ادب د انسان د فکري، قلبي او تخيلاتي ژوند هنري اظهار دے چې د معاشرې ټول قدرونه، رسمونه، عقيدې، تجربې او تاريخ په ځان کښې رانغاړي۔ ادب کۀ يو اړخ ته د شعر، داستان يا ناول نوم دے نو بل خوا د يو قوم د ژوند د حافظې او کلتوري شناخت هغه ژوندے شکل دی چې د نسلونو ترمېنځ د فکر او احساس رشته مضبوطوي۔ هم دا وجه ده چې ادب د کلتور يوه بنيادي برخه هم ده او د کلتور د ډهانچې د جوړولو او پرمختګ يو فعال او متحرک جز هم بللے کېږي۔
څۀ رنګ چې انساني معاشره پۀ يو ځاے ولاړه نۀ پاتې کېږي او د وخت پۀ تېرېدو سره نوي نوي شکلونه خپلوي۔ همدغه رنګ د انساني تاريخ مطالعې نه څرګندېږي چې هره ټولنه د عروج او زوال د مرحلو سره مخ پاتې شوې ده خو کله هم جامده شوې نۀ ده، دغه رنګ ادب هم د عروج او زوال د مرحلو نه تېريږي خو د زمانې انقلابونو ته په خپل ځان کښې ځاے ورکوي او نوې نوې رجحانات خپلوي خو دادې حقيقت نه سترګې چرته پټېدئ شي چې ادب چرته هم جامد شوے نۀ دے ۔
په جديد کلتوري او ادبي مطالعاتو کښې دا نظر ډېر قوي دے چې ادب د يوې معاشرې د اړخونو د بيانولو ترڅنګ د معاشرې په جوړښت او بدلون کښې پوره پوره لاس لري۔ د مثال په توګه ريمونډ ويليمز (Raymond Williams) کلتور يو ژوندے تحرپک ګڼي۔ يعنې هغه تحريک چې پۀ ځاے نۀ ودرېږدي تل پۀ يو شکل کښې نۀ پاتې کېږي او د زمانې هر بدلون قبلوي۔ (Williams, 1981)۔ همدغه رنګ ټيري ايګلټن (Terry Eagleton) وايي ادب د معاشرې د فکر، قوت او نظرياتو څرګندونه هم کوي او ورسره انتقادي رويه هم خپلوي۔ (Eagleton, 2008)۔
کلتور په عمومي توګه د يو قوم د ژوند او ژواک يو شمېر توکي لکه ژبه، رسمونه، عقيدې، قدرونه، تاريخ او سماجي ژوند پۀ ځان کښې رانغاړي۔ د کليفورډ ګيرټز (Clifford Geertz) په نظر کلتور د معنو يو داسې جال دے چې انسانان يې پخپله جوړوي او بيا هم د دې معنو پۀ جال کښې ژوند کوي (Geertz, 1973)۔ ادب د دغې معننو هنري بيان دے يعنې هغه څۀ چې په کلتور کښې پۀ عملي يا فکري توګه موجود وي، ادب هغه په منظم، ښکلي او تخيلاتي شکل کښې وړاندې کوي۔
ترکومې چې د کلتور په وده کښې د ادب د کردار خبره ده نو ادب د کلتور د ودې دپاره تر ټولو غوره شعبه ده، ځکه کلتور د وخت سره بدلېږي، پرمختګ کوي او چرته هم نۀ جامد کېږي۔ ادب دا پرمختګ پۀ څو لارو بيا مخ پۀ وړاندې بوځي او نړۍ ته يې ښائي۔
اول دا چې ادب د کلتور د فکري ودې سبب ګرځي۔ کله چې ادب د انسان حقوقو، مساواتو، ازادۍ او دا رنګ د انساني قدرونو نمائندګي کوي نو د خلقو سوچ بدلوي او د نوي کلتوري فکر بنياد ږدي۔ دويم ادب د ژبې د ودې سبب ګرځي، دا پۀ دې چې د ژبې نوي لفظونه، اصطلاحات، تشبيهات او تخيلاتي انداز د ادب پۀ سيوري کښې وده کوي۔ درېم ادب د کلتوري تجربو د ورکړه راکړه نتيجه ده، يعنې يو قوم خپل کلتور د ادب پۀ وساطت سره نورو ته رسوي او د نورو کلتورونو نه استفاده اخلي۔ څلورم ادب د کلتوري شناخت د استحکام سوب ګرځي، ځکه چې د يو قوم داستانونه، قيصې، شعرونه او روايات د هغوی شناخت ژوندے ساتي نو ځکه مونږ دا وئيلے شو چې ادب د کلتور د دفاع ترڅنګ کلتور ته د پرمختګ لار هواروي او ورته نوي شکلونه هم ورکوي۔
کلتوري شناخت د يو قوم دپاره پۀ دې اهميت بنيادي اهميت لري چې دوي د خپل شناخت نه اګاه وي ۔ څۀ کۀ دا شناخت پۀ يو ځاے ولاړ او ثابت نۀ وي بلکې د تاريخ، تجربو او سماجي بدلونونو سره بدلېږي۔ سټيوارټ هال (Stuart Hall) وايي چې شناخت يو متحرک او جوړېدونکے مفهوم دے (Hall, 1990)۔ ادب هم د دې شناخت پۀ جوړولو کښې مهم رول لري ځکه چې د خلقو شريک احساسات، تاريخ او ژبه يو ځاے کوي۔
