ارمان! چې له ستړيوالې مړاوے شوے ؤ، د سترګو په پټۍ تړلو سره ئې د څو ساعتونو سفر تېر کړے ؤ ۔ په دواړو خواو کښې ناستو دوو ناپېژندګلو سړو ته ئې وکتل او په ستړي او اندېښمن غږ ئې ترېنه تپوس وکړو ۔
کله چې هلته ورسېږم، سترګې به مې خلاصې کړئ؟ دواړه غټ جسامتونه، غټې ګېډې او اوږدې ږیرې یې لرلې ۔ دواړو سپین قمیص پرتوګ اغوستې و۔ یو په سر پټکۍ ایښې ؤ، او د بل اوږده په تېلو غوړ شوي ویښتان ئې تر اوږو راځوړند و ۔ پټکي لرونکي اووئیل! ستا منزل نزدې دیے بس لږ نور انتظار وکړه ۔ ارمان په یو تور لینډ کروزر کښې له دریو ناپېژندګلو کسانو سره سترګې تړلې، نامعلوم لوري ته روان ؤ،دۀ ته هېڅ اندازه نۀ وه چې چرته ئې وړي ۔ د اوږدو ویښتو سړي موټرچلوونکي ته اووئیل اشتیاقه! مخکې چې کوم چوک ښکاري، هلته موټر ودروه ۔ موټرچلوونکي اووئیل :سمه ده، صاحب !
په اسلام اباد کښې د شکرپړیا پرېډ ګراونډ د جشن په څېر ښکارېدۀ ۔ له څو کیلومټره لرې هم داسې ښکارېده لکه د اسمان ټول ستوري چې نن ځمکې ته راکوز شوي وي ۔ ماشومان ،بوډاګان ، ځوانان، نارينه او ښځې ټول راغلي و ۔ ټول د وطن پالنې ډک و او د پاک فوج نندارې ته ئې سترګې په لار وي ۔ هر لوري ته ګڼه ګوڼه ،شور او خوشالۍ خورې وې ۔ ارمان يو ځل بيا وپوښتل ایا ورسېدو؟۔ د هغه په رګ رګ کښې اضطراب خور و ۔ د هغه بیا بیا پوښتل دا ښودل چې خپل منزل ته د رسېدو لپاره بې قراره ؤ ۔
پټکي لرونکي اووئيل،را ورسېدو۔ نن هغه ټول مرتدان چې غواړي د خپلو ګناهونو کفاره ادا کړي، دلته راټول شوي دي ۔ ستا لپاره هم لوړ مقام تیار شوے دے ۔ نن ستا د نجات ورځ ده ۔ بې شکه دا تر ټولو ستر جهاد دے ۔ موټرچلوونکي چوک ته څېرمه موټر ودراوۀ ۔ د اوږدو ویښتو سړي له ارمانه وپوښتل: ارمانه! ټول درته یاد دي چې نن څۀ کول دي؟ ارمان ځواب ورکړ:او د خلکو تر ټولو ګڼې ګوڼې ته ځان ورسوم، دواړه لاسونه پورته کړم او د الله اکبر نارې ووهم ۔ د پرېډ ګراونډ شاوخوا دوه کیلومټره لرې، د سروس روډ په یو تاؤ کښې ئې د ارمان سترګې خلاصې کړې او له موټره د ښکته کېدو ئې ورته اووئیل د ماښام وخت رانزدې و ۔ ارمان د یوې شېبې لپاره دغو دوو ناپېژندګلو کسانو ته حېران وکتل هغو کسانو ته چې دۀ په خپل ټول ژوند کښې مخکښې هېڅکله نۀ و لیدلي ۔ پټکي لرونکي اوویل :څومره زر چې کولے شي، خپل کار سرته ورسوه هلته مخې ته وګوره، ستا منزل ښکاره ښکاري ۔ یوازې تر هغه ځایه ځان ورسوه ۔ ستا بیه ستا مېرمنې او ستا د راتلونکي ماشوم لپاره ورکړل شوې ده ۔ هغوي به ټول عمر په عېش کښې ژوند کوي ۔ خداے دې مل شه ۔ له دې خبرې وروسته ئې، پرته له دې چې د ارمان خبره واوري، د موټر دروازه بنده کړه موټر یو ناڅاپي سپيډ وواهۀ او دومره په تېزۍ روان شو چې څو شېبې وروسته د ارمان له سترګو پناه شو ۔
