انسان چې څومره پېچيده څېز خداے پېدا کړے دومره ئې ناياب هم خو پکښې د ټولو نه نايابه څېز ژبه او د خبرې کولو صلاحيت دے ځکه چې ژبه د انسان شناخت هم دے او ورسره د ژوندي ساتلو کار هم ادا کوي ۔ دا خبره د سوچ نه خالې نۀ ده کۀ چرې انسان کښې د خبرې کولو صلاحيت نۀ وے نو ايا انسان به د خپلو خيالاتو اظهار کړې وې؟ انسان به په معاشره کښې خپل شناخت برقرار ساتلې وې؟ انسان به د قدرت دومره باريک او ژور رازونه فاش کړي وې؟ او د ټولو نه مهم انسان به د خپل اقا او خالق په مکالمه پوهه شوې وې؟ يقيناً چې نه! ځکه چې ژبه د ژوند د تېرولو لاره ده چې انسانان پرې خپل ضروريات او خيالات، خپل درد، احساسات او جذبات نورو ته رسوي ۔ زما په نېز هغه سړي د کمال نه ډک خو دي خو د ستاينې وړ هم دي او په دنيا يې غټ احسان کړے چې ژبې له ئې د لفظونو شکل ورکړے يعنې جذبات،احساسات، درد او ضروريات يې د ټکو په قېد کښې بند کړي ۔ د ژبې په تعريف او پېژندګلو باندې د ګڼ شمير پوهانو او ماهرينو مختلف نظريې دي خو د ټولو نچوړ دا دے چې ژبه هغه لاره او طريقه کار دے چې په کمه باندې انسانان د خپل جذبات، احساسات، خيالات او معلومات د لفظونو، اشارو او علامتونو په شکل کښې يو بل ته رسوی ۔ په اسانو ټکو کښې ژبه د معلوماتو ليګلو او راليګلو لارې ته وائي ۔ دلته دا خبره جوته شوه چې ژبه صرف ټکي وئيل نۀ دې بلکې اشارو او علاماتو نوم هم دے ۔ بيا پکښې د ټولو نه اهم ايکسپرېشنز دي يعنې خپل جذبات او احساسات يا معلومات د مخ جوسې يا د رويې په توګه خودل ۔ لکه يو سړې ته په غصه شې او هغه د خفګان شکل جوړ کړې ۔د ژبو په ارتقا او جوړښت باندې ګڼ شمېر نظريې دې او پوهان ئې په خپلو زاويو سره بيانوي ۔ څوک وائي ژبه د قدرتې اوازونو نوم دے څوک وائې د اشارو او د علامتونو نه ئې ابتدا شوې څوک وائي ضرورت و چې د يو څېز وضاحت وشې نو د ژبې ابتداء وشوه ۔ ټولو نه اهمه نظريه پکښې د يو مشهور امريکن لېنګويسټ ( ژبو ماهر) فلسفې، او ساينسدان نوم چومسکي ده ۔ چې نړۍ ورته د ماډرن ژبو پلار وائي ۔ نوم چومسکي ليکي چې خالق د هر انسان په دماغو کښې د مخکښې نه يو قدرتې ډهانچه او خاکه جوړه کړې چې ورته لېنګوج ايکويزېشن ډيواس وائي چې په خاصه توګه د ژبې د فعاليت دپاره بوخت وي ۔ چومسکي وائي چې د دغه ډيوائس په مدد سره انسانان په قدرتې توګه جملې او لفظونه بغېر د ګرائمر زده کوې او پرې پوهه حاصلوې او چومسکي خپل دې سوچ له تيوري اف جنريټيو ګراېمر نوم ورکړو۔
