اداريه: مۍ ۲۰۲۰

کورونا زمونږ ژوند بدلوي!!!
کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي.
وباګانې هسې هم پۀ انساني ټولنه، د هغوي ژوند او ژوندتېري باندې ژور اغېزونه پرېباسي؛ خو کورونا پۀ دې لږه موده کښې وښودله چې زمونږ ژوند پۀ بله اړولو ته ئې پۀ راستۍ مټې رانغښتې دي. دا به زمونږ ژوند، ژوند ته زمونږ سوچ او اپروچ او زمونږ ټولنيزو رويو کښې پاخۀ بدلونونه راولي. دا به زمونږ خپل ځان سره، يو بل سره، چاپېريال سره، حکومت سره او بهر دنيا سره د تعلق، رشتې او تعامل نوي اړخونه وبڼي. دا وخت ئې مونږ پۀ کورونو کښې بند کړي يو او ژوند ئې پۀ ځاے ټپ کړے دے. دا حالات به څومره غزېږي؟ کېدے شي تر څو مياشتو! کېدے شي کال! کېدے شي کال نه هم زيات.
پۀ مياشت ورځې د بره شوې چې مونږ د خپل ځان سره خودساخته تنهايۍ کښې معتکف شوي يو. اوس خپل مخ له لاس نۀ وړو. لاسونه پۀ څو کرته وينځو. د پلار سينې، د مور غېږ او د ښځې پښو له نۀ ورځو. نيازبينې لُور خوږ زوي نه وشوکېدو. ملګرو نه لرې شو. شريکه هوا کښې ساه اخستل مو هم مرۍ نيسي. د ‘ټولنيز واټن’ (social distancing) پۀ حواله ‘عارضي’ احتياط زمونږ د نفسياتو برخه او زمونږ ‘پوخ خوي’ جوړېږي. د يو بل نه دا لرې والے به زمونږ د مزاج مستقله برخه وګرځي؟ کۀ داسې شي نو زمونږ شريکې کوړمې، حجرې دېرې، عبادتخانې، منډۍ روزګارونه، جلسې جلوسونه، غونډې مشاعرې، سيمينارونه، مېلې ټېلې، غمونه ښادۍ!!! څۀ به کېږي؟ څۀ رنګ به اخلي؟
هغه خلک چې ځانونه ئې ډېر خوندي ګڼل – هغه خلک چې ډېر ترقي يافته او د اٰفتونو، زلزلو، قحطونو، جنګونو، وباګانو، مرګونو او رياستي او غېر رياستي عناصرو نه هم خوندي وو؛ د عدم تحفظ احساس سره مخ شول. محفوظ کۀ تر دې دمه پاتې دي نو مليان او فوجيان پاتې دي!!! دوي خو هر وخت محفوظ وي.
ژوند ‘انلائن’ بڼه خپلوونکے دے!!! د ټولنيز واټن زياتېدو سره به رابطې زياتې شي. مونږ چې د چا نه لرې يو، هسې مو هم ورسره تماس نيولو ته زيات زړۀ وي. شخصي، تعليمي، کاروباري او انتظامي رابطې به لا زياتې شي – مونږ به د ‘لمس’ لۀ وېرې هسې هم مخ پۀ مخ ليدو نه څنډه کوو!!!
خو داسې حالات نوي امکانات هم زېږوي!!! کورونا چې زمونږ د ژوند مختلفو اړخونو له کوم زورور ټېلونه او ديکې ورکوي، دې کښې دا صلاحيت شته چې ټولنه کښې ژورې ځېلې لرونکے ‘قطبيت’ (Polarization) هم د منځ نه يوسي. د قامي شناخت، کلتور او سياسي اختيار پېدا کړي قطبيت مختلف وفاقي يونټونه چې خپل ځان ځان له تاريخيت، کلتور، وسائل او نفسيات لري، خپلو کښې هم او د يو بل سره هم يو ځاے کېدو له نۀ دي ورکړي. د پاکستان پۀ وفاق دننه پښتانۀ، بلوچ او سرائيکيان دغه قطبيت زورلي، ځورولي او تش لاس کړي دي. د ‘شريک دښمن’ د شريک مدافعت او مزاحمت سوچ امکان لري چې دغه قطبيت ونړوي. دا د پاکستان تر حده ممکن نۀ ښکاري، ځکه چې مونږ دلته وليدل چې د پښتنو او بلوڅانو وينې بهېدې او بهېږي نو پاتې پاکستان پرې د ‘شمع ګردۍ’ تکلف هم نۀ دے کړے. نن هم کۀ پښتانۀ او بلوڅان د غېر رياستي عناصرو دړکې سره مخ دي، د رياستي شنډو اپرېشنونو وبال ئې پۀ سر دے، وسائل ئې معصوب او دوي مغلوب دي نو ‘نور’ پاکستان مذکوره قطبيت دې هر څۀ نه لاتعلق ‘ساتلے’ دے. څنګه چې ‘کورونا’ نۀ سپين ګوري نۀ سکڼ، نۀ پېړ نۀ مانده، نۀ موړ نۀ وږے، نۀ پوهه ناپوهه او نۀ مذهب يا بله کومه حواله – دغسې دهشتګردۍ هم نۀ حجره پېژنده نۀ جومات، نۀ درشل نۀ بازار، نۀ لوبغالے نۀ انګرېزي سکول او نۀ ديني مدرسه – کۀ د کورونا او دهشتګردۍ پۀ ټولنه دا اثرات د مباحثې برخه وګرځولې شي او دا شعور خورولو د پاره هڅه وشي نو هيله کېدې شي چې دغه قطبيت د ټولو وفاقي يونټونو تر منځ، او کۀ دومره پراخ نۀ وي نو لږ تر لږه د پښتنو، بلوڅانو او سرائيکيانو خپل منځ کښې مات شي. دا قطبيت چې د ‘غېر جمهوري قوتونو’ د سياسياتو

اجاره دارۍ او د انتخابي انجنئيرنګ پۀ زور او استثمار پېدا کړے شوے دے، ممکنه ده چې وچوي. دا ضروري نۀ ده چې پۀ دوه څلور ورځو کښې دې داسې وشي – د 1816 نه د 1992 پۀ منځ کښې د اتۀ نیم سوه (850) رياستي تنازعو پۀ شا د پرتو عناصرو د سپړدنې او څېړنې نه دا پۀ ډاګه شوې ده چې پينځۀ اويا سلن (75%) تنازعات يا رياستونه د سياسي قطبيت د ماتېدو سره د لسو کالو دننه د منځ نه تلي دي. د مغل سلطنت، د ترکي خلافت، برطانوي سامراج، سويت يونين، بوسنيا او د ‘مشرقي پاکستان’ ډاګيز مثالونه شته. ضرورت بس د دې خبرې دے چې دغه سياسي او کلتوري قطبيت د “اولسي بیانيې” برخه جوړه کړې شي او دا چې دا قطبيت څنګه د مذهب او ملک پۀ نوم د انسانانو بنيادي حقونه تروړي، دا تعلق ښکاره کړے شي. دې لړ کښې چې سياسي او کلتوري بيانيه څومره هم دليل سره مخ ته يوړې شي، تعميري به وي او دغه سفاک قطبيت به مسمار کړي.
کۀ چرې دا قطبيت ترينګړۍ هم قدرې وخوري نو د عسکريت سره ‘غوټه کړے شوے’ د حب الوطنۍ تصور به هم د عسکريت نه وشوکېږي. د حب الوطنۍ تصور نېغ پۀ نېغه د فوج علامتونو سره غوټه کړے شوے دے. مونږ وينو چې پۀ بازارونو کښې د کوچني ماشومانو د پاره ځينې مور پلار د فوجي وردۍ جامې د اختر شوقدر د پاره اخلي – ماشومان هم غواړي چې دغه وردۍ واغوندي. د پلېسټکي ټوپکونو، توپنچو، ټېنکونو او د لوبو ‘عسکري سامان’ سره د ماشومانو تړون؛ يا د هغوي د مور پلار دا خواهش چې بچي ئې ټوپکونو، توپنچو، ټېنکونو او د لوبو ‘عسکري سامان’ سره وويني، د رياست د جنګي بيانيې او نا قلاره ذهنيت ورکړه ده چې د تعليمي نصاب او مذهبي منبر و محراب نه کرلې شوې ده. خو ‘کورونا’ داسې څۀ نۀ دي چې د دې پۀ ضد به پاټکونه، چېک پوسټونه او کوم د پېغمبري نامې اپرېشنونه پۀ کار راشي – کورونا د سن پېنسټهـ جنګي چاربېتو او “بړا دشمن بنا پهرتا هے” پراډکشنز باندې نۀ تمبېږي – دا پۀ ډز نۀ ويشتے کېږي. اېس اېن جي کمانډوز، اېف سوله، جي اېف تهنډر، الخالد ټېنک يا پۀ قلعه بالاحصار کښې د رنجيت سنګهـ تصوير باندې دا نۀ پۀ شا کېږي – دا داسې نۀ ده چې پۀ ټارګټ کلنګ به ئې دباو کړې يا به ئې يونيورسټۍ کښې پۀ وحشيانه طريقه سنګسار کړې يا به لکه د عمران خان او خادم حسېن رضوي ستا “اپنے لوگ” وي چې ستا پۀ وېنا به ګډېږي، اسلام اباد لاک ډاون به کوي، فېض اباد محاصره به کوي او بيا به د دوه زرو لفافه واخلي او ځي به!!! خلک چې د ووهان ‘لي ونليانګ’ (Le Wenliang)، د پېښور ډاکټر اسامه رياض، پروفېسر ډاکټر جاوېد اقبال او پۀ سلګونو ډاکټران، نرسانې، پېرامېډکس او د صحت د عملې خلک ويني نو د حب الوطنۍ يو نوے تعريف به مخې ته راځي. خلک به د هغوي د هغه قربانۍ احساس کوي چې ځانونه ئې مرګونو ته نيولي دي. هو! بې شکه چې د ډاکټر کار علاج کول دي، خو دا صرف علاج کول خو نۀ دي، دا خو ځان مرګ ته تړل دي. د خپل سر پۀ بيعه د نورو ژوند ژغورل دي. خلک به سوچ وکړي چې اصل حب الوطني خو د انسانانو ژوند بچ کول دي، دا نۀ چې کۀ خلک خپل وي کۀ پردي، کورونه ئې الوځوې او پۀ اور او وسپنه ئې وژنې!!! دې سره به د حب الوطنۍ تصور ‘غېر فوجي’ شي او دا به د کورونا احسان وي.
کورونا به د حکومتي او انتظامي غېر سنجيدګۍ پله هم د خلکو پام ور واړوي. پۀ عام حالاتو کښې د يو وقتي ټوقمار اداکار يا د يو بې سره لوبغاړي پۀ حکومتي او انتظامي چارو هوائي ډوزې او نيوکې هم زغملې کېدې شي خو داسې حالات چې کورونا زېږولي دي، حکومتي او انتظامي سنجيدګي غواړي. د اېټمي طاقت نشه، حزب اختلاف د بڼې نه سپکول، د پېريانو پۀ جنترۍ بجټونه جوړول، عدالت او احتساب ملنډه کول، محکمې رېټائرډ جرنېلانو ته سپارل او پۀ ميډيا د ‘نورتنو’ کښېنول دې حالاتو کښې مرستيال نۀ شي کېدے. دا احساس ډېر پۀ تېزۍ سره زياتېږي چې حکومت چلول يو سنجيده کار دے او دا پۀ جذباتي اعلانونو او ‘يُو ټرنونو’ نۀ شي چلېدے. کورونا به د رياستي دلچسپيو، د بجټونو د مدونو، د وسائلو د لګښت او د صنعتونو د پېداوار پۀ حواله هم پورته کېدونکي سياسي سوالونه د اولس پۀ ژبه ږدي. د اولس لۀ خوا به د تعليم، صحت او سوشل وېلفئير مدونو کښې د زيات بجټ او زيات کار غوښتنه کېږي. د روغتيا لړ کښې به د ‘فاصلاتي علاج’ (Tele-medicine) تصور پراختيا ومومي او د درملو او ويکسينو د مارکيټ د ضرورت مطابق جوړېدل چې پۀ ګرانه بيعه او ټيټ معيار دي، مخه به اوړي. د دې سره، کورونا به د مختلفو مذهبونو د اجتماعي عبادت او مذهبي مقدسو تهوارونو پۀ حواله هم اثرات پرېباسي. د مذهبونو پۀ نوم د کلتوري او اقتصادي جنګونو کوم جال چې خور دے، ممکنه ده تر يوۀ حده هغه را غونډ شي، عقيده او مذهب ‘شخصي حق’ ومنلے شي او پۀ خدايانو تقسيم شوي انسانان انسانيت شريکه رشته تسليم کړي. د تعويذونو، دمونو او څاښتونو مقابل اوس هم خلک د سائنس پۀ ارزښت زيات باور لري، پۀ سائنس دا باور به نور هم سېوا شي.
عوامي نېشنل پارټۍ د تېرو ټولټاکنو پۀ منشور کښې د صوبائي خودمختارۍ نه پس د ” ضلعي خودمختاري” يو تصور وړاندې کړے ؤ. د کورونا دې حالاتو کښې اولس وليدل چې د مرکزي حکومت نه صوبائي او د صوبائي حکومت نه ضلعي نمائندګان زيات اولس ته نزدې او ښکاره وليدے شول. وفاقي حکومت خو پۀ يو لحاظ د صوبو نه د ‘لا تعلقۍ’ اعلان کړے دے. د ‘سمارټ لاک ډاون’ اعلان هم د ‘تبديلي’ غوندې غېر مؤثره او غېر کارامده ثابت شو. د سندهـ ‘اولسي حکومت’ د وفاق او نورو صوبو د ‘فوجي’ حکومتونو مقابله کښې زيات اقدامات کړي دي – سندهـ حکومت خو اوس د ‘کورونا ريليف ارډيننس’ راوړو سره د ملازمتونو خوندي کولو سره نور اقداماتو ته هم قانوني ائيني تحفظ ورکړو. تحريک انصاف د اولس پۀ کچ دغه رايې نه خپلو ‘نايکانو’ خبر کړے، ځکه خو حکومت د يو نيم کال نه due بلدياتي انتخابات نۀ کوي. ‘بېنظير انکم سپورټ پروګرام’ چې پۀ نړيوال کومک چلېدونکے پروګرام دے، ته د ‘احساس پروګرام’ نامه ورکول د سياسي اخلاقياتو د جنازې بل تکبير دے – ‘احساس پروګرام’ کښې پۀ 8171 د درخواست تللو نه پس يو ځواب راځي چې ‘مونږ به تاسو خبر کړو’ او د کوم څلور اتيا سلن (84%) خلکو امدن چې د کورونا نه متاثر شوے، هغوي د 8171 د ‘خبر’ پۀ طمع ناست وي خو خبر را نۀ شي. حکومت د نهم اپرېل نه د ادائيګۍ شروع کولو دعويٰ کوي، مونږ سره اوولس کسانو کښې درېو ته ځواب شوے چې ضلعي دفتر سره تماس ونيسئ او څوارلس اوس هم د دې کرښو ليکلو پورې (2020/4/29) د ‘خبر’ پۀ طمع ناست دي.
کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي او دا به زمونږ ژوند بدلوي – دا به خلک عملي سياست ته راولي – دا به سياسي شعور زیاتوي – دا به دا احساس زياتوي چې داسې حالاتو کښې د خلکو مدد کول د کومې خېراتي ادارې د ثواب موقع نۀ وي، دا د رياست هغه ذمه واري وي چې د اولس او رياست تر منځه شوې معاهدې کښې رياست پۀ غاړه اخستې وي.
1971/12/16: اتلسم ائيني ترميم
تېره ورځ د منصوبه بندۍ د پاره د پاکستان د وفاقي وزير اسد عمر لۀ خوا دا بيان مخې ته راغلے دے چې د تحريک انصاف حکومت پۀ اتلسم ائيني ترميم کښې د بدلون اراده لري – ښاغلي دريځ خپل کړے دے چې د اتلسم ائيني ترميم پۀ وجه د صوبو او وفاق تر منځه د کار د شراکت مکانيزم کښې ستونزې دي او ځکه د څۀ بدلونونو کولو ضرورت دے.
