د يو قام کړۀ وړۀ، خويي خصلت، ناسته ولاړه، ژبه، خوراک څښاک، جامه پېزار او کر کرونده، شريکه جغرافيه، شريک واک مذهب وغېره دغه ټول د کلتور پۀ زمره کښې راځي ۔ کۀ پښتون کلتور ته جوت نظر وشي نو د نورو قامونو پۀ نسبت د پښتون قام ځينې روايات ډېر ځانګړې او سپېځلې دي ۔ د باجوړ خاوره چې موجوده ابادي ئې تقريباَ اتلس لکهو(1800000) ته رسېږي او سل پۀ سله پکښې پښتانۀ اباد دي ۔ پۀ دې سيمه کښې پۀ لويه سطح دوه لوئې تپې ژوند کوي چې يوې ته ترکلاني او بلې ته اتمان خېل وائي ۔ د دې نه پرته دلازاک،مشواني او ځينې نورې تپې هم ژوند کوي ۔ د باجوړ نر او ښځې پرتوګ قميص اغوندي ۔ سړي زياتره چارسدوالې څپلۍ پښو کوي، د اوړي پۀ موسم کښې خولۍ/ پګړۍ پۀ سر کوي او نرے څادر ئې پۀ اوږه پروت وي دغه شان د ژمي پۀ موسم کښې پکول پۀ سر کوي او د شړۍ څادر ئې پۀ اوږه پروت وي ۔ ښځې ئې نتکۍ، پيوي، ټيکه، امېل، تعويز، مندرۍ، والۍ، چارګل، بنګړي او پۀ ښادو ودونو کښې د سرو زرو کالي اچوي ۔ د باجوړ د ښځينه کالو پۀ اړه مولانا خانزېب څۀ داسې وائي:
” د زنانؤ لپاره سر زر پۀ ودونو کښې عام رواج دے ۔ نتکۍ، ټيکه چارګل، مندرۍ، او تعويز عام رواج دے ۔ دغه رنګ د نارينؤ زنانؤ عامه جامه قميص پرتوګ دي ۔ د زنانؤ رواجي پرده د پخوا نه يو لوے پړونے به ؤ زنانه به پکښې پټه وه د څۀ وخت نه برقعه هم رواج شوې ده ۔ زنانه کلکه پرده کوي ۔ بوډۍ ګانې زنانه زړوکي پۀ سر کوي ۔“ خانزېب، مولانا، باجوړ د تاريخ پۀ رڼا کښې، مخ: 44
د باجوړ اولس پۀ مجموعي توګه ښۀ کلک پښتانۀ دي البته د نوو تپو پۀ ابادېدو د دوې پۀ دود دستور او رواياتو کښې څۀ نا څۀ توپيرونه رامېنځ ته شوې دي ۔ خو بيا هم لکه د نورو پښتنو ځينې روايات هم هغه شان د پېړو راهسې راروان دي او تر دې دمه ئې خپل ضخامت برقرار ساتلے دے ۔ د باجوړ د خلقو خوراک څښاک ساده دے او د بازاري څيزونو پۀ ځاے کورني خوراکونه لکه شودۀ (پئ) ماستۀ، کورنۍ انډي،کورني غوړي او سبزيانې خوري ۔ د باجوړ د اولس ځينې دودونه او دستورونه پۀ لاندې ډول دي ۔
جرګه:
لکه د ټول پښتون قام جرګه د باجوړ پۀ سيمه کښې خپل يو ځانګړے مقام لري ۔ کله چې د دوو تپو يا ډلو تر مېنځ څۀ تاؤ تريخوالے (تنازعه) رامېنځ ته شي نو د قام ستر ستر مشران راغونډ شي او د جرګې پۀ شکل دواړو ډلو له ورشي او زياتره لانجې د خبرو اترو د لارې هوارې کړي خو کله چې خبره پۀ مصلحت او پسته خولۀ نۀ حل کېږي نو بيا جرګه هغه فېصله د وخت يو قاضي ته وسپاري او هغه د شريعت پۀ رڼا کښې يوه فېصله صادر کړي ۔ پۀ دغه دوران کښې د د فريقېنو نه جرګه واک واخلي او دهغوي پۀ مېنځ کښې د ضمانت پۀ توګه نغدې روپۍ/ ګاړي يا څاروي جمع کړي او کله چې فېصله وشي او کوم فريق د جرګې د فېصلې نه سر غړونه وکړي نو جرګه ئې د هغه ضمانت پۀ زور هغه فېصلې ته اړ کوي ۔ پۀ هره سيمه کښې د جرګو کولو د پاره څۀ مخصوص ځايونه ټاکل شوې وي هم دغه رنګ د باجوړ پۀ خاوره د جرګو د پاره څۀ خاص مرکزونه ټاکل شوي دي پۀ دغه اړه مولانا خانزېب څۀ داسې ليکي: ” پۀ سلارزو کښې ” منډو چينار، ماموندو کښې ” پالنګ کټ، ډم جوړ” پۀ برنګ کښې ” خونه سټه” چارمنګ کښې “شګۍ، عمري جوړ” پۀ ناوګۍ کښې ” خونه کلے، غنچو جوړ، ناوه چينه” پۀ ساپو کښې ” خزينه ورسک او زيارت غاښے” د سلارزو “ګنګ سيمه” د ماموندو او سلارزو د جرګې شريک مرکز دے “خانزېب، مولانا، باجوړ د تاريخ پۀ رڼا کښې: 38-39
پۀ لنډو ټکو دومره وئيلے شي چې د باجوړ پۀ خاوره جرګه يو لوے اهميت لري او د وړو نه وړې او د لويو نه لويو جګړې او شخړې د جرګو د لارې حل کېږي ۔
ننواتے:
ننواتې هم د باجوړ پۀ سيمه لکه د نور پښتون قام يو غوره او ساحو روايت دے اوس هم چې څوک د چا سره زور ظلم وکړي او د خپلې غلطۍ احساس ورته وشي نو د جرګې پۀ وينا ټول لوے واړۀ د مظلوم کورنۍ له ورشي او معافي ترې وغواړي نو هغوي ئې معاف کوي ۔ دا د پښتون قام هغه کلتور دے چې تر دې دمه ئې د باجوړ پۀ سيمه پاسداري کېږي ۔ پۀ مجموعي توګه د باجوړ اولس ننواتې ته ډېر احترام او درناوے لري ۔
حجره جومات:
اګر چې دنيا پرمختګ کړے نوي نوي څيزونه رامېنځ ته شوې دي خو بيا هم ځينې روايات لا هغه شان برقرار دي البته پۀ هغه زوړ حالت کښې نۀ دي پاتې يعنې څۀ نا څۀ بدلونونه پکښې ليدل کېږې ۔ د باجوړ پۀ سيمه پۀ موجوده وخت کښې شل فيصده(20%) مشترکه حجرې نۀ دي پاتې البته اتيا فيصده (80%) شخصي حجرې او بېټکونه ( دېرې) شته چې د کورنۍ خلق ورته راغونډېږي د يو بل د حال احوال پوښتنه او د مېمله مېلمستيا پکښې کوي ۔ او پۀ لويو کلو کښې اوس هم مشترګه حجرې شته چې د ټول کلي مېلمانۀ او غم ښادي پۀ کښې اوضر(ترسره) کېږي خو لکه د پخواني وخت چيلم ، رباب منګے او دغه شان نور څيزونه پکښې پۀ نظر نۀ راځي ۔ البته د دغه ځينو توکو ځاے ماډرن څيزونو نيولے لکه د رباب منګي، رېډيو او کېسټو پر ځاے اوس ټي وي يا اېل سي ډي لږېدلي وي ۔د حجرې سره تړل شوے نوم جومات دے او د باجوړ پۀ سيمه سل پۀ سله مسلمانان اوسېږي ۔ څو لسيزي وړاندې به حجره جومات يو ځاے وو خو د شخصي بېټکونو له وجې زياتره جوماتونه د ابادۍ پۀ لحاظ غټ او د کليو سرونو ته جوړ شوي دي البته د جومات تقدص اوس هم د باجوړ پۀ سيمه پۀ مجموعي توګه کېږي او هر څوک ورته پۀ درنه سترګه ګوري ۔
غم ښادي:
پۀ ټول پښتون قام کښې د ټولو نه لوے او درانۀ څيزونه غم ښادي ګڼل کېږي يعني کۀ څوک د چا نه هر څومره مرور ولې نۀ وي خو کله چې د غم يا ښادۍ ورځ وي نو پۀ خړو سترګو ګډون کوي خو ضرور ئې کوي او کله چې څوک د چا غم ښادۍ له هم را نشي نو کۀ هغه د وينې پۀ لحاظ هر څومره نيزدې ولې نۀ وي خو هغه بيا د رشته دارۍ او خپلوۍ د لسټ نه ويستل کېږي ۔ د باجوړ پۀ سيمه کښې د غم عموماً درې ورځې غم راځي وي يعنې کله چې چا کره غم وشي نو د ټول کلي خلق د هغوي او ټولو مېلمنو خدمت ته درې ورځې ولاړ وي او تر درې ورځو پورې د مړي کور ډوډۍ چاے وغېره نۀ پخوي ۔ د دې سره د قبر او کټ بسترې خدمت هم د کلي واله پۀ غاړه وي او هغوي ئې ښۀ پۀ نره او روڼ تندي خدمت کوي ۔د وادۀ ښادۍ زمه عموماً د هر چا پۀ خپله زمه وي خو کله چې څوک ډېر غريب وي نو د علاقې خلق ورسره څۀ نا څۀ لاس او پور هم کوي ۔ البته خدمت ټول کلے پۀ شريکه کوي ۔ د باجوړ پۀ سيمه د شادي هال سسټم نشته د وادۀ پروګرام پۀ مجموعي توګه پۀ حجرو، بېټکونو يا دالانون کښې وي خو د ډولۍ کنسفټ د منځه تلے او د دې تر څنګ اوس د وادۀ هلک پۀ پالنګ د خېژولو پر ځاے د وادۀ زلمے ښۀ پۀ ماډرن سوپو کښې ناست وي او چې څوک راځي نو عکسونه ورسره اخلي ۔
ستر پرده:
پښتنې ښځې عموماً حياناکې وي خو ځينې سيمې داسې دي چې هلته حيا او پرده لکه د سکول د يو خاص ډسپلن فالو کېږي ۔ هم پۀ دغه تناظر کښې د باجوړ پۀ سيمه کښې ښځې د پردې ډېر زيات احتمام کوي او کۀ څوک د کوم ضروت يعنې خوراک پوشاک، واښو رېبلو سبزي ټولو، سکول مدرسې ته تللو وغېره د پاره بهر ځي نو هغه هم پړونے يا برقعه پۀ سروي۔ البته ځينې وخت د ستر او پردې له وجې خلق خپلې لوڼه پۀ ښوونځي يا سکول کښې نۀ داخلوي چې له وجې هغوي د زدکړو نه محرومې پاتې شي ۔
مېلمه پالنه:
ټول پۀ ټوله پښتانۀ د مېلمنو قدردان وي او دغه روايت د باجوړ پۀ خاوره هم شتون لري ۔ کله چې څوک پۀ کلي کښې اوسېږي او مېلمه ئې راشي نو د کلي ټول خلق دا هڅه کوي چې دے به نن ما سره مېلمه شي او بيا اکثر د ماسخوتن د لمونځ نه پس خلق سره د خپل مېلمه حجرې ته ووځي او ښۀ ګپ شپ او ټوقې ټقالې وکړي ۔ کۀ پۀ عام روټين کښې څوک ځانله هر څنګه خوراک څښاک کوي خو چې کله ئې مېلمه راشي نو د خپل وس مطابق ورله ښه مېلمستيا کوي کورنے بانګي، کورنۍ انډې، شودۀ ماستۀ او سوچه غوړي پرې خوري ۔ باجوړ يوه پاسمانده سيمه ده هلته لکه د ښاريو ځينې انتظامات نۀ وي خو مېلمه له چرګ حلالول د باجوړ ډېر زوړ کلتور دے ۔د دې نه علاوه پۀ پښتنو کښې چې څومره هم روايات دي زياتره د باجوړ خلق پالو کوي خو بيا هم ځينې روايات د ورکېدو اړخ ته روان دي چې د ټولو نه لوے روايت پکښې اجتماعي يا مشترکه حجره، اشر، ډولۍ او موخه ويشتل دي ۔