د جرمني سرهتعلق لرونکے د ژبو ماهر ميکس ميولر چې د سنسکرت ژبې په ژباړه ورته ډېر مهارت حاصل و ۔ د ژبو د ارتقا په حوالې سره خپل سوچ د يو تيوري په شکل کښې وړاندې کوي ۔ ميکس ميولر ليکي چې ژبه د مختلف قدرتې اوازونو نه اخذ کړې شوې ده لکه د سپې اواز، د پېشو اواز، د باران اواز، د مرغو اوازونه، د اوبو اواز او داسې ګڼ شمير اوازونو سره به خلقو خپلې خپلې معنې تړلې او د ژبې ارتقاء وشوه او دې عمل ته يې اونوميټافويک تيوري (Theory of Onomatopoeic) اوئيله چې مطلب ئې د مختلف قدرتې اوازونو سره معنې تړل دي ۔ په اسانو ټکو ميولر دا وائي چې ژبې د مختلف قدرتې اوازونو نه اخذ کړې شوي دي ۔ ساينس دا هم وائي چې بلها کلونه مخکښې د انسانانو يو انسسټر (ancestor) هومو ايرکټس پاتې شوې چې هغه د ټکو (طورو) بنياد ئې ايښودې دے ۔ په دې حقله فيلف لبرمېن (Philip Lieberman) چې يو امريکن لېنګوېسټ او کاګنېټو ساينسدان و چې هغه د انسانې اواز په ارتقاء، ژبه کښې د ټکو په جوړښت او په انسانې دماغو ئې ډېرې څېړنې کړې دي ۔ فيلف وائي چې ژبې د يواوګد عمل نه بعد پېدا شوي او پېدا کيږي ۔ د ژبو عمل ډېر سوړ او د قلارې عمل دے ژبې په تيزۍ سره نۀ پېدا کيږې ۔ فيلف دا خبره مخکښې وړې او وايې چې هومو ايرکټس به ټکې جوړل خو د ګرائمر د اصولو او قوانينو مطابق غلط و او نۀ هغه د ګرائمر نه خبر و ۔ خالق د ټکو د جوړښت دا عمل هم په ډېر پېچېده انداز سره جوړ کړے ۔ د انسانې دماغو ګڅ طرف ته يو ځاے دے چې ورته رينکېز ايريا (Wernicke’s area) وائي ۔ چې کله د انسان په ذهن کښې يو خيال او تصور راشي نو په دې ځاے کښې هل چل پېدا شي او دا فېصله کوي چې څه وئيل دي د هغې دپاره ټکي راوړي او ورسره معنې هم بيا د دماغو بل ځاے چې ورته بروکاز ايريا (Broca’s area) وائي هغه دا فېصله کوې چې څنګه وئيل دې نو د دغې لپاره پهپړو(lungs) ته پيغام وليګي او پهپړې په پريشر سره هوا د خلې طرف ته واستوي چې د تړتړو
(Voice box) تارونو سره ولګي او بيا په تړتړو کښې ترې بې معنې شان اواز جوړ شي چې وائبرېشن(Vibrations) ورته وئيلې شي دغې نه بيا د ژبې او د ښاښونو په مدد سره يو معنوې غګ جوړ شې او اورېدونکي پرې پوهه شي ۔ زما په نيز دې خبرو ته ځکه په شريکه ژبه وائي چې په دې کښې د ټولو نه اهم کردار د ژبې دے ۔ د ژبو د جوړښت او د زيږون عمل تېز نه په ورو (قلاره) دے ۔ يعنې ژبې د يواوګد وخت نه بعد پېدا کيږې ۔ داسې نۀ ده چې يو سړي اوئيل چې زۀ ژبه جوړوم او هغه ټکي وليکل او ژبه جوړه شوه ۔ ژبه اوګد وخت غواړې ځکه چې ژبه د معاشرې حصه جوړېږي او معاشره يو څېز دومره په تادۍ نه جذب کوي ۔ معاشره ئې ځان سره د وخت په سيلاب کښې وړې او د هر قسمه لوړو ژورو ئې وهي او د هغې نه بعد ورله ځاے ورکوي ۔ دې نه علاوه ژبه صرف د يو کس دپاره نۀ وي بلکه ژبه د ډېرو خلقو وي نو په ډېرو خلقو کښې خورېدل ډېر اوګد وخت او پراسس غواړې ۔ ځکه خو تر اوسه پورې وئيلي کيږي چې ايله اوه نيم زره ژبې پېدا شوې دي ۔ بله دا هم چې د ژبو د جوړښت او د پېدائش دا عمل متحرک هم دے يعنې ژبې د يو روان او مسلسل عمل نوم دے يوه ژبه هم داسې نيشته او نۀ ليدے شي چې په خپل اصلي حالت کښې پاتې وي ۔ ژبې د وخت او ماحول سره بدلېږي ۔ يوه ژبه په بله ژبه کښې ننوځي او د يو بل نه رنګ اخلې او د نوې ژبې زېږون کېږي ۔ او د هغه زړو ژبو د کمو د ملاپ نه چې نوې ژبه راوځي په رو رو ختمېدل شروع شي ۔ دغه رنګ ژبې مرې او زېږېږي ۔ د يو څېړنې مطابق په دنيا کښې اوسه پورې تقريبا څه د پاسه اوۀ نيم زره (7500) ژبې پېدا شوي ۔ چې پکښې اوسه پورې تقريبا درې نېم زره(3500) ژبې پاتې دي ۔ د ژبې په زېږون کښې د ټولو نه اهم کردار د شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو سره سره د کلتور هم دے ځکه خو ژبو ته کلچرل ائي ډنټټېز (Cultural identities) هم وائي يعنې کلتوري شاخت ۔ په دې باندې به روستو تفصيلي بحث کوو چې ژبه څنګه کلتورې شناخت دے او څنګه قومونه ژوندي ساتي ۔ ژبه څنګه عام کېږي؟ څنګه افاقي کېږي؟ څنګه پرمختګ کوي؟ څنګه د يو قوم د شناخت سبب ګرځي؟ او ټولو نه اهم سوال ژبه څنګه د يو قوم په ترقۍ کښې اهم کردار ادا کوي؟۔ کۀ مونږ وګورو نو په ماضي کښې ډېر پوهان او مشران تېر شوي چې د ژبې په افاقيت او پرمختګ ئې ډېرې هلې ځلې کړي ۔ لکه مولوي عبدالحق د اردو ژبې په ترقۍ او پرمختګ کښې ټول عمر تېر کړے و او چې زړۀ ئې يخ نۀ شو نو د “انجمن ترقي اردو تنظيم” په نامه ئې يو تنظيم هم جوړ کړو چې په هغې کښې به ئې د اردو ژبې د ترقۍ دپاره منصوبې جوړولې ۔ پکښې د مختلفو ژبو مشهور کتابونه اردو ته ترجمه کېدل ۔ دغه رنګ ويليم شيکسپېر ځانله يو نوم دے چې د انګريزۍ ژبې د پاره ئې ډېرې هلې ځلې کړې ۔ د يو څيړنې مطابق تقريباً 1700 ټکي ئې انګريزۍ ژبې له راوړې او ګرائمر ته ئې يو ښکلې او کتابي شکل ورکړے ۔ او خان عبدالغفار خان (باچا خان) هم د پښتو ژبې د عام کولو دپاره په پښتو ژبه کښې د “پښتون” په نوم يوه مجله شروع کړه ۔کۀ په دې خبره وکړو چې ژبې څنګه عام کېږي نو دا ځانله يو لوے بحث دے ۔ په دې ځان پوهول پکار دي چې د ژبې د عام کولو دپاره د ژبې خپل مورني ويونکي ډېرول ضروري نۀ دي بلکې خپله ژبه د نورو ژبو ويونکو باندې پيژندل ضروري ده ۔ او بله دا خپله مورنۍ ژبه په هر مکتبه فکر کښې وئيل پکار دي ۔ اسان او ښايسته ټکي راوړل پکار دي ۔ د ژبې مختلف (Accents) يعنې د وئيلو انداز پکار دے د وخت مطابق د نورو ژبو ټکي پيژندل او هغې دپاره نوي ټکي راوړل به د ژبې په عام کولو کښې اهم کردار ادا کوي ۔ کۀ د ژبې په افاقيت او پرمختګ خبره وشي نو زۀ وايم چې د دې موضوع فرض به ادا شي ۔ انګرېزي ژبه چې ورته بېن الاقوامي ژبه هم وائي او د يو څېړنې مطابق تقريبا 90 ملکونو کښې انګرېزي ژبه وئيل کېږي او دې سره سره تقريباً د 58 ملکونو سرکارې ژبه هم ده چې پکښې پاکستان، انډيا هم شامل دي ۔ کۀ تاسو فکر وکړئ انګرېزي ژبې ته نو تقريبا يو نيم 1.5 بيلينه خلق دا ژبه وايي چې د دنيا دابادۍ تقريباً 19 فېصده جوړېږې ۔ تقريباً 400 ميلينه ئې خپل مورني ويونکي دي او 1.1 بيلينه ئې پردي ويونکي دي ۔ د دې پر ضد چينۍ ژبه چې مورني ويونکي ئې تقريباً 920 ميلينه دي او بهرني ويونکي ئې تقريباً 150 ميلينه دي ۔