اولسي لوبې–طارق ناياب اتمانخېل

دا ليکنه شريکه کړئ

ګنجے:

ګنجے زمونږ د ماشومتوب هغه ښکلې او رنګينه لوبه وه چې ټوله غرمه به مو ورته لۀ کوره باهر تېروله ۔ تورې شنډۍ  چې به کله ګل شوې مونږ به خوشحاله شو چې بيا  د ګنجي ورځې را راونې دي ۔ چې شنډۍ به کله غوټۍ شوې نو بيا به مو د ټولو  غټې شنډۍ کتلې چې په کومه شنډۍ به غټې دانې وې هغه به مو د ګنجي د پاره غوره کړې ۔ ګنجے داسې لوبه وه چې د تورې شنډۍ دانې به مو راوړې او په هغه دانو کښې به مو د ټولو نه غټه دانه وکتله اؤ په هغې به مو داسې نښې وکړې لکه په دې تصوير کښې چې کومه دانه زما په تلې کښې پرته ده ۔ د دې نه بعد مو قوتے جوړ کړو او يوه به مو د ګنډلو ستن راوړه۔ بيا به مو د ستن په سوم کښې هغه غټه دانه شنډۍ ورکړه چې ګوزار ښۀ کوي۔ ټولې شنډې  به مونږه دانه دانه کړې او د قوتې  په مينځ کښې به مو ور واچولې ګنجے  به مو په مېنځ کښې پټ کړو چې ښکاري نۀ  بيا  به مو پرې د ستن ګوزار کولو چې کوم ګوزار کښې به دانه ونختله نو ورپسې به بل ګوار هم وۀ او کۀ چرې ګوزار به خطا شو نو بيا به د بل ملګري نمبر وۀ ۔ ګنجے چې به د چا په ګوزار په ستن کښې ونختو ټولې شنډۍ به د هغۀ شوې او  بيا به دا لوبه لۀ سره شروع شوه۔

مينجو مينجو پلار دې منګوټي راوړي

د دې لوبې خو خپل نوم نۀ  دے معلوم چې څه نوم لري خو دغه جمله پکښې بار بار تکرارېږي شايد د دغه وجې دغه نامه ورکړې شوي وي۔دا لوبه زمونږه په مخونو د خندا سبب وه، زمونږه ماشومتوب ئې رنګين کړې وۀ، د خوشحالۍ اؤ مستۍ سبب وه۔ دا لوبه څه په دے ډول وه ۔ دوه ټيمونه به يو بل ته مخامخ کښېناستل او دومره فاصله به ئې په مېنځ کښې وه چې د يو بل پټې خبرې نۀ اوري۔ د هر ټيم به يو کس مشر وۀ چې اوس وخت کښې ورته کېپټن وائي ۔ دے مشر (کيپټن) به هر يؤ غړي ته پټ په غوږ کښې خبره کوله، مطلب فرضي نوم به ئې ورله کېښودۀ ۔ دغه چل به مخالف ټيم هم کوۀ۔ کله چې به نومونه برابر شو نو د مخالف ټيم مشر (کيپټن)اؤ د دے بل ټيم مشر به پاڅېدل اؤ يؤ بل ته به ئې مخ کړو، او دغه جمله به ئې وئيله چې  مينجو مينجو پلار دې منګوټي راوړي،  څه څه نامې  بيا به ئې مشرانو  د خپل خپل، ټيم، نومونه واورول ۔ دغه نومونه به فرضي وو چاته به پته نۀ وه چې د کوم غړي څۀ نوم دے؟

نومونه

د سرو زرو جام

د سرو زرو  پياله

د سرو زرو چائېنک

او داسې نور

دغه شان به مخالف ټيم هم خپل نومونه کېښودل

لوبه چې به شروع شوه نو خوند به ئې دلته شروع شو  مشر (کيپټن،) به راغے او د مخالف ټيم يؤ وګړي له به ئې سترګې پټې کړي اؤ اواز به ئې وکړو چې راځي دې پرې د  سرو زرو پياله، دا نوم به فرضي نوم وۀ چا ته به پته نۀ وه چې څوک دے خو د سرو زرو پياله به راغله۔د مخالف ټيم وګړي له به ئې په سر په قلار شان ټپ ورکړو او بيا به په خپل ځائے کښېناستو۔دغه ټيم به ټول په خپل مېنځ کښې ګډ وډ شو اؤ يؤ بل ته به ئې خاندل چې کس معلوم نۀ شي۔  د مخالف لوري نه به د هغۀ کس سترګې خلاصې شوې  کوم کس چې به په سر ټپ خوړلے وۀ۔نو اوس به دا کس هغه کس معلوموي چی کوم کس دوي له په سر ټپ ورکړے وۀ‌۔کۀ معلوم ئې کړو  نو ګټلې به ئې وه اؤ کۀ معلوم به ئې نۀ کړو نو بايللې به ئې وه۔ بيا به د مخالف ټيم نمبر وۀ، دغه رنګ به دا لوبه روانه وه۔ د وګړو تعداد به شپږ شپږ وۀ۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