ادب پۀ عملي توګه کلتور پۀ څو مهمو لارو جوړوي او وده ورکوي۔ اول دا چې ادب د يو قوم تاريخ ساتي، فولکلوري کيسې، متلونه او شفاهي روايات راتلونکو نسلونو ته منتقل کوي۔ دوېم دا چې ادب د خلقو فکر او سوچ جوړوي او د سماجي بدلونونو دپاره د انسانانو ذهنونه تياروي۔ درېم دا چې ادب د د سماجي وحدت بلنه عام کوي او خلق يو شريک احساس ته رسوي۔
هم پۀ دې مرحله کښې بينيډيکټ اينډرسن (Benedict Anderson) وايي چې ملتونه فطري حقيقت نۀ خالي دي او د شريک تخيل “Imagined Communities” پۀ نتيجه کښې راولاړ شوي دي (Anderson, 1983)۔ ادب هم د دې شريک تخيل په جوړولو کښې بنيادي رول لري، ځکه چې د يو قوم ادب د هغوی ملي احساس ته طاقت بخښي۔
ادب د سماجي بدلون يوه بنيادي ذريعه هم ده۔ تاريخ ښايي چې انقلابي ادب، فمينسټ ادب او د ازادۍ ادب د ټولنو په بدلولو کښې مهم رول لوبولے دے۔ ريتا فيلسکي (Rita Felski) وايي چې ادب د انسان احساسات او فکر دواړه بدلولے شي (Felski, 2015)۔
ادب د ژبې د ودې دپاره هم هم ژوندے کردار ادا کوي۔ ژبه د ادب بنياد دے او ادب ژبه غني کوي۔ د ادب د لارې متلونه، اصطلاحات (Idioms)، تشبيهات او استعارات د ژبې برخه ګرځي او د بيان طريقه نوره هم ښکلي، پراخه او مؤثره کوي۔
پۀ نظرياتي توګه د ادب او کلتور موضوع د څو مهمو مفکرينو پۀ نظريو ولاړه ده۔ ريمونډ ويليمز کلتور ژوندے تحريک ګڼي، کليفورډ ګيرټز کلتور د معنو جال بولي، سټيوارټ هال شناخت متحرک ګڼي، بينيډيکټ اينډرسن ملتونه د تخيل نتيجې ګڼي او ټيري ايګلټن ادب د ټولنې د سوچ ترجمان بولي۔ دا ټولې نظريې دا څرګندوي چې ادب د هنر سره سره د سماج او کلتور لويه سرمايه هم ده۔
پۀ تحقيقي توګه ادب درې مهم اړخونه لري ۔ يو دا چې د ټولنې کلتور تشريح کوي، بل دا چې کلتور او د خلقو شناخت جوړوي او درېم دا چې معاشره نقد کوي او ورکښې د بدلون فکر پېدا کوي نو پۀ دې وجه ادب د معاشرې د يوې سپېځلې ائينې ترڅنګ د سماج يو داسې تحريک هم دے چې وس لري او د کلتور په وده کښې هم مهم رول لوبوي۔
پۀ نوي دور کښې ادب لا زيات اهميت پيدا کړے دے، ځکه چې د نړۍ يو ځاے ته کېدل (globalization)، ډيجېټل رسنۍ او کلتوري ورکړو راکړو سره د کلتوري شناخت مسئله نوره هم کړکېچه شوې ده۔ ادب دلته د کلتوري شناخت تحفظ يقيني کوي او هم پۀ نوي شکل کښې د هغې پۀ پرمختک کښې مهم رول لوبوي۔
په نتيجه کښې وئيلے شو چې ادب د کلتور هنداره هم ده او د کلتور د ودې او جوړښت تر ټولو زرينه اثاثه هم ده۔ ادب کلتوري شناخت ته لاره جوړوي، پۀ معاشره کښې بدلون راولي، ژبه غني کوي او د ملت جوړولو په مرحله کښې بنيادي رول لري نو ادب د هر قوم د فکري، کلتوري او تاريخي ژوند هغه بنيادي ستنه ده چې د هغې نه بغېر د ټولنې شناخت نيمګړې پاتې کېږي۔
حوالې
ريمونډ ويليمز (Raymond Williams, 1981) – Culture
ټيري ايګلټن (Terry Eagleton, 2008) – Literary Theory
کليفورډ ګيرټز (Clifford Geertz, 1973) – The Interpretation of Cultures
سټيوارټ هال (Stuart Hall, 1990) – Cultural Identity
بينيډيکټ اينډرسن (Benedict Anderson, 1983) – Imagined Communities
ريتا فيلسکي (Rita Felski, 2015) – The Limits of Critique