او تقريباً په چين کښې او خوا و شا څو ملکونو لکه تائيوان، سينګاپور وغيره کښې وئيل کيږي نو دلته نه دا خبره جوت شوه چې د ژبو د افاقيت دپاره د ژبې د مورني ويونکو ډېروالې شرط نۀ دے ۔ داسې نور څۀ لاملونه دي چې په هغې ژبې افاقي کېږي او پرمختګ کوي ۔ زما په نېز د ټولو نه اول د ژبې تشهير ډېر زيات اهم دے يعنې هره موضوع په مورنۍ ژبه کښې بيان شي خوا کۀ سياست وي، کۀ سياحت وي،کۀ عدالتي فېصلې، کۀ ساينس وي، کۀ مذهب وي او کۀ معاشرتي اقدار وي ۔ تجارت او کاروبار دې په مورنۍ ژبه کښې شي خوا کۀ نېشنل وي او کۀ انټرنېشنل دي سره به نورو ژبو خلکو ته ستا د ژبې ايکسپوز وشي د مختلفو ژبو مشهور، پېچيده او قېمتي کتابونه خپلې مورنۍ ژبې ته په اسانو ټکو کښې ترجمه شي ۔ دې سره ستا د ژبې ايکسپوژر کيږې او کم ازکم خواو شا خلق کم چې څۀ نا څۀ ستا ژبې سره اشنا وي هغه به مايله کيږي او خپل ويونکي به نورو ژبو ته نۀ مايله کيږي ۔ د مورنۍ ژبی په اهميت باندې پروګرامونه وشي او خلقو ته د مورنۍ ژبې اهميت او خصوصيات بيان شي ۔ نصاب دې په مورنۍ ژبه کښې شي او کۀ ممکنه نۀ وې نو مورنۍ ژبه دې په نصاب کښې شامله شي ۔ شعر و شاعري دې په مورنۍ ژبه کښې وشي او شاعرانو ته دې په مختلفو فلېټ فارمونو موقع ملاو شي ځکه چې شاعري جوامع الکلام وي او په خوږ انداز کښې وي او د ژبې په تشهير کښې خپل کار ادا کوي ۔ دې سره دې په مورنۍ ژبه کښې کتابونه چاپ شې ۔ د ټولو نه اهم سوال چې ژبه څنګه د يو قوم شناخت سبب ګرځې؟ خان عبدالغفار خان (باچا خان) چې د پښتنو ستر مشر تېر شوے په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې ليکي “چې کله يو قوم خپله ژبه هېره کړې نو هغه خپل شناخت ختم کړي” ۔ ځکه چې ژبې د قومونو تاريخ ژوندے ساتي او چې کله مورنۍ ژبه هېره شي نو تاريخ مسخ شي او د تاريخ مسخ کېدل د هغه قوم شناخت او پيژندګلو ختمه کړي او د قومونو زوال شروع شي ۔ ځکه چې ژبه د يو قوم روايات او کلتور ژوندے ساتي او دا هغه ستنې دي چې په کمو باندې يو قوم ولاړ وي ۔ لکه کۀ يو قوم خپل تاريخ، کلتور او روايات هېر کړي نو ايا هغه قوم په خپل اصلي حالت کښې پاتې کېدے شي؟ هېڅ کله هم نه د دې لنډ مثال مونږ سره په خوا کښې هزارې والا خلق دي باچا خان بابا ليکي چې دا هم پښتانۀ و خو اوس پاتې نۀ شو ۔ ځکه دوي خپله ژبه او تاريخ هېر کړو او خپل شناخت ئې وبائيلو ۔ تاريخ دا هم ليکي چې دوي منګول و او ځېنې وائي چې ترک و ۔ بهر حال له خپلې ژبې هېريدو له وجې ئې شناخت مسخ شوے ۔
دې سره کۀ مونږ بېن الاقوامي مثال واخلو نو د ائرلېنډ خلق چې ائرش ژبه ئې وئيله وس ختم شوي او د هغې اصل وجه د خپلې ژبې هېرول و چې د هغوي تاريخ او شناخت ئې ورک کړو او د انګرېز د غلبې د وجې انګرېز دغه ځاے قبضه کړو او انګرېزي په عروج شوه د هغه ځاے خلقو د انګرېزي ژبې سره مينه پېدا شوه په رو رو ئې خپله ژبه هېرول شروع کړل او خپل شناخت يې وبائيللو ۔ يو شاعر د مورنۍ ژبې په حوالې سره وائي چې:
نورې ژبې زده کول کۀ لوے کمال دے
خپله ژبه هېرول بې کمالې ده
دا خبره هم د وضاحت وړ ده او قصداً ئې وضاحت کول غواړم چې د مورنۍ ژبې سره سره نورې ژبې زده کول هم ضروري ده او دا ځکه چې د دنيا په نبض سړے پوهه شي خو دې سره سره خپله ژبه هم ژوندے ساتل پکار دي ۔ مونږ خلق چې څومره په نورو ژبو باندې څېړنه کوو او څومره پرې خوشحاليږو او څومره مينه ورسره لرو د هغه لس فېصده مينه هم د خپلې مورنۍ ژبې سره نۀ لرو ۔ زۀ غواړم چې هره ژبه دې زده شي او خاص کر پښتانۀ خو چې هره ژبه زده کړي خو په شرط د دې چې خپله ژبه ترې هېره نۀ شي ۔ کۀ پردۍ ژبه زده کول د خپلې ژبې د هېرولو سبب ګرځي نو زۀ وايم چې بيا دې هډو پردۍ ژبه زده نۀ شي ۔ په نن صبا دور کښې ژبې زده کول ضرورت دے ژبه دې هره يوه زده شي خواه کۀ اردو ده،کۀ انګرېزي ده، او کۀ چينۍ ژبه ده خو بايد چې د ضرورت په وخت دې استعمال کښې راشي ۔ پردۍ ژبې په ځان حاوې کول پردي کلتور او پردي شناخت په ځان حاوې کول دي ۔ خپله ژبه وئيل پکار دي او په خپله ژبه شرم محسوسول نۀ دے پکار ۔ پېغمبر حضرت يوسف علېه سلام له اويا ژبې ورتللې او پېغمبر خضرت سلېمان علېه سلام له د هغه وخت ټولې ژبې ورتلې ۔ ژبې دې د خبرو ذريعه وګڼلے شي او بيا دې هره ژبه زده کړے شي ۔ له بده مرغه مونږ پښتانۀ په انګرېزي ژبه وياړ کوو خو خپله پښتو ژبه راته کمزورې ښکاري او په وئيلو ئې شرمېږو ۔ مونږ پښتانۀ دومره کمزورې يو چې نصاب خو هسې هم په انګرېزۍ کښې لرو خو دې سره سره زمونږ په پښتنو کښې چې کله سرکاري او کۀ غېر سرکاري پروګرامونه کېږي نو د ښۀ امپريشن غورزولو په خاطر ئې شروع د انګرېزۍ ژبې نه کېږي ۔ مونږ تعليم يافته پښتانۀ د انګرېز په لباس کښې په ګرځيدو ځان غټ محسوسوو خو په خپل لباس کښې راته ځان ورکوټي او بې معنې ښکاري ۔ هسې کۀ سوچ وکړو مونږه پښتنو د خپلې ژبې د بقاء دپاره څۀ کړي او څۀ وکړل؟ څومره محنت مو کړے؟ مونږ صرف پښتو ژبه د کنځلو دپاره کاروو ځکه چې په بله ژبه کښې کنځلې نۀ راځي او کۀ راځي هم نو د هغې ژبې د تقدس په خاطر پکښې کنځل نۀ کوو ۔ او بل ئې صرف په کور کښې د ښځو سره وايو ۔او هغه ځکه چې ښځو له مو نورې ژبې نۀ ورځي ګنې کور کښې به هم نۀ وئيله ۔ پښتو ژبه مونږ پښتنو سپکه کړې ۔ دغه زمونږ په ذهن کښې د پښتو ژبې حېثيت دے کۀ بل طرف ته وګورو نو قامونه لګيا دي د خپلو ژبو د افاقيت او پرمختګ دپاره هلې ځلې کوي لکه امريکه واخله، چين واخله او داسې نور ملکونه د خپلو ژبو دپاره لګيا دي ۔ انلاين کلاسونه اخلي، د ائي ليټس په شکل کښې پروګرامونه جوړوي او په خلقو خپلې ژبې يادوي او ورسره ئې اشنا کوي ځکه خو وايم چې مونږه پښتو صرف کنځلو لپاره کاروو خلقو انګرېزۍ تــــه قران واړو ۔ د ژبو په حوالې سره د امريکا يو تکړه او مشهور ژبپوهه (Sociolinguist) جوشوا فشمين چې د ژبو د ژوندي ساتو او ختمېدو دپاره يادېږي ۔ جوشوا ډېر کار د ژبو په ساتنې او ژبو په بدلون (Language shift) کړے دے ۔ هغه د قومونو مطالعه کوي او دا اخذ کوي چې څنګه يو قوم خپله ژبه پرېږدي او د بل قوم ژبه خپلوي او دې ته هغه لينګوېج شفټ وائي ۔ د دې لنډ مثال مونږ سره په پېښور کښې اوسېدونکي پېښوري او هندکو ويونکي دي چې تقريباً ژبه ئې شفټ شوې او دا ځکه چې بهر د دوي په ژبه څوک پوهېږي نه او د دوي خپل تعداد کم دے او مجبورۍ نه خپله ژبه بلې ژبې ته شفټ کړې ده ۔ جوشوا مخکښې وائې چې ”د یوې ژبې له منځه تګ د یو کلتور او د یو قوم د پېژندنې له منځه تګ دے“ ۔ ځکه چې ژبه يوازې خبرې نۀ دې بلکې ژبه کلتور دے،ژبه د يو قوم تاريخ دے،ژبه د يو قوم پېژندنه ده نو کۀ د يو قوم ژبه د مېنځه لاړه شي نو هغه قوم به خپل شناخت ساتلو کښې کمزوري پاتې شي او په رو رو به د ختميدو طرف ته روان شي ۔
بل اهم سوال دا دے چې ژبه د قوم په ترقۍ کښې څنګه اهم کردار ادا کوي؟۔ څنګه چې مونږ بره اوئيل چې ژبه د قومونو شناخت برقرار ساتي ۔ دغه رنګ کۀ تعليم په مورنۍ ژبه کښې شي نو زده کونکو ته به ګران نه ګران سبق او څېزونه په اسانه يادېږي ۔ ځکه چې فکر په خپله مورنۍ ژبه کې ډېر واضح او مضبوط وي ۔ نو دې دپاره ضرورې ده چې نصاب ټول په مورنۍ ژبه کښې وي کۀ مونږ وګورو جاپان او کوريا ته هغوي ولې په تيزۍ سره په ترقۍ سر دي ځکه چې هغوي تعليم په مورنۍ ژبه کښې ورکوي ۔ بله دا پکار ده چې حکومتي ادارو کښې او قانونې ټولې چارې هم په مورنۍ ژبه کښې وي نو عام وګړو ته به پوهېدل اسان وې او څېزونو ته به رسائې اسانه وې ۔ دې سره سره کله چې خلک خپل روزګارونه په خپله مورنۍ ژبه کښې کوې نو د اقتصاد په ټولو برخو کښې بيا عام خلق هم برخه اخلي ۔ د کلي ساده او تعلیم يافته خلک هم دا کار او روزګار موقع ترلاسه کوي ۔ دې سره د ژبې د نۀ پوهېدو ستونزې کمېږي هم او تقريباً ختمېږي، او خلک د یو بل سره په اسانه خبرې او تعلقات برقرار ساتلې شي ۔ په دې سره ټول خلک د ملک په ترقۍ کښې برخه اخلي او اقتصاد و معيشت ورسره ښۀ او مضبوط کېږي ۔ کۀ په پښتو ژبه باندې خبرې وکړو نو پښتو صرف ژبه نۀ بلکې د يو پوره نظام نوم دے ۔ پښتو يو کلتور دے يو معاشرتې ډهانچه ده کۀ د ژبې په نظر ورته وګورو نو پښتو ژبه تقريباً 50 ميلينه خلقو مورنۍ ژبه ده چې په ډېره توګه ويونکي ئې ډېر په افغانستان او پاکستان کښې دي ۔ دې سره سره څۀ نا څۀ ويونکي ئې په امريکا، ايران،انډيا او ګڼ شمير د يورپ ملکونو کښې هم دي ۔ پښتو ژبه ډېراوګد تاريخ لري او خاصيت ئې دا دے چې د پښتو ژبې املا ډېره وسيع ده او زيات طورې ئې د نورو ژبو لکه فارسې، عربې او نورو ژبو نه راخستي شوې دي ۔ خو له بده مرغه پښتو په دنيا کښې 15 ميلينه پردې ويونکې لري ۔ او نۀ اوسه پورې د پښتو د پرمختګ دپاره هلې ځلې کېږي ۔ باچاخان بابا د پښتو ژبې د پرمختګ دپاره پښتون مجله او اصلاح الافغانه په نوم خاص اداره جوړه کړې وه چې پکښې د پښتو ژبې دپارههلې ځلې کيدلې ۔ کۀ د پښتو ژبې په تاريخ خبره وکړو نو څوک وائي چې پښتانۀ بني اسرائيل و لهذا پښتو بنې اسرائيلي ژبه ده ۔ څوک وائي پښتو د پيريانو ژبه ده ۔ څوک وائي د داؤد عليه سلام ژبه ده او څوک وائي د دوزخ نه راغلې ژبه ده ۔ حمزه بابا پښتو ژبې په محبت کښې او په جواب کښې ليکي چې:
وائي اغيار چې د دوزخ ژبه ده
زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم
د پښتو ژبې په حوالې سره ډېر دروغ مشهور دي خو جديد څيړنه دا وائي چې پښتانۀ چونکې ارين و او د هغوي ژبه ارين وه چې اوس وخت کښې ورته انډو ايرانين ژبه وائي ۔ کۀ مزيد پوهیدل غواړۍ نو سعدالله جان برق کتاب “پښتون اور نسليات هندوکش” وګورئ ۔ برق صېب دا هم وائي چې په پښتو ژبې باندې د فارسۍ ژبې يعنې درې ډېره غلبه پاتې شوې او دې سره سره د پښتنو مشرانو او حکمرانانو په حکومت کښې پښتو ژبې ته ډېره توجو نۀ ده ورکړې شوې له دې وجې پښتو د پنځه نيم زره کالو د تاريخ لرلو نه باوجود هم دومره کم ويونکي لري او فعاله هم نۀ ده ۔ څنګ چې ما بره اوئيل چې ژبه د قوم شناخت وي دغه رنګ برق صېب هم ليکي کۀ چرته پښتانۀ پښتو وئيل پرېدې نو دوي شناخت به هم ختم شي ځکه چې پښتو ژبه او پښتو د پښتنو شناخت دے ۔ پښتو صرف ژبه هم نۀ ده بلکه پښتو يو نظام هم دے کۀ تاسو فکر وکړئ نو د پښتنو په معاشره کښې کۀ داسې کمزوري، غېر اخلاقي او د بې غيرتۍ کار وکړي نو مونږ خلق ورته وايو تا کښې هډو پښتو نيشته ۔ نو پښتو يو نظام معاشرت دے پښتو خپل سټنډرز لرې کم چې پښتنو د ډېرو تجروبو نه بعد اخذ کړې دي ۔ نو پښتو ميلمستيا ده، پښتو عزت دے، پښتو غېرت دے،پښتو ايماندارې ده، پښتو حيا ده ،پښتو جرګه ده، پښتو يو پوره نظام دے، وغېره او دې ټولو ته پښتون ولې وائي ۔ د دې ټولو خبرو خلاصه داسې شوه چې ژبه يوازې د خبرو وسيله نۀ ده، بلکې د انسان د پېژندګلو، کلتور او پرمختګ بنياد هم دے کۀ چېرته ژبه نۀ وي نو انسانانو به نۀ د خپلو خيالاتو اظهار کړې وي او نه به ئې علم او پوهه حاصله کړے وے، او نۀ به ئې خپل تاريخ او کلتور ژوندے ساتلے وے ۔ ژبه د قومونو شناخت دے او د ژبه ورۀ کول او هېرول د خپل شناخت ورۀ کولو او هېرولو برابر دي او دغسې د يو قوم ترقي هم د هغه قوم د خپلې قامي او مورنۍ ژبې سره تړلې ده، ځکه چې تعليم، اقتصاد او ټولنيز نظام چې په خپله ژبه کښې وې نو هغه قام ډېره ښۀ وده کوي او ډېره په اسانه ئې کوي ۔ نو ځکه دا ډېره ضروري ده چې انسانان نۀ يوازې خپلې مورنۍ ژبې ته ارزښت ورکړي، بلکې د هغې د ساتنې او ترقۍ او کاميابۍ دپاره هم هلې ځلې وکړي، تر هغه پورې تر څو چې خپل کلتور، تاريخ او شناخت ژوندے ونۀ ساتي ځکه خو وايم چې د ژبې ژوندي ساتل د قوم ژوندي ساتل دي ۔