صابر صېب څۀ ښۀ وئيلې دي
ازادي ده ازادي ده ازادي ده
خو په نوم رښتیا خبرو پابندي ده
په پاکستان کښې د مزاحمت تاریخ یوازې د سیاستوالو تحریکونو او عوامي احتجاجونو تاریخ نۀ دے، بلکې دا د هغو وکیلانو تاریخ هم دے چې د قانون له دننه یې د ریاست پر ناعادلانهه عملونو پوښتنې راپورته کړې دي ۔ وکیلان ځکه مهم دي چې هغوي د زور پر وړاندې وسله نه بلکې دلیل کاروي ۔کله چې یو وکیل د ائین، قانون او بشري حقونو په ژبه د ریاست عمل غلط وبولي نو دا عمل یوازې حقوقي نۀ پاتې کېږي، بلکې سیاسي بڼه اخلي ۔ همدا وجه ده چې د پاکستان په کلونیلذهنیت لرونکي ریاست کښې وکیلان اکثر د فشار، بندیز او تشدد هدف ګرځېدلي دي ۔ د پاکستان ریاست په بنيادي ډول د برتانوي کلونیل نظام تسلسل دے ۔ دا خبره یوازې سیاسي نعره نۀ ده، بلکې ګڼ تاریخپوهان او څېړونکي یې یادونه کوي چې د امنیتي قوانینو جوړښت، د اضطراري واکونو مفهوم او د اختلاف د غږونو پر وړاندې سخت دریځ د استعمار له دورې راپاتې دي ۔ په داسې جوړښت کښې هغه وکیلان چې د ریاست عملونه غېرقانوني بولي د ریاست لپاره خطر ګڼل کېږي ۔ لطیف افریدي د پښتونخوا د هغو وکیلانو له ډلې و چې وکالت یې یوازې مسلک نه، بلکې سیاسي مسئولیت ګڼلو۔ هغه په پرله پسې ډول دا دریځ درلود چې ائین باید د خلکو د حقونو ساتنه وکړي، نه دا چې د ادارو د زور ټولز شي ۔ د جبري بېدرکیو، سیاسي بندیزونو او ماورائے عدالت تشدد پر وړاندې د هغه قانوني او سیاسي دریځ واضح و۔ د هغه د ژوند په اوږدو کښې زندان، څار او فشار یو عادي حالت و، د بشري حقونو سازمانونو لکه د ( هيومن رائټس کمېشن پاکستان ) راپورونه ښايي چې د هغه دریځ یوازې شخصي نظر نۀ و، بلکې د یو پراخ سیستماتيک جبر پر وړاندې زورور غږ و ۔ افراسیاب خټک د وکیلانه فکر بل مهم استازې دے، کۀ څۀ هم هغه زیاتره د سیاسي شنونکي په توګه پېژندل کېږي ۔ د هغه بنيادي استدلال دا دے ”چې پاکستان لا اوس هم یو امنیتي کلونیل ریاست دے، چې پکښې قومونو ته د برابر شریکت پر ځاے د شک په سترګه کتل کېږي“ ۔ دا دریځ هغه په خپلو لیکنو، مرکو او پارلماني بحثونو کښې پرله پسې وړاندې کړے دے ۔ کۀ څۀ هم هغه فزیکي تشدد سره نۀ دے مخ شوې، خو د بدنامۍ، سیاسي ګوښه کولو او د “ریاست ضد” خطابونو له لارې د هغه د غږ محدودولو هڅې شوې دي، دا هغه څۀ دي بولي ۔ (soft repression)چې سياسي څېړونکي يې” نرم تشدد“ په بلوچستان کښې د وکیلانو حالت د ټول پاکستان په کچه تر ټولو سخت پاتې شوے دے هغه وکیلان چې د لاپته کسانو، سیاسي بندیوانانو او پوځي عملیاتو قضیې یې عدالتونو ته وړې دي، د ګواښونو، بریدونو او حتی وژنو سره مخ شوي دي ۔ بلال انور کاسي، چې د کویټې بار اسوسي اېشن مشر و، د وکیلانو د حقونو او د عدلیې د ازادۍ غږ پورته کړے و۔ د هغه وژنه او ورپسې د وکیلانو پر ضد خونړی بریدونو د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو له خوا هم وغندل شو (Amnesty International Statements, 2016)۔ دا پېښې دا څرګندوي چې کله وکیلان د زور پر وړاندې ودرېږي، نو هغوی هم د هدف په توګه ټاکل کېږيپه سند کښې کیڼ اړخي او قامپرست وکیلان په ځانګړي ډول د ون یونټ او مارشل لا پر مهال، د سیاسي بندیوانانو په توګه کلونه کلونه زندانونو ته تللي دي ۔ د هغوی جرم دا و چې عدالت ته یې سیاست راوړ او سیاست ته یې قانوني ژبه ورکړه ۔ دا تاریخ د پاکستان د عدلیې او سیاست د اړیکې هغه اړخ ښايي چې ډېر کم پرې بحث کېږي ۔د پاکستان ریاست له وکیلانو ځکه ويرېږي چې وکیلان د حافظې ساتونکي وي ، ټوپک کولے شي خلک ووژني، خو دلیل کولی شي تاریخ بدل کړي ۔ وکیل دا ثابتوي چې کوم عمل غېرقانوني و، کومه پالیسي د ائین خلاف وه، او کوم تشدد د قانون له چوکاټه وتلے و دا عمل د کلونیل ریاست لپاره خطرناک دے، ځکه دا د رسمي بیانیې پر وړاندې بدل حقیقت جوړوي ۔ پاکستان کښې د مزاحمت غږونه که هر څومره وځپل شي، د وکیلانو له لارې بیا راژوندي کېږي ۔ ځینې وکیلان ووژل شول، ځینې بندیوان شول، او ځینې تر ننه تر فشار لاندې دي، خو د هغوی دریځ ژوندی پاتې دے ۔ دا دریځ وایي چې کۀ قانون د ظلم وسیله ګرځېدلے وي، نو د وکیل چوپ پاتې کېدل یوازې مسلکي ناکامي نه، بلکې اخلاقي جرم دے ۔ همدا وجه ده چې د پاکستان د سیاسي مزاحمت په تاریخ کښې د وکیلانو رول بنيادي او نه بدلېدونکے دے ۔له پورته تمهید څخه اوس د ایمان مزاري په 17 کاله بندیز خبره وړاندي وړو
دې تر سړیو ښۀ معلوم د وینو رنګ ښځو ته
بائد چې وسپارو د قام د خلاصون جنګ ښځو ته
ایمان مزاري د پاکستان په معاصر سیاسي او حقوقي فضا کښې یوازې د یوې وکیلې نوم نۀ دے، بلکې د هغه مزاحمتي شعور تسلسل دے چې د دولت، قانون او طاقت تر منځ جوړ شوے نااعلان شوے تړون تر پوښتنې لاندې راولي ۔ په داسې ریاست کښې چې قانون ډېر ځله د مظلوم د ژغورنې پر ځاے د ظالم د سوپر په توګه کارول شوے، ایمان مزاري د قانون له دننه د مزاحمت ژبه غږولې ده ۔ د هغې اهمیت په دې دے چې دا مزاحمت احساساتي شعار نۀ بلکې حقوقي، سیاسي او اخلاقي استدلال لري ۔
د پاکستان ائین او قانوني جوړښت،سره له دې چې د ولسواکۍ ژمنې پکښې لیکل شوې، په بنيادي ډول د برتانوي کلونیل ریاست تسلسل دے ۔ هغه قوانین چې نن هم د خلکو پر ضد کارول کېږي لکه د اضطراري واکونو مفکوره، د ریاستي سلامتیا مبهم تعریف، او د عدلیې انتخابي فعالیت ټول د استعمار له هغه راوتلي چې ولس یې د کنټرول موضوع باله، نه چې د واک سرچینه ۔ د 1973 ائین عملي تاریخ ښايي چې دا سند د عوامو د واک تضمین نۀ دے کړے، بلکې اکثر د پوځ، استخباراتو او غېر منتخب قوتونو د واک قانوني کول یې اسان کړې دي ۔ ایمان مزاري همدا جوړښتي ستونزه په نښه کوي او ټینګار کوي چې بېانصافي یوازې د افرادو تېروتنه نۀ ده بلکې د نظام ځانګړنه ده ۔په پښتون وطن کښې د مذهب سیاسي استعمال د همدې کلونیل ریاستي ذهنیت بله بڼه ده دلته مذهب د اخلاقي لارښود پر ځاے د سیاسي حتکنډې په توګه کارول شوے دے ۔ د توهین مذهب قوانین، د کفر فتوې، او د مذهبي احساساتو منظم پارول د دې لپاره کارول کېږي چې د اختلاف هر غږ غلے شي۔ دا قوانین نه یوازې د بیان ازادي ختموي، بلکې ټولنه د ويرې په فضا کښې ساتي ۔ایمان مزاري د بلاسپمۍ په قضیو کښې د دفاع له لارې دا خبره واضحه کړې چې دا قوانین د مذهب ساتنه نۀ کوي، بلکې د طاقت ساتنه کوي، او همدا ټکے دولت ورته د زغملو نۀ دے ۔ د سعود شعر دے چې :
هلته د تیارو سره په جنګ یمه
چرته چې د لمر هم رڼا نه رسي
