نۀ وي يعنې د نړۍ هربدلون زمونږ لپاره حادثاتي بدلون وي .او هر بدلون ته به زمونږ رد عمل د شعوري په ځاے جذباتي وي.د قيصر اپريدي غونده باشعور تخليق کار د داسې صورتحال ادراک هم لري او بروقت د هغې صورتحال نه خپل قام هم خبروي. د يو ساهو او مترقي تخليق کار دغه زمه داري وي کومه قيصر اپريدي د مذکوره شعر په صورت کښې پوره کړې ده.کۀ مونږ هر څو د سوچ لپاره وخت نۀ لرو خو په دې هر څه د سوچ کولو ضرورت د پرون نه نن زيات شوے او په مذکوره شعر کښې هم د سوچ لپاره وخت نۀ لرل د خوښۍ نښې نۀ لري بلکې دا مونږ قيصر اپريدي د ذهن هغه صورتحال پورې متصور کولے شي کوم کښې چې انسان د څه خبرې ارمان يا په تېر عمل افسوس کوي. د شعر په وړمبۍ مصرعه کښې کۀ دغه ارمان او افسوس د لفظونو په جامو کښې هر څو پټ دے خو د مصرعې په تفهيم کښې لوستونکي ته ځان ښکاره کوي او هم دغه افسوس او ارمان د شعر په معنوي فهم کښې ډېر ښۀ کردار ادا وي. د خپل فکري او هنري جوړښت په وجه مذکوره شعر هغه مقام ته ځان رسوي کوم چې د يو اعلي تخليقي شعر کېدشي.