پۀ چترال کښې ويونکو ژبو ته راپېښې مسئلې–فخرالدين اخونزاده

دا ليکنه شريکه کړئ

ضلع چترال د لس ژبو ويونکو او ثقافتونو مرکز دے ۔  خو کۀ يو اړخ ته د حکومت چارواک دې ته پام نۀ راګرځوي نو بلخوا د تعليم نظام د کمي د وجې نه دا علاقه چې د ثقافتي تنوع باندې شتمنه ده ورځ پۀ ورځ د زوال سره کېږي ۔  بل خوا د ليک لوست د نظام د نشتوالي او د اولس د ژبې سره د اګاهۍ شعور نۀ لرلو پۀ وجه باندې زياتې ژبې د ورکېدو سره مخ دي ۔ پۀ دې مضمون کښې پۀ چترال کښې ځنې ژبو پۀ حوالې سره بحث وړاندې کولې شي ۔

1: کهوار:

پۀ چترال کښې د ”کهو“ قام سره دغه ژبه منسوب ده ۔ پۀ تاريخي حوالې سره دا علاقه پۀ کهوستان ياده شوې ده ۔ د ځنې خلقو پۀ خيال کښې دا د کوهستان نه وتلے لفظ دے  خو بهر حال چتراليان خپل ځان ته کهو وئيلو باندې وياړ محسوسوي  د کومې پۀ وجه باندې چې کهوار د هغوي ژبه ګرځېدلې ده ۔ کهوار د چترال تر ټولو لويه ژبه ده ولې د ګلګت بلتستان او سوات پۀ ځنې علاقو کښې هم وئيلي کېږي ۔ نورو ژبو ته پۀ وراثت کښې مورنۍ ژبه وئيلې شي خو کهوار ته د پلار نيکۀ ژبه وئيلو لقب حاصل دے (تت پبو زبان) ۔ پينځۀ لکونه خلق دا ژبه وائي خود ليک لوست صرف ليکوالانو تر حده پورې محدوده شوې ده ۔ پۀ مورنو ژبو کښې د تعليم د نشت پۀ وجه باندې چتراليان يعنې کهوار ژبه ويونکي د خپلې ژبې د ليک لوست نه قاصره دي ۔ پۀ دې ژبه کښې ډېر کتابونه چاپ شوي دي خو د ليکلو خاص کوم نظام نۀ لري ځکه هر ليکوال پۀ خپل انداز کښې ليکل کړي دي ځکه چې پۀ کهوار املا کښې کافي مسئلې دي ۔ نن ضرورت د دې خبرې دے چې کهوار ته يوه داسې املا ورکړې شي چې هغې ته مرکزي حېثيت ورکړې شي ۔

2: پلوله:

دا ژبه د جنوبي چترال  پۀ عشريت، بيوړي وادۍ او د پري ګاړ ځنې کليوالو علاقو کښې وئيلي کېږې او دغسې د کلکټک پۀ ځنوکورونو کښې هم وئيلې کېږي ۔  د دې د ويونکو شمېره تقريباً 15000 پورې ده او دغه رنګه دا شمېره پۀ تېزۍ سره لاندې کچې ته راځي ولې چې دوي د نورو ژبو ويونکو سره رشته کول، د خپل پلارني ټاټوبي نه کوچېدل، نورو ژبو ته فوقيت ورکول د دې لوئې وجې دي ۔ د تېرو څو کلونو نه دې ژبه کښې د انجمن ترقي پلوله له خوا ليک لوست ته پام راګرځولے شوے دے ۔ چې پکښې د دې ژبې پۀ لغت، تاليف او تصنيف باندې کار روان دے ۔ د سويډن سره تعلق لرونکي پروفېسر هنرک ليلګرين خپله د پي اېچ ډي مقاله هم د دې ژبې پۀ ګرايمر باندې ليکلې ده ۔

3: دميلي :

دا ژبه د چترال د دروش سيمې نه دېرش کلوميټره لرې پۀ دميلې وادۍ کښې وئيلے کېږې ۔ د دې ژبې د يونکو شمېره اندازې سره پينځۀ زره ده ۔د دې ژبې حروف تهجي وضع کړې شوي وو۔ څو کلونو وړاندې چې (فورم فار لېنګويجز انسټيوزFLI ) چې پۀ کومو څلور ژبو باندې پراجکټ ترسره کړے و هغې کښې دميلي ژبه هم شامله وه ۔ د دې پراجيکټ تر مخه اول د دميلې ژبې د لفظونو ذخيره ترتيب شوه، د دې فولکلوري اصناف خصوصاً داستانونه راټول شول، بيا دميلي هغه لوستي خلقو کوم چې اکثره د سکولونو استاذان، ليکوالان يا څېړنکار  دي ته خصوصي تربيت ورکړے شو۔ دغه رنګه مونږ اومېد ساتو چې دوي به د خپلې ټولنې نورو غړو ته هم د خپلې ژبې سره د اګاهۍ درس وکوي ۔ عصمت الله دميلي او حيات خان دميلي پۀ دې ژبه باندې ډېر ښۀ کار شروع کړے دے ۔ اوس د سوېډن سره تعلق لرونکي يو ځوان ايمل پارډر دې ژبه باندې د پي اېچ ډي مقاله ليکلې ده ۔

4: ګوارباتي:

دا ژبه د تحصيل اروند د پاک افغان پۀ پُوله (ډيورنډ) کرښه باندې  اوسېدونکي وائي ۔ د چترال پۀ غريزو سيمو کښې اروندو ژبه ځنې خلق وائي او دغسې پۀ ارندوګول کښې د دې ژبې باقاعده اوسېدونکي اوسي ۔ د پاکستان ژبو د ريکارډ تر مخه د دې ژبې ويونکي دوه زره پورې دي  بلکې داسې به ووايو چې دا نتهائي د خطر سره مخ ژبه ده ۔ د دې ژبې ويونکي پۀ تېزۍ سره پښتو ژبې ته اوړي ۔ بلخوا پۀ هيڅ ليکني صورت کښې دا ژبه موجود نۀ ده ۔ FLI هم پۀ دې ژبه باندې ځنې کار کړے دے چې اوس دا ژبه صرف د اوازونو پورې محدود نۀ ده بلکې ځنې لفظونه هم لري ۔ پۀ ګورباتي ژبه کښې ډېر محنتي کسان راوړاندې شوي دي چې د خپلې ژبې سره مينه کوي او د دې د ژغورلو پۀ هڅه کښې دي ۔

5:کلاشه:

کلاشه ژبه صرف د بمبوريت، رمبور، بربر او ارچون وادو پورې محدود ده ۔ اول اول دا ژبه پۀ ټول شمالي  چترال کښې وئيلې کېده ۔ د نورو ژبو پۀ نسبت دا ژبه زياته پۀ ورکېدو ده ۔ ولې چې د دې ژبې ويونکي ډېر پۀ مشکله باندې درې ذره پوره کېږي ۔ د دې د ورکېدو زياته وجه د مذهب بدلون دے ۔ ځکه چې کلاشه خلق د مذهب د بدلون سره ژبه هم بدله کړي ۔ پۀ اُرچون وادۍ کښې دې ژبې ته ارچوني وار هم وائي ۔

6:يدغا:

دا ژبه د ګرم چشمې پۀ برونو سيمو کښې وئيل کېږي ۔دا ژبه هم د ورکېدو سره مخ ده ۔د دې ژبې ويونکي دا وخت اندازې سره پينځۀ ذره دي ۔ د دې د ختمېدو لويه وجه دا ده چې دا خلق د خپلو ماشومانو سره د خبرو کولو پۀ وخت باندې کهوار ته فوقيت ورکوي ۔ ”يدغالېنګويچ اور کلچر سوسائټئ“ لګيا دي کوشش کوي چې دا ژبه وژغوري ۔ يدغا هم پۀ هغه ژبو کښې شامله ده چې FLI پرې کار کړے دے ۔د يدغا پۀ ګرايمر کار شوے او اولسي داستانونه ئې هم راټول شوي دي ۔ هم د دې پراجيکټ پۀ وجه باندې د يدغا ويونکي به اوس د خپلې ژبې د پاره کار کوي او دا ژبه به د نورو يرغالي ژبو نه ساتي ۔ ياد دې وي چې يدغا د مشهور صوفي پيرشاه ناصر خسرو د همسفرو ژبه وه د چا تعلق چې د افغانستان د منجان علاقې سره و۔

7: مډک لشټي:

دا ژبه د فارسۍ يوه لهجه ګڼلې کېږي ۔د شيشي کوه دادي پۀ اخري کلي کښې پۀ لشټ کښې دا ژبه وئيلې کېږي ۔ دا ژبه يونکي څو سوه کلونه وړاندې د بدخشان نه پۀ هجرت سره دلته راغلي دي ۔  د دې ژبې د ويونکو تعداد به اوس دوه نيم زره دوي ۔ د نړيوال ژبې حېثيت ورته حاصل دے خو بيا هم پۀ چترال کښې پۀ دې ژبه کښې هيڅ ليک لوست نۀ کېږي ۔

8: شېخانۍ:

دا يوه نورستانۍ ژبه ده۔ د نورستان نه ډېر پخوا هجرت کونکو خلقو دا ژبه نن هم ژوندۍ ساتلې ده ۔ پۀ بډول کاړ، لنګوربټ، شېخانده او ګوبور کليو کښې دا ژبه اوس هم وئيلې کېږې ۔ د دې کليو ترميځه پوره فاصله ده خو عجيبه ده چې ژبه د ټول يوه ده ۔ دې ژبې ته نۀ خو پۀ چترال کښې او نۀ پۀ نورستان کښې د ليک لوست حېثيت ورکړے شوے دے ۔

پۀ يوه علاقه کښې د يوې نه زياتې ژبې او کلتورونه د دې خبرې ضمانت دے چې پۀ دغه علاقه کښې زياته تنوع موجوده ده۔ د چترال مختلف ژبې د مختلفو کلتورونو نمائندګي کوي۔ کۀ چرې دې ژبو ته وده ورکړې شوه نو نۀ دا چې يوازې دا ژبې به ژوندۍ شي بلکې اولس به د خپل پلارني او مورني شناخت نۀ محروم نۀ شي ۔

(يادګېرنه: دا ليکنه داخونزاده صېب د اردو نه پښتو ته ترجمه ده)

نورې ليکنې۔۔۔