د چارسدې تاريخي کلے بابړه – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال:سيد احمد شاه

بابړه کلے د پېړو نه پۀ چارسده کښې يعنې پخوانۍ پشکلاوتي کښې اباد کلے دے. دا کلے د چارسدې د بازارکوم ته چې د تحصيل بازار هم وئيلے شي نه تقريباً دوه کلو ميټره پۀ فاصله کښې د جيندي سيند او د چارسدې لويې مقبره پۀ مېنځ کښې پروت کلے دے. پۀ چارسده کښې چې […]

انقلاب زنده باد – ډاکټر همدرد يوسفزے

د کوڅې هغه بل سر ته به چې د غمي ماما پۀ اټۍ کښې شور شو نو زۀ به غلے غوندې لاړم. د ملېشې تورې جامې او توره ټوپۍ چې به غمي ماما وليده نو چغه به ئې کړه سر کوزيه! ته بيا د سکول نه پټ شوے يې؟ دا ځل چې دې پلار د […]

د ادب بابا نانک (خاکه) – ګل محمد بېتاب

هغه چا رشتيا وئيلي دي چې پۀ ليدلو او اورېدلو کښې ډېر فرق وي ځکه کله کله مونږه د يو بل نه پۀ اورېدلو خبرو د يو بنده متعلق اندازه يو شان ولګوو خو چې کله ئې خپله ووينو او ورسره مو څۀ وخت تېر شي نو معلومه شي چې څۀ مو اورېدلي وو، غلط […]

پۀ ګنجي واوړېدو – پښتون

اخبار کښې خبر ؤ چې پۀ هندوستان کښې يوه ناوې عدالت ته رسېدلې او د خپل خاوند خلاف ئې د درغلۍ مقدمه درج کړې ده او خواست ئې کړے چې د انصاف سره سره دې د خاوند نه ازادي هم ورکړے شي. تفصيل د خبر داسې دے چې ناوې ته د وادۀ پۀ دوېمه پته […]

“د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق

“د صوابۍ تاريخ” د ډاکټر بشريٰ خاتون د پي اېچ ډي مقالې يوه برخه ده. کتابي بڼه کښې، سره د حوالو او لرغوني نخښو نخښانو پۀ دوه سوه اووۀ پنځوس مخونو مشتمل ده. د ډاکټر بشريٰ خاتون دا ځانګړې علمي ادبي او تحقيقي زيار او کار پۀ هر ډول د ستائنې، مننې او مبارکۍ جوګه […]

مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے

د فطرت غېږ د انسان لپاره د مور د غېږې حېثيت لري ځکه چې د خپل وجودي او کلتوري سفر پۀ پېل کښې هم دغه فطرت د دۀ لومړے مسکن ؤ ځکه نن هم چې دے کله دغه غېږې لۀ ورځي نو پۀ روحاني توګه ډېر اطمينان او سکون محسوسوي. د فطرت غېږ او ښکلا […]

د ژوند ابتدائي مفکورات – مولانا خانزېب

د زمانو زمانو نه پوهان پۀ دې لټون کښې دي او خپلې څېړنې ئې کړې دي چې د ژوند شروع څنګه شوې؟ ژوند د نړۍ پۀ سر د زمان پۀ ټاټو کښې څنګه پرمختېا کړې؟ انسان د ژوند د ارتقا پۀ پوړو د څومره ستونزو نه راتېر شوے؟ او تر نن وخت د سائنسي دور […]

د خپلې خاورې تاريخ ليکل لويه لاس ته راوړنه – شېخ جهانزاده

تاريخ ته د قام حافظه وئيلے کېږي. د چا نه چې تاريخ ورک شي هغه ګنګس شي. نننۍ نړۍ د قام او وطنيت د عروج ده. هر قام خپل تاريخ جوړوي او وياړ پرې کوي. تاريخ د ماضي د رېکارډ نامه ده. تېر حالات ، واقعات او د هغې نتيجې د مستقبل د پاره بنيادي […]

د”سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” پرانستونکې غونډه او د کابل ادبي دوره – ډاکټر ظفرالله بخشالے

د اکتوبر پۀ وړومبۍ اوونۍ کښې راته د “سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” لۀ خوا بلنه راکړې شوه او دا هم ووئيلے شول چې پۀ دې دوره کښې به د باچا خان پوهنتون پخوانے رئيس او د باچا خان څېړنيز مرکز مشر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت او د مفکوره ريسرچ اېنډ ډوېلپمنټ مرکز مشر […]

مورنۍ ژبه او د پښتو لوحو کمپېن – اياز ايسپزے

ژبه د يو قام او ټولنې د وجود د جوړښت بنيادي او مهمه برخه ده، دا يوازې د اظهار او اړيکو يوه مهمه وسيله نه بلکې د انساني شعور او پوهې د پرمختګ او پراختيا بنسټ هم دے. د ژبو د تخليق تاريخ هم شا و خوا دومره زوړ دے څومره چې پۀ خپله انسان […]