د غني د شاعرۍ تعبير نوع: يو تجزيه—شهزاد احمد خاطر

دا ليکنه شريکه کړئ

شايد چې دا د ناقدانو علمي لاپرواهي ده چې نن د غني خان شاعرانه نزاکت تر ټولو زيات د غلط فهمۍ ښکار دے. تر څۀ حده ټوله غير روايتي شاعري د کم علمه تنقید حملو ته پرته ده. د دې يوه وجه دا ده چې پۀ ننۍ زمانه کښې ادبي تنقيد د علم د مختلفو څانګو نه بصیرت راقرضوي او د ادب د پيچلتيا پۀ مختلفو اړخونو کښې ممکنه تشريحاتي کوششونه کوي. خو ولې دلته لا د تنقید فرسوده نظام رائيج دے چې د شاعرۍ سره پۀ داسې طریقه تعامل کوي چې نتيجه ئې خامخا د شاعرۍ پۀ سخته درجه بندۍ rigid categorization کښې راوځي. لږه غير روايتي موضوع چيړل شاعر سيده د صوفيانو پۀ قطار کښې ودروي. د شتون، فطرت او د الاهي تصور امکاناتو پۀ اړه شاعرانه لټون ته د يؤ سختدريځ مذهبي پيرايي نه کتلے کيږي. د غني ياغي شاعري تر ټولو زياته د تنقیدي بدسلوکۍ ښکار ده. د هغه د “لټون” چې پۀ علامتي توګه ترې د يؤ لوئے وجودي لټون معنا بريښي، د محدودولو شعوري يا غير شعوري کوشش شوے دے. يؤ متحرک ادبي دانش ته د معنويت پۀ اړه مطلقې کرښې راښکودل د شاعر شاعرانه عظمت کمول دي. زۀ هم پۀ دې بحث کښې کوشش نۀ کوم چې د غني خان د تخيل پۀ زمکه د مطلقيت ديوالونه ودروم، بلکې زما موخه به دا وي چې يؤ داسې بحث ته زمينه برابره کړم چې د تشکيکت له برکته ئې حدونه لږ پراخه وي. دا دوه لاملونه لري. ړومبۍ دا چې زۀ د مطلقيت کندې ته غورځويدل نۀ غواړم؛ دوېم دا چې زۀ خپله علمي کمي پۀ نظر کښې لرم او دا اعتراف پۀ شروع کښې کوم ۔ څۀ تنقيدي بحثونه فقط د غني خان د فني تکنيک او د هيئت د مسلې نه تاويږي راتاويږي. د روات پسندو پۀ نظر کښې د روايتي هيئت نه تجاوز کول د غني خان فني کمي وه. ځينې سختدريځه پکښې دغه انحراف ته د فني ګستاخۍ پۀ نظر ګوري. دلته دوه نکتې د بحث لاندې راوستل ضروري دي. ړومبۍ دا چې غني خان پۀ سهي معنو کښې يؤ جديد شاعر وو چې شاعري ئې يؤ اړخ ته نړيوال مناسبت لري نو بل اړخ ته پرې د نړيوالو ادبي رجحاناتو اثر هم شته. هغه پۀ يؤ داسې وخت کښې ليکل کول چې پۀ نړيواله کچه د هيئت پۀ ځائے شاعرانه مواد د توجه مرکز وو. ځکه خو د فني خاميو پۀ اعتراض کښې هغه پخپله وائي:

“زۀ خو وايم چې ګنې دا اعتراضونه به اوس ختم شوي وي… خبره دا ده چې اوس خو پۀ شاعرۍ کښې ډيرې تجربې شوي دي. ازاده شاعري رواج شوه او زۀ خو هسې هم د دې خبرو پۀ ځائے د تخيل قائل يم.”

دوېم دا چې کله کله د شاعرانه صداقت لپاره د فن قرباني ضروري شي. لوئے خيال او اوچت تخيل د مخکښې نه تشکيل شوې هيئتي پيرايو کښې نۀ رابنديږي. د اظهار ازادي د ادبي وسيلې ازادي غواړي. کله چې شاعر د فکر سره ريښتينے وي نو هغه د روايت ماتولو نه نۀ ويريږي. دلته زۀ د ډاکټر حنيف خليل د دې خبرې سره ملګرتيا کوم چې غني خان د فکر شاعر دے. د دې ترڅنګ د غني خان فني بغاوت د هغه د موضوعاتي بغاوت سره ګډيږي او د هغه د شاعرۍ پۀ مجموعي معنا کښې د فکر او د هيئت هم اهمنګي پيدا کوي ۔

د فکر او موضوع پۀ اعتبار د غني خان شاعري ګڼ شمېر رنګونه لري. پۀ شاعرۍ کښې ئې يؤ طرف ته کۀ څرګند رومانيت پروت دے نو بل طرف ته پکښې کله کله حقيقت پسندۍ بريښي—کومه چې پۀ کثرت سره کمه خو پۀ شدت سره زياته وي او د لوستونکي توجه ډيره پۀ تيزۍ سره راوګرځوي. دغه رنګ وجوديت، رومانوي انانيت، او د موضوع فلسفيانه سپړنه د غني خان د شاعرۍ ښکاره اړخونه دي. د دې نه علاوه منظر نګاري او د مرګ مابعدالطبعاتي سلوک ئې د شاعرۍ ځانګړتیاوي دي. يؤ شاعرانه زيار ئې د طنز سره هم علاقه لري ۔

د رومانوي شاعر پۀ حيثيت باندې غني خان د رومانيت توکي پۀ خلاص زړۀ د خپلې شاعرۍ برخه جوړي. د اساطيرو پراخه استعمال، فراريت، د عقل پۀ مقابله کښې د جذبې وړتيا او د فطري ژبې استعمال د هغه خاصيت دے.

د مادي نړۍ د ازيتونو پۀ جواب کښې د فراريت لار اختياروي. لکه يؤ ځائے کښې وائي:

“ورانه دا دنيا کړه ربه بله دنيا جوړه کړه
دا ډکه د غم ده يؤ بې غمه دنيا جوړه کړه”
دلته فراريت د عام فهمه ټکي “تيښتې” سره سمول بلکل نۀ دي پکار. “روماني فراريت” باندې د پوهې يوه لاره نفسيات دي. انسان د بهرنۍ مادي نړۍ ادراک داسې نۀ کوي چې څيزونه هو بهو د اندرون برخه internalize کوي بلکې د ادراک د مرحلې نه چې تيريږي نو د تخيل يؤ تهه پۀ رنګ کښې رنګ شوے وي. ادراک پۀ تخيل رنګول د انسان يؤ نفسياتي مجبوري او ضرورت دے. هم پۀ دې مقام تخيل د رومانيانو پۀ لاسو کښې د فراريت لاره لټوي ځکه چې مادي نړۍ پۀ جمالياتي يا اخلاقي توګه دومره غورځيدلي وي چې د دوي پۀ معيار نۀ پوره کيږي

د فراريت پۀ لړ کښې تر ټولو څرګنده سمبولونه مستي، شراب، ليونتوب، جام او ښايست دي. د غني پۀ شاعرۍ کښې ځائے پۀ ځائے د وجودي بحران سره د مخ کيدو سره سم هم د ياد سمبولونه ذکر راځي. د رومانوي فراريت سره لاس پۀ لاس د وجودي کرب existential angst نښې نښانې ښکاره کيږي. يؤ ځائے کښې وائي:

دنياګۍ څۀ ده غم او غوغا ده
سوے د اور، سوز او سودا ده
ليونے وائي يار! خبره دا ده
چا جوړه کړې ځان له ښۀ مشغولا ده
روماني انانيت ئې د شاعرۍ بل مهم اړخ دے. د غني خان ډير نظمونه دا احساس راولاړوي چې ګنې شاعر د تخليق مرکز او نور ټول څيزونه د هغه نه جدا دي. پۀ نظم کښې داسې چاپيريال پيدا کوي چې ګنې شاعر او باقي ټول کائنات ته دې د باينري پۀ چوکاټ کښې وکتلے شي. پۀ دا رنګ شاعرۍ کښې شاعر نۀ يواځې د شعر مرکز وي بلکې د تخليق مرکز وي. د اردو ژبې شاعرانو کښې د خود مرکزيت علی مثال د جون ايليا شاعري ده چې پۀ يؤ ځائے کښې ترې انکار هم داسې کوي چې:

میں کوئی مرکز حیات نہیں

وجہ تخلیق کائنات نہیں

خو پۀ اصل کښې د دې شعر معنا مطلق متضاده ده. يعني شاعر د شعور پۀ يؤ ليول پۀ دې خبره باوري دے چې هم زۀ د تخليق مرکز او وجه يم. د پښتو نني شاعرانو کښې د رومانوي انانيت انتها پۀ ممتاز اورکزے کښې ليدلے شي.

د ځان پۀ دشته کښې يؤ زۀ يمه او بل هم زۀ يم
پۀ دې تنها ستړي سفر کښې د ځان مل هم زۀ يم
(ممتاز اورکزے)

زما پۀ خيال د ممتاز او غني پۀ دې اړه تقابلي جاج اخيستل ګران دي. دا وئيل هم ګران دي چې پۀ چا کښې شاعرانه انانيت ډېر دے. خو پۀ هر حال کښې د غني رومانوي انانيت دومره دے چې له دې بغير د هغه پۀ شاعرۍ بحث نيمګړے دے. د غني پۀ کلیات کښې کم نه کم څلور نظمونه خو فقط د “زۀ” د سرخط لاندې درج دي. پۀ يؤ “زۀ” نظم کښې وائي:

زۀ يم زۀ يم رنګ سرور او شرنګار زۀ يم
د جانان سترګو کښې مړاوے خمار زۀ يم
دا تعبير زما د مست زړۀ د احساس دے
يار زما د زړۀ ارمان دے دلدار زۀ يم
چې زۀ نۀ يم بې معنې جنت اسمان دے
د جهان د سوز او مينې مختار زۀ يم
د غني خان وجوديت شايد تر ټولو زيات له پامه لرې پاتې شوے دے. روايتي نقادانو تر يؤ حده د هغه وجوديت د صوفيئزم پۀ کاته کښې اچولے دے. د هغه پۀ نظمونو کښې د existence precedes essence نطريے ښکاره ثبوتونه ميلاوېږي. تر دې حده چې سره د دې چې د حسن د شاعر پۀ نوم ياديږي، هغه د حسن د اصل پۀ اړه وائي:

دا چې زۀ شم د مسکو شونډو ليواله
ليلی جوړه کړم د حسن معمار زۀ يم
يعني غني خان د ادراک نه بهر د حسن پۀ وجود باندې يقين نۀ لري. مزيد دا شعر د حقيقت پسندۍ سره هم علاقه لري.

بل ځائے وائي:

حسن دې ايجاد کړي مشغولا دې ځان له جوړه کړه
ځار دې د مستۍ نه د سازونو نه دې ځار شمه
دوه کړۍ ژوند له څو قسمه نخرې جوړې کړې
ځار دې د سجدو د تکبيرونو نه دې ځار شمه
د وجوديت پۀ لړ کښې د غني خان د خدے تصور پۀ شاعرانه توګه د ادراکولو عمل تر ټولو زيات د غلط فهمۍ ښکار دے. نقادانو هڅه کړې ده چې د غني خان دغه متحرک تصور ساکن کړي او د مقرر شوې مسلکي تصوراتو سره ئې مصالحت وکړي. پۀ اصل کښې غني خان د شتون پۀ پراخه سينه کښې د الاهياتي وجود غور او فکر کوي او د مختلفو امکاناتو جاج اخلي خو ولې پۀ يؤ نکته ودريږي بلکل نۀ.

خلک وائي راته شته دے، زړۀ مې هم وائي چې ئې
خو جهان دې داسې ښکاري لکه بې ملکه کور
بل ځائے کښې د نۀ شتون پۀ امکان هم سرسري تيريږي:

زۀ خو نۀ وايم چې نيشته

زۀ خو وايمه چې شته دے

خو دنيا ئې ده عجيبه

او قانون ئې عجيبه دے

پۀ دې لړ کښې د مسلکيت نه انکار کوي او د مختلفو مذهبونو نه تصورات راقرضوي. پۀ “يورپ” نومې نظم کښې وائي:

پاڅه پاڅه راپيدا که يا يؤ بدھ يا مسيحا نن
ګنې لاړه تيارو يوړه دا ړنده شله دنيا نن
“غني غني ته” نومې نظم کښې وائي:

پۀ مينه دے مئين او خدے ته پلار او جانان وائي

دا ځکه خو بې توله بې اندازه غوندې دے

د مذهبي جبريت او مقدريت پۀ مقابله کښې د ارادې پۀ ازادۍ او انفرادي اختیار باور لري. پۀ څۀ شعرونو کښې خو لوستونکي ته د سارتر دا جمله محسوسوي چې

We are condemned to be free.

“قسمت” نومې نظم کښې د جبريت د رد کولو لپاره اخلاقياتو ته اپيل کوي:

څنګ ملامته زۀ پۀ ګناه شم

څنګه ستومانه زۀ پۀ خندا شم

چې وس قسمت او تدبیر د بل دے

خوب دے د بل او تعبير د بل دے

د غني پۀ شاعرۍ کښې د مرګ او ژوند موضوع هم حاوي ده او مرګ او ژوند ورته د يؤ کل دوه حصې ښکاري. يعني مرګ او ژوند ته پۀ باينري کښې نۀ ګوري. هغه وائي “مرګ او زندګي يوه د غم او خوشحالي يوه”. پۀ پرسراره توګه د مرګ پۀ اړه ناهيلے نۀ دے او نۀ ورسره د عدم ويره شته.

مرګ کښې د ژوندون د درياب پټه کناره ده
مرګ مجبوره ځان له د خپل حسن ننداره ده
باهرحال پۀ يؤ نظم کښې د مرګ پۀ فطرت له بحث سره دا اعتراف هم کوي چې “دا زۀ نۀ وېم چې غني څۀ ښۀ پوره ترينه خبر دے”.

يؤ شعر کښې داسې هم وائي چې:

چغې وئ اجل ملا، تۀ اورې کۀ نۀ اورې
تشه خاوره نۀ ده غني، څنګه به شي خاورې
دا شعر د غني خان د مرګ د مابعد الطبعاطي تصور باندې پوخ باور څرګندوي او يا خو فقط د يؤ Freudian Denial مثال دے. پۀ دواړه حالتونو کښې فيصله پۀ لوستونکو.

د غني خان د وجوديت تر ټولو لويه ځانګړتيا د هغه رجائيت optimism دے. هغه لکه د مغربي فلسفيانو خپل وجودي لټون پۀ عدميت Nihilism باندې نۀ ختموي بلکې د شتون پۀ توره تياره کښې د اميد پلشوه پېدا کوي.

پۀ رڼا باندې مئين يم خو تيارو نه نۀ يريږم
کۀ پښېمان پۀ ګناه نۀ يم خو پرې نۀ غاوره کيږم
چې د رنګ پۀ جهان ورشم، يؤ رنګين د بوډۍ ټال شم
رنګارنګ رنګين جمال کښې سپينه شمع شم ګډيږم
داسې نۀ ده چې غني خان وجودي کرب نۀ محسوسوي، خو ولې دغه کرب ئې د عدميت پۀ لار نۀ شي بوتللے. د شتون د لایعنيت ادراک ورته هم ځائے پۀ ځائے کيږي خو خپله لار نۀ پريږدي. مخکښې هم پۀ دې نظم کښې وائي:

پۀ فکرونو لېونے شوم، پۀ لټون لټون شوم ستړے
خو اخر دغې له راغلم، نۀ پوهيږم، نۀ پوهيږم
خو زۀ ځمه ځمه ځمه

پۀ اخره کښې دا خبره بيا تکرارول ضروري دي چې غني خان يؤ غير روايتي شاعر دے. د شعر د الهام سرچينه ئې جديد علم دے. د روايتي تنقيد پۀ خله کښې د هغه شعر ورکول د هغه د هنر سره ظلم دے. د هغه د فلسفې پۀ اړه دا روايت عام کړے شوے دے چې ګنې فلسفه پۀ ګرانو لفظونو کښې اسانه خبره کول دي يا کوم کلتوري عقيده يا افاقي ريښتيا بيانول دي. حقيقت د دې برعکس دے. فلسفه تر يؤ حده پۀ ساده ژبه کښې پيچيده تصورات وړاندې کول دي. د غني شاعري ځکه ګرانه نۀ ده چې ګنې هغه مشکل پسند وو، بلکې ځکه ګرانه ده چې د هغه موضوعات انتهایي پيچيده دي. دا د هغه تخيلاتي کمال دے چې دومره ګرانو موضوعاتو له ئې نۀ صرف شاعرانه بڼه ورکړې ده بلکې د دې سره سره ئې د cultural censorship نه هم ساتل دي او دې هر څۀ باوجود ئې د ښکلا شال هم ورپسر کړے دے ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