د برصغير پۀ تحريک ازادۍ کښې د باچاخان کردار او نامه تر ټولو ستره ده او بيا هغۀ د عدم تشدد يو ريښتونے مبارز و خو د دې باوجود د هغوي شخصيت پۀ تاريخي توګه باندې پټ ساتلے شوے دے ۔ ولې بل طرف ته د هغوي همعصر سياسي مبارزين لکه موهنداس ګاندهي جي او نېلسن منډيلا غوندې نومونه پۀ ټوله دنيا کښې پۀ احترام سره اخستې کېږي ۔خو د هغې پۀ څېر د باچاخان خدمتونه هغسې مخې ته رانغلل ۔د دې نه پۀ اسانه باندې اندازه لګي چې طاقتوره طبقه د خپل واک د پاره څنګه د تاريخ واګې هم پۀ خپل لاس کښې کلکې ساتي ۔لکه کۀ پۀ مظلومه پښتونخوا کښې کۀ څوک د باچاخان نوم اخلي يا د دۀ ذکر کول غواړي نو تر ټولو اول پۀ مخالفت کښې هم دغه قوتونه مخې ته راشي کوم چې پۀ دې ډيوټۍ لګولي شوي دي چې د باچاخان نامه قدرې څوک وانخلي ۔ ځکه چې باچاخان او د باچاخان غوندې شخصيتونو پۀ خپل صبر،جرات او استقامت باندې سامراجي قوتونو سره پوره پوره مقابله کړې ده ۔د باچا خان د مبارزې او ميراث هېرول يواځې د استعمار غلطي نه ده، بلکې دا د هغه په خپل وطن کښې هم يوه تريخ حقيقت دے۔ سره له دې چې باچا خان په ( پښتونخوا) او افغانستان دواړو کښې يو قامی اتل ګڼلے کېږي، خو د هغۀ قربانۍ، جدوجهد او کارنامې ډېر خلق قصداً نظر انداز کول غواړي او دا نمر پۀ ګوته پټول دي ۔ په پاکستان کښې د هغۀ د عدم تشدد تحريک زياتره د مسلم ليګ د ازادۍ د جدوجهد تر سيورې لاندې پاتې کېږي او ډېر کم يادېږي۔ هم دغه شان په افغانستان کښې د پښتنو د حقونو د پاره د هغۀ غږ د جنګ سالارانو او سياسي ډلو د خپلو ګټو تر منځ ورک شي۔ عبدالغفار خان، چې د “سرحدي ګاندي” په نوم هم يادېږي، يو پښتون ازادي غوښتونکے، سياسي مشر او د عدم تشدد د فلسفې لوے علمبردار و۔ هغه په 1890م کښې د برطانوي هند د شمال مغربي سرحدي صوبې (اوسنی خېبر پښتونخوا، پاکستان) کښې زېږېدلے و۔ باچا خان خپل ټول ژوند د هند د ازادۍ، د پښتنو د حقونو او د ټولنيز اصلاح لپاره وقف کړے و۔د ګاندي د عدم تشدد له نظرئې نه په اثر اخستو سره هغۀ د خدائي خدمتګار تحريک بنياد کېښود، کوم چې د يو لاکهـ نه د زياتو پښتنو يو پُرامن لښکر و۔ د دې تحريک غړو (سره وردي) (سرخ پوش) اغوستل او د ازادۍ او ټولنيز بدلون د پاره ئې مبارزه کوله ۔ باچا خان پۀ اصولو کلک ولاړ و د برطانوي استعمار او بيا وروستو د پاکستاني واکمنۍ پۀ ضد د هغۀ مسلسل مخالفت دا نتيجه ورکړه چې ټول ټال شاوخوا اووه دېرش کاله زندانونه ئې تېر کړل، چې پکې د نظربندۍ او (سولټري کنفاينمنټ) هم شامل و۔ د دومره سختو حالاتو باوجود، هغه په خپلو لاره ټينګ پاتے شو، په جېل کښې ئې ليکل کول، سوچ ئې کولو او نور بنديانو له ئې هم حوصله ورکوله ۔ د هغه جېلونه دا ثبوت و چې د هغۀ خيالات څومره زورور وو او واکمنو ته ئې څومره خطر پېښ کړے و۔ د خپل ټول ژوند په دوران کښې باچا خان تعذيب، ظلم او جلاوطني وزغمله، خو بيا هم د عدم تشدد او سماجي انصاف نه يو قدم هم شاته نه شو۔ د هغۀ اووه دېرش کاله قيد د دې خبرې ژوندے مثال دے چې هغه د خپل قام او خپلو اصولو لپاره څومره لويې قربانۍ ورکړې ۔۔ شېر عالم شينواري په خپل مضمون “Non Fiction: Reincarnating Bacha Khan” کښې، چې د 7 مئی 2023 په ورځ په ډان اخبار کښې خپور شو، ليکي چې د پښتنو د تعليم لپاره باچا خان د خپلو ملګرو په مرسته د 1921م د اپرېل په مياشت کښې په اتمانزو کښې وړومبے ازاد سکول قائم کړ۔ وروستو دا لړۍ په ټولې علاقې کښې خوره شوه او په اخر کښې دا تعليمي نظام تر 135 سکولونو پورې ورسېد۔ د دې سکولونو خرڅونه د اصلاحي تحريک د غړو په چندو چلېدل او د تعليم معيار دومره لوړ و چې د علاقې ډېرو معزز او مالدارو کورنيو خپل بچي د هغو نوموړو پوهانو او عالمانو سره د تعليم لپاره لېږل، کوم چې باچا خان راجمع کړي وو۔ سره له دې ټولو لويو خدمتونونو، د باچا خان ميراث تر ډېره د هند د ازادۍ او د پاکستان د تاريخ د زورورو بيانيو لاندې پټ پاتې شوے دے۔ خو د هغه ژوند او مبارزه مونږ ته دا سبق راکوي چې عدم تشدد څومره زور لري، سماجي اصلاح ولې ضروري ده، او د ظلم خلاف ودرېدل څنګه تاريخ بدلولې شي۔ که مونږ د باچا خان ميراث بيا راوسپړو، نو کېدې شي چې مونږ د خپل شريک تاريخ يو ژور او متوازن فهم تر لاسه کړو۔ د دومره سختو حالاتو باوجود، باچا خان د خپل قام د حقونو او ازادۍ غږ پورته کول پرې نه ښودل۔ هغه به نور قېديانو له هم حوصله ورکوله او د ده کردار دومره مضبوط و چې ان د جېل عملې هم ورته احترام لرلو۔ په 1930م کښې د لوږې د هړتال (هړتالِ اشتها) دوران کښې انګرېزي فوجيانو دومره ووهلو چې بې هوشه شو۔ وروستو هغه د پنجاب يو جېل ته منتقل کړے شو، چرته چې پرې نفسياتي تشدد هم وشو، لکه ګواښونه، وېرول او ذهني دباؤ۔ خو دا ټولې هڅې هم د هغه حوصله ماته نه کړه، او هغه بيا هم د عدم تشدد او سماجي انصاف خبره روانه وساتله۔باچاخان په 1947م کښې، د هند له ازادۍ وروسته، له جېله خوشې شو، خو بيا هم د پاکستان حکومت هغه څو څو ځله د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په وجه بيا ونيولو۔ د خپل ټول ژوند په دوران کښې، باچا خان د خپل قام لپاره د امېد او حوصلې يو ژوندے سمبول پاتې شو۔ رفيع الدين محسود په خپل مضمون “The Forgotten Philosophy of Bacha Khan” کښې، چې په ۲۰۲۴م کښې په ډان اخبار کښې خپور شو،]د څو کلونو راهسې مونږ د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ له بلا سره مخ يو، خو د باچا خان تعليمات لا هم په خېبر پښتونخوا او د ملک په نورو برخو کښې د انتهاپسند سوچ پۀ ضد يو مضبوط دېوال جوړوي۔ پښتنو په پاکستان کښې د ترهګرۍ او شدت پسندۍ تر ټولو زيات زيان ليدلے دے۔ د دې رجحان پۀ ضد تر ټولو لويه هيله د خدائي خدمتګار نظريه او د سرحدي ګاندهي د عدم تشدد فلسفه ده۔““ مهاتما ګاندهي يوه هر اړخيزه شخصيت لرونکے انسان و، چې د برطانوي راج پۀ ضد د هند د ازادۍ په جدوجهد کښې ئې بنيادي کردار ادا کړے دے ۔ هغه د 2 اکتوبر 1869م په ورځ د هند د ګجرات صوبې په يو ساحلي ښار کښې زېږېدلے و۔ هغه د کرم چند ګاندهي او پُتلې بايي کشر زوے و۔ د هغۀ کورنۍ د ويشنو مت او جين مت سره ژوره وابستګي لرله، کوم چې وروستو د هغۀ د عدم تشدد او د حق (سچ) د فلسفې په جوړېدو کښې ډېر اثرانداز ثابت شول ۔ د ګاندهي جي د ژوند وړومبے پړاو په پوربندر کښې د روايتي تعليم سره شروع شو او بيا ئې په بهاونګر کښې نور تعليم حاصل کړو۔ خو چې کله يې د وکالت شوق پېدا شو، نو هغه لندن ته ولاړو، چرته چې يې د اېنر ټېمپل نه د قانون تعليم واخيستو او په 1891م کښې د وکيل په توګه منظور شو۔ د مغربي نړۍ دا تجربه د استعمار په باره کښې د هغه سوچ ژور بدل کړو او د هندي ټولنې باندې د هغې اثرات ئې په ښه شان درک کړل۔ هند ته د واپسۍ نه پس، په سويلي افريقه (1893–1914) کښې د ګاندهي سره د نسل پرستۍ او امتيازي سلوک کومې تجربې وشوې، هم هغو د هغه د عدم تشدد د فلسفې بنياد کېښودو۔ هغه هلته د هنديانو د حقونو لپاره غږ پورته کړو، تحريکونه او احتجاجونه يې رهبري کړل او په اخر کښې په 1915م کښې هند ته واپس راغلو۔ په هند کښې ګاندهي د انډين نېشنل کانګرس مشري واخسته او د ازادۍ د جدوجهد مشري ئې وکړ ۔ نېلسن منډېلا د سويلي افريقه يو لوے انقلابي، سياستدان او د نسل پرست نظام (اپارتهاېډ) سخت مخالف و، چې له 1994 نه تر 1999م پورې د سويلي افريقه صدر پاتې شو۔ هغه د 18 جولائی 1918م په ورځ د سويلي افريقه په موېزو کلي کښې زېږېدلے و او د تهېمبو د شاهي کورنۍ په روايتي ماحول کښې وروزل شو۔ د هغه ټول ژوند د نسل پرستۍ او امتيازي سلوک پۀ ضد مبارزې سره تړلے پاتې شو، چې له وجې ئې هغه د جديد تاريخ يو لوے علامتي شخصيت جوړ شو۔د منډېلا د ژوند وړومبے پړاو د فورټ هېئر يونيورسټي او د وېټ واټرزرېنډ يونيورسټي د تعليم نه جوړ شو، چرته چې هغه د قانون زده کړه کوله خو د اپارتهايډ پۀ ضد د تحريک برخه جوړېدو په وجه هغه له يونيورسټۍ وويستل شو۔ وروستو هغه د افريکن نېشنل کانګرس (ANC) غړيتوب واخيستو او د يوتهـ ليګ بنياد ئې کېښود۔ چې مقصد ئې د افريقايي قام پرستۍ وده او د اپارتهايډ نظام ختمول وو۔ د منډېلا جدوجهد هغه وخت لا پسې سخت شو، کله چې هغه د اپارتهايډ پۀ ضد په مبارزه کښې يو مرکزي کردار جوړ شو۔ هغه په 1962م کښې ونيول شو او د غدارۍ او تخريبي فعاليتونو په تور ورته د عمر قېد سزا واورول شوه ۔ سره له دې چې منډېلا 27 کاله زندان تېر کړو، خو بيا هم د برابرۍ او انصاف غږ ئې ژوندے وساتلو او په نړيواله کچه د ظلم پۀ ضد د مزاحمت يو علامتي سمبول وګرځېدو۔په 1990م کښې د جېل نه د خوشې کېدو وروسته، منډېلا د اپارتهايډ نظام د ختمولو په مذاکراتو کښې مهم کردار ادا کړو۔ چې نتيجه ئې په 1994م کښې د سويلي افريقه وړومبے جمهوري، څو نسلي انتخابات وو۔ هغه د ملک وړومبے تورپوستے صدر شو۔ راځو هغې نظريې ته چې دا مقاله پرې ولاړه ده، يعنې “د ياد سياست” (Politics of Memory)۔د “Politics of Memory” اصطلاح وړومبے ځل د 1980م لسيزې په دوران کښې د جرمن چانسلر هيلمټ کول وکاروله ۔ دا نظريه دا ښيي چې سياسي قوتونه څنګه د قومونو اجتماعي ياد تنظيموي، يعنې کوم واقعات وليکل شي، څنګه ياد کړل شي او کوم هېر کړل شي۔ دا عمل دا طے کوي چې تاريخ به راتلونکو نسلونو ته په کوم شکل ورسېږي۔ دې ته د تاريخ سياست يا د تاريخ سياستکاري هم وئيل کېږي۔ د ياد سياست په رڼا کښې که د باچا خان ميراث ته وګورو، نو دا خبره روښانه کېږي چې د برطانوي استعمار پرضد د مبارزې باوجود، د هغه کردار تر ډېره د تاريخ له پاڼو څنډې ته کړے شوے دے۔ سره له دې چې هغه د هند د ازادۍ په تحريک کښې ډېر مهم رول ادا کړے و، خو بيا هم د تاريخي بيانونو برخه ونه ګرځېد۔ د ياد سياست نظريه مونږ سره مرسته کوي چې دا وپوهېږو چې تاريخ څنګه ځينې شخصيتونه ياد ساتي او ځينې بيا په قصد هېر وي۔ په پاکستان کښې د باچا خان بابا د ميراث هېرېدل يو پېچلے او څو اړخيز مسئله ده۔ د هغه د عدم تشدد فلسفه او د پښتنو د حقونو ملاتړ د پاکستان د رياستي نظريې سره ټکر کښې و، ځکه چې رياست زياتره د مضبوط مرکزيت او د يوې خاصې اشرافي طبقې ملاتړ کړے دے۔ د پاکستان قومي بيانيه زياتره د ملک د جوړېدو او د قائداعظم محمد علي جناح پر کردار راڅرخي او سيمه ايز مشران لکه باچا خان بابا پکې ډېر کم يادېږي۔ پښتنو ته په پاکستان کښې د امتيازي سلوک او محرومۍ تجربې هم د دې سبب شوې دي چې د باچا خان ميراث ورو ورو له منځه ولاړ شي۔ د برطانوي دور د “وېش او واک” پاليسۍ، او بيا د هند او پاکستان وېش، د پښتنو خاوره او قام ټوټې کړل، چې له امله يې د باچا خان د جدوجهد ساتنه لا سخته شوه ۔ د تعليم کمزورے نظام او د شعور نشتوالي هم د هغه د هېرېدو عمل ته زور ورکړے دے۔ سماجي برابري د ټولنيز امنيت يو بنيادي اصول دے ۔ د هغۀ په وېنا، باچا خان د پښتون ټولنې د دې سماجي امنيت مشعل بردار و۔ هغه د پښتنو په ټولنه کښې د اقتصادي او مسلکي بنيادونو پۀ اساس جوړ شوي ټول طبقات رد کړل او په يوه داسې ټولنه ئې زور راوړو چې نۀ پکښې امير او غريب وي او نه لوړ او ټيټ۔ د هغۀ مقصد يوه بې طبقه ټولنه وه، تر څو د “لرونکو او نالروونکو” تر منځ فرق ختم شي۔ دا ټول عوامل يو ځاے شول او په نتيجه کښې باچا خان بابا په خپل وطن کښې يو هېر شوے اتل جوړ شو۔ خاص طور سره د هغه ميراث چې له نصابي کتابونو او تاريخي بيانونو بهر ساتلے شوے دے، دا خبره څرګندوي چې د پښتنو سره محرومي، امتياز او تعصب له پخوا روان دے ۔ دا خبره له پامه نه شي غورځول کېدې او بايد په ښکاره توګه پرې بحث وشي۔که مونږ وګورو، نو ګاندي تر نن ورځې په خپل ملک کښې نمانځلے کېږي، ځانګړې ورځ لري، او د نصاب برخه دے۔ هم دغه شان منډېلا هم په خپل وطن کښې نمانځلے کېږي او د کتابونو برخه دے۔ خو باچا خان، سره له دې چې د هند د ازادۍ په تحريک کښې يې د عدم تشدد له لارې لکونه پښتانه منظم کړل، بيا هم د پاکستان له نصابي کتابونو او تاريخي بيانونو بهر پاتې شوے دے۔د دې محرومۍ تر شا څو وجوهات دي: نظرياتي اختلاف: ځکه چې د باچا خان عدم تشدد، سیکولر سوچ او سماجي انصاف د پاکستان د غالب مذهبي او قومي نظريې سره ټکر کښې و ۔ نسلي تعصب، په حکومتي ادارو کښې د پښتنو کم استازيتوب، سياسي رقابتونه او نور هغه اثرات چې د پاکستان تاريخي بيان ئې په خاص لوري روان ساتلے دے۔ دا ټول عوامل يو ځاے شول او د باچا خان بابا د دې لوي شخصيت د تاريخ نه د ويستلو سبب وګرځېدل۔ د باچا خان لوې خدمتونه او د هغۀ فلسفه د وسله وال او مذهبي شدت پسند شخصيتونو تر سيورې لاندې راوستل شوې دي۔ دا کار نه يواځې د پاکستان تاريخ مسخ کړے دے، بلکې پښتنو ته يې دا احساس هم نۀ دے ورکړے چې دوي د دې ملک په قومي ميراث کښې خپل حق او وياړ ولري ۔ د باچا خان د ميراث نه بهر ساتلو دا نتيجه هم راوېستله چې د هغه د عدم تشدد، برداشت او سماجي انصاف پېغام نوي نسل ته په سمه توګه ونه رسېدو او هم دا عمل د تشدد او انتهاپسندۍ دا کړۍ نوره هم مضبوطه کړه۔ په پاکستان کښې پښتنې ټولنه د ژوند په بېلابېلو برخو کښې د تعصب او امتيازي سلوک سره مخ ده، لکه سياسي نمائندګي، معاشي موقعې، سماجي پېژندنه، د مېډيا انځورګري او د قانون نافذونکو ادارو رويه ۔ دا محرومي د تاريخي شخړو، نسلي او ژبني فرقونو، معاشي نابرابرۍ، امنيتي حالاتو او د واکمن پنجابي کلتور له امله رامنځته شوې ده۔ د دې په نتيجه کښې، پښتانه اکثره د منفي ليبلونو سره تړل کېږي، تعليم او روزګار ته ئې رسائي محدوده وي، معاشي غفلت ورسره کېږي او د انساني حقونو سرغړونې ورسره کېږي۔ په اصل کښې، د پښتنو تعصب يو ژور او پېچلے عمل دے، چې جرړې ئې په تاريخي، سياسي، سماجي او معاشي عواملو کښې خښې دي۔ د تقسيم نه وړاندې، د کانګرس ګوند (چې ډېرو پښتنو يې ملاتړ کولو) او د مسلم ليګ تر منځ سياسي مقابله دا تاثر پيدا کړو چې ګنې پښتانه د پاکستان مخالف دي۔ هم دغه شان، د خان عبدالغفار خان د عدم تشدد تحريک، يعنې خدايي خدمتګار، د پاکستان د واکمنو حلقو لپاره يو خطر ګڼلے شو، چې له امله يې هغه له تاريخي بيانونو بهر کړے شو۔ سياسي توګه، د پنجابي اشرافيې غلبې پښتنو ته نه يواځې دا چې د نمائندګۍ موقعې کمې کړې، بلکې هغوی اکثره د “قبائيلي” او “پسمانده” په نومونو ياد کړل شول۔ ابوبکر صديق په خپل کتاب “The Pashtun Question: The Unresolved Key to the Future of Pakistan and Afghanistan” (15 جون 2014) کښې ليکي چې د افغانستان او پاکستان دواړو دا ناکامي، يا بې رغبتي، چې پښتانه د خپل رياستي، سياسي او معاشي جوړښت برخه وګرځوي، د دواړو هېوادونو د قوم جوړونې او رياست جوړونې يو بنيادي ناکامي ده ۔ هغه دليل وړاندې کوي چې مذهبي انتهاپسندي هم د دغه ناکاميو نتيجه ده، او د دې ذمه واري تر ډېره د دواړو ملکونو پر اشرافي طبقو راځي۔ دا کتاب د عيني شاهدۍ او ژورې څېړنې يو امتزاج دے، او پښتانه داسې قام معرفي کوي چې د هغوی قسمت به د پاکستان او افغانستان راتلونکي طے کوي۔ په پښتنو سيمو کښې سياسي نمائندګي محدوده ده، رايې اکثره د زور يا فشار لاندې کارولې کېږي۔ سماجي توګه، کلتوري فرقونه او ژبني خنډونه غلط فهمۍ او تعصب پېدا کوي، او پښتانه په تعليم او مېډيا کښې کم ښکارېږي۔ معاشي توګه، پښتنې سيمې د سرمايې، انفراسټرکچر او روزګار له موقعو بې برخې پاتې دي، چې نتيجه يې غربت، پسماندګي او د قدرتي وسيلو استحصال دے۔ د دې تعصب پايلې ډېرې خطرناکې دي: محرومي، محدود موقعې، منفي تاثرونه، انتهاپسندي او د انساني حقونو سرغړونې۔ پښتانۀ د حکومت او ادارو کښې کم استازيتوب لري، د هغوی سيمو ته ترقياتي فنډونه نۀ رسېږي او دا عمل غربت او بې وسي نوره هم زياتوي۔ امنيتي حالاتو د هغوي امروزه ژوند متاثره کړے دے، چرته چې ترهګري، فوجي عمليات او تشدد عام دے۔ سربېره پر دې، کلتوري او ژبني دباؤ د يو شناختي بحران سبب هم ګرځېدلے دے۔ دا ټول مسائل د تاريخي تعصب، د اشرافي واک، د امنيتي رياست ذهنيت، او د شموليت نه لرونکي حکمرانۍ نتيجه ده۔ د کومې نه چې د تاريخ يوه سترګه ړنده ګرځېدلې ده ۔ اومېد شته چې يوه ورځ به يا خو دغه سترګه کښې نظر راشي او يا به باچاخان خامخا د ړندې پۀ ځاے د سمې سترګې لاندې راشي ۔
ماخذونه
- Shinwari , Sher Alam article _Non Fiction Reincarnating Bacha Khan_ published Dawn Newspaper May 07,2023
- Singh۔ BR , a former senior Indian civil servant, told RFE/RL in 2011
- Mehsud , Rafi Ud Din , in his article to Dawn the Forgotten Philosophy of Bacha Khan 2024
- Siddique , Abubakar book “The Pashtuns Questions The Un Resolved key to the future of Pakistan and Afghanistan June 15 , 2014