مونږ اکثر د دې غوښتنې څرګندونه کوو چې مونږ کښې بيا چرته څوک محمد بن قاسم، محمود غزنوي او محمد غوري پېدا شي ۔ چې د سلطنت خورېدو سره زمونږ يو والے بيا د سره قايم شي ۔ د دې څرګندونې پۀ شاليد کښې زمونږ د تاريخ هغه نظريه ده چې پۀ هغې کښې ګټونکې او جنګي اتلان وي چې دښمنانو ته ماتې ورکولو سره د غنيمت پۀ مال کښې د دولت امبارونه راوړي او ورسره د غلامانو او وينزو قطارونه ۔ کۀ څۀ هم پۀ دې کښې لوي لوي سلطنتونه ختم شو د ګټونکو نوم او نخښه پاتې نۀ شوه ۔ خو د دې نومونو پۀ لاس اوس هم قام کښې جذبه او جوش راوچتولے کېږي ۔ خو د دې پۀ مقابله کښې د علمي او ادبي شخصيتونو ذکر پۀ دومره وياړ سره نۀ کېږي ۔ هغه خلق چې هغوي ذهنونه روښانه کړل د علم پۀ لاسو ئې پوهه او شعور ترلاسه کړو هغه د دوي پۀ مقابله کښې کمتره دي ۔ دې وخت چې زمونږ ټولنه د کوم حالت سره مخ ده پۀ هغې کښې رشوت، غلا غلطي او بدکرداري مخ پۀ وړاندې ده ۔ اخلاقي قدرونه د پښو لاندې شوي دي د قانون د لاس رسئ وجود نشته ۔ عدل او انصاف صرف د طاقتورو د پاره دي ۔ بې وزله خلق د عدم تحفظ ښکار دي ۔ سياستمدار صرف د خپل ذاتي ګټو پۀ کارونو کښې بوخت دي ۔ پۀ ټولنه کښې دومره اړے ګړے دے چې پۀ يو اتبار پاتې نۀ شو۔ دهوکه بازي، تېرستل او دروغ د بريالتوب د پاره لازمي شوي دي ۔چې کله ټولنه د دې بدحالو سره مخ شي چې کله د دې پريوکي حالت زيات شي او چې کله علم او ادب چينې وچې شي نو پۀ داسې ټولنه کښې مونږ ته د چا ضرورت دے ؟ ۔ ولې زمونږ ګټونکي جنګيالي چې هغوي راشي او د دې حالت نۀ مونږه خلاص کړي ۔ولې محمد بن قاسم، محمود غزنوي يا صلاح الدين ايوبي زمونږ د دې سماجي، معاشي او سياسي ابترۍ علاج کېدې شي ۔کۀ داسې نۀ وه نو بيا ولې مونږ د دوي د راتللو څرګندونه کوو۔ پۀ داسې چاپېريال کښې يو داسې فلسفي مفکر او دانشور ضرورت وي چې هغه د ټولنې د سماجي، معاشي او سياسي مسئلو پۀ بابله پوهه ورکړي او هغه افکار او نظريې ورکړي چې د هغې رڼا کښې پۀ دې مسئلو ځان پوهه کړې شي او د هغې حل لاره راوښکلې شي ۔ پۀ ايتنز کښې يو داسې سړے و چې هغه به د ښار پۀ خلقو کښې د نېکۍ او خېر تعليم ورکولو۔ دا يو دروېش صفته انسان و چې هغه سره نۀ مال و او نۀ دولت و او نۀ وسيلې چې هغه د دې پۀ لاس د عېش او اسان ژوند تېر کړي ۔ دے پۀ خيرونو جامو کښې د لغړو پښو د ايتهنز پۀ کوڅو، بازارونو کښې او د ښار پۀ مشهور چوک باندې چکر لګولو او چې څوک به ورته مخامخ شو نو د هغه نه به ئې پوښتنې کولې ۔ هغه خو ځان ته دانشمند وې، نۀ عالم او نۀ مفکر بلکې پوښتنه به ئې کوله چې زده کړه وکړئ ۔ د هغۀ انداز به ډېر بدل غوندې و، مثلا هغه ته يوه ورځ يو ځوان پۀ لاره کښې مخ شو د هغۀ نه ئې پوښتنه وکړه ځوانه تۀ وئيلے شې چې نېکي به چرته نۀ ترلاسه شي ؟ ۔ پۀ دې باندې هغه ځوان پرېشانه شو۔ د هغۀ مازغو کار نۀ کولو چې د دې زۀ څۀ ځواب ورکړم ۔ پۀ دې باندې سقراط ووئيل ښه ماسره راځه، زۀ درته وايم چې نېکي کوم ځاے ترلاسه کېږي ۔ او بيا هغه ځوان ته ليکچر ورکوي چې نېکي د انسان دننه وي کۀ تۀ هر څيز ته د خېر پۀ نظر ګوري ۔ نو د بدۍ نه به بچ شي،نېکي د انسان پۀ فطرت کښې ده د هغي د لټون ضرورت دے ۔ دا ژوند د شر نه ساتي او انسان ته خوشحالي او خوښي ورکوي ۔ افلاطون پۀ خپل کتاب ري پبلک کښې د سقراط حوالې کړي دي چې د هغې نه اندازه لږي چې پۀ ژوند او ټولنه کښې د اخلاقي قدرونو پۀ بابله د هغۀ څۀ نظريات وو۔ سقراط خو پخپله څۀ دي ليکلي هغۀ چې کومې خبرې کړې دي ۔ يا بحث او مباحثه کښې ئې برابر حصه اخستې ده ۔ د هغې ذکر افلاطون او زېنوفان کړي دي دي چې د هغۀ شاګردارنو کښې و۔ پۀ داېتنز کښې دا دستور و چې پۀ دسترخوان باندې چې هغۀ ئې سمپوزيم وئيل په هغې کښې شريک خلقو به پۀ اهمو موضوعاتو بحث او مباحثه کوله ۔ هم پۀ داسې يوه موقع چې دا پوښتنه راپورته شوه چې عد يا انصاف څۀ شې دے ۔ نو يو سوفسټ اووئيل چې طاقتور تل صحيح وي ۔ چې چا سره طاقت وي نو عدل هم د هغۀ د مرضۍ مطابق کېږي ۔د دې مطلب شو چې بې وزله خلقو د پاره هيڅ عدل او انصاف نۀ وي ۔ کۀ څۀ هم د انصاف غوښتنه د ټولو نه کمزوري خلق کوي ځکه چې ددې لاس هغوي خپله ساتنه يقيني کول غواړي ۔ خو سوفسټ هغه خبره وکړۀ چې پۀ نورلسمه صدۍ کښې د سوشل ډارونزم پلويانو کوله چې طاقتونه د ژوند کولو حق دے او د کمزوري د پاره ئې هيڅ حق نشته ۔ سقراط د دې سخت مخالفت وکړو د هغۀ پۀ نزد د عدل اړيکه د اهم اخلاقي قدر سره دي چې هغه انسان پاکبازه او نېک ساتي ۔ کۀ طاقتورو ته دا حق تر لاسه شي نو ټولنه به د اړي ګړي ښکار شي ۔ عدل او انصاف پۀ طبقو کښې برابري ساتي ۔ همداسې پۀ يوه مکالمه کښې هغه سياست مدارو ته د ډاکټرانو يا حکيمانو يو شان والے ورکوي ۔ څنګه چې د هغوي فرض وي چې مريض د بيمارو نه خلاص کړي او هغه صحتمند وساتي نو دغسې د سياست مدارو دا کار وي چې د قام خدمت وکړي او د دوي کشالې حل کړي ۔ سقراط د ټولو نه زياته پاملرنه پۀ اخلاقي قدرونو ورکوي ۔ پۀ ټولنه کښې چې هغه تا د غلطو نه بچ کوي او هغه پۀ حرکت کښې ساتي ۔ کۀ چرې دا اخلاقي قدرونه د پښو لاندې کړې شي او وګړي ددې د پابندو نه ازاد شي نو ټولنه به ټوکړې ټوکړې شي ۔ سقراط د انسان فطرت نېکۍ طرف ته مايله ګڼي ۔ خو حالات دا د بدۍ اړخ ته بوځي ۔ نو ځکه د مفکرانو فلسفيانو او دانشورانو کار دا دے چې پۀ انساني فطرت کښې نېکي مضبوطه کړي ۔ د اېتنز ټولنې د سقراط دا فلسفه ونۀ زغملې شوه او چې پۀ هغه کوم الزامونه ولګېدل پۀ هغې کښې ځوانان بې لارې کول وو ۔ د ديوتاګانو عبادت نۀ کول شامل وو۔ کومه ورځ چې پۀ دۀ باندې د مقدمې نه انکار روان و هم پۀ هغه ورځ هغه پۀ عدالت کښې ملګري سره ملاوېږي او هغۀ سره پۀ پرهېزګارۍ بحث کوي ۔ پۀ مقدمه کښې هغۀ خپله دفاع پۀ خپله کوله ۔ پۀ هغه چې کوم الزامونه لګولي شوي وو هغه ځوابونه ورکړل ۔ هغه د جلاطنۍ نه هم انکار وکړو او د جرمانې د پېسو نه هم او د زغرو پياله څښلو سره ئې مرګ ته غاړه کېښوده ۔ ځکه سوال پېدا کېږي چې کۀ يو سقراط زمونږ ټولنې ته راغلو او د انصاف او عدل خبره وکړي ، مذهبي انتهاخوښو ته بد ووائي ، نفرت تعصب او فرقه بندې باندې نيوکه وکړي غلا غلطي او رشوت د ټولنې د پاره لانت وګڼي ، د سياستمدارو احتساب وکړي، د بې وزله او کمزورو خلقو د حقوقو جدو جهد وکړي ۔ د دهوکې، دروغ او تېرايستل نه د لرې اوسېدلو يادونه وکړي ۔ ولې داسې سړے به زمونږ ټولنه وزغمي ۔ يا هغه به هم سقراط غوندې پۀ الزامونو کښې راګېر کړې شي او د ژوند نه بې محرومه کړي ۔ ځکه چې کله ټولنه پۀ پرېوتو شي او کله چې اخلاقي قدرونه ختم شي نو پۀ داسې حال کښې رښتيا زغمل ګران شي نو ځکه د داسې سړي نه خلاصي موندلو سره خلق ځان مطمئنه او خوندي وګڼي ۔
غني خان مېله: سیمینار – ‘پښتون’
د جمعې پۀ ورځ، پینځلسم مارچ باندې باچا خان مرکز کښې د ‘غني خان مېله’ پۀ نوم د لېوني فلسفي خان عبدالغني خان د تلین