د علي خان او میا حمدالله فقیر خېل پۀ کلام کښې شعري مماثلت—شهاب شعور

دا ليکنه شريکه کړئ

دولسمه او ديارلسمه هجري پېړۍ د پښتو ادب د پاره نېکمرغه ده چې ستر شاعران او ادب پوهه عالمان ئې زېږولي دي ـ دا هغه دوره ده چې پښتو شعر د نویو اصطلاحاتو او افکارو سره مخ شوے وۀ ـ هندي سبک د عروج په بام ختلے وۀ او اغېزې  ئې راتلونکيو شاعرانو باندې ژور چاپ پرېښودۀ ـدغه  زمانه کښې په هشنغر کښې علي خان ژوند کاوۀ ـ هر څو کۀ ئې ژوند په تیارۀ کښې  دے خو د خپل فن لۀ کبله ځلېدونکے نمر دے او شاعري ئې لکه د څوارلسمې سپوږمۍ پړقیدونکې او ځلېدونکې ده او تر نن ورځې پورې رڼا لوستونکي منور دي ـ  د علي خان د زېږون په حواله لا داسې څېړنه مخې ته نۀ  ده راغلې چې بنده پرې مطمئن شي البته د هغۀ د یو شعر په رڼا کښې ئې د زمانې تعین ښکاره دے لکه چې وائي:

” سن د هجــــر غــــر وۀ ســــر د کاڼــــي تر کمتـــر وۀ

ورځ وه دیارلسمه د ذوالحجې پۀ تحریر کښې “

پوهان وائي چې د ابجدي حساب تر مخه ” غر“ نه دولس سوه “۱۲۰۰هـ“ کال راوځي او چې ”ک“ یعني ”۲۰ “ ترې کم شي ۱۱۸۰هـ پاتې کېږي خو قلندر مومند ئې بل تاویل داسې کوي چې د غر ۱۲۰۰ کښې د ک ”۲۰“  کمے دے چې دا پرې ورزیات شي نو د محمدي صاحبزاده د وفات کال ترې راوځي ـ دلته دا خبره ډاګیزه شوه چې علي خان په دولسمه او دیارلسمه هجري پېړۍ کښې ژوند کاوۀ ـ د  دۀ  تر څنګ پۀ همدغه دوره کښې یو بل صوفي شاعر او د فقیر جمیل بېګ ادبي وارث میا حمدالله فقیر خېل دے ـ چې په ۱۲۳۴ هجرۍ کښې زېږېدلے او تر ۱۳۰۴ هجرۍ پورې ئې ژوند یقیني دے ـ هر څو کۀ د دې عالمانو شاعرانو زمانه یوه ده  نو ادبي رجحانات ئې هم قابو قابو یو شان دي ـ او دواړه د خپل وخت لوستي او عالمان فاضلان شاعران دي ـ علي خان او میا حمدالله په کلام کښې ځاے په ځاے داسې یو شانتوب تر سترګو کېږي چې لوستونکي په دې خبره مجبور کړي چې ګني دواړو د یو بل سره راشه درشه او د یو بل کلامونه ئې اورېدلي لوستلي ووـ کۀ یو اړخ ته د ناستې او صحبت اثر وي نو بل اړخ ته ټولنېز نفسیات، معاشي حالات او علمي تاویلات هم د دوو یا د دوو نه زیات شاعرانو په کلام کښې د یوشانتیا څرک په ډاکه کوي ـ علي خان په خپل کلام کښې ځاے په ځاے د هجران نه زړۀ ستړے معلومېږي او هجران ورته د عذاب نه کم نۀ ښکاري وائي:

”د وصال عېش و عشرت به درنه هېر شي

کۀ خبر شوې د هجران لۀ سخت عذابـه “

دغه مضمون حمدالله میا داسې بیانوي چې د ګناهګارو لپاره عذاب او هجران یو شان ګڼي چې یو د مرګ نه پس او بل د مرګ نه مخکښې په ژوندوني ملاوېږي ـ وائي:

”پس لۀ مرګي وائي شته عذاب د ګناهګارو

راوستو بېلتون په ژوند په ما هغه عـــذاب“

مینه یو داسې احساس دے چې د زړۀ وینه وچوي انسان په ظاهره روغ خو په زړۀ رنځور کړي ـ عاشق هر وخت د محبوب په تکل او فکرونو کښې ګرځي ـ د محبوب لۀ غمه عاشق سوے لوے وي دغه خیال علي خان داسې رانغاړلے دے ـ وائي:

”نرۍ شونډې نرۍ پوزه نرۍ وروځې

خداے دغه بهانه زما د لا غرۍ کـړه“

میا حمدالله ئې دا رنګ بیانوي، وائي:

” راغــله اوس په ما باندې نیستي د یار لۀ غمه

ځکه شوم مانده مریض په تن په رنــګ خــراب“

وئیلے کېږي چې عشق او عقل د یو بل تضاد دے څوک چې عشق کوي هغه د خپل محبوب نه سېوا تمامه دنیا خس ګڼي ـ عشق یو داسې شراب دي چې په څښلو ئې د بنده نه عقل او هوش لاړ شي، عاشق مست او خُمار ګرځي ـ دے بیا د شرم او د دنیا د خبرو نه بې پروا وي د ژوند مزه او قرار ئې ختم شي تل ناقراره وي ـ علي خان او میا حمدالله دا مضمون داسې بیانوي:

”عـــقـــل شــرم قــرارے د ســړي یوســــي

لفظ د عشق به خبر درکړي لۀ دې رازه“

”عقــل هــوش به تـرې لاړ په هغه دم شي

چې د مینې په پیاله شي څوک مخمور“

پۀ سبک هندي کښې کۀ هر څو ډېر نوي موضوعات او افکار مخې ته راغلي دي نو یو پۀ کښې د امرد پرستۍ هم دے، چې شاعر د محبوب په مخ د خط راتلل د حُسن زوال او د محبوب د کبر نیستي ښائي ـ پښتو ادب کښې چې کوم د نو خطو د خط په باب شعرونه وئیلے شوي دي دا د فارسي ادب اغېزه ده چې بیا پښتنو شاعرانو ډېر په مینه او شوق دا روایت مخ په وړاندې بیولے دے ـ 10   علي خان په خپل کلام کښې ځاے په ځاے د خط مضمون راوړے دے لکه چې وائي:

”صاف مېدان ئې د مخ ځکه ګرد پېدا کړۀ

چې لښکرې پـرې راتلې شــخړې د خـــط “

یا دا شعر چې،

”په سپين مخ ئې د خط لیکه دوتا راغله

کــۀ قـــمر باندې هالـــــه خوشنــما راغـــله“

میا حمدالله خط ته د وريځ سره تشبیهـ ورکوي او د علي خان سره یو شانتوب داسې په ډاګه کوي وائي:

”سپين مخ د دلبر لکه افتاب هسې عیان دے

تور سحاب ته ګوره چې پرې راغے د تور خـط“

هر عاشق ته خپل محبوب د تمامې دنیا او مافیها نه عزیز دے د محبوب فکر ورته سکون بخښي او د جنت په نعمتونو ئې نۀ ورکوي دا یو عجیبه کېفېت دے چې عاشق ددنیا لۀ سود و زیان نه بې پروا کوي ـ  هم دغه کېفیت کښې  علي خان او حمدالله میا هم مبتلا دي او د محبوب نزدیکت ورته هر نعمت نه غوره دے وائي:

”د جنـــت ماڼــــۍ زاهــــــــد ته ما بخښلــــي

علي خان ته دې خداے پرېږدي درد ښکلو“

حمدالله میا د محبوب د قدم خاورې په یو نعمت هم نۀ ورکوي وائي:

”د دنیا په نعمتونو غرض نۀ کړي

حمدالله د یار د پل خاؤرې څټـــې“

”بل مقصود مې پۀ دارېنو کښې هېڅ نشته

غــــواړم زۀ لۀ خدایـــــه وصــــل د جانـــــــان

د بهشت نعم به واړه لۀ خولې تُو کړم

کۀ نصیب مې شو د یار دوه سرۀ لبان“

هجران یو داسې عذاب دے چې بنده پۀ کښې په ظاهري توګه عموماً او په باطني توګه خصوصاً دوړېږي، کړېږي، رژېږي او سوزېږي ـ تل د محبوب په یاد کښې سوے لوے لولپه سرګردان سر په زنګون ناست وي او د محبوب تېر شوے وخت بیا بیا رایادوي او د فکر په ټال جوټې وهي ـ علي خان دې کېفیت ته داسې لفظي هېئت ورکوي وائي:

” نښتے ؤم بېګا په حال د فکر کښې بندي

غښتۀ مې د یار د خیال نیوته غړونــــدي“

میا حمدالله ئې داسې بیانوي:

” پۀ هجران کښې د زندان پروت یم کړېږم

نصیـــب بند کـــړم د فـــــراق په غړونــــدي“

انسان سر تر پایه مینه مینه دے اُنس دے او دې اُنس دپاره اخلاص ډېر مهم دے ـ کله چې دوه مئین وي نو په ټولنه کښې نور ورانکاري دا هڅه کوي چې بېلتون ئې راولي او د دوي مینه او پېوستون نۀ شي زغملے نو داسې حال کښې د بېلتون دپاره ئې تر منځه د نفرت فضا قائمه کړي دا کېفیت او ټولنیز چلن علي خان او میا حمدالله ډېر ښۀ انځوروي وائي:

” ښـــۀ خوئــــي بـــد کړو د یار بـــدو هنشیـــــنو

سپین تار تور شي چې ئې غړي په خیرن لاس“

”د یار ښۀ خوئي رقیبانو لۀ ما بد کړو

چـــــې مدام ورته زمــــا کړي نمامـــــي“

پم یو داسې بیماري ده چې د انسان په وجود خارښت ولګي ځان ګروي او ټول وجود ئې زخمي زخمي غوښې غوښې شي ـ دا بیماري بل انسان ته هم لګي او دې رنځور ته پم لۀ کبله پمن وئیلے شي نو داسې حال کښې ترې روغ خلق ځان ساتي او لاس وروړلے نۀ شي ـ تر دې چې جامې ئې هم بېلې وینځلے شي او د خوراک لوښي ئې هم بېل وي ـ علي خان او میا حمدالله مینې ته پم رنځ وائي چې په داسې وخت کښې ئې تکلیف صرف عاشق ته وي عاشق د شرم او حیا پروا نۀ ساتي نو خپل خپلوان ئې د دې لېونتوب څخه بېزاره وي او د تعلق نه ئې منکر وي ـ علي خان وائي:

”په مـــا پم د مینـــې پورې شو دا ځکـه

بېل کړو لوښے یار همزولي ورور لۀ ما“

میا حمدالله وائي چې ټول مئېنان رانه لارې بیلوي وائي:

”ځکه تښتي مهرویان زما لۀ خوا نه

چې راپورې د دلبر د مینې پم شــــو“

علي خان او میا حمدالله مرګ يو کوټلے حقییقت ګڼي او وائي چې د مرګ په وخت به خلق وائي چې وخت ئې پوره شۀ او لکه د نورو انسانانو ئې رحلت وکړو او بیا داسې وخت کښې انسان بې اختیاره شي ټول واک اختیار د وارثانو وي ـ علي خان وائي:

” یوه ورځ به دې غږ وۀ شي علي خانه

چې فلانے هم لکــــه ګرد غبــار تېر شۀ“

او حمدالله میا وائي:

”حمدالله چې ستــــا د کـــوچ نغاره وۀ شـــي

هغه درنګ به دې بیا واک د ورور اخا شي“

دلته ځینې شعرونه د نومونې په توګه ذکر شو چې د علي خان او میا حمدالله فقیر خېل شعري مماثلت ترې په ډاګه کېږي نور هم ډېر شعرونه داسې دي کۀ د دواړو دیوانونه په غور ولوستے شي نو معلومه به شي چې د علي خان او حمدالله میا شعري مماثلت ډېر زیات دے ـ

حوالې

1    حسرت،محمد زبېر، ډاکټر ،علي خان ژوند فن  او  فکر ، چارسده ، پښتونخوا مطالعاتي مرکز، باچا خان پوهنتون ، مئ ۲۰۱۵ء

2    محمدي صاحبزاده، د محمدي صاحبزاده دیوان، مقدمه، قلندر مومند، پېښور، پرنټر پبلشرز، ۱۹۸۵ء

3    میا حمدالله، د میا حمدالله فقیر خېل کلام، سمؤنه او څېړنه، ډاکټر بدرالحکیم  حکیم زے، پېښور، پښتو اکېډیمي، پېښور پوهنتون، ۲۰۱۹ء

4              سائل، خواجه محمد، عبدالحمید بابا، پېښور، عظیم پبلشنګ هاؤس خېبر بازار، ۱۹۸۵ء

نورې ليکنې۔۔۔