په انګريزي ادب کښې استعماريت—ګل اکبر خان

دا ليکنه شريکه کړئ

زه دلته د انګريزي ادب څلور ناولونو او د يوي ډرامي په متن کښي د انګريز استعماريت نخښي په ګوته کول غواړم چي د هغي تفصيل څه په دا ډول دے ۔

د ويليم شکسپيير  ډرامه The Tempest : دا ډرامه د 1611م کال خواو شا لیکلي شوي ده . د دي اثر فضا استعاري ده، چرته چي واک، علم، جادو، او استعمار ټول يو بل سره نښتي دي .

. کردارونه:

پروسپيرو ( Prospero) : پروسپيرو د استعمار سمبول دے څوک چي د جادو، عقل، او علم له لاري خپل قدرت پالي.

د جزيري “قانوني مالک” ځان ګڼي، او اصلي اوسیدونکي لکه کيليبن (Caliban )  “وحشي” بلي  ۔

کيليبن ( Caliban):  مقامي انسان، د پروسپيرو له لوري غلام شوے وي ۔

پروسپيرو وائي چي “A devil, a born devil, on whose nature nurture can never stick.” دا جمله ښائي چي مقامي خلق د “تمدن” وړ نه ګڼل کيږي۔

ايريل (Ariel):یو روحاني موجود چي پروسپيرو ته وفادار وي  خو آزادۍ ته تل تږے ناست وي .

د استعمار “نرم مخ” تمثیلوي . هغه طاقتونه چي د زور په ځاے د وعدو او خدمت له لاري خلق تابع ساتي ۔

اهم اقتباسونه :

Caliban: “This island’s mine, by Sycorax my mother, which thou takest from me.”

دا جمله استعمار ته مستقیم اعتراض دے. کيليبن وايي چي دا جزيره اصلاً د هغه ده، خو پروسپيرو تري قبضه کړی ده

Prospero: “Thou most lying slave, whom stripes may move, not kindness!”

دلته پروسپيرو دا استدلال کوي چي کيليبن یواځي له زور نه اطاعت کوي. دا د استعماري ذهن یوه عامه توجیه ده چي مقامي خلق باید د تاوتریخوالي له لاري تابع شي.

Caliban: “You taught me language; and my profit on’t is, I know how to curse.”

په دي جمله کښي کيليبن د ژبي استعماري ماهیت ته اشاره کوي . ژبه، چي د تعلیم وسیله ده، دلته د استعماري تسلط ذریعه ده.

د استعمار او واک تعلق : پروسپيرو د خپل جادو له لاري جزيره کنټرولوي؛ دا د جادو استعاره ده د علم، دین، او کلتور لپاره چي مغرب ئي د استعمار په مهال کاروي ۔کيليبن او  ايريل دواړه د پروسپيرو خدمت ته مجبوره دي چي د استعمار دوه ضدونه  ښائی د کيليبن مزاحمت او د ايريل تسلیم کيده ۔

د ايډورډ سعيد له نظره (Orientalism): پروسپيرو د تمدن، عقل، او علم نماينده دے او کيليبن د جهالت، تیارو، او د “وحشت” نماينده دے . دا تقابل هم هغه شرق سازی (Orientalism) ده ‌ يعني “مونږ” عقل، او “هغوی” خرافات

د هومي کے بها بها له نظره:  (Ambivalence & Mimicry): کيليبن هڅه کوي چي پروسپيرو  ته مشابه شي، خو دا تقلید نیمګړے دے پروسپيرو هیڅ‌ کله هم هغه برابر نه ګڼي.

استعاري جزيره — د استعمار فضاجزيره داسي فضا ده چي پکښي نوي ټولنه، قانون، او واک جوړيږي. دا جزيره استعاره ده د نوو مستعمره‌ شوو ځمکو لپاره چرته چي استعماري حاکم خپل قوانین نافذ کوي.

د ويليم شکسپيير دا ډرامه د استعمار د فکري، کلتوري، او سیاسي بنیادونو یوه ژوره هنري ننداره ده. دا ښائي چي استعماري ذهن څنګه د “تمدن راوړلو” تر نامه لاندي د نورو اولسونو شناخت، ملکیت، او ژبه مصادره کوي.،کيليبن که څه هم یو “وحشي” انځور شوے دے خو د خپل حق دعوه کوي. د هغه دا دعوه د پسکولونیل ادب اساسي غږ بلل کيږي . “This island was mine before you came.”

د Daniel Defoe  ناول Robinson Crusoe:

دا اثر څنګه د استعمار د ابتدائی مفکوري او مغربي  مرکزي روایت نمايندګي کوي هغه دلته بيانيږي .

دا ناول د 18 مي پيړۍ په اوله کښي لیکل شوے دے چي د استعمار، سوداګرۍ، او انفرادي اتل‌ محور فکر له ودي سره نن هم یرابر دے . دا د انګریزي بورژوا فرد د ځواک، فکر، او ایمان  نمايندګي کوي، چي د “وحشي طبیعت” او نور اولسونو د تسلط لاندي په  راوستو زور راوړي .

اهم اقتباسونه :

“It was my duty to own myself humbled by the dreadful loss I had sustained, and to give thanks to God for my deliverance.”

کروسو د خداي ارادي، ایمان، او نجات په ژبه استعمار ته اخلاقی جواز ورکوي. د دي له لاري، هغه د “تمدن راوړلو” کار ته الهامي رنګ ورکوي.

“I made him know his name should be Friday, which was the day I saved his life.”

دا جمله استعمار ته تر ټولو واضح اشاره ده . کروسو نه یوازي فراي ډے وژغوري، بلکي نوم، ژبه، او شناخت ورله هم بدلوي او هغه د خپل  ځان تابع کړي .

“I was absolute lord and lawgiver; they all owed their lives to me.”

کروسو خپل ځان ته د باچا، قاضي، او نجات‌ ورکونکي حیثیت ورکوي. دا “ما ته منسوب ټول واک” د استعماري ذهن مرکزي کرښه ده.

کردارونه:

رابنسن کروسو: د انفرادي استعمار سمبول دے هغه یوازي یوه جزیره کښي ژوند نه کوي بلکي خپل “تمدن” هم رامنځته کوي، او بیا خپل کلتوري جوړښتونه ورباندي تطبیق کوي . هغه د کار، عقل، او عیسویت له لاري د طبیعت او انسان (فراي ډے) د تسخیر تصویر وړاندي کوي.

فراي ډے: د استعمار د “نور” نماينده دے . بي‌ژبه، بي‌نومه، او بي‌شخصیته. هغه کروسو ته وفادار دے د هغه ژبه، دین، او د عقل معیارونه مني.

دا یو stereotypical noble savage دے ، چي د مغرب د شرافت له لاري “نجات” مومي.

د استعمار پټ ميکانيزم: ژبه: کروسو د فراي ډے ژبه نه زده کوي، بلکي فراي ډے محتاجه دے چي انګريزي زده کړي. دا ښائي چي استعمار ژبني تسلط ته اوليت ورکوي. اوس هم که مونږه وګورو نو نن سبا چي څوک يورپ ته تلل غواړي نو د هغوي ژبه به ارومرو زده کوي . د هغي امتحان پاس کولو نه وروسته ورته ويزه ميلاويږي او په دغه امتحان فيس ئي هم ايښے دے . يعني پيسي را نه هم واخلي او خپله ژبه راباندي هم زده کړي .

مذهب: کروسو هغه ته عیسویت ښائي چي د استعمار له لاري “روحاني نجات” ممکن کړي.

واک: د کروسو لپاره، عن تر د یو انسان ژوند هم د ملکیت یو قسم دے .

د ايډورډ سعيد له نظره (Orientalism): دا اثر د “نور” ملتونو انساني ارزښتونه له منځه وړي او هغوی یوازي د تمدن تنده موجودات ګڼي. د کروسو صلح ییز استعمار د مدنيت بڼه لري، خو دا یوازي د مغربي مرکزي ذهن انعکاس دے ۔

د هومي کے بها بها له نظره (Mimicry):فراي ډے د کروسو تقلید کوي . د هغه ژبه، عقیده، او اخلاقي نظام خپلوي، خو هيڅ‌ کله د هغه  “برابر” نه شي. دا تقلید یو “بي‌ثباته برابري” ده، چي استعمار ته دا احساس ورکوي چي تابعان یي وفادار دي، خو دا وفاداري د زور ده.

د استعمار او ملکیت تعلق :  کروسو یو جزيره د خپل ملکیت په توګه ګڼي، له طبیعته کار اخلي، او عن تر دي چي پکښي “دولت او رياست” هم جوړوي.. دا فکر چي یو یوازینی انسان کولے شي چي یوه نوي خاوره “خپله” کړي چي د استعماري زمین‌دارۍ بنياد دے .ناول رابنسن کروسو  د استعماري ذهن د بنيادي مفکورو یو روښانه انعکاس دے. دا ناول ښائي چي څنګه مغربي لیکوال د “نور” ملتونه د تمدن محتاج، بي‌غږه، او تابع ویني، او څنګه د دین، ژبي، او کار له لاري هغوی ته “نجات” ورکوي.خو اوس چي مونږ دا اثر له پسکولونیل لید نه ګورو، نو دا یواځي د یو سړي د ژوندي پاتي کيدو قيصه نه ده، بلکي د استعمار، واک، شناخت، او کلتوري تسلط ژوره داستاني بڼه ده.

(نوټ د دي ليکني دويمه برخه به راروانه ګڼه کښي چاپ کيږي)

 

 

نورې ليکنې۔۔۔