قصه خوانۍ بازار – رام سرن نګینه – ژباړن: طارق پښتونیار

 

اٹک پار کی یادیں، لاہور، فکشن ہاؤس، ۲۰۰۹، ص ۳۶۔۳۳

 

درې ویشتم اپرېل 1930 ورځ د صوبه سرحد )خېبر پښتونخوا( پۀ انقلابي تاريخ کښې يو ځانګړے حېثيت لري کله چې پښتنو پۀ يو زبردست مجاهدانه ډول د ازادۍ نعره اوچته کړه او پۀ بدل کښې ئې پۀ خپلو لغړو سينو باندې د زهريله ګوليو مړدکي وزغمل . دومره کلونه تېر شول خو تر اوسه زما د قصه خوانۍ هغه خون ريز منظر د سترګو هېر نۀ شو. ما پۀ دغه ورځو کښې د پېښور پۀ نېشنل هائي سکول کښې سبق وئيلو چې دا وحشت ناکه خبر راغلو او هلکانو کتابونه وغورځول، پۀ ګڼ شمېر کښې رابهر شول. څوک کور ته پۀ منډه لاړل او څوک د قصه خوانۍ پۀ لور – زۀ هم پۀ دغو کښې يو وم چې څو قدمه زۀ هم پۀ دغه ګڼه کښې ننوتم. دا ‘مسګران’ بازار ؤ. دلته د کانګرس مرکزي دفتر ؤ چې بره پرې لګېدلې ‘ترنګې’ )بېرغ( څپې وهلې او لاندې پۀ زمکه ورته وینې بهېدلې. ما چې وکتل نو خلقو د لرګي خالي پېټیو نه يو څپر غوندې جوړ کړے ؤ چې باندې پرې يو ښکلے ځوان ولاړ ؤ او وئيل ئې، ‘سپاهيانو! ګولۍ مۀ چلوئ! مونږ تش لاس يو! کۀ تاسو نۀ قلارېږئ نو دې خوا وګورئ زما دا لغړه سينه!’ دغه زلمي خپل ګرېوان وشلوۀ او ګولۍ راغله د دۀ د سينې نه ووتله. دغه ځوان لاندې راغزار شو او د خلقو ګڼه د قصه خوانۍ بازار پۀ لور روانه شوه. د دغه لغړو سينو د خلقو سره زۀ هم ور مخکښې شوم. مونږ ډهکي نعلبندۍ ته نزدې شو چې دغلته د ګورا سپاهيانو قطارونه وو، مشين ګنونه وو او دلته پۀ يو ګڼ شمېر اولسونه، ترنګې، هلالي، سرۀ او نور رنګ رنګ بېرغونه رپېدل. د نوجوان بهارت سبها رضاکار، د کانګرس والنټېر، د خلافت کمېټۍ غړي، د سکهـ يوتهـ ورکران ، پۀ زرګونو انسانان او پۀ سوونو ټوپکې – ما يوه بوډۍ ښځه وليده چې د مالوچو غوندې سپين وېښتۀ ئې وو او د يو زلمي لاش ته ناسته وه او وئيل ئې، ‘ظالمانو! دا مو څۀ وکړل؟ زما خو دغه يو زوے ؤ، اوس به زۀ دچا سترګو ته ژوند تېروم؟ اوس به څوک زما اسره وي؟’ ولې د خلقو ملاګانې خو ماتې شوې وې. د زامنو اسرې، د ناويانو، خوېندو مياندو د سر سيوري، د مرګوني بوډاګانو اسرې ـــ ناويانو د خپل سر وېښتۀ ويستل او مياندو مخونه سرونه وهل. چا اوبۀ غوښتلې، چا خپلې مور ته غږونه کول او ساه ئې ورکوله. څوک زخميان وو او څوک د ټوپکو پۀ کنداغونو باندې چپ کولے شو. د پېښور يو رئيس ‘لالا کرم چند کابلے’ مخکښې راغلو او يو پوځي ته ئې ووئيل، ‘د خداے د پاره پۀ دي خلقو رحم وکړه!’ رحم څۀ ؤ چې د ټوپک کنداغ د هغۀ د پاره رحم جوړ شو. کرم چند ژوبل شو او راپرېوتو. خداے خبر څومره ‘کرم چندان’، څومره ‘شهباز خانان’ او څومره ‘کردار سنګهان’ شهیدان کړے شوي وو خو ولې دغه خلق بيا هم پۀ نره باندې ولاړ وو او دغسې درې ویشتم اپرېل د ازادۍ يو نوے باب وګرځېدو.

خبره داسې وه چې صوبائي کانګرس پۀ اجلاس کښې دا فېصله وکړه چې پۀ شراب خانو باندې پکټنګ، د بهرنې څيزونو دي بائیکاټ او د مالګې ټېکس نه دې انکار وکړے شي. د دې مقصد تر سره کولو د پاره يو کونسل جوړ کړے شو. د کونسل صدر اغا لال بادشاه ؤ؛ مولانا عبدالرحيم پوپلزے، الله بخش برقي او غلام رباني سيټهي د دغه کونسل خاص غړي ټاکلے شوي وو. چې کله د دې کونسل خبر حکومت ته ورسېدو نو ګرفتارۍ ئې شروع کړې. د دوه ويشتم او درې ويشتم اپرېل پۀ شپې ئې ګرفتارۍ وکړئ. مولانا عبدالرحيم پوپلزے هم ونیوے شو. پۀ درې ويشم اپرېل سحر د کانګرس دفتر نه الله بخش برقي او غلام رباني سيټهي ګرفتار کړے شو او چې د پوليس پۀ ګاډي کښې ئې د کابلۍ تهاڼې ته وړل، دغه وخت کښې ډېرو خلقو دغه منظر ليدو. خو چې څنګه ګاډے روانېدو نو خلقو د ګاډي ټائرونه پنکچر کړل او ګاډے پۀ خپل ځاے ودرېدو. دواړه ګرفتار شوي ځوانان پياده کابلۍ تهاڼې ته بوتلل شو. پۀ قيصه خوانۍ بازار کښې دغه وخت پۀ زرګونو خلق راجمع شوي وو. فضا کښې د سپېځلو مستانه نعرو انګازې ختلې. پۀ دغه وخت کښې انګرېز ډپټي کمشنر تاو واخست او پوځي هېډ کواټر ته ئې اطلاع ورکړه. څو شېبو کښې بکتر بند ګاډي او مشين ګنونه پۀ يوه منډه د کابلۍ دروازې ته راورسيدل. د ازادۍ مجاهدينو لاسونه پۀ لاسونو کښې لاس ورکړل او د يو دېوال غوندې ودرېدل. دا پۀ لاسونو کښې ورکړے شوي لاس ئې پۀ مشين ګنو ویشتو او یو بل نه د بېلولو کوشش وکړو خو ولې دغه ورکړے شوي لاسونه ئې بېل نۀ کړے شول. پۀ مرګوني حالت کښې هم خلقو د ازادۍ مستانه ترانې وئيلې. پۀ وينو کښې لړلے د وجودونو دېوال ـــ دېوال خو وغورځېدو ولې د پوځي سپاهيانو هم تاب پاتې نۀ شو. يو زلمي د ګاړي د پټرولو ټينکۍ سورۍ کړه او اور ئې پرې پورې کړو. دغه زلمے هم د مشين ګن پۀ ګولۍ ولګېدو. مشين ګنونه وچلېدل، دننه نه د څلورو ګوراګانو مړي راووتل. پۀ تاريخ کښې دا اوله موقع وه چې مشين ګنونه وچلېدل او يو پوځي افسر پۀ تبر باندې ووهل شو او بيا د زهريله سنګينونو، ګولیو او لغړو سينو تر منځه مقابله شروع شوه. د زندګۍ ښکلاګانې قتل شوې، د وينو او باران وورېدۀ. يو ګورا پوځي یو هنر مند )هارمونيم واله( هېڅ بې هېڅه ووژلو. يو ماشوم د تېلو بوتل پۀ لاس ؤ چې پۀ زهريله سنګين ووهل شو او ووژل شو. د ګولیو دا باران مسلسل څو ساعته روان ؤ. د قيصه خوانۍ بازار پۀ وينو باندې لت پت کړے شو.

د قصه خوانۍ د بازار نه د ازادۍ د پتنګانو دا جلوس د چوک يادګار پۀ طرف روان شو. دلته ګورا سپاهيانو د اول نه مشين ګنونه او ټوپکې سنبال کړې وې. د کوټو او برنډو پۀ سرونو ګورا سپاهيانو د ټوپک شپيلۍ رابهر کړې وې. صرف د يوې اشارې منتظر وو خو پۀ دې موقو باندې ځینې سپاهيانو د ګولیو مشين ګنونو د چلولو نه انکار وکړو چې پۀ دې سره يوه عجيبه فضا رامنځ ته شوه. ما پۀ خپله د يو پوځي انګرېز افسر د خولې نه دا خبره واورېده، ‘خداے د پاره تاسو لاړ شئ! مونږ تاسو ازادوو. مونږ د دې ځاے نه ځو، تاسو خپل کور سنبال کړئ!’ وقعي د پوځ حوصله او مورال غورځېدلے ؤ. دا ټوله د ‘ګړهولي پوځ’ د بې مثاله قربانۍ نتيجه وه. چوک يادګار او قصه خوانۍ بازار د پوځ نه خالي شو؛ تهاڼې بندې شوې، څوکۍ بندې شوې، د پوليس پهره ختمه شوه. داسې ښکارېده چې دلته هډو د انګرېز پوځ ؤ نۀ او نۀ حکومت ؤ – د چا راج نۀ ؤ – بيا ګرفتارۍ وشوې او بيا ناڅاپه انګرېز حکومت لا س پۀ سر شو او تېښته ئې وکړه.

د دې ورځو پورې پۀ پېښور کښې د اولس حکومت د اولس پۀ انتظام کښې ؤ. د سياسي او سماجي تنظيمونو کانګرس، نوجوان سبها، خلافت کمېټۍ، سېوا سمتي، مهابېرول، سېوا دل وغېره کښې ؤ. درې ورځو کښې چې کوم واک ؤ، دا درې ورځې پۀ تاريخ کښې د سرو زرو پۀ اوبو د ليک وې. نۀ غلا وه نۀ قتل، نۀ جنګ جګړه او نۀ فساد – خو ولې دغه درې ورځې ازادي بيا اولس ته ډېره ګرانه پرېوته. درې ورځو نه پس بيا ګرفتارۍ وشوې، وهل ټکول وشو او تالاشۍ هم وشوې. داسې خلق او حکومت بيا مشت او ګرېوان شو. کانګر س، نوجوان سبها او نور سياسي ګوندونه خلاف قانون وګرځول شو. پۀ دې ګوندونو دا الزام ولګول شو چې د کانګرس کمېټۍ د حاجي صاحب ترنګزئ سره ساز باز کړے دے او حاجي صاحب د يو لکهـ پوځ سره پۀ حکومت باندې حمله کولو واله دے. پۀ نوجوان بهارت سبها باندې الزام ؤ چې دوي د تشدد پۀ ذريعه باندې د حکومت تخته الټه کول غواړي. دا الزامات صرف پۀ دې ګوند,نو باندې د خلاف قانون ګرځولو د پاره لګولي وو.

د شهيدانو يادګار:

پۀ درې ويشتم اپرېل د شپې پۀ قصه خوانۍ کښې د شهيدانو يادګار جوړشو. د دې يادګار جوړوونکے د پېښور مېوو واله دکاندار ‘شري عاشق حسين )بقال(‘ ؤ. پۀ دوېمه ورځ حکومت دغه يادګار وران کړو خو ولې د زړونو نه ئې دغه ياد نۀ شو ورانولے. څۀ ورځې پس بیا دغه يادګار جوړ کړے شو. دغه مقدس يادګار باندې هر کال ګلونه غوړول کېږي او د ازادۍ نغمې وئيل کېږي. اوس هم پۀ زرګونو انسانان د قصه خوانۍ دې مقدسې خاوره باندې د مينې او خلوص ګلونو غوړولو ته راځي. د قصه خوانۍ خون رېزه واقعه کله هم نۀ شي هېرېدلې. د قصه خوانۍ بازار سره داسې خبرې او يادونه تړل شوي دي. د جليانواله باغ د واقعي نه پس دا دوېمه خونړۍ واقعه وه د کومې پۀ وجه چې پۀ ملک د ازادۍ نوې ولولې رامنځ ته شوې. د پښتنو پۀ جذباتو کښې ئې ګرمي پېدا کړه.

پۀ لکهونو انسانان د ازادۍ ميدان ته کوز شول . د سرحد )خېبر پښتونخوا( پۀ کوڅه کوڅه کښې د ازادۍ مبارزين سر ګرم عمل شو. د حکومت اوسان خطا شو او اخر د ازادۍ لمر څيره ووهله. د قصه خوانۍ بازار يادګار باندې ګلونه وغوړول شو، شمعې بلې کړل شوې – پۀ خاوره باندې توې شوې وينې چغې کړې، قربانيو رنګ راوړو خو ولې بدبخته پښتانۀ د پاره دغه ازادي پۀ تيارو باندې بدله کړې شوه، ملک ټوټې شو. يادګارونه تقسيم شو – هندو شهيد، مسلمان شهيد – نن پته نشته چې به دغه يادګار باندې څوک شمعې بلوي او ګلونه غووړي کۀ نۀ؟ هر څۀ چې وي خو د قصه خوانۍ ياد د زړونو نه نۀ شې ورانېدلے –

‘ګلونه وشيندئ د شهيدانو پۀ خاوره باندې’–

د قصه خوانۍ شهيدان

اٹک پار کی یادیں، ص ۲۲۰۔۲۲۵

د ښاغلي رام سرن کتاب څخه دغه نومونه دې یادګیرنې سره وړاندې کوو چې دغه خونړۍ پېښه باندې د ښاغلي ډاکټر سید وقار علي شاه کاکاخېل یوه څېړنیزه مقاله شته چې دا شمېر پکښې د دوه نیم سوه نه زیات ښائي او د دې تاریخي حوالې هم ورکوي. پۀ دې ورکړې شوې لیکه دغه لیکنه لوستلې شئ.

The 1930 Civil Disobedience Movement in Peshawar Valley from the Pashtoon Perspective

https://journals.sagepub.com/doi/abs/10.1177/0257643013496690

  1. عبدالااحد زوے د محمد، د پېښور پۀ ستیاګره کښې شامل ؤ. پۀ 1930 کښې پېښور کښې د پوليسو پۀ ډزو کښې پۀ ګولۍ ولګېدو او مړ شو.
  2. عبد الغفار خان زوے د قاسم خان پېښور کښې پېدا شو، سول نافرمانۍ کښې شريک شو، پۀ 1930 کښې د پوليسو پۀ ګولۍ ولګېدو او مړ شو.
  3. عبدالجليل زوے د یاور خان سول نافرمانۍ کښې شريک شو، پۀ 1930 کښې پوليسو پۀ مظاهرينو ډزې وکړې، پۀ ګولۍ ولګېدو او مړ شو.
  4. عبدالرسول زوے د قربان حسېن پۀ 1910 کښې شوالاپور مهاراشټر کښې پېدا شو. پۀ کارخانه کښې مزددور ؤ. پۀ قومي تحريک کښې ئې برخه واخسته. پۀ 1930 کښې د شوالاپور پۀ حمله کښې پۀ اتمه مۍ 1930 حصه واخسته او ګرفتار شو. د قتل مقدمه پرې وچلېده، د مرګ سزا ورته واورولې شوه. د برده جېل پونا کښې پۀ دولسمه جنورۍ 1931 پهانسي کړے شو.
  5. عبدالله زوے د سعد الله د پېښور، پۀ قامي تحريک کښې ئې برخه واخسته – پۀ پېښور کښې پۀ 1930 کښې د پوليس پۀ ډزو باندې پۀ ګولۍ ولګېدو او مړ شو.
  6. اغا خان زوے د ظريف خان، پېښور
  7. اغا محمد زوے د محمد بخش، پېښور
  8. اغا محمد عرف تلنګا زوے د ممناري، پېښور
  9. اکرم خان زوے د غفور خان، پېښور
  10. چوهدري عبدالله زوے د محمد دين، پېښور
  11. دليل زوے د جهانګير، پېښور، زېږون 1902
  12. داود ګل، پېښور
  13. دلاور خان، پېښور
  14. فقير محمد، پېښور
  15. فضل دين زوے د محمد بخش، هزاره ضلع پېښور
  16. فضل محمد زوے د نور محمد، پېښور
  17. فضل الرحمان زوے د سلطان ، پېښور
  18. غفار خان، جبلوال پېښور ضلع
  19. غلام حسېن زوے د ميا خان، پېښور
  20. غلام محمد، پېښور، زېږون 1874
  21. ګل محمد زوے د ميا جاني، پېښور
  22. ګل رحمان زوے د شېردل، پېښور
  23. حاجي، پېښور
  24. حسېني زوے د قاسم، پېښور
  25. حسېن احمد قربان، شوالاپور، مهاراشټر. د 1930 سول نافرمانۍ کښې شريک شو، ستياګره ئې منظم کړه. د پوليسو سره نښته وشوه، ګرفتار کړے شو او پهانسي ورکړې شوه.
  26. لاسے زوے د شېردل، پېښور، د خلافت والنټېر ؤ.
  27. ملنګ شاه زوے د نور محمد، پېښور
  28. مُسدّا خان، پېښور
  29. مهندا جان، پېښور
  30. میا داود، پېښور
  31. ميا محمد زوي د نور محمد، پېښور
  32. محمد افضال، پېښور
  33. محمد اشرف زوے د نور محمد، پېښور
  34. خان ، پېښور
  35. محمد اسمعيل زوے د دين محمد، ډهلي، زېږون 1909، د ګاندهي جي د ګرفتارۍ خلاف مظاهره کښې شريک شو. مظاهره کښې ډزې وشوې – دغه ډزو کښې مړ شو.
  36. محمد دين، پېښور، د 1930 ډزو کښې مړ شو.
  37. محمد سعيد زوے د فضل، موضع ډبګرۍ، پېښور،

د خلافت کمېټۍ کارکن.

  1. محمد شاه زوے د زرغون شاه، پېښور، زېږون 1900
  2. موسٰي زوے د رحيم ګل
  3. مستقيم زوے د فضل، پېښور
  4. مستقیم زوے د محمد، پېښور
  5. پهلوان ګل، پېښور
  6. قمر ګل زوے د خان ګل، پېښور
  7. رمضان، پېښور
  8. سعيد بابوګنو، موضع مهلنګو، ضلع پونا، مهاراشټر، زېږون 1908 – پۀ مل کښې مزدور ؤ. پۀ سول نافرمانۍ کښې ئې برخه واخسته، پۀ ستياګره کښې هم ؤ. د شرابو پۀ دکان ئې پرلت ووهلو. د بهر ملکي کپړو پۀ دکان ئې پرلت ووهلو؛ اخر يو ټرک ته څملاست او پۀ دولسم دسمبر 1930 کښې مړ شو. د دوي پۀ ياد کښې بيا د دوي کلي والو سکول جوړ کړو او د دۀ مجسمه ئې پۀ کښې لګولې وه.
  9. افضال شاه، موضع نباتي، پېښور
  10. مير غلام شاه زوے د نواب شاه، پېښور
  11. شاهد باز، پېښور
  12. شېردل زوے د کاظم، پېښور
  13. سېد محمد، پېښور
  14. تېغ علي، پېښور
  15. عمر خان زوے د ګل محمد خان، پېښور
  16. عمرخېل، پېښور
  17. ولي محمد، موضع هوتي مردان، ضلع پېښور
  18. وليګے، پېښور
  19. زېد الله، پېښور
  20. زيارت ګل زوے د سعيد ګل، پېښور
  21. مستانه، پېښور

یادګیرنه:

کتاب ‘اٹک پار کی یادیں’ کښې پۀ مخ 225 دا نوټ لیکلے شوے دے،

)ژباړه(: دا نامې د اوېس قرني رودلوي کتاب ‘مسلم جانثارانِ وطن جنہیں ہم بھول گئے’ نه اخستې شوې دي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …