اداريه – ستمبر 2021ز

د افغانستان حالات او د وخت چغه

د کال 2021 د اګست پۀ پنځلسمه نېټه يو ناڅاپه پۀ نړيوالو رسنيو خبرونه خپارۀ شول چې افغان صدر ډاکټر اشرف غني کابل څخه ووتو او ملک ئې پرېښودو. چې څنګه دا خبر بېړنے او ناڅاپي ؤ هم دغه شان پۀ دې لړ کښې د ګنګوسو نعرې هم لکه د ځنګل د اور خورې شوې. يو دم پۀ امن مئين خلکو سره سره پۀ جنګ مئين هم مېدان ته شول، عجيبه عجيبه تبصرې او خبرې شورو شوې؛ چرته کۀ د خفګان څرګندونه وه نو چرته د خوشحالۍ ډولونه وهلے کېدل، کۀ يو خوا د ځنو خلکو سره تشويش ؤ نو ځنې خلک د مفادو پۀ تحفظ کښې لګيا شول، کۀ چا ژړا کوله نو د چا خولې د خندا نه، نۀ راټولېدې. دغه ورځ او دغه حالات ډېر عجيبه او ناساز وو ځکه چې پۀ افغانستان کښې کۀ څۀ هم حالات ډېر زيات ترينګلي وو او د وېرې هواګانې خورې وې خو بل خوا د خلکو ګمان ؤ چې کۀ څۀ هم کېږي خو دا ځل به حالات د تېر پۀ شان خرابتيا ته نۀ ځي. خلک خوشګمانه وو چې نړۍ پرمخ تللې او اوس د جنګونو او ناورينونو وخت تېر دے خو دا ټولې اندازې غلطې ثابتې شوې او کابل سقوط وکړو. د نړۍ هغه باداران چې هر وخت د امن ډنډوره غږوي تش تماشيان پاتې شول. دا وړومبے ځل نۀ دے چې کابل سقوط وکړو بلکې لۀ دې وړاندې پنځويشت کاله پخوا هم کابل پرېوتے ؤ او د پرېوتو نتيجه ئې ټولې نړۍ ليدلې وه خو بيا هم چا دا ځل پۀ دې سقوط هم څۀ ونۀ وئيل. خو وخت اوس بدل دے، حالات بدل دي او اثار هم بدل ښکاري. تېر ځل کۀ يوازې امريکه پۀ مېدان وه نو دا ځل چين هم پۀ مېدان دے، روس هم پۀ مېدان دے، برطانيه هم پۀ مېدان ده او ګاونډي هېوادونه هم پۀ مېدان ولاړ دي. مخکښې د امريکې سره زياتره ملکونه پۀ څنګ ولاړ وو خو اوس داسې ښکاري چې بلاکونه دي ځکه چې د هر چا خپل خپل مفادات دي. کۀ چين پۀ سيمه کښې معيشت او خپل روزګار ته پۀ وده ورکولو کښې بوخت دے نو روس پۀ علاقائي صورتحال او سياسي کړکېچ نظر ساتلے، کۀ ترکي د نړيوال سياست پۀ مهره جوړېدو کښې هلې ځلې کوي نو برطانيه هم ځان د زغل نه، نۀ وباسي، کۀ جرمني رادانګل غواړي نو بهارت هم وزرې وهي. کۀ امريکه د ايسارېدو بهانې ګوري نو يو ځل بيا پۀ افغانستان کښې کۀ خپله نېغ پۀ نېغه نۀ وي خو کوشش ئې دا دے چې چين نېغ پۀ نېغه پۀ جنګ کښې ښکېل کړي. چين کۀ څۀ هم صرف او صرف د خپل معاشي مفاداتو د تحفظ پۀ لړ کښې کوششونه کوي خو وېره څرګندېږي چې اخر به هم پۀ جنګ کولو مجبور شي. بيا طالبان هم پۀ اوسني وخت کښې د يو شمېر مسئلو ښکار پۀ نظر راځي. کۀ يو خوا دوي د خپلې څهرې د بدلولو کړکېچ سره مخ دي نو بل خوا د ځنې قوتونو لۀ خوا د فشار سره هم مخ دي. کۀ يو خوا د حکومت پۀ جوړولو کښې لا هم ستونزې لري نو بلخوا پۀ دې کشاله کښې هم پراتۀ دي چې د ټولشموله حکومت انځور به څنګه وي؟ کۀ يو خوا د امريکې او نړۍ سره پۀ شويو وعدو پوره کولو کښې ورته خنډان دي نو بلخوا ورته د تعليم، صحت، لوبو، کلتوري هلو ځلو او د زنانو د حقونو ورکولو غبرګون باندې هم بلها سوالونه مخې ته دي. ځنې ناپوهه خلکو کۀ څۀ هم د کابل پۀ سقوط د خوشحالۍ ډمامې وغږولې خو لا ښکاري داسې چې مزل اوږد او پر خطر دے. دنيا بدله ده، حالات د بدلون متقاضي دي. نړۍ نوره د جنګ نۀ متحمل ده او نۀ څوک زورور د جنګ جواز لري. حالات صرف د يو امر اجازه ورکوي چې نړۍ کښېني، زورور ملکونه ذمه واري واخلي، ګاونډي هېوادونه رامخې ته شي او د دې کړکېچ پۀ سياسي حل يو بل سره وغږېږي، د امکاناتو جائزه واخلي، حالاتو ته وګوري او د راتلونکي امکاناتو، د مستقبل پۀ عکس او ممکناتو غور وکړي. کۀ څۀ هم مونږ بيا بيا د لويو او زورور ملکونو د کردار خبره د روايت ترمخه کوو خو تاريخ مونږ ته دا هم ښائي چې زورور ملکونو کله هم خپل مفاد ترسره کړي نو بيا ئې د جنګ مېدان هم هغه شان شوړ پوړ پرېښے او پۀ شا ئې نۀ دي کتلي او ټوله ملبه به بيا پۀ اولس او پۀ هغه سيمه پرېوتلې. ځکه نو پۀ دې حالاتو کښې د افغان اولس، طالبانو او د ګاونډي هېوادونو بايد کردار پوخ او د مستقبل د زائچو پۀ رڼا کښې وي. بايد داسې ګامونه واخستلے شي چې د افغان خاورې د بربادۍ پۀ ځاے د ودانۍ سبب وګرځي. بايد څوک هم ځان د ښکېلګرو پۀ ولقه کښې ورنۀ کړي، بايد يو قوت هم د بل لپاره ځان استعمال له ورنۀ کړي. افغانستان د جنګ باوجود پۀ تېر شل کاله کښې پۀ نظر راتلونکے پرمختګ کړے دے، بايد دا لۀ لاسه ور نۀ کړے شي. بايد مدني فعاليتونه، لوبې، کلتوري هلې ځلې او معاشي کوششونه دوام ومومي. بايد د کشالې پرامنه او يوازې سياسي حل راوويستے شي. بايد افغان اولس ته قابل قبول نظام رامخ ته کړے شي. بايد څوک هم د چا اله کار جوړ نۀ شي. څوک هم د چا ذاتي مخالفت نۀ کوي بلکې مخالفت همېش د نظريې سره وي، د ائيډيالوژي سره وي. بايد هر ملک، هر حکومت او هر قوت د هر څۀ جاج د يو چا د کارونو، نظرونو او نظريو پۀ بنياد واخلي. افغانستان باندې کۀ د تېرو څلورو لسيزو راهسې ناورين جوړ دے نو هسې نۀ دے بلکې کۀ د دې منطقې يو خوا تذويراتي ژوروالے د ځنې قوتونو لپاره مهم دے نو ورسره پۀ دې ملک کښې د کهربونو ډالرو معدني زېرمې او قيمتي معدنيات هم شتون لري کوم چې د افغانستان او د افغان اولس امانت دے؛ بايد پۀ واک کښې ناست خلک د افغانانو د دې دولت تحفظ وکړي. د دې سره سره يوه بله کشاله هم ډېره مهمه ده. کله هم چې حالات اړي ګړي ته ځي او د امنيت او ترهګرۍ خبرې کېږي نو پۀ افغانستان کښې ژوند کوونکي يو شمېر قامونو کښې يوازې پښتون دے چې د ترهګر پۀ نامه بللے شي؛ بايد د دې ‘پېژندګلو’ هم مخه ونيولې شي.

