پۀ تيارو کښې د رڼا څيره پۀ سينټ کښې د روان کال پۀ بجټ د اېمل ولي خان تقرير-لونګين افريدے

دا ليکنه شريکه کړئ

شروع کؤم پۀ نامه د خداے چې بخښونکے او مهروبانه دے ۔ زۀ نن دې دواړو ډلو ته وايم چې تاسو ته ياد دي او کۀ نه ماته خو ياد دي ۔  زۀ د خپلو دې ملګرو مايوسي محسوسومه دا هغه خلق دي چې د نوي لسيزه (1990) به چې کله مونږ دوي سره پۀ اقتدار کښې کېښناستو نو دوي به سترګې بدلې کړې او چې کله د اقتدار نه به لاړل نو بيا به ورته جمهوري خلق راياد شول ۔زۀ د يوې داسې کورنۍ نه يم چې الحمدالله د درې نسلونو نه پۀ سياست کښې راروان يو او د درې نسلونو نه راته ډېره زده کړه شوې ده ۔وړومبۍ وعده چې د پښتونخوا او د کالاباغ د ډېم شوې وه ۔خو دوي هغې سترګې واړولې او نورو نورو قيصو باندې سر شول۔ لکه د خان عبدالولي خان سره د وعدې نه دوي ورستو شول ۔ هم دغه رنګه د اسفنديار ولي خان صاحب سره د سي پېک  د west in rout  وعده کړې وه ۔ د هغې نه هم پۀ شا شول ۔ دغه رنګه د پي ډي اېم دوره هم مونږه شريکه  د دوي سره تېره کړه ولې چې د دوي نعره وه (ووټ کو عزت دو، ووټر کو عزت دو) ۔ خو بيا مونږه هغه مرحله هم وليده چې چرته پۀ بندو کمرو کښې معاهدې وشوې او چې PDM کښې  مونږ او تاسو، مسلم ليګ،  جمعيت علما اسلام د څۀ د پاره يو شوي وو چې تحريک انصاف پۀ زبردستۍ راوستې شوے دے د دې عمل مخ نيوے بايد وشي ۔ خو ماشالله مسلم ليګ هغه وکړل لکه د کفن پۀ تابوت چې اخري مېخ ټک وهلے شي ۔ زۀ نن د نړيوالې روغې پۀ مناسبت حکومت ته مبارکي ورکوم خو د دې مبارکۍ سره ورته دا هم وايم چې اوس خو د پټرولو قيمتونه بايد راکم کړې شي ۔ ولې چې پۀ دې جنګ جنګ (امريکه ايران) کښې د ليوي ميوي، پټروليم ليوي پۀ نوم باندې حکومت د اولس پۀ جېبونو حملې وکړې ۔ دوي ډېر پۀ خوشحالۍ باندې د امريکې او ايران روغه کښې کردار ادا کړو خو د جنګ پۀ وړومبۍ ورځ چې د سلو او دوه سوو روپو کوم قيمت د پټرولو ختلے و نن بايد د امن د معاهدې سره واپس هغه رېټونه مقرار کړي۔ خو ولې د روايت تر مخه به دغه قيمونه لا لا خېژولې کېږي ۔

مېډم چېرمېن: تاسو او مونږ ليدلي دي او الحمد الله مونږ او تاسو د جمهوريت د بقا د پاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي ۔ خو دا نن څۀ روان دي تاسو وګورئ څوک يو ته زنده اباد نعره پورته کوي، څوک بل ته زنده اباد نعره وهي، څوک يو ته د غل غل نعرې وهي او څوک بل ته د غل غل نعرې وهي۔ د پاکستان ټول نظام د دوه درې مخونو نه چاپېره چورلي ۔ دغه دوه درې مخونه چې څۀ هم غواړي نو ټول پاکستانيان هم هغې پسې روان وي او کۀ دغه دوه درې کسان يو څۀ نۀ غواړي نو هغه به نۀ کېږي خو د کروړونو اولس فکر څوک هم نۀ کوي ۔

