پۀ ۱۹۴۵ء کښې چې کله دوېم جنګ عظيم سر ته ورسېدو نو د برطانئې حکومت ټول قېديان رها کړل چې پکښې باچا خان هم رها کړے شو ـ کله چې اتمانزو ته راغے نو پۀ زرګونو خلق ئې لېدو له راغلې وو ، پۀ دغې موقعه باچا خان يو عظيم شان وړاندې کړو چې څۀ پۀ دې ډول دے ـ ” خوئيندو او وروڼو ! زۀ ستاسو د مينې شکريه ادا کوم او د خپل لوئے رب شکر ګزار يم چې يو ځل ئې بيا مونږ او تاسو پۀ يو ځاے راټول کړو ـ زما ګرانو وروڼو ما ته دا احساس شته چې .زما د جېل د تلو نه پس پۀ تاسو څومره سختې تېرې شوي خو مونږ ته تاريخ هم دا ښائي چې د قامونو ازادي پۀ مصيبتونو او قربانو سره راځي، د ازادۍ پۀ لار کښې هر تکليف پۀ روڼ تندي تېرول ضروري وي پۀ نورو قامونو چې څومره هم سختې تېرې شوې دي مونږ لا هغه نۀ دي تېرې کړي ـ خو بيا هم چې مونږ څومره قربانۍ وکړې مونږ له خداے پاک د هغې لويه فائده راکړه ” ـ نن زۀ تاسو ته څو خبرې کومه ځکه چې زۀ دا نۀ غواړمه چې زما پۀ زړۀ کښې دې يوه خبره وي او ستاسو نه ئې پټه کړمه ، خبره دا ده چې نن سبا هر ځائې کښې پارټي بازي روانه ده ، مونږه چې د کومې ازادۍ اعلان پۀ ستمبر ۱۹۴۲ء کښې کړے وۀ هغه ازادي مونږ ته مېلاؤ شوه ـ او کنه ده ، نو پۀ هغه اعلان باندې مونږه اوس هم قائم يو ـ دا پۀ يوه طريقه هم مونږه نۀ شو نظرانداز کولے د ازادۍ د ترلاسه کولو دپاره چې کومه لاره اختيارولے شي د حالاتو سره سم پۀ هغې کښې بدلون راځي لکه څنګه چې تاسو وليدل چې د روس او د جاپان جرنېلانو کله مورچې مخکښې کولې او کله ئې وروستو ن کولې خو د هغې دا مطلب نۀ وۀ چې ګنې هغوي د جنګ نه دستبرداره شول بلکې د هغې مطلب دا وو چې هغوي حالاتو ته کتل تر کومې چې زۀ ژوندے يمه زما هڅې به جاري وي قام او ملک به د ازادۍ سره خامخا مخ کومه ، څنګه چې مونږ پۀ ۴ ستمبر ۱۹۴۲ء کښې دا نۀ تسليموله چې انګرېزان دې پۀ مونږ حکمراني وکړي هم دغسې ئې نن هم نۀ تسليموو ـ دا موجوده حکومت زمونږ د مرضۍ پۀ ضد دے او پۀ مونږ پۀ زوره مسلط شوے دے ، زمونږ کوم ملګري چې د جېل نه واپس رها کېدل ما روته هم دا وئېل چې کله تاسو کلو ته لاړ شئ نو خپل جدوجهد جاري ساتئ ، زۀ وائمه چې تر هغې پورې مونږ له جدوجهد پکار دے تر څو چې خپل منزل ته نۀ يو رسېدلي ـ بله خبره چې زۀ کومه تاسو ته کول غواړمه هغه دا ده چې جنګ پۀ دوه ډوله سره کېږي ، يو هغه جنګ دے چې پۀ تشدد سره کېږي پۀ دغه جنګ کښې ګټې او د بائيلات دواړو امکان وي ـ دوېم جنګ پۀ عدم تشدد سره کېږي پۀ دې جنګ کښې کله هم بائيلات يعنې شکست نۀ وي پۀ دې کښې همېشه ګټه وي ، د تشدد سره پۀ قامونو کښې نفرت خورېږي او د نفرت پۀ نتيجه کښې دوېم او درېم جنګ مخې ته راځي لکه څنګه چې د ۱۹۱۴ء د تشدد نتيجه د نن خونړے جنګ رااوتو خو ولې د عدم تشدد جنګ داسې وي چې پۀ قامونو کښې مينه او ورولي پېدا کوي عدم تشد څۀ نوې خبره نۀ ده ، دا جنګ د نن نه څوارلس سوه کله مخکښې پېغمبرِ پاک (ص ) پۀ مکه کښې کړے وۀ ـ خو کوم خلق چې د عدم تشدد نه واقف نۀ دي د هغو دا غلط فهمي ده ، چې ګنې مونږ دا جنګ بائيللے دے ـ ولې تاسو ونۀ ليدل چې پۀ ۱۹۳۱ء کښې کله مونږ د جېلونو نه رااوتو نو پۀ خلقو کښې مو مينه محبت سېوا کړے وۀ ـ پۀ ۱۹۳۲ء کښې هم د دغې جذبې پۀ ضد حکومت پۀ مونږه ناروا ظلم کړے وۀ هر څۀ ئې وکړل خو ولې زمونږ جذبې کله هم قېد نۀ کړے شوې ـ مونږه پۀ ۱۹۴۲ء کښې درېم د عدم تشدد جنګ ولوبوۀ او تاسو وليدل چې د هغې پۀ بدل کښې زمونږ قام کښې نوره هم مينه پېدا شوې ده ، زۀ چې ستاسو دې جذبې ته ګورمه نو ماته دا احساس کېږي چې پۀ تاسو کښې د خپل وطن د ذلت احساس پېدا شوے دے او کوم قام چې کله هم دغه جذبه محسوس کړې نو د دنيا يو قام ئې هم نۀ شي قابو کولے ، او چې کله انګرېزانو ستاسو د ازادۍ جذبې قابو نۀ کړے شوې نو مونږه جنګ کله بائيلو ؟ درېمه خبره دا ده چې ځينې خلق د وزارتونو پۀ قيام باندې بحث کوي ، زۀ چې کله جېل کښې اومه پۀ دې سلسله کښې ځينې خلق ماله راغلې وو ـ ما هغوي ته وئيلې وو چې زۀ د وزارتونو ځکه خلاف يمه چې دا زمونږ د ۱۹۴۲ء د اعلان خلاف وو ، پۀ کوم کار کښې چې ماته د اولس ګټه نۀ ښکاري زۀ پۀ جار د هغې مخالفت کومه زۀ چې د قوم دا خدمت کومه نو دا د دې دپاره نۀ چې ماته دې وزارتونه مېلاؤ شي ـ هر کله چې تاسو ما خپل يو جرنېل ګڼۍ نو بيا ماله ضرور هم دا سوچ پکار دے ، چې ستاسو دپاره څۀ ښۀ دي او څۀ بد دي ـ ماته پۀ ښۀ طريقې سره ياد دي چې پۀ تېر وزارتونو کښې پۀ تهاڼو او تحصيلونو باندې ګرځېدلئ او د خانانو ، نوابانو ځايونه خدائي خدمتګارو اخستې وو، پۀ سفارشونو باندې د قام سره وو چې کله کارونه نۀ حل کېدل نو زۀ داسې وزارتونه کله هم نۀ غواړم چې ستاسو د مرضۍ مطابق نۀ وي ـ زۀ د حکومت دپاره طاقت نۀ غواړمه بلکې د اولس د خدمت د پاره طاقت غواړمه ـ پۀ تېرو وزارتونو کښې د انګرېزانو د وزارتونو سره مرسته کله هم نۀ کول غوښتله بلکې پۀ لار کښې ئې ورته خنډان پېدا کول ، اوس هم ما دوئ سره دا وعده کړې ده چې کۀ دغه وزارتونو سره د انګرېزانو مرسته نۀ وي نو زۀ ئې ذمه واري کله هم نۀ اخلمه ـ زۀ همېشه تاسو ته هم دغه وايمه پۀ کومه کښې چې ستاسو ګټه وي ، د دنيا د تمام قامونو نه دا ثابته ده چې کوم قام هم پۀ طاقت سره پۀ اولس ظلمونه شروع کړې دي ، مظلوم اولس د هغې خلاف نعره پورته کړې ده ، او اخر د هغوي زور ئې اوبۀ کړے دے يعنې ټول عمر د حق له خوا باطل ته شکست مېلاؤېږي ـ او حق ملګرو ته خداے پاک پۀ قرآن کښې ” حزب الله ” يعنې خدائي خدمتګار وئيلې دي او کوم خلق چې د باطل ملګري دي هغو ته ” حزب الشېطان ” نو څوک چې د باطل ملګري دي نو هغوي حزب الشېطان دي او هر کله چې د باطل تباهي راځي هم دا خلق به ورسره هلاک کېږي زما پۀ زړۀ کښې خداے پاک ستاسو له پاره ميني اچولې ده ، کۀ تاسو د دې مينې مخالفت وکړئ هم دا ستاسو سره زما مينه نۀ شي ختمولے ، له دې وجې نه زۀ تاسو ته وايم چې زما دا پېغام ټول قام ته ورسوئ چې د باطل مرسته پرېږدئ ، باطل تباه کېدونکے دے داسې نۀ دا چې تاسو ورسره هم تباه شئ ـ زۀ تاسو ته دا خبره کومه چې تاسو زما مرستيال ملګري جوړ شئ يا جوړ مۀ شئ خو زۀ کله هم پۀ زور څوک دوست جوړول نۀ غواړمه ځکه چې ماله زما خداے کافي دے خو د باطل نه ضرور جدا شئ او د هغه د دوستۍ نه منع شئ ـ ماته پۀ دې خبره ډېر تکليف رسي چې ځينې ملګري دا تصور کوي چې ګنې دوئ مونږ نه جدا جدا دي حالانکې داسې نۀ ده ، ټول پښتانۀ د يو پلار اولاد دے ـ مونږ ټول د يو ملک استوګن يو زمونږ ګټه او تاوان شريک دے ـ زۀ څوک هم د ځانه جدا نۀ ګڼمه بلکې چې څوک ما د ځانه جدا ګڼي هغه دې پۀ خپله مسئله او زما پۀ دې خبره پۀ سنجيدګۍ سره فکر وکړي ” ـ کۀ دلته مونږ د باچا خان نظرئي ته اوګورو چې يو داسې لوړ شخصيت چې هغه ته د هېڅ قسمه وسائلو او سهولتونو ضرورت نۀ وۀ او نۀ خپلو بچو له د تعليم ورکولو نه ناچاره وۀ ، نو دلته د خلقو يو سوال راپورته کېږي چې دا ولې ؟ هغه ځکه چې باچا خان له الله پاک دومره مال ورکړے وۀ چې د هغه د نمسو او کړوسو کېدو ، خو باچا خان داسې اونۀ کړل ـ د خپل خاندان سره ئې د خپل قام د سهولتونو او د تعليم ضرورت محسوس کړو او د دوئ د پاره ئې مالي او جاني دواړه قربانئ ورکړې تر دې چې هر قسمه تکليفونه ئې هم برداشت کړل ـ دا تقرير د باچا خان د قام او وطن سره د مينې نمونه ده او د هغه د مخالفينو د پاره جواب دے ۔
ولي خان د اصولو، حقيقت او ملي شعور د سياست روښانه مناره–حېران مومند
ولي خان د شلمې پېړۍ پۀ سياسي تاريخ کې يو داسې نوم دے چې د اصولو، ملي شعور، عدالت، او ولسي حقونو لپاره يې خپل