اسد عمر د ‘اېنګرو فرټلائزرز’ مالک دے او پۀ اربونو سبسډي ئې د تحريک انصاف حکومت کښې واخسته. د اوړو او چينو د مافياګانو نه د ګېس او پټرول د في بېرل تېلو د قيمتونو نه واخله دا سبسډيانې او دا ‘عطيات’ د ‘چا’ پۀ اپروول ملاوېږي، ولې ملاوېږي او څۀ د پاره ملاوېږي؛ دا پټې خبرې نۀ دي پاتې شوي. د لياقت علي خان نه د ايوب خان او بهټو نه تر نواز شريف او تر عمران خان پورې د جناح داسې زوے نشته چې ‘سبسډائزډ’ نۀ وي، بنفشري نۀ وي، وصول کننده نۀ وي.
د ‘باجوه ډاکټرين’ سره د اتلسم ائيني ترميم پۀ حواله انکشافونه ټولو سترګو ليدلي او غوږونو اورېدلي دي. فوج د افغانستان امن مذاکراتو د اغاز سره دومره تنګدسته شوے دے چې د اويا کالو پورې د ترقۍ نه لرې ساتلې شوو ‘قبائلي سيمو’ )چې اوس د خېبر پښتونخوا نوې ضلعې دي( د پاره بجټ کښې منظورې شوې پېسې ئې هم د ‘دفاع’ پۀ نامه وتروړلې. د فوج ‘کاروباري اېمپائر’ (Military Incorporation) د بېنکنګ نه د تعميراتي کمپنيانو، هاوسنګ سوسائټيز، فشريز، فاسټ فوډز، د وسلو جوړولو استعمالولو نه واخله تر چرګو اګيو خرڅولو او سنېټائرز او ماسکونو پورې هره شعبه کښې لاس تر څنګلو څنګلو ورکړي دي. د دې تر څنګ د ملک پۀ هره اداره کښې ‘رېټائرډ’ براجمان دي او د تورو سپينو مالکان دي. اٰئي اېس پي اٰر هسې هم د فوج، عدليې او احتساب د زېږولي ‘تبديلي سرکار’ ترجمان ؤ؛ اوس رېټائرډ عاصم باجوه د وزيراعظم معاون خصوصي براے اطلاعات هم وټاکلے شو – کمال دا دے چې څومره اخبارونو هم دغه بيان سرخۍ کښې راوستے دے، عاصم باجوه سره ئې نۀ د هغۀ ‘فوجي رېنک’ ليکلے دے او نۀ د سي پېک پۀ حواله د هغۀ ‘عهده’. ښکاري چې فوجيان کله هم ‘رېټائرډ’ کېږي نۀ، هغوي د خپلو پارلېماني خادمانو ‘انِ سروس’ وي.
د اسد عمر پۀ بيان د مختلفو سياسي ګوندونو د مشرانو لۀ خوا ردعمل هم اخبارونو کښې راغلے دے. دې کښې څۀ بيانونه سنجيدګي ښائي او څۀ بيانونه د يو ‘اخباري بيان تکلف’ نه زيات حېثيت نۀ لري. د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د بيان سره د صوبائي، ضلعي او ذيلي تنظيمونو د مشرانو او عهدېدارانو بيانونه هم اخبارونو کښې خوارۀ شوي دي.
اسفنديار ولي خان خپل بيان کښې وئيلي دي، “عوامي نېشنل پارټي به کله هم اتلسم ائيني ترميم کښې د ګوتو وهلو اجازت پۀ هېڅ قيمت ور نۀ کړي. د درېو ووټونو پۀ اکثريت ولاړ حکومت دغه متفقه ائيني ترميم له د لاس ور وړلو جرأت هم نۀ شي کولے.” هغۀ زياته کړې ده، “پاکستان کښې د مضبوط مرکز پۀ نوم سياست يو ځل بيا ناکام شوے دے او کۀ بيا څوک د چا پۀ ډاډ داسې څۀ کوشش کوي نو مونږ به دا د وفاقِ پاکستان پۀ ضد سازش ګڼو. کۀ اتلسم ائيني ترميم ؤ نو پاکستان به نۀ ؤ مات شوے.”
د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو د پاره د تيارې کړې شوې مسودې د ډرافټنګ د وخت نه خبرونه راځي او چرته پۀ يو نوي ‘برېکنګ نيوز’ کښې پټولے کېږي. دا خبره څرګنده ده چې د درېو ووټونو اکثريت باندې ولاړ حکومت چې د فوج، عدالت او احتساب پۀ درېو ډانګورو ولاړ دے، اتلسم ائيني ترميم سره به دغه ډانګورۍ ماتې شي. دې درېو ډانګورو کښې د دهشتګردۍ پۀ ضد جنګ کښې د فوج کردار، پۀ جمهوري عمل کښې د فوج د مداخلت او د ملک پۀ صنعتي، مالياتي او اقتصادي حالت د ‘ملټري انکارپورېشن’ اثرات وخت ښکاره کړي دي. د عدالت ازادۍ، غېر جانبدارۍ او د انصاف معيار باندې سوالونه د اولس ذهنونو ته کوز شوي دي. د احتساب ارډيننس دوېم ترميم د پاره هم وخت پوره شوے دے او اولس ليدلي هم دي چې دې کمېشن يوه ادېله هم د خپلو ‘شاه خرچيو’ نه زياته بوده کړې نۀ ده. اولسي پاڅون به د دې هر څۀ پۀ ضد ودرېږي. کېدے شي د کورونا پۀ نامه 144 دفعه هم خلک ايسار نۀ کړي. نېشنليان خو خودکش دهماکو هم ايسار کړي نۀ وو.
دا حالات چې کورونا سره پېدا شوي دي، دې کښې اولس د حکومت کارکردګي او ټنګ ټونګ وليدل. هغوي د وسائلو ارزښت او پۀ وسائلو د اختيار د پاره د جنګ کولو سياست باندې پوهېږي. وخت به اخلي، خو دومره وخت به هم وا نۀ خلي چې څوک پۀ کښې دغه ترميم بدل کړے شي. دغه ترميم کښې ګوتې وهل به د پارلېمان فېصلې سپکې او د سياسي عمل لار ايساره کړي. کۀ داسې وشي نو څۀ به وي؟ داسې يو ځل شوي دي او بيا د فوج ټوپکونه، ټېنکونه او جنګي جهازونه پۀ کار نۀ دي راغلي. پاکستان مات شوے دے.
اتلسم ائيني ترميم د عوامي نېشنل پارټۍ د نعرې “خپله خاوره خپل اختيار” ائيني لاس ته راوړنه ده او اولس پۀ دې تېر يو نيم کال د پاسه موده کښې پۀ دې پوهه شوے دے چې دغه ‘اختيار’ لاس ته راوړلو نه پس کۀ څوک دا تروړي نو دا زمونږ ‘پوره وي کۀ سپوره، پۀ شريکه به وي’ زمونږ نه تروړي. د دې شريکې ګټې تروړلو مزاحمت به پښتانۀ، بلوڅان، سندهيان، سرائيکيان او تر يوۀ حده پنجابيان هم کوي. بيا به فوج او د جناح صاحب سياسي زامن يو خوا وي، اولس به بل خوا وي – پۀ دې بايد ‘باجوه’ هم پوهه شي، د هغۀ ‘ډاکټرين’ ته د صحيفې حېثيت ورکوونکي هم او د دې عملي کولو د پاره د خپلو خدماتو پېش کوونکي هم.

* د اداريې د وړومبۍ برخې مرکزي خيال کښې د POLITICO مېګزين د نولسم مارچ 2020 د هغه راپور نه استفاده شوې ده چې د ‘بعد از کورونا’ حالاتو پۀ اړه پۀ کښې د څلوېښتو نه د زياتو پوهانو رايې اخستې شوې دي.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …