ټک ټاک اؤ پښتني کلتور—عثمان ننګيال

دا ليکنه شريکه کړئ

د هر څيز دوه مخه وي يو ښۀ اړخ اؤ بل بد . مونږ چې پۀ ژوند کښې څومره پورې څۀ څيزونه پکار راولو اؤ د هغې پۀ استعمال پوهېږو نو ارو مرو به ګټه لاس ته راوړو . اوس کۀ د کومو څيزونو پۀ استعمال نۀ پوهېږو هغه استعمالوو نو ظاهره ده تاوان به مومو .کۀ نني دور ته اوګورو نو د ډيجيټل شکل يې خپل کړے دے اؤ ډېر پۀ تېزۍ پکښې داسې شيان د مغربي د تجربو د اثر نه تر مونږه راورسېدل، لکه موبايل راغے، سوشل مېډيا راغله پرنټ مېډيا راغله اؤ د دې مختلف پلیټ فارمونه يعنې فېسبوک يوټيوب اؤ پۀ تېره تېره ټک ټاک پۀ دې نړۍ کښې ځاے وموندو، پۀ دې ترڅ کښې ارتقايي يون ډېر تېز شو . د مغرب مهذبه قامونو چې د دې يون توان لرلو نو هغوي ډېر مخ پۀ وړاندې لاړل ولې لۀ بده مرغه پسمانده قامونه پۀ دې يون کښې ډېر سست اؤ کمزوري ښکاره شو پۀ دغو کښې يو قام پښتون هم دے چې پۀ دې سفر کښې ډېر سست ثابت شوے دے .

مونږ نزدې نزدې اوليدل چې د ټک ټاک د لارې چې د پښتون کلتور کومه بې حرمتي اوشوه دومره زياته بې حرمتي تردې دمه د پرنټ مېډيا د يوې پرزې لۀ لارې د پښتون کلتور نۀ ده شوې . پۀ پښتني کلتور دا يرغلونه د انګريز يهودي اؤ بني اسرائيل بچے نۀ کوي بلکې دا د يو پښتون زوے اؤ يا د يو پښتون لور کوي . کۀ دا کار کۀ چرته د پردي قام وګړو کولے نو هېڅ د ګيلې جواز ترې نۀ جوړېدو خو ولې د پښتون قام وګړي يې کوي نو ګيله شکوه ترې هم پکار ده . غندنه يې هم پکار ده او پکار ده چې اصلاح يې هم اوشي .ځکه چې زياتره پښتانۀ د سوشل مېډيا پۀ استعمال نۀ پوهېږي اؤ کوم چې پوهېږي نو هغوي کښې ډېر وګړي د سوشل مېډيا د استعمال د ښو اړخونو د پکار راوستو پۀ چل بېخي نۀ پوهېږي اؤ د شمار څو وګړي دي چې د سوشل مېډيا د استعمال د ښو اړخونو نه واقف دي .خپله ذاتي ګټه ترې هم اخلي اؤ د معاشرې پۀ ګټه کار ئې هم پکار راولي .

د ټک ټاک پۀ پاڼه چې پۀ پښتني کلتور يرغلونه کېږي هغه د يو پښتون پۀ حېث بېخي د زغملو وړ نۀ دي . هره ورځ نوې نوې قوت د يو پښتون بچي يا بچۍ پۀ شکل کښې رامخې ته کېږي اؤ د جسم فروشۍ، فحاشۍ پۀ شکل کښې پۀ پښتني کلتور يرغلونه کوي . د دې سره نۀ يواځې پښتون کلتور سپکېږي بلکې پۀ نړۍ کښې چې هم څوک دا رنګ ويډيوګانې د ټک ټاک پۀ شيشه ګوري نو پښتون ورته ډېر کمزورے ښکاره .

د دې نه د ټک ټاک د لارې پښتو ادب ته هم ډېر زيان رسېدلے دے . لکه څۀ ورځې مخکښې د خالق زيار د تلين پۀ مناسبت د صوابۍ نامتو سندرغاړي هارون باچا ورارۀ  ګلورين باچا د خالق زيار صېب د شاعري څۀ برخه د موسيقۍ سره ريکارډ کړه اؤ پۀ پښتنو کښې ئې خپره کړه څۀ کۀ ډېرو باشعورو پښتنو ګلورين باچا وستائيلو خو ډېرو پښتنو يې د سوشل مېډيا پۀ مختلف پلیټ فارمونو د موسیقۍ په زړۀ تور کړو . شعر خو د شاعر اولاد وي اؤ د شاعر شعر ته سپک کتل يا د شاعر پۀ شاعرۍ پورې ملنډې وهل د شاعر اولاد ته سپک کتل اؤ د ملنډې وهل دي . پۀ دې ترڅ کښې د عقل نه خلاصو يواځې د خالق زيار روح ته پۀ ګور درد ورسوو بلکې د هغه اولاد پورې يې هم ملنډې ووهلې .

اوس وجوهات څۀ دي ؟ اؤ دا وجوهات به اولس ته څنګه ورپېژنو؟ نو وجوهات دا دي چې هرکله يو قام د نړۍ مذهبه قامونو د سفر جوګه نۀ وي اؤ د هغوي پېښې کوي نو خود به د هغه څۀ نه هم خلاصېږي څۀ يې چې پۀ ژوند کښې حصول کړي اؤ خپل کړي وي .تر ټولو اول دا چې باشعوره پښتانۀ دا قسم پست پښتانۀ د سوشل مېډيا د پليټ فامونو د ښو اؤ بدو اړخونو د استعمال نه اګاه کړي .

د رياستي ادارو هم ذمه واري جوړېږي اؤ پکار ده چې د سرکاري سرپرستۍ لاندې داسې ګامونه پورته کړي لکه پۀ سکولونو کالجونو اؤ يونيورسټيو کښې د سوشل مېډيا د زده کړو ماحول ساز کړي . د علمي مرکزونو غړو ته هم پکار دي چې داسې څېړنې اوکړي چې د سوشل مېډيا د ټولو آلاتو د پوهې پۀ لړ کښې د اولس مرسته کوي . اخر کښې به دومره ووايم چې کۀ مونږ غږ پورته نۀ کړو خاموش کښېنو نو دا يوه مجرمانه خاموشي ګرځي . دا هغه خاموشي ده چې پۀ پښتني کلتور يرغلونکي قوت ته لا تاب بخښي . اوس وخت دے د شونډو ګنڈ پرانېزو اؤ د سوشل مېډيا د آلاتو پۀ استعمال د قام نر اؤ ښځې پوهه کړو اؤ دا بد قوتونه نست نابود کړو

نورې ليکنې۔۔۔