دا هم يو کوټلے او منلے حقيقت دے چې د يو هېواد پۀ ودانۍ کښې د هغه هېواد ځوان کهول لوے رول لوبوي. خو مونږ وليدل چې د رامېنځ ته شوي حالاتو او وېرې لۀ وجې ډېر باسواده ځوانان لۀ ملکه بهر درومي کوم چې د دې ملک لپاره ښۀ شګون نۀ دے. بايد پۀ واک کښې ناست خلک ادارې پرانيزي، زمينې برابرې کړي او د اولس باور وګټي.

نړۍ د وروستو پۀ ځاے پۀ مخ ځي، تېرې اوبۀ نۀ جاروځي او د پښتو متل دے چې ‘پۀ زور کلي نۀ کېږي’. نن سبا پۀ نړۍ کښې مقبول او د يو ملک د چلولو او پر مخ تللو نظام جمهوريت دے. کوم ملکونه هم چې پۀ صحيح معنيو کښې پۀ جمهوري لاره روان دي، د هغوي پرمختګ ته نړۍ حېرانه ده. بايد پۀ واک کښې ناست خلک پۀ جمهوريت يقين ولري او جمهوري نظام ته لار برابره کړي. نن نړۍ د يو کلي پۀ مثال ده، د نړۍ د ملکونو ژبې، رنګونه، کلتورونه، کړۀ وړۀ، غم ښادۍ، ژوند ژواک، تاريخونه، سيسټمونه، لارې چارې، مذهبونه، مسلکونه، تهذيبونه او تمدنونه خو لۀ يو بله بدل بدل، جلا جلا او مختلف کېدے شي خو معاش، معاشي پرمختګ، بېنکنګ، ورکړه راکړه، سود زيان، تجارت او سوداګري ئې د يو بل سره تړلي شوي دي. نن يو ملک هم د نړۍ د نورو ملکونو نه جدا نۀ شي اوسېدلے، يو ملک هم پۀ خپله ځان ته پۀ خوښ کړے شوي، جوړ کړے شوي يا غوره کړے شوي نظام ژوند نۀ شي کولے. کۀ لۀ هر څۀ ووځي خو پۀ ډپلوماټيکي اړيکو څوک هم کمپرومائيز نۀ کوي. نن د سياست، تجارت او ډپلوماټيکې اړيکو دور دے. واک کښې ناست خلک به د دې هر څۀ جاج اخلي او هم د دې پۀ رڼا کښې به د راتلونکي کړنلاره جوړول وي. نن پۀ نړۍ کښې د ښکېلګرو بېلا بېلې ادارې دي کومې چې ملکونو ته قرضونه او امدادونه ورکوي خو دا هر څۀ هغوي د څۀ سره تړي؛ کۀ ائي ايم اېف دے او کۀ ورلډ بېنک ټولې ادارې د يو ملک او د دغه ملک د نظام او پۀ د غه ملک کښې د خلکو د ژوند ژواک او حکومتي رويو جاج هم اخلي، نو دې پله به هم کتل وي. نن طالبان کۀ دا مني چې زنانؤ له به حقونه ورکوي، مدني فعاليتونه به لري، لوبې به کېږي، کلتوري هلې ځلې به دوام لري او د ملک وګړو ته به د خپلې خوښې د ژوند کولو اجازه وي نو دا هر څۀ هم د دې خبرې غمازي کوي چې نړۍ بدله ده او نور پۀ زورواکۍ کارونه نۀ کېږي. د دوي دې ګام ته ځنې خلک پۀ ښۀ نظر ګوري چې يو ښۀ بدلون دے مګر لا هم حالات پېچلي دي، سوالونه شته او د حالاتو پۀ رڼا کښې لا څوک هم د څۀ پرېکړې کولو غوڅ دريځ نۀ لري. پۀ داسې حالاتو کښې هر فريق له د حالاتو پۀ مناسبت سره ګامونه اخستل اړين دي. د چا يو غلط ګام هم د نړۍ نظر بدلولے شي، د چا يوه غلطه اراده هم حالات نسکورولے شي. احتياط، کتل، سترګې پرانستل او د نړيوال چاپېرچل پۀ رڼا کښې تګ سره د يو سيسټم مخې ته راتلل امکان لري خو دا هم بايد د افغانانو پۀ خوښه او مرضۍ وي. بله مهمه خبره دا ده چې يو وړوکے ټولګے يو کلے يا ملک خو ورانولے شي خو کۀ ټوله نړۍ رايوځاے شي نو د يو ملک يو ښار هم نۀ شي ودانولے نو ضروري ده چې افغانان بايد اوس ومني چې د دوي ملک به بل څوک نه بلکې دوي پۀ خپله جوړوي.

کۀ څۀ هم ټول ملکونه او سټېک هولډرز د امن امن نعرې وهي خو اوس حالات د دې متقاضي دي چې هره خبره دې واضحه او ښکاره وي. مونږ وليدل چې امريکا د امن پۀ نامه کومې لوبې ونۀ کړې. قطر کښې د افغان امن عمل پۀ نامه د دوه کلونو نه زيات وخت ولګولے شو خو پايله ئې ټولې نړۍ وليدله ځکه چې پۀ دې مذاکراتو او خبرو اترو کښې يو مهم فريق يعنې افغان دولت او افغان اولس د خپل ملک د راتلونکي څخه بې برخې ساتلي شوي وو. دغه شان ګاونډي هېوادونه هم د امن نامه اخلي. پۀ دې لړ کښې د پاکستان رول ډېر مهم دے. کۀ څۀ هم پاکستان د امن نامه اخلي خو د يو ګاونډي هېواد پۀ توګه او د دې فکر پربنسټ چې کۀ خداے مۀ کړه افغانستان کښې حالات خرابېږي، خانه جنګي شروع کېږي نو لامحاله اغېز او بد اثرات به ئې پۀ پاکستان هم پرېوځي چې يو ځل به بيا د پښتنو سيمې د اور لمبو کښې سوځي. پاکستان وائي چې پۀ امن کښې شراکتدار يو خو د امن ذمه وار نۀ يو. بايد پۀ دې لړ کښې پۀ امن کښې کوټلے رول ولوبوي تر څو سبا ورته د چا ګوته نۀ اوچتېږي او دې د پاره بايد پاکستان دا هڅې دوامدارې وساتي چې د امن يا د افغانستان د راتلونکي پۀ اړه څۀ هم فېصله کېږي نو چې بايد هغه ښکاره او څرګنده وي. ځکه کۀ چرې داسې ونۀ شي نو يو ځل به بيا د دې منطقې خلک دل کېږي. پاې کښې دا وئيل مهم او اړين ګڼو چې څنګه ډاکټر اشرف غني د خلکو ژوند ژغورلو لپاره يو د ستائنې وړ ګام پورته کړو، لاړو او ملک ئې د خونرېزۍ نه وساتلو، هم دغه شان بايد ټول فريقېن يوازې او يوازې د افغان کشالې د پرامنه هوراي او تلپاتې سولې لپاره خپل کردار ترسره کړي.

جنګ پۀ خپله يوه مسئله ده!

جنګ توره بلا ده او بلا تل د بربادۍ استعاره پاتې شوې. د نړۍ پۀ يو څو کوټلي حقيقتونو کښې يو دا هم دے چې جنګ کښې چا هم ګټه نۀ ده کړې. جنګ کله هم د يوې مسئلې حل نه بلکې پۀ خپله يوه مسئله ده. جنګ تل بربادي راوړي، نصيبونه خواروي، مېندې بورې کوي، ماشومان يتيمان کوي، سيمې بدرنګوي او خلک د تهذيب پۀ زغل کښې وروستو پاتې کوي. جنګ سپېرۀ څهره ده، توره سايه ده، بدرنګ مخ دے، د وېرې غږ او د امېدونو قاتل دے. جنګ د ولوږې اعلان، د ځپلتيا محرک او د بدرنګۍ نخښه ده. جنګ د بارودو روزګار دے، د زورورو لوبه ده چې د بې وسه او بې وزله پۀ سر کېږي. جنګ د دردونو، اهونو او زخمونو د سړيکو نامه ده چې تل پۀ زبېرګو وي. جنګ د سرو څپېړو او تودو اوښکو د لړيو نامه ده چې تل د يو قام د مخ نه د پرمختګ نخښې ورانوي. جنګ د تمدن قاتل، د کلتور پۀ مرۍ ناسته خپسه او د تهذيب دښمن دے. جنګ اور دے، جنګ زور دے، جنګ تور لوګے او بې مخه غرور دے. جنګ د يو ماشوم نه د ناز تروړلو، د يوې مور نه د بچي شوکولو او د اولاد نه د مور پلار د سېوري ختمولو کوڼه چغه ده. جنګ بدرنګ دے، جنګ بدمست دے او جنګ بې لارې او ګمراه دے او جنګ د ښائست دښمن او ارمانونو قاتل دے. جنګ دې ورک شي ځکه چې خلک ورکوي، جنګ دې ورک شي ځکه چې خوشحالۍ شوکوي او بيا هغه د پښتو متل هم دے چې “د جنګ دې لرے برے دواړه ورک شي”.

د نړۍ پۀ مخ څوک هم د جنګ ګټه نۀ شي بيانولے ځکه چې تاريخ کښې هېڅ داسې ثبوت نشته چې چا پۀ جنګ کښې ګټه کړې وي؛ کۀ څوک ملکونو فتح کولو او د سرونو مينارونه جوړولو ته ګټه وائي نو ضرور به ئې پۀ سر کښې چنګېزيت موجود وي، کۀ څوک يو قام محکوم کولو ته ګټه وائي نو ضرور به ئې پۀ مازغو کښې فرعونيت موجود وي، کۀ څوک وينې تويولو ته ګټه وائي نو ضرور به ئې پۀ وينه کښې بربريت موجود وي. خو د دې هر څۀ د پاسه بيا هم جنګونه کېږي، بيا هم د خلکو ژوند اخستے کېږي، بيا هم داسې خلک شته چې پۀ جنګ مئين دي، نړۍ مخکښې تلې ده خو بيا هم داسې ملکونه شته چې جنګونه غواړي، وخت بدل شو خو د ځنې خلکو د جنګ تنده سړه نۀ شوه. نړۍ کښې خواوشا دوه سوه ملکونه او څۀ د پاسه اووۀ اربه خلک ژوند کوي. دې ملکونو او خلکو کښې د زيات شمېر ملکونه او خلک بې وسه، غريب او بې وزله دي څوک چې د دوه وخته ډوډۍ لپاره هلې ځلې کوي. خو بيا داسې د شمېر څۀ ملکونه او خلک شته د چا د خوارمستۍ سامان چې د جنګ سره تړلے شوے دے. دا هغه خلک دي چي جنګونه غواړي او د جنګ اورونو ته لمنې وهي. دوي نۀ د چا پۀ بربادۍ غرض لري او نۀ د چا پۀ کور کلي ورانېدو خفه کېږي، نۀ ئې د کوم يتيم پۀ اوښکو پرواه وي او نۀ چرته د يوې کونډې پۀ ساندو غمژن کېږي. داسې خلک جنګونه جوړوي او جنګونو ته لارې هواروي ځکه چې د دوي د بدرنګه ژوند امکان دوي د جنګونو سره تړلے وي. خو جنګ اسان کار نۀ دے، جنګ ته حالات جوړول، جنګ ته زمينه برابرول بلها خواري او چټکتيا غواړي، مکاري او دلالي غواړي؛ خو دا پۀ جنګ مئين خلک دومره مکار دي چې دغه کار هم ډېر پۀ هنر کوي. دا خلک چې جنګ جوړوي نو يا د مذهب پۀ نامه حالات ترينګلي کړي او يا د قوميت پۀ نامه، يا د ژبې پۀ نامه حالات خراب کړي او يا د حقونو پۀ نامه. جنګ جوړ کړي، خلک ووژني، وينې توې کړي، ملکونه وران کړي، دولت ولوټي؛ بربادي پرېږدي، کونډي يتيمان پرېږدي، وران کورونه او د ځلمو څلي پرېږدي او ډکې منګولې پۀ خپله مخه ځي. اوس سوال دا دے چې دا يو موټے خلک څنګه، ولې او اخر ولې پۀ خپلو بدرنګو ارادو کښې کامياب شي؟ دا ځکه چې ځنې خلک د پوهې پۀ کاليو سمبال نۀ وي، دا ځکه چې ځنې خلک جذباتي وي، دا ځکه چې ځنې خلک خپله ګټه او تاوان نۀ پېژني، دا ځکه چې ځنې خلک خپل او پردے نۀ پېژني. د دوي داسې ذهن سازي وشي چې کۀ څوک خېر خواه ئې رالټوي، بېداروي او د ويښتيا غږ پرې کوي نو الټه هغوي پسې ژبې راوباسي، دګي يې، رټي يې، بدناموي يې او د کفر او غدارۍ پۀ فتوو او تمغو ئې بدرګه کوي. هم دا وجه ده چې کله هم څوک د نړۍ زورور چرته جنګ جوړوي نو اول د خلکو ذهن سازي وکړي، خلک دوکه کړي او خلک متنفر کړي. بيا کۀ څوک هر څومره زور کوي خو د حالاتو مخه څوک نيوے شي. جنګ دې ورک شي، جنګ بدرنګ دے.

