سیاست، اجتماعیت: د اولس زور د خداے زور دے – اوېس کمال

پاکستان کښې سیاست دومره بدنام کړے شوے چې مونږ اکثر پۀ ټولنه کښې داسې قسمه خبرې اورو “ماسره ډېر سیاست مۀ کوه”، “هغه پلانکے ډېر سیاست باز دے”، “زۀ سیاسي بنده نۀ یم”، “زۀ غېر سیاسي یم”. د دې ټولو جملو کۀ نفس ته مونږ ځېر شو نو دا خبره جوتېږي چې پۀ پاکستان کښې […]

سپينې سپينې ووايه – مولانا خانزېب

پۀ قران کریم کښې د خداے وېنا ده چې مفهوم ئې داسې دے چې “تاسو هر وخت نېغه وېنا کوئ”. پۀ سیاست کښې او د يو وطن پۀ پېښ چاپېريال کښې حق او سمه وېنا کۀ يو اړخ ته لازم ده نو بلخوا دا د ټولو نه ګران کار هم دے. دغه راز يو اولس […]

پۀ دې خاوره د ژوند کولو ضابطه عدم تشدد ده – ساجد ټکر

دا خبره اوس لۀ چا هم پټه پناه نۀ ده چې کۀ د پښتنو پۀ دې خاوره څوک خفه کېږي نو هغه د دې خاورې حلالي بچي دي. هاغه حلالي بچي چې کله هم پۀ دې خاوره سخت وخت راغلے نو دوي خپلې سينې مخکښې کړې دي او خپله خاوره ئې ژغورلې ده؛ دا هاغه […]

پاکستان او مذهبي انتها پسندي – جاوېد ثاقب

د انګرېز د تګ نه پس چې د هندوستان د تقسيم او د پاکستان د جوړېدو لپاره د مسلم ليګ پۀ خلۀ کوم جواز پېش کېدو نو هغه دا ؤ چې چونکې پۀ هندوستان کښې دوه قامونه (مسلمانان او هندوان) اوسېږي چې د يو بل نه جدا مذهب، جدا رسم و رواج او جدا ثقافت […]

خبردار؛ دا مۀ لولئ! – پښتون

د علم نفسيات يوه اصطلاح ده چې “نرګسيت” ورته وئيلے شي. څوک هم چې پۀ دې “بيمارۍ” کښې ښکېل شي نو هغه بيا پۀ ځان کښې داسې ورک شي چې بل څوک ورته لۀ سره پۀ نظر هم نۀ راځي. داسې سړي ته نرګسي وئيلے شي او داسې سړے بيا نۀ صرف د خود پرستۍ […]

خبره ورانه ښکاري – عامر عالم

پۀ جمهوري ټولنو او ملکونو کښې حکومتونه کۀ د ملک د انتظام پۀ ښۀ شان چلولو ذمه وار وي نو ورسره د وخت او حالاتو لۀ وجې ولاړېدونکو پېښو باندې هم نظر ساتي. کۀ حکومتونه د يو ملک د اقتصاد، تعليم، امن و امان او پرمختګ غم کوي نو پۀ ملک کښې پۀ روانو حالاتو […]

اداريه – دسمبر 2020ز

بايد حکومت خپلې سترګې پرانيزي! مونږ د “پښتون” پۀ دې پاڼو مخکښې هم وئيلي او يو ځل بيا وايو چې کۀ د رايې اختلاف لرل د جمهوري ټولنو حسن دے نو پۀ يو جمهوري ملک کښې د اپوزيشن ذمه واري او کار هم دے. او بيا کله چې پۀ يو جمهوري ملک کښې د يو […]

“سپاسنامه پۀ خدمت کښې د بادشاه خان” – د حمزه بابا له خوا

نوټ: دا تاريخي سپاسنامه پښتون مجلې ته پروفېسر ډاکټر محمد زبېرحسرت صاحب ډېره پۀ مينه وسپارله او مونږ ئې د “پښتون” لوستونکيو ته ډېر پۀ درنښت وړاندې کوو. محترم بادشاه خان؛ فخرافغانه ستړے مۀ شې، پخېر راغلې خېرونه دې راوړل. د پښتون ملت غم خوره خوشحالۍ دې راوړې. دازادۍ رڼا دې راوړه. کۀ څۀ هم […]

“نيازبين خانه”؛ خداے دې پوهه کړه – صديق ننګيال

دا خبره خو اوس ډېره زړه بلکې د خبرو نيا شوه خو څۀ وکړو چې نن دا خبره د پخوا پۀ نسبت لا زياته بلکې بېخي سمه او جالبه ده. کله نه چې دا ملک جوړ شوے دے نو اکثر مونږ دا خبره اورو يا راته وئيلے کېږي چې ملک د “نازکو حالاتو” نه تېرېږي […]

خپلې ذمه وارۍ به پېژندل وي – سيده نازيه شاه

کله چې مونږ د تاريخ پاڼې اړوو نو داسې يو دور هم ګورو چې لوڼه به ژوندۍ ښخولې شوې. خو کۀ نن ګورو نو وخت ډېر بدل دے او زنانه پۀ هر مېدان کښې پۀ خپل قابليت او صلاحيت مخکښې روانې دي. کۀ موازنه کوو نو د نن دور ډېر بدل دے. خو لۀ بده […]