د نړۍ تاریخ ښايي چې عدم تشدد یوازې یو اخلاقي دریځ نه، بلکې یو ژور سیاسي او ستراتیژیک انتخاب دے۔ مهاتما ګاندي د استعمار پر وړاندې، مارټن لوتر کینګ جونیئر د نسلي تبعیض پر ضد، او نور ګڼ نړیوال مثالونه دا ثابتوي چې زور د واک لنډمهاله وسیله ده، خو اخلاقي مشروعیت د اوږدمهاله بدلون سرچینه ده ۔ ایمان مزاري هم د همدې عدم تشدد په روایت کښې ولاړه ده ۔ هغې وسله نۀ ده اخیستې، بلکې قانون، دلیل، عامه پوهاوې او نړیوال فشار یې د مزاحمت وسایل ګرځولي دي ۔ دا ډول مزاحمت ځکه خطرناک دے چې د ریاست مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، نۀ یوازې د ریاست ځواک ۔ایمان مزاري د پاکستان د بشري حقونو تر ټولو حساسو او خطرناکو قضیو استازیتوب کړے دے ۔ له جبري بېدرکیو نیولې، چې پکې خلک بې له عدالته کلونه ورک ساتل کېږي، تر د توهین مذهب هغو کیسونو پورې چېرته چې یوازې یو تور د مرګ سزا سبب کېداے شي، هغې هر هغه ځاے ته قدم ایښې چېرته چې ریاست غواړي چوپتیا عامه کړي ۔د بلوڅو ښځو د مارچونو او پرلتونو قانوني او اخلاقي ملاتړ او د پښتون تحفظ موومنټ د فعالانو تر څنګ ودرېدل دا ښايي چې د هغې مبارزه محدوده نۀ ده بلکې د ټولو محکومو قومونو او ډلو تر منځ اړیکه جوړوي ۔ د ایمان مزاري بله مهمه ځانګړنه دا ده چې هغې د کورني عدالت تر څنګ د نړیوال عدالت لارې هم کارولي دي ۔د ملګرو ملتونو د جبري بېدرکیو کاري ډلې، د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکوونکو، او نړیوالو سازمانونو ته د قضیو رسول دا معنا لري چې ریاستي تشدد نور یوازې داخلي مسله نۀ پاتې کېږي کله چې یو دولت د نړیوالو معیارونو پر وړاندې حساب ورکوونکے شي، نو د زور انحصار یې کمزورے کېږي، او ایمان مزاري همدا نقطه هدف ګرځولې ده ۔ کۀ د نړۍ د نوبل سولې جایزې ګټونکې ښځې وکتل شي لکه وانګاري ماتهايي، رګوبیرتا منچو او نادیا مراد نو څرګندیږي چې د انعام معیار یوازې شهرت نه، بلکې د طاقت پر وړاندې دوامدار اخلاقي دریځ دے ۔ کۀ د خطر کچه، تسلسل، او د ریاستي جبر پر وړاندې ولاړېدل معیار وګرځول شي، نو د ایمان مزاري مبارزه له دې نړیوالو مثالونو سره بشپړه برابرې لري ۔ توپیر یوازې دا دے چې نړیوال انعامونه اکثر د نړیوال سیاست تابع وي، نۀ یوازې د انصاف ۔ په پدرسري، عسکري او مذهبي سیاست کښې ښځینه مزاحمت تر ټولو لوے ګواښ ګڼل کېږي، ځکه دا یوازې قانون نه، بلکې ټولنیز نظم هم ننګوي۔ ایمان مزاري د ښځې، وکیلۍ او سیاسي فعالې درېګوني هویت سره دا پیغام ورکوي چې مزاحمت احساساتي بغاوت نه، بلکې شعوري دریځ دی۔ همدا شعور دی چې ریاست یې د خاموشه کولو هڅه کوي ۔ ایمان مزاري د مزاحمتي تحریکونو بل ښځینه غږ دے، خو دا غږ یوازې د نن لپاره نۀ دے دا د تاریخ، نړیوال عدالت او راتلونکو نسلونو لپاره ثابتېدونکے غږ دے په داسې وخت کښې چې قانون د ظلم ژبه ګرځېدلې، ایمان مزاري هڅه کوي چې دا ژبه بيرته د انسان د نجات وسیله کړي همدا هڅه هغه د نړۍ د مزاحمتي سیاست په اوږد روایت کښې د یادونې وړ مقام ته رسوي ۔ پاکستان چې د تاریخي ستونزو، سیاسي بېثباتۍ او ټولنیزې نابرابرۍ له کبله له سختو ورځو سره مخ دے نن د داسې یو پړاو په منځ کښې دے چې بدلون یوازې د یوه ګډ، متحد او انقلابي حرکت له لارې ممکن دے نن ورځ هر هغه کس چې په پاکستان کښې ژوند کوي، باید پو شي چې یوازې د سیاسي یووالي په صورت کښې کولے شو د خلکو غږ قوي کړو او د حقیقي بدلون لپاره زمينه برابره کړو ۔په پاکستان کې د سیاسي فعالانو، عامو خلکو، ژرنالېسټانو او مدني فعالانو ترمنځ شته بېعدالتي، فساد، او نابرابري مونږ ټول د یو جدي خطر سره مخ کړي یو، د دې لپاره چې د دې ستونزو په وړاندې بریا ترلاسه کړو باید د ټولنې ټولې برخې د یو ګډ هدف او په يو لور روانې شي د سیاسي بدلون لپاره اتحاد او همغږي یوازینۍ لاره ده چې پاکستان له دې بحرانونو څخه د ژغورنې په لور روان کړي ۔ ایمان مزاري هغه بي باکه او غښتلې ښځه ده چې د پاکستان د بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ لپاره په خطرناکو شرایطو کښې يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړے دے هغې یوازې د خپل ځان لپاره نه بلکې د ټولو هغو کسانو لپاره چې د سیاسي ظلم او ټولنیز بېعدالتۍ ښکار دي غږ پورته کړے دے ایمان مزاري نۀ یوازې د حقوقو لپاره بلکې د هغو خلکو د حقونو لپاره هم مبارزه کوي چې له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي لکه اقلیتي ډلې، ښځې، او د مختلفو قومونو خلک ۔د هغې ملاتړ یوازې د فردي څېرې ملاتړ نۀ دے بلکې د هغې ملاتړ د ټول پاکستان د هغې برخې ملاتړ دے چې سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حقوق یې له ګواښ سره مخ دي د ایمان مزاري د موقف په ملاتړ کښې یو متحد غږ رامنځته کول د یو انقلاب بنياد کیداے شي ۔ د هغې کار نۀ یوازې د ژوند د ساتنې لپاره دے بلکه د یو داسې نظام لپاره دے چې ټول خلک یې د عدالت، برابرۍ او ا زادۍ احساس وکړي ۔ د پاکستان د سیاسي یووالي د اهمیت بحث ته راګرځو هر څه چې یو ملت ته اړتیا لري، هغه د ژوند بنيادي حقونه دي د تعلیم حق، د روغتیا حق، د کار حق، او په اخر کښې د سیاست برخه اخیستلو حق بدبختانه د پاکستان سیاسي وضعیت د دې حقونو په برابرولو کې ناکام پاتې شوے دے د هر سیاسي ګوند خپلواکه مبارزه، د دوی ځاني ګټې، او د دوی په منځ کښې موجود اختلافات هغه لوے خطر لامل شوے چې د وطن د سیاسي پیاوړتیا او پرمختګ پر وړاندې یې خنډ جوړ کړےدے ۔د هر فرد په سياست کښې د برخې توانایي نۀ یوازې د هغه فرد لپاره مهمه ده، بلکه د ټولنې د پرمختګ لپاره هم اړینه ده ۔ د دې لپاره چې مونږ د خپلو حقوقو په دفاع کښې ځواکمن شو، باید خپل انفرادي نظرونه او ګټې د یو واحد ملي هدف په لور راټول کړو،کۀ د پاکستان اولس په یوه متحد او انقلابي حرکت کښې برخه واخلي، نو نۀ یوازې په څو کلونو کښې کولاے شي د یوه پیاوړي، برابر او پرمختللي پاکستان لور ته ځانونه ورسوي ۔ د پاکستان د بدلون لپاره وخت او شرایط ډېر حساس دي تاریخ ښوولې ده چې د سیاسي بدلون حرکتونو بنياد هغه وخت اېښودل کېږي کله چې د ټولنې ترټولو محرومې طبقات له دردونو او ستونزو سره مخ شي او د خپل حق په لټه کښې راپورته شي همدا اوس پاکستان د یوې داسې دورې سره مخ دے چې خلک نۀ یوازې د اقتصادي ستونزو سره مخ دے بلکې د خپلو بنيادي حقوقو لپاره هم مبارزه کوي ۔ د دې مبارزې پیل باید سیاسي ګوندنو اتحاد له لارې وشي چې د ټولنې د مختلفو طبقو غږونه یوځاے کړي مونږ باید د ایمان مزاري په څېر د خلکو د حقیقي استازو ملاتړ وکړو، د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې د خپلو خلکو لپاره د سوله ايزو او موثره بدلونونو په لټه کښې دي د سیاسي یووالي هر ګام، که هغه وړوکے وي که لوے، د دې نظام د بدلولو لپاره یو مهم ګام دے ۔باید چې سیاسي مسلې د سیاست له لارې حل کړو نور چې څوک څه هم وائې مداریان دي ۔
ما سر کله ساتلے وو زۀ سر کله ساتمه
خبره مې ساتلې وه خبره راسره ده