اوس ژاړه مۀ چې سترګې دې پړسولي دي، چې ګذار به مو ورکړۀ نو په خېرو به سر شوې، کله به دې وئيل چې لاسونه دې مات شه،ځواني مرګ شي، تاسو دې هلک نه ولې نۀ قلارېږئ؟ وړوکے ماشوم مو په وهلو مړ کړو، ځواني مرګ شئ، چې دا هلک درنه په قلار شي، دا وړوکے ماشوم خو ستاسو د سترګو ازغے دے، او چې مونږ به درته وئيل مورې دا هلک پوهه کړه، د دۀ دا حرکتونه سم نۀ دي، نو زر به دې زمونږ په خُلۀ کښې خبره اوچه کړه، ماشوم دے، کله چې لوئے شي نو پخپله به پوهه شي. اسلم مور ته په يو ساه لګيا وۀ دا ټول بيان ئې ورته شروع کړے وۀ، مور ئې په کټ کښې ناسته وه او د زوي شاهد په بې درکۍ ژړېدله . د شاهد نن درېمه ورځ وه چې د کوره وتے وۀ وئيل ئې چې ښار ته ځم کار مې دے او بيا واپس کور ته رانغلو. ۔ شاهد د مور پلار کشر زوے وۀ ډېر نيازبين وۀ شاهد لا وړوکے وۀ چې پلار ئې وفات شۀ نو مور به ئې نور هم دے نازولے ساتلو. شاهد د نيازبين توب د وجې د دائرې نه بهر وتو، تنګې تنګې جامې به ئې کولې، وېښتۀ به ئې عجيبه عجيبه جوړول، کله کله به ئې په مخ پودر سرخي هم لګوله ، يو ځل په کلي کښې وادۀ وو د شپې په کښې تماشه وه شاهد د حجرې په مېنځ کښې په خلقو کښې ګډېدو او لکه د هيجړاګانو په کله د يو په غېږه کښې کيناستو کله د بل په غېږه کښې ، اسلم ته چا خبر ورکړو نو راپسې حجرې ته راغلو او تر کوره ئې په وهلو بوتلو او کور کښې ترېنه مور څۀ په منتونو خلاص کړؤ ، مشر ورور اسلم به هغه په دې حرکتونو ډېر زيات رټلو او کله کله به ئې وهلو هم ، ځکه چې بهر د کلي خلقو به اسلم پورې خندل او عجيبه عجيبه اوازونه به ئې ورپسې کول، چې دغه هر څۀ به په اسلم ښۀ نۀ لګېدل. چا به ورته وئيل اسلمه ورور دې ټامي دے چا به ورته وئيل اسلمه ورور خو دې هيجړا دے. ټول حرکتونه ئې د جينکو دي، د دې نه ئې منع کړه. د اسلم په زړۀ دا خبرې چرته ځائے کېدے، او چې کورته به راغلو او شاهد به ئې وهلو، نو مور به ورته مخې ته شوه او اسلم ته به په بدو ردو شوه، اسلم په يوه دوه کښې حېران و. خو د مور د وجې ئې شاهد ته هېڅ نۀ شو وئيلے بس هسې به ئې سترګې ورباندې راؤښکلې. شاهد هم په خپلو حرکتونو کلک ولاړ وۀ که هر څو به د کلي هلکانو تنګولو او چرته به ترېنه کېناستے نۀ شؤ. او په کور کښې به د مشر ورور نه تنګ وۀ خو بيا هم خپل شغل به ئې کولو ، يوه شپه ناوخته اسلم ته يو کلي وال د کور ور اووهلو اسلم چې راوتلو نو ورته ئې اووې “ اسلمه ورور دې کور کښې شته؟” اسلم ورته اووې چې ماته اندازه نشته زۀ ناوخته د ښار نه راغلم او ډډه شوم ، ولې خېر شۀ څۀ چل دے ، دغۀ کلي واله ورته اووي ، واوا دې په پوره کلي کښې وادۀ کښې ګډېږي اوس يو هلک ترينه راغلو او ماته ئې اوو ۔