ماشوم ، د ارمان په غوږونو کې دا کلمه ډېر وخت تاوېدله ۔ کله چې ئې د ماشوم نوم واورېد، داسې احساس ئې وکړو لکه زمکه چې ئې له پښو لاندې نه تښتېدلې وي ۔ څو شېبې هماغلته ولاړ پاتې شو، کوشش ئې کوو خپل حواس بېرته راټول کړي ۔ زرماله… زما ماشوم؟ خو زرماله ولې ماته ونه ویل؟ نو مطلب دا شو چې زما امانت رښتیا هم ورسېدلے دے ۔ سهار وختي ارمان په خپله کوټه کښې د سهار لمونځ ادا کړے ؤ او لا هم په مونز ناست ؤ، خپلې نوې ناوې زرماله ته ئې کتل ۔ هغې همدا اوس لمونځ کړې او بېرته ملاسته وه ۔ د دوي د واده یوه میاشت هم لا نۀ وه پوره شوې، خو ارمان لا هم د خپلې مېرمنې له لیدلو نۀ مړېدۀ ۔ زرماله د ارمان په ژوند کښې د سهار د نسیم په څېر وه، په دې دنيا کښې چې د هغه د رښتینې خوشالۍ سرچینه وه ۔ بې شکه مینه یوه سپېڅلې جذبه ده، هغه د انسان له زړۀ او ذهنه منفي فکرونه پاکوي او روح ته صفاوالې وربخښي ۔ اودس د بدن پاکوالے دے، او مینه د روح طهارت ۔ ارمان لا هم د زرماله پر لوري په دعا ؤ چې ناڅاپه زرماله د یوې زورورې چیغې په وهلو له خوبه راویښه شوه او په بستره کې کښېناسته ۔ ارمان زر ورغے، څنګ ته یې کښېناست، یو لاس ئې ونیو او بل لاس یې پر سر تېر کړو ۔ څه وشو، زرماله؟ زرمالې اوویل: ډېر بد خوب مې لیدو ، ارمان په تندي ښکل کړه او وپوښتل څنګه خوب؟ زرمالې وویل: ته به ما هېڅکله پرې نږدې، سمه ده ۔
بیا یې اوویل: ما هماغه کړکۍ ته څېرمه ځان ناست لیدو هماغه کړکۍ چې د ماشومتوب به مې ترې تا ته غږ وکړو او بیا به پټه شوم ۔ خو دا ځل کړکۍ تړل شوې وه او چا پرې ټک ټک وکړ۔ کله مې چې کړکۍ خلاصه کړه، یو تازه ګلاب مې ولید ۔ چې لاس مې ور اوږد کړ چې ګلاب واخلم، ناڅاپه دومره روښانه رڼا شوه چې سترګې مې خړې شوې، او بیا زما د سترګو مخې ته تیاره خوره شوه ۔ زرماله په وېرېدلو اوویل: ارمانه، زۀ ډېره يرېږم زمونږ د ماشومتوب د مینې قسم، هېڅکله مې پرې نۀ ږدې ۔ د هغې په شنو سترګو کښې يره او اضطراب له ورایه ښکارېدل ۔ نرۍ لوړه پوزه، نرۍ شونډې ئې د يرې نه سرې شوې وې ۔ داسې ښکارېده لکه په سپین مخ ئې چې د یخنۍ رنګ ختلې وي ۔ارمان یې له مخه ګډوډ نسواري تاؤ شوي ویښتان شاته کړل او په ډېرې بې وسۍ یې په غېږ کښې ونیوله نه، زۀ چرته هم نۀ ځم ۔ کله چې ارمان مخې ته وکتل، د پریډ ګراونډ ګڼې ګوڼې باندې ئې سترګې ولګېدې ۔ په داسې حال کښې چې د خپل منزل په لور روان ؤ، د سړک په چپ اړخ کښې یې دوه واړه ماشومان ولیدل چې منډې یې وهلې ۔ دواړو په لاسونو کښې شنې هلالي جهندې نیولې وي او د وطن پالنې سندرې ئې وئیلې ۔ د هغوي زړې، څېرې شوې جامې او له مخې شلېدلي بوټان د ارمان پام ځان ته واړوۀ ۔ د هغو زړو جامو او شلېدلو بوټانو سره د ارمان د ماشومتوب زاړۀ ېادونه تړلې ؤ ۔ ده خپل تېر وخت ته سفر وکړ ۔ راځه زویه، نن دې مدرسې ته بوځم ۔ د ارمان مور ورته اووئیل ۔ شپږ کلن ارمان په خپلې ماشومانه ژبه وویل: خو مورې، راته نوې جامي او بوټان خو واخله ۔ مور یې په غوسه اووئیل :زۀ درته نوې جامې او بوټان نۀ شم اخیستلے ۔ تۀ خو اسکول ته نۀ ځې، ځکه زۀ هلته هم ستا داخله نۀ شم کولاے ۔ له همدې امله مې هغه ورځ قسم خوړلے ؤ چې کله زما عدت پوره شي، تا به د خپل بدل اغستو لپاره مدرسه کښې داخلوم ۔ او د الله قسم، نن زما عدت هم پوره شو ۔ د ارمان مور په ډيرې کرکې او غوسې خپلې خبرې پايې ته ورسولې ۔ برقع ئې واغوسته، د ارمان لاس ئې کلک ونیوۀ او په راکاګلو ئې له ځان سره مدرسې ته بوتلو ۔ د مدرسې مشر ارمان ته وویل: زویه ! وګوره مونږ چېرته ژوند کوو ۔ دغو مرتدانو مونږ غلامان کړي يو ۔ کۀ دا زمونږ هېواد واے، نو نن به ستا مور په دې څېرو جامو او شلېدلو بوټانو کښې تۀ مونږ ته نۀ راوستلې ۔
بیا یې وویل: همدوي ستا د پلار او د هغه په څېر د سلګونو بې ګناه خلکو قاتلان دي ۔ نن له مونږ سره وعده وکړه چې د خپل پلار د وینې بدل به اخلې ۔ د مدرسې مشر وړوکي ارمان په احساساتو راوست او ترې یې قسم واخیست ۔ ارمان د خپل ژوند راتلونکي څوارلس کاله د هماغه مشر تر سيوري لاندې تېر کړل ۔ د هغه احساسات استعمال شول او داسې ذهنیت ئې تيار کړلے شو چې اولس او فوج ورته دښمنان وګرځول شول ۔ ورته وئیل شوي و چې له هغو کسانو پرته چې د دوي په څېر ږیرې لري، د هغوي په څېر جامې اغوندي او له دوي سره په مدرسه کښې زده کړه کوي، د دوي نه علاوه نور ټول مرتدان او منافقان دي او د هغوي وژل نۀ یوازې روا، بلکې فرض دي ۔ همدا د دوی په وېنا اصلي جهاد و ۔ ارمان د خپلو تېر وختونو په یادونو کښې یو څه شېبې هماغلته ولاړ و او شاوخوا خلکو ته یې کتل ۔ ولې دغه ظاهراً بې وسه او بې وزله ماشومان له پاکستان سره دومره مینه لري؟ پاکستان دوي ته څۀ ورکړي چې ارمان ته ئې نۀ دي ورکړي؟ خو هدایت د الله په لاس کښې دی ۔ هماغه څو شېبې د ارمان په زړۀ کښې یوه نوې خبره کېښوده ۔ دغه ماشومان، سره له دې چې په زړو او څېرو جامو کښې دي، له خپل هېواد سره د دښمنۍ هېڅ دلیل نۀ لري ۔ کېدۍ شي ډېر خلک دا باور ولري چې دا هېواد د انګرېز د یوې دمنسوبې په نتيجه کښې رامنځته شوے وي، خو هغوي ولې دا هېروي چې هر څۀ چې علت ئې وي، دا د زمکې ټوټه مونږ ته د یوې نعمت په توګه را رسېدلې ده، پرته له دې چې مونږ دې لپاره کومه هڅه یا قرباني ورکړې وي ۔ اوس زمونږ وار دے چې د خپلو ژوندونو په بیه ئې یو لوے وطن جوړ کړو ۔ هغه جذباتي خلک چې د خپل ژوند پروا ئې ونۀ کړه، خپلې ټولې اساسۍ ئې پرېښودې او هجرت یې وکړ، نور زمونږ په مېنځ کښې نشته ۔ اوس د قربانۍ وار زمونږ دے ۔ او هغه پرمختګ غوښتونکي او لرلید لرونکي خلک چې له دې ځایه هند ته مهاجر شول، کېداے شي هلته نن ډېر مشهور او نامتو وي، خو د اسلام د دین نښې یې هلته کمزورې کړې دي ۔ هغوي له هندوانو سره واده کول ګناه نۀ ګڼي او د بتانو عبادت هم ورته د شرم خبره نۀ ښکاري. هلته د پرمختګ لپاره دین بدلېګې ؛ خو موږ دلته دا فرصت لرو چې هم دین لوړ وساتو او هم د خپل وطن خدمت وکړو۔ د ارمان سترګې د سړک پر غاړه لګېدلو هغو بینرونو ته ورغلې چې د پاکستان د فوج د شهیدانو تصوېران پرې لګېدلي و ۔ تر لرې لرې پورې دغه بېنرونه لګېدلي و ۔ ارمان شاته وکتل هر لوري ته د شهیدانو تصوېرونه ښکارېدل ۔ دۀ بیا فکر وکړو د هېواد لپاره د پاکستان فوج هم خپل ژوند قربانوي ۔ خو دوي خو له هېواد سره دښمني نۀ کوي ، بلکې خپله قرباني د فخر سبب ګڼي ۔ نو کۀ د سپین جامو اغوستونکو خلکو ژوند هم د وطن لپاره قربان شي، څۀ پروا لري ۔ څو قدمه وړاندې، د سړک پر غاړه په یو چمن کښې څو مزدوران پراته و او استراحت ئې کاوۀ ۔ هغوي کښې دوو شنه هلالي جهندې په سینو پورې تړلي وي ۔
ارمان فکر وکړو، دوي هم خوشحاله دي چې د ویدۀ کېدو لپاره زمکه لري او د ځان د پوښلو لپاره بیرغ ۔ دوي له دې خاورې سره مینه لري ۔ او مینه د اخیستلو شرط نۀ ږدي مینه د ورکولو نوم دے ۔ ارمان همداسې مزدورانو ته کتل ۔ دي هېڅ خبر نۀ و چې د لویې لارې د نصب شوو امني کمرې عین مخې ته ولاړ دے ۔ هغه د سپتمبر شپږمه وه ۔د پاکستان فوج ته خبر رسېدلے و چې وطن دشمن دهشتګرد د خودکش دهماکې لپاره د پرېډ د ګراوند پر لور روان شوې دے ۔ فوج متحرک شوے و او ځوانان په هر ځاے کښې ځاے پر ځاے شوي و ۔ ارمان شاوخوا څو فوجیان ولیدل ۔ د هغوي په لیدلو ئې قدمونه ولړزېدل ۔ دلته دومره فوج دے کۀ دوي ما منزل ته تر رسېدو مخکې ونیسي ایا زۀ به کله خپل ماشوم ووینم؟ ایا هغه به هم په خپلو رګونو کې د دې وطن کرکه له ځان سره پېدا کړي؟ ایا هغه به هم دا وطن د خپل پلار د مرګ سبب وګڼي؟ زۀ ولې دا هر څۀ فکر کوم؟ دوي ولې ماته د ماشوم په اړه اوویل ۔ د ارمان په زړۀ کښې پوښتنې او فکرونه یو په بل پسې راټوکېدل ۔ دوي ارمان ته د ماشوم خبر نۀ ؤ ورکړے الله هغه خبر ترې واخیست ۔ همدا د دې سبب شو چې د ارمان قدمونه ولړزېږي ۔ همدا د دې سبب شو چې د خپل منزل په ځاے شاوخوا خلکو ته وګوري ۔ او همدا هغه عمل و چې ارمان د خپل منزل په لور د زینو په هره پله کتلو سره په حقیقت کښې د هغه منزل په لور روان و چې هدایت نومېده، د الله له لوري هدایت ۔
زما ماشوم به د هغه یو کروړ روپیو سره څۀ کوي، کۀ ټول عمر بې پلاره پاتې شي خو دا یو کروړ روپۍ له هغو خلکو سره دي چې زما مېرمنې او ماشوم ته ئې ورکوي ۔ کۀ دا خلک دومره مظلوم دي، نو دا پېسې څوک ورکوي؟ د ارمان فکرونو وزرونه غوړولي و ۔هغوي د دۀ ذهن بدل کړے ؤ، خو په دې ټولو کلونو کښې ئې د هغه د فکر او تخیل ازادي نۀ وه زنداني کړې، هغه نعمت چې ځینې انسانانو ته په طبعي ډول ورکړل شوے وي ۔ د فوج سترګې پر لویه لاره نصب شوو کمرهګانو خښې وې ۔کیپټن داؤد ناڅاپه اووئیل الرټ! یو مشکوک کس!
له فېض آباد چوک نه یو مشکوک کس د پرېډ ګراونډ سروس روډ ته داخل شوے ؤ ۔ کمره 54 اېکشن ! په موبائیل کمره څارنې خونه کښې، چې د یوټرن ترڅنګ وه، کیپټن داؤد په یوه شېبه کې خبرداري ورکړه ۔ د سترګو په رپ کښې د سړک تر غاړې په بوټو کښې سرتېرو ارمان راګیر کړو ۔ اوس یوازې د راتلونکي امر انتظار و ۔ هغه ځانمرګي واسکټ اغوستے دے ۔ ټائمر پکې نشته مونږ له زر فېصله کول دي زۀ په خپله ورځم ګنې هر څۀ ختمېږي ۔ بله لار نۀ لروکیپټن داؤد د بم ډسپوز کولو له ډلې مخکې ورسېد ۔ کله چې ارمان احساس کړه چې په بوټو کښې څوک خوځېږي، دې نه مخکې چې ډېر فکر وکړي، منډه ئې کړه او د سړک په مېنځ کې ودرېد ۔ راتلونکو موټرو چې هغه ولید، په زور ئې بریکونه ووهل ۔ له یوه موټر نه موټرچلوونکي سر را وایست او چیغه یې کړه ۔ او! څۀ کوې؟ لیونے شوے یې،کۀ څۀ ۔
کیپټن داؤد ټولو موټرچلوونکو ته اووئیل چې د بوټو تر شا پناه واخلئ ۔ بیا یې خپل ژوند په خطر کښې واچوۀ او ناڅاپه د ارمان مخې ته ودرېد ۔ اوس موټرچلوونکو ته هم څۀ معلومه شوې وه چې خبره څه ده ۔ کیپټن داؤد تمانچه راویسته، د ارمان پر تندي ئې ونیوله او په لوړ غږ ئې اوویل ۔ خبردار! هېڅ حرکت مۀ کوه له خپل ځایه مۀ خوزه ځان مونږ ته وسپاره ۔ ارمان وویل: له ما سره بم دےکۀ دلته له موټرو سره یو ځاے څوک زما د زیان رسولو کوشش وکړي، یا کوم موټر د تلو کوشش وکړي، ټول به والوزوم ۔ د دې خبرې په اورېدو د موټرچلوونکو خولې وچې شوې ، ښځو او ماشومانو ژړا شروع کړه او ټولو سرونه ټیټ کړل ۔ کیپټن داؤد په کلک غږ وویل:
ما مۀ یروه زۀ خپل ژوند د خپل هېواد لپاره قربانولو ته راغلے یم ۔ زۀ به اجازت درنۀ کړم چې خپل هېواد ته زیان ورسوې ۔ ژوندے ځان مونږ ته وسپاره، کنه ډز درباندې کوم ۔ ارمان په زارۍ وویل:
وګوره، ما پرېږده چې لاړ شم، زۀ په زور دلته راوستل شوے یم ۔ زۀ نه غواړم مړ شم، او نه غواړم د بل چا ژوند واخلم ۔ د مرګ له وېرې یې د مخ رنګونه بدل شول ۔ بیا یې په لږ غوسه وویل:
ما خپلې مېرمنې او خپل راتلونکي ماشوم ته پرېږده! کنه کۀ ما د تېښتې یا کوم حرکت هڅه وکړه، بم به پخپله وچوي ۔ ارمان دا خبره په داسې چیغو پايې ته ورسوله لکه چې خپل عقل یې له لاسه ورکړے وي ۔ کیپټن داؤد ته اوس باور پېدا شو چې کۀ ارمان رښتیا د دهماکۍ اراده لرله، تر دې وخته به ئې کړې وه ۔ ارمان رښتیا ځانمرګې نۀ غوښت؛ هغه خپل حواس له لاسه ورکړي و ۔ کېپټن داؤد موټرچلوونکو ته په ارام اشاره وکړه چې له هغه ځایه ووځي ۔ کله چې موټرونه روان شول، ارمان چیغې کړې: چېرته ځئ ودرېږئ! کنه ټول به والوزوم ۔ کله چې یرغمل شوي کسان ئې روان ولیدل، ارمان نور د فوج د بلیک مېل کولو لپاره هېڅ وسیله نۀ لرله ۔ موټرونه چې لاړل، د کیپټن داؤد ټیم له بوټو راووت ۔ نه! تاسو هېڅ مۀ کوئ. مونږ هغه ژوندے غواړو ۔ کیپټن داؤد خپل ټیم ته امر وکړ ۔ د بم دسپوز کولو ډله هم په موقع کښې موجوده وه ۔ ارمان بیا د کیپټن داؤد زارۍ شوروع کړې ۔ ما دا کار نۀ غوښت ،زۀ په زور دلته راوستل شوے یم ۔ د الله په خاطر، ما خپل ماشوم ته پرېږده ۔ کیپټن داؤد وویل: خپله بې ځایه خبرې بس کړه ۔ ځان مونږ ته وسپاره او له مونږ سره مرسته وکړه چې هغو خلکو ته ورسېږو چې ته ئې دلته رالېږلے یې ۔ زۀ وعده کوم چې تۀ به ژوندے او روغ خپل کور ته ورسولے شې ۔ ارمان نور هېڅ لاره نه لرله ۔ په ژړا او سلګو پر زمکه کښېناست او وې وئیل: زما په واسکټ کښې بم ایښودل شوے دے ۔ کیپټن داؤد وویل:
طلحه! د بم د ډسپوز کولو د پاره څه وکړه ما هغه نیولے دے ۔ طلحه د بم دسپوز کول شوروع کړۀ ۔ ارمان بیا په ژړا د کیپټن داؤد زارۍ شروع کړې ۔ د خپلې خاورې قسم، ما مۀ پرېږده چې مړ شم مرسته راسره وکړه، په هره ممکنه توګه مې له مرګه بچ کړه، کنه زما راتلونکے ماشوم به یتیم پېدا شي، او کله چې لوے شي، هغه به هم دهشتګرد شي ۔ کیپټن داؤد وویل: زۀ به دې مړ نۀ کړم ۔ لا خو مونږ ستا له لارې د ډېرو نورو کسانو د نیولو لپاره کار لرو ۔ ارمان وویل: زه به د ټولو پته درکړم خو کۀ استاد زما له خیانت نه خبر شو، هغوی به ما ووژني ۔ کیپټن داؤد ځواب ورکړ: بل څوک دې وژني کۀ نه، دا يره به دې خامخا اوژني ۔ زما لپاره زما وعده له خپل ژوند نه هم ګرانه ده، او زما ټوله ډله ستا د بې ګناهۍ شاهده ده ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