د څۀ وخت راهیسې زۀ وینم چې څۀ خلک د پښتنو د وطن د رېکارډ شوې موسیقۍ د ورکېدلو په اړه اندېښنې ښکاره کوي او د ژغورلو خبرې او هڅې ئې کول غواړي ۔ دا رښتیا ده چې زموږ د موسیقۍ ډېره لویه پانګه د ورکېدو له خطر سره مخ ده ۔ پرون هم په دې اړه یو چا راسره تماس نیولے و او پوښتنه ئې کوله چې کۀ ماته څۀ معلوم وي چې درکونه ورکړم ۔ نو هم ځکه د پښتو موسیقۍ د یو اورېدونکي او لوستونکي په توګه مې فکر وکړو چې په دې اړه څۀ ولیکم ۔ ډېرو لوستونکو به د پېښور په بورډ بازار کښې مېشت د بر وطن یو کډوال، ‘زمري استاد’ هغه ویډیو لیدلې وي چې زمرې استاد پکښې د دۀ سره پرتې د موسیقۍ د پانګې د ورکېدو اندېښنه څرګنده کړې وه، ولې چې زمرے استاد کډوال دے او جبري وطن ته ستنېدل ئې په سر ولاړ دي ۔ د زمري استاد ویډیو لیدلو وروسته ډېرو خلکو فکر مندي ښکاره کړه، چې ګنې د استاد سره په سلګونو او زرګونو کېسټونه او پکښې په زرګونو سندرې به له منځه لاړې شي ۔ خو په حقیقت کښې داسې نۀ ده۔ دلیل ئې دا دے چې د زمري استاد سره پرته د موسیقۍ پانګه یا د مشهورو سندرغاړو ده او یا هم پۀ کابل راډیو، ټلویزیون او یا په مشهورو سټوډیوګانو کښې د رېکارډ شوې موسیقۍ پانګه ده۔ د دې سندرغاړو، راډیو، ټلویزیون او سټوډیوګانو رېکارډونه ډېر اورېدونکي لرل/لري او هم ځکه د نورو خلکو سره هم شته دے، او خلکو ئې ډیجیټایز کول هم پیل کړي دي ۔ یو وخت مې د سندرغاړو ډېر نایابه رېکارډونه لرل ۔ چا چې راکړي و، په دې شرط ئې راکړي وو چې یواځې خپله یې اورم او هیڅ چاله به ئې نۀ ورکوم خو اوس ګورم چې په هم هغو کښې ډېر رېکارډونه خلک په فېسبوک هره ورځ اپلوډ کوي ۔
نو ویل دا غواړم چې د مشهورو سندرغاړو رېکارډونه، د کابل راډیو او ټلویزیون رېکارډونه او هم د کابل، پېښور، هرات، کندهار او نورو سټوډیوګانو رېکارډونه د ورکېدو له جدي خطر سره مخ نۀ دي ۔ کۀ بیا هم څوک پرې کار کول غواړي، نو لومړے باید یقیني کړي چې کوم رېکارډونه لا نۀ دي ډیجیټایز شوي او واقعاً د خطر سره مخ دي۔ بې ضرورته وخت او سرمایه ضایع کول نۀ دي پکار ۔ اوس پوښتنه دا ده چې د دې مشهورو رېکارډونو پرته کوم رېکارډونه د خطر سره مخ دي؟ ۔
زما په اند په څنډو پرتو سیمو کې د هغو سندرغاړو او سټوډیوګانو موسیقي د ورکېدو له خطر سره مخ ده چې محدود اورېدونکي ئې درلودل۔ د بېلګې په توګه د بنو ګلدراز میوزیک سنټر، د ډي ائی خان ګلزمان میوزیک سنټر، د سوات پاپولر میوزیک سنټر او نور۔ د بنو د ګلدراز میوزیک سنټر مالک ګلدراز خپل ټول مال و جایداد د موسیقۍ په سپانسر کولو کښې لګولے و ۔ هم ئې سندرغاړي او هنرمندان سپانسر کول، او کله یې د خپلې سیمې ژوندۍ موسیقي رېکارډ کوله ۔ هم دغه کار د سوات پاپولر میوزیک سنټر او د ډي ائی خان ګلزمان میوزیک سنټر کړے دے ۔ د بده مرغه د تېرو شلو کلونو جګړه او د ټیکنالوجۍ راتګ دغه په څنډو رېکارد شوې موسیقي د لوی خطر سره مخ کړه ۔ د دې ټولو سره په زرګونو داسې کېسټونه پراته وو/دي، چې دوي حیران دي چې څه ورسره وکړي ۔ ولې چې ډيجيټائز کول یې لویه سرمایه غواړي ۔ څلور کاله مخکې چې زه بنو کې د ګلدراز دوکان ته لاړم، نو خبر شوم چې دوکان یې تړلے دے ۔ د پوښتنې وروسته خبر شوم چې کېسټونه ئې کور ته وړي دي۔ اوس ئې څه حال دے، خبر نۀ یم ۔
دا یوازې مثالونه دي ۔ داسې رېکارډونه د پښتنو نږدې په هره سیمه کښې شوي دي۔ د باجوړ نوشات، جان سید، یار خان، د مومندو فضل وید سیدروز، د مروتو دمساز او امین خان، د وزیرستان شهباز خان، او داسې د پښتون وطن د هرې سیمې سلګونه سندرغاړي او هنرمندان چې نن یې د خپلې سیمې نوم هم خلک نه پېژني۔ د دغه سندرغاړو موسیقي یا خو تر ډېره ورکه ده او یا د ورکېدو له خطر سره مخ ده ۔ د دې ژغورل ضروري دي ځکه چې په دې رېکارډونو کښې ئې که یو خوا د پښتو فولکلور هغه اصناف پراتۀ دي چې زموږ نه ورک شوي دي، لکه پشت نغارې او د مروتو او وزیرستان لغات۔ نو بل پکښې د تېرو سلګونو کلونو تاریخ پروت دے او هم داسې پکښې د بهرنیو یرغلونو، کورنیو جګړو او مقاومتونو قیصې دي او هم پکښې د مینې، د کلتور، اقتصاد، ژوند ژواک، چاپېریال او شخصیتونو قیصې پرتې دي ۔ نو ځکه زه وایم چې کۀ څوک د موسیقۍ ژغورل غواړي، نو مشهوره موسیقي دې پرېږدي د هغې ژغورنه په طبیعي توګه کېږي ۔ هغه څه دې وژغوري چې په رښتیا د خطر سره مخ دي ۔ انجینر مومند راته څه وخت مخکې وویل چې ما په پېښور کښې د ارباب روډ په یو سټوډیو کښې یو البم کړے و، که هغه رېکارډونه راته پیدا کړې۔ ډېرې پوښتنې مې وکړې، خو البم مې پېدا نۀ کړو (یاده دې وي، چې د انجنیر دغه البم خپور /پبلش شوے نه وو)۔ چې د پېښور د ارباب روډ د سټوډیو نه څوک خبر نه دي، نو د مروت، بنو، باجوړ، بټګرام، مومندو، سوات، خیبر او نورو څنډو پرتو سیمو به یې څۀ حال وي ۔ هغه رېکارډونه چې ژغورل پرېږده، څوک پرې خبر هم نۀ دي نور خلک پرېږده، د همدغو سیمو خلک هم نۀ دي خبر چې یو داسې دور تېر شوے دے او زموږ شاوخوا کښې داسې خزانې پرتې دي چې زموږ د سترګو وړاندې ورکېږي ۔ نو زما دا غوښتنه ده چې که څوک دا کار کول غواړي، نو لومړے دې خطر وټاکي او دا دې درک کړي چې کوم څه د خطر سره مخ دي او کوم څه له خطره بهر دي۔ پس له هغې دې په ژغورنه لاس پورې کړي بې ځایه وخت ضایع کول پکار نۀ دي ۔۔