ګبين جبه—عطاالله جان ايډوکېټ

دا ليکنه شريکه کړئ

دا لوئې لوئې دشتې په کښې سرۀ او زيړ ګلونه

چې کوم لوري ته ګورې نو بس غرونه غرونه غرونه

د غرونو په سرونو د رڼو اوبو ډنډونه

سندرې د فطرت وائي جړوبي،ابشارونه

چينې ئې داسې يخې لکه واورې ګنګلونه

تر لرې لرې ښکاري د شنو ونو قطارونه

په زړۀ لګي ټګور د دنګو ونو شغارونه

نرۍ نرۍ اوبۀ ئې غږوي خواږۀ سازونه

ماښام نغمه نغمه کړي د مارغانو اوازونه

وريځې چې الوځي په نڅا کړي ژوبل زړونه

مات زړونه په مستۍ شي او شروع کړي اتڼونه

په ژمي پرې خوارۀ  وي سپين د واورو څادرونه

په اوړي کښې ئې ډک شي په اودي ګلو دشتونه

“نرے شمال اورېږي پرې لمدېږي اوربلونه”

چې نمر اووهې څړيکه بوډۍ واچوي ټالونه

ښې يخې هواګانې،ګورې لړې شنۀ ډاګونه

څرېږي په ډاګونو کښې رمې او کنډکون

شپونکي ورته شپېلۍ کښې غږوي مدهم سرونه

بس دلته خوشحالېږي د مودو خفه روحونه

موسم ئې داسې مست چې درنه هېر کړي جنتونه

فطرت دلته شيندلي دي خپل ټول ښائسته رنګونه

ښائست ته ئې حېران دي د نړۍ

ټول ښائستونه

سوات ټول د ښکلاګانو د رنګونو ګلدسته ده

د دغې ګلدستې د مينځ غنچه ګبين جبه ده

نورې ليکنې۔۔۔