د افغانستان څوارلس کلن جنګ د اسلام په نامه وشو۔ د يوې اندازې مطابق پنځلس لکه زلمي، ښځې او ماشومان پکښې قتل شو، کورونه ټول ړنګ شو ولې او کويان وچ شو ۔ د افغانستان په هره ډېره د وينو څاڅکي پراتۀ دي ۔ داسې کور نيشته چې يو دوه کسان به په کښې نۀ وي قتل شوي ۔ خو سوال دا دے چې هلته به اسلامي نظام قائم شي او کۀ صرف قوانين به ئې نافذ شي ۔ هسې خو په ټوله اسلامي نړۍ کښې اسلامي نظام نشي ليدے چرته بادشاهت او چرته قاضيان او مليان دي او چرته لکه ترک، پاکستان او د روس د ازادې جمهوريې سيکولر نظام تش په خلۀ اسلامي جمهوريې دي ۔ ايران هر څو کۀ د بنياد ګرو په ولقه کښې دے ليکن هلته صرف فقه جغفريه دي د اسلام نورو مذهبونو ته پکښې هيڅ ځاے نۀ دے ورکړے شوے ۔ د دين هغه جامعه هلته نشته چې د اسلام په تناظر کښې ورته خالص اسلامي حکومت ووئيلے شي ۔
ليکن هر کله چې امريکې او نورو ملکونو په شمول د پاکستان د افغانستان جنګ د مليانو صاحبانو د قيادت لاندې وکړو او د اسلام په نامه ئې وکړو ۔ نو اوس به دا کتل پکار وي چې هلته به اسلامي نظام قائم شي او کۀ صرف نوم او بعضې شرعې قوانين به نافذ کړي او د هغو قوانينو د لاندې به خپل مخالفين سکنجه او يا اهدام کړي ۔ دا يوه واضحه خبره ده چې افغانستان يو ډېر پسمانده او غريب ملک و اګر کۀ د هر قسم معدنياتو نه لکه د انار ډک ؤ ۔ ليکن د سردارو او بادشاهتونو په وجه ډېر ورستو ساتلے شوے ؤ ۔ په شمار پينځۀ کسان پکښې د څۀ وخت نه تعليم يافته وو۔ ان تر دغه چې هلته قاضيان او مفتيان وو ۔ د مليانو صاحبانو پکښې قدر ؤ ۔ ليکن بيا به هم اکثرو طالبانو په (صوبه سرحد) خېبر پښتونخوا کښې په جماعتونو يا په مدرسو کښې سبق وئيلو۔ په ورستو کښې هلته يو دارالعلوم جوړ شوے ؤ چې هغه هم ډاکټر نجيب جور کړے ؤ ۔
د افغانستان جګړه د دغو پسمانده او بې علمو کسانو په ذريعه پيل شوه په ابتدا کښې خو هم دغو مجاهدينو په افغانستان کښې په استوګنو هغه تورې تودې جوړې کړې چې هغوي به ئې په هجرت مجبور کړۀ او د کورونو بې عزتي، لوټ مار په راتلونکو مهاجرينو کډوالو نه په لاره شوکه د هغوي معمول ؤ او زيات کسان په دغه جذبه د مجاهدينو په فوج کښي شاملېدل چې د جهاد په نامه لوټ مار ؤ۔ دغو غېر تربيت يافته مجاهدينو د مال غنيمت په نامه تر دغه حده لوټ مار وکړو چې په خيوې او ګوشتې کښې خو ښځې هم وينزي کړې شوې او په عربو ئې خرڅې کړې، حال دا ؤ چې دغه وخت په افغانستان کښې د روس فوځ نۀ ؤ او نۀ روسيان وو۔ ټول مسلمانان وو خو پخپل ملک کښې وسيدل ۔ ولې دوي داسې لوټ مار وکړو چې د کورونو، سکولونو او هسپتالونو دروازې او کړکيانې ئې هم پرې نۀ ښودې ۔ ځنګلې ئې وسيزلې ۔ د بدخشان او کونڼ قيمتي کانونه ئې لوټ کړل ۔ د کلاشنکوف دپاره ئې خپل ورور قتلول معمول شو او هم دغه وجه وه چې دلته بيا په بنګلو او پجير ګاډو کښې ګرځيدل ۔ د روس د فوځ د وتو نه پس چې د دوي عبوري حکومت ته امريکي او پاکستان وئيل چې تاسو اوس جلال اباد يا قندهار قبضه کړئ چې هغه تاسو دارلخلافه کړئ او د مجاهدينو هم دا خيال ؤ چې جلال اباد فتحه کول خو زمونږ د ګس لاس لوبه ده ۔ قاضي حسين احمد صېب هم د شکرانې او جمعې د مانځۀ دپاره د پل خشتي جماعت مقرر کړو ۔ او په جلال اباد د سختې حملې منصوبه ئې جوړه کړه ۔ نو دغه جنګ ته په زرګونو زلمي او ماشومان هم لاړۀ چې هغوي به جلال اباد ولوټي ـ لیکن په هغه حمله کښې کامیاب نشوا و د مجاهدینو بې شماره کسان د هوائي بمبارۍ لاندې راغلل او قتل شو ـ
بله دا چې په افغانستان د ظاهر شاه د حکومت د دور نه سود، ګاڼه او لور خور خرڅول عام وو ـ بلکې د لور خور خرڅول خو یوه فریضه ګڼلې شوې وه او چې نور محمد ترکي د غه درېواړه څيزونه بند کړل ـ نو دغه ته د کابل ملایانو صاحبانو سوشلسټي نظام ووئیل او خپل هجرت کښې ئې تيزي راوسته ـ ملایانو صاحبانو دغه د خپلې پروپيګنډې اساس وګرځولو او عوام ئې پاره کړل ۔ او چې کوم وخت دغه مهاجر دلته راغلل نو د لوڼو خویند و قیمتونه زیات شو سود عام شو او دلته ئې کورونه په ګاڼه واخستل ګاڼه اسلام کښې شته خو هغه په طورِ خیانت په ګاڼه نفع اخستل حرام دي ـ او اوس چې کوم وخت د فاتحانو په حېثیت دوي افغانستان ته لاړل نو هم ئې لوټ مار ته دوام ورکړو ـ او اوس هم له ورور وژنه روانه ده ـ صرف د چوکۍ د حصول د پاره د اسلام نامه داسې استعمالوي ـ لکه چې مولانا فضل الرحمان د الیکشن د پاره د کتاب نښې ته قرآن ووئیلواو دا فتوه ئې ورکړه چې څوک دغه کتاب ته ووټ ورنکړي نو هغه کافر دے ښځه پرې طلاقه ده ـ حال دا دے چې د کال 1970 الیکشن کښې کتاب د جماعت اسلامي نخښه وه او د دوي کجوره وه نو نشم وئيلے چې د کجورې خاوندانو به بيا نکاحونه تازه کړي وو او تجديد ايمان ئې کړے ؤ او کۀ نه ۔؟نو سوال دا پېدا کيږي چې هغه د چا خبره چې هوسۍ ګړندۍ وه چې لا ئې ګونګرو هم واچول ۔ نو د افغانستان خلق د مخکښې نه څۀ جاهلان وو چې په جهاد کښې ترې نور لوټ مار،شوکمار جوړشو ۔ نو ايا دوي به اسلامي نظام خو پريږده چې اسلامي قوانينو ته ګاړه کيږدي؟ غالبه دا ده چې د افغانستان به هم دغه اسلامي جمهوريه نامه وي کيدېشي چې ډېره موده پرې مليان صاحبان حکومت ونکړے شي ځکه چې دوي به پخپلو کښې د يو بل د لاسه مري ۔
دا ليکنه دجون د 1990 پښتون نه اخذ شوې ده