د امن نړيواله ورځ او افغان کړکېچ

هر کال د ستمبر يويشتمه نېټه د امن د نړيوالې ورځ پۀ نامه نمانځلې شي. د دې ورځ د نمانځلو موخه او مقصد د امن سره د مينې اظهار او د جنګ او تشدد څخه د کرکې اظهار دے. دا ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې د نړۍ امن ته د پېرزوئينې پۀ نامه ده يعنې دا ورځ د امن پۀ نامه ټاکلې شوې. امن د نړۍ يوه داسې خوږه مېوه ده چې د راوستلو لپاره ئې خلک جنګونه کوي او ځانونه قربانوي. د امن د اهميت نه څوک هم انکار نۀ شي کولے ځکه چې د دنيا ټول مثبت کارونه صرف پۀ امن کښې ترسره کېدے شي او چې چرته امن نۀ وي نو هلته ژوند څۀ چې مرګ هم د وېرې وي. سږ کال د نړۍ پۀ کچ د امن نړيواله ورځ پۀ يو داسې حال کښې نمانځلے کېږي چې کابل يو ځل بيا سقوط کړے دے او منتخب حکومت لۀ مېنځه تللے دے. يو ځل بيا يوازې پۀ افغانستان کښې نه بلکې پۀ ټوله منطقه کښې د غېر يقيني صورتحال بادشاهت دے. غير يقيني صورتحال کۀ د عام خلکو او اولس لپاره د وېرې ترهې صورتحال وي نو بلخوا د ځنو قوتونو لپاره دا ډېر ائيډئيل صورتحال وي ځکه دوي هم پۀ داسې حالاتو کښې خپلې ګټې لټوي او بيا د دغه ګټو لپاره بېلا بېلې لارې جوړوي او د خپلو مرامونو لپاره مختلفې دسيسې جوړوي چې پۀ نتيجه کښې ئې اولس د زيان سره مخ کېږي او نقصان ورته رسي. افغانستان د نړۍ يو جنګ ځپلے ملک دے. تېر 42 کالو راهسې دلته جنګ روان دے چې ناوړه اغېزونه ئې پۀ دې ملک، د دې پۀ اولس او ګاونډ اچولي دي. نور دا ملک، د دې اولس او دا ټوله منطقه د دې جنګ زور نۀ شي اوړلے. دلته نور د امن ضرورت دے، د ورورلۍ او سوکالۍ ضرورت دے. بايد دلته نور د نړۍ ملکونه، قوتونه او سازمانونه د امن لپاره خپل کردار پۀ ايماندارۍ سره ترسره کړي. افغانستان د نړۍ پۀ يوه داسې مهمه منطقه پروت دے چې د دې کۀ امن وي او کۀ ناامني، پۀ ټوله نړۍ ئې اغېز وي. مونږ بلکې څوک هم دا نۀ شي وئيلے چې ګنې افغانستان کښې به امن نۀ وي او نوره نړۍ به پۀ ارام وي، نه بېخي نه، بلکې دا اوس يو منلے حقيقت دے چې د افغانستان د امن سره د ټولې نړۍ امن تړلے شوے او هم دغه شان د دې ملک د بدامنۍ اثرات نه ټوله نړۍ نۀ شي بچ کېدلې. پۀ دې حالاتو کښې بايد د امن لپاره ټول پاخۀ او کلک ګامونه واخستے شي. مونږ به دا هم ووايو چې مناسبه به وي کۀ دا ځل د يويشتم ستمبر د امن نړيواله ورځ د افغانستان پۀ نامه کړې شي او د امن دغه غږ پۀ نړيواله کچ پۀ شريکه بدرګه کړے شي.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …