خوشحال خټک او علم—ډاکټرحميدالله ذاهد

دا ليکنه شريکه کړئ

علم او تعليم که هرڅو په لغوي اعتبار سره هم معني توري دي او په لغت کښې “زده کړۀ” ورکول يا “زده کړۀ” اخستل ته وائې خو په صوتي اعتبار سره سره دا دواړه توري په اصطلاحي سره هم په خپلو کښې فرق لري د علم او تعليم په اصطلاحي فرق څۀ دا رنګ ورکولے شو چې علم د يو څيز په حقله پېژندګلو ته وئيلے شي او تعليم دغه يو څيز په يوه طريقه د پېژندلو نوم دے۔دغه شان د علم او تعليم فرق د وضاحت دپاره که دا وئيلے شي چې “اور” ډېر خطرناک څيز دے انسان سوځوي نو دا تعليم دے او علم دادے چې انسان په دې خبره پوهه شې چې اور ډېر خطرناک څيز دے انسان سوځوي د علم ارزښت په هر دور کښې په ټولنيز ژوند کښې نوې نوې انقلابات راوستي دي او وخت سره سره ئې د انسان په سوچ او فکر کښې نوے او فراخه بدلون پېدا کړے دے۔سو فسطائي چې د يوناني مفکرينو ډله وه هغوي د علم د دولت د حصول او ټولنيز ژوند د روزنې او پالنې دپاره د جرحه يا تقير طريقه غوره کړۀ او هر کس به د خپل بصيرت او عقل سليم په بنياد خپل اظهار خيال کولو۔د سقراط په دور کښې د سوفسطائي د فکر انداز غېر استدلالي اوګرځولے شو او د علم بنياد ئې په نېکۍ اواخلاقياتو کېښودو او د انفرادي خوشحالۍ اډانه ئې اجتماعي خوشحالي وګرځوله افلاطون چې د سقراط شاګرد و دده وخت د ايتهنز ښار ډېره ترقي کړي وه دے د قدامت پسند حکومت په ضد د جمهوري حکومت قائل و او په دې ورله قدامت پسند حکومت د زهرو پياله ورکړي وه او مړ کړے ئې و۔افلاطون په داسې حالاتو کښې د ټولنيز انتشار او اخلاقي انحطاط نه د بچ کېدو دپاره يوه داسې اکېډمي جوړه کړۀ چې هلته به علم فلسفه (يوناني فلسفه) علم سائنس، علم رياضي او سماجي افکار ښودلے کېدل۔ دغه اکېډمي تر نهه سوه کاله پورې د علم فلسفه او سائنس تعليم ورکړے دے د افلاطون د جوړې شوې اکېډمۍ نه د هغه يو شاګرد ارسطو ارسطو هم تعليم حاصل کړے و چې تر شلو کالو پورې هم دغې اکيډمۍ سره تړلے و، ارسطو هغه فلسفې و چا چې منتشر علمونه راټول کړل او په قسما قسم موضوعاتو ئې قلم اوچت کړو او د لايسيم په نصابي کتابونو کښې ئې ورله ځائے هم ورکړو ارسطو و چې د سائنسي څېړنو بسنټ ئې په منطق او استدلال کېښوده دده دوه تصنيفات سياست (politics) او اخلاقيات په منځي دور کښې او د دين په علمانو کښې ډېر شهرت لرلو په دور عسائيت کښې هم د ټولنيز مظاهرو تشريح او د تجربې طريقه هم هغه شان وه البته عقائد اوصول او ضوابط بدل شوې وو۔

د اسلام د ظهور نه پس چې قرآن پاک نزول وشو نو د قرآن پاک علم د ټولو علومو اصل ماخذ اوګرځېدو او د انساني سوچ او فکر په فراختيا کښې ئې سپېځلے کردار اولوبوو خوشحال خان خټک چې د پښتو ژبې او ادب همه دان شخصيت يادېږي د قرآن پاک علم د علم يوناني په مقابله کښې يو قوي او الهامي علم ګڼې لکه چې وائې:

ما قرآن منلے چې نازل دے له اسمانه
ما نورو ته بخښلې چې خبرې يوناني دي
علم په دوه قسمه ياد شوے دے يو علم هغه دے چې ظاهري او روايتي علم وي چې د چانه ئې زده کړے وي او بل علم لدني يو وهبي وي چې د سلوک او معرفت په لار کښې يو کامل مرشد نه حاصلېږي د اسلامي تعليماتو په رڼا کښې علم هغه دے چې د روحاني بصيرت دولت وګرځي څکه په قرآن پاک کښې الله تعالي زمونږ خوږ نبي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ته وائې چې ووايه “ربي زدني علما” (اے الله زما په علم کښې اضافه وکړۀ) په قرآن پاک کښې الله تعالي د علم افاديت څۀ دا شان بيان کړے دے “الله نه هم هغه ويرېږي چې چاته د علم بخښنه شوې ده” (سورت الفاطر) خوشحال خان خټک د علم دپاره تصوف مهم ګڼې:

چې بے علمه تصوف وائې باور کړۀ
دا ئې واړه بوس داني سره اغيوي
په تصوف کښې د څلورو منزلونو ذکر راغلے دے چې خوشحال بابا دغه د سلوک او معرفت څلور منزلونو بالترتيب په خپله رباعۍ کښې داسې ذکر کړې دي؛

شريعت د ونې بېخ دے
طريقت لکه ښاخونه
حقيت د ونې پاڼې
معرفت مېوه ګلونه
د علم په حقله ډېر حديثونه موجود دي د علم په حقله زمونږ خوږ نبي پېغمبر فرمائي:

  • علم خلکو ته ا الله نه وېره ورکول ورښائي۔
  • د علم رڼا د شهيد د وينو نه مقدسه ده۔
  • څوک چې علم زده کوي هغه کله هم نۀ مري۔

خوشحال بابا علم او دانش يو لوے نعمت ګڼلے دے؛

په جهان کښې څلور قسمه دے نعمت
عاقلان ئې دي خبر په حقيقت
لمړے نعمت د علم د ښۀ خلق دے
دا نعمت په دواړه کونه دے راحت
يو بل ځائے کښې خوشحال د علم په حقله وائې:

د ښۀ دين دپاره علم دانش ښۀ دے
نۀ په داچې پري لوټې پردي کورونه
يا دا چې:

مار وي هغه علم چې په تن د چا لګېږي
يار وي هغه علم چې و زړه  وته رسېږي
خوشحال بابا د علم څښتن ته دولت مند او سپېځلے او ښکولے وائې:

دولت مند دې په هنر په علم مټ کا
که هرڅو ښايسته مخ وي بيا پري څه کا
څوک دنيا ورته مريونه دي خوشحاله
شا ځلمو ورته د لوبو چنغاله شي
خوشحال خان خټک د علم مېوه د نوم ناموس او د بهادرۍ نه سود منده او افضله ګڼلي ده؛

جهان د چا دے چې  څوک تورزن وي
داد و دهنس کا په نوم ميئن وي
ناستے دې دے د علم تر سيوره کا
چې څوک د علم د روغ څښتن وي
خوشحال خان خټک د علم په حقله په خپل نثري کتاب “دستارنامه” کښې ليکي؛”علم په لغت کښې زده کولو ته وائې هرڅه چي وي اوس په اصطلاح کښې تحصيل د علم عربي، فارسي وغېره وته چې شهرت د څوارلس علوم لري علم وائې هرچې دا علوم تحصيل کا واړه لولي هغه دانش مند، فقيه، فاضل إ، عالم، مولا باله شي هغه چې په خپله زمانه کښې په دا علم کښې د جواب څوک نۀ لري هغه عالم العلما باله شي مخدوم الملک باله شي علم دا ده الهي الفېض لا متناهي دے دواړو جهانونو لوے بزرګي په علم کښې ده د خدائے شناخت چې سرمايه د دواړو سعادت دے په علم کښې دے” خوشحال خان خټک چې په باب د علم کښې د ټولو علومو ذکر کړے دے په هغې کښې علم کيميا، علم نجوم، علم طب، علم حکمت، شامل دي۔ علم رميه هغه علم ته وئيلے شي چې په دې کښې  د نشانه بازۍ يا تير اندازۍ د علم واقفيت يا طور  طريقي يا مشق موجو وي۔خوشحال خان خټک د علم حصول د ععلم دپاره هم ګڼې د علم او عمل په حښله خپل اولاد ته دا رنګ نصيحت کوي‘

چې علم وکړي عزيريه ځويه
فهم په علم په عمل بويه
کمکيه ونه بارداره ښۀ ده
نۀ پلنه ونه بې باره بويه
يا داچې:

که سړے د جهان واړه علم وکا
چې دده د عمل چرنه وي هم هيڅ
خوشحال علم د پېغمبرانو خاصه ګڼي او جهالت د کافرانو عمل ګڼي د علم او دولت او د طاقت اندازه ئې ددې شعرونو نه کولے شو۔

علم تا بيائې په پورته جهل تا بيائې په کښته
يا عيسي لره وردرومه يا قارون ته ځان سپاره
د خوشحال خان خټک د کلام په تناطر کښې  د هغه د علم په باب له علميت د هغه د مطالعې او پوهې ښکاره دليل ورکوي دده د کلام نه دا نتيجه اخذ کوم اسان دي چې خوشحال خان خټک د خپل وخت د مروجه علومو نه ښۀ خبر و او پښتون قام ته ئې هم د علم د حصول په باب له خپل سپېځلي احساسات وړاندي کړي دي خو بيا هم انساني علم د خدائے پاک د فضل کرم محتاج شماري لکه چې د خپل ځان په حقله وائې:

ملا په علم په کتاب نازېږي
حاجي د حج په ثواب نازېږي
غازي د توري په باب نازېږي
خوشحال په فضل د وهاب نازېږي

نورې ليکنې۔۔۔