په پاکستان کښې د نوې صوبو جوړو امکان څومره يقيني دے—رحمت شاه قرېشي

دا ليکنه شريکه کړئ

د پاکستان په رسنو او ځنې سياسيانو پۀ ټاک شوز کښې دا خبره د افواه پۀ ټوګه باندې رامينځ ته شوې ده چې پۀ پاکستان کښې نوې صوبې يعنې وړې وړې صوبې جوړول غواړي ۔ تر دې چې ځنې افواه ګانې دا هم وائي چې د دې د پاره کومه مسؤده هم تياره شوې ده ۔  تر کومه پورې چې زما نظر دے نو پۀ داسې حالاتو کښې دا بالکل ممکن نۀ دي ۔ د هغې د پاره دلته زۀ ځنې جوازونه وړاندې کومه ۔

  1. د اتلسم ترميم تر مخه پاکستان څلور صوبې ګرځولے شوے دے او د وړو صوبو پۀ ځاے باندې پکښې د اختياراتو لاندې سطحې ته د منتقل کېدو د پاره بلدياتي نظام لازمي ګرځولے شوے دے ۔ د دغې نظام سره د وړو صوبو څۀ جواز نۀ جوړېږي ۔ کۀ جوړېږي نو اتلسم ترميم به رول بېک کول غواړي کوم چې بېخي ناشونے عمل دے ۔
  2. کۀ فرض کړه خبره دې ته جوړه وي چې فاټا واپس شي او ځانله صوبه شي يا هزاره ځانله جدا صوبه شي د کومې چې د مخکښې د پښتونخوا د تقسيم پلاننګ روان دے ۔ نو داسې ځکه ممکن نۀ ده چې کۀ خېبرپښتونخوا کښې دوه وړې صوبې جوړېږي ۔ يعنې خېبر پښتونخوا درې صوبې کېږي نو پۀ هغه حساب به بلوچستان دوه صوبې کېږي ، سيند به درې صوبې کېږي او پنجاب بايد چې پينځۀ صوبې شي ۔ اوس حکومت څلورو صوبو ته پۀ اېن اېف سي او ځنې نور فند ورکولو کښې ناکامه دے کۀ فرض کا پاکستان دولس ديارلس صوبې شي نو څوک به ئې څنګه چلوي ۔
  3. د تېرو اويا کلونو نه پنجاب او پنجاب بالادسته صوبه ده ۔ د پاکستان نه د بنګال د ماتېدو وجوهات هم دغه دي چې پنجابي اشرافيه کله هم دا نۀ غواړي چې دوي دې کمزورې شي او واک دې بلخوا بلې صوبې ته يا بل قام ته منتقل شي ۔ تر دې چې پۀ دوه زره اتلس کښې چې پۀ ملک کښې عام انتخابات وو د تحريک انصاف ګوند پۀ جنوبي پنجاب کښې خلقو سره هم دا وعده کړې وه چې تاسو ته به ځانله صوبه جوړوو ۔ د کومې پۀ بدل چې ورته ووټ ترلاسه شو خو بيا هم عمران خان پۀ دې حواله ځکه ناکامه شو چې د هغۀ خپل ګوند هم ددغه اشرافيې څخه و څوک چې نۀ غواړي چې پنجاب دې کمزورے شي ۔ کۀ تاريخ شاته دوه زره اتۀ ته بوځو نو هم پۀ پنجاب کښې پۀ دغه وعده باندې پاکستان پيپل پارټۍ ته پوره ووټ ملاو شوے و۔ اتلسم ترميم چې کېدو نو هم د پنجاب اشرافيې دغه عمل تر سره نۀ کړو۔
  4. اوس خبره کۀ د صوبه سيندهـ وکړو نو د پاکستان د بزنس اکانومۍ رونيو تر ټولو زياته کراچۍ ښار پوره کوي ۔ دغه ښار يوازې د صوبه سيندهـ د پاره ګټور نۀ دے بلکې د پاکستان دارومدار پرې هم راجوړ دے ۔ د تېرو څو کلونو نه اېم کيو اېم لګيا دي کوشش کوي چې کراچۍ برخه ځانته يوه جدا صوبه وګرځوي خو پاکستان پيپلز پارټي ئې مخې ته خنډ دے ۔ هغوي نۀ غواړي چې سيندهو دېش دې مات شي يا دې کمزورے شي ۔ ځکه پۀ سيندهـ کښې چې کراچۍ نۀ شي جوړېدې ولې چې صوبه او وفاق کښې لوے اکثريت نن هم د پيپلز پارټۍ دے ۔
  5. پۀ بلوچستان کښې د تېرو پنځوستو کلونو نه پښتانۀ او بلوچ سر پۀ سياسي توګه مشت او ګرېوان دي ۔ پۀ کوم کښې چې د سامراجي قوتونو بنيادي ګټه ده ۔ هم هغه د ډيوايډ اېنډ رول د لاندې ۔ بلوچ مشران پښتنو ته وائي هم چې کۀ تاسو د خېبرپښتونخوا برخه جوړېږئ هم مونږ ته اعتراض نشته او کۀ ځانته صوبه جوړېږئ هم ۔ بلخوا بلوچ قوم بېخې د اېنټي پاکستانيت پۀ اخري حد ولاړ دي ۔ رياست نۀ شي کولې چې د هغوي بريدونه هغوي ته صفا راکاږي ولې چي مستقبل کښې دوي د بلوچ ازادۍ نه ويره کوي ۔ چرته چې د پښتنو خبره ده نو هلته عوامي نېشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي ائين او منشور کښې د پښتون يو وحدت تصور لري چې پکښې د عوامي نېشنل پارټۍ بنيادي نکته هم هغه ده کومه چې باچاخان د پاکستان د دستور ساز اسمبلۍ پۀ موقع سپينه کړې ده ۔ پښتونخوا ملي عوامي پارټي د اول نه د (چترال او تر بولانه) سلوګن خپلوي ۔ پۀ دې پس منظر کښې نوې صوبه مينځ ته راتلل به ګرانه وي ۔ تر دې دمه دا بنيادي خبرو نه د پام اړولو پۀ خاطر د نوو صوبو پروپېګنډه روانه ده ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