مېډم چيرمېن: راځم پۀ بجټ خبره کومه ۔ I can say it on oath دا څنګه چې ماته، تاسو ته زمونږ دې نورو ملګرو ته او ميډيا ته پته وي چې پۀ بجټ کښې څۀ دي نو زۀ ليکلي درکومه چې مسلم ليګ والو ته به هم معلومه وي چې پۀ بجټ کښې څۀ دي ؟ ۔ او پۀ دې دغه نورو (تحريک انصاف) له خوشحالېدل نۀ دي پکار ځکه چې دغه دو دوي هم تېره شوے دے ۔ نن پۀ يو بل ګوته وچتوي۔ خو زۀ وايم چې ايا دا بجټ د IMF  پۀ دفتر کښې نۀ دے جوړ شوے ؟ تاسو هلته خپل وزير نۀ شئ کېښنولې نو بجټ ته به خپل څنګه ووايئ ۔ ما خو د پي ډي ايم سره هم وخت تېر کړے او د تېرو شلو کلونو نه مسلم ليګ هم پېژنم دا کوم وزيران چې ناست دي دا خو مسلم ليګيان نۀ دي نو دا څوک دي او د چا کسان دي ؟۔مونږ ته خو ووايئ کنه ؟ دا محسن نقوي صېب خو ما پۀ مسلم ليګ کښې نۀ دے ليدلے ؟ اورنګ زېب خو مونږ مسلم ليګ کښې نۀ دے ليدلے ۔ دا د دې ځاے روايات دي چې اکانومي کمپرومايزډ ده ۔ کۀ تاسو(تحريک انصاف) څومره هم پسې خاندئ وخاندئ خو حقيقت دا دے چې حکومت چا ته هم ورکړے شوے دے د بچټ پۀ ورځ به خفه وي ۔ولې چې څوک حکومت درکوي تاسو پۀ خوشحالۍ سره هغوي له بچټ جوړوي او د خداے فضل دے چې مونږ بيا ويډيوګانې نۀ جوړوو بلکې قېدونه تېروو۔ زمونږ د نيکۀ پلار باچاخان څلوېښت کلونه قېد تېر کړے دے ۔ زما نيکۀ عبدالولي خان پينځلس کلونه قېد خوړلے، زما پلار اسفنديار ولي خان سره چې د جمهوريت د پاره کوم ظلم شوے د هيرېدو نۀ دے ۔ مونږ نن هم پۀ دې اومېد کښې وو چې پي ډي اېم جوړ شو۔ مونږ ګڼل چې کومه د پاکستان د ائين عکاسي ده ۔ مونږ حقيقي جمهوريت غوښتو چرته چې واک او اختيار د اولس سره وي۔ خو شاته نه زمونږ د ټولو پۀ ملا کښې خنجر وټومبلے شو۔ دا نن مونږ د چا نه هيله لرو دا خو ټول کمپرومايزډ دي ۔ او تاسو (تحريک انصاف) دلته هسې چغې مۀ وهئ زۀ درسره پاڅېدۀ ته تيار يم خو بايد پۀ دې هم خبره وکړو چې ستاسو وزيراعلي د پښتونخوا 109 ارب روپۍ وفاق ته څنګه حواله کړې ۔مونږ به هر کله دغسې ډرامې جوړېږو يو بل پسې به پچموزې کوو۔ دا غل دے او هغه غل دے۔ بابا اولس ته دا شيان نۀ دي پکار اولس ته خپل حق ورکول پکار دي ۔ ايا د اولس پۀ برخه باندې صرف ټيکسونه ليکلي شوي دي ۔ “د عوامي نېشنل ګوند د صدر په توګه زۀ د دې بجټ مخالفت د دې لپاره کوم چې دا صرف يو روايتي کار نۀ دے، بلکې  دې وفاق کښې د اولس په وړاندې زما ذمه واري ده چې د هغوي د حقونو د پاره خپل غږ پورته کړم. پۀ اصل کښې دا بچټ د اصلي پاکستان عکاسي کوي ۔ زمونږ پۀ حکومت کښې ډېر لوي او عزتمنده خلق ناست دي خو ماته دې څوک وښائي چې پۀ بجټ کښې د قرض او ټيکس نه علاوه نور څۀ وي  چې ګنې پاکستان ګټه وکړي او پۀ خپلو خلقو ئې وخوروي ۔ زمونږ زيات بجټ د قرض پۀ ادائيګۍ باندې خرڅ کېږي خو پۀ بجټ کښې داسې څۀ نشته چې پۀ هغې کښې د قرض د خلاصي متبادل څۀ حل وي ۔ دا غل دے او هغه غل دے ۔۔۔ خو مونږ ته خو ټول معلوم دي دا نن چې دېخوا ناست دي دوي به اخوا وو او ورته به غلۀ وئيل کېدل ۔ نن دوي حکومت کښې دي نو دوي ته غلۀ وئيل کېږي ( انصاف او مسلم ليګ)۔ زمونږ بدقسمتي ده چې پۀ دې بجټ کښې هم نوي څۀ نشته ۔ څومره چې زمونږ عمر دے مونږه وينو چې هم دغه رنګه غريب دښمنه بجټ تيارېږي ۔ د عوامو د پاره بجټ اخر پۀ کوم حکومت کښې ووتو، ډکټېټرشپ دور کښې، نواز شريف دور کښې يا شهباز شريف دور کښې ؟ ماته دې څوک يو بجټ وښائي چې د اولس د پاره جوړ شوے وي ۔

مېم! د بجټ ټوله خلاصه دا ده چې د پښتونخوا حق خوړلے کېږي، د سندهـ حق خوړلے کېږي، د جنوبي پنجاب خوړلے کېږي، د پنجاب خوړلے کېږي، خو د دفاع خدمت روان دے ۔ ستاسو پۀ حکومت کښې هر څوک چې کښېني نو دا  صوبائي خودمختاري احسان ولي ګڼي ۔ دا احسان نۀ دے دا ائيني تقاضا ده خو د افسوس خبره دا ده چې څو ورځې وړاندې يو وزيراعظم او د صوبو څلور مشران (وزيراعلي)  کېښناستل نو د ائين يعنې اتلسم ترميم خلاف ورزي ئې کوله ۔ کۀ دا نظام تاسو هم داسې چلوئ نو بسم الله ده چلېږي به خو ماته پته ده چې د اول نه تر اخره پورې به هم دغه پينځلس فيصده خلق پرې ورباندې مزې کوي او مراعات به اخلي ولې پينځۀ اتيا فيصده به نچوړېږي ۔کله به ئې مسلم ليګ نچوړوي او کله به ئې تحريک انصاف نچوړوي ۔ بل  خوا زمونږ قام هم لکه چې اودۀ دے ۔ کشمير خپل حق په زور اخلي ځکه چې هلته عوام راوځي ۔ هغوي ته د بجلۍ يونټ پۀ درې روپۍ دے ځکه چې بجلي جوړوي نو پښتونخوا چې جوړوي پۀ هغې ولې سترګې پټولې کېږي ۔ دا چې نن پۀ اپوزيشن کښې ناست دي (تحريک انصاف) دوي دې ووائي چې درې کلونه ستاسو حکومت و نو پښتونخوا صوبې ته مو څۀ ورکړل ۔

اتلسم ترميم چې شته نو بيا پۀ هغې عمل کول د وفاق ذمه داري ده۔ د AGN فارمولې لاندې پېسې ورکول هم د وفاق ذمه داري ده۔   Devolution of power هم د وفاق ذمه داري ده ۔ يو طرف ته وايئ چې ماسره روپۍ نشته بل طرف ته مو ادارې يرغمال کړي دي ۔ ملک پۀ قرضونو او ټيکسونو روان دے خو د وزيرانو مو لښکرې سازې کړي دي د يوې يوې محکمې دوه دوه وزيران دي خو اختيار د يو سره هم نشته ۔

پۀ ادارو کښې دننه څۀ روان دي هر چا ته معلوم دي خو زۀ دا هم ګڼم چې پۀ تنقيدونو باندې هيڅ نۀ کېږي زما خبرې به هم محض يو تقرير پاتې شي ۔هغه زمونږ چچا خواجه اصف چې څۀ وئيل هم هغسې زما زړۀ غواړي ۔کۀ څوک قېد دے او کۀ نۀ دے خو پۀ يو حال کښې هم چا له نۀ څۀ حيا ورځي او نۀ د چا غېرت پاڅي ۔ دا صرف تقريرونه دي باقي د ائي اېم اېف نه تيار بجټ راځي دوي کښې دومره مجال نشته چې معمولي بدلون قدرې پکښې وکړي ۔ بچټ پۀ اصل کښې يوه عمراني معاهده ده۔ د شمېرو يو، دوه، درې خبره نه ده بلکې دا د راتلونکي کال د پاره د خپل اولس يعنې د رياست د خپلو بچو سره يوه عمراني معاهده کېږي ۔د دې بجټ نه داسې ښکاري چې رياست مېرنه دےبلکې مور پلار دواړه مېرنه دي ۔

انګرېز راغے دلته پۀ يو پردي ملک کښې ئې نظام روان کړو او يو پردے قوم ئې پکښې بندي کړو۔ هغوي د ډي سي پۀ دفتر کښې چوکيداران وساتل او د کشمنر دفتر کښې ئې د کمشنر پۀ نوم۔ مونږ خو د انګرېز نه ازادي حاصله کړه خو د هغې چوکيدارو راج لا هغسې قايم دے ۔د ډي سي دفتر نن هم د عوامو د پاره نۀ دے ۔ بلکې د ډي سي دفترونه د رجيم بنيادي چوکيداري کوي ۔ کۀ څوک د دوي خلاف خبره کوي نو ډي سي به پاسي او د انګرېز د وختو قانون به لاګو او څلورو مياشتو له به يو څوک قېد کوي ۔ پوليس رولز تر اوسه پورې انګرېزي چلېږي ۔ د سرکاري افسرانو هم عجيبه مزاج دے چرته د کار نۀ کولو تنخوا اخلي او چرته پۀ کار کولو رشوت اخلي ۔پۀ داسې ماحول کښې چې تاسو يو غريب مزدور يا کم تنخوادار سره ظلم کوئ خو غټ رشوت خوارۀ يا غلو ته څوک هم څۀ نۀ شي وئيلي ۔د چا چې 140 کاروبارونه دي تاسو هغوي د ټيکس لاندې ولې نۀ راولئ ۔ هر څوک د اسلام اسلام نعرې وهي او کۀ څوک حافظ وي نو هغه خو بل څۀ ګڼلے کېږي ۔ خو زۀ وايم چې د هر چانه تپوس پکار دے خصوصاً د هغه چا نه د مذهب پۀ نوم واک لري۔ چې ايا د خلفاراشدين يا اسلامي خلافت پۀ دوره کښې د سرکاري پېسو استعمال داسې و لکه دا اوس چې دے ۔

مېم! تر څو چې مونږ دا پېريان کنټرول کړي نۀ دي پاکستان هيڅ ترقي نۀ شي کولې ۔زۀ ګڼم چې مسلم ليګ دا وخت مفلوج شوے دے ۔ دا چې څۀ روان دي دا د نواز شريف پاليسي نۀ ده ۔بلکې نواز شريف خو هغه ليډر دے چې وئيل به ئې (جاګ پنجابي جاګ) خو نن د نوازشريف خپله پارټي لګيا ده اور ئې لګولےدے ۔ نن د کشمير سره څۀ روان دي، پښتون غدار دے، بلوچ غدار دے، سندهي غدار دے، ګلګت بلتستان والا غدار دي او دغسې د پاکستان د شه رګ هم غدار دے ۔ زۀ وايم چې دا غداري غداري خبرې ختمې کړئ ځکه چې دا تاسو پۀ محب وطن پنجابي باندې ډېر بوج اچوئ دومره بوج پرې اچوئ چې سبا به ئې برداشت نۀ کړي ۔ خو کۀ نن څوک مونږ ته وائي چې د دې حرکتونو شاته هندوستان دے نو ضرور وي به۔ زۀ بالکل دا تاسو سره منمه ۔ خو دا يوه ګوته چې تاسو هغوي ته نيسئ او دا څلور تاسو ته شي نو پۀ دې مو کله پام کړے دے کۀ نۀ مو دے کړے نو بيا کۀ هندوستان څۀ کوي نو ولې ئې کوي ؟ کۀ چرې افغانستان ئې کوي نو ولې ئې کوي ؟ کۀ چرې سم ځواب ته مونږ ورسېدو نو بيا به دا مسئلې نۀ وي ۔

مېډم چېرمين: کۀ ستاسو خپل بچي تاسو نه وران شي نو تاسو له نۀ دي پکار چې هغوي ته غدار ووايئ ځکه چې دې سره هغوي د دښمن لاسو ته ځي ۔ او دا خبره بېخي سمه ده چې ستاسو دښمن دې موقعې ته تيار ناست دے چې کله به کومه موقع پۀ لاس راولي چې پاکستان پرې destabilized کړي ۔ پۀ بلوچستان کښې تاسو موقعې ورکوئ، پۀ سندهـ کښې تاسو موقعې ورکوئ، پۀ پښتونخوا کښې تاسو موقعې ورکوئ ،

ډېر د سنجيدګۍ نه کار اخستل پکار دي ۔ I offer an extended hands to Pakistan Muslim League همت ورکړئ او د جمهوريت او د ائين مرسته وکړئ ۔د دې وردۍ مردۍ والا نه دومره مۀ ويرېږئ مونږ تاسو سره يو ۔څومره سخته چې هم ده تېره به شي ۔ د عوامو خدمت ته ملا وتړئ هغه ائين او قانون راوړئ کوم چې اولس ته ګټه ورکولې شي ۔تارډ صاحب! لکه څنګه چې تا عدليه قابو کړې او ټول هر څۀ دې پۀ خپل لاس کښې اخستې دي اوس چې د تارډ صاحب څۀ هم خوښه وي پۀ عدالتونو کښې به هغه کېږي ۔ زمونږ بابو وزير (بغېر اليکشنه منتخب) نۀ دے پکار بلکې مونږ ته وزير پکار دے چې اولسي نمائنده وي او انشاالله تر هره حده به تاسو سره ځو ۔ مونږ خبره کوو د سيکيورټي، مونږ خبره کوو د ډيفنس او تر څو چې دا وي ويره به خوره وي ۔ defense in security social defense and social security۔ ځکه مونږ صرف پۀ ټوپک او توپ محفوظ نۀ يو۔

کۀ چرې مونږ پۀ اولسي توګه سيکيور شو يعنې د اولس اعتماد مو بحال کړو نو دلته به يو بهترين تعليمي نظام روان شي۔ هسپتالونه به روان شي، سړکونه به جوړېږي۔ خلقو ته به روزګارونه ملاوېږي، کارخانې به جوړېږي، ټرېډ به کېږي، تجارت به روان وي، کوم تجارت چې تاسو بند کړے دے هغه ازاد کړے نو ستاسو سوشل سيکيورټي به بحال شي ۔  اوس دې حکومت پۀ ټيکنالوژي فوکس وکړي د دفاع د پاره دې بې شکه چې ډرونز او ميزايلې تيارې کړي خو د خپل اولس د پاره چې موکومې تُورې ساتلي او د هغوي پۀ مرۍ دي د خداے د پاره دا پۀ قابو کښې راولئ ۔ مننه

نورې ليکنې۔۔۔