علامه عبدالحی حبیبي ژوند لیک—محمد الله عباس

دا ليکنه شريکه کړئ

لکه څنګه چې کوزه پښتوخوا کې استاد راحت زاخيلي د پښتو د معاصر ادب لپاره ګټورې ادبي هلې ځلې سرته رسولې دي همدغسې په افغانستان کې لوی استاد پوهاند عبدالحی حبيبي د پښتو ادبياتو هغه څېړونکی او نوښتګر ليکوال او شاعر دی چې په خپلو څېړنو او څرګندونو يې د پښتو ادبياتو ګلبڼ ښېرازه کړی دی،  نوموړي په خپلو څېړنو سره د پښتو ادبياتو ډېر تياره اړخونه د لمر په څېر روښانه کړي دي، دا اوس اوس جې کوم ليکوال او څېړونکي په څېړنو بوخت دي او غواړي چې د پښتو  ژبې او پښتو ادبياتو خدمتونه وکړي نو هرو مرو به د علامه حبيبي صېب له څېړنو او ليکل شوو کتابونو نه د ماخذ په توګه کار اخلي، دی هم شاعر ؤ او هم ليکوال خو د نظم په پرتله يې نثر ته ډېر کار کړی دی. پوهاند حبيبي يو ګڼ اړخيزه شخصېت ؤ، نوموړی د ادب او هنر په هر ادبي صنف کې د پوره صلاحېت خاوند ؤ، هغه د نثر بېلا بېلې برخې ليکلي او څېړلي دي، هغه په هنري نثر کې لومړنی ليکوال ؤ جې په ١٣١٤ هجري لمريز کال يې يو هنري اثر د ”  توريالۍ پښتنه “ په نوم وليکه او له هغه وروسته يې د پښتو ادبياتو د تاريخ لپاره دومړه کار او زيار وکړ چې تر اوسه هېڅ کوم ليکوال، اديب او څېړونکي نه دی کړی. علامه عبدالحی حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوی او د حبيب الله کندهاري درنې او علم پروره کورنۍ ته منسوب دی، په قوم کاکړ او په ١٢٨٩ هجري لمريز کال د کندهار په ښار کې زېږېدلې دی، خپلې لومړنۍ زده کړې يې تر پنځم ټولګي پوري په کندهار کې سرته ورسولې د خپلې پوهې او ښه استعداد له مخې يې د ښوونکي په حېث په رسمي توګه خپله دنده پېل کړه څه موده وروسته د هغه استعداد له مخې چې درلوده يې د ” طلوع افغان“ اخبار مرستيال وټاکل، په ١٣١٠ کال د همدې اخبار مسؤل مدير شو او په ١٣١٩ هجري لمريز کال د پښتو ټولنې مدير شو، بيا د مطبوعاتو د مستقل رياست مرستيال او ورپسې د پښتو ټولنې ريس وټاکل شو.بيا د خپل اهلېت او زکاوت له مخې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د ريس په حېث وټاکل شو او له هغه وروسته بيا د کندهار د ښوونې او روزنې د ريس په حېث يې خپله سپېڅلې دنده پېل کړه او په ١٣٢٧ کال د خلکو د ښه باور له مخې په ملي شورا کې د خلکو استازی او وکيل شو.درې کاله وروسته بيا په ١٣٣٠ کال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته لاړ د لسو کالو په شاوخوا کې په پاکستان کې ؤ او هلته يې هم خپل تحقيق او څېړنې ته دوام ورکړ او په ١٣٤٠ هجري لمريز کال بېرته هېواد ته ستون شو او د تاريخ په څانګه کې يې خپلې څېړنې پېل کړي چې بيا وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په حېث مقرر شو، ورپسې د تاريخ ټولنې ريس او په ١٣٥٧ هجري لمريز کال په پښتو ټولنه کې د اجير مامور په حېث وټاکل شو او په ١٣٥٩ هجزي لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د مشاور په توګه وټاکل شو او بيا يې د موزيمونو د لوی امر په صفت دنده ترسره کړه.علامه عبدالحی حبيبي د ګڼ شمېر کتابونو ليکوال او محقق دی، ګټور علمي، ادبي او تاريخي کتابونه يې ليکلي او ټولنې ته يې په ميراث پريښي دي، د خوشحال خان خټک، عبدالقادر خان خټک او احمد شاه بابا ديوانونه يې تدوين او سريزې يې پرې ليکلي دي، د (( سپيڅلې پښتو )) په نوم يو قاموس يې د ښاغلي لعل محمد کاکړ په مرسته او ملګرتيا ليکلی دی، (( تاريخچه پښتو )) د ده يو بل ګټور اثر دی چې موږ يې د ډېرې ستاينې وړ بولو، د سليمان ماکو (( تذکزةالاولياء)) او  ”پټه خزانه “ کتابونو موندل او بيا خپرول هغه لوی او دروند کار دی چې زموږ د پښتو ادب او هنر مينه وال پرې وياړي.لکه څرنګه چې مو پورته يادونه وکړه د ده له ډېرو مهمو او قيمتي کارونو څخه يو ګټور کار د پښتو ادبياتو تاريخ ليکل ؤ جې په دوو ټوکونو کې يې خپور کړ او دا دواړه ټوکه تاريخونه زموږ د پښتو ادبياتو په تاريخ کې ستر کار او زياتونه ده.” پښتانه شعراء “  لومړی ټوک يې يو بل اهم او ګټور کتاب دی په لوستو يې د ادب د مينه والو تنده خړوبه کيږي، ” پښتو لويکانو غزنه“ يو بل څېړنيز اثر دی، ” پښتو او پښتونواله “ د حبيبي صېب يو بل په زړه پورې او ګټور کتاب دی موږ له ډېرو حقيقي پېښو سره بلدوي ، همداراز ” تاريخ مختصر افغانستان“ د حبيبي صېب بل هغه مهم تاريخي کتاب دی چې لوستل يې د هر جا لپاره ګټور دي ۔

نورې ليکنې۔۔۔

ګل زمين خان

ګل زمین خان چې نصیب لالا به ورته ‘هلکه’ وې، سبز علي خان او شېر بهادر افتاب به ورته ‘صدره’، حبیب یونس ‘مشره’، میر امجد

ټوله ليکنه ولولئ