د سوېلي پښتونخوا د يونليکونو يون—ډاکټر بدرالحکيم حکيمزے

دا ليکنه شريکه کړئ

نۀ له کوره چرته ووځم نۀ سفر کړم
بې سفره مې لنډيږي لار د عمر
رحمان بابا)

يون دا دے چې څۀ او څوک له يو ځايه تر بل ځايه ځي ـ  څوک په کار ځي او څوک بې ځايه ځي ـ  څوک د تور ټکي د زدکړې په هڅه ځي او څوک د بې بسۍ او بې وسۍ له ټسه ځي ـ  څوک د سېل سپاټې او ساعت تېري په موخه ځي او څوک د بېلابېلو قامونو او تهذيبونو د ليدو کتو تر مخه ځي ـ  څوک د چا د وژلو ځورولو په تابيا ځي او څوک د چا په مرسته ملګرتيا ځي ـ  د سفر له برکته تهذيب خوځي، تمدن خوځي، علم له ګڼو پړاونو تېريږي ـ  د علم څېرمه څانګې رغېږي، نوي حقيقتونه  برڅېره کيږي او کائنات مسخر کيږي ـ  د مياشتو کار په شېبو کښې او د لاسو کار په اوزارو کيږي ـ  تُوره تر مزايله رسي، انسان د سمندر تر تله رسي او پاس په خلا کښې له سپوږمۍ نه لا په بره رسي ـ  په دې خبره هر څوک خبر دے چې ژوند په خپله يو سفر دے ـ  که څوک ناست دے او که ملاست دے، اودۀ دے که بېدار دے، ناپوهه که هوښيار دے، د کلي که د ښار دے ـ  څوک ښځه ده که نر دے، وړوکے دے که ستر دے، په سمه که په غر دے خو اخته په يو سفر دے او د طاهر اپريدي په وېنا سفر مدام سفر دے ـ  هم دا سفر دے چې د عقل او علم په شريکولو کښې، د انساني وګړي د بېلابېلو تهذيبونو په پېژندلو کښې، د نوؤ او نااشنا سيمو په معلومولو کښې، د تجارت په غزولو او زياتولو کښې، د ځائي په ځاے د جهاني نظر په رغولو کښې او د نړيوال کلي په جوړولو کښې غوره کردار لوبوي ـ  د نواز طائر خبره چې،”د جهاني تمدن په پېشرفت کښې د سفرنامو همېش لوے لاس پاتې شوے دے ـ  دې سفر نامو د ناليدلو ملکونو او قامونو طرف ته د نورو اولسونو لارې سمې کړې دي ـ  تجارت او کاروبار له ئې فروغ ورکړے دے ـ  علم او هنر ئې د قومونو کور کوڅې له راوړے دے ـ “(5-1)په سفر هر څوک ځي خو د هر چا د فکر چال او د جمال تول او تال جدا جدا دي ـ  د نظر زاويه ئې يو تربله بدله ده ـ  د چا مشاهده رغۍ ده او د چا ژوره ده ـ  څوک قدرتي منظرونه ګوري، څوک چينې او چنارونه ګوري ـ  د چا نظر په تمدني پرمختيا پرېوځي او د چا نظر په تهذيبي او ثقافتي ښکلا پرېوځي ـ  څوک تاريخي آثار لټوي او څوک اخلاقي اقدار لټوي ـ  څوک پېښې په نظر کښې ساتي او څوک د پېښو تر شا د محرک په تماشه وي ـ  بيا د ليک په شکل کښې د خپلو ليدنو کتنو احوال او تاثرات بيانول سفرنامه نوميږي ـ  خېر محمد عارف ليکي چې، “د سفر په دوران کښې په سترګو ليدلے حال او واقعات په سليس او زړۀ پورې انداز کښې د قلم په ژبه وړاندې کول او په هغه کښې خوند او ندرت پېدا کول د سفرنامې روح ګڼل کيږي ـ “(2-2) که سفر لنډ يا اوږد کېدے شي نو سفرنامه هم لنډه يا اوږده کېدے شي خو دا نۀ شي کېدے چې بيان ئې روان نۀ وي، پوست، خوږ او اسان نۀ وي ـ  سفرنامه نۀ تش تاريخ دے او نۀ جغرافيه ده ـ  نۀ تش د ليدلو کتلو احوال دي او نۀ د تهذيب خدوخال دي ـ  اصلاً سفرنامه،”يو داسې دستاوېز رغول دي چې د دغې سيمې او اولس د تهذيب او تمدن رسا ښکارندوئي وکړي ـ  د چاپېرچل ښکلې انځورګري وکړي او د وګړو د ټولنيز فکر څرګندوئي وکړي ـ ” (6-3) سفرنامه زېږؤنه ده ـ  چې زېږونه ده نو په فني ښېګړه برجغ او شتمنه ده ـ  د احساساتو او جذبو په خوږو ککړه ده ـ  د ليکوال له داخلي کيفيت او فطرت نه اغېزمنه ده ـ  د ليکوال د سياسي نظر او نظرئې په وږمو وږمنه ده ـ  د هغه د علميت او شخصيت د کچ او مېچ پېمانه ده ـ  د ليکوال د شخصي او اجتماعي ارمانونو رڼه هنداره ده ـ  د جمالياتي ذوق روښانه پلوشه ده ـ  د ژوندي پېغام خوږه انګازه ده او د هغه د ادبي استعداد څرګنده ننداره ده ـ  ځکه خو لوستونکے هر څه هغه شان ويني، محسوسوي او خوند ترې اخلي څنګه چې ليکوال غواړي او څنګه چې د يوې ادبي فنپارې غوښتنه ده ـ  سليم راز له دې رازه داسې پرده راکاږي، “سفرنامه تشه منظر نګاري يا واقعات نګاري نۀ ده بلکې د ليکونکي ذهني، روحاني او جذباتي تاثرات او احساسات ورسره څنګ په څنګ روان او هر ځاے نمايان وي ـ  او په بين السطور کښې ئې د ليکونکي د ژوند په حقله خپله نظريه هم غزونې او سرغړونې کوي ـ  ـ  ـ  ـ  په جديده سفر نامه کښې د ليکونکي ذات يو طرف ته يا بې طرفه نۀ وي ـ  يعنې نن د سفرنامې نه د سفرنګار شخصيت څوک بيلولے يا منفي کولے نۀ شي ـ” (25-4) مهجور خويشکي د دې فکر په ملاتړ ليکي، “اوسنۍ سفرنامې په دې وجه خوند ناکې وي چې په هغو کښې د سفرنامې د ليکونکي ذات شامل وي ـ” (8-5) د بېلګې په توګه د خوشحال خان خټک په يونليک کښې د هغه د قامي خپلواکۍ ارمان په ډاګه ښکاري ـ  د باچاخان په سفرنامه کښې د هغه سماجي شعور له ورايه ښکاري ـ  د حمزه شينواري او محمد اسرار د طورو د حج په سفرنامو کښې د نوموړو ليکوالانو له لوے الله، د هغه له مينه وړي استازي او د حجاز له مبارکې خاورې سره بې کچه مينه ځلانده ښکاري ـ  د ميااکبر شاه د بدرښو او د عبدالاکبر خان په يونليکونو د فن او پند ترڅنګه د استعماري قوتونو په ضد د مبارزې او اولسي جذبې انځورګري جوته ښکاري ـ په پښتو ادب کښې د يونليکونو د ليکلو پېلامه د خوشحال خټک له سوات نامې رانښلي ـ  دا لړۍ کړۍ په کړۍ ترننه هسکه غړۍ رارسي ـ  که په بره پښتونخوا کښې ئې نمانځنه کيږي نو په خېبرپښتونخوا کښې هم ډېر تکړه ليکونکي ئې په ليکلو پسې مټې رانغاړي ـ  لکه سيده قانته بېګم زما سفرنامه، طاهر اپريدے سفر په خېر، لوګے کاکاخېل زما د حج سفرنامه، عبدالناصر د کور نه تر کوريا او اسير منګل د اماراتو سفر په نومونو د پښتو غوږ ته دا والۍ ډالۍ کوي ـ  هم دغه شان قېصر اپرېدے، جهانګير جهان، مصطفٰی سالک، سيد صابر شاه صابر، ثناءالله ثنا، ډاکټر فقير محمد، افتاب رشيد، ډاکټر زبېر حسرت او ځينې نور د پښتو په وېښتو کښې د سفرنامو رنګين ګلونه ږدي ـد يونليکونو د ليکلو په دې ساهو زغل او نېکه سيالۍ کښې سوېلي پښتونخوا هم ښه تونده او تانده ښکاري ـ  دلته هر ليکوال چاق هنري قلم لري او تانده جذبه لري ـ  ژوره مشاهده لري او فراخه مطالعه لري ـ  ځکه نو روا حق لري چې د ځاندرې، منځپانګې، د فن، فکر او تکنيک له پلوه ئې شننه وشي ـ  په سويلي پښتونخوا کښې د سفرنامې په وړومبو ليکونکو کښې يو نوم د محمود اياز دے ـ  نوموړے د يو ښه شاعر ترڅنګه نثر نګار هم دے ـ  “ديدن ته دې ناوخته راغلو” په نامه ئې يو ليک 1984ء کښې کړے دے چې د سفرنامې يو څه رنګ او اهنګ لري ـ  د لورلائي د پښتو ادبي ملګرو ژوب، لاچۍ، کوهاټ، پېښور، مردان او سوات ته د تګ او هلته د ادبي هلو ځلو احوال په کښې بيان شوي دي ـ  په سر کښې د يوې سفرنامې لپاره ياد شوي عناصر په نۀ درلودلو ئې د ادبي راپوتاژ بڼه غوره کړې ده ـ  “رازق فهيم هم دغه دريځ لري ـ ” (7-6) د لورلائي د جغرافيه، تاريخ او کلتور رڼاوے هم په کښې شوے دے ـ  د ليک رواني، پوستوالے، سادګي او برجستګي د ليکوال بې تکلفه مزاج په ګوته کوي ـ  ځکه خو رب نواز مائل ئې اسلوب ساده او پُر اثر ګڼي ـ  (6-7) دا يونليک ګڼ شمېر شاعران او ليکوالان او د هغوي د کلام نمونې ذکر کوي چې د پښتو ادب د تاريخ په مرتب کولو کښې د غوره ماخذ ځاے نيوے شي ـ په کال 1996ء کښې افضل شوق د “اوۀ ګامه مزل” په ليکلو د سفرنامو د ليکنې روايت کوټلے کوي ـ  په فني لحاظ دا سفرنامه بېخي سمه دمه ګڼل پکار وو که چرې په نظمونو ئې وحدت تاثر او بلاغت تاواني شوے نۀ وے ـ  د ليک اسلوب ئې په زړۀ پورې او مکالماتي انداز ئې زړۀ راښکونکے دے ـ  تخيلاتي انداز ئې د ستايلو دے او په تېره کله چې جمعه خان ته خپل خوب بيانوي، په کوم چې ځان د ايران د اسلامي حکومت له خوا په دار ختلے ګڼي ـ  (81-8) په ملايشيا، سينګاپور، تهائي لينډ، ايران، ترکيه، سري لنکا او انډونيشيا هېوادونو کښې چې چرته هم ورپېښيږي نو د خپلې فراخې مطالعې او ژورې مشاهدې په زور د دغه ځايونو جاج اخلي ـ  د انډونيشيا د جزيرو ښکلا، په تهائي لېڼډ کښې د مېشته پښتنو احوال، بدهـ مذهب، او بې حيائي، د سري لنکا ښايسته وطن او تور خلک، د حضرت ادمؑ د پښو خاپے چې بدهيان ئې د بدها او هندوان ئې د رام چندر ګڼي ـ  د ترکيې د وګړو د پېسو سره بې کچه مينه، د اتا ترک د سيکولرزم اغېزې، د استنبول تاريخي جوماتونه، د سينګاپور پرمختلون، ايران د سرو زرو پنجره ګڼل چې طوطيان په کښې بندي دي ـ  دغسې نورې ډېرې تجزئې او خبرتيا د دې سفرنامې خوند او ارزښت يو په دوه زياتوي ـ  افضل شوق د دې ټولو هېوادونو د سماجي ژوند، رسم رواج، تهذيبي قدرونو او مادي ترقۍ په زړۀ پورې عکس برداري کوي او خپل احساسات، جذبات، تاثرات ورسره په داسې هنرمندۍ ورګډوي چې دې سفرنامې ته د رښتونې تخليقي تجربې بڼه ورکوي ـ  دا سفرنامه د افضل شوق د فکر او نفسياتو څخه هم ځاے په ځاے پرده راکاږي ـ  له درست انساني وګړي سره د مينې، يو تر بله د برابرۍ د تصور او له پښتون سره د خواخوږۍ انګازې او اوازې په ټوله سفرنامه کښې اورېدے شي ـ  وائي،”پښتني هوډ ئې زه په دې خبره مجبوره کړے يم چې د څلور نيمو ورځو په دې بې باوره ژوند کښې د خپل مانده وس په سمه هغه ټولې بندې دروازې خلاصې کړم چې له مودو راهيسې په ټکولو په يو بل باندې ځکه نۀ شوې خلاصې چې ترمنځه روابط نۀ لري ـ  چرته رواجونه د لارې خنډ جوړ شوي دي ـ  چرته نسلي او لساني توپير مينځ ته راغلے دے او چرته مذهبي کرکې ـ “(8-8) يا دا چې،”ګوا انسان په فطرت يو رقم دي او ټول ټال له خاورو څخه جوړ شوي دي نو بيا دا خبره مزغو ته راځي چې څه له بيا زمونږ د هوارو او ډبرينو سيمو خلک په تېره پښتانۀ د نړۍ د نورو قامونو په سر هېڅ ګڼل کيږي ـ ” (7-8) د افضل شوق جمالياتي څکه هم د منلو ده ـ  په ځانګړي توګه ښځينه جمالياتي ذوق ئې ډېر مالګين دے ـ  په کوالالمپور کښې د مهېش ورې، په تهائي لېنډ کښې د اېن، په سري لنکا کښې د لنډا او نيکي ښکلا او اداګانې په ډېر خوند شخوند بيانوي ـ  د ترکيې د جينکو خو هډو څوک سارے نۀ ګڼي ـ  ليکي، “ترکۍ پېغلې خو هم د حورو څخه کمې نۀ وې چې يا خو ئې پېنټ جېکټ په تن وۀ ـ  يا بيا لانګ او مني سکرټونه، په قد جګې، نرۍ سپين مخې او په زيړ بخنو وېښتانو کښې د زمکې مخلوق نۀ ښکاره کېدې ـ “(92-8) هم دا ښکلا ستاينه ئې د لوستونکي زړۀ راښکون پاروي او د ليک تخليقي او ادبي خوږلت زياتوي ـ لنډه دا چې د دې سفرنامې له مخه په سوېلي پښتونخوا کښې د يونليک ليکنې روايت په خپل وړومبي پړاؤ کښې د فن او هنر له پلوه د معيار په څوکه بلسېدلے دے ـ په کال 2004ء کښې افضل شوق يو بل يونليک “مزل په واورو باندې” د خپل چاق قلم له څوکې تېروي ـ  د لندن، بېلجيم، هالېنډ، جرمني، ليچټنسټاېن، اسټريا او اټلي د هېوادونو او اولسونو احوال په ډېره باريکۍ سره سپين کاغذ ته سپاري ـ  د خپلو جذباتو او احساساتو خواږۀ ورسره ګډوي ـ  د تخيل په وږمو ئې وږمنوي ـ  لکه د اټلي په يو نهر کښې د طوفان خيالي منظرکشي ئې د بيا بيا لوستو وړتيا لري چې د خوب په شکل کښې ئې کړې ده ـ  (263-9) دا د افضل شوق زيرکتيا، لوے علميت، پخه تجربه او کره پوره مشاهده ده چې د لندن د خلکو د اجتماعي ژوند په ځاے انفرادي ژوند ته ترجيح ورکول، د هالېنډ غاوره مزاج او جسم فروشي، د جرمنيانو فلسفيانه خبرې او خپلې ژبې سره مينه، د اسټريا د وګړو د ټوقو ټقالو خوش مزاجي، د لويو خاندانونو پالنه او موسيقي خوښول ـ  د اټلي د خلکو ګڼکپۍ، بيا په ټوليزه توګه د يورپيانو د وينې او مينې د رشتو اوپره والے، د شرابو بې خرته څښل، لوڅه لغړتيا، د ګلونو سره مينه، د قانون پاسداري، د پېسې په ترلاسه کولو پسې ورکه لېونۍ منډه، د ازاد ژوند خوښول او په نره محنت کول ئې په سم او رسا ډول نګېرلي او انګېرلي دي ـ  بيا د هالېنډ ډېمونه، د سويټيزر لېنډ هواګانې، د اسټريا سورنګونه او د ويټکن چرچونه ئې په ډېره هنرمندۍ ياد کړي دي ـ  که يو خوا دا سفرنامه پاڼه په پاڼه په واورو کښې ډوبه يخه پخه پرته ده نو بل خوا د نسواني حُسن د يادونې په رنګونو رنګينه هم ده ـ  يوه ښېګړه ئې دا هم ده چې د لوېديځ او پښتون قام د تهذيبونو عالمانه پرتليز جاج لري ـ  لکه کله چې د جرمني د يوې شنې ناوې سېل کوي نو يادوي چې د دويم نړيوال جنګ په مهال جنګېدونکو ډلو د دې ناوې د ښکلا خوندي ساتلو ژمنه کړې وه ـ  پرېکړه ئې کړې وه چې دلته به بمباري نۀ کيږي ـ “خو افغانانو په مکه کښې د جنګ بندۍ خپل لوظ مات کړے وۀ ـ “(104-9) د جرمنيانو د خپلې ژبې سره د بې کچه مينې خبره چې کوي نو په دې ترڅ کښې د پښتنو رويه ځکه ناوړه بولي چې، “له خپلې شيرينې پښتو سره تړون ساتل کفر ته نېژدې نېژدې کار ګڼي ـ “(109-9) خپل اولس ته په زورنه دا پاسلونه کوي، “لاکن خپله ژبه خپله ژبه وي ـ  که هر څو هغه وړه وي يا غېر علمي او سائينسي ـ ” (194-9) ۔لنډه دا چې مزل په واور باندې سفرنامه سېل سپاټه، قدم په قدم خبرتيا، د پټو پلټنه، خوندوره منظرکشي، د تمدن ننداره، د تهذيب کره کتنه، د تاريخ پلټنه، د موسم احوال، د ګټې وټې لارې، د اولسونو فکري رجحانات، د ليکوال احساسات او د تحرير شوخي په لپو لپو لري ـ  د نړۍ د هر وګړي د روا درناوي او د پښتون د سيال لوړاوي نېکه هڅه لري چې دليکونکي د ذات نمائندګي کوي ـ نوموړي ليکوال په 2005ء کښې د “مزل په واورو باندې” دوېمه برخه “د لمر د کلي په لور” خپره کړه چې د وړومبۍ برخې غزون دے ـ  د دې يونليک تجزياتي اړخ ډېر جوت دے ـ  د انګرېزۍ ژبې په ارزښت زور ورکوي او راتلونکے ئې روښانه ګڼي، لکه، “دا انګليسي ژبه د نړۍ ژبه کېدونکې ده لګيا ده ـ  وخت به لږ اخلي يا ډېر ـ “(309-10)۔ ښه ډېر سيمه ايز لغتونه او اصطلاحات لري چې خوند او مزه ئې سېوا کوي ـ  د خپل مزاج سره سم د کرسټي اوېلنا سره روماني کيفيات دلته په سټو سټو تر سترګو کيږي ـ  د اسلوب له پلوه په ښوټکو د يادولو ده ـ  د مزل په واورو باندې او د لمر د کلي په لور په حقله حنيف خليل راې لري، “جو معلومات افزا بھی ہے اور دلچسپ بھی۔” (362-11)۔ په کال 2005ء کښې صاحب زاده حميد الله “د عربستان سېل” په نامه يوه سفرنامه پښتو ادب ته ډالۍ کړه ـ  په پښتو ادب کښې د حج د سفرنامو روايت له وړاندې نه موجود وۀ خو په دې سفرنامه کښې د درست عربستان د جغرافيې، تاريخي، تهذيبي، تمدني او ټولنيزو کړو وړو رڼاوے ډېر په بشپړه توګه شوے دے ـ  د بيان اسلوب ئې روان او اسان دے او ژبه ئې سوچه ده ـ  دليل، مباحثه او جرحه ئې د بيان نه بيلېدونکي توکي دي ـ  ځکه خو د زېږؤنې په پرتله ئې د څېړنې اکر زيات جوت دي ـ  تاريخي او مذهبي مباحث ئې ډېر په زړۀ پورې، له معلوماتو ډک او غوره ترتيب لري چې د نوموړي ليکوال د غرقې مطالعې څرګندوئي کوي او په خصوصي توګه ئې د ديني مطالعې ژورتيا او فراختيا په ګوته کوي ـ  ځکه خو سرور سودائي ليکي، “صاحبزاده حميد الله صاحب يو ديندار سړے دے او د دوي ديني فکر د ادب سره سره د دوي په ليک کښې جوت دے ـ “(10-12)۔ د کره کتنې انداز ئې هم د ستائينې وړ دے ـ  د موضوع هر مخ او اړخ په زېر او زبر سره ګوري ـ  لکه کله چې د جنت البقيع د اهل بېتو په قبرونو ولاړ ګومبتونه چې سعود او عبدالعزيز نړولي وو، په دې چې د يو خاص مذهبي نظر له مخه بدعت او ناروا ګڼلے شي نو نوموړے ليکوال د دغه فکر په ضد دا دليل راوړي، “بيا به دا سعودي علماء او واکداران په خپله د حضور پُرنور نبي کريم  عليه التحيه والتسليم په زرغونه ګومبته کښي څه وائي چې د اوۀ سوؤ کالو څه پر حجره عائشهؓ صديقه باندې پورته ولاړه ده ـ ” (95-13) د دې تنقيدي رويې له مخه سيد عابد شاه دا راې قائموي چې، د صاحبزاده په مزاج کښي شګفتګي او د مزاح له عنصر سره د تنقيد او بحث مباحثې ذوق هم زيات دے ـ “(7-14)۔د سر ټکي دا دي چې د عربستان سېل د عرب زمکې او قام تهذيبي، مدني، تاريخي، فکري او جغرافيائي هنداره ده ـ  اسلوب ئې خوندور او ښه ډېره تلوسه لري ـ  معلومات ئې باوري او په علم کښې د زياتون مرستيال دي ـ  په ادبي پيرايه کښې د تنقيد او تحقيق ښکلې ټوټه ده ـ  د يو مذهبي ليک مينه پرې ماتېدے شي، چې د خپل ليکوال د علمي استعداد او فکري ليد لوري وياند دے ـ  په کال 2009ء کښې ډاکټر لياقت تابان د يونليکونو په ليکلو پسې مټې رانغاړي او خپلې وړومبۍ سفرنامې ته “د ښکلا په تپاس” نوم ورکوي ـ  خپل د تهائي لېنډ او بنکاک پند  ته د فن شکل ورکوي او د تل لپاره ئې د پښتو ادب په لمن کښې خوندي کوي ـ  نوموړے ډاکټر که يو خوا يو ګړندے سېلانے مزاج لري نو بل خوا د بيلابېلو اولسونو د تهذيبي خدوخال پېژندلو تنده غرے هم دے ـ  غواړي چې د نړۍ هر ګوټ او ګوټپېر ته ورشي ـ  معلومات راغونډ کړي او خپلو لوستونکو ته ئې ورکړي ـ  خوند ترې واخلي او د لوستونکو سره ئې هم شريک کړي ـ  د سفر په مهال چې ئې څه روښانه سترګو ليدلي دي ـ  بيس په بيس ئې ليکلي دي ـ  لکه د بدهـ مت مخ او اړخ، ديانت او رښتونولي، نشې او تماشې، نڅا او لوڅتيا، ځانګړي خوراکونه او لوړې ودانۍ، بيا د افضل شوق غوندې تابان هم د تهائي لېنډ فحاشي بې واکه او کاواکه ګڼلې ده ـ  زياتوي چېد تهائي لېنډ په پاکو او پخو ودانو کښې د اروا لوږې د حيا جنازه وويسته او د خړو کورنو پښتنو ته ناموس ترسره ګران دے ـ  هم دا د تابان شخصيت دے، هم دا تابان دے چې څه ئې بيان دے ـ  په خپله په دې خبره حېرانيږي چې په جومات کښې د ټي وي له لارې خطبه اوري خو لوستونکي په دې ټکي حېرانوي چې پټاني سيمه د پښتنو ده او بهائي خان هلته د نامې جامې پښتون ياديږي ـ  د تهائي اولس د فکري زاويو کچ او مېچ ئې په رسا توګه کړے دے چې د دوي د متل له مخه سړي د هائي د مخکنو پښو په څېر دي او ښځې د شاتنو، که څه هم دوي دواړه يو شان وزن وړي ـ  دا سفرنامه د پښتني درد له خوږلته تشباڼې نۀ ده ـ  د پښتنې خاورې د سپورې څېرې انځور په کښې په ډاګه دے ـ  د پرتليز جاج په بڼه ليکي چې د تهائي لېنډ د ائرپورټ نه په وتلو مېلمنو ته ګلونه ډالۍ کيږي خو،”د کوټې د هغه اوړک په خوا چې خلک د رخصتۍ په ورځ ورځي نو اول د چهاوڼۍ سخت قوانين او بيا د اوړک د پوليس او فوځيانو رويه د خلکو زړونه داسې وپړسوي چې خلک پر خپل راتګ پښېمانه کړي ـ “(41-15) د نچوړ په توګه دا وئيل اسانېږي چې د ښکلا په تپاس ليکډول روان، بليغ او پرله پسې دے ـ  تلوسه لري او لوستونکے په يو مخيز ډول لوستلو ته مجبوري ـ  غوره منظرکشي او جمالياتي څکه لري ـ  جذيات په ګوته کوي چې د ژورې مشاهدې استازيتوب کوي ـ  معلومات هم لري او ساعت تېرے هم لري ـ  په تېره له پښتو او پښتون سره د مينې او خواخوږۍ خواږۀ هم لري ـ  د دې سفرنامې په حقله د طاهري اپريدي دا وېنا ډېره په ځاے ده چې، “ما په پښتو کښې يوه ډېره ښه او معياري، معلوماتي او د سفرنامې د ادب يوه ښکلې مجموعه ولوسته ـ “(14-16)۔ په کال 2011ء کښې ډاکټر لياقت تابان د “تاشقند د قند څکه” په نامه د سفرنامې يوه ګران بيه ملغلره د پښتو ادب پانګې ته پېرزو کړه ـ  دا سفرنامه د ازبکستان د جغرافيه، تهذيب، تمدن، تاريخ، نظارو او د ازبک قام د قامي وياړونو يو باوري او زړۀ راښکونکے دستاوېز دے ـ  د تيموري او چنګيزي خاندانونو د واک او ژواک روداد دے ـ  د تاريخي ښارونو، مقدسو شخصياتو د مزارونو، د قامي اتلانو او قامي وياړونو د يادګارونو ښکلے انځور دے ـ  ازبک ادب او ادب پالنې ته د قدر او درناوي په سترګو د کتلو لاسوند دے ـ  د ازبک اولس د مېلمه پالنې د نمانځلو او ستايلو اقرار نامه ده ـ  د ليک اسلوب ئې ښايسته، ژبه ئي خوږه، پسته او سوچه ده ـ  د سوېلي پښتونخوا د خوږې او شتمنې سيمه ايزې لهجې په خوند او رنګ ککړه ده ـ  په ځانګړي توګه که ئې تلوسه د منلو ده نو فطرت نګاري ئې هم په ښو ټکو د ستايلو ده ـ  د بېلګې په توګه، “بالا په اسمان کښې وريځې، د غرونو په لمن کښې د مرغانو چوڼهار، د ساحل پر غاړه د حسن خزانې، يخه خنکه هوا، کوم ناشوقه به وي چې دلته به ئې زړۀ سندرو وئيلو ته نۀ کيږي ـ  “(211-17)۔ د ښکلا په تپاس غوندې د تاشقند د قند څکه کښې هم له خپل وطن او قام سره د مينې او زړۀ سويۍ انګۍ ترغوږو کيږي ـ  د سمرقند د غوښو د يو دوکان د ذکر په ترڅ کښې ليکي،”نن د پښتنو په غوښو د حېوانانو سره چې انسانان کومې لوبې کوي، هېڅ د حېرانۍ خبره نۀ ده چې ډېرو به دا خوړلې هم وي خو د خوړلو انداز به ئې بدل بدل وي ـ  څوک به د چا په غيبت کولو او څوک به ـ  ـ  ـ  “(154-17) د پروين ملال خبره، “د کوربه هېواد د ښکلا يادولو په وخت ليکوال شاته ګوري، خپل وطن ته مخ وراړوي، په هېواد کښې د نيمګړتياو په باب د ځان سره خواله وکړي ـ “(10-18)۔لنډه دا چې لياقت تابان يو زيرک انسان او فراخه مطالعه لرونکے دے ـ  د ظاهري احوالو سره ئې خپل معلومات او قلبي واردات هم قلم ته سپارلي دي ـ  دا ئې داسې زېږؤنه ده چې دپښتو ژبې تر څنګه د پښتني تهذيب په فراختيا او پرمختيا کښې هم لاس امداد کولے شي ـ  په فني حواله د غوره معيار ده او د قامي مينې په ګبين لړلې ده ـ  په کال 2014ء کښې ډاکټر لياقت تابان يو بل يونليک ” د زم زم تنده” د کاغذ په ټنډه ليکي ـ  حج ته د تللو او کولو خپل کړي او کتلي او په ځان تېرشوي احوال سمبالوي ـ  مقدس حجاز ته هر کال په لکونو خلک د حج او عمرې ادا کولو لپاره ځي، خو هلته څه، څنګه او ولې کول او ليدل پکار دي، ډېر لږ کسان دغه بصيرت لري يا په دغه فلسفه پوهه وي ـ  په دې سفرنامه کښې دا دانش نغښتے شوے دے چې دغه منلے شوي ځايونه ولې، کله څنګه او د کوم مبارک مقصد او سبب له مخه مبارک شوي دي ـ  د دغه تبرک تاريخي او هدفي شاليد څه دے او په راتلونکي کښې انساني وګړي ته د کوم فکر او عمل نغوته او پاسلؤنه کوي ـ  هلته د خلکو رويې څنګه دي، د معيشت وضع څنګه او په څه ودانه ده ـ  د دې يونليک تنقيدي رويه هم د ښکلا په تپاس او د تاشقند د قند څکه غوندې بې طرفه، نفيسه او رښتونے چال چلن لري ـ  لکه د هند او نېپال حاجيانو ته له خپلو خپلو حکومتونو له خوا ورکړے شوي اسانتياوې يادوي او د خپل ملک چُور تالان ته خفه کيږي ـ  د پښتون او پښتو په بې څوکۍ او بې مخۍ ئې ستونے غرېو نيسي ـ  کله چې د مسجد نبوي د کتابتون د يو لاکهـ کتابونو په مينځ کښې د پښتو ايله بيله يو کتاب ته ګوري نو په زړۀ ئې تڼاکې ودريږي ـ  (126-19)۔د دې سفرنامې ژبه، اسلوب، فکر، معلومات او نور اړونده عناصر د يوې ښې سفرنامې ټولې غوښتنې پوره کوي ـ  بيا چې د خپل پښتني ټاټوبي او ټبر مينه په کښې په کاسو کاسو اوړي نو ولې به ورته د لوستونکي سترګې ناوړي ـ  په کال 2015ء کښې ډاکټر لياقت تابان “د جنت په جزيره کښې” په ليکلو د خپل هنري او مرڼي ليکاڼي څوکه سولوي ـ  د موريشيس په څلورو واړو ټاپوګانو په خپله هم ګرځي او لوستونکي هم ګوتنيولي ګرځوي ـ  د موريشيس په جغرافيائي چاپېرچل، رقبه، ابادي، تاريخ، تهذيب، ثقافت، فطري ښکلاګانې، تمدني خدوخال، د مېشته خلکو رويې او د امدن وسيلې ډېر په ادبي خوند او شخوند يادوي ـ  که يو خوا د دغۀ ځاے د وګړو قامي او تهذيبي افتخاراتو ته پسخيږي نو بل خوا د پاکستاني سياستدانانو د تورو او سپورو چارو له لاسه د شين پاسپورټ په سپکاوي سرټکوي ـ  له تابان نه د شارجې او اماراتو په پړق پړوق کښې خپله خړه پړه خاوره هېره نۀ ده او د زېتون بانو خبره ، ” د دې خنډوخار زمکې په سر راپېښو پسې قلم ګرځوي ـ “(18-20)۔ په ډاډه زړۀ دا پرېکړه کېدے شي چې جنت په جزيره کښې يونليک د خپل فن او فکر له پلوه کره او رغښت ئې مناسب ترتيب لري ـ په کال  2015ء کښې د پښتو ادب يو بل اتل مير حسن خان اتل د خپل پهلوان قلم سره د سفرنامې مېدان ته رادانګي ـ  “د ښاپېرو ناوه” منځ ته راوړي چې د کېلاش د سفر احوال دي ـ  د ليک اسلوب ئې خوږ لوړے دے ـ  د تلوسې او مزاج په مالګه مالګين دے ـ  ژبه ئي روانه ده ـ  د جملو ترتيب ئې پرله پوري دے او منظرکشي ئې په زړۀ پورې ده ـ  له پېښوره تر چتراله د جغرافيې، تاريخي مقاماتو، تهذيب، اقتصاد، ښايسته منظرونو او د مېلمه پالنې د روايت يو کوټلے دستاويز دے ـ  لکه د افضل شوق سفر په واورو باندې چې په واورو کښې ډوبه ده نو دا په باران او سېلاب خړوبه او لمده خوشته ده ـ  په داسې کېدو که يو خوا د دغه ناتاري باران د تباه کارۍ احوال خوندي شوي دي نو بل خوا ئې له سېلانو سره د لوستونکي زړۀ سويي او خواخوږي هم رازېږولې ده ـ  د دې يونليک معلومات ګټور دي او د پښتون او پښتنې خاورې د وحدت شعور ته وده ورکوي ـ  ځکه خو د مومندو او باجوړ جګړې ناتاري ږلۍ نوموي چې د ترقۍ تېغ ماتوي ـ  د پښتنو د تالا ترغه کېدو شاليد داسې بيانوي، “پرنګيان اخر په دې وتوانېدل چې د پښتنو د ملي وحدت ملا د ډيورنډ په کرښه راماته کړي ـ  ـ  ـ  د ډيورنډ په دې غاړه د پښتنو پاته وحدت په څلورو برخو سهيلي پښتونخوا، شمالي پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا، اټک او مياوالي پسې ووېشلے ـ “(21-21) په دې سفرنامه کښې دا خبره هم څرګنده شوې ده چې څه تُوره تېره وه او څه ابۍ ورسته وه ـ  څه دوښمن چالاکه دے او څه د پښتونخوا د غريبۍ او د وسايلو په نۀ اختيار لرلو کښې خپله پښتانۀ لارښودان ملامته دي ـ  ليکي، “خو له بده مرغه دوي هر وخت د دې پوښتنې د ځواب ورکولو څخه نۀ يواځې ډډه کړې ده بلکې پر دې موقع ئې عموماً د ګوتو سرونه نورو ته نيولي دي ـ “(28-21)۔ په ټوليزه توګه دا يونليک يوه غوره ادبي فنپاره ده او د يوې معياري سفرنامې ټولې فني او هنري غوښتنې پوره کوي ـ  د پېغام له پلوه پښتنو ته د سم سړيتوب لارښود دے او سياسي بصارت او بصيرت ته ئې نظر بخښونکي رانجۀ دي ـ په کال 2016ء کښې ډاکټر لياقت تابان د يونليکونو روايت مخ ته بيائي او “د سپوږمۍ انګڼ” د ليکلو کاميابه هڅه کوي ـ  تابان د سفرنامې د ليکلو يوه پخه تجربه لري ـ  پوهيږي چې څه، څنګه، ولې او چا ته وليکي، ځکه خو د فن او هنر په ګاڼه سنجېدلے ليک کوي ـ  د دې ليک اسلوب، کردارنګاري، مکالمه نګاري، منظرکشي، تجسس او جغرافيائي احوال د شاټپونې وړ دي ـ  د ملايشيا تهذيبي پس منظر چيړي، مذهبي او علمي کچه ئې مېچوي، په معاشي حالت او وسيلو ئې خبره کوي ـ  څېړنيز انداز، ژوره مشاهده او لوړ تخيل ئې د منلو دي ـ  د ملايشيا د بېلابېلو ښارونو فطري ښکلا او بيا په انساني لاس رغېدلې ښکلا ډېره په تابين تابين بيانوي ـ  د دغو ستاينو تر شا ئې دغه ارمان پټ نۀ پاتې کيږي چې پښتانۀ دې هم ښې منصوبې ولري ـ  پوهه او محنت دې بدرګه کړي چې منزل ته په خېر ورسي ـ  هم دغه د تابان سياسي ارمان دے ـ  د نوموړي هېواد د پرمختګ په ترڅ کښې مهاتير د ملاتير بولي ـ  د فراخه مطالعه لرونکي، نقاد، څېړنکار، کلتور شناس او ادبپوهه په حېث ئې هره  شننه، کتنه او دريځ د باور وړ دے ـ  د بېلګې په توګه د ملايشيا تهذيبي ځاندره داسې رغوي، “لکه څنګه چې ملايشيا يو ګڼ ژبيز، کلتوري او نسلي هېواد دے، دغه ډول د دوي کلتور هم ګډ خاصيتونه لري خو په عادي ډول د دوي کلتور کليواله بڼه لري چې د مالې څخه راوتلے دے ـ  له دې پرته د چاينه او هند کلتور هم پردوي اغېز کړے دے ـ  د تجارتي لارې له کبله پر دوي د فارسۍ، عربو او برطانوي کلتور اثرات هم موندل کيږي ـ ” (68-22) ۔د بحث د سرټکي دا دي چې د سپوږمۍ انګڼ په فني او تکنيکي حواله روغه رمټه سفرنامه ده ـ  د يونليکونو يواځې په شمېر کښې اضافه نۀ کوي بلکې په غوره ادب او علم کښې هم د زياتون سوب جوړيږي ـ په کال 2017ء کښې محمد نعيم ازاد د “بودا تر ټاټوبي” يعنې تر سواته د خپل سفر مزے غزوي ـ  خپلو ليدلو کتلو، پېښو، مرکو او تجربو ته د يونليک بڼه ورکوي ـ  د سوات، دير او شانګلې فطري ښکلاګانې، زرغونې ورشوګانې، د ميوه دارو بوټو باغونه، رڼې سپينې اوبۀ او دنګ واورين غرونه ئې جمالياتي څکه زياتوي او پاروي ـ  د سوات، بونېر او مردان لرغوني تاريخي، مذهبي او تهذيبي اثار ورته د دې خاورې تارېخي افتخارات ورزبادوي ـ  د بدهـ مت او ګندهارا تهذيب نښې نښانې ورته د دې سيمې د شتمنې ماضۍ داستانونه اوروي ـ  ځاے په ځاے ورته د کوربنو له خوا مينه ناکه مېلمستيا د پښتنو درانۀ روايات وريادوي ـ  د باچاخان پوهنتون پرتمينه وداني ورته د باچاخان د علمي هلو ځلو روداد بيانوي ـ  په ارمي پبلک سکول کښې د ترهه ګرۍ د راپېښ شوي ناورين ياد ئې د پښتنو په بده ورځ خواخوږے زړۀ خوږوي ـ وئيلے کيږي چې ليکوال د وګړو او ټولنې په حقله څه تنقيدي راې جوړوي، دا په اصل کښې خپل نظر او د چشمو نمبر ليکي او بيانوي ـ  ازاد صاحب چې کله د سوات او دير د حکمرانانو د کردار نقشه جوړوي نو لوستونکے پوهيږي چې د ښو اقدارو ستاينه او د بدو  غندنه د ازاد  صاحب د خپل شخصيت خدوخال دي، لکه، “د سوات نواب پرانستے او سخي لاس درلودے، سخاوت ئې کاوے او د غوړېدلي ورين تندي څښتن وۀ ـ  خو اپوټه د دير نواب په نيولي لاس مشهور وۀ ـ  مانا سخاوت ئې نۀ درلودے او د طبيعت له خوا هم سخت او ټينګ مانا خښمجن  کاوړجن وۀ ـ”(89-23) دغه شان د پښتنو د تيت او پرک او خوار او زار تش په نامه ژوند لاعمل د علم، يووالي او خپلواکۍ نيشتوالے ګڼي،”شاته ئې يواځې د پوهنيزي وړتيا کمبوت دے چې هغه د اولسونو په يووالي او خپلواکۍ ترسره کيږي ـ “(141-23)۔دا بحث به په دې ټکو راټول شي چې د بودا تر ټاټوبي سفرنامه د فن، هنر، منظر کشۍ، تلوسې، د پښتنې ټولنې د تهذيبي برڅېرنې، د ګټورو معلوماتو، د علمي تجزئې د سيمه ايزې لهجې په ښايسته رنګونو رنګينه او د پښتون اولس او وطن په خوږو ککړه ادبي ټوټه ده ـ  تر هر څه زيات د خپل قام د ضمير او شعور وېښونکے جرس دے ـ په کال 2019ء کښې ميرحسن خان اتل “د ختيځ اروپا د ايران يونليک” تر سر خط لاندې د خپلې ګلالۍ پښتو په وېښتو کښې يو بل ګلاب ږدي ـ  ايران ته ځي او لوستونکي د تاريخي، جغرافيائي، تهذيبي، مذهبي، ټولنيزو رويو، د وګړو د فکري زاويو، تاريخي مقاماتو او تمدني ترقۍ په حال او احوال پوره په پوره خبر شي ـ  په روانه، اسانه او ادبي ژبه کښې ئې سيمه ايز توري لکه د غمو پړقيږي او خوند کوي، لکه، ځنډنۍ، سوکه سوکه، ډبډبے کېدل، ګوله،حيم، دوبي، شېوا، ناولده، نټه او داسې نور ـ  دغه شان سوچه پښتو تورو او اصطلاحاتو دې ليک ته ډېره ځلا او ښکلا بخښلې ده او ژبې ته ئې د پرمختلون لاره هواره کړې ده ـ  فطرت نګاري ئې د منلو ده ـ  نظارې داسې انځوروي چې د جمال څکې ته سم غورځنګ ورکوي ـ  لکه، “شېرازۍ پېغلې نه يواځې ډېرې ښايسته او حسن دارې وي، بلکې په خوي بوي او رويو کښې هم تر اوستري بريده مينتوب او تهذيبي پوستوالے اخښل شوے وۀ ـ  دنګې ونې، جګې نرۍ ملاوې، سپين وزمه څيرې، مړاوې سترګې او بيا په مکېز مکېز تګ، تا به وئيل چې د کوه قاف ښاپېرۍ دي، هسې په بې پامۍ دلته راغلې او زمونږ په اطرافو کښې الوځي راالوځي ـ “(69-24) د ښاپېرو ناوه غوندې د ختيځ اروپا سترګې هم د لر او بر پښتنو په تورو او سپورو حالاتو سرې اوښجنې او ويرژنې دي ـ  د بېلګې په توګه، “د ايران خلکو پاکستانيانو ته نسبتاً زيات درناوے او احترام ورکولے خو له افغانانو سره ئې بيا بلکل نۀ وه جوړه ـ  او پر موږ بيا د دوي دا رويه غمېدله ـ “(84-24) ۔په ډاډه زړۀ دا پرېکړه کېدے شي چې د ختيځ اروپا له هره اړخه معياري او يقيناً په لوستو ارزي ـ  معلومات لري، خوند لري او د خپل اولس درد لري ـ  ډاکټر نصيب الله سيماب صاحب يوه سفرنامه “کابل ته مۀ وايه چې ړنګ شې” له خپل توند او تاند قلمه تېره کړې خو لا تراوسه ئې د چاپ له پړاوه تېره کړې نۀ ده ـ  د فن او فکر له خوا د خپل ليکوال د شخصيت ژبوره ويانده ده ـ  ليکوال چې په پوله پورې وځي، په ورانو کورونو ماتو ټېنکونو ئې سترګې لګي نو سړے پوهيږي چې په غېر فطري او ناروا وېش د سيماب زړۀ څومره درديږي ـ  په بې ګټې او بي منطقه خونړو جنګونو ئې خوا څومره بديږي ـ  چې لرغوني تهذيبي او تاريخي اثارو ته ګوري نو سړے پوهيږي چې د افغان ملت تهذيبي لويۍ او لوړو اقدارو ته ګوري ـ  چې د بېلابېلو ښارونو لکه د قندهار، غزني او کابل تاريخي ارزښتونه بيانوي نو بنده پوهيږي چې د پښتنې خاورې سرخوړلي او باېللي وياړونه ژاړي ـ  چې د شمله ورو او مخورو شخصيتونو لکه، شېخ متي، بهلول دانا، حکيم سينائي او احمد شاه بابا زيارتونه بيانوي نو غرض ئې دا دے چې بايد د مشر پَل د کشر پُل شي ـ  د سفر له پېله تر انجامه چې چرته ناست دے نو د شاعر سره، چې ولاړ دے نو له اديب سره، که مجلس ئې کړے دے نو د پښتو د مينه وال سره او چې موضوع ئې چېړلې ده نو د تور ټکي ده، د قلم ده او د کتاب ده ـ  ټوله سفرنامه داسې ښکاري چې د قلم د خاوندانو د قدرولو، نمانځلو او نازولو لپاره ليکلے شوې ده ـ  هم دغه پښتو پالنه د سيماب صاحب کړۀ وړۀ دي او د ژوند لوے مرام دے ـ د پاېلې په توګه دا وئيل اسانيږي چې د سوېلي پښتونخوا سفرنامه د فن او تکنيک له رويه په زړۀ پورې او په ټولو اړونده فني ښېګړو او ځانګړتياو سمبال ده ـ  مزل هم لري او منظر هم لري ـ  هر ليکوال چې چرته هم تلے دے، هغه ځاے ئې لوېشت په لوېشت ليکلے دے او لوستونکے ئې له ځان سره ګوتنيولے ګرځولے دے ـ  د هغه ځاے، جغرافيه، تاريخ، مذهب، کلتور، تمدن، تصورات، فکري  زاويې، تهذيبي خدوخال،د ګټې وټې وسيلې، ټوليزې او ټولنيزې رويې ئې لټولې او څېړلې دي ـ  ټول معلومات ئې رشه کړي او لوستونکي ئې ورته په تماشه کړي دي ـ  هر يو يونليک د خپل کتلي ليدلي ځاے يو باوري تاريخ او د تهذيب ائينه ښکاريږي ـ  د ټولو يونليکونو اسلوب روان، اسان، فصيح او بليغ دے ـ  د سيمه ايزو تورو او اصطلاحاتو په ښايسته رنګونو رنګين دي ـ  فطرت نګاري، منظرکشي او جمالياتي ذوق ښکلا، ځلا او خواږۀ لري ـ  د ليکوال د ذاتي علمي استعداد، مشاهدې، تجربې، ادبي او تخليقي وس او بس، د څېړنيز دسترس په زړۀ پورې او باوري دستاويزات دي ـ  په هر يونليک کښې له تکنيکي ښېګړو ترڅنګه د خپل ليکوال جذبات، احساسات، داخلي کيفيات، ذهني رجحانات، سياسي نظريات، د ژوند فلسفه، فکري زاويه او شخصيت څرګند ليدے شي ـ  هر يو يونليک که ډېر ليکي که لږ ليکې خو ښه ليکي، خواږۀ ليکي او څه چې پکار دي هغه ليکي ـ  د سوېلي پښتونخوا هره سفرنامه د پښتون او پښتونخوا د مينې په خوږو ککړه ده ـ  په بده ورځ ئې ويرژلې او ترقۍ او نېکنامۍ ته ئې لېواله ده ـ  د درست انسانيت سره د خواخوږۍ استازې او د امن د شپېلۍ شپونکۍ ده ـ  په ټوليزه توګه چې ئې څومره سفر کړے دے، د پښتو ژبې او ادب د فراختيا او پرمختيا لپاره او د پښتون قام د علمي او شعوري ودې سوب جوړيږي ـ  پرېکړه په دې ده چې د سوېلي پښتونخوا يون ليکونه د شمار، شعار او معيار له پلوه ډاډ بخښونکے يون او زېږون کوي ـ (له بده مرغه ځينې سفرنامې لکه د بريالي صاحب د حبشه سفرنامه او ځينې نورې مې په ګوتو رانغلې ـ  په پړه ئې ملامته يم)

 

 

 

حوالې

  1. محمد نواز طائر، د کور نه تر کوريا (سريزه) مشموله، د عبدالناصر سفرنامه، د کور نه تر کوريا، ياران علم پښتو ادبي ټولنه، اله ډهنډ ډهيرۍ ملاکنډ، 2018ء
  2. سېد خېر محمد عارف، په پښتو ادب کښې سفرنامه (سريزه) مشموله، د سليم راز ليک، پښتو ادب کښې سفرنامه، پښتو اکېډيمي کوټه، بلوچستان، 2015ء
  3. بدرالحکيم حکيمزے، ډاکټر، سريزه، مشموله، د ثناءالله سفرنامه، د يار کلي ته د قطر په لار، شاهين ويلفيئر ټرسټ پبلک لائبريري دوابه، خرکۍ چارسده، 2017ء
  4. سليم راز، پښتو ادب کښې سفرنامه، پښتو اکېډيمي کوټه، بلوچستان، 2015ء
  5. پروېز مهجور خويشکي، ډاکټر، که کابل جان د چا ياديږي يو تاثر (سريزه) مشموله، د فقير محمد فقير سفرنامه، که کابل جان د چا ياديږي، مرکزي پښتو ادبي مرکه نوښار، 2015ء
  6. رازق فهيم، يو تاثر، مشموله، د محمود اياز ليک، ديدن ته دې ناوخته راغلو، پښتو ادبي ملګري، لورلائي، 1994ء
  7. رب نواز مائل، سريزه، مشموله، د محمود اياز ليک، ديدن ته دې ناوخته راغلو، پښتو ادبي ملګري لورلائي، 1994ء
  8. افضل شوق، اوۀ ګامه مزل، سکام ادبي اکيډيمي، کوټه، 1996ء
  9. افضل شوق، مزل په واورو باندې، سکام ادبي اکېډيمي کوټه، 2004ء
  10. افضل شوق، د لمر د کلي په لور، سکام ادبي اکېډيمي، کوټه، 2005ء
  11. حنيف خليل، ډاکټر، پشتو زبان و ادب کی تاريخ، اعراف پرنټرز جنګي محله، پېښور، 2019ء
  12. سرور سودائي، د دې کتاب په لړ کښې (سريزه) مشموله، د صاحبزاده حميدالله سفرنامه، د عربستان سېل، پښتو اکېډيمي، کوټه، 2005ء
  13. صاحب زاده حميد الله، د عربستان سېل پښتو اکېډيمي کوټه، 2005ء
  14. سيد عابد شاه عابد، دوې خبرې (سريزه) مشموله، د صاحبزاه حميدالله سفرنامه، د عربستان سېل، پښتو اکېډيمي کوټه، 2005ء
  15. لياقت تابان، ډاکتر، د ښکلا په تپاس، ملګري ليکوال کوټه، 2009ء
  16. طاهر اپريدے، داکتر تابان او سفر (سريزه) مشموله، د ډاکټر تابان سفرنامه، د ښکلا په تپاس، ملګري ليکوال کوټه، 2009ء
  17. لياقت تابان، ډاکټر، د تاشقند څکه، ملګري ليکوال، کوټه، 2011ء
  18. پروين ملال، سريزه، مشموله، د لياقت تابان سفرنامه، د تاشقند د قند څکه، ملګري ليکوال کوټه، 2011ء
  19. لياقت تابان، ډاکټر د زم زم تنده، ملګري ليکوال کوټه، 2014ء
  20. زيتون بانو، چې دا ډاکټر وخت څنګه مومي (سريزه) مشموله، د ډاکټر لياقت تابان سفرنامه، جنت په جزيره کې، ملګري ليکوال کوټه، 2015ء
  21. ميرحسن خان اتل، د شاپېرو ناوه، وېښ ليکوال ادبي ټولنه، سوهيلي پښتونخوا، ژوب، 2015ء
  22. لياقت تابان، د سپوږمۍ انګڼ، ملګري ليکوال کوټه، 2016ء
  23. محمد نعيم ازاد، د بودا تر ټاټوبي، پښتو نړيواله مرکه،کوټه، 2017ء
  24. ميرحسن خان اتل، د ختيځ اروپا د ايران يونليک، هيواد زوے څيړنيز مرکز، سوهيلي پښتونخوا، کوټه، 2019ء

 

 

نورې ليکنې۔۔۔

اداريه (اپرېل 2018)

سېنټ انتخابات، باجوه ډاکټرین او ‘اتلسم ائیني ترمیم’ اخر د سېنټ انتخابات وشول، هیله چې عام انتخابات هم وشي. دا انتخابات څنګه وشول؟ دې انتخاباتو

ټوله ليکنه ولولئ