د صوابۍ تاريخ – شمس بونېرے

د خېبر پښتونخوا يو خپل اوږد تاريخ دے. پۀ دې کښې د رام چندرجي بادشاهت پاتې دے، پۀ دې کښې د تخت بهائي اثار، د بريکوټ او د ګوتم بدهـ مجسمې تر اوسه پۀ مات شکل کښې پرتې دي. دا د پښتنو تاريخ قديم او زوړ وسعت لري او پۀ ١٨٩٣ز کښې ډيورنډ کرښې نه څۀ قبائيل او څۀ شمال مغربي صوبه سرحد پۀ ١٩٠١ز کښې اعلان شو.

د خېبر پښتونخوا پۀ دې خاوره چارسده او صوابۍ خپل ډېر اهميت لري. چارسده کښې باچاخان پېدا شو، د ازادۍ او خدائي خدمتګارۍ نعره ئې پورته کړه او صوابۍ کښې خوره شوه، صوابۍ د باچاخان دوېم کور پۀ نوم يادېږي . صوابۍ کښې خاني نشته او جرګه پۀ کښې ډېره او ورورولي پۀ کښې زياته ده. صوابۍ کښې زرګونه کاله مخکښې د هندو پنډت حکمراني وه. هنډ نن هم د دې يادګار پۀ نوم او تاريخ کښې پاتې شو. پۀ غزنوي سلطان سبکتګين پېدا شو. پۀ صوابۍ ئې حمله وکړه صوابۍ ئې فتح کړه او بيا د دۀ زوے پۀ سوات کښې پۀ راجه حمله وکړه راجه وتښتېدو او دلته د محمود غزنوي حکومت راغے. د وختونو د تېرولو سره مغلو او سکندر اعظم دلته جنګونه تېرکړل او د هند پورې د مغلو حکومت قائم شو. پېرنګے د مغلو پۀ هند د تجارت پۀ نوم راغے، مغل او سيکهان ئې د حکومتونو نه لرې کړل او تر ډيورنډ پورې خپله حکمراني شروع کړه. څوک چې دلته د پېرنګي پۀ ضد راپاڅېدلي. د 1857ز د ازادۍ جنګ دغدارۍ جنګ ګڼلو. او دوي ئې فتح کړي دي. د انګرېز نه د ازادۍ د پاره باچاخان پېدا شو، جېلونو ته تلے، پېرنګے لاړو خو ازادي رانغله. د پېرنګي د تلونه پس چې د دې صوبې نه هندوان هندوستان ته تلل نو بل لوټ مار شروع شو. مسلمانان چې به د هند نه راتلل هغوي به لوټل او دلته نه چې به هندوان تلل نو لوټ مار روان ؤ خو پۀ دې صوبه کښې د صوابۍ خدائي خدمتګارو ته دا اعزاز حاصل دے چې د رېل ګاډي د ختو پورې به ورسره ملګري وو. سامان بۀ ئې ورله رېل ګاډي کښې کېښودل او د ګاډي د روانېدو پورې به ورته پۀ سټېشن روان وو. صوابۍ د مردان د ضلع تحصيل ؤ او پۀ ١٩٨٨ز کښې د ضلعې پۀ نوم اعلان شوه.

باچاخان د صوابۍ د ملګرو سره مينه لرله. کله چې به صوابۍ ته تلو نو ارواښاد عبدالعزيزخان، ارواښاد فردوس خان کاکا، ارواښاد سالار منيرخان او اروا ښاد نجو کاکا به دوي سره ملګري وو. د ارواښاد عمراخان کاکا د قامي اسمبلۍ ټکټ د مشرانو ملګرو پۀ صلاح باچاخان پخپله ورکړے ؤ. ارواښاد کرنل علي ګوهر ډېر فعال هوښيار او ښۀ کارکن ؤ. د عوامي نېشنل پارټۍ سره ؤ خو لږ د ذاتي اختلاف پۀ سبب صوابۍ د لور او رمبي د محنت خاوره وه نو د لور رمبي پۀ نامه غېر سياسي تحريک جوړ کړو، طوطالۍ او بونېر ته به ډېر راتلو.

د صوابۍ ځوانان ملګري د ارواښاد رحمان الله کاکا، جانس او تجمل خان د زېدې ښۀ کارکنان وزېږول. سليم خان د پنج پير د صوابۍ د پارټۍ سېکرټري ؤ. د دۀ پلار منصورخان د عوامي نېشنل پارټۍ مخالف او د سليم خان عوامي نېشنل پارټۍ کښې مخالف ؤ.

سليم خان جېل ته لاړو ولې پلار ئې جېل خانې ته د دۀ ملاقات له لاړ نۀ شو چې رها شو نو څو د صوابۍ مشران د سليم خان پلار پسې لاړل ورته ئې ووې د سليم ملګرتيا مۀ کوه خو مخالفت ئې هم مۀ کوه. ځوان دے وکيل دے ځانله به هم نوم پېدا کړي او قام له به هم خدمت وکړي. پلار ئې رضا شو. سليم خان به د پارټۍ د پاره کار کولو. د دۀ پۀ حجره کښې نن هم د باچاخان د ملاستې کټ امانت دے.

پارټۍ عبدالخالق خان د مردان له د صوابۍ د قامي اسمبلۍ ټکټ ورکړو. د شوې خېر محمد خان پۀ حجره کښې د پارټۍ ټول ملګري زۀ او اوشم خان کاکا د بامپوفې هم موجود وو. د صوابۍ کټوۍ باندې وې چې بانګ ووئيل شو، خېر محمد کاکا عبدالخالق خان ته ووې جج صېب ستاسو پۀ مخالفت دښمنان لګيا دي پروپېګنډه کوي چې تۀ مذهب نۀ منې، د جمعې ورځ وه بانګ ووئيل شو زمونږ جومات ته لاړ شه او مونځ وکړه. مونږ ټول کارکنان به قسمونه کوو چې هغۀ زمونږ کلي کښې د جمعې مونځ کړے دے. جج ورته وې کاکا پارټۍ ټکټ راکړے او تاسو به راله ووټ غواړئ کۀ کامياب شوم نو پۀ اسمبلۍ کښې بانګونه نۀ وايم، ستا د نسوارو د تماکو او ورجينياء د تماکو حقونه به ګټم. کۀ ما ونۀ ګټل نو پۀ دې لارکښې ما ته ودرېږئ، شېطان پۀ کاڼو مۀ ولئ، عبدالخالق پۀ کاڼو وولئ. مونځ ئې ونۀ کړو خو الېکشن ئې وګټلو او خلقو سره ئې خپله وعده پوره کړه.

عمرا خان کاکا ته پارټۍ ټکټ ورکړو، زۀ او اوشم خان کاکا د کامران خان پۀ ګاډي کښې انتخابي مهم ته لاړو، اکثر به اوشم خان کاکا مونږ سره پۀ ګاډي کښې ګرځېدو. د نسوارو شوقين ؤ او اوشم خان کاکا ته به ئې وئيل نسوار را کړه، د مازيګر پورې د اوشم خان کاکا ډبي کښې نسوار خلاص شو او ارواښاد عمراخان کاکا ورته بيا د نسوارو خبره وکړه نو اوشم خان کاکا ووې .

ګرځوې چرته تۀ پۀ جېب کښې نسوار نه

ورکوې ورته پۀ شونډه کښې وار نه

تماکو خو ستا پۀ خپل پټي کښې کېږي

خو پوهېږې د وړولو پۀ کار نه

اوشم خان وې پۀ نسوارو خفه کېږم

درکوم ئې تا ته بار بار پۀ وارنه

د صوابۍ پۀ شا خپل تاريخ پروت دے. د ملک احمد خان د وفات نه پس ګجوخان دلته صوابۍ کښې د پښتنو مشر ؤ. ملک احمد د خپل ورارۀ يا زوي پۀ ځاے د ګجوخان د سردارۍ اعلان وکړو. د ملک احمد ترۀ سلېمان شاه ځان الغ بېګ ته حواله کړو او ملک احمد د مور سره کوزې پښتونخوا ته راغے. د دۀ سره ملک ګجوخان هم د مور سره صوابۍ ته راغے. ملک احمد خان پۀ سوات حمله وکړه، سلطان اوېس نه ئې سلطنت واخستو. پۀ خپله د پښتنو بادشاه او شېخ ملي د دۀ وزيراعظم او د ځمکو وېش ئې وکړو او د قبيلو پۀ جائيدادونو جنګونه ختم شو. او دغه شان د دۀ د وفات نه پس ګجوخان د پښتنو سردار شو او خپل سرحدات ئې د ننګرهار نه واخله تر جېلم پورې ورسول.

ګجوخان بابا د سوات پۀ جنګ کښې پۀ تورو زخمي شوے ؤ ولې پۀ شا تلے نۀ دے. د کاټلنګ پۀ جنګ کښې بريالے او د پښتنو بادشاه شو. ٢٠١١ز کښې محمد اعظم خان هوتي د دۀ مزار جوړ کړو او د تحقيق کار ئې احسان علي خان ته ورکړو او هغۀ فرهادعلي خاور پۀ دې کار مامور کړو او نن د ګجوخان مزار زمونږ د سترګو د وړاندې او پۀ هغۀ ليکلے کتاب زمونږ پۀ لاسونو کښې دے.

د ګجوخان بابا د وفات نه پس د يوسفزو د قبيلې جرګې کالوخان ته د مشرۍ پټکے پۀ سر کړو او کالوخان بابا د مغلو پۀ ضد مبارزه شروع کړه. د مغلو د پاره پيربابا او اخون دروېزه د مذهب پۀ جامه او نامه کښې پير روښان د تحريک پۀ ضد لګيا وو. او هم د صوابۍ پۀ ټوپۍ کښې يو لوے جنګ وشو او روښانيانو تحريک له سياسي رنګ ورکړو او يوسفزي ئې پۀ دې پوهه کړل چې مغل زمونږ دښمنان او د دوي پۀ ضد جنګ زمونږ تاريخي او ملي وظيفه ده. اخون دروېزه اکبر باچا ته د کالو خان ټول راپورونه ورکول چې کالو خان ستاسو د حکومت دښمن دے. اکبر باچا نوښار ته د پښتنو جرګه را وبلله، جرګه ئې رخصت کړه ولې کالوخان بابا ئې د ځان سره ډيلي ته بوتلو، عزت او احترام ئې ورکړو ولې لکه د قېدي يا نظر بند پۀ توګه ئې د ځان سره وساتلو. کالوخان د ډيلي نه را وتښتېدو خو پۀ اټک کښې شمس الدين ګرفتار او ډيلي ته واپس کړو. پۀ دوېم ځل کالوخان بابا را وتښتېدو ا و صوابۍ ته را ورسېدو او خپل عمل ئې جاري وساتلو. اکبر باچا د بونېر پۀ لار ملندرۍ ته لښکرې را ولېږلې، يوسفزو پۀ مړانه جنګ وکړو. بيربل قتل او د مغلو لس زره فوځيان ووژل شو او لږ ډېر پاتې فوځيان د اټک قلعه ته وتښتېدل. اکبر پۀ بيربل خفه ؤ. او دوه ورځې ئې د چا سره خبرې هم نۀ کولې. دا جنګ پۀ ١٥٨٦ز کښې شوے ؤ.

د کالوخان بابا جنګونه د صوابۍ د خلقو اثاثه او يادګارونه دي. همايون ئې کابل ته واپس او د دۀ سالار چې بالاحصار کښې پټ ؤ د سر امن ورکړو. کابل ته واپس شو خو خپل تاريخ ئې د ځان سره يوړو.

د کالو خان بابا مرګ نه پس باکوخان تورې قلم ته لاس کړو، باکوخان د مامور زوے او خدو نمسے دے. د پير سالاک پۀ ملګرتيا کښې د ډوما د راجه خلاف چې يوسفزو، چغرزو، امازي، پورن، خدوخېل او چمله حکمراني کړې ده. د مغلو د بادشاه سره د يوسفزو تعلق ښۀ ؤ ولې د اورنګ زېب بادشاه د کابل ګورنر د پښتنو پۀ مېنځ کښې پېدا کول. پۀ دغو ورځو کښې کالوخان د ډوما نه علاقه ازاده کړه نو د نورو پښتنو د ازادۍ ته متوجو شو. د ګجوخان بابا او کالوخان بابا چې کومې علاقې فتح کړې وې. باکو خان بابا پۀ دې علاقو کښې خپل فوځ او قلعه ګانې جوړې او اورنګ زېب بادشاه خپل دغه ګورنر محمد امين د جنګ د پاره راولېږلو. ګورنر بالاحصار کښې پټ او د کابل بادشاه د پښتنو علاقه ازادي تسليم کړه او باکوخان بابا محمد امين پرېښودو.

باکوخان بابا خپل جنګونه جاري وساتل حضرو، چهچـهـ علاقه ئې قبضه او دلته ئې چهچهـ کښې د پښتنو ښار جوړ کړو . د پير سالاک ورور پير سباک هم ښۀ نر او غازي ؤ. د دۀ قبر بېړوچ ته نزدې دے. او د دۀ اولاد رستم، چمله، جنګۍ، کوريا او کدال کښې اوسي. د دۀ توره، مډال او د پټکي نخښانې نن هم پۀ کوريا کښې پرتې او د تبرک د پاره اخون خېل د دې د ليدو او تبرک د پاره راځي.

دقديم تاريخ پۀ ليدو او هندومت او بدهـ مت د کنډراتو اثار نن هم صوابۍ کښې پۀ کثرت پراتۀ دي. ماضي هېرېدې نۀ شي. د دې نه ښې نتيجې اخستل او وړاندې بوتلل ضروري دي.

د پېرنګي د ازادۍ پۀ جنګ د صوابۍ قربانۍ روښانه دي.

دلته د ارواښاد ولي خان جلسو ته د خدائي خدمتګارانو بيبيانې د لوے سور بېرغ سره پۀ سټېج ولاړې وې. دوي پۀ سټېج د پاسه ارواښاد ولي خان ښکل کړو.

د پاکستان د جوړښت نه پس چې بهټو صېب نېشنل عوامي پارټي بنده، پۀ لياقت باغ کښې پۀ کارکنانو ډزې او حېدر اباد سازش کيس جوړ شو نو ځوانانو چې دلته د پښتون زلمي پۀ نوم مبارزې کولې نو د صوابۍ پښتون زيات ملګري کابل ته لاړل. پۀ دوي کښې د باچا ارواښاد عالمزېب، ارواښاد شهباز خان، کامدار خان د تور ډهېري، ممتاز خان لالا.

فعاله کارکنانو پارټۍ له او ځان له ئې عزت وګټلو. نن هم څوک ژوندي دي د پارټۍ او قربانۍ پۀ صف کښې ولاړ دي او چې څوک مړۀ دي نو بچي ئې د ګوند ملګري اوقربانۍ ورکوي.

د صوابۍ روشن خان کاکا د پښتنو تاريخ ليکلے، اختلافات ورسره کېدے شي خو د محنت نه ئې انکار نۀ شي کېدے.

دا هم ولولئ

د عدم تشدد د فلسفې بيان او داستان – شمس بونېرے

دنيا د يوې لويې حادثې پېداوار دے. د دې تفسير او تشريح جدا جدا او …