ګل رنګ د ګل مینې د خپل ماما زوے وو د دواړو د یو بل سره ډېره مینه وه د ماشوموالي نه په یو.کور کښې لوے شوې وو ـ د ګل مینې پلار د ټکر په جنګ کښې په ځوانه ځوانۍ کښې خپل سر د وطن نه ځار کړے وو او ګل مینه مور په اورڼي کښې د خپل رور کره پړانګو ته راوړې وه ګل رنګ چې په عمر څو کاله د ګل مینې نه مشر وو ګل مینه ئې لکه د لوبو د ګوډۍ لوبوله ولې د ګل مینې مور د ټکر د ګولو باران په زړۀ داسې اخستے وو چې ورځ تر ورځ ئې صحت هم خرابېدو او دماغي توازن هم ـ ځانله به ناسته به ناسته وه ـ او د ورکو خیالونو په دنیا کښې به چرته بې درکه وه ـ کله کله به ئې ناڅاپه چغې کړې چې ډزې دي ـ سر به ئې په دواړو لاسونو کلک اونیوو او بیا به د سمندر په بې هوشۍ کښې لاهو شوه ـ چې څو ورځې به بیا د دغه اذیت نه تېرېدله ـ ولې دغه اذیت چې یو کال پورې رنځوله نو د ګور غاړې له ئې رسولې وه ـ او ګل مینه اوس د خپل ماما د غاړې شوه ـ د ماما دپاره د ګل رنګ او ګل مینه د خپل وړوکي چمن هغه ګلونه وو چې د دۀ ژوند ئې معطر کړے وو ـ او دۀ هم چې لکه خپل ژوند بس دوئ ته وقف کړے وو ـ
دواړه رورو لوئيدل د وطن د ازادۍ خبرې کور په کور کوڅه په کوڅه کېدلې ـ په پړانګو چارسده اتمانزو او ګېر چاپېره نورو کلو کښې خدائي خدمتګارو خپلې هلې ځلې کولې او پيرنګي ګرفتارۍ او ظلمونه داسې کور نۀ وو چې څوک به پکښې ګرفتار شوے نۀ وو د فخر افغان خبره لویو وړو ته رسېدلې وه او ټول د ازادۍ د جیندي په میو داسې مست شوې وو چې په دې لار کښې ئې بله هیڅ نۀ لیدله خو یا پيرنګ د له مېنځه ورک یا ……
ګل رنګ او ګل مینه هم د دې هر څۀ نه خبر وو او پلار ئې پکښې یو ځل د پکټنګ په موقع د جېل هوا هم خوړلې وه او دا دواړه ماشومان ډېرې ورځې کور یوازې پاتې شوې وو ـ په دغه حالاتو کښې ګل رنګ او ګل مینه د خپلې مینې به احساس هم پوهېدلې وو او چې د مینې په دغه رنګونو کښې د ځوانۍ چمن ته ایله رسېدل نو د پيرنګی د ظلم وار خداے تېر کړو ولې په خدائي خدمتګارو د ظلم توره زوړنده پاتې شوه ـ نۀ ئې چا قربانو ته کتل نۀ ئې چا خدمت ته ـ منتخب حکومت ترې واخستے شو او مشران ئې هم د زوړ امام او زړو تراوو د زندان تیارو ته اولیږلے شول ـ ولې د خدائي خدمتګارو جذبې لا تودې وې د قربانو د زوره لا پرېوتې نۀ وو ـ د عدم تشدد او مزاحمت لار ترې لا هېره نۀ وه ـ خپل احتجاج ئې کوو چې کال پوره کېدو نو دا فېصله اوشوه چې د بابړې په مقام به یوه احتجاجی جلسه کوو چې د فخر افغان او د هغۀ د ملګرو دپاره یوه خوله شو او غږ پورته کړو ـ او د دې دپاره دولسم اګست نېټه اوتاکلې شوه ـ
یو طرف ته د جلسې تیارۍ شروع شوے او بل طرف ته د ګل رنګ پلار د ګل رنګ او ګل مینې د وادۀ خبره راواخسته چې د کور خبره ده دا بوج به سر نه کوز کړم کۀ بیا ګرفتارۍ کېږی او کۀ بله مخه پېښېږي نو دا ذمه واری به پوره شي ـ او زر تر زره ئې د ګل مینې لاس په نکریزو سرۀ کول غوشتل ـ ګل مینه چې په خبره پوهه شوه نو ګل رنګ ته ئې اووئيل چې دا جلسه د فخر افغان د ازادۍ دپاره ده ـ تۀ بابا ته اووایه چې وادۀ لږ روستو کړي کۀ فخر افغان را ازاد شي نو زمونږ خوشحالي به یو په دوه شی او هسې د جلسې تیارۍ شروع دي خدائي خدمتګار په منډو ترړو کښې دي ـ ګل رنګ ګل مینې ته اووئيل چې د بابا سره خبره کوم او دغه فېصله اوشوه چې د جلسې په سبا به د دوادۀ خوشحالي کوو ـ
په دولسم تاریخ سحر د بابړې مېدان ته د لرې لرې خدائي خدمتګار راروان وو د چارسدې او پړانګو خو د سړو سره بیبیانې هم راوتې وې چې ګل مینه پکښې هم بېرغ په لاس وړاندې وړاندې وه ـ ماشومان هم مخکښې مخکښې وو د خلقو په لاس کښې قران شریفونه وو ـ د فخر افغان زنده باد نعرې وې ـ خو د پيرنګي پاتې توره لکه چې د پيرنګی زیاته بې رحمه وه ـ
ناڅاپي ډزې شوې د ګولو باران وو تش لاس خدائي خدمتګار په نخښه وو هر طرف ته ګولۍ ورېدې وینې توئيدې چغې وې انګولا وه بیبیانو خپلې لوپټې شلولې او د زخمیانو زخمونه ئې پرې تړل ـ خو د ګولو باران د اودرېدو نوم نۀ اخستو ـ
ګل رنګ هم په وینو کښې لت پت پروت وو ګل مینه لګیا وه زخمونه ئې ورله تړل او ګل رنګ لکه چې په اخري سلګو کښې وائي فخر افغانه تا ګټم په خپله مرمه ۔