د باچا خان پس استعماري فکر—ګل اکبر خان

دا ليکنه شريکه کړئ

باچا خان بابا (خان عبدالغفار خان)  د هندوستان د ازادۍ د مبارزې یو لوے غړے، د عدم تشدد فلسفې پلوی، او د پښتنو د حقونو مبارز و. د هغه نظريه د استعماريت (Colonialism) په ضد د صلحې، علم، خپلواکۍ، او فرهنګي بیدارۍ په بنياد ولاړه ده. لاندې يې د استعماريت ضد نظریه په تفصیل سره څېړل کيږي

عدم تشدد او استعماري نظام ته اخلاقي ننګونه :

باچا خان د مهاتما ګاندي په څېر د عدم تشدد فلسفې ملاتړ کولو او دا ئې د برطانوي استعماري ظلم په ضد یوه اخلاقي وسله ګڼله. د هغه د  وینا مطابق ۔ زه تشدد نه شم زغملے، حتی که دا دازادي لپاره هم وي. ځکه آزادي د نفرت پر اساس نه، بلکې د مینې، زغم او پوهې پر اساس ترلاسه کېږي. په داسې حال کښې چې استعماريت د تشدد، قهر، او اقتصادي استحصال بڼه لرله، باچا خان د دې په ضد د صلحې، صبر، او مدني مزاحمت لار خپله کړه، او د خدایي خدمتګار تحریک  بنياد ئي کښېښود.

خدایي خدمتګار تحریک د استعماري ذهني غلامۍ په ضد یو فرهنګي پاڅون:

خدایي خدمتګار تحریک نه یوازې یو سیاسي تحریک و، بلکې یوه فکري او فرهنګي مبارزه هم وه. د تحریک هدف دا و۔پښتنو ته علمي، اخلاقي، او قومي شعور ورکول، د استعماري نظام له غلامۍ نه د پښتون ذهن ازادول ، د تعلیمي اصلاحاتو، د ښځو د تعلیم، او خپلواکې ادارو غږ پورته کول ۔  دا تحریک د ایډوارډ سعید د “ذهني استعماريت” مفکورې سره پوره مقايسه لري چې استعماري طاقتونه یوازې جغرافیه نه، بلکې ذهنونه هم نيسي. باچا خان د دې عمل په ضد یو تحرک رامنځته کړ.

د تعلیم له لارې د استعماري استحصال ماتول :

باچا خان تعلیم ته ځانګړې پاملرنه کوله، ځکه برطانوي استعماري نظام د لوست لپاره خاص معیارونه، ژبې (انګریزي)، او تاریخ وړاندې کولو چې پکښې د استعمار جواز موجود و.هغه وائي چې ”تعلیم د غلامۍ د ځنځیرونو د ماتوولو لپاره تر ټولو قوي وسله ده“ ۔هغه د ازاد، ملي، او د خلکو په ژبه تعلیم غوښت. دا د پسااستعماري مفکرینو لکه نګوګي وا تيانګو سره موازنه لري  چې وايي تعلیم باید د خپلو خلکو ژبه، تاریخ، او ارزښتونه منعکس کوي .

د استعمار په ضد د پښتني وقار، خپلواکۍ، او غیرت فلسفه:

باچا خان پښتون قوم ته د غیرت، زغم، حوصله، او پوهې درس ورکړے دے . هغه وئيل چې پښتون باید له استعماري تسلط نه آزاد شي، نه یوازې فزیکي بلکه فکري لحاظ سره هم . زه د داسې ازادۍ غوښتونکے یم چې پکښې انسان خپل عزت، وقار، او حقونه پېژني، نه دا چې یو بل ته غلام پاتې شي.په دې توګه، هغه د پښتني ټولنې لپاره یو داسې شعور وغوښت چې د برطانوي ښکیلاک په ضد یو سیاسي او فکري مزاحمت شي.

د ملتونو د برابرۍ فلسفه د استعماري نابرابرۍ رد:

باچا خان د ملتونو ترمنځ د برابرو تعلقاتو قايل و. هغه د استعمار هغه تصور رد کړ چې پکښې یو قوم یا ملت د بل نه غوره ګڼل کېده. دا د  فرانټز عمر فانون له فکر سره همغږی لري، چې استعماريت خلک طبقاتي، نسلي، او فرهنګي لحاظ سره  بې‌ برخې کوي.(د باچا خان کتاب زما ژوند او جدوجهد)

د استعماري ظلم په ضد اخلاقي موقف :

زۀ دا نه شم منلے چې یو انسان بل غلام کړي، که هغه د دین، نسل یا طاقت په نوم وي.”(زما ژوند او جدوجهد)

د عدم تشدد فلسفه:

ما د دې لپاره عدم تشدد غوره کړ، ځکه چې تشدد زموږ قوم برباد کړے دے . زه غواړم چې دا قوم د تعلیم، صلح او فکري رڼا له لارې بدلون ومومي.” (خدایي خدمتګار تحریک)

د تعليم ارزښت او د استعماري تعليم رد:

تعلیم زموږ د قوم لپاره د ژوند او مرګ سوال دے . خو هغه تعلیم نه چې زموږ ذهنونه غلامان جوړوي، بلکې هغه چې زموږ خپله ژبه، تاریخ او عزت راژوندے کوي.”(زما ژوند او جدوجهد)

د پښتني شناخت او فکري استقلال غوښتنه:

زه غواړم چې پښتون ځان وپېژني، خپل عزت وساتي، او د هيچا غلام پاتې نه شي. دا ازادي يواځې د ټوپک له لارې نه، بلکې د فکري بدلون له لارې راځي.(خدایي خدمتګار تحریک)

دويمه برخه: پرتله – د پس استعماري مفکرینو له نظریاتو سره

د استعماري تعليم رد: نګوګي واتيانګو او باچا خان بابادواړه وائي چې استعماري تعلیم  غلام ذهن زېږوي، او خپل ژبنی ۔ عدم تشدد، مدني مزاحمت، فانون  د تشدد لار غوره کړه، خو اول ئي هم د اخلاقي مزاحمت ارزښت بیان کړه. باچا خان د تشدد  انکار کوي۔

فکري استقلال: سعيد وائي چې استعماري قوتونه د “نور”  (other) د ذلت انځور جوړوي. باچا خان دا ذلت د پښتنو په اړه ماتوي.

فرهنګي بیداري: باچا خان د تقلید په ځای د خپل اصل شناخت غوښتنه کوي؛ د هومي کے بها بها “mimicry” ته یو متبادل وړاندې کوي.

د قومونو مساوات : استعمار نور ملتونه کم ارزښته معرفي کوي؛ باچا خان دا نا برابري اخلاقي لحاظ سره رد کوي.

د باچا خان د فکر ژوروالی او پس استعماري ارزښت:باچا خان د استعماريت په ضد د پښتنو د شعور، فرهنګ، ژبې، تعلیم، او سیاسی خپلواکۍ مبارز و.د باچا خان بابا د استعمار ضد فکرونه (له لیکونو او ویناوو)

د انګرېز د تعلیم او غلام ذهن تربیه :

زه پوه شوم چې انګريز مونږ ته تعلیم نه راکوي، بلکې زموږ له ذهنه ازادي اخلي. هغوی داسې ذهنونه روزوي چې د هغوی غلام پاتې شي، نه دا چې د خپل قوم مشران شي.(د باچا خان یو لیک، 1925، خدایي خدمتګار تحریک ته)

د ټوپک په ځای د شعور مبارزه :انګرېز ته ټوپک څه اهمیت نه لري، هغه خو هر یو قوم وژلی شي. خو که ته خپل بچي ته قلم ورکړې، شعور ورکړې، او حق پوهوې، نو انګرېز له تا نه وېرېږي. (خدایي خدمتګارانو ته وینا – پېښور، 1930)

د استعمار او داخلي ظلم تشخیص :زما لپاره انګرېز یوازې یو حاکم نه دے، بلکې یو فکري استعمار دے . زموږ ځینې مشران د انګرېز د غلامۍ توجیه کوي. دا تر اصلي استعمار ډېر خطرناک دے . (لیک جواهر لعل نهرو ته، 1946)

د عدم تشدد فلسفه د استعمار په ضد: ما عدم تشدد ځکه غوره کړ، ځکه چې انګرېز تشدد ته عادت دی، خو اخلاق او زغم ته ماتې نه شي ورکولی.(مرکه له BBC پښتو، 1969)

استعماري بندوبست او قید: زه قیدي یم، خو زما ضمیر آزاد دے. انګرېز زما وجود بندی کولی شي، خو زما فکر او ایمان بندي کولے نه شي .

(د بنو له زندانه لیک، 1932)

ازادي د ټوپک نه، بلکې د فکري انقلاب نه راځي : که مونږ له انګرېز نه ازادي غواړو، نو له ځان نه باید غلامي لرې کړو. اصلي استعمار زمونږ په ذهنونو دے، نه یوازې په خاوره.” (وینا، مردان 1934)

د انګرېز د تفرقې سیاست ظاهرول :انګرېز مونږ مسلمانان، هندوان، پښتانه، پنجابیان، او بلوچان سره جنګوي. دا د دوی د واکمنۍ هنر دے. زموږ اتفاق، د دوی زوال دے. (خدایي خدمتګار جلسه، 1936)

د ازادۍ مطلب د خپلواکي نه زیات دے : ازادي دا نه ده چې انګرېز لاړ شي، او یو نوی بادشاه راشي. ازادي دا ده چې انسان د انسان غلام نه وي، او ټول په عزت ژوند وکړي. (مرکه له Frontier Post، 1985)

پاکستان ته د انتقادي نظر څرګندونه : موږ د انګرېز له غلامۍ راخلاص شو، خو فکري غلامي مو پاتې شوه. مونږ د خپلواک وطن دعوه کوو، خو د خپل فکر بنديان یو. (مرکه، 1962 – د پاکستان تر جوړېدو وروسته)

د مېرمنو تعلیم هم د استعمار ضد مبارزه ده:که مونږ خپلې ښځې جاهلې پرېږدو، نو مونږ د انګرېز کار  اسانه کړه. یو ناخبر نسل، د هر استعمار خوراک وي. (وینا، پېښور، 1938)

نتيجه: د باچا خان د استعمار ضد فکر ځانګړنې، فکري استعمار ته یې تر فزيکي  ډېر خطرناک ګڼل . تعلیم، اخلاق، او اتفاق یې د استعمار په ضد وسلې ګڼلې. عدم تشدد یې د اسلامي اخلاقو، نبوي سیرت، او سیاسي ضرورت په بنياد غوره کړه .د قوم په ځان باور، د خپل تاریخ درک، او د ژبني فرهنګي شعور بیداري یې د استعماري واک په ضد یو ستر متبادل بللے دے ۔

د باچا خان د نظرياتو محدوديت :

د اسلامي بنيادونو کمزورے ربط  باچا خان د عدم تشدد فلسفه د اسلامي اخلاقو سره تړي، خو فقهې، شريعت او جهاد سره ئي  تفصيلي تړاو نه دي روښانه کړی.

ماخذونه

Bacha Khan: My Life and Struggle (original autobiography

پکښې د اسلامي فقهي تفصيل نشته؛ اخلاقي اصول لکه “زغم”، “بردباري” تر حده کارېدلي دي .

“The Pathan Unarmed” by Mukulika Banerjee (2001)

ص. 115–118: بينر چي  ښايي چې د باچا خان دیني تعبیر ډېر عمومي و، د صوفيانه او غیر فقهي اړخ نه.

❷ د کانګرس سره سیاسي تړاو د هند د کانګرس ګوند سره د نزدې تعلق له امله، د پښتنو لپاره د مستقل سیاسي موقف یا اسلامي متبادل نظام مبهم پاتې شو.

.❸ امت‌پال فکر نه لرل  د اسلامي امت، یا نړیوال اسلامي تحريکونو سره ئي  فکري تړاو کم و، د عربي، ترکي، یا افریقي استعمار ضد مبارزو سره رابطه نه ښکاري.د اسلام‌پالو حرکتونو تحلیل کښې د باچا خان فکر نه شريکوي، ځکه چې هغه د قومي‌پالنې په چوکاټ کښې وو.د‌باچا خان په نظرياتو کښې د امت‌پال فکر نشتوالی محسوسېږي، توجه په پښتنه قامي تشخص دے .

❹ عدم تشدد د مطلق اخلاقي حل په توګه د فزيکي استبداد، نسل‌کشي، یا ملي ظلم په وړاندې “مطلق” عدم تشدد ناکافي پاتې کېږي.

د باچا خان د فلسفې په ضد یو متضاد موقف وړاندې کوي، وائي: “تشدد د استعماري نظام ژبه ده.”د افغانستان تجربه ښايي چې عدم تشدد کله ناکله سیاسي اثر نه کوي، او دفاعي تشدد لازم وي.

❺ اقتصادي استعمار ته توجه نه ورکول ۔ د باچا خان فکر کښې د استعماري اقتصادي نظامونو، نړیوال بېنک، تجارت، یا طبقاتي استثمار بحث نشته.د اقتصادي ظلم له اسلام سره د تحلیل لپاره یو مثال دے، خو باچا خان فکر دا ژورتیا نه لري ۔ باچا خان د اقتصادي سسټم کم بحث کړے دے، توجه ئي په اخلاقي اصلاح ده ۔

نورې ليکنې۔۔۔