د عبدالله بختاني خدمتګار د خاطراتو له دفتر څخه (ښۀ ورځ)—عبدالرحيم بختاني

دا ليکنه شريکه کړئ

زۀ چې خداے پېدا کړے يم، ما د خوندونو او مزو، د سېلونو او سات تېريو، د جدوجهد، د عزت او افتخار ډېرې ښې ورځې ليدلي دي۔ خو د خپل ژوند په تېرو 38 کلونو کښې مې لکه د نن په شان ښۀ ورځ نۀ ده ليدلې، په همدې سبب زما سږني پسرلي د تېرو نه ډېر خوندور دي او د هغه خاطره هم ليکم:

نن، د هفتې (شنبې) ورځ د 1344 هـ ش کال د حمل د مياشتې (28) مه،د1965م کال د اپرېل (17) مه نېټه ده ۔ زۀ، زما زوي نصرالله او نور خپلوان، زما په حجره کښې ناست يو او د يو درانۀ مېلمه انتظار کوو۔ ښاغلي سېد محمد طاهر بينا، حاجي راهدار او محمد ايوب  راورسېدل۔ لږ څۀ تشويش دے چې مېلمه به راشي که نه؟ ځکه چې بېدرکه باران ورېدۀ۔ ښاغلي عبدالوکيل صداقت چې د شپې ماسره ؤ جلال کوټ ته تللي چې مېلمه راولي۔ ما سهار هغه ته ويلي وو چې باران دے څنګه به شي؟ – هغه ويلي ؤ چې زۀ ورپسې ځم که راغے ښه، که نه، تاته خبر ورکوم ۔ لس نيمې بجې وې نۀ مېلمانۀ راغلي او نه خبر۔ باران په شړق کښې دے او مونږ په اندېښنه کښې يو۔ زۀ د مېلمه په راتګ هم ډېر خپه يم او هم ډېر خوشحاله ۔ هغه په دې چې باران او خټې دي او مېلمه سپين ږيرے دے او دا په دې چې نه زۀ تر دې بل لوي سړي پېژنم او نۀ بل محترم مېلمه د هغه په راتګ زۀ داسې افتخار احساسوم چې قطعاً يې شرح کولې نه شم۔ هغه د لوړې ونې، لوي شخصيت، لويې حوصلې او لويې ارادې خاوند لوي پښتون او لوے سړے دے۔ دومره لوے چې د انګرېز غوندې لويې امپراتورۍ زور ته ئې سر ټيټ کړے نۀ دے او زرو ته ئې لاس وړاندې کړے نۀ دے ۔ چې د لوي مستعمره هند د آزادۍ لپاره يې د انګرېز په جېلخانو کښې او د پښتنو د خپلواکۍ لپاره ئې د پاکستان په زندانونو کښې د خپل ژوند خوږې ورځې تېرې کړي دي ۔ چې د قوم ازادي، ابادي، اتفاق، ورورولي او پوهه غواړي۔ چې د ټولو پښتنو بابا دې، په ډېرو وړو ډېر مهربان دے ۔ دا لوي سړے، مبارز، مجاهد، رهبر، خواخوږے، مهربان  فخر افغان عبدالغفار خان دے ۔

چې نوم دې په خوله واخلمه بابا فخر افغانه!

نو ډار د استعمار او د عذاب راځنې هېر شي

په يوه خواره جو نګړه کښې، د دغه لوي سړي لار څارو۔ را به شي؟ که نه؟- که راشي ښه ده، ډېره ښه ده ۔ که را نه شي ښه ده، ډېره ښه ده ۔ سخت باران، مردارې خټې دي په عذاب به شي۔

هغه دي راغله!! مېلمانه راغله!!!

ملګرو بابا د مټ نه نيولے، مرسته ئې ورسره کوله راغے ۔

ښاغلي ملک نادر خان اپرېدي، ښاغلي ميراجان سيال، ښاغلي سليمان خېل (د ننګرهار د قبايلو مدير) او دوه تنه د ننګرهار د امنيې پوليسان ورسره وو۔ مېلمانه، زما د استازي، ګران ورور او ملګري ښاغلي صداقت سره راورسېدل ۔ هو! د صداقت سره!

ښاغلي خادم، رښتين، کمين، ملک شېر اغا او پلار يې، عندليب او ورور ئې او لېوال را نۀ  غلۀ، دوي ما غوښتي وو خو پوه نۀ يم چې په کوم سبب؟ ځينو به د باران په وجه فکر کړے وي چې باچا خان تلے نۀ شي۔ ځينو ته به د سياست مراعات د باران ډېره معقوله بهانه په لاس ورکړې وي۔ کوم يو ته به کوم ضروري شخصي کار هم پېښ شوے وي ۔ خداے پوهېږي د چا چې زړۀ غوښتل راغلل بابا په سپينه ږيره راغے، مېلمنو کښې بينا په داسې حال کښې راغے چې د ده امر مطيح الله چمبېلي (د مطبوعاتو مدير) بيا دے  په څۀ رنګ غېر حاضر کړي ؤ۔ د بابا چې دمه سازه شوه، زما زوي نصرالله (نصر افغان) چې د شپږم صنف زده کوونکے دے، پورته شو او بابا ته ئې داسې هر کلي ووايۀ:

ګرانه باچاخانه! السلام عليکم، هر کله راشئ!

ستاسو راتګ زمونږ سيمې، زمونږ کلي او زمونږ دېرې ته زمونږ د خوښئ او افتخار سبب دے ۔ ستاسو په اجازه به زۀ هغه شعر ولولم چې افغانستان ته ستاسو د راتګ سره سم ليکل شوے دے۔ دا شعر يوازې زمونږ له خوا هرکلي نۀ دي، بلکې د دې هېواد د ويښو، منورو او وطن پالو نکو زلميانو د زړه اواز دے:

د قام د آزادۍ لوے قهرمانه په خېر راغلې
اے ګرانه! عاليشانه! باچاخانه په خېر راغلې
اے ګرانه! عاليشناه! باچاخان په خېر راغلې
کلونه مو ايستلي انتظار چې ته راځې
باڼه مودي فرش کړي ستا په لار چې ته راځې
په ژمې کښې هېواد شو لو ګلزار چې ته راځې
راځه! دا دې خپل کور دے قدر دانه په خېر راغلې
اے ګرانه! عاليشانه! باچاخانه! په خېر راغلې
هوا ډېره سړه ده خو تاوده دي زمونږ زړونه
ځاريږي دې له دې ژمي ګلونه بهارونه
د نن د لوي اختر نه دې قربان شي اخترونه
د ملک د پسرلي د بڼ باغوانه! په خېر راغلې
د قام د ازادئ لوي قهرمانه په خېر راغلې
بابا مو يو سپين زړي او سپين ږيري سپين پښتون دي
صفا او سپين غږېږي سپين سپېڅلي يې مضمون دي
وطن په سپنو واورو سپين شوي نن پرون دي
رحمت دي وړېدلي له آسمانه، په خېر راغلې
اي ګرانه! عاليشانه! باچاخانه په خېر راغلې
عزت نه خلک وايي چې بابا زمونږه خان دي
دوي پوي دي چې خان نه دي په معنا کښې لوي انسان دي
په خپل محکوم اولس باندې بې حده مهربان دي
اي خانه! لوي انسانه! مهربانه! په خېر راغلې
د قام د آزادئ لوي قهرمانه په خېر راغلې
ليډر يې او رهبر يې او بابا د مېړنو يې
ګاندي د سرحد نه يې خدمتګار د پښتنو يې
لويانو ځنې ډېر لوي په نظر د خپل بچو يې
هادي د پښتنو فخر افغانه په خېر راغلې
اۍ ګرانه! عاليشانه! باچاخانه په خېر راغلې
ځوانئ کښې ځوان عاشق وې په اصلاح د افغانانو
زړښت کښې ته معشوق يې د وطن د عاشقانو
پتنګ يې د وطن، ډېوه د ملک د پتنګانو
د مينې درازو نو نکته دانه په خېر راغلې
د قام د آزادئ لوي قهرمانه په خېر راغلې
ګاللي دې ربړونه، زحمتونه، تکليفونه
تېر کړي دي رنځونه او د جېل مشقتونه
د قام د ازادۍ د پاره لوي مصيبتونه
با عزمه! با شرفه! باوجدانه! په خېر راغلې
اي ګرانه! عليشانه! باچاخانه! په خېر راغلې
دنيا کښې لوي مثال ته د غېرت او د پښتو يې
روښان يو بل مشال ته د تاريخ د پښتنو يې
مشال څه؟ ځلاند ستوري په آسمان د مېړنو يې
له زړه په بختاني باندې ډېر ګرانه په خېر راغلې
د قام د آزادئ لوي قهرمانه په خېر راغلې
باچا خان، نصرالله ښکل کړ او مهرباني يې ورسره وکړه بيا ښاغلي سيد محمد طاهر بينا خپل هغه شعر ولوست چې په همدغه ورځ يې جوړ کړي و۔ د باران او خټو خبره او د بابا همت او زما اختلاص يې پکښې ياد کړي و۔ چې د بابا خوښ شو۔
زما کمکۍ لور صديقه راغله، بابا ته يې ستړي مشي وويله او يو مصنوعي ګل او ګلداني بابا ته وړاندې کړه ۔ بابا صديقه  پخپله غېږ کښې کښېنو له او بېشانه مهرباني يې ور سره وکړه او ګل او ګلدان يې بېرته وروبخښۀ ۔

بيا ډوډۍ راغله، ډوډۍ د بابا د توصيې او زما د وسې سره سم ساده د چرګ ښوروا وه ۔ بابا ته ئې خوند ورکړ۔ ډوډۍ نه ئې وروسته ما چې د چايو د تور او شين پوښتنه وکړه بابا د قهر په لهجه وويل: مالټه مو وخوړه نو د چا يو څه ضرورت دي؟

ښاغلي سيال ووئيل: بابا يې کۀ نۀ څښي د نورو نه دې پوښتنه وشي ۔ بابا په ډېر قهر ووئيل:

اخر هغه زنانه غريبانانې هم بنيادمانې دي که نه؟ يوازې خداے تاسې پېدا کړي ياست۔

نه وايئ چې په دې باران کښې پخلي هغوي ته څومره تکليف ورکوي؟ ستاسو يو حکم دے او بس!

په دې شان د چايو لانجه غوڅه شوه ۔

د مېلمنو د مذاکرو نه معلومېده چې د باران په وجه د نورو خوښه نه وه، خو د هغوي په اصطلاح بابا زورور سړے و او راغئ، بابا وئيلي وو: هغه غريب ( زه يې ښودلم) به په تمه وي هر څنګه چې وي، خداے دې خير پېښوي ځو !

باران لږ درېدلي و، مېلمنو د تګ تکل وکړ او د فرصت نه ئې استفاده وکړه ۔

ښاغلي بينا عکسونه واخيستل خو د هوا د خرابۍ په وجه يوه يې هم کارورنه کړ۔

بابا چې موټر ته روان و هم خټې وې او هم د غسې خبرې کېدلې، ما ترې عذر وغوښت، خو هغه په ډېره مينه ووئيل: دا ډېر ښه وشو، د غسې ورځې بيا تر ډېره وخته پورې د سړي نه نۀ هېريږي۔

بابا چې موټر ته تلو زمونږ د کليو خلک، ځوانان، ماشومان او سپين ږيري لارو ته وتلي وو او بابا ته ئې هر کلي وايه ښځې د بامونو په سر ختلې وې او د بابا ديدن ئې کاوه ۔ هغوي وئيل: بابا غازي دے او ليدل ئې ثواب لري۔کله چې موټر ته ورسېد، حاجي راهدار ووئيل: خلک ستاسو د ليدو ډېر ارزو من دي، د باران په وجه خلکو فکر کړے دے چې تاسو راتلاي نۀ شئ! نو ځکه ډېر خلک نۀ دي وتلي، دغسې چې کله کله کليو ته راشئ او خپل خلک وګورئ ډېر به ښۀ شي!

بابا ووئيل: ما دغه مدير صاحب نه پرېږدي (د قبايلو مدير ته اشاره وکړه او مراد ئې د افغانستان حکومت ؤ) که نه زۀ په ښارونو کښې تنګېږم ۔ ۔زما ښار خوښ نۀ دے۔ په کليو کښې ډير خوشحاله يم چې خپل قام عزيز سره کښېنم، خو څه وکړم؟ دې مدير صاحب په کوټنئ کښې کښېنولي يم او خلکو ته مې نه پرېږدي۔ که نه زۀ خو همدې ته راغلے يم چې تاسو عزيز انو سره کښېنم، تاسو سره وګو رم او تاسې سره وغږېږم۔

د بابا لاسونه مو ښکل کړل او خداے پۀ اماني وشوه ۔ دغه (ښۀ ورځ) داسې پاې ته ورسېدله۔

د ۱۳۴۴ د حمل ۲۸ مه

د ۱۹۶۵م کال د اپرېل (۱۷) مه

کتابخانه:

کله چې مونږ د درانۀ مېلمه انتظار کاوه او تګ او نۀ  راتګ ئې په شک کښې و، نو بينا دوي ته ويلي وو:« که بابا په دې خټو کښې راغے نو زۀ به د هغوي په افتخار خپله کتابخانه په دغه ځاې کښې جوړه کړم او د ددغې کتابخانې نوم به داوي:

(د فخر افغان عبدالغفار خان بابا په نامه)

د عبدالله بختاني اولسي کتابخانه)

بابا چې راغے د کتابخانې جوړول ضروري شو، سمدستي مې په هغه ځاے کښې چې د کلي نه بهر دے د کتابخانې په جوړولو وسه ونۀ رسېده خو د دغې وعدې په برکت دننه په کلي کښې خپل هغه زوړ کور چې پنځوس کاله د مخه زما پلار جوړ کړے و وران کړ او پۀ  هغه کښې مې کتابخانه جوړه کړه او پاسني مبارک نوم مې ورباندې کښېښود، کله چې مې توان ورسېد، هماغه د بابا د کښېناستو ځاے به پۀ کتابخانه بدل کړم او کتابونه به هلته وچلوم۔ عبدالله بختاني

 

نورې ليکنې۔۔۔