اسلم د غصې نه هم د بهر نه شاهد پسې ور روان شو اول ئې د ډکي حجرې په وړاندې ښۀ په لتو لتو اووهلو او بيا ئې ترکوره پرې بې شماره لختے ماتې کړې،۔شاهد ته به د کلي خلقو ډېر په بد نظر کتل او خپل واړۀ به ئې ورسره نۀ پرېښودل ، بس د کلي دوه نور هلکان وو چې هغوي به ورته هېڅ نۀ وئيل او د شاهد به هم ورسره طبيعت لګېدو شاهد ښار ته د څۀ کار د پاره لاړلو او بيا واپس رانغلو. شپه تېره شوه سحر شو خو د شاهد هيڅ پته اونۀ لګېده اخر اسلم په تهاڼه کښې رپورټ اوکړو او د علاقې د ناظم په ذريعه ئې په اخبار کښې سره د تصويره خبر هم ورکړو. ډېرو کلي والو په فېس بک هم د تصوير سره د بې درکۍ خبر خور کړو خو هېڅ پته ئې نۀ لګېده. اسلم به ځان سره عجيبه عجيبه سوچونه کول پته نشته چې چا تختولے دے؟ او بيا ئې مړ کړے دے که څنګه؟ خو په سوچونو چرته مسله حل کېده. څلورمه ورځ وه چې د کور دروازه اُوډبېده اسلم بهر راوتو نو يو هلک ولاړ وۀ ورته ئې اووې ناظم دې حجرې ته غواړي اسلم نېغ د کلي حجري ته لاړ، سلام دعا نه پس ورته ناظم ووئيل، چې اسلمه د تهاڼې نه فون راغلے وۀ، چې ستاسو هلک پېدا شوے دے او ورپسې راشئ. د اسلم په مخ د خوشحالۍ رڼا خوره شوه، خو سمدستي ورباندې وسوسه راخوره شوه شکل ئې زيړبخن شؤ لاړې ئې تېرې کړې او ډېر په زور ئې د خُلې نه اواز راوتو “ناظم صېب شاهد ژوندے خو دے کنه؟” ناظم صېب ورته ووئيل چې ماته هېڅ پته نشته خو د چوکۍ نه فون اوشو ما هم ترېنه تپوس اونکړو ، اوس ځو راځه پاقي به د الله نه خېر غواړو چې هر څنګه وي خو شکر دے چې پېدا شؤ اسلم ناظم سره په موټر کښې کېناستو او تهاڼې ته لاړل، په تهاڼې کښې د اېس اېچ او په کمره کښې کېناستل، ناظم تپوس اوکړو صېبه څۀ حال دے، زمونږ هلک چرته دے؟ S,H,O ورته ووئيل، دې خوا کمره کښې دے. اسلم بې اختياره اووې صېبه کتلے ئې شو؟ S,H,O اووې او او ولې نه، ستاسو هلک دے کتل ئې ستاسو حق دے، راځئ چې ورشو. اسلم په درنو درنو قدمونو بلې کمرې ته لاړو کمرې ته چې ناظم، S,H,O او اسلم وردننه شول نو شاهد په ګوټ کښې ناست وۀ، او يکدم را اوچت شو، اسلم چې ورته وکتل نو د مخ رنګونه ئې بدلېدل را بدلېدل، اسلم ناظم ته وکتل ناظم .اسلم چې خپل ورور د زنانؤ لباس کښې وليدۀ له ډيره سو خته ئې د خلې نه ووختل، ددي نه خو مړ ښۀ وو ۔
‘قومي سوانح’ – ځلان مومند
فضل الرحیم ساقي،’خدائي خدمتګار: د پښتنو د ازادۍ د تحریک یو مختصر تاریخ’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2012، مخونه 11-8 فضل الرحیم خان