د پښتون قامي تحريک او خان شهيد,د رياستي جبر خلاف د مزاحمت قيصه–نيازبين ملنګ

دا ليکنه شريکه کړئ

عبدالصمد خان اچکزۍ چې د خان شهيد په نوم يادېږي، هغه ستر شخصيت و چې خپل ټول ژوند يې د پښتنو د ازادۍ، خپلواکۍ او بنيادي حقونو د ترلاسه کولو دپاره وقف کړے و نوموړے په کال 1907 کښې د برتانوي بلوچستان د قلعه عبدالله په سيمه، عنايت الله کارېز کښې زېږېدلے و له ماشومتوبه يې په ټولنه کښې ناانصافي او جبر د نزدې نه ليدلي و، همدغه تجربې د هغه د سياسي فکر او عملي مبارزې اساسي محرک وګرځېدې۔ هغه نۀ يوازې د برتانوي استعمار په ضد ودرېد، بلکې د پاکستان د جوړېدو وروسته هم د پښتنو او نورو محکومو قومونو د حقونو دپاره يو پياوړے غږ پاتې شو، خان شهيد د خپلې سياسي مبارزې د لارې د «پښتون کوئسچن» په نوم يو منظم سياسي بيانيه جوړه کړۀ، چې د پښتون قامي تحريک دپاره د مشعل حيثيت لري۔ د هغه مبارزه مونږ ته دا درک راکوي چې رياستونه څنګه په محکومو قومونو زور زياتے کوي او د دغه جبر په ضد مزاحمت ولي ضروري دے، د برتانوي واکمنۍ په مهال نافذ شوے فرنټيئر کرايمز ريګولېشن (FCR) د پښتنو دپاره د سخت جبر يوه وسيله وه، د دې قانون له مخې به د يو کس د جرم سزا به ټولې قبيلې زغمله۔ اېډورډ سعيد وايې چې استعماري طاقتونه مقامي اولسونه د «غېر مهذب»، «پسمانده » او «خطرناک» په توګه معرفي کوي، تر څو پورې چې په هغوي خپله واکمني ومني دا د اورينټلېزم نظريه د استعمار د بيانيې مهمه برخه ده، چې د محکومو قومونو کلتوري او انساني حيثيت د منځه وړلو دپاره کارول کېږي، د خان شهيد مبارزه د همدې استعماري بيانيې په ضد يو کلک مزاحمت و، برتانوي استعمار پښتانه د «جګړه مارو» او «غېر مهذبه» په نومونو يادول، او د FCR په څېر قوانينو د لارې يې نۀ يوازې د هغوي سياسي حقونه، بلکې قانوني او ټولنيز حيثيت ئې ترې هم اخيستی و۔ پښتانه د يوې داسې « پريفرل زون» په توګه ښودل کېدل، چېرته چې د انصاف او عدالت هيڅ ګنجائش نۀ و، خان شهيد دغه بيانيه چيلنج کړۀ او پښتانه يې د خپلو حقونو، وقار او شناخت د بيا ترلاسه کولو دپاره متحد کړل۔

د فرانز فېنن د نظرياتو د مخې هم د خان شهيد د مبارزې ژوره تجزيه کېدای شي۔ فېنن وايي چې استعمار يوازې سياسي او اقتصادي زيان نۀ رسوي، بلکې کلتوري او نفسياتي تباهي هم رامنځته کوي۔ استعمار د محکومو قومونو شناخت کمزورے کوي او هغوي «غېر انساني» او «پسمانده» په توګه معرفي کوي، د FCR په څېر قوانين دا ښائي چې استعماري طاقتونه څنګه د تشدد او جبر د لارې مقامي اولسونه د کنټرول لاندې ساتي، خان شهيد د دغو استعماري ډهانچو د ماتولو دپاره په 1938 کال کښې انجمن وطن بنياد کېښودو چې د پښتنو ړومبنے سياسي ګوند و۔ د هغه مبارزه يوازې سياسي ازادۍ پورې محدوده نۀ وه، بلکې موخه يې د پښتنو کلتوري شناخت بيا راژوندي کول، د تعليم وده، د جمهوريت او انصاف اصول په ټولنه کښې شاملول و، د خان شهيد دا تحريک د پښتنو دپاره نۀ يوازې سياسي، بلکې نفسياتي او سماجي بيا رغونه هم وه، د پاکستان د جوړېدو وروسته، په کال 1947 کښې خان شهيد تمه لرله چې د استعماري جبر پائي ته رسېدلے دے خو ډېر ژر يې وليدل چې نوې رياست ډېر استعماري جوړښتونه په نوې بڼې سره ساتلي دي، د هغه سياسي فکر د کوامې نکرومه د نو آبادياتي تسلسل (Neo-colonialism) د نظريې سره سمون لري، چې پکښې وئيل کېږي چې څنګه نوې ازاد شوې رياستونه، سره د خپلواکۍ، بيا هم د استعمار پاتې شوني ساتي په پاکستان کښې يو سنټرلائزډ، عسکري، بيروکراټيک او اشرافي نظام جوړ شو چې د سيمه ييزو او قومي شناختونو په ځانګړي توګه يې پښتانۀ نظر انداز کړل او د هغوي حقونه يې محدود کړل، دخان شهيد مزاحمت د مېشل فوکو د نظرېې “governmentality” سره هم تړاؤ لري چې پکښې ریاست نۀ يوازې د زور د لارې بلکې د خلکو د رويو، شناخت او کلتوري اظهار د کنټرول د لارې واک چلوي د پښتو ژبې، کلتوري حقونو او خپلواکۍ د دباوهلو کوشش د فوکو د بايوپوليټيکس ښه عکاسي کوي چرته چې د طاقت، د تعليمي نصاب او رياستي رسنيو په زريعه د شناختونو دبدلولو دپاره کارول کېږي۔ د خان شهيد مبارزه يوازې د سياسي جبر پۀ ضد نۀ وه، بلکې د رياست د هغه اقداماتو پۀ ضد هم وه چې د پښتنو کلتوري او سياسي شناخت يې له منځه وړل غوښتل د هغه تحريک د داسې نظام پۀ ضد بغاوت و، چې د زور د لارې د مقامي قومونو ازادي او پېژندنه ختمول غواړي۔

د ون يونټ سکيم په ضد د خان شهيد سخت دريځ د هغه په فېډرلېزم د ټينګ باور څرګندونه کوي دا سکيم په 1955 کال کښې عملي شو او د مغربي پاکستان ټولې صوبې په يوه اداره کښې ورګډ شولې، که څه هم موخه يې ملي يووالے ښودل کېده خو په حقيقت کښې دا د سيمه ييزو شناختونو له منځه وړلو يوه آمرانه هڅه وه، د خان شهيد په نظر دا د پاکستان د بېلابېلو قومونو او کلتورونو د پېژندنې د ختمولو منصوبه وه، د کے سي وئير په وينا چې وفاقي نظام هغه وخت کامياب وي چې کله هغه په غېر مرکزي اصولو او علاقائي خودمتخارۍ باندې مبني وي، خو ون يونټ سکيم ددغه بنيادي اصولو په ضد و خان شهيد د پاکستان دپاره بديل تصور و يو جمهوري وفاقي نظام چې په تعليم، صحت او قدرتي وسايلو بشپړ واک ولري، او د دفاع او بهرنۍ چارې د مرکز په لاس کښې وي۔

د پښتنو د خپلواکۍ دپاره د خان شهيد مبارزه، لکه د متحد پښتون صوبې قيام په وسايلو واک، او پښتو ژبې ته سرکاري حيثيت ورکولو دا کوشش د خود اراديت او د فېډرلېزم نظام د روح عکاسي کوي دا فکر د جان لاک له نظريې سره تړون لري چې هغه وايي د حکومت مشروعيت د اولس په رضامندۍ مشروط دے او د يو رياست فرض دي چې هغه د انفرادي حقوقو او د ثقافتي شناختونو تحفظ اوکړي همدارنګه، دا د وېل کملېکا د «اېتنو فېډرلېزم» له تصور سره هم برابر دے، چې د قومي او کلتوري شناختونو د ساتنې غوښتنه کوي د خان شهيد تحريک يوازې سياسي نۀ و، بلکې د کلتوري بقا او شناخت د ژغورنې جګړه هم وه۔ د هغه نظر د چارلس ټېلر د فکر سره سمون لري، چې وايي په څو کلتوري ټولنو کښې انصاف هغه وخت ممکن دے چې رياست د ټولو قومونو کلتوري حقونه ومني او د هغوي د شناخت احترام وکړي، خان شهيد د سنټرالائزېشن دغه رجحان چيلنج کړو چې په پاکستان کښې د مقامي ژبو، ثقافتونو، او رواياتو د دباووهلو سبب جوړ شوے و او د يوې داسې وفاقي ډهانچې وکالت ئې کولو چې چې هغه نۀ صرف سياسي بلکې تقافتي خودمختاري هم يقيني کړې د هغوي سياسي مبارزه د «ساختياتي تشدد» () (Structural Violence) د نظريې سره هم تړاو لري، چې پکښې رياستي جوړښتونه ځينې قومونه د خپلو بنيادي حقونو نه محروموي د پښتو ژبه د تعليمي او اداري نظام کښې نظر انداز کول يوه داسې پاليسي وه چې هغې د پښتنو ماشومان د خپل تاريخ او ورثې لرې وساتل، د خان شهيد تحريک د همدې نظام په ضد يو ځواکمن غبرګون و، چې هغه نۀ سياسې خودمختارۍ دپاره بلکې د ثقافتي شناخت د تحفظ دپاره د يو انقلابي جدوجهد حيثيت لرلو، خان شهيد د پاکستان په هغو پاليسو سختې نيوکې کولې، چې د اولسي سوکالۍ په ځای يې عسکري لګښتونو ته لومړيتوب ورکاوو دا نيوکې د انټونيو ګرامشي د «هيجمني» له نظريې سره سمون لري، چې واکمن طبقه د امنيتي بيانيې د لارې تعليم، صحت، او اقتصادي ترقۍ په شان مهمې شعبې نظر انداز کړې او خپل طاقت برقرار وساتې۔  دا پاليسۍ يوه داسې مرکزي بيانيه تشکيلوي چې هغه سکيورټي او سنټرالائزېشن ته فوقيت ورکړې چې کله د پښتنو په شان ئې پس مانده علاقې نظر اندازکول کېږي نو خان شهيد ددې پاليسو خلاف آواز پورته کوي او د يو غېر مرکزي وفاقي نظام مطالبه کوي چرته چې صوبائې خودمختاري وي او وسائل د سماجي کارونو دپاره استعمال کښې راوستل کېږي، د ايوب خان د مارشل لا په مهال د خان شهيد مزاحمت ډېر زړور و هغه د اصولو هېڅکله تېر نۀ شو او نزدې نهه کاله يې زندان تېر کړو دا قرباني د آمرانه رياست په ضد يو قوي احتجاج و، د هغوي دا زړورتيا د اينټو نيو ګرامشي ” ارګينک اينټليکچول” د نظرئې لاندې پېژندل شي چې هغه د مارشل لا طاقت او سټرکچر چيلنج کولو سره سره يو متبادل جمهوري سوچ پېش کوي د خان شهد په جېل کښې وخت تېرول څۀ ذاتي قرباني نۀ وه بلکې داده د آمرانه رياست خلاف يو طاقت ور مزاحمت و او پاکستان په يو ګريژن اسټېټ بدلېدو خلاف يو احتجاج و، خان شهيد د پښتو ژبې دپاره د ځانګړي املا جوړول،او د عربۍ او فارسۍ اغېز محدودول، د خان شهيد يو مهم علمي کار و هغه غوښتل چې پښتو خپله صوتي او کلتوري پېژندنه په ځائے وساتي ، په ځائے ددې چې په پښتو ژبه د نورو ژبو اثرات پاتې نۀ شي، خان شهيد محسوسه کړۀ چې د ژبې املا يوازې د ليکلو زريعه نۀ وي بلکې داده تقافتي ورثې او د شناخت نمائنده وي، د هغوي وسيع ژباړو دې عمل له تقويت ورکړو چې د هغې په زريعې د پښتو ژبې صوتې اړخونه ئې ډير په باريکۍ سره په تحريري شکل کښې راوستل ددې سره د ژبې په ليک لوست کښې يوه مضبوطه رشته جوړۀ شوه۔

د خان شهید سماجي او سیاسي اصلاحات د پېیر بورډیو د «سوشل فیلډ تیورۍ» (Social Field Theory) په رڼا کښې په ښۀ ډول موندل کېدای شي، ځکه چې هغه د پښتني ټولنې د قبائيلي نظام، پدرشاهۍ او استعماري اغېزو ژورو ریښو نه د راویستلو دپاره پوره هڅه وکړه۔ د سماجي مېدان کښې دننه هغه د طاقت روايتي جوړښتونه د سره منظم کړل، په خاصه توګه هغه د صنفي مساوات ( Gender Equality) په برخه کښې۔ هغه د هلکانو تر څنګ د جينکو تعلیم ته وده ورکړه او خپله لور یې د هلکانو په ښوونځي کښې داخله کړۀ، څو چې دا فکر په عملي توګه ثابت کړي۔ او پس ددې نه هغه په پښتنو زور راوستو چې خپلو لوڼو ته په میراث کښې د هغوي قانوني حق ورکړي، او په دې توګه یې جنسي او اقتصادي جوړښتونو دننه موجودې نابرابرۍ ماتې کړې او د یوې عادلانه ټولنې د بنياد اېښودو هڅه یې وکړۀ۔ په سیاسي مېدان کښې خان شهید د قبائیلي تقسيم د منځه وړلو د لارې په پښتنو کښې یو پراخ ملي شعور راویښ کړو ۔ هغه قبائیلي پېژندنې ئې شاته پرېښودې او پښتانه یې د یو متحد قوم په بڼه سره راټول کړل، چرته چې انفرادي قبائیلي تړاوونه په يو ګډ ملي مرام په شکل کښې بدل شول، د همدې موخې دپاره هغه د پښتنو ړومبۍ سیاسي ګوند جوړ کړو، چې په سیاسي مېدان کښې یوه تاریخي لاسته راوړنه وه۔ د خان شهید اقداماتو د سماجي او سیاسي طاقت جوړښتونه په یو نوي طرز منظم کړل۔

د عبدالصمد خان اچکزئي ژوند د مرکزي واک (سنټرالایزېشن) په ضد د وفاقیت او د آمریت په وړاندې د جمهوریت د مبارزې یوه روښانه بېلګه ده۔ په کال ۱۹۳۹ کښې د «انجمنِ وطن» په بنياد اېښودلو سره، هغه د پښتنو د سیاسي حقونو مبارزه پېل کړه او د خپل اخبار «استقلال» د لارې یې پښتون ملتپالنې ته نوے غږ ورکړو ۔ هغه د داسې پاکستان پلوي و چې جمهوري وي، د سیمو خپلواکي پکښې ومنل شي او ټول قامونه د خپلو چارو چلولو اختيار ولري۔

د ون یونټ سکیم سخت مخالفت او د پښتني کلتور د ساتنې دپاره د هغه اوږده مبارزه هغه د یو ستر سیاسي مشر په توګه راڅرګندوي۔ د ۲۲ کلونو بند و زندان کړاوونه او بالاخر د ۱۹۷۳ کال د دسمبر په ۲مه نېټه د هغه شهادت، د هغه مبارزه تلپاتې کړه۔ د هغه جدوجهد تر ننه پورې د جمهوریت، د اساسي قانون د بالادستۍ او د محکومو قومونو د حقونو دپاره د مبارزې کوونکو دپاره یوه روښانه مثال دے .

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