لکه څنګه چې پۀ انساني DNA کښې بيالوجيکل ياداښتونه خوندي پراتۀ وي، هم دغه شان پۀ بېلا بېلو کلتورونوکښې هم خپله ټولنيزه DNA موجود وي کومه چې د مخصوصو ياداښتونو حافظه خوندي لري ۔ د مشهور فرانسيسي مفکر ”پيري بورديو“ مطابق ” ټولنيز او کلتوري روايات د يو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي او د خلقو پۀ غور، فکر او عمل کولوکښې جذب کېږي ۔“ هم دا وجه ده چې نظريات او فکرونه د يو نسل نه دوېم ته اودوېم نه چې درېم نسل ته منتقل شي نو د عقيدې رنګ اختيار کړي ۔ د خداے تصور هم د زرګونو کلونو د ارتقائي عمل نه راتېر شوے دے نو د انساني او ټولنيز DNA برخه شوے دے ۔ د ”يو وال نوح هراري“ مطابق ”مذهب او د خداے تصور د انسانانو اجتماعي تخليق دے “ چې د انسانانو په ټولنيزه ارتقاء کښې مرکزي کردار ترسره کوي ۔ د دې پۀ ضد په خداے د يقين نۀ لرلو تصور تر دې دمه د انساني او ټولنيز ياداښتونو برخه نۀ دے، ځکه چې د دې د يو نسل نه بل نسل ته د منتقل کېدو امکان ډېر کم دے ۔ د مذاهبو نه پس صرف کميونزم تر څۀ حده پورې د يو نسل نه بل نسل منتقل شوے ، چې د هغې د وجې نه کميونسټ رياستونه جوړ شوي چې په سياسي او ټولنيزو اکايانو په کچه د دې نظريې خپلول و ۔ پۀ خداے د يقين نۀ لرلو يا الحاد دپاره دا مشکل ده ۔ د سيکولرزم او لبرلزم سره سره د الحاد د مقبوليت دعوې مخې ته راغلي، خو د مذهب هومره کلکه کلتوري DNA ترې جوړه شوې نۀ ده ۔ او د دې امکان هم کم دے چې د نوې نسل پرورش وس هم د ښځو پۀ زمه دے ۔ ”سيمون دي بووار“ سم وئيلي دي ” چې ښځې ټولنيز نظام پۀ يو داسې دائره کښې رابندې کړې دي ، چې هلته هغوي په بنيادي طور باندې د نسلونو د اخلاقي او نظرياتي تربيت زمه وارې ګڼلې شي ۔ دا ښځې يوازې موريانې نه بلکې نياګانې هم کېدې شي ۔ د رحم ،نيک نيتۍ او د خاکسارۍ قصې کونکې ۔ “ مشهور اطالوي امريکنې مفکر ”سلويا فيدريسې“ تر مخه ”ښځې تاريخي طور باندې پۀ نظرياتو منتقلولو کښې بنيادي کردار ادا کوي ۔“ د مذهبي عقائدو جرړې زياتره د ښځو له طرفه وړو ته ښودونکو قيصو کښې پټې وي ۔ هم دا وجه ده چې د فرښتو،ښاپيرو او پيريانو قيصې کولو والا ښځې، پۀ حقيقت کښې د يونسل نه بل نسل ته د خداے د شتون باور منتقل کوي ۔ داسې په خداے د يقين دا مزل پيړۍ تر پيړۍ راتير شوے او پۀ کلتور کښې جذب شوے،او د ټولنې کوټلې برخه جوړ شوے دے ۔ پۀ دې تناظرکښې کۀ مونږ وګورو نو د يقين او عدم يقين پۀ مېنځ کښې د يو نوع مقابله هم په نظر نۀ راځي ۔
د غرونو هغه مئين چې غرونو پۀ خپله غېږه کښې ايسار کړے دے–نادرشاه ميا
سېد علي شاه ميا د سوات د ګل ورينې سيمي د يوې غريبې کورنۍ سره تعلق لرلو۔ ځنې هغه انسان چې پۀ خپل مرګ باندې